۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د حرام مال درې غټ تاوانونه:

۱ ـ د انسان دعا نه قلیږي.
۲ ـ عبادات یې نه قبلیږي.
۳ ـ د جهنم په اور د سوځیدلو مستحق ګرځي.

د فاسد نظام ځيني اسرار:

۱ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي هيڅوک لدې ويري د اصلاح لپاره کار نسي کولای چي شايد تر ما مشر به مي د وظيفې څخه ليري کړي او يا به مي تردې کوچنۍ وظيفې ته تبديل کړي.

۲ ـ په فاسد نظام او بې کاره نظام کي ددې پر ځای چي د ښه کار پر کولو دي انسان ته امتياز ورکړل سي انسان تهديدېږي او امتيازونه ورڅخه اخيستل کيږي.

۳ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي ددې پر ځای چي ښه کارونه وياړ او افتخار وبلل سي، عار او پيغور بلل کيږي او ډيرئ ځله که کوم څوک په غير شعوري توګه ښه کار کوي ډير ژر ورباندي پښېمانه کيږي.

۴ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي که کوم څوک د اداري فاسد له وجهي د وظيفې څخه ليري کيږي ډيرئ وختونه څه مده وروسته تر هغې پر غټي وظيفې باندي ګمارل کيږي.

۵ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي بې ګناه سړئ مجرم بلل کيږي خو مجرم ته يا برائت ورکول کيږي او يا يې هم جرم ډير سپک ښودل کيږي.

۶ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي هر مسئول ته خپله وظيفه تر هرڅه ډيره مهمه وي نو ځکه يې په وظيفه کي د بقاء لپاره خداي، رسول، دين او وطن ټوله هير وي.

۷ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي ډيرئ شيان تشريفاتي او نمايشي وي د مخورو خلګو څخه تند استقبال کيږي خو خبره يې نه منل کيږي، عامو خلګو ته وعدې ورکول کيږي خو کار ورته نه کيږي او د فساد پر ضد ډيري خبري کيږي خو يوه يې لا هم نه عملي کيږي.
مولوی نورالحق مظهری

بدمرغه ودونه:

دا ځینو خلګو خو د ودونو څخه سمدم کنسرتونه جوړ کړیدي د واده مخکي، د واده په ورځ او د واده وروسته ټوله مراسم په موسیقۍ او ډمتوب باندي لمانځي.
مال یې په حرام کي مصرف سي، حرامه موسیقي په خپله او په نورو باندي اوري د واده ډوډې هم بې خونده کړي او واده هم بد مرغه او بې برکته کړي بیاهم ددې واده څخه د ښې کورنۍ د جوړیدلو طمعه لري  او د نیکو اولادونو غوښتنه کوي!.

د مجرم په اړه

مجرم او مفسد چي د هر قوم وي بلا دې پر سر سي.
زموږ دوستي او دښمني د قوم او وطن پر بنیاد نده بلکي د اسلام او تقوی پر بنیاد ده.
مجرم او نا اهله چي په هر قوم کي وي زموږ ورڅخه بد راځي او پر ضد یې مقابله کوو خو ښه سړئ مو بیا خوښیږي هغه په هر قوم کي چي وي.

د امریکا پلویانو ته:

د ټرمپ مریدان او پلویان دي ډير نه خوشاله کیږي ځکه تر اوسه چي امریکا نظامي او استخباراتي حضور دواړه درلودل څه یې وکړه چي په تنها استخباراتي حضور باندي به یې وکړي؟.

د قرآن په نسبت زموږ مسئوليت:

کفار او بې دينه خلګ خو تل د قرآن سپکاوئ کوي ځکه چي هغوۍ پر قرآن باندي ايمان نلري نو ځکه هغه ته ارزښت هم نه ورکوي.
کوم شئ چي زموږ مسلمانانو لپاره مهم دئ دادئ چي موږ د قرآن په نسبت خپل مسئوليت وپيژنو او عملاً يې په اثبات باندي ورسوو چي موږ د قرآن لپاره په ټولو ثابته سوو حقوقو باندي باور لرو او د ژوند په هره برخه کي یې عملي کولو ته ژمن یو.
د لاندي شيانو په عملي کولو سره موږ د قرآن په نسبت د خپل مسئوليت د آداء کولو ښکارندويي کولاي سو:
1 – پر ټوله قرآن باندي عملاً ايمان ولرو داسي نوي چي کوم ځايونه چي زموږ د غوښتنو سره موافق وي پر هغه باندي ايمان لرو او کوم ځايونه چي زموږ د غوښتنو خلاف دي پر هغه ځايونو باندي بيا ايمان نلرو(العیاذ بالله).
2 – قرآن د ځان لپاره اساسي قانون وبولو او د قرآن په شتون کي پر بل هيڅ وضعي قانون باندي خپله فيصله آواره نکړو.
3 – د قرآن زدکړي ته پوره پاملرنه وکړو او د ټولو برخو د زده کولو لپاره يې خپل ټوله توان او طاقت په کار واچوو.
4 – په تدبر باندي د قرآن تلاوت ته متعهد وسو، د تلاوت د اوريدلو په وخت کي پوره چوپتيا غوره کړو او بې اودسه لاس ورنه وړو.
5 – د قرآن ښوونکو او زده کوونکو سره د خپلي ميني ښکارندويي او پوره مرسته وکړو.
6 – د قرآن د زدکړي د ځايونو سره لکه مدارس، مکاتب او ځيني اسلامي رسنۍ پوره همکاري وکړو او کوښښ وکړو چي هرڅومره د قرآن د زدکړي ځايونه فعال وساتو.
7 – د قرآن د توهين کوونکو څخه نفرت وکړو او د هغوۍ سره تړون د دوستۍ ونه ساتو بلکي هغوۍ د ځان دښمنان وبولو او د دښمن په سترګه ورته وګورو.
9 – په قرآن باندي فاسد دليل ونه نيسو،  یعني پر خپل باطل او فاسد کار باندي د قرآن څخه دلايل ونه وايو.
10 – په لومړي قدم کي ټوله قرآن حفظ کړو که مو ټوله په وس نوي نو بيا تر خپل توان او طاقت پوري چي څومره مو په وسه وي هغه حفظ کړو او د دومر قرآن حفظ چي لمونځ ورباندي صحیح سي هغه خو پر هر مسلمان باندي فرض او ضروري دئ.
11 – نورو خلګو ته د قرآن تبليغ وکړو يعني کوم شئ چي مو خپله د قرآن څخه زده وي هغه نورو ته هم ورزده کړو د ناظرې څخه شروع بيا تر تفسير، ترجمې او احکامو پوري هر شئ چي موږ زده وي هغه نورو مسلمانانو ته هم ورسوو.
12 – قرآن د ځان د جسمي او روحي ناروغيو لپاره شفاء وبولو او پدې باور وسو چي قرآن زموږ د هري ناروغۍ لپاره دوا ده.
كه مو د قرآن حق پوره آداء کړ نو خپله ریښتینې مسلماني مو هم په اثبات باندي ورسوله.
لیکوال: مولوي نورالحق مظهري

د ډېر ولور او نورو رواجونو په ورکولو کی د علماو مسئوليت:

دا معلومه خبره ده چي علماء وارثان د انبياو دي، کومه وظيفه چي انبياؤ ته ورکول سوېوه هغه وظيفه دوۍ ته هم ورکول سوېده، نو دډېر ولور د رواج په ورکولو کي بايد لومړئ علماء عملي اقدام وکړي.
يعني خپلي لوڼي دي په ډير لوړ مهر باندي نه ورکوي، بلکي په لږ مهر دي ورکړي، همدا راز د ټولو نورو خلګو مخکي دي فاسد او باطل رواجونه پسې پرېږدي ترڅو خدای مکړه چي داسي ونسي چي دوۍ خلګو ته تبليغ کوي، خلګ تشويق کوي: چي خپلي لوڼي دي په لږ او آسانه مهر باندي ورکړي او فاسد رواجونه دي پسې پرېږدي خو خپله يې بيا په ګران او ډير ولور ورکوي او يا ناوړه رواجونه کوي چي په نتيجه کي يې قول او عمل سره مخالف سوه او دداسي خلګو په باره کي الله تعالي فرمايي:
أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ.[سورة البقرة 44]
ژباړه: آيا تاسو خلګ په ښه کارو باندي امر کوئ خو ځانونه مو هير دي؟
ددې آيت په تشريح کي صاحب د تفسير روح المعاني ليکلي دي:
ثم إن هذا التوبيخ والتقريع - وإن كان خطابا لبني إسرائيل - إلا أنه عام - من حيث المعنى - لكل واعظ يأمر ولا يأتمر، ويزجر ولا ينزجر، ينادي الناس البدار البدار، ويرضى لنفسه التخلف والبوار، ويدعو الخلق إلى الحق، وينفر عنه، ويطالب العوام بالحقائق ولا يشم ريحها منه. وهذا هو الذي يبدأ بعذابه قبل عبدة الأوثان، ويعظم ما يلقى لوفور تقصيره يوم لا حاكم إلا الملك الديان.[ سورة البقرة 1/241]
ژباړه: وروسته دغه ترټل اوکوټل کڅه هم خطاب و بني اسرائيلو ته دئ، خو په اعتبار د معنی ( حکم ) عام دئ، هر هغه نصيحت کوونکي ته شامل دئ، چي بل څوک امر کوي، خو خپله امر نه قبلوي، بل څوک منع کوي، خو خپله نه منعه کيږي، خلګوته وايي: وړاندي او مخته ځي، خو خپله پاتيږي او شاته ځي، خلګ و حق ته را بولي، خو خپله ورڅخه تيښتي، عوام حقائقو ته را بولي، خو خپله يې بوۍ هم نه کاږي، دغه نو هغه څوک دئ چي د بت پرستانو مخکي ورته عذاب ورکول کيږي، او د ډير سخت عذاب سره به مخامخ کيږي ځکه چي دده تقصير او ملامتيا ډيره ده، په هغه ورځ کي چي بېله يوه الله څخه به بل هيڅ حاکم نوي.
او همدا راز په بل حديث کي چي صحيح ابن حبان روايت کړئ دئ، داسي راځي: رأيت ليلة أسري بي رجالا تقرض شفاههم بمقارض من نار فقلت : من هؤلاء يا جبريل ؟ فقال : الخطباء من أمتك يأمرون الناس بالبر وينسون أنفسهم وهم يتلون الكتاب أفلا يعقلون.[صحیح ابن حبان 52]
ژباړه: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: په شپه کي د معراج ما وليدل چي د ځينو خلګو شونډي د اور په غچيانو غچي کيدلې، نوما وپوښتل ائ جبريل عليه السلامه! دغه خلګ څوک دي؟ ده وويل: دغه ستا د امت خطيبان دي، چي خلګ پر ښه کارو باندي امرکوي، خو ځانونه يې هيرکړيدي، او دوۍ کتاب هم لولي آيا دوۍ نه پوهيږي؟.
او په بل حديث کي چي امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب " صحيح البخاري " کي راوړئ دئ داسي راځي:
سَمِعْتُهُ يَقُولُ يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ أَيْ فُلاَنُ مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَى، عَنِ الْمُنْكَرِ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ، وَلاَ آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ، عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ.[ صحيح البخاري 3267]
ژباړه: راوي وايي: ما د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوريدل چي ويل يې: يو سړئ به په ورځ کي د قيامت حاضرکړل سي، په اور کي به وغورځول سي، نو کولمې به يې په ډير سرعت سره را ووځي، او دئ به په اور کي داسي پر ځان باندي ګرځي لکه خر چي خپله ژرنده ګرځوي، نو د اور اوسیدونکي به ورباندي را ټول سي او ورته به ووايې: ائ فلانيه! څه درته پيښه ده؟ آيا تا موږ په دنياکي پرښه کار نه امرکولو او د بدکاره څخه دي نه منعه کولو؟ نو دئ ورته ووايي: ما تاسو پر ښه کار باندي امرکولاست خو خپله مي نکوئ، او تاسو مي له بدکاره څخه منعه کولاست خو خپله مي کوئ.
همدا راز په بل حديث کي چي طبراني په خپل معجم کي روايت کړئ دئ داسي راځي: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:إِنَّ أُنَاسًا مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ يَنْطَلِقُونَ إِلَى أُنَاسٍ مِنْ أَهْلِ النَّارِ، فَيَقُولُونَ: بِمَ دَخَلْتُمُ النَّارَ فَوَاللَّهِ مَا دَخَلْنَا الْجَنَّةَ إِلا بِمَا تَعَلَّمْنَا مِنْكُمْ؟ فَيَقُولُونَ، إِنَّا كُنَّا نَقُولُ وَلا نَفْعَلُ.[ المعجم الکبير للطبراني 17860]
ژباړه:رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د جنت څخه ځيني خلګ ځي وځينو خلګو ته د دوږخ نو ورته وايي: تاسو په څه خاطر دوږخ ته داخل سوي ياست؟ قسم په خدای چي موږ په هيڅ شي باندي جنت ته نه يو داخل سوي مګر په کوم شي چي موږ ستاسو څخه زده کړئ وو، نو دوۍ ورته وايي: موږ خبري کولې خو عمل مو نه په کوئ.
همدا راز په سنن نسائي کي راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ الْمُبَارَكِ ، عَنْ إِسْمَاعِيلَ بْنِ أَبِي خَالِدٍ ، عَنِ الشَّعْبِيِّ ، قَالَ : يَطْلُعُ قَوْمٌ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ ، إِلَى قَوْمٍ أَهْلِ النَّارِ ، فَيَقُولُونَ : مَا أَدْخَلَكُمُ النَّارَ ، فَإِنَّا أُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ بِفَضْلِ تَأْدِيبِكُمْ وَتَعْلِيمِكُمْ ؟ فَقَالَوا : إِنَّا كُنَّا نَأْمُرُكُمْ بِالْخَيْرِ ، وَلاَ نَفْعَلُهُ. [ السنن الکبري للنسائي11860]
ژباړه: شعبي وايي: را ښکاره به سي ځیني جنتيان وځينو دوږخيانوته، نو جنتيان و دوږخيانوته وايي: څه شي تاسو دوږخ ته داخل کړي ياست؟موږ خو جنت ته ستاسو په ښه تأديب او ښه روزنه داخل سوي يو؟ نو دوۍ ورته وايي: موږ تاسو پر ښه کار باندي امر کولاست خو خپله مو نکوئ.
او فضيل ويلي دي: بلغني أن الفسقة من العلماء يبدأ بهم يوم القيامة قبل عبدة الأوثان. [ شرح صحيح البخاري لشمس الدين السفيري 34/6 المکتبة]
ژباړه: ماته دا خبره را رسېدلېده، چي فاسقانو علماو ته عذاب ورکول د مخه تر عبادت کوونکو د بتانو شروع کيږي. أعاذنالله.
او همدا راز په پورتني کتاب کي راځي:
وقال عيسى - عليه السلام -: مثل الذي يتعلم العلم ولا يعمل به كمثل امرأة زنت في السر فحملت فظهر حملها فانفضحت، وكذلك من لم يعمل بعلمه يفضحه الله تبارك وتعالى يوم القيامة على رؤوس الأشهاد. .[شرح صحيح البخاري لشمس الدين السفيري 34/6 المکتبة]
ژباړه: عيسي عليه السلام فرمايلي دي: مثال د هغه چا چي علم حاصل کړي خو عمل په ونکړي، داسي دئ لکه هغه ښځه چي په پټه زنا وکړي بیا حمل ځيني واخلي، بيا يې حمل ښکاره سي، نو رسوا سي، داغه رقم هغه څوک چي په خپل علم  باندي عمل ونکړي الله پاک يې په ورځ کي د قيامت د ټولو ليدونکو خلګو مخ ته رسوا کوي.
دغه رقم بل حديث دئ چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
مثل الذي يعلم الناس الخير وينسى نفسه كمثل السراج الذي يضئ ويحرق نفسه.[ أخرجه الطبراني في الكبير (2/165، رقم 1681)]
ژباړه: مثال د هغه چا چي خلګوته ښه ور زده کوي خو ځان يې هير وي لکه هغه څراغ دئ چي روښنايي کوي خو خپله سوځي.
که عالم خپله خلګوته وايي: چي ولورونه کم کړئ! خو خپله يې نه کموي نو يوخو د هغه عالم خبره پر خلګو تأثير نلري او د بلي خوا ورته دغه پورتنې سزا متوجه کيږي.
نو بايد تر ټولو مخکي عالم دېته حاضر سي، چي د خپلي لور مهرلږ کښيږدي، او خپله لور په هغه ښځوکي داخله کړي کومه چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم يې نيکمرغه ښځي بولي.
مولوی نورالحق مظهری

#خپلواکی

هغه اولادونه چي د خپلو نیکه ګانو پر لاره نه یې روان ددې حق نلري چي د هغوۍ په افتخاراتو او ابتکاراتو باندي فخر وکړي.

خپلواکي

راځئ چي په ګډه سل کلنه خپلواکي و لمانځو خو په نمایشي مراسمو باندي نه بلکي په حقیقي عملي مراسمو باندي.
لکه سل کاله وړاندي چي افغانانو د انګریزانو سره لمانځلې نن یې موږ د امریکایانو سره و لمانځو!.

د آزادۍ او خپلواکۍ یادونه

د آزادۍ او خپلواکۍ یادونه به ارو مرو کوو او هیڅ وخت به یې نه هیروو ځکه چي ۶۰ زره افغان ننګیالي پر ۳۴۰ زره فرنګیانو باندي برلاسي سوي دي خو د امریکایانو په نظامي حضور کي یې لمانځل بې معنی کار بولم..

واقعیتونه:

دا لوۍ واقعیت دئ چي:
√ ـ ډیرئ مشران د مشاورینو لخوا دوکه کیږي.
√ ـ ډیرئ نارینه د میرمنو او ماشومانو لخوا دوکه کیږي.
√ ـ ځیني ملا امامان د مقتدیانو لخوا دوکه کیږي.
√ ـ ډیرئ عام خلګ د درواغجنو سیاسیونو لخوا دوکه کیږي.
√ ـ قاضیان او سیمه ایز واکمنان د قومي مشرانو لخوا دوکه کیږي.
√ ـ ساده او بې فکره پیغلیاني د کوڅه ډبو ځوانانو لخوا دوکه کیږي.
√ ـ او روغ خلګ د معتادانو لخوا دوکه کیږي.
مولوی نورالحق مظهری

۱۳۹۸/۰۵/۲۷

د خپلواکۍ په مناسبت:

ندي اختيار سته ندي واك دا ته په څه لګيا يې
نـــدي هيواد ديه خپلـواك دا ته په څه لګيا يې

نــدي د فــكر آزادي سته ندي لاس ديه خلاص
بـــې اجازي نكــوي څكاك دا ته په څه لګيا يې

نه د تــړون اخيتار لــرې نه د پــريكون اختيار
نلــرې ځانته زور او ځواك دا ته په څه لګيايې

ستا د كور وره ته پيـــره دار لا بيګانه ولاړ دئ
ندي ارزښت سته ندي باك دا ته په څه لګيايې

فرش دي د بل بام دي د بل فضاء دي بل كاروي
ته هسي خـــوشي نفسناك دا ته په څه لګيا يې

آزاد كه ستايي خپلــواكي اوخــوشالي جـوړوي
ورســــره نه ښكاري عيبناك دا ته په څه لګيايې

ډمتـوب دي برخه دژوندون بې حيايي دي مزاج
درســــره ګـــــرځي هر دلاك دا ته په څه لګيايې

نه وو ســــړئ نه سو سړئ نه به سـړئ جـوړ سي
څوك چي خائن وي ددې خاك داته په څه لګيايې

د مظهـري هغه څوك خوښ دئ چـي د زړه د تله
غـــــواړي نــظام د الله پاك دا ته په څه لګيا يې