۱ ـ هسی دوه ورځنئ بانډار وو بی نتیجې پای ته ورسید.
۲ ـ دې غونډی ته هغه درباری ملایان ورغلی وه چی په خپل هیواد کی یې سم خلګ پرخبره باندی هیڅ غوږ نه نیسی.
۳ ـ دحرم دامام په خبروکی هیڅه داسی خبره نوه چی مهمه او نوې وی.
۴ ـ پر غونډی باندی چی څومره مصرف سوئ وو ټوله بیځایه وو ددې پرځای چی یې دغه روپۍ اړو انسانانو ته ورکړیوائ ډیربه ښه وای.
۵ ـ ددې بانډار جوړوونکو او چلوونکو یوه بله لویه ګناه دا وکړه چی په درواغجنو رسنیو یې لاډیر درواغ وویل ځکه هغوي ددوی خبروته داسی لکۍ ورکړې چی دوی یې تصور هم ندئ کړئ .
۶ ـ داسی بانډارونه د آینده لپاره احتمالی کیدونکی غونډی هم بدنامه وی او پرداسی بانډارونو په قیاس کولو سره دخلګو باور ورباندی پوره کموی.
۷ ـ کاشکی په حرم کی داسی بانډار نوائ جوړ سوئ ځکه چی حرم دعبادت لپاره جوړ سوئ دئ نه دداسی بانډارونو لپاره.
۸ ـ ددې مجلس ګډونوال باید دښه پوره اودس کولو وروسته دوه رکعته لمونځ وکړی او دفکری نعمت څخه دنه استفاده کولو او د وخت ضایع کولو له وجهی دالله پاک څخه بخښه وغواړی.
۱۳۹۷/۰۴/۲۲
د سعودی د غونډی په اړه:
۱۳۹۷/۰۴/۱۸
إنتبهوا یا علماء!
العلماء کالرعاة
والحكام كالحراس
والعوام كقطيع الأغنام
فإذا تنازع الرعاة فيمابينهم وتغافلوا عن مهمتهم
وتكاسل الحراس واشتغلوا بإمتلاء بطونهم فالقطیع تتفرق وتنقسم فالبعض ینعدم والبعض ینحرف والبعض یهلکه السباع.
إنتبهوا یاعلماء!
فوا أسفى على عدم التدبر والتفكر:
سبب عدم إقتداء الناس بالعلماء في زماننا عدم إقتدائهم بسلفهم فالسلف رحمهم الله مع إختلاف رأيهم في المسائل الفقهية لم يتنازعوا ولم يتشاجروا ولم يتخاصموا فهذا ابوحنيفة رحمه الله يفتي بنجاسة بول الحيوان الذي يؤكل لحمه ومحمد رحمه الله يفتي بطهارته ولم يفضي هذا الإختلاف إلي المخاصمة أبدا مع أن المسائل التي يتخاصم فيها العلماء في زماننا أهون وأدني حيثية وإعتباراً من هذه المسئلة.
فوا أسفي علي عدم التفكر والتدبر في علماء زماننا اصلحنا الله وإياهم.
۱۳۹۷/۰۴/۱۶
إذا رأيتم العالم.....:
1 ـ إذا رأيتم العالم يفعل ما لايقول ويقول ما لايفعل فاعلموا أنه دخل نفسه في الأحبار والرهبان.
2 ـ إذا رأيتم العالم يغمس نفسه في التنعم والرفاهية ويتكلم بتشدق وتكبر فاعلموا أنه دخل نفسه في أشرار الناس.
3 ـ إذا رأيتم العالم يعتذر نفسه في ترك السنة فاعلموا أنه دخل نفسه في زمرة العوام.
4 ـ إذا رأيتم العالم يسكت عن الحق مع القدرة علي القول به فاعلموا أنه تآخي مع الشيطٰن.
5 ـ إذا رأيتم العالم يري المصلحة في غير الشريعة فاعلموا أنه برئ من الشريعة.
6 ـ إذا رأيتم العالم يتساهل في الحكم بالشريعة فيري الحكم بغيرالشريعة ضرورة الزمان ومقتضي الناس فاعلموا أنه دخل نفسه في الذین نبذوا كتاب الله وراء ظهورهم كانهم لايعلمون.
7 ـ إذا رأيتم العالم يستدل علي زلاته وخطيئاته فاعلموا أنه يوما ما يستدل علي ذنوبه وانحرافاته.
8 ـ إذا رأيتم العالم يتنفر من البذاذة وأهلها فاعلموا أنه قد ابتلي بالتنعم والترفه المذمومان.
9 ـ إذا رأيتم العالم يترك عيادة المريض وتهنئة المسلم ويرد اجابة الداعي لاجل عدم وجدان غرفة فارفة وخاصة للضيوف هناك فاعلموا انه لم يطالع سيرة الرسول صلي الله عليه وسلم وحياة الصحابة رضي الله عنهم.
10 ـ إذا رأيتم العالم يحب التمادح والألقاب الطويلة لنفسه فاعلموا أنه دخل نفسه في المرائين الذين يرائون الناس ولايذكرون الله إلا قليلا.
اللهم نجنا من الابتلاء بما قلنا.
مولوی نورالحق مظهری
۱۳۹۷/۰۴/۱۵
خوندور اوپوره ملاقات:
دځان طبیعت دی داسی جوړ کړه اوخپله خوله او عمل دی داسی عیار کړه:
چی د خان او بډا سره د ملاقات په وخت کی ته احساس دحقارت ونکړې او د هغه څخه تکبر ونسی.
او دمسکین سره دملاقات په وخت کی ستاڅخه تکبر ونسی او هغه احساس دحقارت ونکړی.
[نورالحق مظهری]
ملاقات سالم وراستین:
طبيعت خود را چنین آماده کن وعمل و زبان خود را چنین عیار کن که:
درحین ملاقات کردن با خان و سرمایه دار تواحساس حقارت نکنی و او احساس تکبر وغرور نکند.
و درحین ملاقات با مسکین ونادار تو احساس تکبر وغرور نکنی و او احساس حقارت نکند.
۱۳۹۷/۰۴/۱۳
د امت شریر خلګ:
عَنْ عُرْوَةَ بْنِ رُوَيْمٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : شِرَارُ أُمَّتِي الَّذِينَ وُلِدُوا فِي النَّعِيمِ ، وَغُذُّوا بِهِ ، هِمَّتُهُمْ أَلْوَانُ الطَّعَامِ ، وَأَلْوَانُ الثِّيَابِ ، يَتَشَدَّقُونَ فِي الْكَلاَمِ.[الزهدلابن مبارک 758]
ژباړه: بدترینه زما دامت هغه خلګ دی چی په هوساکۍ کی پیدا سویوی اوپه هغه باندی لویان سویوی، ددوی ټوله غم دخوراکونو او کالو رنګونه وی اوډیری بیځایه اوبی احتیاطه خبری کوی.
توضیح: یعنی بدترینه زما دامت هغه خلګ دی چی دوی په ډیرونعمتونو او هوساکیوکی پیداسویوی اوهیڅ لوږه اوتنده ورباندی نوی راغلې او په همدغه حالت کی لویان سویوی ددوی ټوله توجه اوپاملرنه خوراکونو اوکالوته وی او د رنګارنګ خوراکونو اوکالو ډیر شوقیان وی اوکله چی دخلګو سره خبری کوی نوډیری بیځایه اوبی احتیاطه خبری کوی په خبروکی تحقیق نکوی او تل ددې هڅه کوی چی په خپلو خبروکی دځان غټوالئ اوسپیناوئ ښکاره کړی اودنورو بی عزتی اوسپکاوئ ښکاره کړی.
بیلګه:
که سړئ د اوس خلګوته وګوری پرځینو باندی اوس همدغه حدیث صادقیږی اوځینی نور بیا قصدا ځان ددې حدیث مصداق جوړوی ځکه تل ددې هڅه کوی چی دځان او اولادنو لپاره داسی زمینه برابره کړی چی دده په فکر په ټوله ژوند کی دستونزو سره مخامخ نسی، د هری خواڅخه ورته پیسې ټولوی ، کلک اومحکم کورونو ورته جوړوی ، رنګارنګ کالی اوخوراکونه ورباندی راټولوی او د دنیوی ژوند مختلف مادی سهولتونه ورته برابروی. اوپه خبروکی خو نو هریو بسته من وی تنها خپله خبره منی دبل چاخبری ته هیڅ ارزښت نه ورکوی.
پدې خاطردئ چی حضرت عمررضی الله عنه په فارس کی خپلو عساکرو ته داسی لیکلی وه:
ذروا التنعم وزي العجم.[حلیة الاولیاء]
یعنی دډیری هوساکۍ اوسهولت څخه او دکافرانو دکالو څخه ځان وساتئ.
۱۳۹۷/۰۴/۱۱
خود به خوشال یم:
جونګړه دی خاورینه خو احساس دی ډبرین وی
په فکـر کی تـر ټولــو دی خدمت ددین اړین وی
د خدای چی په تقسیم کی تاته هر څه ورسیږی
تــر ښه استعداد نـور به درته څشئ بهتـرین وی
چـی ته یې اهل علم کـړې قلم یــې در روان کـړ
دا ومنه چـی بخت به دی عالـی وی اوزریـن وی
وِجهه یې درته درکړه او آبرو یې در خوندی کړه
پرڅه دی نور وران فکر وی او ولی به ناوړین وی
چی قــدر اوعــزت یې مفت درکـړئ په عالـم کی
نو خود به یې خوشاله او تندئ به دی تل ورین وی
ډیـر خلګ دی چی ستا حالت دځان لپاره غــواړی
نو خود به مظهری په روح آرام په زړه تسکین وی
د مصیبت او تاوان رسیدلو په وخت کی د غمګینۍ او پښیمانۍ خبری مکوه!
وإن أصابك شيء فلا تقل : لو أني فعلت لكان كذا وكذا ولكن قل قدر الله وما شاء فعل فإن - اللو - تفتح عمل الشيطان. [مسند ابي يعلي6251]
ژباړه: که یو شئ در ورسیږی نوته داسی مه وایه چی کچیری می داسی کړی وائ نو داسی او داسی به سوی وائ بلکی ووایه د الله تقدیر وو هر کار چی الله یې وغواړی کوی یې ځکه چی لو(کچیری) عمل دشیطان را خلاصوی.
توضیح: یعنی کله چی د یومصیبت سره مخامخ کیږې نو داسی مه وایه چی کچیری می داسی کړیوائ او یا داسی سویوائ نو دغه مصیبت به نه را رسیدلائ ځکه چی دداسی خبرو کول انسان ته دروازې دشیطانی کارونو او باورونو خلاصوی چی هغه د الله پر قضاء او قدر پښیمانی او غمګینی ده او پر الهی تقدیر باندی یو قسم نیوکه او اعتراض دئ.
بس سړئ به داسی وایې: چی الله پاک په تقدیر کی همداسی لیکلی وه ارومرو دغه پیښه کیدل. او دالله پاک خپله خوښه ده چی کوم شئ وغواړی هغه کوی هیڅوک او هیڅ شئ یې مخه نسی نیولائ.
په بل حدیث کی راځی:اﺣﺮﺹ ﻋﻠﻰ ﻣﺎ ﻳﻨﻔﻌﻚ ﻭﻻ ﺗﻌﺠﺰ، ﻓﺈﻥ ﻏﻠﺒﻚ ﺃﻣﺮ ﻓﻘﻞ: ﻗﺪﺭ اﻟﻠﻪ ﻭﻣﺎ ﺷﺎء ﺻﻨﻊ، ﻭﺇﻳﺎﻙ ﻭاﻟﻠﻮ ﻓﺈﻥ اﻟﻠﻮ ﺗﻔﺘﺢ ﻋﻤﻞ اﻟﺸﻴﻄﺎﻥ. [مسند ابی یعلی6346]
ژباړه: پرهغه شی باندی کوښښ وکړه چی تاته ګټه رسوی او مه ناتوانه کیږه که یوشئ درباندی غالبه سو نوداسی ووایه: د الله تقدیر دئ کوم شئ چی دالله خوښه هغه کوی او ځان دلو (کچیری) څخه وساته ځکه چی په هغه باندی دشیطان دکار دروازه خلاصیږی.
یعنی تل دځان لپاره د ګټی د لاسته را وړلو په هڅه کی وسه او ځان ناتوانه مه بوله خو که په یوکار کی ناکامه سوې او ستا ناخوښه حالت درباندی راغئ نو داسی ووایه چی دا دالله تقدیر دئ کوم شئ چی الله یې وغواړی هغه کوی.
او هیڅکله داسی مه وایه: کاشکی می فلانئ کار نوای کړئ او یا که می فلانئ کار نوائ کړئ نو داسی به نه کیدل. ځکه چی دداسی خبرو په کولو پر انسان د شیطانی کارونو او باورونو در وازې راخلاصیږی چی هغه د الله پاک پرتقدیر پښیمانی او غمګینی ده او یوقسم اعتراض دئ پر تقدیر باندی.
۱۳۹۷/۰۴/۱۰
۱۳۹۷/۰۴/۰۲
د ځینو اهل علمو ځینی نواقص او اشتباهات:
۱ – شهرت طلبی.
۲ – ځان په هرڅه باندی پوه ګڼل.
۳ – په ځینو شیانو باندی د نه پوهیدلو څخه انکار.
۴ – دنورو علماؤ دملاقات اولیدنی څخه نفرت.
۵ – بی تحقیقه خبره منل.
۶ – تند تبیلغ او سست عمل.
۷ – پر خپل عمل اوخبره باندی دلیل ویل کڅه هم خلاف د تحقیق وی.
۸ – پر نورو علماؤ باندی ژر ټاپې اومهرونه لګول.
۹ – دیوه عمل له وجهی دشخصیتونو جرح اوتقبیح کول.
۱۰ – پرځان باندی دداسی لقب او تخلص ایښوول چی تریوه مذهب اویایوه شرعی اصل پوری دده دتړاو ښکارندویې کوی لکه: موحد، توحیدی ، حنفی، مذهبی او داسی نور...
۱۱ – دځان لپاره په اوږده نامه اوتخلص باندی خوشاله کیدل او یاهم دنورو لپاره اوږد نوم او یاتخلص کارول.
۱۲ – خط ، قرائت اوعصری علومو ته نه پاملرنه.
۱۳ – د عوامو په اصطلاح اوژبه باندی خبری کول.
۱۴ – دینی خدمت په ځان کی منحصر کول او دنورو دینی خدماتو ته په سپکه کتل.
۱۵ – دنورو لیکنه او تصنیف ځانته منسوبول.
۱۶ – په حجرې اومدرسې کی طالب العلم ته دکار لپاره ځای ورکول.
۱۷ – شاګردانو ته ښکنځل اوسپکی خبری کول.
۱۸ – دقوم ، نژاد اوژبی پربنیاد دخلګو سره خاصه رابطه ساتل.
۱۹ – په ناخبرۍ کی دمنکراتو او یااتهام مجلس ته تلل بیا هلته دتوان سره سره چوپ پاته کیدل.
۲۰ – دخپلو لوڼو نکاح ځنډول اویا په ډیر ولور باندی ورکول.
۱۳۹۷/۰۴/۰۱
د علماؤ لپاره اوږده نومونه او لقبونه
د علماؤ لپاره لوی او اوږده نومان او لقبونه کمال نه بلکی نقصان دئ.
د اوږدو نومانو او لقبونو تاوانونه:
۱ ـ په ویلو کی یې ضیاع د وخت راځی.
۲ ـ په لیکلو کی یې ضیاع د وخت،کاغذ او قلم راځی.
۳ ـ په اوریدلو یې په انسان کی تکبر پیدا کیږی.
۴ ـ په هغه صورت کی چی څوک په خوشاله وسی په لوی نامه باندی تظاهر دتزکیې راځی کوم چی شرعا ممنوع دئ.
۵ ـ د لوی نوم او لقب په ایښودلو کی ارومرو داسی مبالغه کیږی چی درواغ ویلو ته مفضی کیږی.
۶ ـ دلوی لقب ایښودل داسی عمل دئ چی صحابه وو، تابعینو، تبع تابعینو او مجتهدینو ندئ کړئ آن تردې چی نیژدې تیرو سوو مصنفینو ندئ کړئ او دیو بل دتعارف لپاره یې هیڅ وخت لوی نوم ندئ کارولئ.
۷ ـ دلوی نوم اولقب په مروج کیدلو سره انسان ته یو قسم دشهرت طلبۍ عادت پیدا کیږی چی له مخی یې هروخت په لوی نوم باندی دځان دمعرفی کولو غوښتنه کوی که یې څوک په لوی نامه او لقب معرفی نکړی خوا یې ورڅخه بدېږی.
۸ ـ د لوی نوم او لقب په مروج کیدلو سره د انسانانو ترمینځ پرلقبونو، نومونو، لفظونو او عنوانونو یوقسم منفی سیالی او رقابت پیدا کیږی چی ګټه یې تنها شیطان ته رسیږی او دهغه د خوشالۍ سبب جوړېږی.