۱۴۰۱/۰۷/۰۹

دوه ژغورونکي او دوه بربادوونکي:

ژباړه: عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمايلي دي: دوه شيان ژغورونکي او دوه شيان بربادوونکي دي: هغه چي ژغورونکي دي نيت او منع دي. نيت دادی چي ته ددې اراده وکړې چي زه به په آينده کي د الله تعالی اطاعت کوم او منع داده چي ته به ځان د هغه شيانو څخه منع کوې کوم چي الله تعالی حرام کړيدي او دوه بربادوونکي شيان غرور(لويي) او نا اميدي ده.
تنبيه: نو که غواړی ځانونه د بربادۍ څخه وساتی غرور او لويي مکوئ او د الله تعالی د دربار څخه مه نا اميده کيږئ.
وقال عَبْد الله بن المبارك: اثنتان منجيتان واثنتان مهلكتان فالمنجيتان النية والنهي فالنية أن تنوي أن تطيع الله فيما يستقبل والنهي أن تنهى نفسك عما حرم الله عز وجل والمهلكتان العجب والقنوط.[حلية الاولياء]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۰۸

د غرور او لويۍ تاوان:

ژباړه: يحيی بن معاذ به ويل: ځانونه د لويۍ او غرور څخه وساتئ ځکه چي غرور خپل خاوند بربادوي او غرور د انسان نيکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري.
غرور او لويي دېته و ايي چي انسان ته ځان ډېر غټ معلوميږي او داسي فکر کوي چي زه خو نو تر ډېرو خلګو غوره او بهتره يم چي په عربي کي ورته عجب وايي.
وكان يحيى بن معاذ يقول: إِياكم والعجب، فإِنَّ الْعجبَ مهلكة لِأَهْلِه، وَإِنَّ الْعجب ليأكل الحسَنَات كَمَا تأكُلُ النَّار الحطب.[شعب الايمان 6861]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۰۷

مشر بايد پر خلګو بدګماني ونکړي:

ژباړه: د ابي امامه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: امير چي کله پر خلګو بدګماني وکړي نو فاسدوي يې.
توضيح: مناوي رحمه الله ويلي دي: کله چي کوم مشر په خلګو کي د رسوايۍ په نيت د بدګمانۍ پسې ولاړ سي نو هغوی فاسدوي چي په نتيجه کي د هغوی څخه هغه کارونه کيږي چي ده يې ورباندي ګمان کوی.
د حديث مقصد دادی چي امام او مشر بايد د خلګو د عيبونو او اسرارو پسې ولاړ نسي ځکه چي نظام په همدې باندي ټينګيږي او ډېر لږ انسانان پيدا کيږي چي د عيب څخه دي خالي وي نو که چيري مشر ددوی سره پر هره خبره او هره کړنه حساب وکړي ډېره سخته به پر دوی تمامه سي او ژوند به يې تنګ سي له همدې امله بايد مشر د خپل رعيت عيبونه پټ کړي، يو ډول تغافل وکړي، دوی ته عفوه وکړي، ددوی په اسرارو پسې دي نه ځي او په  دوی پسې دي تجسس نه کوي.[موسوعة الأخلاق]
تنبيه: مشر کولای سي د خپلو خلګو حالات وڅاري او د اصلاح په نيت لارښووني ورته وکړي خو د عيبونو پلټنه او بدګماني دي ورباندي نه کوي ځکه د عيبونو پلټنه او بدګماني ددغه حديث په حواله د فساد سبب جوړيږي.
عَن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ.[سنن ابي داود 4891]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۰۳

هغه پنځه ګناهونه چي کفاره نلري:

ژباړه: د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پنځه  شيان دي چي کفاره نلري: د الله تعالی سره شريک نيول، ناحقه وژل، پر مسلمان باندي تهمت ويل، د جنګ د ميدان څخه تښتېدل او ناحقه قسم چي په هغه باندي د مسلمان مال دده د لاسه وباسي.
پرتله: زموږ په زمانه او ټولنه کي په ټوليزه توګه د پورته پنځو شيانو څخه دوه شيان په خلګو کي ډېر عادي دي: پر مسلمان باندي تهمت ويل او د درواغو قسم.
سره ددې چي پر مسلمان باندي تهمت ويل دومره لويه ګناه ده خو بيا يې هم ځيني خلګ کوي او پر ناحقه خپل مسلمان ورور د درواغو څخه په يو شي باندي متهم کوي او سره ددې چي د درواغو قسم اخيستل دومره لويه ګناه ده خو بيا يې هم له بده مرغه ځيني خلګ اخلي.
عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ أَنّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ خَمْسٌ لَيْسَ لَهُنَّ كَفَّارَةٌ الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ وَقَتْلُ النَّفْسِ بِغَيْرِ حَقٍّ وَبَهْتُ الْمُؤْمِنِ وَالْفِرَارُ مِنَ الزَّحْفِ وَيَمِينٌ صَبْرٌ يَقْطَعُ بِهَا مَالَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ.[مسند الشاميين 1161]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۰۲

مسلمانه وروره!

هيڅوخت پر خپل مسلمان ورور بې ځايه او بې اساسه تهمت مه لګوه ځکه ددې تر څنګ چي لويه ګناه ده په آينده کي ستا د خجالت او شرمندګۍ سبب جوړيږي ځکه چي د اتهام ناحقي يو وخت ثابتيږي او هر وخت چي ثابته سي ته بيا هغه مسلمان ته په لوړو سترګو نسې کتلای او تل به يې په وړاندي شرمنده يې.
مسلمان لکه د نورو مسلمانانو د آبرو په ساتني چي مکلف دی د ځان د آبرو په ساتني هم مکلف دی او لکه نورو مسلمانانو ته چي بايد هيڅ ډول ضرر و نه رسوي ځان ته يې هم بايد و نه رسوي.

که مو داسي خلګ وليدل ځانونه ورڅخه وساتئ:

ژباړه: فضيل رحمه الله فرمايي: په آخره زمانه کي به داسي خلګ راسي چي بهتان ويونکي او عيب لټوونکي به وي، د هغوی څخه ځانونه وساتئ ځکه چي دوی د ټولو خلګو بد دي، د دوی په زړونو کي نور د اسلام نسته، دوی شر لټوونکي دي، د دوی هيڅ عمل به الله تعالی ته نه پورته کيږي.
د بهتان ويونکو څخه هدف هغه خلګ دي چي پر پاکو مسلمانانو باندي د درواغو تهمتونه لګوي، هغوی په بدو او ناوړو کارونو او نومونو باندي متهم کوي او د هغوی په اړه منفي فکروه خپروي.
د عيب لټوونکو څخه هدف هغه خلګ دي چي د مسلمانانو په نسب، آبرو، حيثيت او کارونو کي د ځانه څخه عيبونه پيدا کوي تر څو  هغوی په ټولنه کي بدنومي کړي.
وقال فضيل: في آخر الزمان قوم بهاتون، عيابون، فاحذروهم، فإنهم أشرار الخلق، ليس في قلوبهم نور الإسلام، وهم أشرار، لا يرتفع لهم إلى الله عمل.[التوبيخ والتنبيه لأبي الشيخ الأصبهاني 2882]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۰۱

د عالم درې صفتونه

ژباړه: ابوحازم فرمايي: تر هغه وخته پوري ته عالم نسې کېدلای تر څو چي په تا کي درې صفتونه نه وي: تر ځان پر لوړ بغاوت/ظلم مکوه، تر ځان د کښته سپکاوی مکوه او پر خپل علم دنيا مه اخله.
عَنْ عُبَيْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ، عَنْ أَبِي حَازِمٍ، قَالَ: لَا تَكُونُ عَالِمًا حَتَّى تَكُونَ فِيكَ ثَلَاثُ خِصَالٍ: لَا تَبْغِي عَلَى مَنْ فَوْقَكَ، وَلَا تُحَقِّرْ مَنْ دُونَكَ، وَلَا تَأْخُذْ عَلَى عِلْمِكَ دُنْيَا.[شعب الايمان1655]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/IKXrxlPFRKcGvmZyfCHrcV

ورځنی پيغام:


هيڅوخت فرصتونه له لاسه مه ورکوئ ځکه فرصت له لاسه ورکول دښمن ته فرصت په لاس ورکول دي.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/IKXrxlPFRKcGvmZyfCHrcV

د مسلمان لپاره دسيسه جوړول ندی روا

ژباړه: زهري وايي: ما ته رسېدلي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: چل او دسيسه مه جوړوه او د دسيسه جوړوونکي سره مرسته هم مکوه.
ژباړه: د عبدالله څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي موږ دوکه کړي هغه زموږ څخه ندی، چل(دسيسه) جوړوونکي او خطا ايستونکي به په اور کي وي.
د پورته احاديثو څخه له ورايه ښکاري چي هيڅ وخت بايد يو مسلمان بل مسلمان ته دسيسه جوړه نکړي.
هدف د دسيسې څخه دا دی چي مسلمان په ناوړه کار باندي متهم کړي يا په خپل فکر د هغه د پړ ثابتولو لپاره دلائل جوړ کړي تر څو هغه ته تاوان ورسوي، نوم يې بد کړي او په دنيا کي يې د ځينو امتيازونو او مشخصو رتبو څخه محروم کړي.
عَنِ الزُّهْرِيِّ قَالَ: بَلَغَنَا أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لاَ تَمْكُرْ، وَلاَ تُعِنْ مَاكِرًا.[الزهد لابن مبارک۷۲۵]
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا، وَالْمَكْرُ وَالْخِدَاعُ فِي النَّارِ.[المعجم الکبير۱۰۰۷۶]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/IKXrxlPFRKcGvmZyfCHrcV

د استاد ځيني حقوق او احترام:

بسمه تعالی
امام نووي رحمه الله فرمايي: پر شاګرد باندي د استاد په اړه آداب او احترامات دادي چي:
1 – شاګرد بايد خپل استاد خوشحاله وساتي کڅه هم د شاګرد د رأي او نظر خلاف کار وي.
2 – شاګرد بايد خپل د استاد مخ ته د چا غيبت ونکړي.
3 – شاګرد بايد د خپل استاد رازونه او اسرار افشاء نکړي.
4 – شاګرد بايد د خپل استاد په غياب کي که يې څوک غيبت کوي دفاع وکړي که يې دفاع نسوه کولای د هغه مجلس څخه دي ولاړ سي.
5 – شاګرد دي پر استاد بېله اجازې نه داخليږي.
6 – شاګرد بايد خپل استاد ته د پوره احترام په سترګه وګوري، دده پر پوره کمال باندي باور ولري او دده پر معاصرينو باندي ده  ته ترجيح ورکړي.
امام شافعي رحمه الله فرمايي: ما به د امام مالک رحمه الله په مخ کي دده د هيبت له کبله د کتاب پاڼه په ډېره آرامه سره اړول تر څو چي دی د پاڼي ږغ وانوري.
ربيع رحمه الله فرمايي: ما به د امام شافعي رحمه الله په مخکي دده د هيبت له کبله د اوبو څښلو جرأت نسو کولای.[المجموع شرح المهذب]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/IKXrxlPFRKcGvmZyfCHrcV

۱۴۰۰/۰۳/۳۱

کارونه څلور ډوله دي:

ژباړه: ابو سنان شيباني وايي: عمر بن خطاب رضي الله عنه وفرمايل: کارونه پر څلور ډوله دي: لومړی د هدايت په لاره کي نيک عمل دی چي دی په هغه باندي ددنيا غوښتنه ولري نو دده لپاره په آخرت کي هيڅ شی نسته ځکه چي الله تعالي فرمايي: مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ. [هود] ژباړه: څوک چي د دنيا د ژوند او د هغه د ښايست آراده ولري نو موږ يې د اعمالو سزا پوره ورکوو.
دويم د ريا کار دی چي نه په دنيا کي ثواب لري او نه هم په آخرت کي بلکي دده لپاره به بربادي وي.
دريم د هدايت په لاره کي هغه ښه عمل دی چي د الله د رضا او آخرت لپاره کيږي دداسي عمل کوونکي لپاره به په آخرت کي جنت وي سره ددې چي په دنيا کي به يې هم مرسته کيږي.
څلورم د خطاګانو او ګناهونو کوونکی دی دده لپاره مزدوري د الله تعالی عذاب دی مګر داچي الله تعالی بخښه ورته وکړي ځکه چي الله تعالی د تقوی او بخښي خاوند دی.
أنا أَبُو سِنَانٍ الشَّيْبَانِيُّ ، أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ ، رَحِمَهُ اللَّهُ قَالَ : الأَعْمَالُ عَلَى أَرْبَعَةِ وُجُوهٍ : عَامِلٌ صَالِحٌ فِي سَبِيلِ هُدًى ، يُرِيدُ بِهِ الدُّنْيَا ، فَلَيْسَ لَهُ فِي الْآخِرَةِ شَيْءٌ ، ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَقُولُ : {مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ} [هود] الْآيَةَ ، وَعَامِلُ رِيَاءٍ لَيْسَ لَهُ ثَوَابٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ إِلاَّ الْوَيْلُ ، وَعَامِلُ صَالِحٍ فِي سَبِيلِ هُدًى يَبْتَغِي بِهِ وَجْهَ اللهِ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ ، فَلَهُ الْجَنَّةُ فِي الْآخِرَةِ ، مَعَ مَا يُعَانُ بِهِ فِي الدُّنْيَا ، وَعَامِلُ خَطَايَا وَذُنُوبٍ ثَوَابُهُ عُقُوبَةُ اللهِ ، إِلاَّ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُ ، فَإِنَّهُ أَهْلُ التَّقْوَى وَأَهْلُ الْمَغْفِرَةِ.[الزهد لإبن مبارک2/63]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۰/۰۳/۲۹

د نفاق څخه لیري او نژدې انسان:

ژباړه: ابراهيم بن نشيط وايي: ما د عمر څخه چي د غفره آزاد سوی مريی وو واورېدل چي ويل يې: په ټولو خلګو کي د نفاق څخه ډېر ليري انسان هغه څوک دی چي تر بل هر چا پر خپل نفس باندي ډېر وېريږي او داسي ګمان کوي چي  هيڅ شی يې د نفاق څخه نسي خلاصولای او په ټولو خلګو کي نفاق ته نژدې هغه څوک دی چي کله يې پداسي شي باندي صفت وسي چي په ده کي نه وي نو زړه يې خوشاله کيږي او قبلوي يې.
او عمر وفرمايل: کله چي پداسي شيانو ستا صفت وسو چي هغه په تا کي نوه نو داسي دعا وکړه: ای الله ماته د هغه څه په اړه بخښه وکړې چي دوی نه په پوهيږي او ما په هغه څه باندي مه نيسې چي دوی يې وايي ځکه ته پوهيږي خو دوی نه پوهيږي.
نو ددې لپاره چي د نفاق څخه لیري پاته سو باید هیڅ وخت د ځان په اړه په ستایلو او صفت کولو باندي خوشاله نسو او هیچا ته دا اجازه ورنکړو چي پداسي صفاتو زموږ یادونه وکړي چي هغه په موږ کي نوي.
أنا إِبْرَاهِيمُ بْنُ نَشِيطٍ قَالَ : سَمِعْتُ عُمَرَ مَوْلَى غُفْرَةَ يَقُولُ : أَبْعَدُ النَّاسِ مِنَ النِّفَاقِ أَشَدُّهُمْ تَخَوُّفًا عَلَى نَفْسِهِ مِنْهُ ، الَّذِي يَرَى أَنَّهُ لاَ يُنْجِيَهِ مِنْهُ شَيْءٌ ، وَأَقْرَبُ النَّاسِ مِنْهُ إِذَا زُكِّي بِمَا لَيْسَ فِيهِ ارْتَاحَ قَلْبُهُ وَقَبِلَهُ وَقَالَ : قُلْ إِذَا زُكِّيَتَ بِمَا لَيْسَ فِيكَ : اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا لاَ يَعْلَمُونَ ، وَلاَ تُؤَاخِذْنِي بِمَا يَقُولُونَ ، فَإِنَّكَ تَعْلَمُ وَلاَ يَعْلَمُونَ.[الزهدلإبن مبارک2/57]
مولوي نورالحق مظهري