The disgraceful US interference in Venezuela's internal affairs shows that the United States does not believe in the territorial integrity of any country and does not accept international principles, and all states must fairly support the present Winnswell government.
۱۳۹۷/۱۲/۲۸
سیاسي ته خطاب:
په درواغجن سیاست مه پلــــوره ایمان سیاسي!
ډیراحتیاط کوه که ځان بــولې پـــوهان سیاسي!
که مــــــــرکې اوتبصــــــرې او تحلیلـــونه کــوې
دا په یاد ولــــــره چــی ته یــې مسلمان سیاسي!
په اټکلــــونو او تخمین باندی څوک ګرم مه بوله
چی دا دنیا او آخــــرت خپل نکړې وران سیاسي!
هــــره خبــــره د ســالــم عقـل په زور جـــــوړوه
تــر څـو ونه ګرځې صبا بیا پــــرپښیمان سیاسي!
ځان پــر هــرشی په تبصرې باندی مجبورمه بوله
تـر څو چا کــړئ درڅخه نـوی پـــــرسان سیاسي!
تل دی مـــوقف ســاته ثابت په رڼایــــې کی ددین
داسـی ونکـړې چی هرشی ته یې حیـران سیاسي!
تیـــره او اوس او آینــــده که ســــره ولګــــــــوې
که خدای کول نه به یې ستړئ اوستومان سیاسي!
که پــه درواغــــو دی دځان مطــرح کول غوښتله
نــو ډیـــر ځایونه به دی کــړئ وی تاوان سیاسي!
که ددې وخت په سیاست کـی ګــډیدل کمال وای
ما مظهـــری به وای جوړ کړئ ورته ځان سیاسي!
د جمعې ورځی سهارنئ پیغام:
په ځان باندی دومره مه بې باوره کیږه چی د هرچا څخه متأثر سې او هره ورځ د یوه ملګری څخه تقلید کوې بلکی په ځان باندی داسی باور ولره چی ته د ډیرو انسانانو مقتدا سې او نور خلګ ستا څخه تقلید وکړي. خو هغه وخت داسی رتبې ته رسیدلائ سې چی ځان په دیانت، عقل او هوښیارۍ کی کمال ته ورسوې.
غبرګون
په کاپیسا ولایت کی پر حمید المدارس دینی مدرسې باندی د اشغالګرو حمله او ظالمانه چاپه په کلکه غندو.
پر دینی مدارسو باندی حملې پر اسلام باندی حملې دی ځکه دینی مدارس ددین دشعائرو څخه یو شعار دئ سپکاوئ یې ددین سپکاوئ دئ.
الله پاک دی د عاملینو څخه انتقام واخلی او د مسلمانانو زړونه دی الله پاک په ظالمانو باندی یخ کړی.
په هر مصیبت کی لومړئ دځان سره حساب وکړه!
که دیوې ګناه له وجهی تاته کوم تاوان رسیږی نو مخکی تردې چی پر بل انسان دعوه وکړې دځانه سره حساب وکړه، خپل ګناه د تاوان لامل وبوله او ځان ملامت کړه ځکه د ګناه په کولو باندی تا په خپل لاس پرځان د تاوان دروازه راخلاصه کړه هم دی نورو خلګوته بهانه په لاس ورکړه تر څو تاته عذاب درکړی او هم دی الله پاک ځان ته په قهر کړ چی په دنیا کی یې د ګناه له امله عذاب درکړ.
هغه ناروا کارونه چی په ځینو رسنیوکی کیږی:
په ځینو راډیوګانو کی په شعوری او یا غیر شعوری توګه لاندی ناروا کارونه کیږی:
۱ – په خپرونو کی د ښځو سره اړیکی نیول، ټوکی ټکالی ورسره کول او دهغوۍ څخه زمزمې اوریدل.
۲ – د تفریح په پلمه د درواغو او بې کاره ټوکو څخه ډکی خپرونی چلول.
۳ – غیر موثق او یک طرفه خبرونه ویل.
۴ – د اسلامی شعایرو او افغانی کلتور پرخلاف ډرامې او تمثیلونه نشر کول.
۵ – سوداګریز اعلانونه پداسی تمثیل باندی جوړول چی لهجه یې د پوسخند او مسخرو وی او هیڅوک په هغسی لهجه باندی خبری نکوی.
۶ – د قرآن، احایثو او غوره ویناوو سره په بک ګرونډ کی موسیقی نشرکول.
۷ – د موسیقۍ نشر کول.
۸ – جنسی را پاروونکی او تحریک کوونکی خبری او ټوکی کول.
۹ – دکنسرت اجراء او خپرول.
۱۰ – د غیر موثقو منابعو څخه دینی معلومات اخیستل او بیا نشرول.
۱۱ – دینی خپرونو ته نه پاملرنه.
پدې هیله چی د رسنیو مسئولین ورته متوجه سی او مخه یې ونیسی او مخکی تردې چی د الله پاک په حضور کی حساب ورکولو ته احضار سی نن هماغه محاسبې ته آماد ګی ونیسی، خپل ګریوان ته سرکښته کړی ترڅو دځان او ولس په نسبت خپل مسئولیت په پوره توګه سرته ورسوی.
مولوی نورالحق مظهری
زموږ پیغام:
موږ چی هرچاته د ګناه د پریښودلو خبره کوو هدف مو د مسئولیت آداء کول او خیرخواهی ده.
دا د هر مسلمان دنده ده چی ښه او بد کارونه خپله وپیژنی او بیا یې نوروته هم ورزده کړی، خلګ پر ښه کاورنو باندی امرکړی او د بدو کارونو څخه یې را وګرځوی، بل مسلمان ته د ځان په سترګه وګوری کوم شئ چی د ځان لپاره خوښوی هغه دی د بل مسلمان لپاره هم خوښ کړی او چی کوم شئ د ځان لپاره نه خوښوی هغه دی د بل مسلمان لپاره هم نه خوښوی.
موږ که غلو ته د غلا پریښودلو خبره کوو، رشوت خوارو ته د رشوت پریښودلو خبره کوو، دوکه باز او چلبازوته د دوکې پریښودلو خبره کوو، ناپوه ته د پوهی زدکولو خبره کوو، فاحش اوبې ستره ته د ستر اوحیاء خبره کوو، ظالم ته دظلم د پریښودلو خبره کوو، مبتذلو رسنیو ته د اصلاح او سمون خبره کوو او داسی نورو بې لاری إنسانانو ته د هدایت اوسمیدلو خبری کوو دا ټول ددې لپاره چی له یوې خوا خپل دینی، اسلامی، انسانی او ایمانی مسئولیت پوره سرته ورسوو او له بلی خوا د نورو مسلمانانو سره د خپلی خواخوږۍ او زړه سوي درلودل ثابت کړو.
زموږ دوستی او دښمنی د هیچا سره د مال، شخصی ګټو، دنیوی شهرت، حسد اوبخل، چوکۍ او نورو بې اعتباره شیانو پر اساس نده بلکی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حدیث پربنیاد ده چی فرمایی: هیڅوک ستاسو څخه کامل مسلمان نسی کیدلائ ترڅو چی د خپل مسلمان ورور لپاره هغه شئ خوښ نکړی کوم چی د ځان لپاره یې خوښوی.
چی کله موږ د ځان لپاره ښه ژوند، د الله پاک رضایت، نیک اعمال او جنت غواړو نو د بل مسلمان لپاره یې هم غواړو او چی د ځان لپاره خراب ژوند، د الله پاک قهر، ګناهونه او دوږخ نه غواړو نو د بل مسلمان لپاره یې هم نه غواړو.
دا مو د ټول ژوند کړنلاره ده نه یې پریږدو، نه یې بدلوو او نه هم ورڅخه ستړی کیږو.
مولوی نورالحق مظهری
کله ژوند اوکله مړینه دمسلمان لپاره ښه ده؟
ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی ښه خلګ ستاسو مشران وی او سخیان خلګ موسرمایه داران وی او ستاسو ترمینځ کارونه په مشوره باندی کیږی نو دمځکی مخ درته ترنس دمځکی ښه دئ او که بدخلګ ستاسو مشران وه، بخیلان مو سرمایه داران وه او کارونه مو ښځو ته سپارل سوی وه نو بیا دمځکی نس درته تر مخ د مځکی ښه دئ.
یعنی چی کله ستاسو مشری د ښو خلګو په لاس کی وه، دنیا او سرمایه مو دسخیانو په لاس کی وه او خپل کارونه مو په مشوره باندی کول نو پرمځکه باندی ژوند کول تاسو ته ترمرګ بهتره دئ اوکه ستاسو مشران بد خلګ وه، دنیا اوسرمایه مو دبخیلانو په لاسونو کی وه او د کارونو سرپرستی مو ښځوته سپارلې وه نو بیا مرګ تاسو ته تر ژوند بهتره دئ.
وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: " «إِذَا كَانَ أُمَرَاؤُكُمْ خِيَارَكُمْ، وَأَغْنِيَاؤُكُمْ سُمَحَاءَكُمْ، وَأُمُورُكُمْ شُورَى بَيْنِكُمْ، فَظَهْرُ الْأَرْضِ خَيْرٌ لَكُمْ مِنْ بَطْنِهَا، وَإِذَا كَانَ أُمَرَاؤُكُمْ شِرَارَكُمْ، وَأَغْنِيَاؤُكُمْ بُخَلَاءَكُمْ، وَأُمُورُكُمْ إِلَى نِسَائِكُمْ، فَبَطْنُ الْأَرْضِ خَيْرٌ لَكُمْ مِنْ ظَهْرِهَا» ". رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ، وَقَالَ: حَدِيثٌ غَرِيبٌ.
اسلامي مبارزين
اسلامي مبارزين بايد نسبت و کفری او فسقي مبارزينو ته هوښیار، صابرین، تحمل کوونکی او د ډیری طاقتی انرژۍ خاوندان وی او د بل هر چا په نسبت یې استقامت او فکری وړتیا او زیرکتیا ډیره وی.
مسلمان او خبری:
مسلمان چی کله پر یوې موضوع باندی تحلیل او تبصره کوی باید شرعی عقیدتی اصول او اسلامی تاریخی واقعیتونه په نظر کی ونیسی تنها د مادیاتو څخه په تأثرد آزاد عقل په غوښتنه خبری ونکړی.
د الله پاک له ویری اوښکی تویول:
ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ندئ یو مسلمان بنده چی تر سترګو یې د الله پاک له ویری اوښکی ووځی کڅه هم د مچ د سر په اندازه وی بیا یې اوښکی یو څه پر مخ راتوۍ سی مګر داچی الله پاک دئ پر اور باندی حراموی.
یعنی د مسلمان تر سترګو چی د الله پاک له ویری اوښکی توۍ سی کڅه هم لږ اوښکی وی لکه د مچ سر، بیا یې یوڅه اوښکی د مخ یوې برخی ته ورسیږی نو الله پاک دغه انسان اورته نه داخلوی.
وَعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: " «مَا مِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يَخْرُجُ مِنْ عَيْنَيْهِ دُمُوعٌ وَإِنْ كَانَ مِثْلَ رَأْسِ الذُّبَابِ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ، ثُمَّ يُصِيبُ شَيْئًا مِنْ حَرِّ وَجْهِهِ إِلَّا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ» ". رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ.
الله دی مو خاتمه په خیر کړی:
الله پاک دی مو خاتمه په ایمان او خیر کړی، ددنیوی او اخروی رسوایۍ څخه دی مو الله پاک وساتی او د مړینی وروسته دی مو الله پاک په دنیاکی ژوند د را روانو نسلونو او اولادونو لپاره پیغور نه ګرځوی.
#آمین #آمین #آمین