علماء ددې صلاحیت لري چي د هر چا په کار کي مداخله وکړي، ښه او بد یې ورته په ګوته کړي، پر ښه یې امر کړي او د بد څخه یې را وګرځوي ځکه دا صلاحیت انبیاو درلودئ علماء هم د انبیاو وارثان دي.
۱۳۹۸/۰۴/۱۴
علماء به خپل مسئوليت څنګه سرته رسوي؟
دا يو حقيقت دئ چي د علماو پرغاړه ډير درانه درانه مسئوليتونه پراته دي د ځان او خلګو د اصلاح څخه پيل بيا تر آوارولو پوري د شخړو او جګړو او آوارولو پوري د ګڼو ستونزو او مشکلاتو.
خو ددې لپاره چي علماء وکولای سي خپل ټول مسئوليتونه په پوره توګه آداء کړي، د الله پاک د رضايت لاسته راوړلو ترڅنګ د ټولني اصلاح هم وکړي نو بايد لاندي ټکي په پوره توګه په نظر کي ونيسي:
1 – پدې خاطر چي عالم د پيغمبر وارث دئ نو کله چي په خلګو کي منکر ويني ددې انتظار دي نه باسي چي خلګ څه کوي بلکي دستي دي د هغه منکر پرضد اقدام وکړي.
2 – د عنعناتو او رواجونو په ورک کولو او ختمولو کي دي ودېته انتظار نه باسي چي خلګ ورته مراجعه وکړي بلکي عالم بايد د هغوۍ په کار کي دي مداخله وکړي او ناوړه رواجونه او عنعنات دي ورک کړي.
3 – کومي خبري چي نورو خلګو ته کوي هغه دي عملا پر ځان باندي جاري کړي ترڅو خبره يې مؤثره واقع سي او خلګ ورته د نيوکي ګوته ونه نيسي.
4 – د ژوند، آبرو او فتنې را پورته کيدلو د خطراتو څخه په استثناء د نورو احتمالي خطرونو پخاطر دي خپله تګلاره نه بدلوي بلکي په پوره متانت او زړورتيا سره دي خپل کار پرمخ باندي يوسي.
5 – خلګو ته بايد داسي ذهنيت ورکړي چي زه ستاسو رهبر يم او تاسو زما رعيت ياست، ترڅو چي خلګ يې لوۍ وشميري او خبرو ته يې ارزښت ورکړي.
6 – د خپلي زمانې نا اهله واکمنانوته دي داسي نه نيژدې کيږي چي هغوۍ ورڅخه سوء استفاده وکړي بلکي فقط د هغوۍ د شرڅخه د ځان ساتني لپاره دي څه رابطه ورسره ولري.
7 – د نورو علماو سره دي ښه دوستانه اړيکي ولري او د هغوۍ وينا دي په خپلو خبروکي نقل کوي ترڅو د هغوۍ سره يې نيکه رابطه او حسن نيت په ډاګه سي.
8 – د خپلي زمانې د واکمنانو څخه دي داسي منفي ويره په زړه کي نه ساتي چي د هغوۍ بېله مشورې او بېله اجازې هيڅ کارت لاس نه اچوي.
9 – خلګو ته دي حکيمانه او حاکمانه خبري وکړي تر څو خبري يې د خلګو په زړونو کي ځاي ونيسي او د رعب او هيبت څخه يې خلګ متأثره سي.
10 – د خپلي زمانې په اصطلاحاتو او عنعناتو دي ځان ښه خبر کړي ترڅو مثبت يې تأييد او منفي یې رد کړي او د خپلي زمانې د امکاناتو او مادياتو سره دي ځان ښه بلد کړي تر څو خلګ يې سادګئ او د ځان څخه بيل ونه بولي او د اسبابو څخه ښه استفاده وکولاي سي.
11 – په سولي او پريکړو کي دي ځان د قومي سپينږيرو تابع نه جوړوي بلکي هغوۍ دي د ځان تابع کړي.
12 – د خلګو پر فکرونو دي کار وکړي ځکه د فکرونو د تغيير سره د عمل تغيير لازم دئ.
13 – د امامت په نيولو کي دي ډير دقت وکړي تر څوخلګ يې د نورو علماو سره په جګړه کي وانچوي، نور علماء دده څخه خوابدي نکړي او يا ناوړه استفاده ورڅخه ونکړي.
مولوی نورالحق مظهری

إلي جماعة الإخوان في مصر!
لا أدري إلي متى ستدوم صبر جماعة الإخوان المسلمين في مصر؟
ومتى ينهضون ضد هذا الطغيان المستبد؟
حكومة مصر والجيش المصري الذان لم يكونا لصالح المسلمين حتى الآن ، فلن يكونا لصالحهم بعد الآن.
لذلك ايها الشعب المصري العظيم! تعال وانهض لإسقاط هذه الطاغية الاستبدادية!
واجعلوا انفسكم احرارا كما ولدتكم امهاتكم احرارا.
د ځانه سره محاسبه وکړئ!
په څلورویشت ساعته کي څومره وخت عبادت ته ورکوئ؟
که په متوسط ډول حساب وکړو د پنځه وخت لمونځونو څخه هر لمانځه ته ۱۵ دقیقې وخت ورکړو نو ټول به ۷۵ دقیقې سي چي یو ساعت او پنځلس دقیقې کیږي نور دوه ویشت ساعته او پنځه څلویښت دقیقې وخت موږ په کومو شیانو کي تیروو؟
آیا دا لویه بې انصافي نده؟ دا وخت به څنګه زموږ لپاره برکت ولري؟ او د عبادت لږ وخت به څنګه پر دومره ډیر وخت باندي غالبه سي او موږ ته به په عبادت کي وشمیرل سي؟.
په ګډه یې باید مقابله وکړو:
علماء او پوهان بايد په خپل علم اوپوهه باندي د ديموکراسۍ سره مقابله وکړي.
مسلمان تاجران بايد په خپل مال باندي د ديموکراسۍ سره مقابله وکړي.
مجاهدين بايد په خپلي اسلحې باندي د ديموکراسۍ سره مقابله وکړي.
مشران او متنفذين بايد په خپل نفوذ او تسلط باندي د ديموکراسۍ سره مقابله وکړي.
عام مسلمانان بايد په خپلو احساساتو اوجذباتو باندي د ديموکراسۍ سره مقابله وکړي.
ټوله بايد په ګډه د هغه چا خوله ور ماته کړي چي د ديموکراسي زنده باد نارې وهي.
افغانانو وړونو!
مخکي تر دې چي په ګران هیواد کي مو منحوسه دیموکراسي وده وکړي او تر داسي اندازې ورسیږي چي مخالفت یې جرم وبلل سي او خلګ ورباندي ووژل سي نن یې مخه ونیسئ.
د دیموکراسۍ په مخالفت باندي سره یو سئ، پلویان یې دېته مه پریږدئ چي دغه عصري تباهي ستاسو کورونو ته د ننه کړي او د مصر په څیر په هیواد کي مو د اسلامي واکمنۍ مخه ورباندي ونیسي.
د هر هغه چا سره پوره مرسته وکړئ چي ددغي پلیتي دیموکراسۍ په مقابل کي را پورته سوي وي او د هیواد څخه یې د ورکولو لپاره کوښښ کوي.
مسلمانان باید په اسلامي هیوادونو کي دیموکراسۍ ته اجازه ور نکړي.
د دیموکراسۍ ځیني منفي اثرات:
په کوم هیواد کي چي دیموکراسي وي هلته به انصاف او عدالت ونه وینئ.
په کوم هیواد کي چي دیموکراسي وي هلته به اسلامي حکومت ونه وینئ.
په کوم هیواد کي چي دیموکراسي وي هلته به شرم او حیاء ونه وینئ.
په کوم هیواد کي چي دیموکراسي وي هلته به اسلام او مسلمانانو ته خدمت ونه وینئ.
په کوم هیواد کي چي دیموکراسي وي هلته به اسلامي اخلاقو او اسلامي شعایرو ته احترام ونه وینئ.
د دیموکراسۍ سره باید په هره ذریعه مقابله وکړو او اسلامي هیوادونو څخه یې ورکه کړو.
تسلیت او غمرازي:
د مصر د مسلمان ولس مشر محمد مرسي مظلومانه مړیني ډیر خواشینئ کړم الله پاک دي جنت الفردوس ورکړي.
د مصر په ۶۰ کلني تاریخ کي محمدمرسي مرحوم یواځنئ مسلمانان مبارز وو چي د مروجه ټولټاکنو په مټ یې ولس مشري وګټله خو فحاشو او عیاشو بې دینه سیکولرانو ونه زغمئ ځکه یې د یهودو په لارښوونه د ظالم او وحشي صفته انسان فتاح سیسي په مشرتوب کودتاه ورباندي وکړه، دده حکومت یې نسکور کړ، د مسلمانانو او اخوان المسلمین ګوند د لسیزو هیلي یې د خاورو سره خاوري کړې او د مرسي په شمول یې ډیرئ مسلمانان په ډیر وحشت سره د تورو زندانونو دتمبو شاته وغورځول چي ډیرئ نور یې هم په شهادت رسیدلي دي چي دادئ اوس مرسي صاحب هم په شهادت ورسیدئ.
د نوموړی وژل کیدل په کلکو ټکو باندي غندو، کورنۍ او طرفدارانو ته یې د شهادت د مبارکۍ تر څنګ د خپلي غمرازۍ او تسلیت مراتب وړاندی کوو.
الله پاک دي د شهیدانو د وینو څخه داسي انقلابي څپه جوړه کړي چي د سیسی په شمول تول بې دینه او خائنان غرق کړي او د مسلمانانو د خوښي نظام په مصر کي قایم سي.
د اسلام څلور مهمي برخی:
اسلام د کړنلاري او عملي اجراء له مخي څلور مهمي برخي لري:
1 – قتال في سبيل الله. چي زموږ خلګ يې جهاد بولي.
2 – دعوت. چي د امربالمعروف او نهي عن المنکر په ګڼو طريقو سره کيږي.
3 – تعليم او تعلم. چي د ګڼو نصابونو له لاري او ګڼو اشخاصو په ذريعه سرته رسيږي.
4 – تزکيه. چي د مشهورو عباداتو ترڅنګ د سلف صالحينو لخوا ورته ګڼ شمير طريقې او لاري په نښه سويدي چي د تصوف په نامه يې شهرت موندلئ.
دا څلور واړه برخي د هرمسلمان دندي دي البته د وخت او شرايطو په لحاظ ځيني وختونه بعضي يې تر بعضو نورو اولويت او لومړيتوب پيدا کوي چي هماغه وخت بايد په نظر کي ونيول سي.
په اسلام کي ددې څلورو برخو په اړه داسي تقسيم نسته چي يو مسلمان دي يوه برخه کوي هغه بله دي بيا نکوي.
البته د مهارت او ظرفيت پر اساس د اولويت په نظر کي نيولو سره هرمسلمان کولای سي په يوې برخي کي ډير خدمت وکړي خو په نورو برخو کي به هم د خپل توان په اندازه کار کوي داسي به نکوي چي په يوه برخه کي کار پيل کړي د نورو برخو څخه يا منکر سي او ياهم د نورو برخو پر کوونکو او لارويانو باندي بدوايي چي دا بيا نيمګړې مسلماني ده.
ددين دښمنان تل ددې هڅه کوي چي د مسلمانانو تر مينځ داسي اختلافات پيدا کړي چي د پورته څلورو برخو څخه د هري برخي لارويان دي ځانونه مستقل او بيل مسلمانان وبولي د نورو برخو څخه دي انکار وکړي او پر لارويانو باندي دي بد ووايي.
مثلا د مجاهدينو، علماؤ، داعيانو او صوفيانو تر مينځ دي داسي اختلافات پيدا کړي چي د هري ډلي خدمت دي تنها دده تر مسلک پوري منحصر سي، پر يوبل دي بد ووايي، ځان دي د يوبل مقابل وبولي او هره برخه دي ځان ته بيل او متمايز کسان ولري چي له بده مرغه ځيني ساده او بې فکره مسلمانان دداسي دسيسو ښکار سوي هم دي.
پداسي حال کي چي داسي فکر کول ډير غلط او بې شرعي لاسونده دئ ځکه همزمان يونفر د څلورو واړو لاروئ کيدلای سي چي همدي مجاهد وسي، همدي عالم وسي، همدي ددين داعي وسي او همدي صوفي وسي.
پدې هيله چي زموږ مسلمانان وړونه خپل فکرونه پيراخ کړي ددين د هري برخي خدمت کوونکئ د نورو برخو د خدمت کوونکو سره مرسته وکړي، دهغوۍ کار ته هم ددين د خدمت په سترګه وګوري او په همږغۍ باندي ټول کارونه پر مخ باندي يوسي.
مولوی نورالحق مظهری
مقالات مظهریه:
د هغه کتاب عنوان دئ چي په ګڼو موضوګانو کي پر لویو او کوچنیو مقالو مشتمل دئ.
یاد کتاب ۲۷۸ پاڼي لري د لومړۍ پاڼي څخه یې په آسانۍ سره فهرست ته تللئ سئ او په فهرست کي چي هر عنوان کلیک کړئ سمدستي مو هغه مطلب ته راهنمایي کوي.
د لاندي لینک څخه یې ډانلوډ کولای سئ:
https://drive.google.com/file/d/1Rxl3FaFPj8EVm5HWXq4dkO81TI70gVLI/view?usp=drivesdk
په نظام کي خدمت کول غواړئ؟
په فاسد نظام کي هیڅ وخت په رسمي چوکاټ کي اسلام او ولس ته خدمت نسي کیدلای.
نو که څوک د خدمت په نیت د فاسد نظام تشکیلاتو ته داخل سي مخکي تر دې چي دئ هم فاسد سي او یا دکار څخه لیري سي خپل دیني خدمت دي وکړې.
ځکه فاسد مأمورین هیڅ کله په رسمي چوکاټ کي ددین خدمت ته اجازه نه ورکوي.