۱۴۰۲/۰۴/۰۱

د ديموکراسۍ سياست:

د ديموکراسۍ سياست دوست او دښمن نه لري او نه هم د ديموکراسۍ له لاري اسلام ته اساسي خدمت کېدلای سي د ديموکراسۍ په مټ اسلام ته خدمت کول داسي مثال لري لکه څوک چي د سلاتې په ماشين باندي غنم اوړه کوي.
د ديموکراسۍ نظام پر داسي اصولو باندي ولاړ وي چي هيڅ شرعي لاسوند د ځانه سره نه لري له همدې امله د يوه فاسق په يوه رايه باندي نړيږي او بسته نظام ته يو نا اهله انسان خنډ جوړولاي سي.
د ديموکراسۍ په نظام کي پر يوه دسترخان هم شراب څیښل کيږي او هم د قرآن تلاوت کيږي، يو سړی به نيمه ورځ د اسلام پر خلاف کار کوي او نيمه ورځ به بيا په مسجد کي تېروي، ميرمن به يې د شپې دده سره وي خو د ورځي به بيا نور خلګ خوندونه ورباندي اخلي.
د ديموکراسۍ په نظام کي به د انسانانو پر ځای خلګ د حيواناتو سره اړيکي ساتي، د دوستۍ معيار به انسانيت او اسلام نه وي بلکي دوستي او دښمني به د نفس په غوښتنه پر شهواتو او دنيوي خوندونو باندي ولاړه وي.
د ديموکراسۍ په نظام کي د دوستۍ او دښمنۍ په تعامل کي ديانت ته نه کتل کيږي بلکي د خپل واک او ديموکراسۍ بقاء ته کتل کيږي په هرکار کي چي د ديموکراسۍ بقاء وي او په واک کي د واکمن پاته کېدل وي هغه به سر ته رسيږي.
دا ډېر ښه کار سو چي زموږ د هيواد څخه د عملي ديموکراسۍ ټغر ټول سو خو د فکري ديموکراسۍ د ټغر ټولېدل به لا ډېر وخت ونيسي ځکه دلته د ديموکراسۍ فکري ودي ته ډېر کار سوی دی او ډېر مسلمان فکرونه د خپل اصلي مسير څخه اووښتي دي.
دا لازمه ده چي موږ د سياست په ټولو څانګو کي د هيواد په کچه فکري بدلون ته کار وکړو تر څو د حاکم نظام د سمبالښت او بقاء په وړاندي احتمالي ننګوني هم له مينځه ولاړي سي او د هيوادوالو فکرونه او آندونه د حاکميت تر پوښښ لاندي راسي.
کله چي فکري حاکميت د فزيکي حاکميت سره ملګری وي هلته بيا د حکومتولۍ لپاره هيڅ زور او فشار ته اړتيا نه پيدا کيږي او د نظام په وړاندي هيڅوک منفي تخنيک او تاکتيک نه کاروي بلکي د مملکت ټولي چاري به د اطاعت، انفعال، مشورې او يووالي تر سايه لاندي پر مخ ځي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: