۱۴۰۳/۰۳/۲۳

محترمو حاجيانو صاحبانو ته!

محترمو حاجيانو صاحبانو! تاسي دواړو مبارکو حرمينو ته د ډېر مبارک عمل لپاره تللي ياست؛ د داسي نيک عمل لپاره تللي یاست چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغو دريو نیکو کارونو څخه ګنلی دی چې ټول مخکني ګناهونو ورباندي ورانیږي او انسان د ګناه څخه داسي په پاکیږي لکه تازه چې د مور څخه زېږېدلی وي او تاسي هغو مبارکو ځايونو ته تللي یاست چې د ټولي مځکي پر مخ غوره او بهتره ځايونه دي او د علماؤ په قول په مکه مکرمه کې ۱۵ ځایونه دي چې هلته د انسان هره مشروعه دعا قبليږي.

ستاسي نېک عمل او د ځای حرمت ته په پام تاسي بايد د خپلو مناسکو په درشل کې اسلامي امت ته دعاګاني هم وکړئ په ځانګړې توګه د غزې او سوريې مسلمانانو ته چې د نړيوالو کفارو او منافقينو لخوا اورونه باندي بل شوي دي.

حاجيانو صاحبانو! فلسطين د مسلمانانو لومړی قبله ده او يواځي د مسلمانانو ملکيت دی خو نن يې موږ وينو چې اسرائيلو اشغال کړی او يهودي غاصب دولت يې پکې جوړ کړی، موږ يې وينو چې اشغالګر صهيونستيان د ورځي په سلهاوو مسلمانانو چې ډېری يې ښځي او ماشومان دي په شهادت رسوي او د غزې ښکلی ښار يې په بمباريو لوټي او خاوري کړی دی؛ دا په داسي حال کې ده چې ټول اسلامي هيوادونه ورته ګوري او ننداره يې کوي خو له بده مرغه هيڅ داسي اسلامي هيواد چې د فلسطين سره پوله لري او يا يې له مخکې د اسرائیلو سره روابط درلودل ندی پیدا شوی چې د فلسطينیانو سره خواخوږي وکړي او د اسرائیلو سره لږ تر لږه روابط پرې کړي.

ځيني اسلامي هيوادونه لکه افغانستان چې د مرستي اراده لري هغوی بيا د لیري والي او ضعف له کبله مرسته نشي ورسره کولای نو يواځینی شی چې ستاسي فلسطيني وړونه يې ستاسي څخه انتظار لري او ستاسو لخوا بېله کوم لګښت څخه ورسره کېدلای شي هغوی ته د نصرت او استقامت دعا ده.
دعا ډېر ښکلی عبادت دی بلکې د عبادت مغز دی په خاصه توګه په حرمینو کې چې يواځي په مکه مکرمه کې لکه مخکې چې مو وويل ۱۵ د دعا قبلېدلو خاص ځايونه دي؛ هغو ځايونو ته ولاړ شئ او خپلو فلسطيني وړونو ته دعا وکړئ تر څو يې الله تعالی د اسرائيلو د ظلم څخه خلاص کړي او پوره نصرت يې په برخه شي.

لکه فلسطيني وړونو ته چې دعا کوی خپلو سوري وړونو ته هم دعا وکړئ چې د ډېرو کلونو څخه را پدې خوا د کفارو او منافقينو لخوا ځوريږي، همداسي خپل سوډاني مسلمانان وړونه هم له ياده مه باسئ چې  د خپلمنځي جګړې له کبله خواران د ډېرو سختو حالاتو سره مخامخ دي او خپلو سوماليايي او د نړۍ په نورو هيوادونو کې مسلمانانو وړونو ته هم دعا وکړئ تر څو يې الله تعالی د ظالمانو له منګولو څخه آزاد کړي او د سوچه اسلامي نظام خاوندان يې وګرځوي.

ګرانو حاجي صاحبانو! خپل هيواد افغانستان هم په دعا کې ډېر ياد کړئ تر څو يې الله تعالی د هر شرير او فتنه ګر څخه وساتي او اوسنی حاکم افغان نظام نور هم قوي او سمبال کړي؛ خپل هيواد او اوسني اسلامي نظام ته دعا وکړئ چې الله تعالی يې د هر مفسد د دسيسو او توطئو څخه محفوظ کړي او هغه کسان وشرموي چې زموږ د هيواد او اوسني نظام په اړه منفي اراده او ناوړه هدف لري.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: