۱۴۰۳/۱۱/۱۶

د خير او شر بخيلان:

ځيني خلک په بخالت کې دومره غوټه سوي وي چې خپل ناخوښه انسانانو ته نه تنها دا چې ښه ژوند نه غواړي او د هغوی څخه شر نه دفع کوي بلکې د هغوی هر کار بد ګڼي او دا يې زړه غواړي چې هغوی په هر کار کې ناکام سي سره له دې چې د هغوی کار د ګټي او زيان دواړو احتمال لري خو په دې خاطر چې دی په بخالت کې انتهاء ته رسېدلی وي نو ځکه يې د هغوی لخوا د هيڅ کار کول نه خوښيږي او کوښښ کوي چې هغوی په ژوند کې د هر ډول فعاليت څخه را وګرځوي.

د خير او شر بخيلان د خپل ناخوښه انسان هر عمل د هغه په ګټه او د ځان په زيان ويني ځکه نو د هغه هر کار ته د شک په سترګه ګوري؛ که څه هم هغه بد کار کوي خو دی داسي فکر کوي چې په دې کار کې به ممکن د هغه ګټه او زما تاوان وي نو ځکه يې مخي ته خنډونه اچوي.

د خير او شر بخيل ته ځان جامع الکمالات ښکاري له همدې امله يې زړه غواړي ټول انسانان د ده په خوښه کار وکړي يا لږ تر لږه د ده هر ډول مشورې ته ارزښت ورکړي سره د دې چې هر انسان د ښه او بد دواړو استعداد لري او هر انسان تر خپله وسه کمال ته رسېدلای سي او يا نيمګړتيا پکې پيدا کېدلای سي.

د خير او شر بخيل د خپل ناخوښه انسان په وړاندي هم مدعي وي، هم شاهد وي او هم قاضي وي ځکه نو ځان په تمامه معنی پر حق بولي او هغه بيا په تمامه معنی ملامت بولي.
کوښښ وکړئ چې په خپلو زړونو کې هيڅ ډول بخالت ته ځای ورنکړئ په خاصه توګه د خير او شر بخالت ته چې په دنيا کې د ځانه سره  رسوايي او ناروغي لري او په آخرت کې د ځانه سره تباهي او بربادي لري.

د بخالت د بدۍ په سبب رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه د مسلمان سره مناسب نه بولي او فرمايي: خَصْلَتَانِ لاَ تَجْتَمِعَانِ فِى مُؤْمِنٍ الْبُخْلُ وَسُوءُ الْخُلُقِ.[سنن ترمذي2089] ژباړه: په مسلمان کې دوه عادته نه سره يوځای کيږي: بخالت او بد اخلاق. يعني په کوم چا کې چې دغه دوه عادته وي هغه پوره او کامله مسلمان نه دی.
او په بل حديث کې چې په مسند احمد کې راغلی دی بخيل يې د هغو کسانو څخه شمېرلی دی چې جنت ته به نه داخليږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۱/۱۵

د ناروا او مبتذلو رسنيو زيانونه:

رسنۍ که انځوريزي دي، که ږغيزي دي، که چاپي دي او که ټولنيزي دي ټولي د نشراتو لپاره اسباب او ذرايع دي چې هم ښه استفاده ورڅخه کېدلای شي او هم بده استفاده، خو کله چې رسنۍ فاسدي شي يا د فاسدو انسانانو لاس ته ولويږي بيا نو ډېر فسادونه ور څخه پيدا کيږي او د ټولني لپاره ډېر زيانونه لري چې موږ يې ځيني عمده زيانونه په لاندي ډول بيانوو:

اخلاقي فساد
د مبتذلو او ناروا رسنيو په سبب په ټولنه کې اخلاقي فساد وده کوي چې د ټولني هر فرد په خاصه توګه ځوانان په اخلاقي فساد روږدي کيږي چې بالآخره ټول اخلاقي ازرښتونه له پامه غورځول کيږي او خلک د فحشاء او بې حيايۍ لوري ته بيول کيږي چې په تاريخي لحاظ يې لويه بېلګه د روميانو امپراطوري ده چې مبتذلو نمايشي لوبو او د فحشاء خپرونو په ټولنيز ډول په اخلاقي فساد کې ډوبه کړه؛ او زموږ په زمانه کې يې بېلګه د امارت څخه مخکې زمانه وه چې منفي رسنيزي آزادۍ خلک په ډول ډول فحشاء او ابتذال باندي اخته کړه.

د کورني نظام ګډوډېدل
د نا اهلو رسنيو د نشراتو په سبب کورنی نظام سره ګډوډ کيږي ځکه دوی داسي نشرات کوي چې د انسانانو تر منځ حقوقي تړون له منځه وړي او يو انسان د بل انسان حقوق نه پرځای کوي چې په سبب يې د پلار او زامونو تر منځ، د وړونو تر منځ، د ميرمني او خاوند تر منځ او د خپلوانو تر منځ نفرتونه او کرکي پيدا کيږي چې لويه بېلګه يې غربي ټولنه ده چې يادو حقوقو ته پکې هيڅ پاملرنه نه کيږي بلکې د يوې سروې پر اساس په نولسمي او شيلمي پېړۍ کې په اروپا کې د طلاق ډېرېدلو او کورني دوديز نظام کمزوري کېدلو سبب همدغه مبتذلي رسنۍ ښودل سوي دي.

فکري او سياسي مسموميت
ناروا رسنۍ د خلکو فکرونه او ذهنونه تخريبوي ځکه نو په ټولنه کې فکري او سياسي انحراف رامنځته کيږي چې له امله يې د خلکو فطرتي او اسلامي باورونه ضعيف کيږي او د اسلامي هويت او اسلامي سياست سره خلک بېګانه کيږي چې بيا نو خلک د اصلاح او اسلامي نظامونو دښمنان جوړيږي چې لويه بېلګه يې په منځنۍ اسيا کې د کمونيستي شوروي اتحاد تبليغات وه چې د خلکو د فکرونو څخه يې د اسلام او اسلامي نظام سره محبت ايستلی او داسي چاپېريال يې حاکم کړی چې په نظامي ډګر کې روس د منځنۍ اسيا هيوادونو څخه وتلی خو په فکري او سياسي لحاظ اوس هم ورباندي حاکم دی ځکه نو د هغه ځايونو په خلکو کې د اسلامي نظام د راتللو لپاره د انقلاب او پاڅون هيڅ څرک نه ليدل کيږي. د بلي خوا څخه فاسدي رسنۍ د فکري مسموميت له لاري د خلکو فکرونه دومره فاسد کړي چې آخر خلک د درواغو ښکار شي او د لويو حقائقو څخه انکار کوي.

ټولنيز تاوتريخوالی او د جرايمو ډېرېدل
د ناسمو رسنيو په سبب په ټولنه کې د جرمونو کچه ډېريږي ځکه دوی چې کومي ناوړي خپروني يا سريالونه نشر کوي د هغو څخه خلکو ته د جرم د کولو نقل ورکوي او خلک په عملي ډول هغو جرمونو ته لاس اچوي چې دوی يې خلکو ته د تمثيل يا ډرامې په شکل نشر کوي؛ که په نړۍ کې د جرمونو او تخلفاتو نوعيت ته وکتل شي ډېری يې خلکو د فيلمونو او سريالونو څخه زده کړي دي چې يوه نمونه يې اختطاف دی، د اختطاف تاريخ ډېر اوږد دی خو زموږ هيواد ته اختطاف هغه وخت راغی چې په جمهوريت کې خلکو ناروا  ټلويزيونونو او خارجي سريانو ته مخه کړه او په هغو کې يې د اختطاف چلونه او طريقې وليدلې؛ بله لويه بېلګه يې د امريکا د هاليووډ مبتذل فيلمونه دي چې 1920  م کلونو را په دې خوا يې په ټولنه کې په سبب ډېر تاوتريخوالی او جنايتونه را منځ ته شوي دي.

د ځوان نسل تباهي او بربادي
د فاحشو رسنيو په سبب ځوان نسل د اصلاح، پرمختګ او علم پر ځای شهواتو او اخلاقي انحرافونو ته مخه کوي چې ورسره ځوان نسل د بربادۍ او تباهۍ لوري ته روانيږي؛ د تاريخ پوهانو په نظر پر اندلس د مسلمانانو د حاکميت د زوال يو لامل په ځوانانو کې د فحشاء او مبتذلو سندرو خپرېدل وه چې ځوانان يې په عبثو شيانو روږدي کړه او د جهاد او قربانۍ احساس يې د ځوانانو څخه واخيست چې دا شي موږ اوس هم په ځوانانو ليدلای شو؛ زموږ په زمانه کې په ځينو رسنيو کې ځيني خپروني، سندري،  غير شرعي تمثيلي ټوټې، فاحش فيلمونه، او په خاصه توګه د ټولنيزو رسينو څخه ناوړه استفاده ځوانان د هر ډول مثبتو انګېرنو څخه ليري کړه بلکې د ځوانانو وجدان، عقل او علمي استعداد يې وواژه.

د دښمنانو لپاره د فکري جګړې وسيله ګرځېدل
په دې خاطر چې د اسلام دښمنان تل د اسلام او مسلمانانو پر ضد فکري جګړه پر مخ بيايي ځکه نو کوښښ کوي له هري ذريعې په خپل ګټه او د اسلام په تاوان استفاده وکړي چې يوه د هغو ذريعو څخه مبتذلي او نا اهله رسنۍ دي؛ د اسلام دښمنان کوښښ کوي چې له هر طرفه پر مسلمانانو فکري او فرهنګي يرغل وکړي چې د دې کار لپاره د دوی لومړی انتخاب رسنيز فعاليت دی چې په هر اړخيز ډول يې په مسلمانانو کې د هر ډول فساد خپرولو لپاره کاروي چې په نتيجه کې همدغه رسنۍ د اسلام د دښمنانو لپاره په شعوري يا غير شعوري ډول د فکري جګړې يوه وسيله او ذريعه جوړيږي چې په مټ يې د اسلام پر ضد ګڼ شمېر نشرات کوي چې بېلګه يې پر اسلامي هيوادونو د کفري امپراطوريو د نظامي يرغل سره هم مهاله فکري يرغل دی چې تل يې په لومړي قدم کې د رسنيو په ذريعه کړی دی.

د ديني او کلتوري ارزښتونو تخريب او سپکاوی
مبتذلي رسنۍ د پروپاګند کولو او درواغو ويلو له لاري کوښښ کوي چې ديني او کلتوري ارزښتونه تخريب کړي او سپکاوی يې وکړي؛ که د رسنيو تاريخ مطالعه کړو دا به راته ثابته شي چې غلطو رسنيو په خلکو کې د مقدساتو د ارزښت کمولو په هدف د ديني او فرهنګي مقدساتو ډېر سپکاوی کړی دی او مسلمان شخصيتونه يې په ډېرو بدو نومونو باندي نومولي دي چې تر ټولو لويه بېلګه يې پر مجاهدينو د تروريست نوم ايښودل دي او ديني علماء په سادګۍ او شرارت تورن کول دي. د عثماني خلافت په وخت کې چې مسلمانانو ډېر پرمختګ کړی وو يهودانو او منافقينو د همدغو رسنيو په مرسته د خلافت د مشرانو پر ضد منفي تبليغات کول او په خلکو کې يې ډول ډول بې ځايه شائعات خپرول آن تر دې چې د عثماني خلافت سلطان عبدالعزيز يې بدنام کړ او خلک يې د هغه پر ضد را وپارول تر څو خلک يې دوکه کړه، د سلطان عبدالعزيز پر ضد يې پاڅون وکړ د منافقينو په دسيسه يې هغه عزل کړ او بيا يې په مرموز شکل وواژه.

د دولت او ملت تر منځ واټن پيدا کول
اسلام دښمني رسنۍ تل کوښښ کوي چې د حاکم اسلامي نظام او خلکو تر منځ واټن پيدا کړي ځکه نو تل د نظام د ضعف نقطې بيانوي او لاس ته راوړني يې پټوي او کله ناکله بيا د سياسي مبصرينو په نوم ځيني سياسي منحرفين ميلمانه کوي تر څو په خپلو غلطو تحليلونو خلک دوکه کړي او د نظام پر ضد يې را وپاروي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۱/۱۳

د حق طلب انسان نښي:

هغه څوک چې د حق مطالبه کوي، د حق پسې روان وي او تل د حق په لټه کې وي لاندي نښي لري:
1 – د حق طلب کوونکی انسان تل د حق په اړه فکر کوي او خپله هره کړنه په ډېر تدبر او سنجيده ډول سر ته رسوي.
2 – د حق طلب کوونکی انسان د حق په اورېدلو احساس د ارامۍ او اطمينان کوي او هيچ کله د حق په وړاندي سنگر نه نيسي.
3 – د حق طلب کوونکی انسان هيڅ وخت د حق ردولو لپاره پلمې نه لټوي بلکې تل د حق منلو ته سر ږدي.
4 – د حق طلب کوونکي انسان څخه چې کله حق پاتيږي ډېر غمګينه کيږي او د حق پر فوت کېدلو تل د پښېمانتيا اظهار کوي.
5 – د حق طلب کوونکی انسان خلک په حق پېژني، حق په خلکو نه پېژني ځکه نو د حق د درک کولو وروسته که ټوله نړۍ د حق په وړاندي ودريږي لا يې هم پروا نه کوي او تر حق نه تيريږي.
6 – د حق طلب کوونکی انسان هيڅ وخت پر خپلي هري خبري نه ټينګيږي بلکې خپله خبره د حق سره پرتله کوي، که د حق سره برابره وه ورباندي ټينګيږي او که د حق سره خلاف وه بيا تر تيريږي.
7 – د حق طلب کوونکی انسان د هيچا سره په زړه کې کينه نه ساتي بلکې مثبتي خبري په زړه کې ساتي او بدي خبري ډېر ژر د زړه څخه باسي.
8 – د حق طلب کوونکی انسان د چا د شخصيت سره دښمني نه کوي بلکې د هر چا سره يې دښمني د کړنو او اعمالو پر اساس وي.
9 – د حق طلب کوونکی انسان د حق لپاره خپل خواهشات تر پښو لاندي کوي خو د ځان لپاره حق تر پښو نه لاندي کوي.
10 – د حق طلب کوونکی انسان حق ته رسېدل او په حقيقت خبرېدل د ځان دنده بولي ځکه نو د حق د درک څخه خوند اخلي او حق د ځان ورکه بولي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۱/۰۱

څو دانې مشورتي کرښي:

۱ ـ خدمت غواړه خو مسئوليت مه غواړه.
۲ ـ خدمت په ځان کې منحصر مه ګڼه خو ځان په خدمت کې منحصر وګڼه.
۳ ـ مسئوليت چې هرڅومره سپک وي خوکولو ته يې ځان ژمن وبوله.
۴ ـ مسئوليت تر هغه وخته پوري کوه چې کولای يې شې کله يې چې د کولو څخه پاتي راسې نور نو ځان مه ورباندي مصروف کوه بلکې هغه چا ته يې وسپاره چې کولای يې سي.
۵ ـ د هغه چا سره چې درکړی مسئوليت درڅخه واخلي په زړه کې عقده مه پيداکوه بلکې د ځانه سره محاسبه وکړه، خپله نيمګړتيا پيدا کړه او تجربه حاصله کړه.
۶ ـ تجربه حاصلول علم دی په حاصلولو کې به يې ارومرو ستونزي مخي ته راځي بايد استقامت له لاسه ور نه کړې.
۷ ـ پر هغه چا باندي بد ګمان مه کوه څوک چې پر تا باندي بدګمان کوي يوه نه بله ورځ به دی هم په دي حقيقت باندي پوه سي.
۸ ـ چا ته چې دي مسئوليت ورکړی وي که ته د هغه څخه د مسئوليت ښه سر ته رسول غواړې نو هغه ته هم وخت ورکړه تر څو خپلي ستونزي ستا سره شريکي کړي.
۹ ـ که چا ته وايې: څه دي راوړيدي ؟ نو دا هم ورته وايه: څه شی غواړې؟
۱۰ ـ پر چا باندي دي چې باور وکړ بيا ورسره داسي خبره او معامله مه کوه چې پر هغه باندي ستا پر بې باورۍ دلالت وکړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۰/۲۶

امر بالمعروف او نهي عن المنکر د هر چا دنده ده:(دويمه برخه)

يوه شبهه:
وَلْتَكُن مِّنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ.[آل عمران 104]
ژباړه: ارومرو به ستاسي څخه يوه ډله خلک وي چې خير ته بلنه ورکوي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي او همدغه خلک کامياب دي.

ځيني خلک په پورتني آيت شريف باندي دليل نيسي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر تنها کار د علماو دی هرڅوک يې نسي کولای؛ دوی وايي دلته چې لفظ د "مِن" راغلی دی هغه تبعيضيه دی، نو معنی يې داسي کېږي چې: په تاسو کې به يوه ډله وي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي چې هغه علماء دي. ځكه نو دوی وايي : امر بالمعروف او نهي عن المنکر تنها کار د علماو دی نورو خلکو ته جائزه نده چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي.

د شبهې ځواب:
د دغه خلکو استدلال او د"من" تبعضيه څخه دغه مقصد اخيستل صحيح نه دی ځکه چې:
پر دې خبره د مفسرينو اتفاق نه دی چې دلته دي "من" تبعيضيه شي، بلکې اختلاف دی ځيني يې تبغيضيه بولي، ځيني يې بيانيه بولي، ځيني يې د دواړو په صحت باندي قائل دي او د هر يوه لپاره توجيه کوي.

خو هغه څوک چې تبعيضيه يې بولي هم داسي نه وايي چې دا کار دي تنها علماء وکړي بلکې هرڅوک کولای شي د خپل علم مطابق امر بالمعروف وکړي، خو دلته د"من" فايده فقط دغه ده چې په دې سره هغه فرضيت عيني ساقط شو يعني "من" د دې لپاره راغلی دی چې دغه وظيفه فرض عين نده بلکې فرض کفايي ده، چې په يو قوم کې يې څو نفره وکړي د نورو ټولو غاړي ورسره خلاصيږي دا يې معنی نده چې تنها علماء به يې کوي بل څوک به يې ګرسره نه کوي که څه هم په ځينو مسائلو يې سر خلاصيږي.

علامه وهبة الزحيلي په خپل تفسير کې وروسته تردې چې وايي دغه "من" د تبعيض لپاره دی. وايي: و تخصص هذه الفئة بما ذكر لا يمنع كون الأمر بالمعروف والنّهي عن المنكر واجبا على كلّ فرد من أفراد الأمّة بحسبه.
ژباړه: يعني د دغي ډلي(علماؤ) د تخصيص په هغه شي سره چې ذکر سو د دې څخه منع نه راوړي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر دي پر هر فرد د هغه د قدرت په اندازه واجب وي. وروسته يې پر دې باندي د احاديثو څخه دلائل هم راوړي دي.

همدا راز په تفسير ابي سعيد کې راځي: ژباړه: د خطاب متوجه کېدل و ټولو ته سره د نسبت د دعوت و بعضو ته لپاره د ثبوت د معنی د فرض کفايي دی، او د دې لپاره چې دغه پر ټولو باندي واجب دی، خو پداسي طريقه چې ځيني يې وکړي نو د نورو څخه ساقطيږي، او که ټوله يې پسې پريږدي، نو بيا ټوله ګناهکاره کېږي؛ وروسته بیا وايي: ولا يقتضي ذلك كونَ الدعوةِ فرضَ عينٍ ، فإن الجهادَ من فروض الكفايةِ مع ثبوته بالخطاب العامِّ. [تفسير ابي سعيد ص 430 ج 1 المکتبة الشاملة]
يعني دا چې "من" دي لپاره د تبيين شي د دغه څخه داسي نه ښکاري چې دا کار دي فرض عين شي، ځکه چې جهاد فرض کفايي دی سره د دې چې په عام خطاب باندي هم ثابت دی.
مقصد يې دا دی چې دلته که من بيانيه شي فرض عين کېدل يې ورڅخه نه ثابتيږي اوکه تبعيضيه شي، تخصيص يې تر يوې ټولۍ پوري نه ثابتيږي بلکې فقط د تبعيض څخه تنها فرض کفايي والی ثابتيږي.
البته په هغه صورت کې چې کفار پر مسلمانانو باندي یرغل وکړي جهاد فرض عين ګرځي.
په تفسير شعراوي که راځي: ژباړه: يعني د دې معنی داسي ده چې ای مخاطبينو! په تاسو کې دي يوه ډله وي چې خلک وخير ته را بولي. همدا راز معنايي دا ده چې تاسو ټوله امت بايد داسي وسئ چې خلک وخير ته راوبولئ .بعضي علماء داسي ګمان کوي چې د دغه قول څخه داسي ثابتیږي چې په تاسو کې به يوه ډله وي چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، خو مګر دلته تر دې عميق فهم سته هغه دا چې دغه آيت د دې امر کوي چې بايد ټوله اسلامي ټولنه داسي امت وي چې و خيرته دعوت ورکړي، او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي يعني دا آيت ټول مسلمانان په دغي وظيفې باندي امرکوي، نو داسي نه شي کېدلای چې يوه ډله دي په امر بالمعروف او نهي عن المنکر سره خاص کړل شي، بلکې دا ضروري ده چې ټوله امت مسلمه دي په معروف باندي امر کوونکی وي او د منکر څخه دي منعه کوونکی وي، نو چې چا ته يو حکم د احکامو معلوم وي بايد په هغه باندي بل څوک امر کړي.[تفسير شعراوي ص 1118 ج 1 المکتبة الشاملة]
او په تفسير ابن کثير کې راځي: ژباړه: مقصود د دې آيت څخه دا دی چې بايد د دې امت څخه يوه ډله وي چې د دې کار لپاره يې قصد کړی وي، که څه هم دغه کار پرهر فرد باندي د هغه د توان مطابق واجب دی، لکه څنګه چې په صحيح مسلم کې د ابوهريرة رضي الله تعالی عنه په حواله راځي چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې ستاسو څخه يو بدکار وويني نو په خپل لاس دي تغيير ورکړي که يې په طاقت نه وه، بيا دي په ژبه تغيير ورکړي اوکه يې په طاقت نه وه، نو بيا دي په زړه کې ورڅخه کرکه وکړي او دغه هغه ضعيفه اثر د ايمان دی. [تفسير ابن كثيرص 91 ج 2]
او قاضي ثناء الله فاني پتي رحمه الله په خپل تفسير کې وروسته تردې چې دی وايي: دغه "من" د تبعيض لپاره دی ځکه چې امر بالمعروف فرض کفايي دی او بل، هرڅوک د دې صلاحيت نه لري چې ودي کړي. داسي ليکې: 

ژباړه: الله پاک ټوله مخاطب کړه خو مطالبه يې د بعضو څخه وکړه د دې لپاره چې پر دې باندي دلالت وکړي چې دغه وظيفه پر ټولو باندي واجب ده، که يې ټوله پريږدي ټول ګناهکاره کېږي، خو په کولو سره د بعضو د ټولو د غاړي څخه ساقطيږي چې فرض کفايي همداسي وي.[التفسير المظهري ص 567 ج 1]

او داسي هم روا کېږي چې "من" بيانيه شي او نهي عن المنکر دي پر هر يوه باندي واجب شي، او کمترينه اندازه يې دا ده چې په زړه کې ورڅخه بد يوسي، يعني تاسو ټوله داسي امت شئ چې خلک وخيرته راوبولئ.
په تفسيربغوي کې راځي: وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ. أي: كونوا أمةً، {من} صلة ليست للتبعيض.
يعني دغه "من" د صله زائده دی تبعيضيه نه دی.

په تفسير الوجيز کې راځي:{ولتكن منكم أمة} الآية. أَي: و ليكن كلُّكم كذلك، و دخلت "مِنْ" لتخصيص المخاطبين من غيرهم.[تفسير الوجيز ص 99 ج 1 المکتبة الشاملة]
یعني من لپاره د تخصيص د مخاطبينو دی د نورو څخه.

امام فخر الدين رازي رحمه الله وروسته تر ذکر کولو د دواړو مذهبينو په لفظ کې د"من" يو ځلي د يوه اعتراض دفعه کوي کوم چې پر هغو خلکو باندي وارديږي چې هغوی دغه "من" بيانيه بولي چې د دې څخه له ورايه ښکاري چې دی هم پدغه باور دی چې دغه "من" بيانيه دی، وروسته بيا ليکې: 
ژباړه: علماؤويلي دي: د فاسق لپاره روا کېږي چې په ښه کار باندي امر وکړي ځکه لکه پر ده باندي چې واجب ده پرېښودل د دغه بد کار  همدا راز پر ده باندي واجب ده منع کول د دغه کار څخه، نو دا چې دی يو واجب پريږدي، د دې څخه داسي نه لازميږي چې هغه بل واجب دي هم پريږدي، او سلف صالحينو څخه داسي نقل شوی دی: چې په ښه کار باندي امر وکړئ که څه يې هم تاسو نه کوی، او د حسن رحمه الله څخه نقل دی چې ده د مطرف بن عبدالله څخه واورېدل چې ويل يې: زه هغه شی نه وايم کوم چې نه يې کوم، نو ده ورته وويل: کوم يو زموږ هغه کار کوي چې وايي يې؟ شيطان خوښ  لري چې پدغي خبري باندي پر تاسو کاميابه شي، نو به بيا هيڅوک امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه کوي.[ تفسير مفاتيح الغيب ص 147 ج 8]
خلاصه: دا ده چې د لفظ څخه د"من" نفي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د غير څخه د علماؤ نه ښکاري. 

البته دا خبره ضروري ده کوم څوک چې چا ته د يو ښه کار دعوت ورکوي او يا يې د بد کاره څخه نهي کوي هغه بايد د هغه کار او هغې خبري حکم ښه زده کړی وي بيا يې ونورو خلکو ته ووايي؛ که يې نه وي زده کړی بيا يې هم خلکو ته وايي، نو بيا داسي سړي ته لازمه نده چې پر خلکو دي امر او نهي وکړي آن تر دې چې يو عالم  يوه مسئله ورته پوره معلومه نه وي نه شي کولای هغه خلکو ته په يقيني ډول بيان کړي. 

مثلا که چا د لمانځه مسائل د يوه عالم څخه ښه زده کړيوي، هغه سړی کولای شي دغه مسائل نورو خلکو ته هم بيان کړي او يا چا د معاملاتو او سوداګانو مسائل ښه زده کړيوي دغه سړی کولای شي نورو خلکو ته يې هم بيان کړي.

نو کومو علماو چې د تبلیغ لپاره علم شرط بللی دی هدف یې دا نه دی چې هغه مبلغ باید مولوي صاحب وي یا مولانا صاحب وي، لیسانس یا دکتورا ولري بلکې هدف یې دا دی چې د کوم شي تبلیغ چې کوي د هماغه شي عالم وي؛ یعني کوم شی چې دی یې و نورو ته وایی خپله یې سم زده کړی وي.

نو د تبلیغ لپاره یا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر لپاره دا شرط نه دی چې تبلیغ کوونکی باید د ټولو علومو څخه فارغ وی یا د احادیثو څخه فارغ وي، او دا هم شرط نه دی چې په نامه د مولوي صاحب یا په نامه د مولانا صاحب دي وي بلکې چې څومره شی هر چا زده وي هغه د هماغه شي عالم بلل کیږي او شرعا کولای شي کوم شیان چې یې زده وي نورو ته یې د تبلیغ یا امر بالمعروف او نهي عن المنکر په شکل ورسوي.
دوام لري...
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۰/۲۳

امر بالمعروف او نهي عن المنکر د هر چا دنده ده:(لومړی برخه)

امر بالمعروف و نهي عن المنکر هغه کړنه ده چې په مټ یې په ټولنه کې اصلاح راځي او د منکراتو ټغر ټولیږي؛ له همدې امله په اسلام کې ورته ډېر لوی مقام ورکول شوی دی او په قرآن کریم، احادیثو، آثارو او فقهه کې یې په اړه ډېر تفصیلي مسائل راغلي دي چې د ټولو څخه همدغه خبره ثابتیږی چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر په عملي بڼه تر خپله وسه د هر مسلمان دنده او وظیفه ده تر یوې خاصي ډلي او طبقې پوري ځانکړی نه دی، البته د پیچلو شرعي مسائلو بیان د علماؤ کرامو کار دی او په اجبار باندي خلک له منکراتو څخه راګرځول د حاکم اسلامي نظام کار دی.
امر بالمعروف او نهي عن المنکر هغه مقدسه دنده ده چې الله تعالی یې د عملي کولو لپاره ګڼ شمېر انبیاء کرام رالېږلي، په قرآن او حدیث کې یې مسلمانانو ته د هغه د عملي کولو لپاره ډېري سپارښتني او ارشادات کړي او پر نه عملي کولو یې ډېر سخت عذاب ذکر کړی دی.
امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ټولني د اصلاح لپاره هغه مؤثره نسخه ده چې د بشریت د پیل څخه بیا تر اوسه پوري په ځلونو تجربه سوېده او د انسانانو پر هر قشر یې مثبت تأثیرات لیدل شوي دي. 
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ارزښت ته په پام داسي ویلای شو چې: امر بالمعروف او نهي عن المنکر تنها د علماؤ وظیفه نه ده بلکې د شرایطو سره سم د ټولو مسلمانانو وظیفه ده او هر مسلمان په دې باندي مکلف دی چې د خپل توان سره سم او د خپلي پوهي په اندازه په اسلامي ټولنه کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي. 
د دغي مدعی د ثبوت لپاره غواړو د قرآن، حدیث، فقهي او عقل څخه کره او ښکاره دلائل راوړو او هر استدلال تر جدا عنوان لاندي ذکر کړو:

د قران کريم څخه دلائل:
لومړی دلیل: كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ.[سوره آل عمران 110]
ژباړه: تاسو ډېر غوره امت ياست چې ايستل شوي یاست لپاره د خلکو، تاسو امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوی، او په الله باندي ايمان لری، او که چېري اهل کتابو ايمان راوړی وای نو د دوی لپاره به ډېره غوره وای، د دوی څخه ځيني مسلمانان دي، خو ډېری  يې فاسقان دي.
په دې آيت شريف کې خطاب ټوله امت ته دی، ځکه په لفظ د "کنتم" سره يوه خاصه طبقه خلک مراد نه دي، بلکې امت محمدي صلی الله عليه وسلم ته خطاب دی وروسته چې کومه خبره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر راغلې ده هغه هم عامه ده ټوله امت ته شامله ده او د هر چا وظيفه ده.
دویم دلیل: وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ.[سوره توبه 71]
ژباړه:نارينه مسلمانان او ښځي مسلماناني ځيني يې د ځينو نورو دوستان دي، امر بالمعروف کوي او نهي عن المنکر کوي، لمونځونه کوي او زکاتونه ورکوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي ډير ژر دی چې الله پاک به پر دغه خلکو باندي خپل رحمت وکړي، بيشکه الله زورور او حکمت والا دی.
په دې آيت شريف کې الله پاک بېله کوم تقسيم او توپيره مسلمانان سره دوستان بللي او د هغوی وظيفه يې د يو بل په مقابل کې دا ښودلېده چې هغوی امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، همدا راز لمونځونه کوي او.........
نو لکه چې لمونځ، زکاة او د الله اطاعت د هر چا وظيفه ده همدا راز امر بالمعروف او نهي عن المنکر هم د هر چا وظيفه ده مګر دا چې د يو شرعي عذر له وجهي الله پاک د چا څخه ساقط کړی وي.
درېيم دلیل: التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ.[سوره توبه 112]
ژباړه: توبه کوونکې، عبادت کوونکې، حمد ويونکې، روژه نيوونکې، رکوع کوونکې، سجده کوونکې، په معروف باندي امر کوونکې او د بد کارڅخه نهي کوونکې او د الله پر حدودو باندي حفاظت کوونکې او مسلمانانو ته د جنت زېری ورکړه.
په دې آيت کې الله پاک د مومنانو ستاينه په ډېرو صفاتو سره کړېده چې يو د هغو څخه دغه دی چې دوی امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، نو لکه چې نورکارونه د هر رښتيني مسلمان صفت دی امر بالمعروف هم د هر مسلمان صفت دی او تر یوې خاصي ډلي پوري خاص نه دی.
څلورم دليل: لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ * يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ.[سوره آل عمران 113 – 114]
ژباړه: اهل کتاب ټوله يو ډول نه دي د اهل کتابو څخه يوه ډله ده چې د الله پر دين باندي ولاړه ده، د الله آياتونه د شپې لخوا تلاوتوي او سجده کوي، پر الله او ورځي د آخرت ايمان لري، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، د خير په کولوکې تلوار کوي او دغه خلک نيک خلک دي.
په دې آيت کې الله پاک د هغه اهل کتابو چې ايمان يې راوړی دی د نورو  صفتونو په څنګ کې د دوی دا صفت هم ذکر کوي چې دوی امر بالمعروف اونهي عن المنکر کوي، نو لکه نور صفتونه چې په هغو باندي د دوی هر مومن متصف کېدلای شي په دغه صفت باندي هم هر مومن د دوی متصف کېدلای شي،‌ نو امر بالمعروف د هرچا کار دی تنها د علماو کار نه دی.
پنځم دلیل: وَالْعَصْرِ * إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ * إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ.[سوره العصر 1 – 3]
ژباړه: زما دي قسم وي د مازديګر په وخت سره چې هر انسان په تاوان کې دی مګر هغه څوک چې ايمان يې راوړی وي او نيک عمل يې کړی وي، او په حق او صبر باندي يې توصيه کړې وي.
دلته الله پاک د تاواني خلکو د خلکو د  ډلي څخه هغه خلک استثناء کړيدي کوم چې په الله يې ايمان راوړی، ښه عمل يې کړی او په حق او صبر باندي يې توصيه کړېوي.
توصيه په حق او صبر باندي همدغه معنی چې نورو ته انسان د حق او صبر سپارښتنه کوي چې دغه په خپله معنی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ده، لکه په تفسيرقرطبي کې چې د دې آيت په تفسير کې ليکې: أوصى بعضهم بعضاً، وحث بعضهم بعضاً.[تفسير قرطبي ص 181 ج 20 المکتبة الشاملة]
يعني ځينو و ځينو نورو ته وصيت کړی وي، او ځينو ځيني نور پردې باندي باعثه کړيوي، نو کله چې په حق او صبر باندي وصيت کول امر بالمعروف شي نو لکه دلته چې په استثناء کې جلا کوونکی صفت د هر مسلمان لپاره راغلی دی نو امر بالمعروف هم د هر مسلمان صفت دی او پر هر چا باندي لازمه ده چې د خپل علم او توان سره سم امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي.
دوام لري...
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۰/۱۶

د ټولنيزو شبکو مثبت او منفي اړخونه:

ليكنه: مولوي نورالحق مظهري.
دا معلومه خبره ده چې ټولنيزي شبکې د انسانانو پر ژوند ډېر تأثير لري خو هغه شی چې ډېر مهم دی دا دی چې موږ يې مثبت او منفي اړخونه وپېژنو تر څو په مثبت کې ورڅخه ګټه پورته کړو او د منفي اړخ څخه يې ځانونه وساتو.

دا چې ټولنيزي شبکې د څشي لپاره جوړي شوي دي پوښتنه يې بايد د مؤسسينو څخه وشي، خو موږ يې د استعمال او استفادې له مخي پر مثبت او منفي وېشلای شو ځکه اسباب داسي وي چې هم د ښه کار لپاره کارېدلای شي او د بد کار لپاره کارېدلای شي، چې د ښه لپاره کارېدل يې مثبت دی او د بد لپاره کارېدل يي منفي دی.

ټولنيزي شبکې د داسي مارکيټ حيثيت لري چې په هغه کې هم حلال توکي پلورل کيږي هم حرام توکي، هم پاک شيان او هم مردار شيان په همدې سبب زما په آند په کوم ځای کې چې رواج نه وي هلته يې رواجول مناسب کار نه دی او په کوم ځای کې چې رواج وي هلته يې بايد د ښه کارولو لپاره کار وشي.

اوس چې زموږ په ټولنه کې داسي رواج شوي دي چې هر څوک په هر ځای کې هر وخت لاس رسي ورته لري نو په اړه یې داسي ويلی شو چې ټولنيزي شبکې: "شَرٌّ لاَبُدَّ مِنهُ" دی، يعني داسي شر دی چې موږ ورڅخه هيڅه چاره نه لرو ځکه نو نه يې بندولای شو او نه يې هم يواځي محدوديت کومه خاصه نتيجه لري بلکې د دې لپاره چې خلک ورڅخه ښه استفاده وکړي دا ضروري ده چې خلکو ته د پوهاوي ورکولو تر څنګ د هغو څخه د ښه استفادې لپاره يوه داسي کړنلار ولرو چې ټول وګړي خپله د ټولنيزو شبکو څخه ښې استفادې ته را وبلل شي او په عملي ډول هر څوک ورڅخه سمه ګټه پورته کړي.

تر ټولو مخکې بايد موږ خلکو ته داسي ذهنيت ورکړو چې ټولنيزي شبکې يواځي د سرګرمۍ او عادي بوختيا لپاره نه دي بلکې که څوک وغواړي د استفادې او افادې لپاره يې هم کارولای شي او آن تر دې که څوک وغواړي د دې لاري ټولني ته ګڼ شمير خدمتونه هم عرضه کولای شي خو په دې شرط چې سالمه ګټه ورڅخه واخلي او په هغو کې خپل فعاليت مديريت کړي.

که موږ خپل چاپېريال علمي او معلوماتي کړو، هر چا ته د معلوماتو د غوښتلو او راغونډولو زمينه برابره کړو او د بې کارۍ مخه ونيسو نو تر ډېره بريده به د ټولنيزو شبکو څخه ښې استفادې ته لار آواره شي چې بيا به ټولنيزي شبکې د تفريح او سرګرمۍ لپاره نه بلکې د معلوماتو د راټولولو لپاره کاريږي او د يوې علمي سرچينې په توګه به استفاده ورڅخه کيږي؛ لکه اوس چې  ځيني خلک همداسي ګټه ورڅخه  پورته کوي.

كه موږ ځينو پياوړو او تکړه ليکوالانو او اسلامي فرهنګيانو ته زمينه برابره کړو تر څو په ټولنيزو شبکو کې اصلاحي او معلوماتي فعاليت وکړي ترڅو تر خلکو پوري سم نشرات ورسيږي او د بدو نشراتو لپاره يو ډول بديل رامنځ ته شي  نو دا به د ښو نشراتو او فعاليتونو ګراف  لوړ کړي چې په نتيجه کې به ډېری خلک په ټولنيزو شبکو کې د ناوړه او بدي استفادې څخه را وګرځي؛ دا په دې سبب چې يو خو په ديني اصلاحي خدمت کې الله تعالی د مؤثريت برکت ايښی دی او بله خبره دا ده چې د کومي لاري څخه چې د خلکو د انحراف لپاره کار کيږي که د هماغه لاري څخه د امکان په صورت  د دوی په اصلاح کې کار واخيستل شي دا په سيستماتيک ډول د هغوی پر ذهنيت ډېر مؤثر تماميږي. 

که موږ په ورځني ډول په ټولنيزو شبکو کې د رښتينو خبرونو تر څنګ ځيني اصلاحي ليکني چې پر فکري، فرهنګي، سياسي، طبي، اخلاقي او ساينسي برخو مشتملي وي نشر کړو ارومرو به ډېری خلک ګټه ورڅخه پورته کړي او هغه ويښ ځوانان چې د دين، علم او پوهي سره مينه لري ارومرو دېته متوجه شي چې د ټولنيزو شبکو څخه سمه استفاده هم کېدلای شي ځکه له يوې خوا فکري او فرهنګي منحرفينو په خپلو ناوړه نشراتو ټولنيزي شبکې بدنامي کړي دي له بلي خوا زموږ ځينو ناپوهو کسانو په عملي ډول د ټولنيزو شبکو څخه يواځي د بوختيا او ابتذال آله جوړ کړې ده.

که موږ د تأثيراتو په عملي ميدان کې ټولنيزو شبکو ته سر ښکاره کړو نو دا به راته ثابته شي چې نن ورځ ډېر کارونه د ټولنيزو شبکو له لاري کېدلای شي بلکې عملي يې ځيني خلک کوي، د دعوت، پيغام رسوني، تدريس او تجارت لپاره نن په ښکاره ډول د ټولنيزو رسنيو څخه کار اخيستل کيږي نو که کفار خلکو ته د همدغه شبکو له لاري کفري دعوت ورکوي موږ کولای شو چې د اسلام دعوت ورکړو، که گنهکاره او فاسق انسانان خلکو ته د همدغه شبکو له لاري د بې دينۍ دعوت ورکوي موږ کولای شو چې خلکو ته د تقوی او ديانت دعوت ورکړو، که منحرف انسانان د همدغه شبکو او رسنيو له لاري خلک خرافاتو، بدعاتو او فحشاء ته رابولي موږ کولای شو خلک سنت او حياء ته راوبولو، که ګمراه او ناخبره انسانان د همدغه ټولنيزو شبکو له لاري ځانونو ته کمپاين کوي او يا د اسلامي نظام پر ضد تبليغات کوي موږ کولای شو خپلي لاري ته کمپاين وکړو او د دوی تبليغات جواب کړو آن تر دې چې موږ خپلي لاس ته راوړني او ابتکارات تر خلکو پوري رسولای شو.

که د ټولنيزو رسينو او شبکو په اړه معلومات راغونډ کړو نو راته ثابته به شي چې لکه ډېری خلک چې د همدغه شبکو په واسطه له دين څخه اووښتي دي د دې پر عکس ډېری کسان بيا د اسلامي داعيانو په لاس اسلام ته داخل شوي دي او ګڼ شمېر انسانان د سياسي او فکري انحراف څخه ساتل شوي دي.

ټول هغه خلک چې د ټولنيزو شبکو سره ارتباط لري په دې خبر دي چې نن  د همدغه شبکو له لاري د انسانانو تر منځ تاوده بحثونه او مناظرې کيږي او ډېر کسان له دې لاري خپل هدف ته د رسېدلو کوښښ کوي نو ځکه اوسني شرايط دا ايجابوي چې مسلمانان بايد ټولنيزو شبکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ښې استفادې لپاره خپل ځوانان وڅاري او د دې لپاره د ټولنيزو شبکو ټولو مسلمانو کارکوونکو ته خاصه پاملرنه وکړي.

د ټولنیزو شبکو سره دومره بوختیا چې په سبب یې د انسان څخه خپل ورځني کارونه پاتي وي او یا یې په سبب لمونځونه او نور عبادتونه قضاء کیږي او یا هم بې ځایه مصارف ورباندي کیږي دا نو بیا هغه حالت دی چې نه تنها دا چې انسان ته ګټه نه لري بلکې تاوان ورته کوي او ممکن په هر ډول انحراف او بدمرغۍ باندي یې اخته کړي.

۱۴۰۳/۱۰/۱۵

د قرآن په نسبت زموږ مسئوليت:

کفار او بې دينه خلک خو تل د قرآن سپکاوی کوي ځکه چې هغوی پر قرآن باندي ايمان نه لري نو ځکه هغه ته ارزښت هم نه ورکوي.

کوم شی چې زموږ مسلمانانو لپاره مهم دی دا دی چې موږ د قرآن په نسبت خپل مسئوليت وپېژنو او عملاً يې په اثبات باندي ورسوو چې موږ د قرآن لپاره په ټولو ثابته شوو حقوقو باندي باور لرو او د ژوند په هره برخه کې یې عملي کولو ته ژمن یو.

د لاندي شيانو په عملي کولو سره موږ د قرآن په نسبت د خپل مسئوليت د آداء کولو ښکارندويي کولای شو:
1 – پر ټوله قرآن باندي عملاً ايمان ولرو داسي نه وي چې کوم ځايونه چې زموږ د غوښتنو سره موافق وي پر هغه باندي ايمان لرو او کوم ځايونه چې زموږ د غوښتنو خلاف دي پر هغه ځايونو باندي بيا ايمان نه لرو(العیاذ بالله).

2 – قرآن د ځان لپاره اساسي قانون وبولو او د قرآن په شتون کې پر بل هيڅ وضعي قانون باندي خپله فيصله آواره نکړو.

3 – د قرآن زده کړي ته پوره پاملرنه وکړو او د ټولو برخو د زده کولو لپاره يې خپل ټوله توان او طاقت په کار واچوو.

4 – په تدبر باندي د قرآن تلاوت ته متعهد وسو، د تلاوت د اورېدلو په وخت کې پوره چوپتيا غوره کړو او بې اودسه لاس ور نه وړو.

5 – د قرآن ښوونکو او زده کوونکو سره د خپلي ميني ښکارندويي او پوره مرسته وکړو.

6 – د قرآن د زده کړي د ځايونو سره لکه مدارس، مکاتب او ځيني اسلامي رسنۍ پوره همکاري وکړو او کوښښ وکړو چې هر څومره د قرآن د زده کړي ځايونه فعال وساتو.

7 – د قرآن د توهين کوونکو څخه نفرت وکړو او د هغوی سره تړون د دوستۍ ونه ساتو بلکې هغوی د ځان دښمنان وبولو او د دښمن په سترګه ورته وګورو.

9 – په قرآن باندي فاسد دليل ونه نيسو،  یعني پر خپل باطل او فاسد کار باندي د قرآن څخه دلايل ونه وايو.

10 – په لومړي قدم کې ټوله قرآن حفظ کړو که مو ټوله په وس نه وي نو بيا تر خپل توان او طاقت پوري چې څومره مو په وسه وي هغه حفظ کړو او د دومره قرآن حفظ چې لمونځ ورباندي صحیح سي هغه خو پر هر مسلمان باندي فرض او ضروري دی.

11 – نورو خلکو ته د قرآن تبليغ وکړو يعني کوم شی چې مو خپله د قرآن څخه زده وي هغه نورو ته هم ور زده کړو د ناظرې څخه شروع بيا تر تفسير، ترجمې او احکامو پوري هر شی چې موږ زده وي هغه نورو مسلمانانو ته هم و رسوو.

12 – قرآن د ځان د جسمي او روحي ناروغيو لپاره شفاء وبولو او په دې باور وسو چې قرآن زموږ د هري ناروغۍ لپاره دوا ده.

كه مو د قرآن حق پوره آداء کړ نو خپله رښتینې مسلماني مو هم په اثبات باندي ورسوله.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۰/۱۰

مصنوعي ځيرکتيا:ChatGPT

په دې وروستيو کې د مصنوعي ځيرکتيا څخه خورا استفاده ډېره شوېده په خاصه توګه د خبرو او ليکلو په برخه کې چې خلک د ChatGPT څخه ډېره استفاده کوي؛ د دې لپاره چې موږ دوکه نشو او يو ډول د ټمبلۍ سره مخامخ نشو دا ضروري ده چې خپل علمي استعداد په کار واچوو او د مصنوعي ځيرکتيا پر ځای د خپل فکر او پوهي په مټ تحقيق او څېړنه وکړو.
 
مصنوعي ځيرکتيا هم د نورو اسبابو غوندي يو معلوماتي سبب دی چې استفاده کول ورڅخه جايز دی خو سل په سلو کې اعتماد ورباندي کول مناسب نه دی ځکه مصنوعي ځيرکتيا چې څومره معلومات د خلکو سره شريکوي ټول هغه معلومات دي چې د نورو معلوماتي ذخيرو يا ډيټابيسونو څخه يې را اخلي او يا هم په ويب پاڼو پلټنه کوي نو ځکه ډېری وختونه د معلوماتو په ورکولو کې خطا وځي او يا هم  داسي معلومات شريکوي چې هغه د ډېر وخت وي او زاړه وي. 

د مصنوعي ځيرکتيا او نورو لټونکو ماشينونو تر منځ توپير دا دی چې نور ماشينونه لکه ګوګل او ياهو هغه معلومات وړاندي کوي چې په ويب پاڼو او انټرنټي پاڼو کې ليکل شوي وي بېله دې چې کوم تغيير پکې راوړي خو مصنوعي ځيرکتيا بيا د ويب پاڼو او پاڼو څخه معلومات را غونډوي او خپل له طرفه يې وړاندي کوي او يا هم هغه معلومات چې د مصنوعي ځيرکتيا په آپ کې د ګډونوالو لخوا ذخيره شوي وي د مشترکينو سره شريکوي.
 
د مصنوعي ځيرکتيا څخه چې د هر شي په باره کې پوښتنه وکړې په ډېري چټکۍ سره بېله ځنډه دستي جواب درکوي او ځيني وختونه د معلوماتو سره منابع هم ذکر کوي خو په دې خاطر چې دا يو وړاندي کوونکی ځيرک ماشين دی نو ځکه يې په خبره باندي سل په سلو کې باور کول نه دی په کار بلکې خبره يې بايد د نورو يقيني منابعو سره پرتله شي وروسته بيا ومنل شي.
 
