۱۴۰۱/۰۷/۱۶
اصلي نارينه څوک دی؟
يعني نارينه هغه ندی چي خوندور ږغ ولري يا ډېري خبري کوي بلکي اصلي نارينه هغه څوک دی چي په امانت کي خيانت نه کوي او امانت سم آداء کوي که هغه د الله لخوا امانت وي او که د بل بنده لخوا امانت وي همدا راز د خلګو پر آبرو او عزت تېری نه کوي بلکي د مسلمان د آبرو او عزت ساتنه کوي.
په بل روایت کي "طنطنته باللیل" راغلی دی یعني نارینه توب د شپې په لمانځه باندي ندی بلکي نارینه توب دادی چي امانت آداء کړل سي او د مسلمانانو د آبرو ساتنه وسي.
عَنْ عَبْدِ الْعَزِيزِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، عَنْ عَبْدِ بْنِ أُمِّ كِلاَبٍ ، أَوْ عَنْ رَجُلٍ - ابْنُ صَاعِدٍ يَشُكُّ - أَنَّهُ سَمِعَ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ وَهُوَ يَخْطُبُ النَّاسَ وَهُوَ يَقُولُ : لاَ يُعْجِبَنَّكُمْ مِنَ الرَّجُلِ طَنْطَنَتُهُ ، وَلَكِنَّهُ مَنْ أَدَّى الأَمَانَةَ ، وَكَفَّ عَنْ أَعْرَاضِ النَّاسِ فَهُوَ الرَّجُلُ.[الزهد لإبن مبارک695]
مولوي نورالحق مظهري
راځئ خپله ژبه د خلګو د آّبرو او خښم څخه وساتو!
يعني کوم خلګ چي په دنيا کي د خلګو پر آبرو او عزت تېری نه کوي بلکي د هغوی آبرو او عزت ساتي الله تعالی به د قيامت په ورځ ددوی ګناهونه ورته وبخښي او کوم خلګ چي پر نورو خلګو خښم او قهر نه کوي الله تعالی به يې د قيامت په ورځ د خپل عذاب څخه وساتي.
راځئ دغه دوه خصلتونه په ځانونو کي را ژوندي کړو! د نورو مسلمانانو په آبرو او عزت کار ونلرو او مسلمانانو ته ځانونه د خښم او قهر څخه وساتو!
عَنْ أَبِي جَعْفَرٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ كَفَّ لِسَانَهُ عَنْ أَعْرَاضِ النَّاسِ ، أَقَالَهُ اللَّهُ عَثْرَتَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ، وَمَنْ كَفَّ غَضَبَهُ عَنْهُمْ ، وَقَاهُ اللَّهُ عَذَابَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[الزهد لابن مبارک 745]
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۱/۰۷/۱۲
د شکر اظهار(۱)/تجويدالقرآن ديني مدرسه کي خدمت:
۱۴۰۱/۰۷/۱۱
مادي او معنوي دواړه قوتونه مهم دي:
۱۴۰۱/۰۷/۱۰
پر عصري/طبيعي علومو ټينګار:
ژباړه: علي رضي الله عنه فرمايي: علم او پوهه د مسلمان ورکه ده نو تاسو يې واخلئ کڅه د لاسونو څخه د مشرکينو وي او هيڅوک دي پدې باندي نه شرميږي چي علم د چا څخه اوري.
يعني طبيعي علم چي موږ ورته عصري یا دنيوي علم وايو تاسو يې زده کړئ کڅه هم د کفارو څخه يې زده کوی ځکه عصري علم د هري زمانې په تناسب د مسلمانانو اړتيا ده نو زده کړه يې هم اړينه ده آن تر دې چي د کفارو څخه يې هم سړی زده کولای سي.
عن علي -رحمه الله- أنه قال في كلام له: العلم ضالة المؤمن، فخذوه ولو من أيدي المشركين، ولا يأنف أحدكم أن يأخذ الحكمة ممن سمعها منه.[جامع بيان العلم وفضله395]
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۱/۰۷/۰۹
دوه ژغورونکي او دوه بربادوونکي:
۱۴۰۱/۰۷/۰۸
د غرور او لويۍ تاوان:
۱۴۰۱/۰۷/۰۷
مشر بايد پر خلګو بدګماني ونکړي:
ژباړه: د ابي امامه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: امير چي کله پر خلګو بدګماني وکړي نو فاسدوي يې.
توضيح: مناوي رحمه الله ويلي دي: کله چي کوم مشر په خلګو کي د رسوايۍ په نيت د بدګمانۍ پسې ولاړ سي نو هغوی فاسدوي چي په نتيجه کي د هغوی څخه هغه کارونه کيږي چي ده يې ورباندي ګمان کوی.
د حديث مقصد دادی چي امام او مشر بايد د خلګو د عيبونو او اسرارو پسې ولاړ نسي ځکه چي نظام په همدې باندي ټينګيږي او ډېر لږ انسانان پيدا کيږي چي د عيب څخه دي خالي وي نو که چيري مشر ددوی سره پر هره خبره او هره کړنه حساب وکړي ډېره سخته به پر دوی تمامه سي او ژوند به يې تنګ سي له همدې امله بايد مشر د خپل رعيت عيبونه پټ کړي، يو ډول تغافل وکړي، دوی ته عفوه وکړي، ددوی په اسرارو پسې دي نه ځي او په دوی پسې دي تجسس نه کوي.[موسوعة الأخلاق]
تنبيه: مشر کولای سي د خپلو خلګو حالات وڅاري او د اصلاح په نيت لارښووني ورته وکړي خو د عيبونو پلټنه او بدګماني دي ورباندي نه کوي ځکه د عيبونو پلټنه او بدګماني ددغه حديث په حواله د فساد سبب جوړيږي.
عَن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ.[سنن ابي داود 4891]
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۱/۰۷/۰۳
هغه پنځه ګناهونه چي کفاره نلري:
۱۴۰۱/۰۷/۰۲
مسلمانه وروره!
که مو داسي خلګ وليدل ځانونه ورڅخه وساتئ:
ژباړه: فضيل رحمه الله فرمايي: په آخره زمانه کي به داسي خلګ راسي چي بهتان ويونکي او عيب لټوونکي به وي، د هغوی څخه ځانونه وساتئ ځکه چي دوی د ټولو خلګو بد دي، د دوی په زړونو کي نور د اسلام نسته، دوی شر لټوونکي دي، د دوی هيڅ عمل به الله تعالی ته نه پورته کيږي.
د بهتان ويونکو څخه هدف هغه خلګ دي چي پر پاکو مسلمانانو باندي د درواغو تهمتونه لګوي، هغوی په بدو او ناوړو کارونو او نومونو باندي متهم کوي او د هغوی په اړه منفي فکروه خپروي.
د عيب لټوونکو څخه هدف هغه خلګ دي چي د مسلمانانو په نسب، آبرو، حيثيت او کارونو کي د ځانه څخه عيبونه پيدا کوي تر څو هغوی په ټولنه کي بدنومي کړي.
وقال فضيل: في آخر الزمان قوم بهاتون، عيابون، فاحذروهم، فإنهم أشرار الخلق، ليس في قلوبهم نور الإسلام، وهم أشرار، لا يرتفع لهم إلى الله عمل.[التوبيخ والتنبيه لأبي الشيخ الأصبهاني 2882]
مولوي نورالحق مظهري