۱۴۰۱/۰۸/۳۰

د اسلامي نظامونو په وړاندي ننګوني:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
پدې خاطر چي اسلامي نظام د سياسي او اصيل اسلام نماينده ګي کوي او د حکومتولۍ او سياست په ډګرونو کي شرعي پاليسي او اديالوژي تمثيلوي نو هر څوک چي د اسلام دښمن وي هغه د اسلامي نظام سره دښمني کوي.
کفار او بې دينه خلګ خو د اسلامي حاکميت له ډاره نه غواړي په نړۍ کي اسلامي نظام حاکم سي ځکه نو د نړۍ په هر ځای کي د اسلامي نظام د حاکميت مخه نيسي او که په کوم ځای کي حاکم وي کوښښ کوي چي له مينځه يې يوسي، ددې لپاره په تاريخ کي لويي بېلګي سته؛ د رسول الله صلي الله عليه وسلم د زمانې څخه چي په مدينه منور کي يې اسلامي نظام جوړ کړي وو بيا تر اسلامي خلافتونو او زموږ تر زمانې پوري؛ تل کفارو چي په رأس کي يې يهود دي ددې کوښښ کړی چي د اسلامي نظام د راتګ مخه ونيسي او که کوم ځای اسلامي نظام حاکم وي هغه ونړوي.
دا يې د اسلامي نظام په وړاندي بهرنې پاليسي ده چي هم يې خپله عملي کوي او هم يې د خپلو ځينو اجيرانو په واسطه سر ته رسوي خو ځيني وختونه په اسلامي هيوادونو کي داسي شرايط رامينځ ته کوي چي په امنيتي، سياسي، اقتصادي او تعليمي ډګرونو کي په عامه توګه مسلمانان او په خاصه توګه اسلامي نظام د ننګونو او چالشونو سره مخامخ کړي او په شعوري يا غير شعوري ډول خپله مسلمانان ددوی لپاره کار وکړي.
د هر حاکم مسلمان لپاره دا لازمه ده چي تېر وختونه د ځان لپاره درس وګرځوي او د پخوانيو اسلامي خلافتونو د ارتقاء او انحطاط اسباب ځانته معلوم کړي تر څو د ساتني او پرمختګ فرصتونه ايجاد او د زوال او رکود د نيمګړتياوو څخه ځان وساتي.
دا معلومه خبره ده چي هر نظام په بهرني سياست کي تعامل او مدارات ته او په داخلي سياست کي عدالت او ښه مديريت ته اړتيا لري تر څو د ګاونډيو په شمول د نورو هيوادونو سره متقابلي محترمانه اړيکي ولري او خپل ولس د ځانه څخه خوشحال وساتي.
يادو دوو هدفونو ته رسېدل هغه وخت ممکن دي چي د شريعت په چوکاټ کي د ننه هر څه د يو جامع مکانيزم او اوږدمهالي پلان له مخي ترسره سي چي د نظام ساتني څخه وروسته سمبالښت او وده پکښې لويه موخه وي.
په دندو کي د مسئوليتونو او صلاحيتونو توازن، وظيفوي مصئونيت، کاري سابقه، مسلکيتوب، مثبتګرايي، تنبيه او تشويق، مخلصانه اطاعت، اداري قوت، د لومړيتوبونو په پام کي نيول، ټوليز شموليت، داخلي نظم او همږغي هغه نورمونه او معيارونه دي چي سلامتيا، قوت او سپېڅلتيا ته انسان رسوي( د هر ډول فساد څخه يې ساتي) بالخصوص چي کله د محور حيثيت ورکړل سي.

هیچ نظری موجود نیست: