۱۴۰۲/۱۱/۱۸

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:(شپږمه او ورستنۍ برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د دې لپاره چي مسلمان مشران او عام مسلمانان، اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو په زيانونو ډېر پوه سي او په پوره توګه يې وپېژني راځو په قرآن شريف کي د منافقينو ځيني راغلي حالات په لنډ ډول بيانوو:
په سورة البقره کي الله تعالی د منافقينو د زړونو ناروغي او د دوی لخوا د مسلمانانو دوکه کول ذکر کړي دي، په سورة آل عمران کي يې د دوی نا آرامي او خواري ذکر کړې ده، په سورة النساء کي يې د الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکمونو څخه د دوی مخ اړول ذکر کړي دي، په سورة المائده کي يې د کفارو سره د منافقينو د دوستۍ بيان کړی دی، په سورة الانفال کي يې د دين د قوي کېدلو لپاره د الله تعالی په نصرت کي د دوی د شک او ترديد بيان کړی دی، په سورة التوبة کي يې د جهاد څخه د دوی د تښتي او پر مسلمانانو باندي د دوی د بد ويلو يادونه کړېده، په سورة الحچ کي يې د دوی د تزلزل يادونه کړېده، په سورة النور کي يې د دې بيان کړی دی چي منافقين په خپلو نفسي غوښتنو پر دين باندي نيوکه کوي، په سورة العنکبوت کي يې د دوی د صبر د لږوالي يادونه کړېده، په سورة الأحزاب کي يې د الله تعالی د وعدې څخه د دوي د مخالفت بيان کړی دی، په سورة محمد کي يې د دوی د بېغرتۍ يادونه کړېده، په سورة الفتح کي يې پر الله تعالي د دوي د بدګمانۍ يادونه کړېده، په سورة الحديد کي يې په هيلو باندي د دوي لخوا د خپلو ځانونو د دوکه کولو بيان کړي دي، په سورة المجادلة کي يې د دوي د درواغ قسم اخيستلو يادونه کړېده، په سورة الحشر کي يې د قيامت په ورځ د منافقينو د دوستانو د ذلت او خوارۍ بيان کړی دی، په سورة المنافقين کي يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د منافقينو د بې ادبۍ ذکر کړی دی او په سورة التحريم کي پر منافقينو د سختۍ کولو او د دوی په وړاندي د جهاد کولو بيان کړی دی.
لنډه دا چي د منافقينو د تاوانونو د ډېروالي له کبله او د دوی په وړاندي د مسلمانانو د ويښتوب لپاره الله تعالی د قرآن شريف په 17 سورتونو کي د دوي د بديو، فريبونو او ګمراهيو يادونه کړېده له همدې امله ټوله مسلمانان په خاصه توګه په اسلامي نظام کي مسئولين بايد د هغه کسانو په وړاندي چي د منافقينو کړني تر سره کوي ډېر ويښ او ځيرک وي تر څو يې دوکه نه کړي او مسلمانان يا اسلامي نظام د ستونزو او ننګونو سره مخ نه کړي.

اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو د ډېر زيان په خاطر رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپل امت په وړاندي د منافقينو د دسيسو او چلونو څخه ډېر د ويري اظهار کړی او فرمايي:
عن عمران بن حصين قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن أخوف ما أخاف عليكم بعدي كل منافق عليم اللسان.[صفة المنافق23]
ژباړه: عمران به حصين رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څوک چي د هغه څخه زه پر تاسي باندي ډېر وېرېږم هر هغه منافق دي په ژبه عالم وي.
محدثينو د دې حديث په تشريح کي ليکلي دي: په ژبه باندي عالم هغه چا ته وايي چي علم يې يواځي په ژبه کي وي نه په زړه کي يعني په خوله او ژبه ښې خبري کوي خو په زړه کي پر الله تعالي او پر خپلو ښو خبرو باور و نه لري چي دا په اصل کي د منافق عمل دی ځکه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دې شخص ته منافق ويلي دي.
د منافق د خطر او تاوان ډېروالي په دې خاطر دي چي هغه ځان د مسلمان په بڼه ښکاره کوي، د مسلمانانو سره په ټولي کي ژوند کوي او د مسلمانانو په ټولو حالاتو ښه پوره خبر وي نو د هر ناوړه کار اراده چي وکړي د کافر په نسبت يې ډېر ژر په اسلامي ټولني کولای سي.

د يوې شبهې جواب: ځيني خلګ وايي: تاسي ولي د ځانونو او خپلو ځينو مشرانو ملامتيا پر منافقينو اچوی او تل واياست چي په فلاني وخت کي منافقينو داسي او داسي کړي دي؟ او ولي په دې کار کي د خلپو مشرانو او ځانونو نيمګړتيا له پامه غورځوي؟.
د دوي په جواب کي بايد وويل سي چي: موږ د ځان او خپلو مشرانو ملامتيا پر منافقينو نه اچوو بلکي د منافقينو په دسيسو خلک خبروو او د دوي کرغېړنه څېره خلکو ته معرفي کوو ځکه دوي د اسلام په جامه کي په خوږه ژبه د مسلمانانو په منځ کي ژوند کوي او د مسلمانو مشرانو په شمول هر څوک ورباندي نيک ګمان کوي او دوي ته د خپلو مسلمانو وړونو په سترګه ګوري ځکه يې په خپلو رازونو خبروي او مشورې ورسره کوي؛ نو په داسي حالت کي دوکه کېدل د انساني فطرت او بشري طبيعت عارضه ده.
موږ دا د ځان لپاره دنده بولو چي په اسلامي نړۍ کي د مسلمانانو هر بدخواه که ښکاره کافر وي، که منافق وي او که ضعيف الايمان مسلمان وي مسلمانو مشرانو او خپلو عامو مسلمانانو ته د کارونو او عادتو پر اساس معرفي کړو تر څو زموږ اسلامي نظامونه او زموږ مسلماني ټولني د دوی د هر ډول شر او فساد څخه خوندي وساتل سي.
په دې خاطر چي منافقين د نفس د عزت او حياء څخه خلاص دي عموما په دوو حالتونو کي د مسلمانانو په منځ کي منافقت کوي او د نفرت خپرولو کوښښ کوي:
1 – په هغه حالت کي چي مسلمانان د زور او قوت پر لوري روان وي؛ په دې حالت کي منافقين خپل موقف او د خپلو بادارانو چي يهود او نصاري دي راتلونکې په خطر کي ويني ځکه نو د ايمان اظهار کوي او د نفاق د خپرولو له لاري مسلمانانو ته ستونزي پيدا کوي.
2 – په هغه وخت کي چي مسلمانان د اسلامي نظام خاوندان وي؛ منافقينو ته اسلامي نظام په هيڅ صورت کي د منلو ندي ځکه چي د اسلامي نظام د حاکميت سره د منافقينو او د دوی د بادارانو ګټي په خطر کي لويږي او همدا راز مسلمانان پر يو امير باندي سره راټوليږي چي منافقين د مسلمانانو لپاره داسي حالت نسي زغملای.
اجمالي منبع: صفة المنافق للفريابي

هیچ نظری موجود نیست: