۱۴۰۲/۰۸/۰۷

العالم الإسلامي يرتكب جريمة بعد جريمة:

إذا تعرض مسلم لهجوم من الكفار في المشرق، فالواجب على المسلمين في المغرب أن يساعدوا ذلك المسلم.
و لكن إرتكب العالم الإسلامي جريمة كبيرة عندما هاجم العالم الكافر علی أفغانستان والعراق قبل عقدين من الزمن بقيادة الامريكان، فكان الواجب بعد دول الجوار على جميع المسلمين مساعدة مسلمي أفغانستان والعراق، ولكن في ذلك الوقت جبنوا و وهنوا جيران أفغانستان والعراق وجميع المسلمين عموماً و تركوا إخوانهم المسلمين للكفار حتى أن بعض المنافقين ساعد الأمريكان ضدهم و قدموا جوهم و أراضيهم لعبور الأمريكان طائراتهم و اسلحتهم و دباباتهم و جيوشهم إلى العراق والأفغانستان.
واليوم يرتكب العالم الإسلامي جريمة كبيرة أخرى عندما هجم العالم الكافر على غزة بقيادة الأمريكان وإنجلترا وفرنسا وإسرائيل، ففي الخطوة الأولى كان الواحب هي مساعدة الدول الإسلامية المجاورة لفلسطين لإخوانهم الفلسطينيين ثم على جميع المسلمين في مشارق الأرض و مغاربها مساعدتهم ولكن جبنوا و كسلوا و وهنوا و عجزوا مرة أخرى ولم يساعدوا إلى الآن إخوانهم المجاهدين الفلسطينيين فسوف يحاسبهم الله على هذا في الدنيا بتذليلهم و تحقيرهم أكثر من هذا.
ومن المؤسف أن بعض ما يسمى بالدول الإسلامية لا تزال تقيم علاقات مع مغتصبي إسرائيل، وتعترف بهم كدول رسمية  وتعطي أجوائها و أراضيها للأميركيين واليهود ضد المجاهدين الفلسطينيين فلا يبعد أن يخزيهم الله بأكثر و أجل من هذا و يبليهم بلاء سيئا في الدنيا والآخرة.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۸/۰۵

د کفارو په وړاندی د مسلمانانو د ناتوانۍ حالت:

ژباړه: ثوبان رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: نژدې دي چي کفار به پر تاسي داسي سره راټول سي لکه خوړونکي چي پر کاسې سره راټوليږي، يو چا وويل: يا رسول الله په دې خاطر چي په دې وخت کي موږ لږ يو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تاسي په دې وخت کي ډېر ياست خو تاسي داسي سپک ياست لکه د سيل زګ او الله تعالی به ستاسي وېره  ستاسي د دښمن له زړونو څخه وباسي او ستاسي په زړونو کي به وهن واچوي؛ يو چا وويل يارسول الله وهن څشی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د دنيا محبت او د مرګ څخه کرکه.
توضيح: يعني پر تاسي مسلمانانو به داسي وخت راسي چي د نړۍ کفار به ستاسي پر ضد اتحاد او اتفاق سره وکړي او ستاسي څخه به خپلواکي، عزت او سرلوړي واخلي صحابه وو پوښتنه وکړه: يارسول الله په دې وخت کي موږ لږ يو چي کفار زموږ سره داسي کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نه؛ تاسي لږ نه ياست بلکي ډېر ياست خو تاسي به دومره بې اعتباره او سپک ياست لکه د سيل د اوبو پر مخ زګ چي څومره سپک او بې اعتباره دي دا ځکه چي ستاسي د بې غيرتۍ او بې اتفاقۍ له کبله به ستاسي هيبت او وقار له مينځه ولاړ سي او د کفارو د زړونو څخه به ستاسي څخه وېره ووځي او ستاسي په زړونو کي به د دنيا سره محبت او د مرګ څخه کرکه ځای ونيسي.
که تاريخ ته وګورو د څو پېړيو څخه را پدې خوا اسلامي امت د همداسي ناوړه حالت سره مخامخ دی چي لويي بېلګي يې د اسلامي خلافتونو ړنګېدل، د کفارو لخوا د ډېرو اسلامي هيوادونو اشغال کېدل، د يهودو لخوا د فلسطين نيول او د مسلمانانو له لاسه د بيت المقدس ايستل، په 2001 م کال کي پر افغانستان او عراق باندي د امريکا په مشرۍ د کفري نړۍ را ټولېدل او اوس پر فلسطين باندي د امريکا، انگليس، فرانسې او اسرائيلو راټولېدل دي.
د مسلمانانو لپاره دا تر ټولو د بې عزتۍ خرابه زمانه ده ځکه کفار چي نن په نړۍ کي هر څه کوي هيڅ مسلمان يې مخي ته نسي درېدلای ځکه چي ډېری مسلمانان د دنيا په عيش او عشرت باندي مصروف دي د مسلمانانو سره خواخوږي خو لا هلته پسې پرېږده خپله مسلماني ورڅخه هېره د ه چي په مسلمانانو کي بې ديني او د فاسدو حاکمانو راتلل يې ډېره بده نتيجه ده.
يهود چي په ټولي نړۍ کي قاطع اقليت دی نن داسي حالت ته رسېدلي دي چي هيڅ اسلامي هيواد يې په وړاندي د درېدلو جرأت نسي کولای يهودان چي يو وخت په فلسطين کي تر 5% لږ وه او 2% مځکه يې په لاس کي وه نن يې ټول فلسطين اشغال کړی او نژدې دی چي د فلسطين80% نفوس ته ځانونه ورسوي دا ځکه چي په فلسطين کي د اسرائيلو د حکومت د جوړېدلو وروسته د نړۍ د مختلفو هيوادونو څخه يهودان فلسطين ته راکډه سوه او په مقابل کي يې د فلسطين اصلي عرب اوسېدونکي اجباري کوچ کولو ته مجبوره سوه چي نن همدغه يهود ټولي اسلامي نړۍ ته لوی سرخوږی جوړ سوی دی.
که مسلمانان را ويښ نسي، تر خپل مينځ اتحاد او اتفاق ونکړي او پر خپل دين اسلام باندي منګولي ټينګي و نه نيسي ممکن تر دې لا ډېر د اسرائيلو او امريکايانو لخوا و ځوريږي.
عَنْ ثَوْبَانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُوشِكُ الأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمْ كَمَا تَدَاعَى الأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا. فَقَالَ قَائِلٌ وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ يَوْمَئِذٍ قَالَ: بَلْ أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّيْلِ وَلَيَنْزِعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ وَلَيَقْذِفَنَّ اللَّهُ فِى قُلُوبِكُمُ الْوَهَنَ. فَقَالَ قَائِلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الْوَهَنُ قَالَ: حُبُّ الدُّنْيَا وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ.[ سنن ابي داود4299]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۸/۰۲

غزه په اور کي سوځي خو مسلمانان يې ننداره کوي:

پر فلسطيني مسلمانانو داسي حالت دی لکه آسمان چي ورباندي چپه سوی وي، اسرائيلي نيواکګر داسي ړندې او ډېري بمبارۍ ورباندي کوي چي د غزې ښار يې د فضاء څخه د لويو بالستيکي بمونو په استعمال پاک سوځولی او کنډواله کړی دی، خدای خبر چي زموږ څومره فلسطيني وړونه او خويندي به پکښې شهيدان سوي وي؟.
د نړيوالو بشر دوستي او د مسلمانانو ديني اخوت دې اندازې ته رسېدلی چي هيڅوک د غزې د مظلومانو سره د مرستي کولو هڅه نه کوي بلکي ددې پر عکس ډېری غربي او اروپايي هيوادونه د امريکا په مشرۍ د اسرائيلو سره مرسته کوي او زموږ ځيني اسلامي هيوادونه خو دومره بې غيرته دي چي د لاسرسۍ سره سره د اسرائيلو په وړاندي هيڅ تند عکس العمل نه ښکاره کوي.
ترکيه، مصر او سعودي هغه اسلامي هيوادونه دي چي لا هم د اسرائيلو سره اړيکي لري او پر حماس باندي د جنګ درولو ږغونه کوي په داسي حال کي چي د حماس په شمول ټولي جهادي ډلي د ځان دفاع کوي اصلي تېري ګر او متجاوزين يهودي اسرائليان دي چي ورځ تر بلي د مسلمانانو خاروي غصب کوي او خپل يهودان پکښې ميشتوي.
د امريکا، اسرائيلو او نورو غربي هيوادونو څخه وېره، د ايمان ضعف او عياشي هغه شيان دي چي په درلودلو يې نن د اسلامي هيوادونو څخه غيرت پورته سوی او د خپلو مسلمانانو وړونو سره يې د خواخوږۍ احساس مړ سوی کنه نو چي يواځي په اسلامي نړۍ کي غټ هيوادونه په اخلاص خپل ږغ پورته کړي او د اسرائيلو سره خپلي ټولي اړيکي پرې کړي ارومرو به اسرائيل پر فلسطينيانو خپل بريدونه بند او يا محدود کړي.
د فلسطين د اوسني حالت سره کټ مټ هغه حالت راته ياديږي چي په ۲۰۰۱ م کال کي نړيوال کفر د امريکا په رهبرۍ پر افغانستان داسي وحشي بريد وکړ او زموږ د اسلامي نظام د ړنکېدو سره يې شل کاله افغانان د جنګ په اور کي وسوځول، هغه وخت هم بې غيرته اسلامي هيوادونه داسي چوپ پاته وه بلکي ځينو منافقو هيوادونو خو خپل مځکه او فضاء امريکا ته په اختیار کي ورکړه.
نن د غزې پر مسلمانانو هم همداسي لوی ناورين دی، الله تعالی دي اسرائيليان هم داسي وشرموي لکه امريکايان چي يې په افغانستان کي وشرمول.
د غزې مسلمانانو! موږ مو په غم غمجن يو خو څه وکړو چي لاس مو نه درته رسيږي الله تعالی مو د غيب څخه نصرت وکړه.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۲۸

په تېرو زرو کلونو کي د ګڼو هيوادونو لخوا د يهودو شړل:

1080 ميلادي کال کي د فرانسې څخه وشړل سوه.
1098 ميلادي کال کي د تشيک جمهوريت څخه وشړل سوه.
1113 م کال کي د کييفان روس(ولاديمير مونوخ) څخه وشړل سوه.
1113 م کال کي ډېر يهوديان په ډله ايزه توګه په کييف کي ووژل سوه.
1147 م کال کي د فرانسې هيواد څخه وشړل سوه.
1171 م کال کي د ايټاليا هيواد څخه وشړل سوه.
1188 م کال کي د انجلترا څخه وشړل سوه.
1189 م کال کي د انجلترا څخه وشړل سوه.
1290 م کال کي د انجلترا څخه وشړل سوه.
1298 م کال کي د سويسرا څخه وشړل سوه چي 100 يهوديان يې اعدام کړه.
1306 م کال کي د فرانسې څخه وشړل سوه چي 3000 يهودان يې ژوندي په اور کي وسوځول.
1360 م کال کي د مجر څخه وشړل سوه.
1391 م کال کي اسپانيا هيواد څخه وشړل سوه چي 30000 زره اعدام کړه او 5000 زره يې ژوندي وسوځول.
1394 م کال کي د فرانسې هيواد څخه وشړل سوه.
1407 م کال کي د بولندا هيواد څخه وشړل سوه.
1492 م کال کي د اسپانيا هيواد څخه وشړل سوه او داسي قانون يې تصويب کړ چي د تل لپاره بيا يهوديان اسپانيا ته نسي راتللای.
1492 م کال کي د صقليه څخه وشړل سوه.
1495 م کال کي د ليتوانيا او کييف څخه وشړل سوه.
1496 م کال کي د پرتقال هيواد څخه وشړل سوه.
1510 م کال کي يو ځل بيا د انجلترا څخه وشړل سوه.
1516 م کي د پرتقال څخه وشړل سوه.
1516 م کي په صقليه کي داسي قانون تصويب سو چي يهودان يواځي په يهودي استوګنو کليو کي ژوند کولای سي بل ځای د ژوند کولو اجازه نه لري.
1541 م کال کي د نمسا څخه وشړل سوه.
1555 م کال کي د پرتقال هيواد څخه وشړل سوه.
1555 م کال کي په روما هيواد کي داسي قانون تصويب سو چي يهود يواځي په خپلو کليو کي ژوند کولاث سي بل ځای ته نسي تللای.
1567 م کال کي د ايټاليا هيواد څخه وشړل سوه.
1570 م کال کي د المانيا هيواد څخه وشړل سوه.
1580 م كال كي د نوفغور رود څخه وشړل سوه.
1592 م کال کي د فرانسې هيواد څخه وشړل سوه.
1616 م کال کي د سويسرا څخه وشړل سوه.
1629 م کال کي د اسپانيا او پرتقال څخه وشړل سوه.
1634 م کال کي د سويسرا څخه وشړل سوه.
1655 م کال کي د سويسرا څخه وشړل سوه.
1660 م کال کي د کييف څخه وشړل سوه.
1701 م کال کي په ډله ايز او پوره توګه د سويسرا څخه وشړل سوه.
1933 م کال کي د آلمان څخه په ډله ايز ډول و شړل سوه او په ډله ايز ډول و وژل سوه.
له بده مرغه چي په 1948 م کال کي د اسلامي خلافت د ړنګېدلو وروسته د انگلیس او امریکا په مرسته یهودو د فلسطین مځکي غصب کړې او د اسرائیل په نوم يې ځان ته هيواد جوړ کړ چی اوس یې په کفري او اسلامي هیوادونو کي تقریبا 165 هیوادونه په رسمیت پېژني.
د پورته نيټو څخه مخکي هم يهود په هره زمانه کي د ګڼو حاکمانو لخوا شړل سوي او رټل سوي لکه بخت النصر چي ډېری يې ووژل او د ښارونو څخه يې وشړل او لکه حضرت عمر رضي الله عنه چي د جزيرة العرب څخه وشړل دا ټول په دې خاطر چي يهودان ډېر مفتن او شرير انسانان دي او چي په کوم ځای کي دوی اوسيږي ارومرو هلته ډول ډول فتنې را پورته کوي او په ټولنه کي فساد خپروي.
ادولف هتلر چي د يهودانو په وژلو باندي ډېر مشهور دی د د يهودانو په باره کي وايي:
1 – يهود ټولنه ورانوي، دوی د انبياؤ قاتلين دي، د جرمنو کوونکي دي او داسي خائنان دي چي هيڅ ډول تعهد ته ژمن ندي.
2 – ما ټوله يهودان وژلای سوه خو ځيني مي ځکه پرېښودل تر څو تاسي پوه سی چي ما ولي دوی وژل؟.
3 – ما هيڅ غير اخلاقي کار ندی ليدلی او نه مي هم په ټولنه کي يو جرم ليدلی مګر دا چي يهود پکښې دخيل وه.
که تاريخونه مطالعه کړو دا به راته په ډاګه ثابته سي چي د يهودو په باره کي کومي خبري الهي کتابونو او نړيوالو پوهانو کړيدي ورځ تر بلي ټولي رښتيا کيږي او د يهودو خباثت نور هم په ډاګه کيږي.
خو له بده مرغه چي بيا هم ځيني اسلامي هيوادونه د هغوی سره ديپلوماتيکي او اقتصادي اړيکي ساتي لکه ډېری عربي هيوادونه، تاجکستان او ترکيه او ځينو خو بيخي په رسميت پېژندلي دي.
د اسرائيلو سره هر ډول روابط د اسلام او مسلمانانو سره ستر او نه بخښونکي جنايت دی او د الله تعالی او ټولو پيغمبرانو په وړاندي لوی خيانت دي.
ليکواله: احسان الفقيه
ژباړه او زيادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۲۷

مَنْ هُمْ إِسْرَائِيْلُ؟

۱- إسرائيل هي الجماعة اليهودية الملعونة في الكتب السماوية الأربعة.
۲- إسرائيل هم اليهود السابقون وهم شعب ماكر ومتغطرس وكذب.
۳- إسرائيل هم اليهود التعساء الذين استشهدوا 300 نبيا في يوم واحد؛ ولم يبالوا بقتلهم و لم يحزنوا حتى استشهدوهم في الصباح وبعد الظهر هم يقومون بالتجارة في الأسواق.
۴- إسرائيل هي طبيعة اليهود المنافقين الذين دبروا العديد من المؤامرات الخطيرة ضد الأنظمة الإسلامية منذ بداية الإسلام.
۵- إسرائيل هي اليهود الكفرة الذين يقتلون الأنبياء ويعبدون الطاغوت ويتمردون ويكذبون على الله ورسله ويفسدون في الأرض ولهم تاريخ طويل جداً في الفساد لأنه لم يوجد الزمان والمكان الذي لم يمارس فيه اليهود نفاقهم.
۶ - إسرائيل هم اليهود السفهاء الذين يتهمون موسى (عليه السلام) بالسوء والتهم الباطلة، وكانوا يقولون إنه يخفي عنا عورته كأن بها عيوبا و مساوئ.
۷- إسرائيل هم اليهود القساة الماكرون الذين لم يقبلوا كلام النبي ولم يتبعوا التوراة حتى رفع الله جبل الطور فوق رأوسهم وأجبرهم على قبول التوراة.
۸ - إسرائيل هم اليهود الكافرون الذين قالوا لموسى عليه السلام: لن نقبل قولك حتى نرى الله جهرة بأعيننا.
۹ - إسرائيل هم اليهود الضالون الذين كانوا يستهزئون بكلام موسى عليه السلام عند ما قال لهم: إن الله يأمركم أن تذبحوا بقرة.
۱۰ - إسرائيل هم اليهود المنحرفون الذين كانوا يحرفون التوراة ويعتبرون ما كتب بأيديهم كلام الله وجزءا من التوراة.
۱۱- إسرائيل هم اليهود الغبيون  وغير الواعيين الذين اتخذوا العجل إلها بعد ذهاب موسى عليه السلام لأخذ التورات.
۱۲- إسرائيل هم اليهود العنيدون الضالون الذين كانوا ينسبون الفقير والبخل إلى الله و قالوا: إن الله فقير و نحن أغنياء
۱۳ - إسرائيل هم اليهود الممسوخون الذين جعل الله منهم القردة والخنازير في عهد داود وعيسى عليهما السلام عند ما أنكروا الإيمان عنادا.
۱۴ - إسرائيل فجار اليهود وجبنائهم الذين قالوا لنبيهم: إذهب أنت وربك فقاتلا إنا ههنا قاعدون.
وعلى الرغم من أن إسرائيل جماعة مضللة وكافرة ومخادعة، فإن بعض الدول الإسلامية تقيم علاقات معها ولا تدين حربها القاسية ضد الفلسطينيين، ولا تدينها فقط، بل للأسف بعض الدول الإسلامية تساعدها ماليا و سياسيا أيضاً.
والويل لهؤلاء المسلمين الفجار! فالنصارى الذين يسمون عيسى عليه السلام إلهاً أو ابن الله قد تعاونوا مع اليهود ضد الإسلام، بينما اليهود يزعمون أنهم قتلوا عيسى عليه السلام بل يفتخرون به، أي: اليهود يزعمون أنهم قتلوا إله النصاری و مع ذالک قد اتحدهم النصارى على حربهم ضد المسلمین ولكن المسلمين أصبحوا متهورين ومتبلدي المشاعر لدرجة أنهم يتركون إخوانهم المسلمین الفلسطینین لليهود ولا يساعدونهم بأي شكل من الأشكال.
مولوي نور الحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۲۶

اسرائيل څوک دي؟

۱ - اسرائيل هغه مفتنه يهودي ډله ده چي په څلورو آسماني کتابونو کي په لعنت سوېده.
۲ – اسرائيل هغه پخواني يهودان دي چي ډېر مکار، چمبازه او دروغجن خلګ دي.
۳ – اسرائيل هغه بدمرغه يهودان دي چي په يوه ورځ کي يې ۳۰۰ انبياء شهيدان کړه؛ داسي په بې غورۍ يې شهيدان کړه چي سهار يې دوی شهيدان کړه ماپښين يې په بازارونو کي سوداګاني کولې.
۴ – اسرائيل هغه منافق طبيعته يهودان دي چي د اسلام د پيل څخه يې د اسلامي نظامونو په وړاندي ډېري خطرناکي دسيسې جوړي کړي دي.
۵ – اسرائيل هغه کافر يهودان دي چي د انبياؤ په وژلو، د طاغوت په عبادت، د سرکښۍ او بغاوت په کولو، پر الله تعالی باندي د درواغ ويلو، پر الله تعالی او د هغه پر رسولانو په درواغ ويلو او په مځکه کي په فساد کولو کي خورا ډېره لويه تاريخي سابقه لري ځکه داسي وخت او داسي ځای ندی پاته سوی چي يهودو دي خپل شيطنت او منافقت نه وي پکښې کړی.
۶ – اسرائيل هغه کم عقله يهودان دي چي پر موسی عليه السلام يې ناوړه او بې ځايه تهمت لګوی چي زموږ څخه خپل عورت پټوي لکه چي کومه نيمګړتيا لري.
۷ – اسرائيل هغه سخت زړي او مکار يهودان دي چي د پيغمبر خبره يې نه منل او په تورات يې عمل نه کوی تر څو چي الله تعالی د طور غر ورباندي را پورته کړ او په زوره يې تورات په ومنی.
۸ – اسرائيل هغه بې دينه يهودان دي چي موسی عليه السلام ته يې ويل: تر هغه وخته موږ ستا خبره نه منو تر څو موږ  په خپلو سترګو خدای نه وي ليدلی.
۹ – اسرائيل هغه ګمراه يهودان دي چي د موسی عليه السلام خبرو ته به يې ټوکي او ټکالي ويل.
۱۰ – اسرائيل هغه منحرف يهودان دي چي په تورات کي به يې تحريف کوی او په خپل لاس ليکل سوي شيان به يې د تورات برخه ګڼل.
۱۱- اسرائيل هغه بې عقل او بې شعوره يهودان دي چي د موسی عليه السلام د تللو وروسته يې ګيلګی د ځان لپاره خدای ونيوی او عبادت يې ورته کوی.
۱۲ – اسرائيل هغه سرټمبه او بې لاري يهودان دي چي الله تعالی ته به يې د فقير او بخيل نسبتونه کول.
۱۳ – اسرائيل هغه مسخه سوي يهودان دي چي د داود او عيسی عليهما السلام په وخت کي الله تعالی بيزوګياني او سرکوزان ورڅخه جوړٍ کړه.
۱۴ – اسرائيل هغه بې غيرته يهودان دي چي خپل نبي ته يې ويل: ته او خپل رب ولاړ سئ د جباريانو سره وجنګېږئ موږ دلته کښېنو او جنګ نسو کولای.
سره ددې چي اسرائيل دغسي مفتنه، کافره او مکاره ډله ده بيا هم ځيني اسلامي هيوادونه اړيکي ورسره ساتي او د فلسطينيانو په وړاندي ددوی د ظالمانه جګړې غندنه نه کوي او نه تنها دا چي غندنه يې نه کوي بلکي له بده مرغه ځيني اسلامي هيوادونه يې سياسي او مالي مرسته هم کوي.
افسوس د داسي بې غيرته مسلمانانو پر حال! نصاراوو چي عيسی عليه السلام خدای او يا د خدای زوي بولي د اسلام پر ضد د يهودو سره لاس يو کړی دی په داسي حال کي چي يهود د عيسی عليه السلام د وژلو دعوه کوي بلکي په هغه باندي افتخار کوي يعني يهود د نصاراوو د خدای د وژلو دعوه کوي خو بيا هم نصاراوو اتفاق ورسره کړی دی خو مسلمانان دومره بې غيرته او بې احساسه سوي دي چي خپل مسلمانان وړونه يې يهودانو ته پرې ايښي او هيڅ ډول مرسته يې نه کوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۲۲

زلزله د تاريخ په پاڼو کي:

