۱۳۹۷/۰۳/۱۱
۱۳۹۷/۰۳/۱۰
دحسد په پریښودلو باندی عمرډیریږی
سَمِعْتُ الْأَصْمَعِيَّ يَقُولُ:رَأَيْتُ أَعْرَابِيًّا فِي بَنِي عُذْرَةَ قَدْ أَتَتْ لَهُ مِئَةٌ وَعِشْرُونَ سَنَةً ، فَقُلْتُ لَهُ : مَا أَطْوَلَ عُمُرِكَ ؟ فَقَالَ : تَرَكْتُ الْحَسَدَ فَبَقِيتُ.[المجالسة وجواهرالعلم 660]
ژباړه: اصمعی وایی: ما یوسړئ په بنی عذره کی ولیدئ چی یوسل اوشل کاله عمر یې وو، ماورته وویل چی څه شی ستاعمر ډیر کئ؟ ده وویل ما حسد پسې پریښودئ نو تردې وخته پوری پاته سوم.
۱۳۹۷/۰۳/۰۷
دنسب تبدیلول حرام دی
عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ لَيْسَ مِنْ رَجُلٍ ادَّعَى لِغَيْرِ أَبِيهِ وَهْوَ يَعْلَمُهُ إِلاَّ كَفَرَ وَمَنِ ادَّعَى قَوْمًا لَيْسَ لَهُ فِيهِمْ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّار.[صحیح البخاری 3508]
ژباړه: د ابوذر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، چی ده درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل ، چی ویې فرمایل: ندئ هغه څوک چی دخپل پلارنه بغیر دبل چادعوه وکړی پداسی حال کی چیدئ هم پوهیږی ،(چی پلار یې څوک دئ) مګرداچی دئ پدې باندی کافر کیږی، اوهرڅوک چی دیوې قومۍ دعوه وکړی پداسی حال کی چی دئ دهغې قومۍ څخه نوی ، مګرداچی ځانته دی ځای په اور کی وټاکی.
توضیح: یعنی دخپل نسب بدلول اوهغه ته تغیرورکول حرام دی، کوم څوک چی یې کوی یعنی خپل نسب ته تغیر ورکوی ، اوبیا هغه ځانته روا هم بولی نودئ کافر کیږی ، اوکه یې روا نه بولی بیایې هم کوی، نوبیا کافر کیږی خونه ولی ډیر سخت ګناهکاردئ ، ځکه چی دیوې خوایی کفران دالله دنعمت کړئ دئ، اوبل یې داسی کار کړئ دئ ، چی هغه دکفر کاردئ نه داسلام ، همدا راز چی څوک ځان په یوې قومۍ پوری تړی پداسی حال کی چی دئ دهغې قوۍ څخه نوی ، نودغه سړئ دی ځانته په جهنم او اورکی ځای وټاکی.
۱۳۹۷/۰۳/۰۶
مصلحت
هرهغه شئ چی مراعات یې ددین ، نفس ، عقل ، نسل او مال ساتنه کوی هغه ته مصلحت ویل کیدلائ سی او چی ددغو شیانو ساتنه ورباندی نه کیږی هغه ته مصلحت نسی ویل کیدلائ.
۱۳۹۷/۰۳/۰۵
شپږخلګ دغم اومصیبت څخه نه خلاصیږی:
عَنْ أَبِي عُبَيْدَةَ ؛ قَالَ:سِتَّةٌ لَا يَخْلُوَنَّ مِنَ الْكَآبَةِ : رَجُلٌ افْتَقَرَ بَعْدَ غِنًى ، وَغَنِيٌّ يَخَافُ عَلَى مَالِهِ التَّوَى ، وَحَقُودٌ ، وَحَسُودٌ ، وَطَالِبُ مَرْتَبَةٍ لَا يَبْلُغُهَا قَدْرُهُ ، وَمُخَالَطَةُ الْعُلَمَاءِ بِغَيْرِ عِلْمٍ .[المجالسة وجواهرالعلم 661]
ابوعبیده وایی:شپږ نفره دی چی هیڅ وخت به دمصیبت څخه خالی نوی:هغه څوک چی دبډایې توب وروسته مسکین سی.هغه سرمایه دار چی دخپل مال پرهلاکت باندی ویریږی.کینه ساتونکئ، حسدکوونکئ، غوښتونکئ دهغی مرتبې چی دده قدر اوتوان هغې ته نسی رسیدلائ (لاسته یې نسی راوړلائ) اوهغه څوک چی دعلماؤ سره پداسی حال کی ځان ګډوی چی دئ علم نلری.
توضیح: یعنی ددغو شپږو کارونو کوونکی به تل په غم اومصیبت کی اخته وی:
1 - څوک چی دبډایی وروسته مسکین اوناداره سی. ځکه چی ده خو په مال اومالدارۍ کی چړچې اوخوندونه لیدلی وی اوس چی ورته نه رسیږی نوطبعا احساس دغم اومصیبت کوی اویاهم شاید دخلګو پورونه ورباندی پاته سویوی اوس یې هغوی ورڅخه غواړی خو دئ یې نسی آداء کولائ چی طبعا دانسان آرامی ورڅخه اخلی.
2 – هغه سرمایه دار چی پرخپل مال باندی ویریږی دهغه څخه به ځکه د آرامۍ ژوند اخیستل سوئ وی اوپه مصیبت باندی به اخته وی چی هرګړئ به دئ دځان اومال لپاره دهلاکت اوبربادۍ په فکر کی وی او هردم به احساس دخطر کوی چی طبعا دداسی فکر سره مصیبت مل وی.
3 – کینه ساتونکئ اوهغه څوک چی دنورو خلګو څخه دانتقام اخیستلو په فکر کی وی ارومرو به دئ په مصیبت کی اخته کیږی ځکه کله چی دئ انتقام نسی اخیستلائ اویاهم کارونه دده پرطبیعت باندی برابرنوی ارومرو به یې پر اعصابوباندی داسی فشار راځی چی دئ به احساس د ناآرامۍ کوی چی داخپله لوی مصیبت دئ.
4 – د نورو خلګوسره حسد کوونکئ خو ترټولو ډیر په عذاب وی ځکه چی دجانب مقابل یوه کوچنۍ مسکا پرده باندی داسی تأثیر کوی لکه ایټم بم، دکوم چاسره چی دئ حسد کوی تل به دهغه ژوند تعقیبوی خپل ژوند به ورڅخه پاته وی دهغه دژوند د ورانولو فکرونه اوسوچونه به یې په سرکی ګرځی چی طبعا تل به لکه لیونئ داسی وی او تردې به نو لوی مصیبت چیری وی؟.
5 – او دهغی مرتبې اوچوکۍ غوښتونکئ چی نه یې دئ استعداد اوظرفیت لری او نه یې هم لاسته راوړلائ سی په مصیبت کی ځکه اخته وی چی تل داسی وی لکه دده څخه چی یوشئ ورک وی، ترویښه به په خوب خوشاله وی ځکه په خوب کی دئ دهغې چوکۍ په اړه تصورات کوی ، تر اجتماع به په یواځی والی باندی خوشاله وی ځکه چی دځانه سره یې په هکله خبری کوی او داسی نور حالات چی هرګړئ یې ودته لوی مصیبت دئ.
6 – اوچی څوک ځان دعلماؤ په ټولې کی داخلوی خوعالم نوی هغه به ځکه په مصیبت کی اخته وی چی تل به داسی شیان اوری چی دئ به ورباندی نه پوهیږی، تل به داسی خبری ورڅخه کیږی چی هیڅوک به یې ورسره نه منی، تل به داسی تبصرې اوتحلیلونه ورڅخه کیږی چی هیڅ عقلی لاسوند دځانه سره ونلری، تل به داسی مسائل بیانوی چی هیڅ اعتبار اواهمیت ونلری اوتل به ځان ورته داسی معلومیږی لکه لیونئ چی دهوښیارانو مجلس ته راټیل وهل سوئ وی.
[جمع الأزهار]
دنعمت اظهار:
1 – مقالات مظهریة.
داکتاب چی 226 پاڼی لری پر54 مختلفو موضوګانو باندی پکښې ګڼی مقالې په پښتو او دری ژبو باندی لیکل سویدی چی ځینی یې تراوسه په ویب پاڼو اوټولنیزو شبکوکی نشرسویدی اوځینی نوری یې ندی نشر سوی.
2 – حل المسائل.
داکتاب چی 219 پاڼی لری 136 مختلفی مسئلی پکښې په پښتو او دری ژبو باندی جواب سویدی چی ډیری یې هغه پوښتنی دی چی دټولنیزو شبکوله لاری زما سره مطرح سویدی.
3 – جمع الازهار.
داکتاب چی په 138 مختلفو موضوګانو کی پرګڼو آیتونو، احادیثو او آثارو باندی شامل دئ 110 پاڼی لری چی په پښتو اودری ژبو باندی ډیر معلومات پکښې لیکل سویدی.
4 – غندل سوی إنسانان.
داکتاب چی 89 پاڼی لری پر20 هغه حدیثو باندی پکښې پوره اوکافی بحث سوئ کوم چی رسول الله صلی الله علیه وسلم پکښې فرمایلی دی: لیس منا....... دهر حدیث سره دژباړی او توضیحاتو ترڅنګ ډیرئ اړونده فقهی مسائل هم بیان سویدی.
په هر کورکی چی طالب العلم وی هلته به برکت وی:
عن انس بن مالك قال : كان أخوان على عهد النبي صلى الله عليه و سلم فكان أحدهما يأتي النبي صلى الله عليه و سلم والآخر يحترف فشكى المحترف أخاه إلى النبي صلى الله عليه و سلم فقال لعلك ترزق به.[سنن ترمذی2345]
قال ابو عيسى هذا حديث حسن صحيح
قال الشيخ الألباني : صحيح
ژباړه: انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دئ چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی دوه وړونه وه یویې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راتلئ ( تعلیم یې کوئ) هغه بل یې کارکوئ، هغه کارکوونکئ راغئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې دخپل ورور څخه شکایت وکړئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: شاید تاته به دده په خاطر رزق درکول کیږی.
توضیح: یعنی دوه وړونه وه چی یویې طالب العلم وو پررسول الله صلی الله علیه وسلم یې سبق وایه هغه بل یې تاجر وو کاریې کوئ ، تاجر راغئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې دخپل ورور دلاسه شکایت وکئ چی زه کارکوم زما ورور کار نکوی بلکی راځی ستاسر درس وایی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ته څه خبریې شاید تاته چی کومه روزی اوکوم رزق درکول کیږی هغه به ستا دهمدغه ورور په برکت وی.
نوموږ باید پدې باندی خپل سرخلاص کړو چی دهرچا په کورکی دطالب العلم وجود یو لوی نعمت دئ شاید زموږ ډیری لویې کورنۍ به دهغه طالب العلم په برکت باندی روزی خوری چی ددوی په کورکی اوسیږی.
۱۳۹۶/۱۱/۲۶
تاریخی واقعیت:
غبرګون:
د وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ دعمر خیلو په کلی کی پردینی مدرسې باندی تیرئ او د استادانو اوشاګردانو شهادت په کلکو الفاظو باندی غندو او دیوه داسی ستر جنایت په سترګه ورته ګورو چی عاملین یی باید په هیڅ صورت ونه بخښل سی.
دمظلومو مسلمانانو په خاصه توګه دعلماؤ او حافظانو وژل هغه منفور او رټل سوئ عمل دئ چی کوونکی یی نه تنها داچی دالله په قهر او غضب به ګرفتاره سی بلکی له امله به یی ددنیا له مخی امن او امان ولاړشي، قاتلین به یی یوه نه بله ورځ ارو مرو په دنیا کی مجازات کړل کیږی او په آخرت کی به دالله پاک دسختی محاسبې او عذاب سره مخامخ کیږی.
هغه خلګ چی دداسی پیښو مخه نیولائ سی خو نه یی نیسي او یا دداسی مظلومانو غور کولائ سی خو نه یی کوی حتما به دالله پاک په حضور کی دځواب ویلو لپاره حاضریږی.
پدې خبره باندی باید هر مسلمان سر خلاص کړی چی دمدارسو سره دښمنی دالله ددین سره دښمنی ده هرڅوک چی ددین سره دښمنی شروع کړی نور دی نو ډیر ژر دخپل ځواک دټغر دټولیدلو انتظار وباسي.
دمظلوم د دعا او اجابت ترمینځ هیڅ فاصله نسته، دظلم کاسه نسکوره، دظالم عاقبت وران او دبی عدالتۍ فراش ټولیدونکئ دئ.
پدې دردوونکي پیښه کی ټولو قربانیانوته دالله جل جلاله څخه دقبولیت او جنت الفردوس غوښتونکی یو او د وارثانو سره یی ځانونه په غم شریک بولو او دزړه دتله ورته دعزاء او تسلیت مراتب وړاندی کوو.
أعظم الله أجرکم و أحسن عزائکم وغفر لمیتکم انا لله وانا الیه راجعون.
علماؤ ته دآزار رسولو بدعواقب
عكرمه رضي الله عنه فرمايي: څوك چي فقيه عالم آزار كړي نوګويا رسول الله صلي الله عليه وسلم يي آزار كړئ دئ اوڅوك چي رسول الله صلي الله عليه وسلم آزار كړي نو يقينا چي الله پاك يي آزار كړئ دئ.
وعلماؤ ته آزار رسول يوقسم بغاوت دئ چي إنسان يي دالله پاك دغوراوي په مقابل كي كوي او دالله پاك دسپيڅلي كلام مخالفت دئ چي دعلماؤ لپاره يي پكي ډير فضايل راوړيدي او درسول الله صلي الله عليه وسلم سره داسي نه بښوونكي دښمني ده چي كوونكئ يي بايد پر خپل إيمان باندي وويريږي او د توبي كولو برسیره باید تجديد د ايمان وكړي ،په حديث قدسي كي راځي: إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.[صحيح البخاري 6502] يعني الله جل جلاله فرمايلي دي: څوك چي زما ددوست سره دښمني وكړي نو يقيناً زه دهغه سره دجنګ کولو اعلان کوم.
علماء دالله پاک هغه دوستان دی چی د انبیاؤ وروسته بل هیڅوک الله ته داسی ندئ ګران لکه علماء چی ورته ګران دی لکه إمام ابوحنیفه رحمه الله ته چی داخبره منسوب ده چی: « إن لم يكن أولياء الله في الدنيا والآخرة الفقهاء والعلماء ، فليس لله ولي »[الفقیه والمتفقه 137] یعنی که په دنیا او آخرت کی فقهاء اوعلماء دالله پاک دوستان نوی ، نوبیاخو دالله پاک لپاره هیڅ دوست نسته.
علماء دالله پاک هغه دوستان دی چی په احترام باندی پیژندل یی الله پاک دهرچا دنده ګرځولی ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهرهغه چاڅخه خپله بیزاری اعلان کړیده کوم چی علماؤ ته دقدر اواحترام په سترګه نه ګوری اوفرمایلی یی دی: ويعرف لعالمنا حقه.[مسنداحمد 22807]یعنی هغه څوک زموږ څخه ندئ چی زموږ عالم ته دهغه حق نه ورکوی.
معلومه خبره ده چی پردوست باندی دهر چاخوا بدیږی ، نو دالله پاک هم پرخپلو دوستانو باندی چی علماء کرام دی خوا بدیږی، څوک چی ځانته مسلمان وایی باید په تمامه معنی دعلماء احترام اوقدر وکړی نه تنها خپله دعلماؤ سپکاوئ ونکړی بلکی هیچاته دعلماؤ دسپکاوی اجازه ورنکړی.
دهری ټولنی ښیرازی اوکامیابی دعلم اوعلماؤ سره په محبت کی ځای کړل سویده، په کومی ټولنی کی چی دعلماؤ قدر نوی هغه ټولنه به نه خوشالی ووینی اونه به یی هم هیڅ ډول امنیت په برخه سی.
په کومی ټولنی کی چی دعلماؤ اعزاز نکیږی هغه ټولنه به هیڅوخت دعبادت،إیمان، اوځان پیژندنی په خوند باندی پوه نسی.
په کومی ټولنی کی چی علماؤ ته د رهبرانو په سترګه نه کتل کیږی، هغه ټولنه به هیڅوخت خپل دوست اودښمن ونه پیژنی او نه به یی هم مسلمان او غمخور واکمن په برخه سی.
دا په تجربه باندی ثابته سویده چی هرواکمن دعلماؤ سره دښمنی پیل کړیوی مخکی تردی چی دئ خپل زړه په علماؤ باندی یخ کړی او یاهم علماء دټولنی څخه ورک کړی، الله پاک دده دواکمنۍ ټغر ورټول کړئ وی داسی یی ټول کړئ وی چی لمسیان اوکړوسیان یی لاهم د واکمنۍ څخه محروم پاته سوی وی.
دعلماؤ آبرو اودهغوی غوښی دزهر قاتل مثال لری څوک چی یی وخوری ارو مرو به مړکیږی اوڅوک چی یی وڅکی(خوندیی وګوری) ارومرو به مسموم کیږی.
۱۳۹۶/۰۱/۱۲
۱۳۹۵/۱۲/۲۳
![]() |