۱۴۰۲/۰۴/۰۵

د اختر فلسفه، ارزښت او لمانځل:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
 د اختر د ورځي فلسفه:
د اختر ورځ هغه ورځ ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چي د ابو داود شريف په حديث کي راځي: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلګو دوې ورځي چي ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چي دا کومي ورځي دي چي تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کي لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو. 
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته ددغو ورځو په بدل کي تر هغو غوره دوې نوري ورځو درکړيدي چي تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو باندي يې و لمانځئ چي ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کي د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پېژندل کيږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کيږي نوري ورځي چي ځيني نور خلګ ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کي کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چي مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل ندی روا.
په خلاف د هغو خلګو چي عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام ددين په کامله کېدلو يې سر نه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کي د اسلام ددين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چي په اسلام کي نه تنها دا چي ثبوت نه لري بلکي د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام و هيڅ مسلمان ته ددې اجازه نه ورکوي چي هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تر دې چي ددې اجازه لا نسته چي د اختر په نامه يې ونوموي.
د اخترونو ورځي د هغو ورځو بدیل راغلي دي چي مخکي تر اسلام خلګو لمانځلې او ددې لپاره چي مسلمانان د خوشالۍ کولو لپاره ځانګړي ورځي ولري او د عبادت په کولو باندي یې مرتبې لوړي سي الله پاک ورته دغه مبارکي ورځي ورکړیدي.

 د لوی اختر د ورځي فضايل:
۱ – د لوی اختر ورځ د هغو لسو ورځو څخه يوه ورځ ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د کال بهترينه ورځي بللي دي.
۲ – د لوی اختر ورځ د مسلمانانو لپاره شرعي اختر دی، مسلمانان هر کال و دغه ورځي ته انتظار باسي او چي کله دا مبارکه ورځ را رسیږي پدې ورځي کي مسلمانان يو بل ته مبارکي ورکوي، او د نيکو اعمالو په کولو باندي الله جل جلاله ته ځانونه نژدې کوي ځکه پدې ورځ کي مسلمانان پر يوبل باندي پوښتنه کوي، صله رحمي مراعات کوي، اختريان حلالوي، د مسکينانو سره مرسته کوي، په اجتماع باندي د اختر لمونځ آداء کوي، د تشريق تکبيرونه وايي، پر ځان او اولاد باندي پيراخي د روزۍ کوي او داسي ډېر نور ښه کارونه سرته رسوي، چي دا ټوله ددې ورځي پر ارزښت او فضيلت باندي دلالت کوي.
۳ – د لوی اختر ورځ د لوی حج ورځ ده پدې ورځو کي حجاج کرام د حج ډېر افعال او مناسک سر ته رسوي لکه طواف کول، د صفا او مروا تر مينځ تګ کول، شکريه حلالول، د سر د ورېښتيانو خريل يا لنډول او د جمرة العقبة ويشتل، دا ټوله هغه کارونه دي چي ددې ورځي پر فضيلت او ارزښت باندي دلالت کوي.
۴ – د اختر ورځي فضيلت په يوې ورځي کي نه خلاصيږي بلکي څو ورځي نور هم دوام کوي ځکه درې ورځي د اختر وروسته هم ډېري معززي ورځي دي چي مسلمانان پکې ډېر ښه اعمال سر ته رسوي.
نو موږ مسلمانان بايد ودې مبارکي ورځي ته د ډېر عزت او احترام په سترګه و ګورو او په ډېرو ښو مراسمو يې و لمانځو.

 د منکراتو څخه د ځان ساتنه:
کله چي الله پاک پر انسان باندي خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چي د الله پاک شکر پر ځای کړي چي يقينا د شکر په آداء کولو باندي د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډېريږي لکه د آيت مفهوم چي همداسي دی: چي ای بندګانو که چيري تاسو زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم  درباندي ډېر کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيا نو پوه سئ چي زما عذاب ډېر سخت دی.

 د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو باندي کولای سو:
• د اختر په ورځو کي بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکي توکو په رانیولو او استعمالولو کي اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکين غم هم بايد ورسره وي، ددې پر ځای چي پر شيرينۍ او خوراکي شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکين ته ورکړي تر څو مسکين هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي، او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
•  د اختر په مبارکو ورځو کي بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا ندی چي نفلي عبادات ډېر کوي بلکي متقي او پرهيزګار انسان هغه دی چي د عباداتو د کولو تر څنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
• د اختر په ورځو کي دي د غير شرعي او ناروا رواجونو څخه  ځان  وساتي، ځيني داسي مراسم سته چي نه تنها دا چي جايز ندي او فايده نه لري بلکي شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چي ځيني د دين څخه ناخبره خلګ يې پدې مبارکو ورځو کي جوړوي. 
همدا راز پدې ورځو کي ځيني خلګ فاتحه نيسي چي دا کار هم شرعا ندی روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکي د خوشالۍ لپاره دي.
• لکه په نورو ورځو کي چي مسلمان لمونځ په جماعت باندي کوي د اختر په ورځو کي هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت باندي وکړي او پدې پلمه چي ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه روا کيږي.
• په ځينو سيمو كي داسي رواج دی چي د اختر مخکي د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکویي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چی دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید ددې رواج څخه ځان وساتو.
• همداسي کور ته چي د اختر مخکي یې مړی سوی وي په ځینو ځایونو کي د کلي خلګ او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره ددې چي د هغه شرعي درې ورځي فاتحه خو مخکي خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کي نسته دا چي څو میاشتي یا هفتې وروسته ته ورځې بیرته یې مصیبت را تازه کوې دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.

 د اختر د ورځي آداب:
ددې مبارکي ورځي د آدابو د پر ځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکي تر دې چي د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړ سي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او د اختري تر حلالولو پوري دي ځان د خوراک څخه وساتي.
پدې ورځي کي بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېر نه کړي ځکه چي پدې ورځي کي نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
کله چي عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پر يوې لاري دي ولاړ سي او پر بلي لاري دي بيرته خپل کور ته راسي، په لوی اختر کي دي مخکي تر تللو و عيدګاه ته هیڅ شی نه خوري بلکي د خپل اختري تر حلالولو پوري دي صبر وکړي کله چي یې اختری حلال کړ خپل امساک دي د اختري په غوښو باندي مات کړي.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چي کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کيږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کي دا رواج وو چي د اختر په ورځ به  دوی سره مخامخ کېدل نو يو بل ته به يې ويل: تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پر اساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي. 
کله چي د عیدګاه څخه کور ته راسي خپل اختری دي حلال کړي، د اختري په حلالولو کي ښه خبره داده چي خپله یې حلال کړي که یې خپله نسو حلالولای بل څوک دي ورته حلال کړي خو خپله دي ورته ودریږي.
د اختري په غوښو کي سنت طریقه داده چي غوښي یې درې برخي سي یوه برخه یې خپله وخوري بله برخه یې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او دریمه برخه دي بېګانه مسکینانو ته ورکړي.

 اختر د چا لپاره دی؟
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کورته ځي که ګوري چي مخته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي: اعلم يا أخي أن العيد لمن قبل الله صومه وغفر ذنبه ... ثم قال له: اليوم لنا عيد وغدا لنا عيد وكل يوم لا نعص الله فيه فهو عندنا عيد. ای وروره! اختر د هغه چا لپاره دی چي الله پاک يې روژه قبوله کړې وي. بيا يې ورته وويل: نن ورځ زموږ لپاره اختر دی، سبا ورځ زموږ لپاره اختر دی او هره هغه ورځ چي موږ د الله پاک نافرماني پکښې ونکړو زموږ لپاره اختر دی.
په لوی اختر کي هم موږ داسي ویلای سو چي اختر د هغه چا لپاره دی چي الله پاک یې طاعتونه او عبادتونه قبول کړي وي په خاصه توګه هغه عبادتونه چي د ذوالحجې میاشتي په تیرو ورځو کي یې کړیدي.
همداسي راغلي دي: ليس العيد لمن لبس الجديد، إنما العيد لمن طاعته تزيد. يعني اختر د هغه چا لپاره ندی چي نوي کالي واغوندي بلکي اختر د هغه چا لپاره دی چي ډېر طاعت او بندګي وکړي. ليس العيد لمن حاز الدرهم والدينار... إنما العيد لمن أطاع العزيز الغفار. اختر د هغه چا لپاره ندی چي ډېر دراهم او دنانير لاسته راوړي بلکي اختر د هغه چا لپاره دی چي د عزيز او غفار الله پاک اطاعت وکړي.
نو د هغو خلګو لپاره دي خوشحالي او مبارکي وي چي د ذوالحجې په نورو ورځو کي یې عبادت کړی وي، د مساکينو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاسته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم د دوی لپاره دی.

 د اختر د ورځي پيغام: 
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چي مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کي خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځي کي چي د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چي مسلمانان په يو ځای کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چي دا خپله پر فکري، عقيدتي او سليقوي وحدت او يووالي باندي دلالت کوي او ددې ښکارندويي کوي چي مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ پشان دي او دا بايد موږ مسلمانان د ځان وظيفه وبولو چي ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کي په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونوته  ستانه سو.

هیچ نظری موجود نیست: