۱۴۰۲/۰۱/۲۵

حتما فکر وکړه!

۱ ـ که ته عالم يې او داسي فکر کوې: چي يواځي زه عالم يم نور خلګ ټوله ناپوهان دي، پوه سه چي په تا کي شيطان پوف کړي او تکبر يې در پکښې پيدا کړی. خو که دي هر څوک په نظر عالم درتلی نو پوه سه چي ستا علم الله تعالی قبول کړی او د تواضع نيک صفت يې ستا په برخه کړی دی ځکه نو خوشحاله اوسه او د خپل علم په ډېروالي کي نور هم کوښښ وکړه.
۲ ـ که په ټولنه کي ته عزت لرې او نور خلګ په نظر بې عزته درځي نو پوه سه چي ته په فکري انحراف اخته يې او د تکبر شيطاني صفت په تا کي ښکاره سوی خو که هر مسلمان په نظر عزتمند درتلی نو پوه سه چي الله تعالی تا ته اصلي بشري فطرت او رښتيني ايماني اخلاق په نصيب کړي دي ځکه نو د نورو انسانان په عزت کولو کي نور هم کوښښ وکړه تر څو نور خلګ بيا تا ته د عزت په سترګه وګوري او د الله تعالی دغه لوی نعمت درڅخه زوال نسي.
په ځان کي د علم او عزت انحصار يو ډول بخالت، کم عقلي،  منفيګرايي او تکبر دی ځکه نو هر مسلمان بايد ځان ورڅخه وساتي او نورو انسانانو ته هم ورڅخه د ځان ساتلو توصيه وکړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: