۱۳۹۸/۰۴/۲۱

د دیموکراسۍ ځیني تاوانونه:

ژباړه اوزیادت: مولوی نورالحق مظهری.

1 – ديموکراسي ارتداد او الحاد ته لاره آواره وي.
2 – ديموکراسي فحاشۍ او بې حيايۍ ته لاره آواره وي.
3 – ديموکراسي قومي او سيمه ايزو اختلافاتو ته لاره آواره وي.
4 – ديموکراسي د بشر په لاس په جوړ سوو نيمګړيو قوانينو باندي نور خلګ مکلف کوي.
5 – ديموکراسي شرعي احکام او حدود معطل کوي.
6 – د ديموکراسۍ په مټ مفسدين او نا اهلان واک ته رسيږي.
7 – ديموکراسي د ښه او بد، کافر او مسلمان، عالم اوجاهل تر مينځ تفاوت ختموي.
8 – ديموکراسي د ولاء او براء اصل له منځه وړي.
9 – ديموکراسي انساني معنويات او ديانت له منځه وړي.
10 – ديموکراسي کفاروته پر مسلمانانو باندي تسلط او واکمني ورکوي.
11 – په ديموکراسۍ کي بدعتونه او خرافات وده کوي.
12 – ديموکراسي بې هدفه اختلافات او مرموزي جګړې پيدا کوي.
13 – دیموکراسي د اسلامي حاکمیت او پاک نظام مخه نیسي.
14 – دیموکراسي اسلامي شعایر کمرنګه کوي او سپکاوئ یې په خلګو کي عادي کوي.
15 – دیموکراسي نفس ته پر عقل باندي تسلط ورکوي.
16 – دیموکراسي مثبت کلتورونه او فرهنګونه ړنګوي.
17 – دیموکراسي نا اهل زورواکانوته پر ضعیفانو باندي تسلط ورکوي.
18 – دیموکراسي د انصاف او عدل نظام له منځه وړي.
19 – دیموکراسی د شخصي آزادۍ تر شعار لاندي ګمراه انسانانو ته د هر شي د ویلو او کولو اجازه ورکوي.
مأخذ: الدیمقراطیة للشیخ عبدالمجید الریمی.
موږ په تلګرام کي:

هیچ نظری موجود نیست: