۱۴۰۲/۰۲/۱۵

فاسد او مفسد:(اوومه برخه)

تعليمي فساد:
يو د هغه خطرناکه فسادونو څخه چي هره ټولنه نه تنها دا چي د ترقۍ او پرمختګ څخه را ګرځوي د انحطاط او ورانۍ لوري ته يې کشوي تعليمي فساد دی.
تعليمي فساد هر هغه شی دی چي ښوونيز نظام د ستونزو او نيمګړتياوو سره مخامخ کوي او د جامع درس او تدريس مخه نيسي.
په ښوونيز نظام کي څلور مهم ارکان دي: استاذ، شاګرد، نصاب او طريقه؛ په دغه څلورو واړو کي چي هر يو د ستونزو او نيمګرتياوو سره مخ سي په ښوونيز نظام کي فساد پيدا کيږي.
که استاذ تکړه، متعهد او پوه نه وي معلومه خبره ده چي درسي بهير به د ستونزو سره مخ کيږي ځکه د ښووني پيل د استاذ څخه کيږي او چي استاذ نا اهل وي يقيني خبره ده چي د ښووني پيل به نيمګړی وي. 
که شاګرد پر درس کوښښ ونکړي او د درس په ويلو کي بې غوري وکړي يقيني خبره ده چي هيڅ شی به نه زده کوي او وخت به عبث ورباندي تېريږي. 
که نصاب کامل او جامع نه وي او د وخت په تناسب د ټولني ټولي اړتياوي پکښې نه وي مراعات سوي ښکاره خبره ده چي ښوونيز بهير به هم نيمګړی وي ځکه نصاب د تعليم لپاره هغه مهم رکن دی چي استاذ او زده کوونکی دواړه يې له مخي ښوونه او زده کړه کوي، که نصاب نيمګړی وي زده کړي به هم نيمګړي وي، که نصاب د وخت او شرايطو سره برابر نه وي زده کړي به هم د وخت او شرايطو سره برابري نه وي او که نصاب جامع نه وي د داسي نصاب څخه فارغ کسان به هيڅ وخت د خپلي ټولني ټولو اړتياوو ته جواب و نه وايي او نه هم به د يو هيواد په سياست کي فعال رول ولوبوي.
او که طريقه د تعليم سمه او درسته نه وي معلومه خبره ده چي تعليم به د ډېرو ستونزو څخه ډک وي او ټول تعليمي مراحل به نيمګړي وي.

په تعليمي بهير کي د فساد د مخنيوي لپاره بايد لاندي څو ټکي په پام کي ونيول سي:
۱ – د هر فن لپاره مسلکي او متعهد استاذ غوره سي؛ په دې معنی سره چي استاذ بايد فن زده وي او د تدريس ټولو اصولو ته پابند وي د بېلګي په ډول: درسونه قضاء نکړي، پر وخت حاضر سي او پر وخت ولاړ سي، د تدريس لپاره پوره آماده ګي ونيسي يعني مطالعه وکړي، کوم شی چي يې نه وي زده تر ځان د نورو پوهانو څخه دي پوښتنه وکړي او شاګرد دي تر سر نه تېروي.
۲ – لومړی بايد په مدارسو کي شاګردانو ته د درس ويلو، مطالعې، تکرار او اباتې پوره زمينه برابره سي او بيا شاګردان د درس په ويلو، مطالعه او تکرار کولو کي ډېر جدي وي او په پوره توګه خپل ټول درسي اصول او د مدرسې شرايط پر ځای کړي.
طالبان بايد د اونۍ په جريان کي چي ددوی د درس رسمي وخت دی د هر هغه کار څخه ځان وساتي چي ددوی وخت ضايع کوي او يا ددوی ذهن د درس او کتاب څخه اړوي د بېلګي په ډول: د ټليفون او انټرنټ څخه دي بې علمي ضرورته استفاده نه کوي، د مدرسې څخه دي بې ضرورته نه وځي، تفريحي مجلس او بانډار ته دي نه ځي، د بې ځايه خوراک او خوب څخه دي ډډه وکړي، خپل تکرار، مطالعه، خوب، لمونځ، خوراک او استراحت دي د مدرسې لخوا د جوړ سوي مهالويش سره سم وکړي او درس ته دي پر ټاکل سوي وخت حاضريږي.
۳ – د ښوونيز بهير لپاره بايد داسي جامع او کامل نصاب جوړ سي چي هم د طالبانو علمي تنده ورباندي ماته سي او هم د ټولني ټولي علمي اړتياوي پکښې په پام کي نيول سوي وي د بېلګي په ډول: په نصاب کي بايد د استاذانو او زده کوونکو علمي استعداد د افادې  او استفادې پر بنسټ په پام کي ونيول سي، نصاب بايد داسي جوړ وي چي د زده کړي او عملي کولو پايله يې ديانت، تزکيه، اخلاق، تعهد، اخلاص، مسلکيتوب، رهبري، مديريت، داعيت او علمي کمال وي چي يقينا دداسي صفاتو درلودونکی فارغ به په خپله ټولنه کي ارومرو د هراړخيز خدمت جوګه ګرځي.
۴ – د ښوونيز بهير او تعليمي نصاب د عملي کولو لپاره بايد داسي آسانه او منځنۍ طريقه غوره سي چي بېله کومي ستونزي يې استاذ د خپل تعليمي پلان له مخي پلې کړي او خپل زده کړي شيان په ډېري هوساکۍ سره خپلو شاګردانو ته انتقال کړي، د تدريس په طريقه کي دا مهمه ده چي استاذ بايد د شاګردانو اړتيا او په شاګردانو کي منځنی استعداد درک کړي تر څو داسي تدريس وکړي چي هم د شاګردانو لپاره کافي وي او هم يې سر په خلاص سي.
په ښوونيز بهير کي د شاګرد سره د استاذ تعامل او اخلاق ډېر مهم دي ځکه په تدريس کي مهم هدفونه ښوونه او روزنه دي چي د صحي تعامل او سمو اخلاقو په ذريعه يې شاګرد د خپل استاذ څخه اخيستلای سي.
همداسي د ښوونيز بهير په ښه والي کي درسي چاپېريال او د امتحاناتو لړۍ بنسټيز رول لري ځکه نو بايد دواړو ته ډېره پاملرنه وسي او د هر ډول نيمګړتياوو، درغليو، تزوير، تبعيض او جعل کارۍ څخه خوندي وي په خاصه توګه د فراغت وروسته د اسنادو توضيع کول چي په ځينو ځايونو کي ځيني وختونه د ځينو کسانو لخوا نا اهله انسانانو ته ورکول کيږي او یا هم د پيسو په مقابل کي وېشل کيږي چي دا کار د تزوير تر څنګ په تعليمي برخه کي د ډېرو فسادونو منبع ده.

په ښوونيز بهير کي د درسي ميتودونو، پلانونو او طرحو عملي کول او څارل هم د پام وړ ارزښت لري ځکه نو بايد په رأس کي د هري علمي ادارې داسي کسان و ګمارل سي چي په تعليمي او اداري برخو کي د پوره اجرااتو توان او ظرفيت ولري.
 ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۱۴

فکري خپلواکي:

فکري خپلواکي څشی دی؟
فکري استقلال دېته وايي چي يو څوک د فکر په کولو او تصميم نيولو کي خپلواک وي او د هر شي په اړه ځان ته مستقل فکر لري، په دې معنی سره چي په اراده او تصميم کي تزلزل او وسوسه نلري او د هر چا پسې نه روانيږي بلکي په هره موضوع کي ځان ته آزاد او پوره فکر لري البته په شرعي چوکاټ کي د ننه. 

د فکري خپلواکۍ ځيني ګټي:
فکري استقلال هغه لوی نعمت دی چي الله تعالی يې هر چا ته ورکړي نو يقينا چي هغه ته يې ډېر خير او عظيم فضيلت ورکړی دی.
څوک چي فکري استقلال ولري يقينا چي هغه د فرد او ټولني لپاره د مهمو ګټورو نظرونو پر لټولو او وړاندي کولو تخليقي قدرت او وړتيا لري او د هغه څه په وړاندي چي دده پر شا اوخوا پېښيږي منطقي خپلواک دريځ غوره کولای سي.
څوک چي فکري خپلواکي ولري هغه هيڅوخت د بل چا د منفي فکر تابع نه جوړېږې ځکه نو ته په خپلواک فکر د نورو سره مبارزه کولای سې او هغوی ته ماتي ورکولای سې.
د فکري خپلواکۍ فلسفه دا ده چې هيڅوک ستاسو د فکر په څېر کار نسي کولای او نه هم بل څوک په تمامه معنی ستاسي نماينده ګي کولای سي ځکه نو ته بايد فکري خپلواکي ولرې تر څو په هر ځای او هره فيصله کي خپل استقلال په ثبوت ورسوې. 
څوک چي فکري خپلواکي ولري هغه د انفرادي مفکورې د جوړولو، د نورو پسې د تللو څخه د ځان د آزادۍ، په ړندو سترګو د ساده تقليد څخه د ځان ساتني او د سختو کارونو د کولو استعداد پيدا کوي. 
فکري استقلال په انسان کي داسي قوت پيدا کوي چي په مټ يې صحيح کلتور اختيارولای سي، تحقيق کولای سي، رغنده تنقيد کولاي او منلای سي او په ټولو معناوو د خپلواکۍ په هنر ځان ښايسته کولای سي چي په نتيجه کي فکري شتمني او هر اړخيزه نيکمرغي لاس ته راوړلای سي.
فکري خپلواکي فرد ته دا وړتيا هم ورکوي چې د واقعيت په اړه بحث وکړي او د واقعيت سره ټول ټکر شيان رد کړي، ترڅو په کړنو کي يې د منفي پايلو څخه مخنيوی وسي او ټول هغه شيان دفع سي چي دده په چاپېريال کي د واقعيت په زيان وي.
فرد د فکري خپلواکۍ په مرسته د ګڼو نظرونو او ليدلورو څخه حقيقت او واقعيت را ايستلای سي او ښه د بد څخه جلال کولای سي همداسي ځان د نورو د منفي نفوذ څخه خوندي کولای سي ځکه نو د خپلواک او مستقل فکر والا انسان څخه هيڅوک په خپله ګټه ناوړه استفاده نسي کولای او نه يې هم د نورو انسانان پر ضد کارولای سي خو ددې پر عکس څوک چي مستقل فکر نلري هغه تل د تزلزل په حالت کي وي او په هره خبره کي د هر چا پسې روان وي او همزمان د يوه شي په اړه د مثبت او منفي دواړو فکرونه کوي ځکه چي دوو جدا نفرو ورته معرفي کړی وي يوه د مثبت په نوم او بل د منفي په نوم، له بده مرغه چي دی خپله هم د تمييز او تفکيک فکر نلري.
فکري خپلواکي فرد، ملتونه او ولسونه د انحصار، تسلط او غلامۍ څخه خلاصوي او د پرمختګ او ځلېدلو لوري ته يې سوق کوي. 

ولي هر فرد فکري خپلواکي غواړي؟ 
خپلواکي د کائناتو له پيدايښت څخه د انسان فطرت دی چي په درلودلو يې ځان ته داسي چاپېريال برابروي چې خپل حاضر ژوند او راتلونکی کنټرول کړي او د صحي رضايت مرحلې ته ځان ورسوي.
فکري خپلواکي له پولو او وېري پرته فکر کول او د خلاقيت او تخليقي افکارو خلاصول دي البته د مسلمان لپاره د ديني اصولو په چوکاټ کي د ننه. 
فکري خپلواک انسان خپله آزادي ساتي او په هره موضوع کي بېله دې چي د نورو څخه متأثر سي خپل نظر په مستقله توګه داسي ورکوي چي دده نظر دده استازيتوب کوي او د بل هيچا د استيازيتوب ښکارندويي نه ورڅخه کيږي.
فکري خپلواک ځکه په هره مبارزه کي بريالی وي چي په ځان باور لري او تل د خپل فکر په استعمال کي صادقانه زيار باسي.
فکري خپلواکي له عزم او ارادې پرته نه راځي همداسي هڅو، تجربو، د احساساتو کنټرول او له خلکو سره تعامل ته اړتيا لري.

 څنګه د فکري خپلواکۍ خاوند کېدلای سې؟
۱ - په ځان باور ولرئ ځکه چي په ځان باور د برياليتوب لومړی راز دی البته په ځان د باور معنی دا نده چي تاسي نو د نورو انسانانو سره مشوره مکوئ، بلکي معنی يې دا ده چي د ځان څخه بې موقف مه جوړوئ چي هر څوک يوه خبره درته وکړي تاسي یې بس ورسره منئ.
۲ - مثبت و اوسئ، خپل منفي په مثبتو بدل کړئ او د خلکو له منفي نظرونو څخه مه متاثره کېږئ ځکه چي د نورو څخه تأثر ستاسو په ذهني فعاليت بده اغيزه کوي.
۳ - صبر وکړئ  ځکه صبر د ټولو مبتکرينو او متفکرينو ځانګړنه ده او ښکلي مثبت شيان وخت ته اړتيا لري او صبر د پيغمبرانو او رسولانو خصلت دی.
۴ – په کار کولو کي ډېر کوښښ وکړئ ځګه په استقامت، جديت، لېوالتيا، ارادې او هوډ سره هغه څه چې تاسو يې غواړی لاس ته راوړلای سی او په دې باندي پوه سئ چې هيڅ شی په آسانۍ سره لاس ته نه راځي.
۵ - خپل فکر تېز کړئ، په هره مسله کي چي تاسو ورسره مخ کېږی منطق وکاروئ، او د هغو پخوانيو باورونو د ردولو لپاره کار وکړئ چې ستاسو د مثبت منطق او فکر سره تضاد لري.
۶ - خپلو افکارو ته په ډېر غور سره پاملرنه وکړئ، ممکن تاسي په خپل ژوند کي ډېر فکرونه ووهی خو هر فکر مو بايد د غور او تحقيق څخه ډک وي تر څو د شعوري تېروتني او انحراف څخه وساتل سی.
۷ – د منل سوو متفکرو اشخاصو فکرونه پر ځان را ټول کړئ او د دوی لاره تعقيب کړئ او تر ټولو مهمه خبره دا ده چي پر ځان هغه خلګ راټول کړئ چي ستاسو د ننه عظمت ويني، ستاسو پر وړتياوو باور لري او ستاسو د هڅولو لپاره کار کوي.
۸ – په دې باندي باور ولرئ چي ټول کارونه مو کيږي ځکه باطني عقل ستاسو په بريا کي خورا لوی رول لري او تاسو کولای سی ټوله شيان ځانونو ته په خپله را جلب کړی او دا په ياد ولرئ چي يو يا څو ځله د خپلي ناکامۍ څخه مه مأيوسه کېږئ ځکه چي په هر شي کي پايلي ته اعتبار سته.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۱۲

فساد او مفسد:(شپږمه برخه)

سياسي فساد:
سياسي فساد دېته وايي چي د حاکميت په ډګر کي نظامونه فاسد سي او يا د نظامونو د واکمنۍ په اړه د خلګو فکرونه منحرف سي.
کله چي په نظامونو کي مشران، د نظام غړي، د ګوندونو رهبران او په عموم کي چارواکي د حکومتولۍ په ميدان کي په فساد اخته سي او د نظام پرمخ بيول يې د اسلامي اصولو سره برابر نه وي دلته موږ ويلای سو چي دغه نظامونه په سياسي فساد اخته دي؛ د بېلګي په ډول: ددې پر ځای چي په نظام کي د الله تعالی له لوري خلافت، د الله تعالی د دين ساتل او نشرول، د انساني ټولني خدمت په پام کي ونيول سي د نورو شيانو لپاره حکومتولي کيږي د مثال په ډول: د ځينو خلګو شخصي ګټي په پام کي نيول کيږي، د کفري هيوادونو د پاليسۍ مراعات کيږي، د انسانانو حريت او آزادي ورڅخه سلبيږي او په انساني ټولنه کي ترپګنۍ او دښمنۍ ته خلګ هڅول كيږي.
همداسي په خلګو کي د اسلامي حاکميت خلاف فکر پيدا کول هم د سياسي فساد يوه برخه ده او دا ځکه ډېره خطرناکه ده چي پر مځکه د الله تعالی د نظام د حاکميت مخه نيسي چي په نتيجه کي پر انساني ټولني کافران يا فاسقان حاکمان مسلط کيږي او په تدريجي ډول د الله تعالی له لوري را استول سوی دين د خلګو د ژوند څخه بېګانه کيږي.
د سياسي فساد څو بېلګي:
۱ – حاکميت او نظام د شريعت څخه بېل ګڼل.
۲ – په حاکميت کي استبداد او بې عدالتي.
۳ – په حکومتولۍ کي د اشتراکيت يا سوسياليزم نظريه.
۴ – په حکومتولۍ کي د آزاد بازار يا کاپيټاليزم نظريه.
۵ – په نظام کي د دين عدم خودکفايۍ نظريه.
۶ – په نظام کي د اسلامي اصولو څخه بهر ګونديز يا شخصي انحصار.
۷ – د عامو ټولټاکنو له لاري د نظام جوړول او چلول.
۸ – نا اهل کس ته د وظيفې سپارل.
۹ – خلګ او نظام د يو بل په مقابل کي درېدل.
۱۱ – او هر هغه عمل چي اسلامي حاکميت ټکنی يا معطل کوي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۱۱

فساد او مفسد:(پنځمه برخه)

اخلاقي فساد:
په هره زمانه کي د اسلامي ټولني يو ستر مشکل اخلاقي فساد دى چي په هر اړخيزه توګه يوه جدي ستونزه ده او په زياترو اسلامي هيوادونو، ټولنو او ځوانانو کي په سخته او وحشتناکه توګه خپره سوې ده چي په سبب يې اسلامي ټولنه د لويو لويو اصلاحي چالشونو او ننګونو سره مخامخ کړېده.

اخلاقي فساد څه شی دی؟
اخلاقي فساد د سمو فطرتي اخلاقو او نيکو ارزښتونو ليري کول او پرېښودل دي او له دنياوي مبتذلو اخلاقو سره د ځان عادت کول او په خلکو کي يې رواجول دي.

د اخلاقي فساد لاملونه:
ممکن په هره ټولنه کي اخلاقي فساد ځان ته خاص لاملونه ولري خو په موږ مسلمانانو کي يې په عامه توګه لوی لامل د الله تعالی د شريعت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنت څخه ليري کېدل او په ټوليزه توګه اسلام ته شا اړول دي او په خاص ډول لاندي شيانو ته د اخلاقي فساد د لاملونو په توګه اشاره کولای سو:
۱ - د پوهي نشتوالي او د هوس ډېروالی:
دا يو حقيقت دی چي نيک اخلاق د انسان فطرت دی او انساني فطرت په دين او اسلام باندي پېژندل کيږي نو په کومو خلګو کي چي د اسلام په اړه پوهه نه وي او د هوس پسې خلګ روان وي طبعا په هغوی که به اسلامي اخلاق هم شتون ونلري او په اخلاقي فساد به اخته کيږي.

۲ – فکري انحراف:
په دې خاطر چي د انسان اعمال د فکر او باور تابع دي نو په کومه ټولنه کي چي افکار فاسد سوه طبعا اعمال هم ورسره فاسديږي چي اخلاق يې هم مهمه برخه ده، دا يو حقيقت دی چي زموږ په ټولنه کي نن په شعوري يا غير شعوري ډول کفري او غربي افکارو وده پيدا کړېده چي هم مهاله اخلاقي فساد هم خپل اوج ته ورسره رسېدلی دی.

۳ - د کورني کنټرول نه شتون:
په دې باندي هر څوک پوهيږي چي فردي اصلاح د ټولنيزي اصلاح لپاره يو مهم اصل دی او فردي اصلاح هغه وخت ممکنه وي چي هره کورنې پر خپل هر غړي پوره کنټرول ولري او د هغه ورځني ټول فعاليتونه وڅاري، کله چي د کورنۍ ځيني غړي د کنټرول څخه وځي او په خپلو نفسي خواهشاتو اخته کيږي طبعا کورنې هم ورسره فاسديږي او چي کله کورنې فاسده سوه ټولنه ورسره فاسديږي ځکه چي کورنۍ د ټولني بنسټيز جوړښت دی او له بده مرغه چي نن ډېری ځوانان او ځواناني له دي امله په اخلاقي فساد اخته دي چي کورنيو يې ددوی په وړاندي خپل فعال رول سر ته ندی رسولی او ددوی کنټرول يې په سمه توګه ندی کړی او تر دې لا عجبه دا ده چي د کورنۍ مشران خپله په اخلاقي فساد اخته وي.

۴ - د علماؤ سره مبارزه او د دوی د رول نشتوالی:
لکه څنګه چي موږ شاهدان يو اهل باطل په اسلامي ټولنه کي کوښښ کړی تر څو په ګڼو طريقو د علماؤ يا روحاني رهبرانو رول په مسلمانانو کي کم کړي  تر څو خلګ د جهالت او ناپوهۍ په دامونو کي راګير سي او د نورو فسادونو تر څنګ په اخلاقي فساد کي هم غرق سي ځکه په کومه ټولنه کي چي د علماؤ پر خبره غوږ نه نيول کيږي يقينا چي هلته به هر فساد خپل نهايي اوج او قدرت رسيږي.

۵ – د اهل باطل ډېروالی:
دا معلومه خبره ده چي کله اهل باطل ډېر سي فساد او باطل به هم ورسره ډېريږي نو د اخلاقي فساد يو سبب هم د اهل باطل او فاسدو انسانانو ډېرېدل دي چي په ګڼو طريقو په اسلامي ټولنه کي فساد خپروي.

۶ – د جومات او ديني مدرسو سره رابطه کمېدل:
دا يو حقيقت دی چي جوماتونه او ديني مدرسې په مسلمانانو کي لکه د معنوياتو لپاره چي ارزښتناکه منابع دي د ظاهري اصلاح لپاره هم بنسټيز مرکزونه دي ځکه په جوماتونو او ديني مدرسو کي خلګو ته د دين تعليم ورکول کيږي او چي څومره خلګ ددين سره آشنايي پيدا کوي په هماغه کچه د فساد ګراف را شوه کيږي نو ځيني خلګ چي په اخلاقي فساد اخته دي ممکن سبب يې دغه وي چي دوی د جوماتونو او ديني مدرسو سره رابطه نلري.

۷ – د رسنيو رول په اخلاقي فساد کي:
په هره زمانه کي د باطل او فساد لپاره د خپرېدلو آلې او سامانونه موجود وي خو زموږ په زمانه کي د ځينو رسنيو له لاري په ټولنه کي ډېر سخت اخلاقي فساد خپور سوی دی په خاصه توګه هغه رسنۍ چي په شل کلن جمهوريت کي يې د فسق او فجور خپروني خلګو ته نشر کولې او هغه ټولنيزي رسنۍ چي خلګ يې له لاري تل فحشاء او منکرات ګوري لکه فيسبوک او نور...

۸ – د کفارو په خاصه توګه د غربيانو څخه په ړندو سترګو تقليد:
ځيني مسلمانان د ناپوهۍ له وجهي په پټو سترګو د کفارو او غربيانو څخه تقليد کوي ځکه د نورو فسادونو تر څنګ په اخلاقي فساد هم اخته کيږي.

د اخلاقي فساد څو بېلګي:
۱ - په ځوانانو کي د منفي ميني او عشق احساس.
۲ - په کوڅو کي په نجونو پسې کتل.
۳ - په ځينو مبتذلو رسنيو کي د نجونو سره تماس او رابطه.
۴ - په تلويزيونونو او ټليفونونو کي د مبتذلو فيلمونو، سريالونو او انځورونو کتل.
۵ - په تالارونو، کافيشاپونو او اطاقونو کي د شراب څښلو او چيلم وهلو بانډار جوړول.
۶ - په ودونو کي د موسيقۍ مراسم نيول.
۷ – د نورو انسانانو سره د اسلامي اخلاقو سره متفاوته معامله کول.

د اخلاقي فساد مخینوی:
په کومو هیوادونو کي چي اسلامي نظامونه حاکم وي په لومړي قدم کي هغه نظامونه مسئوليت لري چي د هر ډول اخلاقي فساد په وړاندي کلک ودريږي او په ټولنه کي اخلاقي فساد د ريښو څخه ختم کړي همداسي د يوه منظم مکانيزم له لاري د رعیت سره په همږغۍ د اخلاقي فساد سره مبارزه وکړي، په دويم قدم کي خلګ هم د اخلاقي فساد سره په مبارزه کي بايد خپل مسئولیت سر ته ورسوي او ددې تر څنګ چي د خپل نظام تر شا بايد ودريږي په خپله هم په انفرادي او ټولنيز ډول په نظام کي د مربوطه ادارو سره په همږغۍ د اخلاقي فساد پر ضد مبارزه وکړي.

د اخلاقي فساد درملنه:
که چيري زموږ ځوانانو ځان په اسلامي اخلاقو سمبال کړي، ديني زده کړي پوره وکړي او د هر ډول دښمن په وړاندي ځانونه د پوهي او ځيرکتيا په وسلې مسلح کړي هيڅ وخت به د اخلاقي فساد غوندي په بربادوونکو شيانو باندي اخته نه سي، ځکه د اسلامي اخلاقو او ديني زده کړو په ذريعه په انسان کي حياء او غيرت پيدا کيږي او چي د هر چا سره حياء او غيرت پيدا سي بيا هيڅکله يادو ناروا شيانو ته لاس نه اچوي ځکه مضمون د حديث دی: چي کله حياء درڅخه ولاړه بيا نو هر کار چي دي زړه غواړي کوه يې. يعني د هر انسان څخه چي حياء ولاړه سي بيا نو هر کار چي يې مخي ته راسي کوي يې.
همداسي د اسلامي تعليماتو په رڼا کي ځيرکتيا ددې سبب جوړيږي چي انسان دي خپل هر بربادوونکی دښمن وپېژني او د هغه د هر منفي پلان په وړاندي دي چټکه مبارزه وکړي چي په نتيجه کي د هيڅ منفي تبليغ او ناروا پروژې ښکار نه ګرځي.
که زموږ ځوانان د خپلو ديني پوهانو، علماو، مساجدو او مدارسو سره نژدې رابطه ولري او په ځان کي ديني مقدسه روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړي زه سل په سلو کي ډاډه يم چي د هر ډول اخلاقي فساد څخه نه تنها دا چي نجات پيدا کوي بلکي د اخلاقي فساد پر ضد به تکړه مبارزين ورڅخه جوړيږي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۱۰

فساد او مفسد:(څلورمه برخه)

مالي فساد: 
مالي فساد هم د نورو فسادونو په څېر حرام او ناروا دی او په ټولنه کي د ډېرو ناخوالو سبب د، د حرمت لپاره يې په لاندي آيت دليل نيولای سو چي الله تعالی فرمايي:
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ.[البقرة۱۸۸]ژباړه: په خپل مينځ کي خپل مالونه په باطله طريقه مه خورئ.
دلته باطله طريقه عامه ده که غلا وي، که غصب وي، که رشوت وي، که چمبازي وي او که نوري فاسدي طريقې وي.
مالي فساد د هغو انحرافاتو څخه عبارت دی چي د مالونو په لاس ته راوړلو، لګولو، تمويلولو او ذخيره کولو کي د عمومي قوانينو، مقرراتو او طرزالعملونو په خلاف تر سره کيږي.
کوم قوانين چي د نظام او ټولنو لخوا د دولتي او خصوصي بنسټونو د کار د تنظيم او مالي چارو د ښه ترتيب لپاره وضعه سوي وي او په دولتي ادارو او خصوصي سکټور کي يې پلي کول د مالي کنټرول لپاره منظور سوي وي د هغو خلاف کړنه کول مالي فساد بلل کيږي، مالي فساد ډېر اړخونه لري مګر تر ټولو هم يې په لاندي ډول دي:
۱ – رشوت:
بېله شکه چي رشوت د مالي فساد تر ټولو مهم ډول دی او په حقيقت کي د فساد يو له مهمو وسيلو څخه دی، رشوت هغه فساد دی چي د نړۍ په ډېرو سيمو کي په پراخه پيمانه په ډېرو بڼو باندي شتون لري.
رشوت چي په هر نامه او تر هر عنوان لاندي او د هر هدف لپاره چي وي په ټولنه کي مالي فساد بلل کيږي او په نظامونو کي د ډېرو ناخوالو لامل جوړيږي.
په نړۍ کي د رشوت په ذريعه ګڼ شمير کارونه کيږي لکه: د خپل حق اخيستل، د نورو حقوق سلبول، دولتي وظيفه پيدا کول،په تجارت او مارکټينګ کي خپلي موخي ته رسېدل، په جزايي او حقوقي مسائلو کي خنډونه پيدا کول يا ليري کول، جعل کاري کول او داسي نور هغه کارونه چي د شرعي او قانوني اصولو پر خلاف د ځينو مشخصو موخو لپاره کيږي.

۲ – شخصي ګټو ته ترجيح ورکول:
کله چي په خصوصي يا عمومي سکټورونو کي د مسئولينو هدف يواځي خپلي شخصي ګټي وي هلته د مالي فساد ډېر احتمال سته ځکه چي داسي مسئولين عمومي ګټي د خپلو شخصي ګټو سره په ټکر کي ويني ځکه نو ځان دېته اړ بولي چي بايد د خپلو شخصي ګټو خوندي کولو لپاره هر مالي فساد ته لاس واچوي او د خپل موقف څخه په استفاده د ځان، کورنۍ، ډلي، قبيلې، جغرافيايي سيمي، ملګرو يا د هغو بسنټونو شخصي ګټي خوندي کړي چي مسئول کس يا د هغه مربوط کسان معامله ورسره لري له همدې امله داسي کسان تل په اجرااتو کي د خپلو تفرداتو څخه په مرمزو ډول استفاده کوي او يا هم پر ځان را ټول کسان د خپلي پاليسۍ څخه اغيزمن کوي تر څو هغوی هم په مالي فساد کي دده سره ښکېل پاته سي.

۳ - د دولتي يا شخصي موقف او دولتي او خصوصي سرچينو څخه ناوړه ګټه اخيستنه:
کله چي يو څوک د خپل موقف څخه ناوړه استفاده کوي يا د کومي دولتي او خصوصي سرچينې څخه ناوړه ګټه پورته کوي طبعا ټول مقررات تر پښو لاندي کوي د بېلګي په ډول: د دولتي يا خصوصي موټرو، ماشينونو، تجهيزاتو، تأسيساتو، ودانيو او نور موادو څخه غلطه استفاده کوي همداسي د خپلو شخصي اهدافو لپاره د اجازې پرته ځيني کسان بېله دې چي مالي طرزالعملونه په پام کي ونيسي تر مالي فلترونو او سيسټمونو تېروي چي دا کار هم بالفعله او هم په آينده کي د لوی مالي فساد لامل جوړيږي.

۴ – د سيسټمونو او کاري مقرراتو سره نابلدتيا:
دا معلومه خبره ده چي په هره اداره کي سيستم د کارونو د ښه نظم او شفافيت لپاره جوړيږي نو کله چي څوک د سيستم سره بلدتيا ونلري طبعا به د نظم د ګډوډ کېدلو تر څنګ په اداره کي شفافيت هم له منځه ځي بيا په خاصه توګه چي کله سيسټم د کوم فاسد شخص لاس ته ولويږي ځکه فاسد شخص به تل خپل هدف ته د رسېدلو لپاره د سيسټم د تحريف او مغلظ کېدلو هڅه کوي او د ساده او ناپوه کس په حضور کي به په بنډلونو مالي کريډيټ  خپل جيب ته اچوي.
همدغه اصل ته په کتو سره بايد د ټولو عائداتي او مصارفاتي اداراتو په رأس کي داسي کسان وګمارل سي چي د موجوده سيستم سره پوره آشنايي ولري او يا هم په پوره توګه سيستم ورته تشريح سي تر څو په شعوري او يا غير شعوري ډول فساد ورڅخه ونسي.

۵ - ډالۍ يا سوغات:
ډالۍ يا سوغات هغه شی دی چي په اداره کي مالي فساد ته لاره آواره وي ځکه له يوې خوا ډېری خلګ د ډالۍ څخه د رشوت په حيث استفاده کوي او غواړي له دې لاري مسئولين ښکار کړي او په خپله ګټه يې وکاروي او د بلي خوا ممکن مسئول کس د ډالۍ لاس ته راوړلو په نيت د کوم چا مراعات وکړي او موضوعه اصول تر پښو لاندي کړي ځکه نو ښه خبره دا ده چي هيڅ مسئول دي د خپل مسئوليت په وخت کي د چا څخه ډالۍ نه قبلوي او د خلګو د مالي تخفيف، مرستي، سفر خرچې، مېلمستيا او سرګرمۍ سره دي ډېر احتياط وکړي. 

۶ – د عامه او شخصي پيسو غلا کول يا لوټول:
غلا چي په هره بڼه وي مالي فساد دی ځکه په غلا باندي دولتي يا شخصي زيرمي لوټ کيږي او د نظم د کډوډ کېدلو تر څنګ په مالي برخه کي د ډېرو ستونزو لامل جوړيږي.

۷ – د اسنادو جعل کاري:
فاسد د ځان لپاره د ګټې ترلاسه کولو يا د مالي معاملو يا شرکتونو ارزښتونو لوړولو يا ټيټولو لپاره جعلي اسناد او لاسليکونه جوړوي چي دا کار خپله مالي فساد زېږوي.

۸ – د پيسو مينځل/وينځل:
زموږ په زمانه کي ډېری خلګ د پيسو مينځلو په مالي فساد اخته دي ځکه هر څوک د خپلي سرمايې منبع ته قانوني او شرعي حيثيت ورکوي ځيني ممکن د خپلو ناړو لارو څخه د پيسو پيدا کولو پر قانوني کېدلو عقيده ولري او ځيني که عقيده ونلري په عملي ډول يې د مشروع او روا تجارت په صفت تر سره کوي د بېلګي په ډول غل، رشوت خور، درواغجن، انسان تښتوونکی، دوکه باز، غاصب او زورواکی چي له کومو لارو پيسې لاس ته راوړي داسي يې انګيري چي ګويا زه د يوې مشروعي لاري څخه پيسې لاس ته راوړم.

۹ – په سوداګانو کي درغلي او چم:
په سوداګانو کي درغلي او چم د مالي فساد لويه ذريعه ده ځکه ددې لاري څخه مفسدين په باطله طريقه مال لاس ته راوړي او د مسلمانانو شخصي مالي زيرمي لوټوي. 
دوام لري....
اجمالي مأخذ: العربيه ويب پاڼه.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۰۹

فساد او مفسد:(درېیمه برخه)

فساد د سببونو، کړنو او هدفونو له مخي پر ډېرو اقسامو وېشل کيږي چي ځيني يې په لاندي ډول دي:
۱ – اداري فساد.
۲ – مالي فساد.
۳ – اخلاقي فساد.
۴ – سياسي فساد.
۵ – تعليمي فساد.
۶ - ټولنيز فساد.
لومړی د اداراي فساد اړوند خبره کوو؛ اداري فساد هغه انحرافاتو، ناغيړيو او غفلوتونو ته ويل کيږي چي څوک يې په خپله محوله وظيفه کي کوي چي په سبب يې د خلګو ګټي تر پښو لاندي کيږي، د خلګو کارونه ځنډيږي، خلګو ته د خدماتو عرضه کول ټکنۍ کيږي، وخت بې هدفه ضايع کيږي او داسي نور...
د بېلګي په توګه وظيفې ته ناوخته راتلل او وختي تلل اداري فساد دی، د خپلي ادارې اسرار افشاء کول اداري فساد دی، روابطو ته پر ضوابطو ترجيح ورکول اداري فساد دی، په ټاکنو کي خپلوي او شناخت معيار ګرځول اداري فساد دی، نقدي او غير نقدي رشوت اخيستل اداري فساد دی، واسطه بازي او انډيواليزم اداري فساد دی، په رسمي وختونو کي د ادارې د کارونو څخه ماسوا نور کارونه کول اداري فساد دی، د نورو کسانو په وظيفه کي مداخله کول اداري فساد دی، کارونو ته سطحي کتل او بې ځايه تساهل کول اداري فساد دی، په عامو کارونو کي خپلي شخصي ګټي هدف ګرځول اداري فساد دی او هر هغه عمل چي د ادارې کارونه ټکني کوي او يا يې نظم او ترتيب خرابوي هغه اداري فساد دی.

د اداري فساد لاملونه:
د اداري فساد لپاره ډېر لاملونه سته چي ځيني يې ممکن په شعوري ډول د شخص لخوا کيږي او فساد ورڅخه پيدا کيږي، ځيني يې په غير شعوري ډول د فساد لامل کيږي او ځيني يې د حالاتو څخه په تأثر يا تپل کېدلو د فساد سبب جوړيږي چي په لاندي ډول يې د ځينو يادونه کولای سو:
۱ - په لوړه او دوامداره کچه بې کاري.
۲ – د شخصي عوائدلو لږوالی.
۳ - په مالي چارو کي د روڼتيا او معقوليت نشتوالی.
۴ – د مالي قوانينو په اجراء کي د انصاف او روښانتيا نشتوالی.
۵ – د مفسد په مجازات کي ځنډ او خنډ.
۶ - غير مسلکيتوب.
۷ – د عقيدې او اخلاص ضعيف والی.
۸ – وظيفې ته د امتياز او ميراثي حق حيثيت ورکول.
۹ – وظيفې ته اعتناء نه کول او ځان ډېر لوړ او لوی ګڼل.
۱۰ – د رسمي وظيفې تر څنګ په نورو وظيفو باندي ځان مصروف کول.
۱۱ – د مافوق مسئول لخوا د کاري لائحو خلاف فرمايشات او دستورونه.
۱۲ – په اداره کي د غير مصلحو مفسدو انسانانو شتون.
۱۳ – د شناخت، قومۍ، انډيوالۍ او واسطې په سبب اصول له پامه غورځول.
۱۴ – په کارونو کي جعل او تزوير.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۰۸

د ثور د اتمي په اړه:

په اتمه د ثور کڅه هم د روس لاسپوڅي رژیم د نجیب په سرپرستۍ سقوط وکړ، مجاهدین کابل ته ننوتل او د جهاد او حق د بریا اعلان وسو خو د جهادي ډلو د مستقلانه ډېروالي له وجهي، په جهادي رهبرانو کي د خلوص نیت د نه موجودیت په خاطر او د واک او چوکۍ سره د محبت په سبب د میلیونونو شهیدانو ارمانونه، د مسلمان او مجاهد ولس هیلي، او د ټولو قربانیو او سرښندنو ثمره او نتیجه د خارو سره خاوري سوه.
جهادي رهبران په خپل مینځ کي د واک او چوکۍ پر سر سره ښکر په ښکر سوه او د روسي اشغال او کمونیستي تخریب څخه څه ناڅه پاته هیواد یې هم کنډ وکپر کړ او د مجاهد مبارک او جهان لړزوونکی نوم یې بد کړ.
د جهادي رهبرانو تر مينځ د اختلافاتو له امله په هیواد کي یې د بريا وروسته د یوه سوچه اسلامي نظام د راتللو مخه ونیول سوه او د دوی په وجود کي یې د هغه احتمالي راتګ هم ممتنع وګرځوی، ځکه هر یوه به د بل په مقابل کي هغه مفکوره درلودل کومه چي یو داړه مار یې د بل داړه مار په مقابل کي لري.
جهادي رهبرانو تر خپل مينځ کي اړودوړ، ټوپک سالارۍ او پاټک اچوني ته دومره زور ورکړ چي هري سیمي به ځان ته خپلواک واکمن درلودی.
هماغه ولس چي په خپلو وینو یې روسان ایستلو ته اړ کړه د یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ سو، ژوندون یې تر بل هر وخت ډېر تریخ سو او په پايله کي د ټول ولس سر، ناموس او مال د لیلامي سودا غوندي بې اعتباره او بې ارزښته سو.
لسګونو برخو ته د هیواد د تجزیه کېدلو سوچونه د هر سیمه ایز واکمن په ماغزوکي را ګرځېدل او هر یوه یې عملا د ځان د استقلال او خپلواکۍ نغاری ډنګولې.
خو د الله په نزد د شهیدانو د وینو د قیمت په خاطر، د مظلوم ولس د دعاء په سبب او د ځینو رښتینو جهادي مشرانو د سالم تدبیر له وجهي چي ځانونه یې په خپل مینځي جګړه کي ښکېل نکړه او تل یې د پورته بحراني وضعیت څخه د هیواد د ایستلو فکر کوی د ټولو بې فکره او قدرت طلبه وسلوالو تباه کوونکي او ورانوونکي دسیسې یې شنډي کړې او د طالبانو د اسلامي تحریک په رامنځته کولو سره یې هیواد د تجزیې څخه وژغوری، همداسي هیوادوالو ته یې د آرامۍ تازه دمه ورکړه او یو ځل بیا یې په هیواد کی د یوه سوچه اسلامی نظام د راوستلو هیلي را ژوندۍ کړې.
نژدې وه چي د ټولو هیوادوالو د هیلو غوټۍ ګل سي او تازه راوتلي ګلان د مړاوي کېدلو څخه د سم غوړېدلو درشل ته ولاړ سي چي ناڅاپه یو بل نړیوال استکبار د پورته بې لارو خلګو په مرسته پر هیواد یرغل وکړ او پر هیوادوالو یې د سره څخه د تباهۍ او بربادۍ دروازې پرانیستلې.
خو د اسلامي امارت مشران د نظام په ړنګېدلو باندي نا اميده نسوه بلکي د يرغلګرو غربيانو په وړاندي يې چټکه جهادي مبارزه پيل کړه چي د الله تعالی په فضل د څه ناڅه شل کاله اشغال وروسته د دواړو جهادي پړاوونو ثمره الله تعالی ددوی پر لاس ښکاره کړه او يو سوچه اسلامي نظام يې يو ځل بيا پر هيواد حاکم کړ. الحمدلله.
زموږ افغانانو اوسنی وظيفه دا ده چي د دغه نظام تر شا ودريږو او د هغه په سمبالښت او بقاء کي خپل مسئوليت سر ته ورسو.
مولوي نورالحق مظهري

د ثور ۷ او ۸:

ددې دوو ورځو څخه باید موږ درې عبرتونه واخلو:
۱ – په یو نظام کي چي داسي خلګو ته ځای ورکول سوی وي چي هغوی د کفري مفکورې تر څنګ خپل بهرني بادار ته ډېر وفادار وي نو ارو مرو به یوه ورځ د نظام پر سر باندي چوکیږي او نظام به له منځه وړي.
لکه کمونستیان چي د دهري کفري عقیدې تر څنګ خپل بادار روس ته ډېر وفادار وه، پر سردارمحمد داود باندي یې کودتا وکړه او نظام یې ړنګ کړ.
2 – هر نظام چي د بهرنیانو په مټ او زور باندي پر ولس وتپل سي او هغه نظام ته د خپلو خلګو تر غوښتنو د بهرنیو بادارانو غوښتني ډېري مهمي وي یوه ورځ به یې ارومرو بادار یواځي پرېږدي او د ولس په رک زور به له منځه ځي لکه د نجیب حکومت چي روسانو یواځي پرېښود او ولس هم را و پرځوی.
3 – هر څوک چي د جهاد مقدسه لار تعقیبوي او د یرغلګرو په مقابل کي وسلواله مبارزه کوي ارومرو به د خپل صف یووالی ساتي؛ مساوي رهبران، ګوندونه او ډلي ټپلي به پکښې نه جوړوي کنه نو عاقبت به یې داسي وي لکه پخواني جهادي رهبران چي کله د نجیب حکومت سقوط وکړ د دوی هر رهبر د باچاهۍ غوښتنه کول، په خپل منځ کي یې لکه د ګور چینجي سره وخوړل، د ځان خاتمه او عاقبت یې خراب کړ او هیواد یې د خاورو سره خاوري کړ.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۰۷

په خپل فکر نورو ته مسئوليتونه مه ټاکئ!

د هر چا فکر د هغه د مسئوليت په اندازه وي او د هر چا مسئوليت د هغه د صلاحيت په اندازه وي ځکه نو فکرونه متفاوت او بېل وي.
هيڅ وخت په خپل فکر د نورو پر مسئوليتونو مه ږغېږه او صلاحيتونه يې تر پوښتني لاندي مه راوړله ممکن د هغو مسئوليتونه ستا تر مسئوليتونو سپک يا درانه وي او صلاحيتونه يې ستا تر صلاحيتونو لږ يا ډېر وي.
د چا چي مسئوليت سپک وي صلاحيتونه يې هم لږ وي ځکه نو فکر يې هم محدود وي او د چا چي مسئوليت دروند وي صلاحيتونه يې هم ډېر وي ځکه نو فکر يې هم لوی وي.
محدود فکر والا نژدې ګوري او د خپل فکر په محدوده کي مثبت او منفي ټاکي خو لوی فکر والا ډېر ليري ګوري او په مثبت او منفي کي هم خورا لوی مسافت په پام کي نيسي.
همدې توپير ته په کتو سره ويلای سو چي هيڅ وخت دي رعيت په خپل فکر د باچا کارونه تر پوښتني لاندي نه راولي او باچا دي د خپل رعيت هر کار ته د جرم په سترګه نه ګوري، ټيټ رتبه مأمور دي د لوړ رتبه مأمور کار ته د خپل فکر له زاويې نه ګوري او لوړ رتبه مأمور دي د ټيټ رتبه مأمور هر کار په تمرد او سرکښۍ نه تعبيروي.
که په مسئوليت کي پر تعهد باور ولرو بايد هر څوک د خپل فعاليت ساحه، خپل شخصيت، خپل صلاحيتونه، خپل کاري لومړيتوبونه، خپل فکري حدود، د خپل مسئوليت کچه او د رسميت په صورت کي خپل د وظائفو لائحه و پېژني او په اشخاصو، حالاتو او باورونو کي دي د قياس او پرتله کولو څخه ځان وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۰۶

فساد او مفسد:(دويمه برخه)

فساد او مفسد:(دويمه برخه)
۴ – مسلمانانو ته تاوان رسول فساد دی؛ الله تعالی د اخنس بن شريق منافق په اړه فرمايي: وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ.[البقرة ۲۰۵] ژباړه: کله چي دی ستا څخه ولاړ سي نو په مځکه کي په تلوار ځي تر څو فساد پکښې وکړي او فصل او نسل وران کړي او الله تعالی فساد نه خوښوي.
اخنس بن شريق ثقفي منافق کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی، هغه ته يې ډېري پستې او د چاپلوسۍ څخه ډکي خبري وکړې خو کله چي د  رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک مجلس څخه ولاړ سو په لاره کي يې مخي ته د مسلمانان کروندې او د خرو ګله راغله دې منافق کروندې ته اور واچوی او خره يې ووژل الله، تعالی دده دغه کار وغندی، رسول الله صلی الله عليه وسلم يې دده په منافقت خبر کړ او دده دغه کار يې فساد وبلی.
د همدې آيت په استناد ويلای سو چي مسلمانانو ته هر ډول مالي او ځاني تاوان رسول فساد دی هر مسلمان بايد ځان ورڅخه وساتي. 
۵ – په مځکه کي پر نورو انسانانو تکبر، ظلم، تېری، د الله تعالی د دين څخه انکار او د پيغمبرانو په څېر پر پاکو انسانانو تهمت ويل فساد دی؛ الله تعالی د قارون په اړه فرمايي: وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ.[القصص۷۷] ژباړه: په مځکه کي د فساد مطالبه مکوه يقينا چي الله تعالی مفسدين نه خوښوي.
قارون چي د موسی عليه السلام د تره زوی وو او ډېر سرمايه داره وو په مځکه کي يې پر نورو خلګو تکبر کوی، پر مظلومانو به يې ډول ډول ظلمونه کول، د خلګو د آبرو او عزت پر حريم به يې تجاوز کوی، د الله تعالی دين ته نه تسليمېدی او پر موسی عليه السلام يې په درواغو تهمت وتړی او ښځه يې وهڅول تر څو پر موسی عليه السلام فاسده دعوه وکړي.
الله تعالی د قارون دغه ټول اعمال وغندل او دده د قوم پر ژبه يې ورته وويل: دغه د فساد کارونه مکوه ځکه چي فساد د الله تعالی نه خوښيږي.
د هر مسلمان دنده ده چي د پورته کارونو څخه ځان وساتي تر څو په فساد اخته نسي او مفسد ورڅخه جوړ نسي.
۶ – د انسانانو د ګناهونو له کبله چي په مځکه کي آفتونه او بلاګاني لکه وچکالي، قحطي، بې برکتي، د انسانانو غرقېدل، ډېر ظلمونه ښکاره کېدل فساد دی؛ الله تعالی فرمايي: ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ.[الروم۴۱] ژباړه: په وچه او دريابونو کي فساد ښکاره سو په خاطر د هغه کارونو چي د خلګو  لاسونو کول.
يعني چي کله په مځکه کي خلګ د الله تعالی نافرماني کوي او د ګناهونو مرتکب کيږي په جزاء کي ورته الله تعالی دغسي آفتونو راليږي چي دا ددوی او ددوی د ژوند لپاره يو فساد دی چي لامل يې ددوی خپل اعمال دي ځکه نو مسلمان بايد ځان د هر ډول ګناه څخه وساتي تر څو چي د مځکي د فساد او خرابوالي سره مخامخ نسي.
۷ – د بې ګناه انسانانو وژل فساد دی؛ د فرعونيانو په باره کي الله تعالی فرمايي: فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ.[الفجر۱۲] ژباړه: دوی په مځکه کي ډېر فساد وکړ.
فرعونيانو به بې ګناه انسانان او د بني اسرائيلو ماشومان وژل الله تعالی ددوی دغه کار په کلکه وغندی او هغه يې فساد وبلی ځکه نو مسلمان بايد د بې ګناه انسان د وژلو څخه ډډه وکړي او ځان د مسلمان د هر ډول ځوروني څخه وساتي.
۸ – په مځکه کي د مسلمانانو وېرول، په ظلم باندي د هغوی لاره نيول، د مسلمانانو مالونه لوټول او مسلمانان پر ناحقه وژل فساد دی؛ الله تعالی د عرنيينو په باره کي فرمايي: إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ.[المائدة۳۳] 
ژباړه: يقينا جزا د هغو خلګو چي د الله او د هغه د رسول سره جګړه کوي او په مځکه کي په فساد باندي ځي دا ده چي دوی ووژل سي يا په دار باندي وځړول سي يا ددوی لاسونه او پښې په متفاوت ډول پرې سي او يا د مځکي څخه وشړل سي؛ دا ددوی لپاره په دنيا کي رسوايي ده او ددوی لپاره په آخرت لوی عذاب سته.
ددې آيت په شأن نزول کي راځي: دغه آيت د هغو کسانو په باره کي نازل سو چي دوي د مدينې منورې څخه بهر مسلمان څاروانان ووژل او مالونه يې د ځانونو سره بوتله، رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی ګرفتار کړه او په آيت کي ياده سوې سزا يې ورکړه.
په تفسير الوسيط کي راځي: دغه آيت د اهل اسلام هغو جګړه مارانو په باره کي نازل سوی دی چي د خلګو پر ضد را ووځي تر څو د هغوی مالونه لوټ کړي، يا هغوی ووژني او يا هغوی ووېروي ددې لپاره چي په مسلمانانو کي امنيت او سوله ايز ژوند مختل کړي او هر ځای په خلګو کي وېره او نا آرامي خپروي او يا پر شرعي حقوقو باندي تجاوز کوي لکه د زکاة ورکولو څخه ډډه کول لکه څنګه چي د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کي همداسي وسوه چي نوموړي د زکاة د مانعينو سره په ټول قوت او زور د جګړې اعلان وکړ. 
نو داسي ويلای سو: کوم کسان چي د اسلامي نظام پر وړاندي بغاوت کوي، په مسلمانانو کي وېره خپروي، هغوی بې ګناه وژني، امنيت يې ګډوډوي او د مسلمانانو مالونه لوټوي هغوی مفسدين دي او کړنه يې لوی فساد دي.
دداسي مفسدينو په وړاندي نظام او خلګ دواړه مسئوليت لري چي په ګډه بايد ددوی د فساد مخه ونيسي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۰۵

فساد او مفسد:

فساد او مفسد:
په دې خاطر چی فساد ډېر بد شی دی او په هر اړخيز ډول شرعا غندل سوی دی غواړو په اړه يې ځيني معلومات ستاسو سره شريک کړو تر څو هر مسلمان ځان ورڅخه وساتي او زموږ ټولنه د هر ډول فساد څخه خوندي پاته سي.

د فساد تعریف:
يو شی چي د خپل اعتدال او سلامتيا څخه ووځي هغه ته فساد وايي او فساد په تمامه معنی او د ټولو اقسامو سره شرعا محکوم او مذموم دی.

په قرآن کي د فساد ذکر سوي ځيني کلي اقسام:
۲ – په مځکه کي ګناهونه کول فساد بلل کيږي لکه الله تعالی چي فرمايي: وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا.[الأعراف: ۵۶]
ژباړه: په مځکه کي د هغې د اصلاح وروسته فساد مه کوئ. يعني وروسته تر دې چي د انبياؤ او صالحو انسانانو په زيار الله تعالی د مځکي اهل اصلاح کړي او دوی خپل عبادتونه کوي تاسي يې په ګناهونو باندي بيرته مه  فاسدوئ.
۲ – د مفسد او ګمراه انسان خبره منل او د هغه سره ملګرتيا کول فساد دی؛ الله تعال فرمايي: وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ * الذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ.[الشعراء:۱۵۱ ـ ۱۵۲].
ژباړه: د اسراف کوونکو د خبري پلوي مکوئ هغه کسان چي په مځکه کي فساد کوي او اصلاح نه راوړي.
يعني د هغو کسانو خبره مه منئ چي دوی په مځکه کي د ګناهونو او ناروا کارونو په کولو سره فساد کوي ځکه که تاسي ددوی خبره ومنی تاسي به هم ددوی غوندي مفسدين جوړ سی.
علماؤ ليکلي دي: ددې آيت څخه داسي معلوميږي چي د مفسد انسان سره دي سړی ملګرتيا هم نه کوي ځکه چي کله دده د خبري د منلو څخه مسلمان منع سو دده سره د ملګرتيا او همکارۍ څخه خو بيخي منع دی.
سفيان ثوري رحمه الله فرمايي: د انسان په فساد او اصلاح کي تر ملګري بل ډېر مهم شی نسته.[الانابة لابن بطة] يعني د انسان په فساد او اصلاح کي ملګری ډېر رول لري ځکه نو هر څوک بايد کوښښ وکړي چي په دنيا کي د نيکو او ښو خلګو ملګرتيا غوره کړي.
ممشاد دينوري وايي: د صالحو انسانانو ملګرتيا د انسان په زړه کي د اصلاح تأثير کوي او د فاسدو انسانانو ملګرتيا د انسان په زړه د فساد تأثير کوي.[صفة الصفوة ۶۵۹]
۳ – منافقت ستر فساد دی؛ الله تعالی د منافقينو په اړه فرمايي: أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ المُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ.[البقرة:۱۱۲] ژباړه: خبر اوسئ چي دوی مفسدين دي خو دوی شعور نلري.
منافقينو ددې تر څنګ چي خپل کفر يې پټوی نور خلګ يې د ايمان راوړلو او حق منلو څخه راګرځول، د حقائقو په وړاندي يې د خلګو فکرونه خرابول، د انسانانو تر مينځ يې د دښمنيو او کرکو خپرولو په ذريعه ټولنه فاسدول، د مسلمانانو په مينځ کي يې ډول ډول فتنې راپورته کولې، د کفارو سره يې دوستي کول او د مسلمانانو رازونه يې هغوی ته وړل، کفار يې د مسلمانانو پر ضد راپارول او کوښښ يې کوی چي د ګڼو لارو څخه مسلمانانو ته زيان ورسوي.
د تعجب وړ خبره خو لا دا ده چي منافقينو ددغه ټولو فسادونو سره سره ځانونه پر حق بلل او خپل کار ته يې اصلاح ويل.
نو هر څوک چي د منافقينو پورته کړه وړه ترسره کوي موږ ويلای سو چي هغه انسان مفسد دی او په مځکه کي فساد خپروي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۲/۰۴

د نوراني قاعدې اپلکيشن

د نوراني قاعدې اپلکيشن چي د ډېرو ځانګړتياوو درلودونکی دی او د تعليم الاسلام راډيو د آرشيف څخه جوړ سوی دی د لاندي لينک څخه ډانلوډ کولای سی:نوراني قاعده – اپلکيشن