۱.ښوونه اوزدكړه دانساني فطرت تقاضااوثابت سوئ حق دئ.
۲.ښوونه اوزدكړه دانساني شرافت اوكرامت ساتندوي اوضامن دئ.
3.په ښوونه اوزدكړه دانسان څخه كامل،عارف،عالم،هراړخيزه خادم،داعي الي الخير،اود زرينواخلاقوخاوندجوړيږي.
۴.ښوونه اوزدكړه د ټوله بشرد نيكمرغۍ،اوبريا لپاره نه ستړي كيدونكي ضميراوقوي انرژي ښوونكي اوزدكونكي ته وركوي.
۵.ښوونه اوزدكړه د باسعادته،واقعي اوریښتني ژوند امكانات برابروي.
۶. اصلاح اوآبادي دمځكي په باران وي اواصلاح اوآبادي د انسانانوپه علم اوپوهنه وي.
۷.څوك چي دخپل كوره څخه دعلم لپاره ووځي خداي پاك پرهغه باندی خپل رحمتونه نازلوي.
۸.علم اوپوهه انسان ته استقامت،اواعتماد دنفس،نشاط اوخوشحالي وركوي.
۹.علم خراب اوكنډواله ښارونه،كلي،اوكورونه ودانوي.
۱۰.په علم باندي انسان ځان پيژني اوچي څوك ځان پيژني هغه جهان پيژني.
۱۱.علم دمستقيمي اوبرابري لاري لارښود اوبيوونكي دئ.
۱۲.علم دشيطان اونفس په مقابل كي سپردئ.
۱۳.كچيري غواړئ چي افسردګي ونلرئ نوعلم اوزدكړي ته مخه كړئ.
۱۴.كچيري غواړئ چي په خپل ژوند درته قناعت حاصل سي نودعلم اوزدكړي تحصيل ته ترهرشي مخكي مخه كړئ.
۱۵.دماشومانوتعليم اوزدكړه دخاوندغضب ساكته وي.
۱۶.علم حاصل كړئ مخكي تردي چي سپين ږيري سئ.حضرت عمر
۱۷.علم عقل ته پرنفس غلبه وركوي.
۱۸.پوهنه انسان دسيالانوسره سيال رځوي .
۱۹.طلب دعلم دځان باورۍ اوخودكفایۍ يواځنئ لاره ده.
۲۰.كڅوك ځان په علم سمبال كړي هغه به په هري آزمويني كي كامياب وي.
۲۱.علم انسان ته حياء بخښي،حياء تقوي ډيروي،تقوي انسان خپل پروردګارته رسوي.
۲۲.دعلم خوند د ټولوخوندونوسردي،خوهغه څوك یې درك کولاي سي چي عالم وي.
۲۳.علم دانسان استعداد،اوكاري ظرفيت لوړوي.
۲۴.علم انسان ته قوت ددرك اواستدلال وركوي.
۲۵.علم دانسان اقتصادي اومالي اړتياپوره كوي.
۲۶.علم انسان ته دنوروخلګوپه سترګوكي دعزت څخه ډك حيثيت وركوي.
۲۷.ديني علوم دعصري علومولپاره دانسان ذهن اماده اوقوي كوي.
۲۸.ديني علوم دانسان فكري تكنالوژي ته انكشاف وركوي.
۲۹.ديني علوم اصل ومنشأدټولوعلومودي،بايد زد كړي ته یې پوره پاملرنه وسي.
مولوی نورالحق مظهری
۱۳۹۷/۰۸/۳۰
دعلم اړوند زرینی کرښی:
ترقی په نسب نه بلکی په عمل ده:
مَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ.[صحیح مسلم7028]
څوک چی عمل یې شاته کړی نسب یې نسی مخته کولائ.
عجیبه زمانه سوه
یـــوعجیبه زمانه ســوه خــر چی مشر دانسان سی
انسانان هم ناپوهان دی بس دستی پسې روان سی
نه یې فکـــر نه یې عقل نه شعـــوری انسانــی سته
خوبیاهم په زور دقوم یا دپیسو لوی قومندان سی
نه کــــمال لــری نه حال لـــری نه علم او نه پـــوهه
خوبیاهم په ډیرو خلګو کی ملک سی اویاخان سی
چی چمبازه وی ټګماروی اوپه هــــرکتاب خائن وی
هغه مشــر سی روان ورپسې سم سم انسانان سی
مظهـری! ښه دی سرخلاص کړه چی آخره زمانه ده
ځکه ښځی یا کشــران دی د چوکیو واکـداران سی
علماء اوسیاست:
پدې خاطر چی مثبت سیاست د اسلامی شریعت جزء دئ او په اسلامی تحکیم کی سیاست ډیر فعال او لوړ رول لری علماء باید هیڅوخت دسیاسی ډګر څخه لیری نوی البته هغه سیاست چی شرعا موږ ورته سیاست ویلائ سو او د اسلامی اساساتو سره هیڅ په ټکر کی نوی.
خو زما په آند کوم څوک چی دعالم په صفت سیاسی حلقې ته داخلیږی باید لاندی موارد په نظر کی ونیسی کنه نو دخپل علم سره به دکاذب سیاست قربانی سی او ددنیا او آخرت رسوایې به یې په برخه سی:
۱ ـ عالم هیڅوخت مثبت سیاست د اسلام څخه جدا نه بولی.
۲ ـ عالم هیڅوخت په منفی سیاست کی دچا پسې نه ځی.
۳ ـ عالم هیڅوخت په افواهاتو او شایعاتو باندی خپل سیاسی تګلورئ نه بدلوی.
۴ ـ عالم هیڅوخت دسیمی، قوم، وطن، ګوند، ژبی او انډیوالۍ پربنیاد دچا سیاسی ملاتړ نکوی.
۵ ـ عالم هیڅوخت دسیاسی موخو لپاره د مسلمانانو دټولۍ څخه نه وځی.
۶ ـ عالم هیڅوخت په پټو سترګو سیاسی تحلیل اوفیصله نکوی.
۷ ـ عالم هیڅوخت په سیاسی تګلاره کی د درواغجنو رسنیو څخه تقلید نکوی.
۸ ـ عالم هیڅوخت په سیاسی برخلیک کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو طرز العمل نه هیروی.
۹ ـ عالم هیڅوخت خپل سیاسی استقلال له پامه نه غورځوی.
۱۰ ـ عالم هیڅوخت مسلمانانوته دسیاسی ویښتابه د درس ورکولو څخه نه ستړئ کیږی.
۱۱ ـ عالم هیڅوخت په مجهول الهویته سیاست کی دخالت نکوی.
۱۲ ـ عالم هیڅوخت د نفسی غوښتنو پربنیاد او لنډمهاله جذباتو پر اساس سیاسی قدم نه اخلی.
مولوی نورالحق مظهری
ناسم فکر:
ناسم فکـــــر دئ چی هــرڅه را وستلائ امریکاسی
زمــوږ هیــواد ته امنیت هم ورکــولائ امــریکا سی
حــرکات اوسکنات ټـــول له آســـمانه څخه څــاری
څلور اینچه شئ په تـوره شپه لیدلائ امـــریکاسی
په یــــوه ساعت کی ټـــوله جنګجالونه نیستول کا
جنګــی ډلی په یـــــوه ورځ ختمــولائ امـریکا سی
په نــړۍ کی چی څه کیــږی پاکستان یا امــریکاده
که وغــواړی زمــوږ هیواد را جــوړولائ امـریکاسی
څه چی سوی اوڅه وسوه آینده کی چی څه کیږی
په کــومک د آی اس آی یې سمـــولائ امـــریکا سی
خدای یې هیردئ پرهرڅه باندی قادر امـــریکابولی
مظهــــــری! کله دا خلګ هیـــــرولائ امـــــریکا سی
د قومی تعصب يو ډول:
د یو چا څخه پدې خاطر بدوړل چی هغه د فلاني هیواد اوسیدونکئ دئ یو قسم قومی تعصب دئ چی شرعا حرام او ناروا دئ.
د مسلمان لپاره باید اسلام او تقوی د دوستۍ معیار وی نه وطن او قوم.
مسلمان چی د هرځای وی دبل مسلمان ورور دئ باید د ځان په سترګه ورته وګوری.
د یوشخصیت ردول او تقبیح کول پدې پلمه چی هغه د فلانی هیواد دئ جهالت اوبېعقلی ده باید دهرچا مثبت کار ومنل سی او منفی کار یې رد کړل سی.
عجیبه زمانه سوه
یـــوعجیبه زمانه ســوه خــر چی مشر دانسان سی
انسانان هم ناپوهان دی بس دستی پسې روان سی
نه یې فکـــر نه یې عقل نه شعـــوری انسانــی سته
خوبیاهم په زور دقوم یا دپیسو لوی قومندان سی
نه کــــمال لــری نه حال لـــری نه علم او نه پـــوهه
خوبیاهم په ډیرو خلګو کی ملک سی اویاخان سی
چی چمبازه وی ټګماروی اوپه هــــرکتاب خائن وی
هغه مشــر سی روان ورپسې سم سم انسانان سی
مظهـری! ښه دی سرخلاص کړه چی آخره زمانه ده
ځکه ښځی یا کشــران دی د چوکیو واکـداران سی
بنده ته طمعه مکوه!
مــکوه بنـــده ته طمعه رب غنـــی دئ
که ایمان دی په اخلاص سره قوی دئ
په امیـد به سې بنده ته خوار او زاره
که دی زړه کی د اسلام ذکـرجاری دئ
څوک چی خپل سرټیټه وی دمال لپاره
د هغـه د دین لپــاره نقـص حتمـی دی
د غـنیانــــوپســې تلل دنیـــــا لـپــاره
حــــقارت د دانایانـــــــو لازمــــی دئ
رب کارســازه د بنـــــده دیه مــــؤمنه
لعل محمده صبـــــر وکه دئ کافی دئ
↑زما دقبله ګاه صاحب د اشعارو څخه↑
بریالئ انسان څوک دئ؟
بریالئ انسان هغه دئ چی بریالیتوب وپیژنی د لاسته راوړلو لپاره یې مثبت ګام واخلی دخپل دوست او دښمن په پیژندلو سره یې باعث ژوندئ او مانع یې لیری کړی.
د سالم عقل څخه په استفاده مثبت او منفی سره جلا کړی شروع سوی مثبت ته دوام ورکړی او په نوی باندی پیل وکړی ، خپل عقلی حس او فکری ادراک په شرعی معنوی انرژۍ باندی قوی کړی د للهیت او خلوص په ګاڼه باندی خپل عمل ښایسته کړی او د اجابت لوړ مقام ته یې د مناجات پر زینه باندی پورته کړی.
پر ګناه باندی د اقرار کولو وروسته د توبۍ ټینګ تکل وکړی، پرنیکو کارونو باندی عملی تلوار وکړی، د الله پاک دقهر څخه دی وویریږی او درحمت هیله ده ولری شریعت دی پر ځان نه جوړوی بلکی ځان دی پر شریعت باندی جوړ کړی.
مولوی نورالحق مظهری
د دموکراسۍ په اړه:
د دموکراسۍ اساس باطل، چوکاټ یې چټل، لاره یې کږه، سیاست یې درواغ، هدف یې کرغیړن، مخ یې تور او احتمالي مثبت حرکت پکښې په نسبی توګه ۱% دئ.
علماؤ ته دآزار رسولو بدعواقب:
عن عكرمة: « من آذى فقيها فقد آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم ، ومن آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقد آذى الله عز وجل ».[الترغيب في فضائل الأعمال 284]
عكرمه رضي الله عنه فرمايي: څوك چي فقيه عالم آزار كړي نوګويا رسول الله صلي الله عليه وسلم يي آزار كړئ دئ اوڅوك چي رسول الله صلي الله عليه وسلم آزار كړي نو يقينا چي الله پاك يي آزار كړئ دئ.
وعلماؤ ته آزار رسول يوقسم بغاوت دئ چي إنسان يي دالله پاك دغوراوي په مقابل كي كوي او دالله پاك دسپيڅلي كلام مخالفت دئ چي دعلماؤ لپاره يي پكي ډير فضايل راوړيدي او درسول الله صلي الله عليه وسلم سره داسي نه بښوونكي دښمني ده چي كوونكئ يي بايد پر خپل إيمان باندي وويريږي او د توبي كولو برسیره باید تجديد د ايمان وكړي ،په حديث قدسي كي راځي: إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.[صحيح البخاري 6502] يعني الله جل جلاله فرمايلي دي: څوك چي زما ددوست سره دښمني وكړي نو يقيناً زه دهغه سره دجنګ کولو اعلان کوم.
علماء دالله پاک هغه دوستان دی چی د انبیاؤ وروسته بل هیڅوک الله ته داسی ندئ ګران لکه علماء چی ورته ګران دی لکه إمام ابوحنیفه رحمه الله ته چی داخبره منسوب ده چی: « إن لم يكن أولياء الله في الدنيا والآخرة الفقهاء والعلماء ، فليس لله ولي »[الفقیه والمتفقه 137] یعنی که په دنیا او آخرت کی فقهاء اوعلماء دالله پاک دوستان نوی ، نوبیاخو دالله پاک لپاره هیڅ دوست نسته.
علماء دالله پاک هغه دوستان دی چی په احترام باندی پیژندل یی الله پاک دهرچا دنده ګرځولی ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهرهغه چاڅخه خپله بیزاری اعلان کړیده کوم چی علماؤ ته دقدر اواحترام په سترګه نه ګوری اوفرمایلی یی دی: ويعرف لعالمنا حقه.[مسنداحمد 22807]یعنی هغه څوک زموږ څخه ندئ چی زموږ عالم ته دهغه حق نه ورکوی.
معلومه خبره ده چی پردوست باندی دهر چاخوا بدیږی ، نو دالله پاک هم پرخپلو دوستانو باندی چی علماء کرام دی خوا بدیږی، څوک چی ځانته مسلمان وایی باید په تمامه معنی دعلماء احترام اوقدر وکړی نه تنها خپله دعلماؤ سپکاوئ ونکړی بلکی هیچاته دعلماؤ دسپکاوی اجازه ورنکړی.
دهری ټولنی ښیرازی اوکامیابی دعلم اوعلماؤ سره په محبت کی ځای کړل سویده، په کومی ټولنی کی چی دعلماؤ قدر نوی هغه ټولنه به نه خوشالی ووینی اونه به یی هم هیڅ ډول امنیت په برخه سی.
په کومی ټولنی کی چی دعلماؤ اعزاز نکیږی هغه ټولنه به هیڅوخت دعبادت،إیمان، اوځان پیژندنی په خوند باندی پوه نسی.
په کومی ټولنی کی چی علماؤ ته د رهبرانو په سترګه نه کتل کیږی، هغه ټولنه به هیڅوخت خپل دوست اودښمن ونه پیژنی او نه به یی هم مسلمان او غمخور واکمن په برخه سی.
دا په تجربه باندی ثابته سویده چی هرواکمن دعلماؤ سره دښمنی پیل کړیوی مخکی تردی چی دئ خپل زړه په علماؤ باندی یخ کړی او یاهم علماء دټولنی څخه ورک کړی، الله پاک دده دواکمنۍ ټغر ورټول کړئ وی داسی یی ټول کړئ وی چی لمسیان اوکړوسیان یی لاهم د واکمنۍ څخه محروم پاته سوی وی.
دعلماؤ آبرو اودهغوی غوښی دزهر قاتل مثال لری څوک چی یی وخوری ارو مرو به مړکیږی اوڅوک چی یی وڅکی(خوندیی وګوری) ارومرو به مسموم کیږی.
دصفر مياشته دبدفالۍ اوبدمرغۍ مياشت نده:
عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ ».[صحیح مسلم 5929]
ژباړه: جابررضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دناروغۍ سرایت نسته ، دإنسان څخه لاره ورکوونکئ پیرئ نسته ، او په صفر(میاشتی) باندی بدپالی نسته.
توضیح: پورته هغه شیان دی چی دجاهلیت په زمانه کی خلګو ورباندی عقیده درلودل خو داسلام په راتګ سره پرهغو باندی عقیده درلودل رد سوه.
د" عدویٰ " لپاره څوتفسیرونه راغلی دی خویو تفسیریې دادئ چی دیوه شخص څخه ناروغی بل شخص ته ورتلل ، پدې روایت باندی صراحتا ددې خبری رد سوئ دئ چی دیوه شخص ناروغی دی بل چاته سرایت وکړی ، خودنورو احادیثو څخه داسی ښکاری چی ناروغی سرایت کوی ، په تطبیق کی یې مختلف قولونه راغلی دی، خو معتبر قول دادئ چی دناروغۍ ورتلل دیوشخص څخه وبل شخص ته دالله پاک ترقضاء او فیصلې پوری اړه لری ، داسی نده چی که انسان ته یوه ناروغی ورغله نو ارومرو دبل إنسان څخه ورغلې ده که هغه نه وایی نودغه ناروغی به ده ته نه ورتلل، او داهم یقینی خبره نده چی دناروغ إنسان سره دی تماس نیول دناروغۍ دإنتقال سبب سی، دجهالت دزمانې دخلګو داسی عقیده وه چی جوړ سړیته ورغلې ناروغی هماغه ناروغی ده چی هغه بل إنسان ورباندی اخته وو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:داسی نده. بلکی دغه سړیته ناروغی دهغه ذات په قضا باندی سویده کوم چی دلومړنی سړی دناروغۍ فیصله یې کړیوه ، نوإنسان باید دناروغۍ څخه پدې خاطر کرکه ونکړی چی که می دناروغ سره ارتباط ونیوئ نو ارومرو یې ناروغی ماته راځی.
او " غول " ویل کیږی هغه تخیلی شیطان یا پیری ته چی دجاهلیت په زمانه کی خلګو ورباندی عقیده درلودل. دوی پدې باور وه چی په دښت کی یو شیطان اویاپیرئ دئ چی دإنسانانو څخه لاره ورکوی او یاإنسان ویروی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: داسی نده . دغول په نامه هیڅ شئ نسته.
د" صفر " په تفسیر کی هم مختلف اقوال راغلی دی خو مشهور قول یې دادئ چی ددې څخه دصفر المظفر میاشته مراد ده.
دجاهلیت دزمانې خلګو به دصفرالمظفر په میاشتی باندی بدپالی کول، پدې میاشتی کی به یې سفر نکوئ ، پدې میاشتی کی به یې کوزده او واده نکوئ ، دا میاشت به یې دآفتونو اوبلاګانو میاشت بلل او همدا راز نوری فاسدی عقیدې چی دوی ددې میاشتی په باره کی درلودلې.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه ټولی رد کړی ؛ داسی چی دصفرالمظفر دمیاشتی په هکله چی خلګ کوم فاسد باور لری هغه درست ندئ، پدې میاشت کی واده کول اوسفرکول هیڅ پروا نلری ، او پدې میاشتی کی هیڅ ځانګړئ مصیبت اوغم نسته اونه هم دغه میاشت یوځانګړئ عبادت اوطاعت لری ، دنورو میاشتو غوندی داهم یوه د دوولسو میاشتو څخه ده چی کال ورڅخه جوړدئ.
نو دې میاشتی ته دغم اوبلاګانو میاشت ویل او یا ددې میاشتی په تیریدلو باندی خوشاله کیدل او دمیاشتی په آخره کی دخوشالۍ مراسم نیول داټوله هغه شیان دی چی مسلمان یې په کولو باندی ګناهکاره کیږی او په کله باید ځان ورڅخه وساتی.
مولوی نورالحق مظهری