۱۳۹۳/۰۲/۲۰

راځی چی دبدخشان دپیښی څخه عبرت واخلو!

راځئ چی دبدخشان دپیښی څخه عبرت واخلو!


.........................................................

کمه غمیزه چی دبدخشان په ولایت دارگون په ولسوالی کی راغلی ده ، مونږ ټول ورباندی خواشینی او دالله قضاء ته په تسلیمۍ دقربان شوو مسلمانانو دوارثانو سره پدی مصیبت کی ځان شریک ګڼو، الله پاک دی مړه شوو خلګوته جنت الفردوس او پاتی شوو خلګوته دزړ صبر ورکړی، اوالله پاک دی وټولو مسلمانانو ته په خاصه توګه دافغانستان مسلمان ولس ته توفیق ورکړی چی دداسی پیښو په رامنځته کیدلو سره دخپلو وړونو څنګ ته ولاړ اودهغوی سره پوره اوکافی مرسته وکړی ، اوهر افغان باید دخپل توان په اندازه دزلزلی څپلو مسلمانانو سره پوره اوکافی کمک اومرسته وکړی، خوپدی خطر چی هر مصیبت چی کله راځی نو ارو مرو دهغه په تسبب او لاری آواره ولو کی دانسانو اعمال پوره رول لری نوغواړم چی د زلزلی اوځمکی ښوییدنی په هکله چی شرعا کوم اسباب په احادیثو کی راغلی دی تاسو ته یی وړاندی کړم:

په اسلامي شریعت کې دزلزلې دپیښیدو وجوهات .

وأخرج الترمذي عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم العلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنىص -389- ... صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسدهم وكان زعيم القوم أرذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها. فليرتقبوا عند ذلك ريحا حمراء وزلزلة وخسفا ومسخا وقذفا وآيات تتابع كنظام لآلئ قطع سلكه فتتابع"(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)

ترجمه :جامع ترمذي له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت نقل کوي، چې هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :کله چې مال فئ(غنیمت) خپل دولت وشمیرل شي ،امانت غنیمت وګڼل شي ،زکات ورکول تاوان وبلل شي ،دعلم زده کړه ددین نه په غیر کیږي (ددنیوي مال او عهدې لپاره وي)،سړی دخپلې ښځې اطاعت کوي ،مور یې پریښې وي ،ملګری ځانته را نږدي کوي او پلار لیري کوي ،په جوماتونوکې اوازونه پورته شي ،دقبیلې مشر کوم فاسد سړی غوره شي ،دقوم ملک ، مشر او زعیم تر ټولو رذیل شخص شي،دیو چا قدر او عزت دهغه له ویرې څخه کیږي ، ډمې او دموسقیت او لهو لعب الات کونکي څرګند شي ،شراب وڅښل شي ،ددې امت وروستنو په اولنیو باندې لعنت ووایه ،نودوئ دې دسره باد ، زلزلې ،خسف ،مسخ ،قذف او نور آیاتونو یا دقیامت دنورونښو انتطار وکړي، چې داسې به پرله پسې راځي لکه په یوه تار کې پییل شوي مرغلرې چې تار یې وشلیږې او پرله پسې یوپه بل پسې راتوییږې .

وأخرج الترمذي أيضا عن ابن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "إذا فشا في هذه الأمة خمسة يحل بها خمس إذا أكل الربا كانت الزلزلة والخسف" وصح أنه صلى الله عليه وسلم قال: "جعل الله عذاب أمتي في الدنيا القتل والزلازل والفتن". وأخرج ابن أبي الدنيا حديث: "سيكون في أمتي خسف ورجف وقردة وخنازير" وأخرج ابن السكن حديث: "يكون في أمتي رجفة يهلك فيها زهاء عشرة آلاف أو أكثر من ذلك, يجعلها الله عظة للمتقين ورحمة للمؤمنين وعذابا على الكافرين"

(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)

ترجمه : ترمذي شریف دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :کله چې پدې امت کې پنځه کارونه څرګند او علني شول ،پنځه عذابه به پرې نازلیږي ،کله چې سود خوري پیل شوه ،زلزلې اوخسف به پیل شي ،اوپه صحیح روایت کې راغلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې چې زما دامت عذاب الله جل جلاله په دنیا کې وژنې ،زلزلې او فتنې ګرځولې ،دابن ابي الدنیاپه یوه حدیث کې راغلې چې نږدې ده، چې زما امت کې ،به خسف ،زلزلې ،بیوزګانې کیدل اوخنزیران کیدل وي ،دابن سکن په یوه حدیث کې راغلې، چې زما په امت کې به زلزله وي ،چې لس زره زها ءبه پرې هلاک شي او یا به تردې هم زیات وي ،الله جل جلاله به یې دپرهیزګارانولپاره وعظ ،مومنانوته رحمت اوکافرانوته عذاب وګرځوي

همداسې دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها نه روایت راغلی چې فرمایې :

وذكر ابن أبي الدنيا عن أنس ابن مالك أنه دخل على عائشة، هو ورجل آخر، فقال لها الرجل: يا أم المؤمنين حدثينا عن الزلزلة; فقالت: إذا استباحوا الزنى وشربوا الخمر، وضربوا بالمعازف، غار الله عز وجل في سمائه، فقال للأرض: تزلزلي بهم، فإن تابوا ونزعوا، وإلا هدمتها عليهم; قال: يا أم المؤمنين: أعذابا لهم؟ قالت: بل رحمة للمؤمنين، ونكالا وسخطا على الكافرين . (الدرالسنیة فی کتب النجدیة /ج۲۱/ص۵۹)المکتبة الشاملة .

ژباړه :ابن ابي الدنیا دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه دحضرت انس بن مالک رضی الله تعالی روایت نقل کړی چې :دا فرمایې چې زه او یو بل کس ام المؤمنین حضرت عایشه رض ته ورغلو، نو دې بل سړي له حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه وپوښتل ،چې یا دمومنانو مور! دزلزلې په باب راته حدیث بیان کړه !هغې ورته وفرمایل چې کله خلک زنا مباح وګڼي ،شراب وڅښي اودموسیقۍ الات وغږوي ،نو الله جل جلاتله ته اسمان کې غصه اوغیرت ورشي ،نو ځمکې ته ووایې چې پدې خلکو وخوځیږه او زلزله پرې وکړه ،که دا خلک توبه وباسي ، او دا ګناه پریږدي، له هلاکت نه بچ شي ،که نه نو راویې نړوي پرې، او پکې له منځه لاړ شي ،دې سړي ترې بیا وپوښتل، چې یا ام المؤمنین ! آیا دا زلزله عذاب دی دوئ ته ؟هغې ورته وویل چې نه، بلکې مومنانوته رحمت اوپه کافرانو عذاب او عقوبت دی .

http://www.shahamat.info/index.php/articles/47522

پورته احادیثو ته په نظرکولو سره دی نتیجی ته رسیږو چی کچیری هرقوم غواړی چی الله یی دداسی آفتونو او مصیبتونو څخه وژغوری نو باید لاندی نکاتو ته پوره پاملرنه وکړی.

1. په غنیمت او امانت کی خیانت ونکړو

2. دزکات ورکول ځانته تاوان ونه بولو.

3. دالله ددین څخه بغیر دبل مقصد لپاره تحصیل دعلم ونکړو.

4. ځانونه دښځو تابع ونه ګرځوو.

5. خپل مور اوپلار آزار نکړو.

6. ترمور اوپلار دنورو ملګرو سره تړاو ډیر نکړو.

7. په مساجدو کی بیځایه ږغونه او آوازونه ونکړو.

8. فاسد اوګمراه خلګ دځان مشران جوړ نکړو.

9. دویری څخه دچا عزت ونکړو.

10. دموسیقی ، شراب اومسکراتو څخه ځانونه لیری وساتو.

11. پر پخوانیو اسلافو اوعلماؤ باندی بد ونه وایو.

12. سود (ربا) ونه خورو.

13. زنا روا ونه بولو اوعملا یی هم ونکړو.

هیچ نظری موجود نیست: