۱۳۹۰/۰۵/۰۴

دولورپه هكله نوي تحقيق(قسمت دوم)

ده ډيرلوړوَلْوَرْپنځم ٰافت
بل آفت ده ډيرولوردادي چي سړي په هيڅ صورت ده ښځي طلاق وركولوته زړه نه ښه كوي كه هرڅومره په طلاق كي هم فائدي اوګټي وي اودايقيني خبره ده چي ځني وقت ډيرغټ غټ مشكلات چي په جرګو اومركوباندي نه حل كيږي په طلاق باندي يه حل پوره ممكن وي.مثلاًكه په يوكوركي ده خاونداوميرمني ترمينځ اړيكي سمي نوي،پرښځي ظلم كيږي،اوياهم خاوندده خپلي ښځي سره جوړنوي؛اوهيڅ يوه لاره هم ددوي ترمابين په پخلاكولوكه مؤثره تمامه نشي.يواځني لاره چي دوي ده يوبل ده شره څخه خلاصوي هغه طلاق دي لكه خداي پاك چي فرمائي} وَاِن يَّتَفَرَّقَايُغْنِ اللهُ كُلاًًّمِّنْ سَعَتِهْ{ كه چيري دوي(خاونداوميرمن) سره جداسي خداي پاك به هريوددوي څخه مستغني اوبي پرواكي(ده هغه بله څخه ) په خپل فضل اومهرباني.خوطلاق هلته ممكن وي چي ولورده ښځي لږوي ؛ سړي ورباندي تاوانونه نوي كړي اوسړي وكولاي سي چي بيابل واده وكړي .اوكه ده ښځي ولورډيروي،سړِيْ خپل ټوله ژوندورباندي سوداكړي اوختم كړي وي اوياهم ده ولورده ډيروالي له وجه بل واده نشي كولاي نوبياپه هيڅ صورت كي خاوندطلاق وركولوته غاړه نه ايږدي،اودغه تريخ ژوندته پرجداي اوطلاق ترجيح وركوي،چي په نتيجه كي دواړي كورني ده ډيروبدوعواقبوسره لاس اوګريوان كيږي حتي په ځني مواردوكي خبره ترجنګ اوانسان وژني پوري رسيږي.آن تردي چي په ځينومواردوكي خاوندخپلي ښځي ته ده جنګجا ل په وقت ده خپلي ښځي سره اوياهم ده بل چاسره طلاق مغلظه وركړَيْ وِيْ تردي چي په خپلوسترګومي سړي ليدلي چي خپل ښځي ته يه په كلماسره طلاق وركړي دي خوبياهم برسيره پردي هم دغه ښځه په خپل كوركي ده ځانه سره ساتي؛جماع هم ورسره كوي اوخپل ميرمن ئي هم بولي. اوس كه ولورلږوِي امكان ډيرسته چي داسړي دي دغه ښځه پسي پريږدي اوبله نكاح دي وكړي.خوكه ولورډيروي لكه اوس نوكلااوحاشا.
ده ډيرلوړولورشپږم افت
بل آفت ده ډيرولوردادي چي په ډيرولورسره ده ښځي فطرتي اهميت اوانساني ارزش له منځه ځي ښځه په اسلام كي ډيرارزش لري اسلام ورته ټوله هغه حقوق چي ښځه ده هغواستعدادولري وركړيدي.حق ده مالكيت،حق ده ميراث،حق ده نكاح،حق ده اظهارده نظر.حق ده ښه تربيت ده خپل اولاد،حق ده نورمـال اوعادي ژوندپه خپلي كورني كي،حق ده استفادي ده ټولوموجوده اسبابواومادياتوڅخه كوم چي يه په كورني كي وجودولري،حق ده ځاني تعليم اوتربيه.اوداسي نور.........خوكله چي ښځه په ډيرولورباندي وركړل سي نوغالباده په ټولومستحقه حقوقوكي ده يونه بل ده ترپښولاندي كيدلواحتمال اوګمان ډيروي.حق ده مالكيت خوئي ځكه سلبيږي چي مـال ده ولورئي پلاراويانوراولياءځني واخلي اوهغي ته هيڅ ونډه پكښي نه وركوي.سره ددي چي ولوركلاحق ده ښځي دي چي پدي هكله وروسته په تفصيل باندي خبره كيږي.اوحق ده ميراث خوبيخي ده بيخه څخه خلګوهيركيړيدي اوښځي ته هيڅ برخه په ميراث كي نه وركول كيږي سره ددي چي ښځه هم لكه نارينه پوره اومشخصه برخه لري په ميراث كښي.اوداده ميراث ده نه وركولواصطلاح ځكه عامه سويده چي اوس خلګ خپله لوراوياخورچاته په دوستي نه وركوي بلكه ده يوحيوان غوندي يه ورباندي پلوري نوچي كله ښځه ده خپل كوره څخه وباسي نورنودي ښځي ته ده دغه كورده غړي اوپدي كوركي ده برخه مني په سترګه اوحيثيت نه كتل كيږي ځكه دوي خويه ښه ډبل ولورخوړلي نوره يه توربلاورپسي.اوحق ده نكاح خويه ځكه ده بيچارګي څخه غصب كړيوي چي دابيچاره ګي ده خپل نكاح په هكله هيڅ هم نسي ويلي حتي ده ويلواجازه هم نه وركوي.ځكه پلاراوياولي خويه سرمايه داره اوبډاسړي ته وركوي دپاره ده ډيرولورنوكچيري ښځي ته حق ده نكاح اوانتخاب وركړي شايدهغه ده بډاپرځاي ده يومسكين اوناداره سره نكاح كولوته ترجيح وركړي.چي دابياپلاراوياولي ته تاوان ځكه دي چي مسكين خو ولورنسي برابره ولي اوكه يه برابرهم كړي نوشايد نقدنوي اوډيره مده وقت ونيسي.اوحق ده اظهارده نظرئي ځكه ځني اخستي دي چي كچيري ښځه ده ځان په هكله كوم شي ووائي نودا وښځي ته عيب اوپيغورځكه دي چي په دوي كوخواصطلاح پرشريعت حاكمه وي اوددوي په فاسدي اصطلاح كي دا كارده غيرت اوميړاني خلاف وي نوهررقم چي وي ښځه به ده ولي غوښتني اوانتخاب ته غاړه ايږدي كه خوشحاله وي اوكه نه وي.سره ددي چي په شريعت كي هيڅوك ښځه ددي ده نظرپه خلاف ازداوج ته نسي مجبوره كولي لكه په هدايه كي چي راځي} وَلاَيَجُوْزُلِلْوَلِيِّ اِجْبَارُالْبِكْرِالْبَالِغَةِ عَلَي النِّكَاحِ.{ نه رواكيږي دپاره ده سرپرست(هغه كه پلاروي كه بل څوك وي) مجبوره كول ده بالغي پيغلي پرنكاح كولوباندي.اوخپل اولادښه ځكه نسي تربيت كولي چي ددي خواركي خپله شخصي ژوندنوي سم اوپه مختلفوروحي اورواني مريضويومبتلاوي نوپداسي حـال كي به څه رقم دي خواركي ته د خپل اولاد ښه تربيت اسانه كاروي.اوده نورماله ژوندڅخه خوځكه محرومه وي چي ددي ډيرولورخوداده خوسرګني وكورته دښمنه ګرځوليده نوده دښمن په كوركي به څرقم عادي ژوندتيركړي؟.اوپه كوركي په خلاسه پښه ده كورده سامانونوڅخه ځكه استفاده نسي كولي چي دي ته خوددي ده كورني غړي ده ډيرولورله كبله ده يوبدمرغي په سترګه ګوري نوبدمرغي ته كله څوك خپل يوشي پلاس وركوي.اوتعليم اوتربيه خويه ځكه صفروي چي يوخويه ده پلارده بي توجهي ده وجهي اوتنهاولورته په نظركولوسره ده پلارپه كوركي په وړوكتوب كي شي نوي زده كړي.نويوخوده ميړه په كوركي ترخپل نيمه كاراووهلي ټكولونه تيريږي اوبل كله يه چي اولاد وسي ده خپل اولادترپاللونه تيريږي.اوددي ډيروتاوانونوبرسيره دغه ډيرولوردي چي ښځي ته يه ده يوحيوان اومبيع حيثيت وركړي ددي پرځاي چي خلګ ده ښځي اخلاق،تعليم،اوښه عادات په نظركي ونيسي ده ولروولږوالي ته يه ګوري اوددي پرځاي چي ده انجلي اوهلك اولياء ده خپلواولادونودپاره ده ښه ژوندپه هكله مشوره سره وكړي ده ولورپركمية اواندازي داوي سره وهي.اوددي پرځاي چي ده انجلي ولي دي ده خپل اولاددپاره ده يوښه ده ژوندده ملګري پلټنه وكړي ده سرمايه داراوپيسووالاپسي ګرځي هغه كڅه هم غل،ناروا،اوليوني،ياكم عقل وي.
ده ډيرلوړولوراوهم ٰافت
پدي خاطرچي ده ډيرولورله وجه ځوان اوپيغله ژر واده نشي كولاي اوهرانسان هم خلقتاًكه نروي كه ښځه وي جنسي غريزه لري اودهغي ده ارضاء وپوره كولوته محتاجه هم وي،چي يواځني مشروع لارده جنسي ارضاء ده پوره كولولپاره واده كول دي،چي ښځه په خاوندباندي اوخاوندپه خپلي ميرمني باندي خپله جنسي ارضاء پوره كوي،خوچي كله ځوان اوپيغلي ته ژر واده ونسي نوهغوي دپاره ده پوره كولوده خپل جنسي ارضاء نوري ناروا اوغيرمشروع اومضري لاري لټوي،لكه ده ځوان اوپيغلي لخواده نوروبيګانه انجونواوهلكانوسره ناروا اړيكي نيول،همجنس بازي ته مخه كول،(يعني ده هلكانوده هلكانوڅخه استفاده كول اوده انجونوده انجونوڅخه استفاده كول) اوياهم ده ارضاء ده پوره كولودپاره استمنآء(موټ)وهل،اوياهم ده نورومصنوعي الاتوڅخه استفاده كول،اوياهم اعتيادته مخه كول.چي داټول كارونه نه تنهاداچي ناروااوحرام بلكه ده ډاكترانوپه عقيده سبب ده ايجاداوانتقـال ده ډيروجسمي اوجنسي وژنكوامراضودي لكه ايدز،سوزاك((Gonorrhoea نامردي(Impotence) جريان (Prostatorrhoea) سرعت انـزال (Prematur Ejaculation) ده تخم وركوالي (Aspermia) چي ددي ناروغي له وجه ده انسان اولاد هم نه كيږي. ده رحم جريان (Leucorhoea) ده مياشتني عادت په وخت كي درد (Dysmenoorrhoea) ده فـرج خارشت (Pruritus vulvae) دردناكه مقاربت (Dysparnia) ده دخول په وقت كي ويرونكي اوناڅاپي درد (Vaginismus).ده كارپوهانوپه نظرددي ټولونارواكارونوده بيخي وركولودپاره ترټولومؤثراومهم شي ژرواده كول دي خوژرواده كول هغه وخت ممكن وي چي ولورلږوي اوكه ولورډيروي هيڅ وخت ژرواده كولوته لاره نه اواريږي.نوداخبره معلومه سوه چي لوي عامل ده مخه كولوده ځوانانووه مخكنيوكارونوته ډيرولوردي.نوخداي پاك دي ټولومسلمانانوته توفيق وركړي چي ده ډيرولورده ايښوولوڅخه اورواجولوڅخه لاس واخلي.
                                                             ادامه دارد


هیچ نظری موجود نیست: