په دې خاطر چې د روژې مبارکه مياشت د عبادت، دعا، رحمت او آزادۍ مياشت وه ځکه نو په تېرېدلو يې هر با احساسه او متقي مسلمان خوابدی دی او داسي احساس کوي چې ما ډېر لوی فرصت له لاسه ورکړی دی خو خوشحالي دي وي د هغو کسانو لپاره چې د دې مبارکي مياشتي روژه يې نيولې وي، په دې مبارکه مياشت کې يې د فرائضو تر څنګ نوافل عبادات هم ډېر کړي وي او د نيکيو په لاس ته راوړلو کې يې د سيالۍ په څېر زيار او کوښښ کړی وي.
يقينا چې دغه انسانانو ځانونه د احسان مرتبې ته رسولي دي او ځانونه يې د هغو کسانو څخه ګرځولي دي چې د الله تعالی عبادت يې په پوره توګه سر ته رسولی او د عبادت ټول حق يې په تمامه معنی آداء کړی دی؛ په رښتيا چې دغه انسانان د نورو څخه بېل او متمايز دي ځکه دوی الله تعالی لره خپل اخلاص او صفاوالی د نيت ثابت کړی دی او د روژې مبارکه مياشت يې په ښه مراسمو باندي لمانځلې ده.
هغه کسانو چې روژه نيولې، ځانونه يې د هر هغه شي څخه ساتلي دي چې الله تعالی په قهر کوي، خپله روژه يې د هر ډول فساد او نيمګرتيا څخه ساتلې ده خو د روژې په مياشت کې يې نفلي عبادتونه نه دي کړي په رښتيا چي دوی د اسلام د مرتبې څخه د ايمان مرتبې ته عروج کړی دی او د دې اميد شته چې الله تعالی به يې روژه او ټول عبادات په خپل دربار کې قبول کړي خو دوی د احسان مرتبې ته لا هم ندي رسېدلي.
او هغه کسان چې روژه يې نيولې وي خو سمه روژه يې نه وي نيولې بلکې په روژه کې يې خپله ژبه د غيبت، بهتان، درواغو چغلګرۍ څخه نه وي ساتلې، خپل غوږونه يې د باطل او بدو شيانو د اورېدلو څخه نه وي ساتلي، خپلي سترګي يې د ناروا کتلو څخه نه وي خوندي کړي، خپل نس يې د حرام خوړلو څخه نه وي ژغورلی او خپل لاسونه او پښې يې د حرام کولو څخه نه وي راګرځولي که څه هم دوی د روژې فرض آداء کړی دی خو روژه يې د ثواب څخه خالي ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم د داسي خلګو په اړه فرمايي: رُبَّ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلاَّ الْجُوعُ.[سنن إبن ماجه1690] ژباړه: ځينو روژاتيانو لره د دوی د روژې څخه بېله لوږي بل هيڅ ګټه نه رسيږي.
يعني دوی ته د روژې څخه يواځي لوږه رسېدلې وي نور ثواب يې پر روژه باندي مرتب نه وي.
د روژې مياشتي د عبادتونو مثبت تأثير څنګه حس کړو؟
دا معلومه خبره ده چې په هر عبادت کې الله تعالی مثبت تأثير ايښی دی؛ روژه هم د هغو عبادتونو څخه ده چې الله تعالی د بنده لپاره ډېر مثبت تأثيرونه پکې ايښي دي.
د دې تر څنګ چې روژه د انسان ظاهري روغتيا ته ګټه لري د انسان لپاره د ګناهونو څخه پاک کوونکې مياشت هم ده ځکه نو بايد په روژه باندي د انسان ايمان قوي شي، اخلاق يې برابر شي او د نيکو کارونو سره يې علاقه مندي ډېره شي.
که د روژې مياشتي د تېرېدلو وروسته په کوم انسان کې د عبادت سره مينه موجوده وه، پر جماعت او نورو عبادتونو يې پابندي کوله، د خپلوانو سره يې صله رحمي ټينګوله، د مور او پلار سره يې پوره نيکي کوله، د صدقاتو او نفلي عباداتو سره يې مينه درلودله، د ځان او نورو مسلمانانو تزکيه يې کوله، همداسي د حرام خوړلو، حرام ويلو، حرام کتلو، حرام اورېدلو او حرام کولو څخه يې د ځان ساتنه کوله يقينا چې په دغه انسان کې روژې پوره تأثير کړی او روژه يې الله تعالی ورڅخه قبوله کړېده.
د روژې مياشت د حمام کولو حيثيت لري لکه په حمام کولو باندي چې انسان د ظاهري چټليو او بديويۍ څخه ساتل کيږي په روژه باندي هم انسان د ګناه د چټليو څخه ساتل کيږي او په هره برخه کې تهذيب او تزکيه د انسان په برخه کيږي.
د روژې مياشتي اعمال به څنګه ساتو؟
د هر نيک عمل د کولو وروسته د هغه عمل ساتل ډېر مهم دي ځکه که عمل و نه ساتل شي نو هغه عمل ضائع او خراب شو او انسان ته يې هيڅ ګټه نه رسيږي؛ الله تعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ.[محمد33] ژباړه: ای مؤمنانو د الله تعالی اطاعت وکړئ، د رسول اطاعت وکړئ او خپل عملونه مه باطلوئ.
يعني خپل عملونه په ګناهونو باندي مه باطلوئ ځکه په ګناه باندي د انسان صالح اعمال له منځه ځي لکه په حديث شريف کې چې راځي: إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ.[سنن ابي داود4905]ژباړه: ځانونه د حسد څخه وساتئ ځکه حسد نيکۍ داسي خوري لکه اور چې بوټي خوري.
همداسي په حديث کې راځي: عن حذيفة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: قذف المحصنة يهدم عمل مائة سنة.[مساوئ الأخلاق للخرائطي703]
ژباړه: حذيفه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې ده وفرمايل: پر پاکي ښځي تهمت ويل د انسان د سلو کلونو عملونه خرابوي.
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: خپلي نيکۍ وساتئ او ستاسي څخه دي په ناخبرۍ کي نه ځي لکه اوبه چې ستاسي د لاس څخه ځي، صحابه وو وويل: په څشي باندي نيک اعمال زموږ د لاسه څخه ځي يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په غيبت کولو باندي.
يعني که تاسي د نورو مسلمانانو غيبت وکړی نو ستاسي نيک اعمال به ورسره له منځه ځي.
لکه د ګناه څخه په ځان ساتنې چې د انسان صالح اعمال ساتل کېدلای شي پر نيکو اعمالو په استقامت باندي هم نيک اعمال د ضائع کېدلو څخه ساتل کېدلای شي.
علماؤ فرمايلي دي: که څوک په لاندي پنځو شيانو کي استقامت وکړي ارومرو به يې مخکني نيک اعمال قبول شي او په را روان وخت کي به د نورو نيکو اعمالو توفيق ورته په نصيب شي:
۱ – استقامت د الله تعالی پر توحيد او يووالي.
۳ – استقامت پر عباداتو او طاعاتو.
۳ – استقامت پر اخلاص او حسن نيت.
۴ – استقامت د وينا او عمل پر يووالي يعني لکه په خوله چې ښه خبري کوي په عمل کې هم ښه کارونه وکړي.
۵ – استقامت د ظاهر او باطن پر يووالي يعني لکه په ظاهره چې انسان ځان له ګناه څخه ساتي په باطن کې هم ځان د ګناه څخه وساتي.
نو مسلمان بايد خپل ټول صالح اعمال د کولو څخه وروسته وساتي تر څو ضائع نه شي او د ثواب څخه يې محروم نشي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر