۱۳۹۷/۰۶/۰۷

غبرګون

که د اسلامی هیوادونو په واکمنانو کی یوه ذره ایمان وای د هالنډ هیواد سره یې باید اړیکی پریکړی وای.
د هر مسلمان ایمانی دنده ده چی د یاد هیواد سره سیاسی، اقتصادی او هر اړخیزه اړیکی پرې کړی.
اسلامی هیوادونه باید د یاد هیواد څخه خپل سفیران را وغواړی او دهغه هیواد سفیر د خپلو هیوادونو څخه وباسی.

هالنډه! الله پاک دی سزا درکړی.

۱۳۹۷/۰۵/۲۹

د لوی اختر مو مبارک سه!


الله دی زموږ او ستاسو په شمول ټولو مسلمانانو ته د خوشالۍ او سوکالۍ اختر کړی.
د ژوند په ټولو چاروکی بریالی وسئ، د الله پاک په لاره کی مو کړی خدمتونه قبول سه او نور توفیق مو په برخه سه، خوشاله،سرلوړی، سوکاله او بریالی وسئ.
په درناوی:
مولوی نورالحق مظهری

۱۳۹۷/۰۵/۲۵

آیا نر او ښځه او سره مساوی دی؟ دیوې شبهې جواب:

نن هغه مسئله چي دإنساني فطرت اوعزت دښمنانو ګرمه اوتوده ساتلي ده اوتل يي دهغي په ويلو سره اودهغي په باره كي په بحث كولو سره دمسلمانانومابين كي ډيرشبهات پيدا كړيدي اوپرمسلمانانو يې ډير اعتراضونه كړيدي قضيه اومسئله دمساوات ده.
دوي پدې باور دي چي نر اوښځه سره مساوي دي هرحق چي دنرلپاره وي هغه به دښځي لپاره هم وي اوهركار چي نريې دكولو حق اوتوان ولري ښځه هم دهغه كار حق لري اودهغه كار دكولو توان به ښځه هم دځان لپاره پيداكوي.
دوي دخپلي دغي شبهې دثبوت لپاره په هغه حديث باندي دليل نيسي چي داحاديثو په كتابونوكي راغلئ دئ اورسول الله صلي الله عليه وسلم پكښې فرمايلي دي: إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ.يعني ښځي دنارينه وو هم ډوله دي.
ددې لپاره چي مسئله ښه واضح سي موږ به دغه حديث پوره ذكر كړو.
دغه حديث دنورو كتابونو ترڅنګ په سنن ابي داوود كي هم راغلئ دئ چي عبارت دحديث دادئ: عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَنِ الرَّجُلِ يَجِدُ الْبَلَلَ وَلاَ يَذْكُرُ احْتِلاَمًا قَالَ « يَغْتَسِلُ ». وَعَنِ الرَّجُلِ يَرَى أَنَّهُ قَدِ احْتَلَمَ وَلاَ يَجِدُ الْبَلَلَ قَالَ « لاَ غُسْلَ عَلَيْهِ ». فَقَالَتْ أُمُّ سُلَيْمٍ الْمَرْأَةُ تَرَى ذَلِكَ أَعَلَيْهَا غُسْلٌ قَالَ « نَعَمْ إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ ».[سنن ابي داود236].
ژباړه: حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي: درسول الله صلي الله عليه وسلم څخه دهغه سړي په باره كي پوښتنه وسوه چي دخوب څخه دويښيدلو وروسته پركالوباندي لوندوالئ وويني خواحتلام (يعني شيطان خطاايستل) يې په ياد نوي چي آيا پر ده باندي غسل سته اوكه نسته؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: دا سړئ بايد غسل وكړي، اودهغه سړي په باره كي پوښتنه ورڅخه وسوه چي دئ فكر كوي زه احتلام سوئ يم(شيطان خطا ايستلئ يم) خو لوندوالئ يې په ياد نوي آيا پر ده باندي غسل سته اوكه نسته؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: پردغه سړي باندي غسل نسته، بيا ام سليم وويل: كه ښځه دغسي حالت وويني آيا پردې باندي غسل سته؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: هو غسل ورباندي سته(يعني كه ښځه دخوب څخه دويښيدلووروسته لوندوالئ وويني غسل ورباندي سته لكه پرنارينه چي سته)،‌ځكه چي ښځي دنارينه وو په شان دي.
دلته دوي دلفظ څخه د"شقايق" چي جمع دشقيقة ده اوپه معني سره ده خور، هم مثل او ورته والي راځي دخپلي مدعٰي لپاره دليل نيسي چي هغه دئ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايلي دي چي ښځي دنارينه وو په څير دي، نوچي كله ښځي د نارينه وو په څير سوې نو هغه دئ دقول څخه درسول الله صلي الله عليه وسلم دښځو او نارينه وو ترمينځ مساوات ثابت سو.
جواب:
ددغه خلګو په جواب كي بايد وويل سي چي لومړئ خوستاسو استدلال ددې حديث څخه ځكه ندئ صحيح چي دلته په حديث كي دنارينه اوښځي ترمينځ مطلقا ورته والئ او يووالئ ندئ راغلئ ځكه دمقام اوبحث څخه داسي ښكاري چي دلته ورته والئ دښځي دنارينه سره په جوړښت اوطبيعت كي مراد دئ نه مطلقي ورته والئ اومساوات ، په همدې خاطر دئ چي داحاديثو څومره شروحات وګورئ همدغه يې معني كړيده: أي نظائرهم وأمثالهم في الخلق والطباع. يعني په جوړښت اوطبيعت كي ښځي نارينه وو ته ورته دي ، لكه نارينه چي احتلام او انزال كيږي ښځه هم احتلام او انزال كيږي ، لكه نارينه چي كله دخوب څخه دويښيدلو وروسته لوندوالئ وويني غسل ورباندي لازم دئ پرښځه باندي هم لازم دئ ، بس همدومره دښځو اونارينه وو ترمينځ مساوات او ورته والئ دهمدې حديث څخه ثابتيږي.
همدا راز دنارينه اوښځي ترمينځ بدني ، معنوي اوشرعي توپيرونه له شرعي ،‌حسي اوعقلي پلوه يقينا ثابت دي.
لكه څنګه چي الله پاك دوي دواړه دإنساني نوعي دجوړښت دوې برخي ګرځولي دي او فرمايي: {وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالأُنثَى} [النجم:25 ] يعني الله پاك جفت خاوند اوميرمن چي نارينه اوښځينه دي پيدا كړيدي.
نارينه اوښځينه دواړه دكايناتو په تعميراو آبادۍ كي مشتركه ونډه لري البته هريو يې په هغه مسئوليت كي چي ترده پوري ځانګړئ سوئ وي.
همدا راز دوي دواړه ددين په عمومي چوكاټ كي دالله پاك په عبادت باندي دكايناتو په آبادولو كي ګډه ونډه لري، په توحيد ، اعتقاد ، إيماني حقيقت ، ثواب اوعذاب كي دنارينه اوښځينه ترمينځ هيڅ تفاوت نسته.
همدا راز په ټوليزتشريعي قوانينوكي دعباداتو اوحقوقو په برخه كي دنارينه اوښځينه ترمينځ هيڅ تفاوت نسته لكه چي الله پاك فرمايي: {مَنْ عَمِلَ صَـالِحًا مّن ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَوةً طَيّبَةً} [النحل:97].
ژباړه: څوك چي نيك عمل وكړي كه هغه نارينه وي اوكه ښځينه پداسي حال كي چي دئ مومن وي نوموږ به ورته ښه اوپاك ژوند وركړو.
پدې آيت كي الله پاك دهرهغه چالپاره دښه ژوند تضمين كړئ دئ چي نيك عمل وكړي فرق نلري كه نارينه وسي اوكه ښځينه خوپدې شرط چي ايمان يې راوړئ وي ځكه چي بغير له ايمانه نيك عمل هيڅ په درد نه خوري.
خوليكن دا دالله تعالي فيصله او حكمت دئ چي ښځه يې دنارينه غوندي نده ګرځولي اوپه پيدايښت، هيئت اوفزيكي جوړښت كي يې دښځي اونرترمينځ تفاوت راوړئ دئ، نارينه ته يې دپيدايښت اوطبيعت په لحاظ كمال اوپوره توب وركړئ دئ اوښځه يې په همدغه شيانوكي نيمګړي اوناقصه ګرځولي ده ځكه ښځي ته حيض راځي ، حمل ورته پيښيږي ، ماشومانوته تئ وركوي اودخپل اولادونو پالنه كوي.
اوداهغه شيان دي چي ښځه دډيرو نورو كارونوڅخه راګرځوي ، دهمدغه مسئوليتونو له وجهي دنارينه په پرتله ښځه عبادت اوكار ډيرنسي كولائ.
همدغه حكمت ته په كتلوسره الله پاك ښځه دآدم عليه السلام دچپه پوښتۍ څخه پيداكړه.
نوښځه دنارينه جزء ، دهغه تابع او مرستندويه ده ، اونارينه ته دهغې سره دښه ژوند كولو، هغې ته دنفقې د برابرولو او دهغې دساتني پوره مسئوليت وركول سوئ دئ.
دهمدغه خلقتي اوفزيكي جوړښت اختلاف له امله دنارينه اوښځي ترمينځ په بدني قوت، عقل ،‌فكر،تحمل ، برداشت،عطوفت اوكاري وړتيا كي هم اختلاف سته.
او داهغه خبره ده چي اوس يې دعصري طب ډاكټران هم مني اودښځي اونارينه ترمينځ په عجيب اوغريب تفاوت باندي اقراركوي.
دنارينه اوښځي ترمينځ په همدغه تفاوت باندي ډيرو احكاموتعلق نيولئ دئ، ډير داسي مسائل سته چي دنارينه اوښځي ترجنسيت پوري منحصروي چي دهغوڅخه دښځي اونارنيه ترمينځ په ډيروشيانو كي تفاوت ثابتيږي لكه:فزيكي جوړښت ، توان اوقدرت،تحمل ، عقل اوطبيعت ددې لپاره چي إنساني ژوند دهمدغه تفاوت له امله تكامل او پوره والئ ومومي او هريو وكولائ سي خپل دنده په پوره توګه سرته ورسوي.
كچيري دنارينه اوښځي ترمينځ په ټولو احكامو كي مساوات او يووالئ راسي پداسي حال كي  چي ددوي په خلقت اوكفايت كي اختلاف وي نودابه له يوې خوا دفطرت انعكاس وي اوله بلي خوا به ښكاره ظلم وي ،‌ځكه چي دقدرتمندڅخه به هغه كار سلب سي چي دئ يې كولائ سي او پرضعيف باندي به هغه كار وتپل سي چي دئ يې نسي كولائ چي دا خپله ښكاره اوبربنډه ظلم دئ.
كڅه هم دښځي او نارينه ترمينځ په هغه كچه مساوات نسته كوم چي بي دينه خلګ يې دعوه كوي خوپه ځينو مسائلو كي ورته والئ  سته چي تعبيريې په مساوات باندي نه بلكي په عدل باندي كولائ سو كوم چي شرعا هم ثبوت لري چي هغه مسائل په لاندي ډول دي.
۱ ـ ښځه اونر په اصل كي دتكليف په شرعي احكامو باندي مساوي دي البته سره ده ځيني تفاوتونو په تفصيلي احكاموكي ، يعني ډيرئ شرعي احكام دي چي هم ښځه اوهم نر ورباندي مكلف دي ، لكه توحيد، لمونځ ، زكات، روژه او حج اوداسي نور.....
۲ ـ ښځه او نردواړه په دنيوي اواخروي ثواب اوعذاب كي سره شريكان دي: {وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَـاتِ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَوةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَوةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ} [التوبة:71].
ژباړه: مومنان او مومناني ځيني يې دځينو نورو دوستان دي دوی په ښه كار باندي امركوي اودبدكاره څخه منعه كوي اولمونځونه اوزكاتونه وركوي او دالله او دهغه درسول اطاعت كوي ډير ژر دئ چي الله پاك به پردوي باندي خپل رحمت وكړي يقينا چي الله پاك غښتلئ اوحكمت والادئ.
۳ ـ ښځه اونر دخپل حق په اخيستلو او دعوي كولوكي سره مساوي دي.
۴ ـ ښځه اونر دشخصي ملكيت په درلودلو اوپه خپل ملكيت کی په تصرف كولو كي سره مساوي دي.
۵ ـ ښځه او نرپه انتخاب كي دژوند سره مساوي دي يعني لكه نارينه چي ددې حق لري چي په زوره ورته هيڅوك نكاح نسي كولائ ښځه هم ددې حق لري چي په زوره ورته هيڅوك نكاح نسي كولائ.

۱۳۹۷/۰۵/۲۰

دیوې وړوکی رسالې پیژندنه:

دغه وړوکی او کوچنی رساله چی دفکری جګړې په اړه لیکل سویده پر لاندی عناوینو باندی مشتمله ده:
√ـ دفکری جګړې تعریف.
√ـ د فکری جګړې لاملونه.
√ـ د فکری جګړې ډولونه.
√ـ د تنصیر او تبشیر په اړه د قرآن صراحت.
ډانلوډ یې کړئ او خپل معلومات ورباندی زیاد کړئ.
د ډانلوډ لپاره دغه ځای کلیک کړئ!

۱۳۹۷/۰۵/۰۲

الحمدلله د ۲۲ ورځو ناروغۍ وروسته می بیرته خپل ټول کارونه رسماً پیل کړه.

الحمدلله د ۲۲ ورځو ناروغۍ وروسته می بیرته خپل ټول کارونه رسماً پیل کړه.
د یادونی وړده چی د روان کال سرطان پر ۷ باندی دفراه څخه هرات ته روان وم چی موټر می دماین په کنده کی ولوېدئ او چپه سو.
د الله پاک فضل وو دپیښې څخه ژوندئ را ووتلم خو په چپه بغل کی می دکوټل کیدلو برسیره دوې پوښتۍ ماتی سوې چی د تداوۍ لپاره می دوې شپې په شفاخانه او نوری په خپل کور کی تیری کړی چی دادئ پرون شنبه ۳۰/۴/۱۳۹۷ می د ناروغۍ بستر ټول کئ او رسماً می خپلی ټولی دندی پیل کړی.
د رب العالمین څخه ډیر راضی یم او شکر یې آداء کوم چی صحت یې راکړئ الله پاک دی د ټولو مسلمانانو ناروغانو ته شفاء ورکړی.
او دټولو هغو ملګرو څخه منندوی یم او بخښه ځینی غواړم چی پدې وخت کی یې زما سره مرسته کړې او زما خدمت یې کړئ دئ الله پاک دی ددوی ټول شرعی مرادونه ور پوره کړی.
او دالله جل جلاله څخه د ټولو هغو ملګرو، دوستانو او ځپلوانو لپاره عظیم اجر غواړم چی پدې وخت کی زما اعادې او پوښتنی ته راغلی دی.

ای امیرالمؤمنینه!

وړانـدوینه دی رښتیا ســوه ای امیــرالمؤمنینه
یقینـــی خبــــره ستا ســـوه ای امیــرالمؤمنینه

استکبار پــر ړنګیـدو دئ لنډغـر پـرختمیدو دی
منافق خلګ رســوا ســـوه ای امیـــــرالمؤمنینه

مطابق دی دوینا غرونه مو جوړ سوه طوفانونه
تندریــــزه مــو صحــرا سـوه ای امیر المؤمنینه

هــره لار اغزئ اغــزئ سوه هره کنده نغـرئ سو
پــر پـــردو شَـــوه بلا ســـوه ای امیـــرالمؤمنینه

مظهری دی کرامت ته غبرګ لاسونه په سلام یم
پــــوره وړې نــــړۍ ستا ســــوه امیـر المؤمنینه

رضی الله عن الخلفاء الراشدین

د مدارسو، لیسو، مساجدواوکلینیکونو بمبارول دڅه لپاره؟

دڅه مدې راپدې خوا موږ ددې شاهدان یو چی په هیواد کی یرغلګرو امریکایانو پر مدارسو ، لیسو ، مساجدو اوکلینیکونو باندی بمبارونه وکړل چی تنها په فراه ولایت کی یې یوه دینی مدرسه اوښونځئ ، یو مسجد او یوکلینیک بمبار کړل او دخاورو سره یې برابرکړل.
دا معلومه خبره ده چی دوی دا کار د افغان ولس سره ددښمنۍ له مخی کوی اولکه په نورو برخو کی یې چی پرافغانانو باندی ترقی اوپرمختګ ندئ پیرزو دمعارف اوصحت په برخه کی یې هم ندئ پیرزو اولکه تراوسه یې چی ګڼ  شمیر عام المنفعه ځایونه ، کورونه او مراسم بمبار کړیدی دا یې هم دهغې لړې یوه برخه ده.
دوی چی یې په هرهدف بمباروی خو دسالم عقل او جوړ وجدان په محکمه کی ددې فیصله کولائ سو چی ددوی دغه کار دهیڅ انسانی معیار او اصولی قانون سره برابر کار ندئ اوچی دکوم هیواد سره یوڅوک یوه ذره مینه ولری او په هغه هیواد کی یو دوست ولری دهغه سره داسی کارنکوی.
او ددې په مقابل کی؛ چی دچاسره یوه ذره عقل وی او یولږ د انسانی فطرت تأثیرات پکښې وی داسی یرغلګر هیواد ته د دوست په سترګه نه ګوری او نه هم دهغه سره داسی تړون لاسلیک کوی چی پردوستۍ باندی دلالت وکړی او نه هم هغه ته دسوله غوښتونکی او امنیت راوړونکی هیواد په سترګه  ګوری.
خو پوښتنه داده چی آیا داسی بمبارونه دافغان حکومت سره په هماهنګۍ اوهمږغۍ باندی کیږی او که په خپل سر باندی کیږی؟
او تاوانونه یې څه دی؟
زموږ دبحث اصلی موضوع همدغه ده.
کچیری دغه بمبارونه دحکومت په همږغۍ باندی وی نوحکومت اوملت دواړه باید پدې باندی خپل سرخلاص کړی چی نه تنها داچی دا بمبارۍ دهر لحاظه غلطی او ناروا دی بلکی په یوډول باندی ملت په خطر کی اچول دی او دخپل ملت سره هر اړخیز خیانت کول دی. ځکه یوخو دکومو خلګو چی مدرسې،لیسې اوصحی مرکزونه ورانیږی هغوی هم دملت یوه برخه ده، دهغوی سره ظلم اوخیانت دټوله ملت سره ظلم او خیانت دئ.
اوبله خبره داده چی پدې کارباندی دحکومت ترساحی لاندی پر مدارسو، مکاتبو اوصحی مرکزونو باندی دبرید پلمه جوړیږی ځکه حکومت داسی سطحی اوغیرمعقول دلائل وای چی دغه مدرسې خو دطالبانو په ساحه کی دی اویاهم هلته نظامی طالبان ورځی اویاهم په صحی مرکزونو کی د طالبانو ناروغان تداوی کیږی.
نوکه دغه خبره د بمبار لپاره دلیل سی دطالبانو لخوا دبرید لپاره هم دلیل کیدلائ سی ځکه چی دحکومت په ساحه که چی کومی مدرسې او یامکاتب دی یا دولتی دی اویاهم خصوصی دی خو ددولت په ساحه کی جوړی سویدی اوکله ناکله ورته نظامی عساکر او چارواکی هم ورځی.
نو طالبان هم همدغه دلیل ویلائ سی چی دغه مدرسې او مکتبونه دحکومت په ساحه کی دی چارواکی اوعسکر ورته ورځی.
اویاهم دغه صحی مرکزونه دحکومت په ساحې کی دی دولتی چارواکی او عسکر پکښې تداوی کیږی.
اوکه بالفرض دغسی انتقامی عملیات پیل سی ملامتیا اوګرمتیا به یې دهغو خلګو په غاړه وی چی لومړئ یې دا کار شروع کړئ دئ او دداسی لرګینو دلائلو پربنیاد یې پر عامه تأسیساتو باندی بمبار کړئ دئ.
نو که په رښتیا حکومتی چارواکی ځانونه هوښیاران اوعاقلان بولی او دخپل ولس په غم اودرد باندی دردیږی باید دداسی پیښو پرکولو باندی خپله پښیمانی ښکاره کړی او ملامتی ومنی خلګوته دزیان اووښتلو غرامت اوتاوان ورکړی ترڅو بیرته خلګ خپلی مدرسې،مکتبونه او صحی مرکزونه په جوړکړی، او د را روان وخت لپاره دداسی پیښو د بیا کیدلو مخه ونیسی اوپه داسی کرغیړنو او احمقانه پیښو کی د یرغلګرو امریکایانو سره ملتیا اوهمږغی ونکړی.
او که حکومت دامریکانوسره دداسی بمباریو په کولو کی شریک او همږغئ نوی بلکی امریکایان یې په خپل سری توګه کوی نوبیا امریکا یې شاید دلاندی مواردو دښکاره کولو اوثبوت لپاره کوی:
۱ – دداسی حملو په کولو باندی امریکا حکومت ته دا ورښکار کوی چی دلته ټوله کار زموږ په لاس کی دئ کوم شئ چی موږ یې وغواړو هغه به کیږی اوچی کوم شئ موږ یې ونه غواړو هغه به نکیږی ستاسو(حکومت) تنها نوم او نمایشی وجود دئ نور دهیڅ شی اختیار نلرئ.نوبناء که موږ دطالبانو سره دمخامخ خبرو پلان جوړوو تاسو هیڅ پکښې مه وایاست.
۲ – دداسی حملو په کولو باندی امریکا غواړی په خلګو کی یو قسم ډار او وحشت پیدا کړی چی ګویا که موږ ته تسلیم نسئ نو موږ به آن ستاسو پرمقدسو اوملکی ځایونوباندی هم رحم ونکړو او درڅخه وران به یې کړو.
۳ –کومی ساحی اوسیمی چی دطالبانو په لاس کی دی هلته خورا امنیت دئ. سرقت، اختطاف، منکرات، فساد اوبی هدفه وژنی هیڅ وجود نلری. خوامریکا ته داسی حالت د منلو ندئ او دطالبانو په سیموکی هیڅ قسم عادی ژوند ورته دزغملو ندئ ځکه دوی ډیر حیران او وار خطادی چی دحکومت دواک لاندی سیمو کی موږ حضور هم لرو ډیر امنیتی ځواکونه هم شتون لری او ډیر مادی لګښتونه هم کیږی خوبیاهم امنیت شتون نلری او طالبانو فقط په خپل حضور او یا نفوذ باندی په اعلی کیفیت امنیت را وستلئ دئ. نو دعادی ژوند دکډوډ کولو لپاره داسی حملې کوی.
۴ – دا یوحقیقت دئ چی دطالبانو په سیموکی دامنیت شتون ډیرئ خلګ هیله من کړیدی او دطالبانو په اداری جوړښت کی دفساد نه شتون دډیرو خلګو مخه ودوی ته اړولې ده آن تردې چی دحکومتی سیمو څخه خلګ دخپلو ستونزو اومشکلاتو دحل لپاره دطالبانو محاکموته رجوع کوی. خو امریکای چارواکی ددې حالت څخه ډیر افسرده دی او د آینده لپاره ځان او خپل پلویان په خطر کی وینی نوځکه غواړی په ویره او وحشت باندی خلګ دطالبانو دساحو څخه راوګرځوی او د بمبار په زور ځان خپلو موخو ته ورسوی.
۵ – له ورایه ښکاری چی دپخوا په نسبت دطالبانو په سیمو کی دمعارف او صحت په برخه کی ډیر پرمختګ راغلئ دئ. مدارس اومکاتب جوړسویدی شفاخانې او کلینیکونه تأسیس سویدی چی داکار یوقسم طالبان او ددوی په سیمه کی اوسیدونکی خلګ ترډیره بریده خودکفاء کړیدی خو امریکایانو ته دغه ترقی دزغملو نده نوکوښښ کوی ترڅو دداسی ځایونو په بمبارولو دداسی ترقۍ او پرمختګ مخه ونیسی.
۶ – په تیر اخترکی درې ورځنی اوربند امریکاته عملا دا ور وښووله چی افغانان په خپل مینځ کی ډیر ژر سره جوړیږی او ډیرئ افغانان دامریکایانو په حضور باندی ندی خوشاله او ددوی شتون په افغانستان هیڅ با احساسه افغان ته دقبول وړندئ آن تردې چی دوی اوس د افغان پولیسو او ملی اردوڅخه هم ډیر دخطر احساس کوی.
نو دوی غواړی دداسی حملو په کولو سره دافغانانو ترخپل مینځ ستونزی اومشکلات ډیر کړی ترڅو افغانان په خپل مینځ کی سره اخته سی او دوی ورڅخه خلاص سی او دمتقابل انتقام په هدف په هیواد کی عام المنفعه تأسیسات وران سی.
پدې هیله یو چی زموږ افغانان وړونه خپل عقل او وجدان ته رجوع وکړی خپل دوست او دښمن پوره وپیژنی نور دامریکایانو په غوړو او درواغجنو وعدو باندی دوکه نسی، ترخپل مینځ سره جوړ سی او امریکا د انگلیس او روس غوندی شرمیدلی اوسرټیټه دهیواد څخه وباسی او په ګډه دشرعی نظام ترسایې لاندی خپل هیواد په خپلو موټو باندی جوړ کړی.
[مولوی نورالحق مظهری]

۱۳۹۷/۰۴/۲۸

عقلی فیصلۍ

۱ـ که د امریکا مخی ته دریدل ترهګری سی نو د انګلیس او روس مخی ته دریدل هم ترهګری وه.
۲ـ که زما او ستا همزولی جهادی مبارزین ترهګر وی نو ارومرو زموږ نیکه کان هم ترهګر وه ځکه دا مبارزه خو هغوي هم کړیده.

درخواست:

په خپل ديــدن مي ياره ليري دزړه زنګ كه
ماخــــــوارغــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

ته يــــــې كعبه دغـــــــــــــــــريبانـــــوآشنا
حج ته مي وغواړه ملګـــرئ مي د څنګ كه
ماخــــــوارغــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

د زړه په مينه كــــــــــــــي ځاي راكړه آشنا
دزخمــي زړه څخه مي ليري سورخدنګ كه
ماخــــــوارغــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

سيـــــــراب مــــي كړه دځان دعشق په ميو
راته نصيب دكـــــــوثــري جامونو شرنګ كه
ماخــــــوارغـــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

تـــــــــــــوروتياروته مـــــــــــــــي رڼا راوله
زړه كـــــــــي مـي بله نوراني ډيوه دننګ كه
ماخــــــوارغــريب خپـــــــل ده درملنګ كه

دمظهــــــری پـــــــــردښمنانـــــــــوبانــــــدي
د رب په مــــرسته ددنياټول ماحول تنګ كه
ماخــــــوارغــــريب خپـــــــل ده درملنګ كه
[ایران، زاهدان كوه قدس]

صمیمی ملګرئ:

۱ـ صمیمی ملګرئ دبل چا په واسطه ستاسره خبره نه شریکوی بلکی تاته یې خپله وایې.
۲ـ صمیمی ملګرئ ستا دعوايدو حساب نکوی بلکی ستا دمصارفو حساب کوی تر څو د اړتیا په صورت کی مرسته درسره وکړی.
۳ـ صمیمی ملګرئ ستا مخ ته ستا صفت نکوی بلکی د نورو مخ ته ستا صفت کوی.
۴ـ صمیمی ملګرئ ستا په اړه د نورو څخه پوښتنه نکوی بلکی ستاڅخه خپله پوښتنه کوی.
۵ـ صمیمی ملګرئ ستا په حق کی دنورو خلګو بدی خبری نه تحمل کوی بلکی جواب یې ورکوی.
۶ـ صمیمی ملګرئ تا ستا خطاء ته متوجه کوی او ستا نیمګړتیا درته په ګوته کوی.
۷ـ صمیمی ملګرئ ځپل کار په تا نه جوړوی بلکی ستاسره په ګډه دمشترکی ګټی لپاره کار کوی.

جنایت او بی عقلی:

پدې پلمه د مدرسې بمبارول او ویجاړول چی هغه د طالبانو یوه مشرجوړه کړیده ډیره بې انصافی ده او دعقلی چوکاټ څخه وتلئ کار دئ له یوې خوا دا کار دتعلیم او تربیې سره  ددښمنۍ ښکاره کول دی ځکه زموږ دمعلوماتو سره سم هلته ماشومانو ته دینی اوعصری ښوونه ورکول کیدل او طالب العلمانو درسونه پکښې ویل او هیڅ قسم نظامی روزنه چاته پکښې نه ورکول کیدل او نه هم دنظامی موخو لپاره ورڅخه ګټه پورته کیدل او د بلی خوا پر مکاتبو باندی حملې ته دلیل پیدا کول دی ځکه صبا به مکاتب هم پدې پلمه چی حکومت جوړ کړیدی او اشرف غنی یې حمایه کوی تر برید لاندی نیول کیږی.
هلته به بیا مسئولیت دهغه چا پرغاړه وی چی لومړئ یې دا کار پیل کړئ دئ او دپورته دلیل پر بنیاد یې پر مدرسه باندی بمبار کړئ دئ.

عقل که نباشد جان به عذاب است
اختیار که از خود نباشد جرایم بی حساب است