۱۴۰۳/۰۱/۲۹

فکري اصلاح/داسي فکر مکوه:

۱ ـ داسي فکر مکوه چې هر شی چې ته یې صحي بولې هغه به خاماخا صحي وي؛ ځکه یو خو ته معصوم نه یې بل که ستا هر فکر صحي شي نو د هر چا هر فکر صحي دی بیا نو غلط او خطأ نشي موجودېدلای سره د دې چې د خطأ او غلط وجود حق دی.

۲ ـ داسي فکر مکوه چې کوم حیثیت چې ته يې په خپل قوم او وطن کې لرې هغه به په ټولو قومونو او وطنونو کې لرې؛ ځکه ستا قوم به د قومیت په خاطر او وطنداران به دې د وطندارۍ په خاطر عزت کوي او دا دواړه تړونونه ته د نورو خلکو سره نه لرې.

۳ ـ داسي فکر مکوه چې ته په يوې ټولني کې په علمیت باندي مشهوره یې نو په ټولي نړۍ کې به ته په علميت باندي مشهوره کیږې او په نړیواله سطحه به ستا کلیوال حیثیت منل کیږي؛ ځکه نړیوال شهرت نړیوال ظرفیت غواړي او هغه په هر چا کې نشته.

۴ ـ داسي فکر مکوه چې ستا هره خبره بايد نور خلک ومني او يا په هر شي کې بايد نور خلک ستا سره مشوره وکړي؛ ځکه ستا خبره خو قرآن او حدیث نه دی چې په منلو یې نور انسانان مجبور وي او نه هم هر څوک په تا باور کوي چې ستا سره مشوره وکړي.

۵ ـ داسي فکر مکوه چې کله ته په يو نظام کې وظیفه لرې نو ستا هر کار دي په هره برخه کې د نظام په نماينده ګۍ وي او تا ته دي دا حق وي چې خپل هر کار نظام ته منسوب کړې؛ ځکه نظام د پاشل شوو فکرونو څخه نه دی جوړ، همداسي نظام یواځې ستا پر فکر او ستا پر عمل باندي نه دی ولاړ بلکې په نظام کې ستا په څېر په سلهاوو خلک سته نو که هر یو ستا غوندي دعوه وکړي بیا خو نو د یوه نظام څخه په سلهاوو نظامونه جوړيږي.

۶ ـ داسي فکر مکوه چې دين او مذهب د یوه ښار او یوه کلي لپاره راغلي تر څو نور ښارونه او کلي ستا د ښار او کلي په مذهب شي؛ بلکې دین او مذهب د عقیدې او عمل نوم دی په هر ځای او هر کس کې موجودېدلای سي.

۷ ـ داسي فکر مکوه چې دين او مذهب ته ستا لخوا جوړ شوي شعارونه بايد ټول خلک ومني؛ ځکه ستا لخوا جوړ شوي شیان د دین او مذهب شعایر نه دي بلکې ستا تفردات دي، منل او نه منل یې یواځي ستا کار دی نور خلک یې په منلو باندي نه دي مکلف.

۸ ـ داسي فکر مکوه چې د یو شخص د کاري ظرفیت او استعداد په تشخیص کې ته حتما پر حق یې او نور خلک هم باید د هغه شخص په اړه ستا خبره ومني؛ ځکه دا ستا خپل شخصي فکر او انفرادي استنباط دی ممکن ته پکې خطاوتلی وسې.

۹ ـ داسي فکر مکوه چې ته به هميشه پر یو حالت يې او تغيير به ستا په حالت کې نه راځي؛ ځکه ته انسان يې او هر انسان محل د حوادثو دی له همدې امله خپل پخوانی حالت مه هېروه، په اوسني حالت سل په سلو باور مکوه او را روان حالت پر پخواني او اوسني حالت مه قياسوه؛ د هري زمانې پر ښه حالت شکر آداء کړه او د تکبر څخه ځان وساته او د هر بد حالت په وخت کې مه نا اميده کېږه او زغم له لاسه مه ورکوه.

۱۰ ـ داسي فکر مکوه چې ستا مرموز منفي کارونه به د تل لپاره پټ پاتيږي او هيڅوک به نه په خبريږي؛ ځکه دا د الله تعالی عادت دی چې باطل ته لږ وخت ورکوي خو وروسته يې بيا د رسوايۍ ميدان ته را باسي.

۱۱ ـ داسي فکر مکوه چې ستا په مقابل کې هره چوپتيا ستا تأييدی او احترام دی؛ ممکن ځيني خلک ستا د شر څخه د ځان ساتني لپاره ستا مخي ته چوپ پاتیږي او يا ممکن ستا خبره د جواب ورکولو ارزښت ونلري.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: