د روان کال د حمل پر ۱۳ د سه شنبې ورځ د ۹ تنه ملګرو مفتی آقامحمد محمدی، مفتی نعمت الله انصاری، مفتی محمد اسماعیل حنیف، مفتی عبدالباری راغب، مفتی حبیب الله سعید، حافظ عبدالقهار حنیف، مولاداد سروری، حافظ نوراحمد او حافظ عبدالله طیب سره د محترم مولوی محمد عمر خطابی صاحب او مفتی فیض الله حقانی صاحب په بلنه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښارکی په جوړیدونکی تدریبی دوره او د تعلیم الاسلام ادارې د تخصص فی الفقه د هلمند دڅانګی څخه د فارغینو په ویاړ دفراغت په جوړیدونکی غونډه کی د ګډون لپاره د هلمند مرکز لښکرګاه ته سفر وکړ چی الحمدلله په درې ورځنۍ تدریبی دوره کی مو چی د مولوی محمد عمر خطابی صاحب لخوا پرمخ بیول کیدل په ډیر شوق سره د شرکت ترڅنګ د دستاربندۍ په مراسمو کی هم کډون وکړ چی دواړو پروګرامونوته ډیرئ خلګ او علماء کرام راغلی وه.
د یادونی وړده چی په یادو ورځو کی مو دفراغت په وخت کی د کندهار د تعلیم الاسلام راډیو څخه د راغلو ملګرو او دهلمند تعلیم الاسلام راډیو دڅانګی د ملګرو سره مجلسونه او تفریګانی هم وکړې چی د فکری او ذهنی هوساینی ترڅنګ مو ډیر ښه معلومات هم دځانه سره راوړه.
الله پاک دی ټوله ملګری خوشال، آباد او کامیاب ولری.
۱۳۹۸/۰۲/۲۲
لنډه سفرنامه:
دمخابراتی شبکو په اړه:
زموږ په ځای کی مخابراتی شبکې لاندی نیمګړتیاوی لری:
۱ – د مکالمې کیفیت یې ډیر کښته دئ پدې معنی سره چی اړیکه ژر نه وصل کیږی او دوامداره خبری نکیږی بلکی اړیکه په خپله پرې کیږی همدا راز د مکالمې په وخت کی خبری قطع او وصل کیږی.
۲ – انټرنټ قطع او وصل کیږی یوځل تیز سی بیا ډیر سیلو سی او کله کله پر مخ بندسی، بله ستونزه یې داده چی علامه د 3G راوړی خو سرعت یې تر 2G هم لږوی.
۳ – شبکې دځانه څخه ځینی بنډلونه فعاله کوی او په مقابل کی یې د مشتریانو څخه پیسې کاټوی ما خپله تراوسه ډیر راجسترسوی سیمکارتونه ځکه غورځولی دی چی دځانه څخه یې بنډلونه فعال کړیوی، پیسې نه سې ور اچولئ دستی یې خوری، د شرکت سره چی په تماس کی سې هغه وعده درکوی خو فعاله سوی بنډلونه نه بندوی، ځینی وختونه خو وایی موږ یې نسو غیر فعاله کولائ یو تخیلی کد درکوی هغه چی هرڅه ډایل کوی کارنکوی.
۴ – د انټرنټی بنډل د خلاصیدلو وروسته مخکی تردې چی خبردرکړی په سیمکارټ کی موجود ټول کریډیت خوری.
۵ – د مکالمې میاشتنئ بنډل درکوی خو کله کله یې مخکی تر پوره کیدلو د وخت بندوی ماخپله یوځل د روشن ۴۰۰ دقیقې میاشتنئ بنډل فعال کړئ وو ۱۵ ورځی یې تیری سویوی او ترنمایې ډیری دقیقې پاته وې یوه شپه می خبری کولې چی دخبرو په مابین کی اړیکه بنده سوه پیغام راغئ لیکلی وه: خطا در بسته. چی کله می کریډیت چک کړئ کریډیت یې هم خوړلئ او بنډل هم ورسره ختم سوئ دئ.
۶ – قیمتونه خو یې ټولو ته معلوم دی چی څومره ډیر دی.
زموږ غوښتنه داده چی قیمتونه دی کم کړی، د مکالمې او انټرنټ کیفیت دی سم کړی او دغلا کول دی بس کړی دځانه څخه دی بنډلونه نه فعالوی.
ښې لاری ته د دعوت ورکوونکی ثواب:
ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی هدایت ته خلګ را وبولی دده لپاره به داسی مزدوری وی لکه دهغه چا چی دده پسې ځی بیله دې چی دهغوۍ دمزدورۍ څخه کوم شئ لږ کړل سی. او څوک چی ګمراهۍ ته خلګ را وبولی نو دده لپاره به داسی ګناه وی لکه د هغه چا ګناه چی دده پسې ځی بیله دې چی دهغوۍ د ګناه څخه دی کوم شئ لږ کړل سی.
یعنی څوک چی د حق لاری ته دعوت ورکوی دده لپاره داسی ثواب لری لکه هغه څوک چی دده په دعوت پرلاره باندی سمیږی او هدایت کیږی بیله دې چی دهغوۍ په ثوابونو کی دی کمښت راسی.او څوک چی د ګمراهۍ لوری ته خلګ رابولی دده لپاره به داسی ګناه وی لکه ګناه دهغو خلګو چی دده په دعوت باندی ګمراهان کیږی بیله دې چی د هغوۍ په ګناه کی کمښت راسی.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - "مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا" [رَوَاهُ مُسْلِمٌ]
د فتنو تر راتللو مخکی پرنیکو اعمالو باندی تلوار وکړئ:
ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د نیکو کارونو پرکولو باندی تلوار وکړئ مخکی تردې چی داسی فتنې راسی لکه توری تاریکی شپې چی سړئ به سهار مسلمان وی خو ماښام به کافروی، ماښام به مسلمان وی او سهار به کافر وی خپل دین به په یو لږ سامان ددنیا پلوری.
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « بَادِرُوا بِالأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِى كَافِرًا أَوْ يُمْسِى مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا ». [صحیح مسلم328]
پر امت باندی د رسول الله صلی الله وسلم ویره:
ژباړه: ثوبان رضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه پر خپل امت باندی د ګمراه باچاهانو او مشرانو څخه ویریږم.
یعنی زه پر خپل امت باندی ویریږم چی ګمراه پاچاهان او مشران به یې بې لاری کړی او په ګمراهۍ کی به یې واچوی.
عن ثوبان ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : إنما أخاف على أمتي الأئمة المضلين.[سنن دارمی2752]
پر امت باندی د رسول الله صلی الله وسلم ویره:
ژباړه: ثوبان رضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه پر خپل امت باندی د ګمراه باچاهانو او مشرانو څخه ویریږم.
یعنی زه پر خپل امت باندی ویریږم چی ګمراه پاچاهان او مشران به یې بې لاری کړی او په ګمراهۍ کی به یې واچوی.
عن ثوبان ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : إنما أخاف على أمتي الأئمة المضلين.[سنن دارمی2752]
اوسنی سیاست ته:
کــــوردی خـــراب سه سیاسته خپل او بل نلرې
بیله درواغــــــو او دوکــې څخه بل چل نلــــرې
دوست او دښـــمن پتاکی نسته دادی اصــل دیه
په غم ښــادۍ کی ژړیــــدل او خنـــدیـــدل نلرې
ودوست دښمن ته دی رښتیا اودرواغ ندی معلوم
بــې شخصــی ګټـــــو او فساده بل ګټل نلـــــرې
د تـور اوسپین د ښه اوبد تـــوپیــر پـتاکی نسته
فــــرق په ویلــو کی د حــــق او د باطل نلــــرې
ګټه تاوان پـــتاکی ټــــول پــریومحور راګرځـی
رهبـــــــریت ته د ټـــولنـــی ښــه ټاکل نلــــــرې
مظهــری ځــکه درڅه ځان په فاصــله ساتــــمه
چـــــی د بــد تـرک دښه کـــولو ته تکل نلــــرې
دا به هم تاریخ ولیکی
دا به هم تاریخ ولیکی چی د امریکا په نامه د متکبر هیواد متکبرو او کم عقلو چارواکو تقریبا دوې لسیزی وروسته عقل سرته راغئ او هغه کار ته یې مخه کړه چی مخکی یې باید کړئ وای.
آندونه او تجربې:
√ ـ د پردو په زور تپل سوې واکمنی ولس واکی نده.
√ ـ د پردو په زور د دښمن ځپل قهرمانی نده.
√ ـ د پردو په زور واک ته رسیدل قانونی نده.
√ ـ د پردو په زور دځان ساتنه پهلوانی او خپلواکی نده.
√ ـ په پردو باندی باور کول هوښیاری نده.
√ ـ پردو ته د دوستانو په سترګه کتل ایمانداری نده.
√ ـ د پردو په پیسو د ځان چلول اقتصادی پرمختګ ندئ.
√ ـ د پردو لپاره وطن ورانول بیرته په هغوۍ باندی جوړول وطن دوستی نده.
√ ـ خپل فرهنګ پریښودل او د پردو فرهنګ ته اووښتل ترقی نده.
√ ـ د نارینه او ښځینه هر اړخیزه مساوات بشر دوستی نده.
√ ـ د خپلی ټولنی دحالاتو څخه دځان نه خبرول پرهیزګاری نده.
√ ـ د پیسو لپاره دخلګو درملنه ډاکټری نده.
√ ـ پر خلګو باندی ژر ټاپې لګول عالمی او ملایی نده.
√ ـ پر مظلومو خلګو باندی حکومت کول عسکری نده.
√ ـ په پیسو رانیول سوې چوکې قومندانی نده.
مولوی نورالحق مظهری
مسلمانانوته
جهاد، دعوت او تعلیم هغه درې اصولی تګلاری دی چی په مټ یې د اسلام ساتنه، توسعه او خپراوئ راځی بناءً هر مسلمان باید پرخپل وخت ددغو درو صفاتو درلودونکئ وی خو په تزکیه او اخلاص باندی دغه درې واړه صفتونه نورهم تیز، چټک، قوی او دوامداره کیږی نو ددغو دروصفاتو دعوه کوونکئ باید په پوره توګه دځان تزکیه وکړی او خپل اخلاص نورهم ډیر کړی ترڅو اوسنئ خدمت یې قبول سی، د راتلونکی لپاره پرخدمت کولو باندی توفیق پیدا کړی او خدمت یې په هر اړخیزه توګه مؤثر او ګټور تمام سی.
مولوی نورالحق مظهری
د افغانستان خاوره.
د افغانستان خاوره داسی جوړه ده چی د کمونیزم او سیکولاریزم تخم پکښې شین کیږی خو وده پکښې نسي کولائ نو ځکه یې کرونکو تر اوسه سمه نتیجه لاسته نده راوړې او دتخم پر پاشلو او لګښت یې لا پښیمانه سویدي.
هیچاته اجازه مه ورکوه چی مخامخ ستا صفت وکړی:
عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال : المدح ذبح.[الأدب المفرد602 ]
د عمربن خطاب رضی الله عنه څخه روایت دئ چی مدح کول حلالول دی.
او ددې څخه هغه مدح مراد ده چی مخامخ وی او یاهم بې ځایه وی ځکه په مخامخ مدح باندی په انسان کی غرور اوتکبر پیدا کیږی او نور خلګ ورته دښمنان کیږی او په بې ځایه مدح کی خو یقینا درواغ راځی چی هغه هم حرام کاردئ.
نولکه په حلالولو باندی چی انسان هلاکیږی، په مخامخ او یا بې ځایه مدح باندی هم انسان هلاکیږی لکه په بل حدیث کی راځی: د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخ ته یوسړی د بل چا مدح وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ددې سړی ملا دی ورته ماته کړه.
هیچا ته ددې اجازه مه ورکوه چی مخامخ ستا مدح وکړی او یاهم په تاپسې داسی شیان وتړی چی هغه ستاسره نوی کنه تباه اوبرباد به سې!.