۱۳۹۷/۰۳/۰۵

شپږخلګ دغم اومصیبت څخه نه خلاصیږی:

عَنْ أَبِي عُبَيْدَةَ ؛ قَالَ:سِتَّةٌ لَا يَخْلُوَنَّ مِنَ الْكَآبَةِ : رَجُلٌ افْتَقَرَ بَعْدَ غِنًى ، وَغَنِيٌّ يَخَافُ عَلَى مَالِهِ التَّوَى ، وَحَقُودٌ ، وَحَسُودٌ ، وَطَالِبُ مَرْتَبَةٍ لَا يَبْلُغُهَا قَدْرُهُ ، وَمُخَالَطَةُ الْعُلَمَاءِ بِغَيْرِ عِلْمٍ .[المجالسة وجواهرالعلم 661]
ابوعبیده وایی:شپږ نفره دی چی هیڅ وخت به دمصیبت څخه خالی نوی:هغه څوک چی دبډایې توب وروسته مسکین سی.هغه سرمایه دار چی دخپل مال پرهلاکت باندی ویریږی.کینه ساتونکئ، حسدکوونکئ، غوښتونکئ دهغی مرتبې چی دده قدر اوتوان هغې ته نسی رسیدلائ (لاسته یې نسی راوړلائ) اوهغه څوک چی دعلماؤ سره پداسی حال کی ځان ګډوی چی دئ علم نلری.

توضیح: یعنی ددغو شپږو کارونو کوونکی به تل په غم اومصیبت کی اخته وی:
1 - څوک چی دبډایی وروسته مسکین اوناداره سی. ځکه چی ده خو په مال اومالدارۍ کی چړچې اوخوندونه لیدلی وی اوس چی ورته نه رسیږی نوطبعا احساس دغم اومصیبت کوی اویاهم شاید دخلګو پورونه ورباندی پاته سویوی اوس یې هغوی ورڅخه غواړی خو دئ یې نسی آداء کولائ چی طبعا دانسان آرامی ورڅخه اخلی.
2 – هغه سرمایه دار چی پرخپل مال باندی ویریږی دهغه څخه به ځکه د آرامۍ ژوند اخیستل سوئ وی اوپه مصیبت باندی به اخته وی چی هرګړئ به دئ دځان اومال لپاره دهلاکت اوبربادۍ په فکر کی وی او هردم به احساس دخطر کوی چی طبعا دداسی فکر سره مصیبت مل وی.
3 – کینه ساتونکئ اوهغه څوک چی دنورو خلګو څخه دانتقام اخیستلو په فکر کی وی ارومرو به دئ په مصیبت کی اخته کیږی ځکه کله چی دئ انتقام نسی اخیستلائ اویاهم کارونه دده پرطبیعت باندی برابرنوی ارومرو به یې پر اعصابوباندی داسی فشار راځی چی دئ به احساس د ناآرامۍ کوی چی داخپله لوی مصیبت دئ.
4 – د نورو خلګوسره حسد کوونکئ خو ترټولو ډیر په عذاب وی ځکه چی دجانب مقابل یوه کوچنۍ مسکا پرده باندی داسی تأثیر کوی لکه ایټم بم، دکوم چاسره چی دئ حسد کوی تل به دهغه ژوند تعقیبوی خپل ژوند به ورڅخه پاته وی دهغه دژوند د ورانولو فکرونه اوسوچونه به یې په سرکی ګرځی چی طبعا تل به لکه لیونئ داسی وی او تردې به نو لوی مصیبت چیری وی؟.
5 – او دهغی مرتبې اوچوکۍ غوښتونکئ چی نه یې دئ استعداد اوظرفیت لری او نه یې هم لاسته راوړلائ سی په مصیبت کی ځکه اخته وی چی تل داسی وی لکه دده څخه چی یوشئ ورک وی، ترویښه به په خوب خوشاله وی ځکه په خوب کی دئ دهغې چوکۍ په اړه تصورات کوی ، تر اجتماع به په یواځی والی باندی خوشاله وی ځکه چی دځانه سره یې په هکله خبری کوی او داسی نور حالات چی هرګړئ یې ودته لوی مصیبت دئ.
6 – اوچی څوک ځان دعلماؤ په ټولې کی داخلوی خوعالم نوی هغه به ځکه په مصیبت کی اخته وی چی تل به داسی شیان اوری چی دئ به ورباندی نه پوهیږی، تل به داسی خبری ورڅخه کیږی چی هیڅوک به یې ورسره نه منی، تل به داسی تبصرې اوتحلیلونه ورڅخه کیږی چی هیڅ عقلی لاسوند دځانه سره ونلری، تل به داسی مسائل بیانوی چی هیڅ اعتبار اواهمیت ونلری اوتل به ځان ورته داسی معلومیږی لکه لیونئ چی دهوښیارانو مجلس ته راټیل وهل سوئ وی.
[جمع الأزهار]

دنعمت اظهار:

الحمدلله د موسمی نسبی فراغت څخه په استفاده پدې باندی وتوانیدلم چی خپل ځینی پاشل سوی اومتفرقی لیکنی سره راټولی کړم او په ګڼو موضوګانو کی یې دکتاب په شکل ترتیب کړم او دخپلو لیکل سوو رسالو لړۍ ته یې وراضافه کړم چی تراوسه پوری دلاندی کتابو په ترتیب باندی توانیدلئ یم.
1 – مقالات مظهریة.
داکتاب چی 226 پاڼی لری پر54 مختلفو موضوګانو باندی پکښې ګڼی مقالې په پښتو او دری ژبو باندی لیکل سویدی چی ځینی یې تراوسه په ویب پاڼو اوټولنیزو شبکوکی نشرسویدی اوځینی نوری یې ندی نشر سوی.
2 – حل المسائل.
داکتاب چی 219 پاڼی لری 136 مختلفی مسئلی پکښې په پښتو او دری ژبو باندی جواب سویدی چی ډیری یې هغه پوښتنی دی چی دټولنیزو شبکوله لاری زما سره مطرح سویدی.
3 – جمع الازهار.
داکتاب چی په 138 مختلفو موضوګانو کی پرګڼو آیتونو، احادیثو او آثارو باندی شامل دئ 110 پاڼی لری چی په پښتو اودری ژبو باندی ډیر معلومات پکښې لیکل سویدی.
4 – غندل سوی إنسانان.
داکتاب چی 89 پاڼی لری پر20 هغه حدیثو باندی پکښې پوره اوکافی بحث سوئ کوم چی رسول الله صلی الله علیه وسلم پکښې فرمایلی دی: لیس منا....... دهر حدیث سره دژباړی او توضیحاتو ترڅنګ ډیرئ اړونده فقهی مسائل هم بیان سویدی.



په هر کورکی چی طالب العلم وی هلته به برکت وی:

عن انس بن مالك قال : كان أخوان على عهد النبي صلى الله عليه و سلم فكان أحدهما يأتي النبي صلى الله عليه و سلم والآخر يحترف فشكى المحترف أخاه إلى النبي صلى الله عليه و سلم فقال لعلك ترزق به.[سنن ترمذی2345]
قال ابو عيسى هذا حديث حسن صحيح
قال الشيخ الألباني : صحيح

ژباړه: انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دئ چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی دوه وړونه وه یویې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راتلئ ( تعلیم یې کوئ) هغه بل یې کارکوئ، هغه کارکوونکئ راغئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې دخپل ورور څخه شکایت وکړئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: شاید تاته به دده په خاطر رزق درکول کیږی.

توضیح: یعنی دوه وړونه وه چی یویې طالب العلم وو پررسول الله صلی الله علیه وسلم یې سبق وایه هغه بل یې تاجر وو کاریې کوئ ، تاجر راغئ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې دخپل ورور دلاسه شکایت وکئ چی زه کارکوم زما ورور کار نکوی بلکی راځی ستاسر درس وایی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ته څه خبریې شاید تاته چی کومه روزی اوکوم رزق درکول کیږی هغه به ستا دهمدغه ورور په برکت وی.

نوموږ باید پدې باندی خپل سرخلاص کړو چی دهرچا په کورکی دطالب العلم وجود یو لوی نعمت دئ شاید زموږ ډیری لویې کورنۍ به دهغه طالب العلم په برکت باندی روزی خوری چی ددوی په کورکی اوسیږی.

۱۳۹۶/۱۱/۲۶

تاریخی واقعیت:


په افغانستان کی دډیرو فکرونو خلګو ددی کوښښ کړئ دئ چی دخپل فکر موافق حکومت پکښی جوړ کړی خویواځنئ فکر چی دافغانستان خټه اوعام مسلمان وولس ورسره ټکرندئ اوپه پیاده کیدلو یی هیواد آرام کیدلائ سی سوچه اسلامی فکر دئ چی امنیت ، آرامی اوسوکالی ټوله یی په غیږکی پراته دی.

غبرګون:



د وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ دعمر خیلو په کلی کی پردینی مدرسې باندی تیرئ او د استادانو اوشاګردانو شهادت په کلکو الفاظو باندی غندو او دیوه داسی ستر جنایت په سترګه ورته ګورو چی عاملین یی باید په هیڅ صورت ونه بخښل سی.
دمظلومو مسلمانانو په خاصه توګه دعلماؤ او حافظانو وژل هغه منفور او رټل سوئ عمل دئ چی کوونکی یی نه تنها داچی دالله په قهر او غضب به ګرفتاره سی بلکی له امله به یی ددنیا له مخی امن او امان ولاړشي، قاتلین به یی یوه نه بله ورځ ارو مرو په دنیا کی مجازات کړل کیږی او په آخرت کی به دالله پاک دسختی محاسبې او عذاب سره مخامخ کیږی
هغه خلګ چی دداسی پیښو مخه نیولائ سی خو نه یی نیسي او یا دداسی مظلومانو غور کولائ سی خو نه یی کوی حتما به دالله پاک په حضور کی دځواب ویلو لپاره حاضریږی.
پدې خبره باندی باید هر مسلمان سر خلاص کړی چی دمدارسو سره دښمنی دالله ددین سره دښمنی ده هرڅوک چی ددین سره دښمنی شروع کړی نور دی نو ډیر ژر دخپل ځواک دټغر دټولیدلو انتظار وباسي.
دمظلوم د دعا او اجابت ترمینځ هیڅ فاصله نسته، دظلم کاسه نسکوره، دظالم عاقبت وران او دبی عدالتۍ فراش ټولیدونکئ دئ.
پدې دردوونکي پیښه کی ټولو قربانیانوته دالله جل جلاله څخه دقبولیت او جنت الفردوس غوښتونکی یو او د وارثانو سره یی ځانونه په غم شریک بولو او دزړه دتله ورته دعزاء او تسلیت مراتب وړاندی کوو.
أعظم الله أجرکم و أحسن عزائکم وغفر لمیتکم انا لله وانا الیه راجعون.

علماؤ ته دآزار رسولو بدعواقب


عن عكرمة: « من آذى فقيها فقد آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم ، ومن آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقد آذى الله عز وجل ».[الترغيب في فضائل الأعمال 284]
عكرمه رضي الله عنه فرمايي: څوك چي فقيه عالم آزار كړي نوګويا رسول الله صلي الله عليه وسلم يي آزار كړئ دئ اوڅوك چي رسول الله صلي الله عليه وسلم آزار كړي نو يقينا چي الله پاك يي آزار كړئ دئ.
وعلماؤ ته آزار رسول يوقسم بغاوت دئ چي إنسان يي دالله پاك دغوراوي په مقابل كي كوي او دالله پاك دسپيڅلي كلام مخالفت دئ چي دعلماؤ لپاره يي پكي ډير فضايل راوړيدي او درسول الله صلي الله عليه وسلم سره داسي نه بښوونكي دښمني ده چي كوونكئ يي بايد پر خپل إيمان باندي وويريږي او د توبي كولو برسیره باید تجديد د ايمان وكړي ،‌په حديث قدسي كي راځي: إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.[صحيح البخاري 6502] يعني الله جل جلاله فرمايلي دي: څوك چي زما ددوست سره دښمني وكړي نو يقيناً زه دهغه سره دجنګ کولو اعلان کوم.
علماء دالله پاک هغه دوستان دی چی د انبیاؤ وروسته بل هیڅوک الله ته داسی ندئ ګران لکه علماء چی ورته ګران دی لکه إمام ابوحنیفه رحمه الله ته چی داخبره منسوب ده چی: « إن لم يكن أولياء الله في الدنيا والآخرة الفقهاء والعلماء ، فليس لله ولي »[الفقیه والمتفقه 137] یعنی که په دنیا او آخرت کی فقهاء اوعلماء دالله پاک دوستان نوی ، نوبیاخو دالله پاک لپاره هیڅ دوست نسته.
علماء دالله پاک هغه دوستان دی چی په احترام باندی پیژندل یی الله پاک دهرچا دنده ګرځولی ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهرهغه چاڅخه خپله بیزاری اعلان کړیده کوم چی علماؤ ته دقدر اواحترام په سترګه نه ګوری اوفرمایلی یی دی: ويعرف لعالمنا حقه.[مسنداحمد 22807]یعنی هغه څوک زموږ څخه ندئ چی زموږ عالم ته دهغه حق نه ورکوی.
معلومه خبره ده چی پردوست باندی دهر چاخوا بدیږی ، نو دالله پاک هم پرخپلو دوستانو باندی چی علماء کرام دی خوا بدیږی، څوک چی ځانته مسلمان وایی باید په تمامه معنی دعلماء احترام اوقدر وکړی نه تنها خپله دعلماؤ سپکاوئ ونکړی بلکی هیچاته دعلماؤ دسپکاوی اجازه ورنکړی.
دهری ټولنی ښیرازی اوکامیابی دعلم اوعلماؤ سره په محبت کی ځای کړل سویده، په کومی ټولنی کی چی دعلماؤ قدر نوی هغه ټولنه به نه خوشالی ووینی اونه به یی هم هیڅ ډول امنیت په برخه سی.
په کومی ټولنی کی چی دعلماؤ اعزاز نکیږی هغه ټولنه به هیڅوخت دعبادت،‌إیمان، اوځان پیژندنی په خوند باندی پوه نسی.
په کومی ټولنی کی چی علماؤ ته د رهبرانو په سترګه نه کتل کیږی، هغه ټولنه به هیڅوخت خپل دوست اودښمن ونه پیژنی او نه به یی هم مسلمان او غمخور واکمن په برخه سی.
دا په تجربه باندی ثابته سویده چی هرواکمن دعلماؤ سره دښمنی پیل کړیوی مخکی تردی چی دئ خپل زړه په علماؤ باندی یخ کړی او یاهم علماء دټولنی څخه ورک کړی،‌ الله پاک دده دواکمنۍ ټغر ورټول کړئ وی داسی یی ټول کړئ وی چی لمسیان اوکړوسیان یی لاهم د واکمنۍ څخه محروم پاته سوی وی.
دعلماؤ آبرو اودهغوی غوښی دزهر قاتل مثال لری څوک چی یی وخوری ارو مرو به مړکیږی اوڅوک چی یی وڅکی(خوندیی وګوری) ارومرو به مسموم کیږی.

۱۳۹۵/۱۲/۲۳


دنوروز دلمانځلوپرحراموالی باندی دلائل:
1. دنوروز په لمانځلوکی دکفارو دنفسی غوښتنومتابعت دئ ، پداسی حال کی چی مسلمان دهغوی دنفسی غوښتنودمتابعت څخه صراحتامنع سوئ دئ.
·       وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.[البقرة 145]
ژباړه: کچیری (بالفرض) ته ددوی(کفارو) دنفسی غوښتنومتابعت وکړی وروسته تردی چی تاته علم درکړل سوئ دئ نویقینا پدی وخت کی ته دظالمانوڅخه یی.
·       وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.[ سورة المائدة 48]
ژباړه: اوته متابعت ددوی دنفسی غوښتنو مکوه دهغه څه نه چی تاسوته دحق څخه راغلئ دئ ، ستاسوڅخه هریوه ته می لاره اوطریقه جوړه کړیده.
·       يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا [الأحزاب 1 2]
ژباړه: ای پیغمبره دالله څخه وویریږه اودکافرانو اومنافقینوپیروی مکوه یقینا چی الله پوه اوحکمت والادئ ، او دهغه څه متابعت وکړه چی تاته دالله له لوری دوحی په توګه راغلی دی یقینا چی الله پاک په هغه څه باندی ښه خبردئ چی تاسویی کوئ.
2.دنوروز په لمانځلو ځان دکفارو غوندی جوړل دی ، اومسلمان صراحتا ددی څخه منع سوئ دئ چی ځان دی دکفاروغوندی جوړکړی.
·       وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[ سورة الحشر19]
ژباړه: تاسو مه جوړیږئ په شان دهغو خلګو چی الله پاک یی هیرکړئ دئ نودوی ځانونه هیرکړیدی، دوی هغه خلګ دی چی دالله داطاعت څخه وتلی دی.
·       أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.[سوره الحدید]
آیا ندئ نیژدی سوئ هغه خلګوته چی إیمان یی راوړئ داچی ددوی زړونه دالله دذکر لپاره اوهغه حق ته چی پردوی نازل سوئ دئ وویریږی ، اودهغوخلګو په ډول نسی چی دوی ته مخکی کتاب ورکړل سو ، بیا پردوی باندی زمانه اوږده سوه (یعنی ددوی او أنبیاؤ ترمینځ  ډیره زمانه تیره سوه) نو ددوی زړونه کلک سوه اوډیرئ ددوی فاسقان دی.
3. دنوروز په لمانځلوکی دکفارو لوری ته شوق اومیلان دئ اوالله پاک مسلمانان ددی څخه په ښکاره منع کړیدی ، فرق نلری که میلان دوی ته په دوستۍ باندی وی ، که داسلام په هکله ددوی دخبره په منلوباندی وی اوکه ددوی په کارونوباندی په خوشاله کیدلوباندی وی.
وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.[هود113].
ژباړه: تاسومیلان مکوئ هغوکسانوته چی ظلم یی کړئ(کافران سویدی) نو اوربه مو مسه کړی ، اوتاسولره بغیرله الله نه هیڅ دوست نسته بیابه ستاسوهیڅ نصرت ونسی.
4.دنوروز په لمانځلوکی دکفاروسره مشابهت دئ ، اودهغه څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت منع کړئ دئ.
·       عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذی 2695]
ژباړه: عمرو بن شعیب دخپل پلارڅخه هغه دده دنیکه څخه روایت کی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زموږ څخه ندئ هغه څوک چی ځان دغیرسره زموږ(چی کافران دی) مشابه کوی ، دیهودو اونصاراووسره مشابهت مکوئ.
·       عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ».[سنن ابی داود 4033]
ژباړه: هرڅوک چی ځان دیوقوم سره مشابه کړئ دئ دهماغه قوم څخه شمیرل کیږی.
5.دنوروز پرورځی باندی عملا درسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا بندیزلګیدلئ دئ:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ ».
ژباړه: انس رضی الله عنه فرمایی: کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی منوری ته راغئ، دمدینی خلګو دوی ورځی لمانځلی اوهغوی کی یی لوبی کولی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا کومی ورځی دی؟ دوی ورته وویل: موږ دجاهلیت په وخت کی (یعنی مخکی تراسلامه) دا ورځی لمانځلی اولوبی موپکی کولی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله پاک تاسوته ددغه دوو ورځو په بدل کی دوی نوری ورځی چی تردوی ډیری ښه دی درکړی چی دلوی اوکوچنی اخترورځی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دحدیث ددی جزء " قدابدلکم بهما" له ورایه ښکاری چی دلوی اوکوچنی اخترونو ورځی دهغو دوو ورځو په بدل کی ورکول سویدی، معلومه خبره ده چی دبدل ورکولو وروسته ، مبدل منه چی هغی پخوانۍ ورځی دی وروسته پرخپل حال باندی پاته کیدلائ نسی. نو دنوروز اومیزان ورځی حرامی سوی پرځای یی دلوی اوکوچنی اخترونو ورځی کښیښودل سوی.
6.دنوروز دورځی لمانځل صحابه کرامو غندلی اومسلمانان یی دلمانځلوڅخه ویرولی دی.
·       عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: ((من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشـبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة)) [ سـنن البيهقي الكبرى: 9/234،]
ژباړه: دعبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روایت دئ چی هرڅوک دکفارو په ښارونوکی بناء وکړی ، ددوی نوروز اومیزان ولمانځی اوددوی سره ځان مشابه کړی ترڅوچی پردغه حالت باندی مړکیږی نودغه سړئ به ددوی سره حشرکیږی.
·       عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : اجْتَنِبُوا أَعْدَاءَ اللَّهِ فِى عِيدِهِمْ.
        (رواه البخاري في تاريخه،والبيهقي)
ژباړه: دالله پاک ددښمنانو داخترونوڅخه وساتئ.
معلومه خبره ده چی " نوروز" دالله ددښمنانو اختردئ.
7.فقهاء کرامو دقرآن اوحدیث څخه په استنباط دنوروز دورځی لمانځل حرام بللی دی.
·       قال المظهر : وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.[ فيض القدير شرح جامع الصغير]
ژباړه: مظهرویلی دی: پدی خبره کی دلیل دئ پردی باندی چی دنوروز اومیزان دورځو تعظیم منع سوئ دئ، ابوحفص حنفی ویلی دی: څوک چی دنوروز دتعظیم په نیت یوکافرته یوه هګۍ ورکړی دئ پدی باندی کافرسو.
·       ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.(مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية).
ژباړه: کافرکیږی په ورتلو سره ونوروزته دمجوسیانو اوپه موافقت باندی ددوی سره په هغه کارونوکی چی دوی یی پدی ورځ کی کوی. او کافرکیږی په رانیولوسره دیوشی دنوروز په ورځ کوم چی بله ورځ یی نه رانیوئ البته پخاطر ددی تعظیم دنوروز نه پخاطر دخوړلو اوچیښولو، همدا راز کافرکیږی کافرته په سوغات ورکولو پدی ورځ کی کڅه هم یوه هګۍ وی البته پخاطر دتعظیم ددی ورځی.
دنوروز لمانځل حرام دی کڅه هم دکافرانو اومجوسیانو په نیب باندی نوی ، ځکه چی دکافرسره پداسی شیانوکی مشابهت کول نیت نه غواړی ، که په نیت باندی وی هغه خوعلماء لیکی چی سړئ ورباندی کافرکیږی اوکه بغیرله نیته وی نوحکم یی حراموالئ دئ.


۱۳۹۵/۱۲/۲۱

دکفارو سره دمشابهت دحرمت دلائل:

بسم الله الرحمن الرحیم
دکفاروسره دمشابهت دحرمت دلائل:

په لاندی لیکنه کی به دقرآن ، حدیث اوفقهی عباراتوپه رڼا کی دکفاروسره دمشابهت دحرمت دلائل وړاندی کوو ، پدی خاطرچی لیکنه اوږده ده نوښه مو وګڼله چی ترعقلی خبروتیرسو تنها سوچه دلائل ستاسو حضورته وړاندی کړو هیله ده چی لیکنه ترآخره پوری ولولئ.
1. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[ سورة الحشر19]
ژباړه: تاسو مه جوړیږئ په شان دهغو خلګو چی الله پاک یی هیرکړئ دئ نودوی ځانونه هیرکړیدی، دوی هغه خلګ دی چی دالله داطاعت څخه وتلی دی.
پدی آیت کی الله پاک صراحتا مومنان ددی څخه منع کوی چی دوی ځانونه دکفارو په شان جوړکړی لکه څنګه چی علامه وهبة الزحیلی په تفسیرالمنیرکی ددی آیت په تفسیرویلی دی: أَي وَاحذَرُوا أَن تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَرَكُوا أَمرَ اللّهِ، وَأهمَلُوا حُقُوقَ اللّهِ الوَاجِبَةِ عَلَى العِبَادِ، وَلَم يَخَافُوا رَبَّهُم، فَجَعَلَهُم نَاسِينَ أَنفُسَهُم بِسَبَبِ نِسيَانِهِم لِرَبِّهِم، فَلَم يَعمَلُوا الأَعمَالَ الصَّالِحَةِ الَّتِي تَنفَعُهُم فِي المِعَادِ.
ژباړه: یعنی ځانونه ددی څخه وساتئ چی تاسولکه هغه خلګ سئ چی دوی دالله پاک امرپری ایښئ وی ، اودوی هغه حقوق چی پربندګانو باندی لازم دی هیرکړیوی  ، اودوی دالله پاک څخه نوی ویریدلی ، نودوی دخپل پروردګاردهیریدلو په سبب ځانونه هیرکړیدی اوهغه نیک کارونه یی ندی کړی کوم چی دوی ته په آخرت کی ګټه لری.
2. وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.[البقرة 145]
ژباړه: کچیری (بالفرض) ته ددوی(کفارو) دنفسی غوښتنومتابعت وکړی وروسته تردی چی تاته علم درکړل سوئ دئ نویقینا پدی وخت کی ته دظالمانوڅخه یی.
3. وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.[ سورة المائدة 48]
ژباړه: اوته متابعت ددوی دنفسی غوښتنو مکوه دهغه څه نه چی تاسوته دحق څخه راغلئ دئ ، ستاسوڅخه هریوه ته می لاره اوطریقه جوړه کړیده.
4. يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا [الأحزاب 1 2]
ژباړه: ای پیغمبره دالله څخه وویریږه اودکافرانو اومنافقینوپیروی مکوه یقینا چی الله پوه اوحکمت والادئ ، او دهغه څه متابعت وکړه چی تاته دالله له لوری دوحی په توګه راغلی دی یقینا چی الله پاک په هغه څه باندی ښه خبردئ چی تاسویی کوئ.
دامعلومه خبره ده چی کوم شئ چی کفارو دځانه څخه ایښئ وی اوهیڅ شرعی لاسوند دځانه سره ونلری هغه ددوی نفسی غوښتنه وی اوڅوک چی هغه کارکوی پداسی حال کی چی شرعا دهغه کاردکولوڅخه منع هم راغلی وی نودغه ددوی سره مشابهت اوددوی متابعت دئ ، پدی خاطر الله پاک په پورته آیتونوکی رسول الله صلی الله علیه وسلم اویاهم هرمخاطب دکفارو دمتابعت څخه چی مشابهت یی لازم دئ منع کوی.
5. أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.[سوره الحدید]
آیا ندئ نیژدی سوئ هغه خلګوته چی إیمان یی راوړئ داچی ددوی زړونه دالله دذکر لپاره اوهغه حق ته چی پردوی نازل سوئ دئ وویریږی ، اودهغوخلګو په ډول نسی چی دوی ته مخکی کتاب ورکړل سو ، بیا پردوی باندی زمانه اوږده سوه (یعنی ددوی او أنبیاؤ ترمینځ  ډیره زمانه تیره سوه) نو ددوی زړونه کلک سوه اوډیرئ ددوی فاسقان دی.
پدی آیت کی الله پاک مسلمانان ډیری مهمی نکتی ته متوجه کوی هغه داچی: مسلمانان باید داهل کتابوغوندی ځانونه جوړنکړی ، اهل کتابو وروسته ترڅه مودی خپل دپیغمبرانو متابعت پریښودئ ، دالله پاک په شریعت باندی یی عمل کول هیرکړه، نوزړونه ددوی کلک سوه(دحق دمنلوڅخه) نوځکه ډیرئ ددوی کافران سوه.
دامعلومه خبره ده چی دکفاروسره مشابهت ددی آیت دغوښتنی سره مخالفت دئ.
احادیث:
1.عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذی 2695]
ژباړه: عمرو بن شعیب دخپل پلارڅخه هغه دده دنیکه څخه روایت کی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زموږ څخه ندئ هغه څوک چی ځان دغیرسره زموږ(چی کافران دی) مشابه کوی ، دیهودو اونصاراووسره مشابهت مکوئ.
پدی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم صراحتا دیهودو اونصاراوو سره دمشابهت کولوڅخه ممانعت کړئ دئ اوبیایی دهغو خلګو په هکله چی ځان ددوی سره مشابه کوی فرمایلی دی: دوی زموږ دټولۍ څخه ندی.
2.عَنْ عَدِيِّ بن حَاتِمٍ، قَالَ: أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَفِي عُنُقِي صَلِيبٌ مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ:"يَا عَدِيُّ اطْرَحْ هَذَا الْوَثَنَ مِنْ عُنُقِكَ [سنن ترمذی 3095]
ژباړه:عدی بن حاتم (رض) وایی زه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه راغلم پداسی حال کی چی زما په غاړه کی دسرو زرو صلیب وو، نو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای عدی! دغه بت دی دغاړی څخه وغورځوه.
پدی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم ؛ عدی بن حاتم رضی الله عنه ته دغاړی څخه دصلیب دغورځولو حکم کوی پداسی حال کی چی دئ پدی وخت کی مسلمان هم دئ اوپه هغه پخوانۍ عقیده باندی یی هم نه په غاړه کوی ، خوپدی خاطرچی صلیب نښه دنصرانیت ده په اغوستلویی مسلمان دکافرسره مشابه کیږی نورسول الله صلی الله علیه وسلم عدی بن حاتم رضی الله عنه ته دهغه دغورځولو حکم کوی.
3.وَقَالَ:قُصُّوا الشَّوَارِبَ، وَاعْفُوا اللِّحَى، وَلا تَمْشُوا فِيَ الأَسْوَاقِ إِلا وَعَلَيْكُمُ الأُزُرُ، إِنَّهُ لَيْسَ مِنَّا مَنْ عَمِلَ بِسُنَّةِ غَيْرِنَا. [المعجم الکبیر للطبرانی حدیث 11173]
ژباړه: اورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بریتونه لنډ کړئ اوږیری غټی کړئ، اوپه بازارونو کی مځئ مګرداچی لنګ موتړلئ وی(یعنی عورتونه موپټ وی) یقینی خبره ده چی زمونږ څخه ندئ هغه څوک چی په طریقی دغیر زمونږ عمل وکړی.
4. عن ابن عباس رضی الله عنه أنه قال:خَالِفُوا الْيَهُودَ , وَصُومُوا يَوْمَ التَّاسِعِ وَالْعَاشِرِ.[مصنف عبدالرزاق 7839]
ژباړه: دعبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دئ چی ده وفرمایل :دیهودو مخالفت وکړئ ، نهمه اولسمه ورځ روژه ونیسئ.
پدی اثرکی چی پرابن عباس رضی الله عنه باندی موقوف دئ إبن عباس رضی الله عنه مسلمانانوته دعاشوراء دروژی په نیولوکی دیهودو سره دمخالفت حکم کوی چی هغوی تنها دلسمی ورځ روژه نیسی ، نوتاسی مسلمانان ددی لپاره چی دهغوی سره مومشابهت او ورته والئ رانسی نونهمه ورځ هم روژه ونیسئ.
5.عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُومُ فِى الْجَنَازَةِ حَتَّى تُوضَعَ فِى اللَّحْدِ فَمَرَّ بِهِ حَبْرٌ مِنَ الْيَهُودِ فَقَالَ هَكَذَا نَفْعَلُ. فَجَلَسَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- وَقَالَ « اجْلِسُوا خَالِفُوهُمْ ».[سنن ابی داود 3178]
ژباړه: عباده بن صامت رضی الله عنه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم به جنازی ته دهغه پوری دریدئ ترڅوچی په لحد کی ایښودل کیدل ، یوه ورځ یویهودی عالم تیریدئ نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته یی وویل: موږ هم همداسی کوو، سمدستی رسول الله صلی الله علیه وسلم کښینستئ اوویی فرمایل: کښینئ ددوی (یهودو) مخالفت وکړئ.
پدی حدیث کی عملا رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وښودله چی دیهودوسره مخالفت دشارع غوښتنه اودشریعت ځانګړئ اساس دئ.
6.عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ سَمِعَ عُمَرَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، يَقُولُ عَلَى الْمِنْبَرِ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ لاَ تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ فَقُولُوا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُه.[صحیح البخاری3445]
ژباړه: عبدالله ابن عباس رضی الله عنه فرمایی : مادحضرت عمررضی الله عنه څخه پداسی حال کی واوریدل چی دئ پرمنبرباندی ولاړوو ویل یی: ما درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی تاسو زماپه هکله دومره مبالغه مکوئ لکه نصاراوو چی دحضرت عیسی علیه السلام په باره کی کول، زه دالله تعالی بنده یم نوتاسو راته دالله بنده اورسول ووایاست.
یعنی ځانونه دهغوی سره مه مشابه کوئ چی دپیغمبرپه هکله یی ډیر افراط وکړئ هغه ته یی (نعوذبالله) خدای ، دخدای زوی اوداسی نور القاب وکارول.
7.عَنْ أَبِى عُمَيْرِ بْنِ أَنَسٍ عَنْ عُمُومَةٍ لَهُ مِنَ الأَنْصَارِ قَالَ اهْتَمَّ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- لِلصَّلاَةِ كَيْفَ يَجْمَعُ النَّاسَ لَهَا فَقِيلَ لَهُ انْصِبْ رَايَةً عِنْدَ حُضُورِ الصَّلاَةِ فَإِذَا رَأَوْهَا آذَنَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا فَلَمْ يُعْجِبْهُ ذَلِكَ قَالَ فَذُكِرَ لَهُ الْقُنْعُ - يَعْنِى الشَّبُّورَ - وَقَالَ زِيَادٌ شَبُّورَ الْيَهُودِ فَلَمْ يُعْجِبْهُ ذَلِكَ وَقَالَ « هُوَ مِنْ أَمْرِ الْيَهُودِ ». قَالَ فَذُكِرَ لَهُ النَّاقُوسُ فَقَالَ « هُوَ مِنْ أَمْرِ النَّصَارَى ».[سنن ابی داود 498] ".
ژباړه: ابی عمیربن انس دخپل یوه انصاری اکاڅخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دلمانځه لپاره دراټولیدلو غم خوردگی وکړه نوچاورته وویل: چی کله جماعت سره راټول سی نویوبیرغ دی ودرول سی چی کله یی خلګ ووینی نوجماعت ته حاضریږی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه رأی خوښه نسوه ، بیاچاورته دیهودو دشپیلکۍ چی دعبادت پروخت به یی ږغول یادونه وکړه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښه نسوه نویی ورته وویل داخو کاردیهودو دئ ، بیاچاورته دنصاراوو دزنګولی یادونه وکړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا خوکار دنصاراوودئ.
پدی حدیث کی لوی دلیل دئ پردی خبره باندی چی دیهود اونصاراوو سره په عادت اوعبادت کی مشابهت ندئ روا کنه نو مسلمانانو خو دغه کار دلمانځه دکولو په هدف کوئ هغه عبادت چی رسول الله صلی الله علیه وسلم پایه اوستون ددین بللئ دئ خوبیاهم رسول الله صلی الله علیه وسلم یی نه خوښوی اوعلت دا بیانوی چی دغه کار دیهودواونصاراوو دئ.
8. عن شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « خَالِفُوا الْيَهُودَ فَإِنَّهُمْ لاَ يُصَلُّونَ فِى نِعَالِهِمْ وَلاَ خِفَافِهِمْ ».[سنن ابی داود652]
ژباړه: شداد بن اوس دخپل پلارڅخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دیهودو سره مخالفت وکړئ ، هغوی په چوټو اوموزو کی لمونځ نکوی. خوتاسو لمونځ پکی وکړئ.
پدی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم صراحتا دیهود سره دمخالفت کولو یوه عملی طریقه ښودلی ده چی هغه په موزو اوچوټکوکی لمونځ کول دی.
9.حضرت عمررضی الله عنه په هغه لیک کی چی دشام خلګوته یی لیږی داسی لیکی: ولا نتشـبه بهم في شيء من لباسهم من قلنسـوة ولا عمامة ولا نعلين ولا فرق شعر ولا نتكلم بكلامهم ولا نتكنى بكناهم..."،[ سـنن البيهقي الكبرى: 9 / 202،  ]
یعنی موږ دنصاراووسره ځانونه په هیڅ ډول کالوکی نه مشابه کوو ، فرق نلری که خولۍ وسی ، که لنګوټه وسی ، که چوټی وسی ، اوکه دوریښتیانو جوړول وسی ، اونه هم موږ ددوی په ډول خبری کوو اونه هم ددوی په نومونوباندی ځانونه نوموو.
10.عن معاوية _ رضي الله عنه _ قال: ((إن تسـوية القبور من السـنة وقد رفعت اليهود والنصارى فلا تشـبهوا بهما)) ،[ المعجم الكبير: 19/352، ]
ژباړه: حضرت معاویه رضی الله عنه څخه روایت دئ چی دقبرونو آوار جوړول سنت دئ ، یهودو اونصاراوو قبرونه لوړ جوړول نوتاسو دهغوی سره مشابهت مکوئ.
11.عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: ((من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشـبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة)) [ سـنن البيهقي الكبرى: 9/234،]
ژباړه: دعبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روایت دئ چی هرڅوک دکفارو په ښارونوکی بناء وکړی ، ددوی نوروز اومیزان ولمانځی اوددوی سره ځان مشابه کړی ترڅوچی پردغه حالت باندی مړکیږی نودغه سړئ به ددوی سره حشرکیږی.
وَإِنْ كَانَ إسْكَافًا أَمَرَهُ إنْسَانٌ أَنْ يَتَّخِذَ لَهُ خُفًّا عَلَى زِيِّ الْمَجُوسِ أَوْ الْفَسَقَةِ أَوْ خَيَّاطًا أَمَرَهُ أَنْ يَتَّخِذَ لَهُ ثَوْبًا عَلَى زِيِّ الْفُسَّاقِ يُكْرَهُ لَهُ أَنْ يَفْعَلَ لِأَنَّهُ سَبَبُ التَّشَبُّهِ بِالْمَجُوسِ وَالْفَسَقَةِ.[ردالمحتارفصل فی البیع، الشاملة]
ژباړه: کچیری یوسړی بوټ جوړوونکئ پدی باندی امر کړئ چی ده ته دی دمجوسیانو اویا دفاسقانو په ډول موزی جوړی کړی، اویا یوسړی خیاط ته وویل: چی ده ته دی دفاسقانو په ډول کالی جوړکړی، نو دده (بوټ جوړوونکی ، اوخیاط) لپاره دا کارمکروه (حرام) دئ، ځکه داسبب دمشابهت دمجوسیانو اوفاسقانوسره دئ.
خلاصه:
داچی دپورته آیتونو، احادیثو اوفقهی عباراتوڅخه په وضاحت ثابتیږی چی دکفاروسره مهاشهت په:
1. عاداتوکی کوم چی په دوی پوری خاص وی اوإنسانی ضرورت نوی.
2. عباداتوکی کوم چی ددوی لخوا بغیرله کوم شرعی لاسونده ایښودل سوی وی.
3. په رسمونو اورواجونوکی.
4. دکالو اولباس په کولو او اغوستلوکی.
5. دځان اوبدن په جوړولو او عیارولوکی.
6. داخترونو او ورځو په لمانځلوکی.
حرام دئ مسلمان باید په کله ځان ورڅخه وساتی.
اللهم وفقنا لما تحب وترضی واجعلنا متمسکین بسنة نبیک فی الحیوة کلها واجعل حیاتنا ومماتنا علی دینک ، برحمتک یاارحیم الراحمین.