که تاريخ ته وګورو په دنيا کي ډېري عجيبي زلزلې رامينځ ته سوي دي او ډېر انسانان يې وژلي دي چي د ډېري پخوانۍ زمانې څخه موږ څو بېلګي ليکو:
۱ – په ۲۰ کال کي د هجرت د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کي زلزله وسوه.
۲ – په ۹۴ کال کي د هجرت ۴۰ ورځي زلزله وه چي په ډېر تلفات يې واړول او د انطاکيې ښار مکمل ورسره ويجاړ سو.
3 – په ۲۲۴ کال کي د هجرت په فرغانه ښار کي زلزله وسوه چي ۱۵۰۰۰ کسان پکښې ووژل سوه.
۴ – په ۲۲۵ کال کي د هجرت په اهواز ښار کي ۱۶ ورځي پرله پسې زلزله وه، غرونه سره وجنګېدل او خلګ سيندونو او بيړيو ته وتښتېدل.
۵ – په ۲۳۳ کال کي د هجرت په دمشق کي داسي زلزله وسوه چي کورونه را نسکور سوه او ډېر انسان ورسره ووژل سوه او د غوطه په نامه يوه قريه ورانه سوه چي بېله يوه نفره نور ټول اوسېدونکي يې ووژل سوه او په همدې کال په انطاکيه کي زلزله سوه چي ۲۰۰۰۰ کسان پکښې ووژل سوه.
۶ – په ۴۲ کال کي د هجرت په ری، جرجان، طبرستان، نيشابور، اصفهان، قم او کاشان ښارونو کي په يو ځل زلزله وسوه؛ همداسي په دامغان ښار کي زلزله وسوه چي ۲۵۰۰۰ انسانان يې ووژل، غرونه سره پرې سوه، سره نژدې سوه او په آسمان او مځکه کي ډېر وېروونکي ږغونه اورېدل کېدل.
۷ – په ۲۴۵ کال کي د هجرت په انطاکيه کي زلزله وسوه چي ۱۵۰۰ کورونه يې ونړول او د کلاګانو څخه يې تر ۹۰ ډېر برجونه چپه کړل، د کورونو د سوريو څخه خلګو ډېر وېروونکي ږغونه اورېدل او د تنيس پر خلګو ډېره سخته چيغه وسوه چي ډېر خلګ ورسره ووژل سوه او بسته غر پر خلګو را وښويېدی.
۸ – په ۸۸ کال کي د هجرت په دنبل ښار کي د شپې زلزله وسوه چي کله سهار سو په استثناء د ډېر لږ ځای نور ټول ښار وران سوی وو چي د همدې ښار د نړېدلو کورونو څخه يې ۱۰۰۰۵۰ انسانان را وايستل.
۹ - په ۳۴ کال کي د هجرت په تبريز کي زلزله وسوه د ښار کلا او حصار يې ونړوی او تر ورانيو لاندي ۵۰۰۰۰ انسانان ووژل سوه.
۱۰ – په ۴۴۴ کال کي د هجرت په اذربايجان ښار کي داسي عجيبه زلزله وسوه چي دېوالونه سره پرې سوه او د هغه وخت د يوه سړي په وينا چي زه په تاغ کي ناست وم د کور دېوال داسي وچاودی چي آسمان تر ښکاره سو بيرته دېوال سره ورغی.
۱۱ – په ۴۶۰ کال کي د هجرت په فلسطين کي زلزله وسوه چي ۱۵۰۰۰ نفره ووژل او د بيت المقدس څخه يوه ډبره وچاودل بيرته خپله سره ورغله او روغه سوه او سيند ټوله وچ سو او د ساخ په نوم قيتمي بوټی پکښې شين سو، خلګ ورغله چي هغه بوټي را ټول کړي سیند ورباندي راغی او ډېری خلګ يې غرق کړه.
۱۲ – په ۶۲ کال کي د هجرت د ينبع او مصر تر مينځ د زلزلې له کبله د ايله ښار په پوره توګه په مځکه خسف سو.
۱۳ – په ۷۱ کال کي د هجرت د شام په يوه برخه کي زلزله وسوه چي د رهاء په ښار کي ۱۳ برجونه ونړېدل او د سميساط ښار په مځکه کي خسف سو.
۱۴ – په ۱۱ کال کي د هجرت په بغداد کي داسي زلزله وسوه چي دېوالونه به دې خوا او هغي خوا ته په حرکت تلل.
۱۵ – په ۵۳۳ کال کي د هجرت د ايران په جنزه ښار کي زلزله وسوه او ۲۳۰۰۰۰ نفره يې ووژل.
۱۶ – په ۵۳۶ کال کي په پورته ښار کي زلزله وسوه چي د ټوله ښار پر ځای توري اوبه راپورته سوې او ټول ښار يې غرق کړ.
۱۷ – په ۵۵۲  کال کي د شام په ۱۳ ښارونو کي په يو ځل ډېري سختي زلزلې وسوې چي په ځينو کي يې ټول اوسېدونکي ووژل او په ځينو کي يې ځيني ووژل.
منبع: ايضاح المقال فی اسباب الزلزال
ژباړونکی: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۱۹

زلزله او د هغې څخه عبرت:

دا چي په جيولوژيکي لحاظ زلزله څنګه کيږي موږ کار نه په لرو خو چي اصلي سبب د زلزلې څشی دی او ولي زلزله کيږي په ځينو احاديثو کي يې يادونه سوېده خو دا نده اړينه چي بايد ټول هغه ګناهونه سوي وي کوم چي په احاديثو کي راغلي دي بلکي د امتحان او عذاب د نزول لپاره همدغه کفايت کوي چي ځيني خلګ مرتکب د ګناه سي او د الله تعالی خښم او قهر را پورته سي.
په عموم کي زلزله د الله له لوري عذاب دی چي د ځينو مخالفتونو او ګناهونو له کبله يې الله تعالی خپلو ځينو مخلوقاتو ته ورکوي خو د مسلمانانو لپاره رحمت هم کېدلای سي ځکه ممکن د دغه عذاب وروسته مسلمانان ځانونو ته متوجه سي او د ګناهونو څخه توبه وباسي او يا ممکن د ځينو مسلمانانو لپاره مرګ خير وي نو ځکه يې د زلزلې په سبب په نصيب سو.
پر هر حال مسلمان پدې باندي مکلف دی چي ټول هغه ګناهونه پسې پريږدي چي له کبله يې الله تعالی خوابدی کيږي او انسان يې په کولو باندي د عذاب مستحق ګرځي نو زموږ لپاره هم لازمه ده چي د هرات ولايت پر زلزلې د غمګينۍ او د اړو انسانانو سره د مرستي تر څنګ ددې پېښي څخه عبرت هم واخلو، د ځانه سره حساب وکړو او ټوله هغه ګناهونه پسې پريږدو چي د داسي طبيعي آفتونو لامل جوړيږي.

په شريعت کې د زلزلې د پېښېدلو وجوهات:
۱ - ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:کله چې غنيمت دولت وشمېرل سي، امانت غنيمت وګڼل سي، زکات ورکول تاوان وبلل سي، د علم زده کړه بېله دين څخه د بل شي لپاره کيږي (د دنيوي مال او عهدې لپاره وي)،سړی د خپلي ښځي اطاعت کوي، مور يې پسې پرې ايښې وي، ملګری ځان ته را نژدې کوي او پلار د ځانه څخه ليري کوي، په جوماتونوکې آوازونه پورته سي، د قبيلې مشر کوم فاسد سړی غوره سي، د قوم ملک، مشر او زعيم تر ټولو رذيل شخص سي، د يو چا قدر او عزت د هغه له وېري کيږي، ډمياني ښځي، د موسيقۍ او لهو لعب الات را څرګند سي، شراب وڅښل سي، د دې امت وروستني په اولنيو باندې لعنت ووايي، نو دوی دي د سره باد، زلزلې، په مځکه کي خسف کېدلو، مسخ کېدلو، د آسمان څخه په ډبرو او آفتونو د ويشتلو او نورو د قيامت د نښو انتطار وکړي؛ چې داسې به پر له پسې راځي لکه په يوه تار کې پييل سوي ملغلري چي تار يې وشليږي او پر له پسې يو په بل پسې راتوييږي.[سنن ترمذي ۲۳۷۲]

۲ - ژباړه :د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چي زه او يو بل کس ام المؤمنين حضرت عايشه رضي الله عنها ته ورغلو، نو هغه بل سړي د حضرت عايشې رضي الله عنها څخه وپوښتل: ای د مومنانو مور! د زلزلې په باب راته حديث بيان کړه! هغې ورته وفرمايل کله چي خلک زنا مباح وګڼي، شراب وڅښي او د موسيقۍ الات وږغوي، نو الله جل جلاله ته په آسمان کي خښم او غيرت ور سي، نو ځمکي ته ووايي چې پر دغه خلکو زلزله وکړه؛ که دا خلک توبه وباسي او دا ګناه پريږدي د هلاکت څخه به خلاص سي که نه نو ورباندي وبه يې نړوي. 
دې سړي پوښتنه ورڅخه وکړه: ای ام المؤمنين! آيا دا زلزله عذاب دی دوی ته؟ هغې ورته وويل چې نه، بلکې مومنانو ته رحمت او کافرانو ته عذاب او عقوبت دی.[العقوبات ۱۷]

۳ - په ځینو روایاتو کي راځي چي د سود خوړلو له کبله هم انسانان د دې مستحق ګرځي چي الله تعالی دي زلزله ورباندي وکړي.

۴ - ژباړه: د ر سول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي مځکی زلزله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لاس ورباندي کښېښودی او و یې ویل: آرامه سه تر اوسه ستا وخت ندی راغلی! بیا یې خپلو ملګرو ته مخ کړ او ورته و یې ویل: ستاسي رب ستاسي څخه توبه غواړي نو توبه وباسئ.
وروسته بیا د حضرت عمر رضي الله عنه په وخت کي زلزله وسوه حضرت عمر رضي الله عنه خلګو ته وویل: ای خلګو دغه زلزله نده راغلې مګر د هغه شي څخه چي تاسي کړی دی، زما دي په هغه ذات قسم وي که بیا راغله زه به ستاسي سره په هغه کي ګرسره سکونت ونکړم.[العقوبات۱۸]

پورته احاديثو ته په نظرکولو سره دې نتيجې ته رسيږو چي که چيري هر قوم غواړي الله تعالی يې د داسي آفتونو او مصيبتونو څخه وژغوري نو بايد لاندي نکاتو ته پوره پاملرنه وکړي.
۱. په غنيمت او امانت کي دي خيانت نه کوي.
۲. زکات ورکول دي ځان ته تاوان نه بولي.
۳. د الله د دين څخه بغير د بل مقصد لپاره دي تحصيل د علم نه کوي.
۴. ځانونه دي د ښځو تابع نه جوړوي.
۵. خپل مور او پلار دي نه آزاروي.
۶. تر مور او پلار دي د نورو ملګرو سره تړاو نه ډېروي.
۷. په مساجدو کي دې بې ځايه ږغونه او آوازونه نه پورته کوي.
۸. فاسد او ګمراه خلګ دي د ځانونو لپاره مشران نه ګرځوي.
۹. د ويري څخه دي د چا عزت نه کوي.
۱۰. د موسيقي، شرابو او مسکراتو څخه دي ځانونه ليري وساتي.
۱۱. پر پخوانيو اسلافو او علماو دي بد نه وايي.
۱۲. زنا دي روا نه بولي او عملا دي هم نه کوي.
۱۳. سود دي نه خوري.
۱۴. صدقه دي وکړي او توبه کول دي نه ځنډوي.
۱۵. د ګناه څخه دي په پوره توګه لاس واخلي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۱۵

موږ نه ويل چي په اسلامي نظام کي به د هرمظلوم غم خوړل کيږي؟

مخکي تر دې چي په افغانستان کي اسلامي نظام حاکم سي موږ به د ګڼو لارو څخه خلګو ته داسي فکر ورکوی چي ګويا د اسلامي نظام راتګ د هر مسلمان په ګټه دی او په اسلامي نظام کي به د هر مظلوم غم خوړل کيږي او د هر ظالم مخه به نيول کيږي چي الحمدلله د اسلامي نظام د حاکميت څخه وروسته همداسي وسوه او دادی لا هم همداسي کيږي.
په هيواد کي د هر اړخيزه او بې ساري امنيت تر څنګ په ډېرو برخو کي ولس ته اړين خدمات عرضه سوي او تر ډېره بريده د رعيت پر ټپونو د روغيتا پټۍ ايښودل سوې چي لويه بېلګه يې د جګړې ختم، د بيا جوړوني چټک اساسي کارونه، د هيوادوالو د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار کول او په هره برخه کي د هيواد خپلواکي او استقلال خوندي کول دي او ددې ټولو برسېره په هيواد کي د مظلومانو لاس نيوی هم تر ډېره بريده سوی دی چي په ډاګه نمونه يې د هيواد په ګڼو ولايتونو کي د اوږد محبس څخه د مظلومو ښځو آزادول دي لکه په کابل، خوست او فراه ولايتونو کي چي هغه ښځي د نظام لخوا آزادي سوې چي د ظالمو خپلوانو لخوا د لسو څخه بيا تر شلو کلونو پوري پر ناحقه بندياني سوي وې.
که دا غمخوري، بشر پالنه او د مظلومانو ژغورل نه وي نو غمخوري څشي ته ويل کيږي؟ اسلامي نظام لکه منبع او هدف چي يې رباني او الهي دی اجراات يې هم همداسي مقدس او ډېر مهم دي؛ موږ په ډاګه وايو چي په اسلامي نظام کي د هر چا حق خوندي دی او په شعوري او آګاهانه ډول د هيچا حق نه ضايع کيږي ځکه د اسلامي نظام حاکميت د همدې  لپاره وي چي په خلګو کي ديانت او عدالت پلی کړي او د ټولو هغو انسانانو مخه ونيسي چي په يو نه بل ډول په ټولنه کي نا امني، وحشت، بربريت او بې عدالتي خپروي.
په اسلامي نظام کي تل هدف د انسانانو ژغورنه وي بېله دې چي سيمه، ژبه، قوم او طبقاتي توپير په پام کي ونيول سي چي د تاريخ په اوږدو کي اسلامي نظامونو دا خبره په عمل کي هم په اثبات رسولې ده او دا دی اوس په افغانستان کي موږ د داسي مثبت حالت شاهدان يو.
که اسلامي نظام د خلګو په وړاندي مسئوليت لري خلګ هم د خپل نظام په وړاندي مسئوليت لري ځکه نو موږ افغانان بايد د الله تعالی د شکر پر ځای کولو او د خپل مسئوليت د آداء کولو لپاره ددې نظام سره په هر ډګر کي مرسته او کومک وکړو او د نظام پوره سمبالښت او دوام د ځان دنده وبولو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۱۳

پندونه او نصيحتونه:

۱ ـ که دي د ځان د ښه توب ثابتولو لپاره نور خلګ تورن کول نو پوه سه چي ډېر سپک انسان يې!
۲ ـ که دي خپله کاميابي د نورو مسلمانانو په ناکامۍ کي ليدل نو پوه سه چي ډېر ناپوه او سرټمبه يې!
۳ ـ که دي د بل مسلمان په نسبت بې تحقيقه خبره منل نو پوه سه چي مسلماني دي کامله نده.
۴ ـ که دي پر ناحقه د کوم مسلمان څخه کرکه کول يا دي د هغه څخه بد وړل نو پوه سه چي د تقوی او پرهيزګارۍ څخه خلاص يې!
۵ ـ که دي په پټو سترګو د بل چا په خاطر د يو مسلمان څخه بد وړل نو پوه سه چي ډېر بې فکره او بې احساسه انسان يې!
۶ ـ که دي د شايعاتو پر اساس پر اسلامي نظام په سرناخلاصۍ نيوکي کولې نو پوه سه چي سياسي بصيرت نلرې او په مصلحتونو نه يې خبر!
۷ ـ که دي د مسلمانه سره خوابدتيا تر درو ورځو ډېره سوه خو تا يې د ختمولو هيڅ هڅه ونکړه نو پوه سه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو څخه بې لاري سوی يې!
۸ ـ که تر نورو مسلمانانو ځان در ته غټ معلومېدی يا دي نورو مسلمانانو ته په سپکه کتل نو پوه سه چي د تکبر په ناروغۍ اخته سوی يې او د حديث په حواله د جنت څخه محروم يې!
۹ ـ که دي تر هر چا ځان پوه ګڼی نو پوه سه چي تر هر چا ناپوه يې!
۱۰ ـ که دي د مسلمان لپاره داسي ژوند خوښوی چي د ځان لپاره يې نه خوښوې نو پوه سه چي نيمګړی مسلمان يې!
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۷/۱۰

عقل او عادتونه:

ژباړه: علي بن عبيده ويلي دي: عقل باچا دی او عادتونه يې رعيت دی، کله چي عقل د عادتونو د کنټرول څخه ناتوانه سي نو هغوی ته تاوان رسيږي.
يعني د انسان د عقل له لوري بايد دده عادتونه کنټرول او اداره سي ځکه عقل د انسان په بدن کي د باچا حيثيت لري او عادتونه يې د رعيت او ملت حيثيت لري.
که د کوم انسان عقل ضعيف وي او دده عادتونه نسي کنټرول کولای نو ارومرو يې په عادتونو کي نيمګړتياوي پيدا کيږي او ناوړه کارونه ورڅخه کيږي نو کوښښ وکړئ چي د خپل عقل په ذريعه مو خپل عادتونه او خصلتونه کنټرول کړئ تر څو د ناوړه کارونو د کولو څخه وساتل سی.
قال علي بن عبيدة: العقل ملك والخصال رعيته، فإذا ضعف عن القيام عليها وصل الخلل إليها.[البصائر والذخائر ج1 ص6]
مولوي نورالحق مظهري