۱۴۰۰/۰۳/۲۹

د نفاق څخه لیري او نژدې انسان:

ژباړه: ابراهيم بن نشيط وايي: ما د عمر څخه چي د غفره آزاد سوی مريی وو واورېدل چي ويل يې: په ټولو خلګو کي د نفاق څخه ډېر ليري انسان هغه څوک دی چي تر بل هر چا پر خپل نفس باندي ډېر وېريږي او داسي ګمان کوي چي  هيڅ شی يې د نفاق څخه نسي خلاصولای او په ټولو خلګو کي نفاق ته نژدې هغه څوک دی چي کله يې پداسي شي باندي صفت وسي چي په ده کي نه وي نو زړه يې خوشاله کيږي او قبلوي يې.
او عمر وفرمايل: کله چي پداسي شيانو ستا صفت وسو چي هغه په تا کي نوه نو داسي دعا وکړه: ای الله ماته د هغه څه په اړه بخښه وکړې چي دوی نه په پوهيږي او ما په هغه څه باندي مه نيسې چي دوی يې وايي ځکه ته پوهيږي خو دوی نه پوهيږي.
نو ددې لپاره چي د نفاق څخه لیري پاته سو باید هیڅ وخت د ځان په اړه په ستایلو او صفت کولو باندي خوشاله نسو او هیچا ته دا اجازه ورنکړو چي پداسي صفاتو زموږ یادونه وکړي چي هغه په موږ کي نوي.
أنا إِبْرَاهِيمُ بْنُ نَشِيطٍ قَالَ : سَمِعْتُ عُمَرَ مَوْلَى غُفْرَةَ يَقُولُ : أَبْعَدُ النَّاسِ مِنَ النِّفَاقِ أَشَدُّهُمْ تَخَوُّفًا عَلَى نَفْسِهِ مِنْهُ ، الَّذِي يَرَى أَنَّهُ لاَ يُنْجِيَهِ مِنْهُ شَيْءٌ ، وَأَقْرَبُ النَّاسِ مِنْهُ إِذَا زُكِّي بِمَا لَيْسَ فِيهِ ارْتَاحَ قَلْبُهُ وَقَبِلَهُ وَقَالَ : قُلْ إِذَا زُكِّيَتَ بِمَا لَيْسَ فِيكَ : اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا لاَ يَعْلَمُونَ ، وَلاَ تُؤَاخِذْنِي بِمَا يَقُولُونَ ، فَإِنَّكَ تَعْلَمُ وَلاَ يَعْلَمُونَ.[الزهدلإبن مبارک2/57]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۰/۰۳/۲۸

ابوذر رضي الله عنه او د واده څخه ووتل:

ژباړه: د عبدالرحمن بن زياد بن انعم څخه روايت دی چي ابوذر غفاري رضي الله عنه يو واده ته غوښتل سوی وو کله چي دی هلته حاضر سو نو هلته يې يو ږغ (عبث آواز) تر غوږ سو بيرته راوګرځېدی، يو چا ورته وويل ولي نه ورځې؟ ده ورته وويل دلته زه ځيني(عبث) ږغونه اورم او هرڅوک چي يوه ټولنه ډېره کړي دی د هغه ټولني څخه شمېرل کيږي او هر څوک چي په يو کار باندي خوشال سي دی د هغه کار د کوونکي سره شريک بلل کيږي.
توضيح: داسي ښکاري چي دغه ږغ کوم حرام يا عبث ږغ وو چي ابوذر غفاري رضي الله عنه يې واده ته د ورتللو څخه را وګرځوی کنه نو په عادي ږغ باندي خو هيڅوک نه راګرځي.
د ابو ذر غفاري رضي الله عنه د وينا څخه درې شيان معلوميږي:
1 – په هر واده يا بل محفل کي چي ناروا ږغ لکه سروز وي هلته بايد سړی ولاړ نسي.
2 – هيڅ وخت دداسي خلګو سره مه کښېنه چي دوی په ناروا او عبث کار باندي اخته وي ځکه پدې سره ددوی ټولنه ډېريږي او چي تا يې ټولنه ډېره کړه نو ته هم ددوی د ټولني څخه بلل کيږي او د هغه عذاب مستحق ګرځي کوم چي دوی ته بايد ورکړل سي.
3 – د هيچا په ناروا او عبث کار باندي مه خوشاله کيږه ځکه د بل چا په ناروا او عبث کار باندي خوشالي ددې سبب جوړيږي چي ته دي هم ددوی سره په ګناه کي شريک سې.
عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ زِيَادِ بْنِ أَنْعُمٍ أَنَّ أَبَا ذَرٍّ الْغِفَارِيَّ ، دُعِيَ إِلَى وَلِيمَةٍ فَلَمَّا حَضَرَ إِذَا هُوَ بِصَوْتٍ فَرَجَعَ فَقِيلَ لَهُ : أَلاَ تَدْخُلُ ؟ فَقَالَ : أَسْمَعُ فِيهِ صَوْتًا ، وَمَنْ كَثَّرَ سَوَادًا كَانَ مِنْ أَهْلِهِ ، وَمَنْ رَضِيَ عَمَلاً كَانَ شَرِيكَ مَنْ عَمِلَهُ.[الزهدلإبن مبارک2/ 42]
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/mazharee

۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د کشرانو په نسبت د مشرانو مسئوليت:

دا معلومه خبره ده چي هر مشر د خپل کشر د کنټرول او اداره کولو مسئوليت لري د کورنۍ څخه يې ونيسئ بيا تر هيواد او مملکت پوري هر مشر ددې مسئول دئ چي د خپلو کشرانو څارنه او تعقيب وکړي او د ناوړه کارونو څخه يې را وګرځوي باچا يا ولس مشر ددې مسئول دئ چي د خپلو وزيرانو او واليانو، او نورو مسئولينو څارنه وکړي، هغوۍ تعقيب کړي او وظيفې ته يې د تعهد کچه معلومه کړي.
وزيران پدې باندي مکلف دي چي د خپلو اداراتو مربوطه رئيسان او مديران تر پوره څارني لاندي ونيسي، کار يې وګوري او منفي حرکت ته يې پرې نږدي.
د ولايتونو واليان پدې باندي مکلف دي چي د خپلو ولايتونو رئيسان او د ولسواليو ټوله پرسونل تعقيب کړي، د هغوۍ د کار څارنه وکړي او د منفي حرکتونو مخه يې ونيسي، که په ولايت کي يو رئيس داسي کارونه کوي چي په شرعي لحاظ  ممنوع وي والي بايد ورته ودريږي او د هغه رئيس مخه ونيسي کنه نو دئ هم په ګناه کي ورسره شريک دئ.
کوم خلګ چي د خپلي ادارې اړوند د مربوطه کسانو د کنټرول واک ونلري هغوۍ بايد مسئوليت ونه مني که يې مني بايد لومړئ خپل مسئوليت او صلاحيت وپيژني بيا د مسئوليت آداء کولو او صلاحيتونو عملي کولو ته پام وکړي تر څو اداره سره ونه پاشل سي او دده تر لاس لاندي خلګ د اصولو خلاف کار ونکړي.
خو له بده مرغه چي زموږ په زمانه کي انتخاب او انتصاب د لياقت او ظرفيت په اساس نه بلکي د واسطې او پيسو پر بنياد د معاش لپاره کيږي نو ځکه مشر او کشر معلوم ندي وظيفې ټولي سره ګډي وډي دي، مشر پر کشر واک نلري يا يې هم په کيسه کي نوي، کشر د مشر صلاحيت ته نه ګوري يا هم نه په پوهيږي او نور خلګ هم بې مسئوليته د بې نظميو او جنګجالونو په ننداره ناست وي.
إنا لله و إنا إليه راجعون
مولوي نورالحق مظهري

ديموکراسي او جاهليت:

زموږ د زمانې ديموکراسي هماغه د اسلام مخکي د پخوا جاهليت دئ.
د جاهليت په زمانه کي چي د انسان کوم حيثيت وو د ديموکراسۍ په قانون کي هم انسان ته هماغه حيثيت ورکول سوئ دئ.
د جاهليت د زمانې د خلګو کړه وړه د نفس پر غوښتنه باندي ولاړوه چي ديموکراسي هم کټ مټ د همداسي حالت لپاره رامينځ ته سوېده او دا د ديموکراسۍ نتيجه ده چي په ډيرو هيوادونو کي اوس إنساني ژوند په حيواني ژوند باندي بدل سوئ دئ.
مولوي نورالحق مظهري

ظالم ته د ظلم کولو زمینه مه برابروئ!

هر څوک چي ظالم ته د ظلم کولو زمینه برابره کړي هغه د ظلم په ګناه کي ورسره شریک دئ هر جرم چي ظالم یې سرته رسوي هغه څوک پوره ورسره شریک دئ چي دغه ظالم یې تقویه کړئ، دئ یې د ظلم کولو لپاره ټولني ته داخل کړئ.
مولوی نورالحق مظهری

د ظالم انسان سر انجام:

د تاریخ په اوږدو کي دا تجربه ټولو هوښیارانو ته ثابته سوېده چي په ظلم باندي هیڅوک خپل هدف ته ندئ رسېدلئ تنها ظالم دئ چي خپله بریا په ظلم کي ویني سره ددې چي د ظالم دنیا او آخرت خراب دي نوم به یې په خلګو کي بد وي، خلګ به ښېراوي ورته کوي، ورځ تر بلي به یې مخالفین ډیریږي، طبیعت به یې وحشي وي، هر څوک به ځان ورڅخه لیري کوي، خپل صمیمي ملګري به ورته رښتیا نه وایي، په شا او خوا کي یې چي کومي منفي پیښي کیږي په ټولو کي به یې خلګ دخیل بولي، ښه خلګ به یې سپک بولي او په سپکه سترګه به ورته ګوري، د لاسه به یې ډیر بې ګناه انسانان وځوریږي او ووژل سي، پاک خلګ به مجرمین بولي او مجرمین به پر څنګ ورسره ناست وي مشورې به ورکوي او بالآخره مرګ به یې د هغه له لاسه چي ده ورسره ظلم کړئ وي او د ډیري بې عزتۍ او ذلت په مرګ به مړ کیږي.
ظالم انسان ته به په قیامت کي هم ډېر سخت عذاب ورکول کیږي د احادیثو څخه داسي ښکاري چي ظالم انسان به د قیامت په ورځ په ډیرو سختو تاریکیو کي را روان وي هیڅوک به یې مرسته او کومک نکوي او د الله  د عذاب څخه به یې هیڅوک نسي خلاصولای.
یا الله د ظلم او ظالمانو لاسونه لنډ کړي او موږ ورڅخه  خلاص کړي.
مولوی نورالحق مظهری

د الله څخه وويريږئ او د رښتيا ويونکو انسانانو ملګرتيا وکړئ!

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ [التوبة: 119]
ژباړه: ائ مؤمنانو د الله څخه وويريږئ او د رښتيا ويونکو ملتيا وکړئ.
پدې آيت کي الله پاک مسلمانانو ته د دوو شيانو سپارښتنه کړېده.
1 – د الله پاک څخه ويريدل. چي مسلمان د الله پاک د اوامرو مخالفت ونکړي، ګناه ونکړي او د هر هغه کار څخه ځان وساتي چي په هغه باندي الله پاک د انسان څخه خوابدئ کيږي.
2 – د رښتيا ويونکو سره ملتيا او ملګرتيا. لکه انسان چي خپله پدې باندي مکلف دئ چي بايد رښتيا ووايي او د درواغو څخه ځان وساتي همداسي پدې باندي هم مکلف دئ چي د رښتيا ويونکو انسانانو سره ملګرتيا وکړي او د درواغ ويونکو انسانانو د ملتيا او ملګرتيا څخه ځان وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

تر ټولو ستر خيانت:

ژباړه: سفيان بن اسيد الحضرمي وايي: ما د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه واوريدل چي ويل يې: تر ټولو ستر خيانت دادئ چي ته د خپل ورورسره خبري کوې هغه فکر کوي چي ته رښتيا وايي خو ته هغه ته درواغ وايې.
يعني دا لوۍ او ستر خيانت دئ چي سړئ خپل مسلمان ورور په خبرو باندي خطاباسي داسي خبري ورته کوي چي هغه پر ده باندي د رښتيا ويونکي ګمان کوي خو دئ هغه ته درواغ وايي.

عَنْ سُفْيَانَ بْنِ أَسِيدٍ الْحَضْرَمِىِّ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِصلى الله عليه وسلم يَقُولُ: كَبُرَتْ خِيَانَةً أَنْ تُحَدِّثَ أَخَاكَ حَدِيثًا هُوَ لَكَ بِهِ مُصَدِّقٌ وَأَنْتَ لَهُ بِهِ كَاذِبٌ.[سنن ابي داود4973]
مولوی نورالحق مظهری

د صفري په مياشتي باندي بد فالي مکوئ:

د صفر په مياشت کي کوزده او واده کول هيڅ پروا نلري.
رسول الله صلي الله عليه وسلم د خديجة بنت خويلد رضي الله عنها سره په همدې مياشتي کي واده کړئ دئ.
همدا راز حضرت علي رضي الله عنه د فاطمې رضي الله عنها سره په همدې مياشتي کي واده کړئ دئ.[ السيرة النبوية لابن كثير (4/611).]

د صفر په مياشت کي سفر هيڅ پروا نلري.
رسول الله صلي الله عليه وسلم په همدې مياشتي کي د مکې مکرمې څخه په هجرت ووتئ او په ربيع الاول کي مدينې منورې ته ورسيدئ.[ صفة الصفوة (1/125).]

د صفر په مياشتي کي د کفارو سره جنګ او جهاد کول هيڅ پروا نلري.
رسول الله صلي الله عليه وسلم او اصحابو پدې مياشتي کي ډير جنګونه کړيدي لکه:
غزوة الأبواء.
[عيون الأثر (1/295).]

د خيبر فتح.
[تهذيب سيرة ابن هشام (1/334)]

غزوة ذي أمر.
[ دلائل النبوة للبيهقي (3/184).]

غزوة الروم.
[المقتفى من سيرة المصطفى - صلى الله عليه وسلم -(1/82).]

مولوی نورالحق مظهری

علماء آزاد او مستقل دي:

علماء هغه قشر او طبقه انسانان دي چي الله پاک ورته لوۍ صلاحيتونه او مسئوليتونه ورکړيدي ځکه چي دوۍ وارثان د انبياو دي کوم صلاحيتونه او مسئوليتونه چي انبياو درلودل هغو ته ورته صلاحيتونه او مسئوليتونه علماء هم لري.
لکه خلګ چي د انبياو په متابعت باندي مکلف وه همداسي د علماو په متابعت باندي هم مکلف دي خو البته د انبياو څخه د پاته سوي شريعت په چوکاټ کي ځکه چي علماو ته وحي نه راځي دوۍ به د انبياو څخه پاته سوئ شريعت خلګو ته تشريح کوي.
نو د علماو صلاحيتونو او مسئوليتونو ته په کتو سره هيڅوک ددې حق نلري چي د علماو پر خدمتونو باندي محدوديت ولګوي او هغه عمومي حق ورڅخه واخلي کوم چي الله پاک ورکړئ دئ.
حقاني علماء د امت رهبران دي هغوۍ ددې حق لري چي پر نورو باندي محدوديت ولګوي خو نور خلګ هيڅ وخت د علماو وظيفوي کارونو د محدود کولو حق نلري.
حقاني علماء د ټولني خير خواهان دي تل د ټولني د ښيرازۍ لپاره هڅه او کوښښ کوي او ټولنه دداسي آينده لپاره سوق کوي چي د هر وګړي لپاره روڼ او روښانه آينده ولري.
حقاني علماء په ټولنه کي د شر او فاسد پرضد مقابله د ځان ايماني مسئوليت بولي له همدې کبله د شر اوفساد د ورکولو لپاره نه ستړي کيدونکي کوښښونه کوي.
حقاني علماء که ددين په هره برخه کي خدمت کوي هغه يې خپله خوښه او مسئوليت دئ هيڅوک يې د يوې دندي په کولو او نورو په پريښودلو باندي نسي مجبورولاي.
حقاني علماء ددې حق لري چي په هر ځاي کي ددين دعوت وچلوي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي هيڅوک ددوۍ د دعوت مخي ته د خنډ جوړولو حق نلري.
په اسلامي امت کي تر بل هرچا د علماو مرتبه لوړه ده بناء هيڅوک دي پر علماو باندي د حاکميت درلودلو مفکوره د ځانه سره نه ساتي کنه نو ددنيا او آخرت رسوايي به يې په برخه سي.
مولوی نورالحق مظهری

که څوک د علماو....

که څوک د علماو مسئولیتونه درانه بولي صلاحیتونه یې هم باید ډیر وبولي ځکه بې صلاحیته مسئولیت هیڅ مفهوم او اعتبار نلري.
مولوی نورالحق مظهری

د صفر مياشته د بدفالۍ او بد مرغۍ مياشت نده:

عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ ».[صحيح مسلم 5929]
ژباړه: جابر رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د ناروغۍ سرايت نسته، د إنسان څخه لاره ورکوونکئ پيرئ نسته، او په صفر(مياشتي) باندي بد پالي نسته.
توضيح: پورته هغه شيان دي چي د جاهليت په زمانه کي خلګو ورباندي عقيده درلودل خو د اسلام په راتګ سره پرهغو باندي عقيده درلودل رد سوه.

د" عدوي " لپاره څو تفسيرونه راغلي دي خو يو تفسير يې دادئ چي د يوه شخص څخه ناروغي بل شخص ته ورتلل، پدې روايت باندي صراحتا ددې خبري رد سوئ دئ چي د يوه شخص ناروغي دي بل چاته سرايت وکړي، خو د نورو احاديثو څخه داسي ښکاري چي ناروغي سرايت کوي، په تطبيق کي يې مختلف قولونه راغلي دي، خو معتبر قول دادئ چي د ناروغۍ ورتلل د يو شخص څخه و بل شخص ته د الله پاک تر قضاء او فيصلې پوري اړه لري، داسي نده چي که يو سړيته يوه ناروغي ورغله نو ارومرو د بل إنسان څخه ورغلې ده که هغه نوای نو دغه ناروغي به د ته نه ورتلل، او دا هم يقيني خبره نده چي د ناروغ إنسان سره دي تماس نيول د ناروغۍ د إنتقال سبب سي، د جهالت د زمانې د خلګو داسي عقيده وه چي جوړ سړيته ورغلې ناروغي هماغه ناروغي ده چي هغه بل إنسان ورباندي اخته وو، خو رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: داسي نده. بلکي دغه سړيته ناروغي د هغه ذات په قضاء باندي سوېده کوم چي د لومړني سړي د ناروغۍ فيصله يې کړېوه، نو إنسان بايد د ناروغۍ څخه پدې خاطر کرکه ونکړي چي که مي د ناروغ سره ارتباط ونيوئ نو ارومرو يې ناروغي ماته راځي.

او " غول " ويل کيږي هغه تخيلي شيطان يا پيري ته چي د جاهليت په زمانه کي خلګو ورباندي عقيده درلودل. دوۍ پدې باور وه چي په دښت کي يو شيطان او يا پيرئ دئ چي د إنسانانو څخه لاره ورکوي او  يا إنسان ويروي خو رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: داسي نده . د غول په نامه هيڅ شئ نسته.

د" صفر " په تفسير کي هم مختلف اقوال راغلي دي خو مشهور قول يې دادئ چي ددې څخه د صفر المظفر مياشته مراد ده.
د جاهليت د زمانې خلګو به د صفرالمظفر په مياشتي باندي بد پالي کول، پدې مياشتي کي به يې سفر نکوئ، پدې مياشتي کي به يې کوزده او واده نکول، دا مياشت به يې د آفتونو اوبلاګانو مياشت بلل او همدا راز نوري فاسدي عقيدې چي دوۍ ددې مياشتي په باره کي درلودلې.
خو رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه ټولي رد کړې؛ داسي چي د صفرالمظفر د مياشتي په هکله چي خلګ کوم فاسد باور لري هغه درست ندئ، پدې مياشت کي واده کول او سفرکول هيڅ پروا نلري، او پدې مياشتي کي هيڅ ځانګړئ مصيبت او غم نسته او نه هم دغه مياشت يوځانګړئ عبادت اوطاعت لري، د نورو مياشتو غوندي دا هم يوه د دوولسو مياشتو څخه ده چي کال ورڅخه جوړدئ.

نو دې مياشتي ته د غم او بلاګانو مياشت ويل او يا ددې مياشتي په تيريدلو باندي خوشاله کيدل او د مياشتي په آخره کي د خوشالۍ مراسم نيول دا ټوله هغه شيان دي چي مسلمان يې په کولو باندي ګناهکاره کيږي او په کلکه بايد ځان ورڅخه وساتي.

په ځینو ځایونو کي داسي اصطلاح ده چي د صفر میاشتي په راتللو باندي خلګ خوابدي کیږي او دې میاشتي ته د بدفالۍ او بدمرغۍ په سترګه ګوري کله چي دا میاشت تیره سي نو دوۍ د خپلو کورونو کونجان په جارو باندي ټکوي او داسي وایي: صفره ووته بلا ووته.
ځیني خلګ بیا پدې میاشتي کي سفر ته نه ځي او یا د سفره څخه کور ته نه راځي، ځیني خلګ بیا پدې میاشتي کي ودونه نکوي، ځیني خلګ بیا ددې میاشتي لپاره خاص خیرات کوي.
دا ټول خرافات او بې ثبوته رواجونه دي مسلمانان باید پر داسي شیانو باندی باور ونلري او دې میاشتي ته د نورو میاشتو په حيثيت وګوري.
مولوی نورالحق مظهری