لنډه دا چې زما په ګمان د مصنوعي ځيرکتا څخه بايد هغه څوک استفاده وکړي چې اهل د تمييز وي، يا په بل عبارت په خپل استعداد د مثبت او منفي فرق وکولای شي داسي څوک چې خالي الذهن وي يا د يوې موضوع په اړه د رښتيا او درواغ توپير نشي کولای هغه کس بايد استفاده ورڅخه ونکړي ځکه ډېری وختونه معلومات د واقعيت خلاف وړاندي کوي چې که باور ورباندي وشي نو يقينا انسان ډېر خطاوځي. 
 
څه موده مخکي ما محصلينو ته په يوې موضوع کې پروژه ورکړې وه ځينو محصلينو معلومات د ChatGPT څخه را اخيستي وه چې 80% غلط وه دا ځکه چې دوی اهل د تمييز نه وه، کوم شی چې يې ورته وړاندي کړي وه دوی هم کټ مټ هغه را اخيستي وه؛ نو د دې لپاره چې موږ د معلوماتو په راغونډولو کې د غلطتیا څخه وساتل شو تنها بايد د يوه ماشين او سبب په حيث د مصنوعي ځيرکتيا څخه استفاده وکړو داسي استفاده ورڅخه ونکړو چې موږ يې په هره خبره پوره باور ولرو او يواځي په هغه باندي بسنه وکړو.
 
په خاصه توګه په شرعي مسائلو او سيرت کې بايد ډېر غور وشي او د مصنوعي ځيرکتيا خبره بېله پلټني او دقت څخه نقل نشي. 
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۰/۰۹

پنځه شيان د انسان ملا ماتوي:

ژباړه: ابوهريرة رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پنځه شيان د ملا ماتوونکې دي: د مور او پلار آزارول، دا چې خاوند خپله ښځه امانتداره ګڼي خو دا خيانت ورسره کوي، هغه پادشاه چې خلک يې اطاعت کوي خو دی د الله تعالی نافرماني کوي، هغه څوک چې د ځانه څخه د خير وعده کوي خو بيا يې مخالفت کوي او څوک چې د خلکو په نسبونو کې عيبونه لټوي.

توضيح: پنځه شيان دي چې د انسان ملا ماتوي يعني انسان هلاک کوي:
1 – د مور او پلار آزارول او هغوی ته تکليف ورکول.
2 – د خاوند يا ميړه سره خيانت، په داسي حال کې چې خاوند يې په دې باندي باور لري.
3 – د پاچا او مشر لخوا د الله تعالی له اوامرو سرغړونه، په داسي حال کې چې خلک د ده اطاعت کوي.
4 – د خلکو سره د د خير په کار کې وعده کول بيا يې ماتول.
5 – د نورو انسانانو په نسب کې عيبونه پيدا کول او د هغوی نسبونه سپک ګڼل.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: خَمْسٌ هُنَّ قَوَاصِمُ الظَّهْرِ: عُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ، وَالْمَرْأَةُ يَأْتَمِنُهَا زَوْجُهَا تَخُونُهُ، وَالْإِمامُ يُطِيعُهُ النَّاسُ وَيَعْصِي اللهَ عَزَّ وَجَلَّ، وَرَجُلٌ وَعَدَ عَنْ نَفْسِهِ خَيْرًا فَأَخْلَفَ، وَاعْتِرَاضُ الْمَرْءِ فِي أَنْسَابِ النَّاسِ.[شعب الايمان4781]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۰/۰۶

د هیواد په تاریخ کې دوې توري ورځي:

د جدي شپږمه او د میزان پنځلسمه هغه دوې توري اوکرغيړني ورځي دي چې په هيواد کې د لسيزو کړاوونو پيلامه بلل کيږي.

د جدي په شپږمه د وخت مغرور، متکبر، ظالم، کمونستي کفري هيواد شوروي پر افغانستان باندي يرغل وکړ، هيواد يې اشغال کړ آبادي يې ړنګه کړه او په مليونونو هيواد وال يې شهيدان کړه.

د شورویانو يرغل ته بې دينه کمونستانو زمنيه برابره کړه او شورويان يې هيواد ته رواستل چې د ډېر وحشت او بربريت ترڅنګ يې د هيواد د بدمرغۍ بنسټ کښېښود چې څو لسيزي يې ګران هيواد په اورونو کې وسوځوی.

زموږ مسلمان ولس بايد د شورويانو تېری او د کمونستیانو خباثت او خيانت هير نکړي او هيڅوخت په افغاني ټولنه کې د کمونستانو لپاره د هيڅ ډول فعاليت اجازه ورنکړي.

د میزان پر پنځلسمه د وخت بل وحشي، د انسانيت نړيوال دښمن، بين المللي جنايتکار، د اسلامي هيوادونو ورانوونکی، د غاصبو يهودانو پلوی، د اسلامي مقدساتو سپکوونکی او د بشريت پر ټنډه باندي تور داغ امريکا پر هيواد يرغل وکړ، عامه تأسيسات يې وران کړه، د هيواد اقتصادي زېرمي يې وسوځولې، کلي اوښارونه يې وران کړه، ډله ايزي وژني يې وکړې، ودونه اوجنازې يې بمبار کړې، په زرهاوو انسانان يې ووژل او هيواد يې د بې برخليکه جنګي حالت خيټي ته ور واچوی.

د امريکايانو تيري ته بې دينه سيکولرانو لاره آواره کړه او د هغوی مخته را روان وه چې افغان مسلمان ولس يې د هغوی په بمبارونو او غټو بمونو باندي وسوځوی او هيواد يې د هري برخي د فساد ځاله وګرځول.

زموږ مسلمان ولس بايد د بې دينه سيکولرانو په مقابل کي ډېر هوښيار وسي او هيڅوخت دوی ته اجازه ورنکړي چې په هیواد کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول واک ته ورسیږي کنه نو هم به مو دين راڅخه يوسي او هم به مو افغاني فرهنګ راڅخه ورک کړي چې په نتيجه کې به اسلام، حياء او غيرت ټول راڅخه ولاړ سي.

اوس چې الحمدلله په هیواد کې اسلامي نظام حاکم شوی دی دا د ټول ولس وظیفه ده چې د دې نظام د سمبالښت او دوام لپاره کار وکړي او د مسئولینو سره اوږه پر اوږه د دین، هیواد او خلکو لپاره خدمت وکړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۹/۱۶

هر کار چې کوې سم يې وکړه:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
کله چې انسان کوم کار کوي عقل او نقل دواړه داسي وايي چې کار بايد سم وشي له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إن الله كتب الإحسان على كل شيء.[صحيح مسلم5167] ژباړه:  الله تعالی ټينګوالی په هر شي کې لازم ګرځولی دی.

محدثينو د دې حديث په شرح کې ليکلي دي: د دې حديث څخه داسي ښکاري چې انسان هر نيک کار کوي بايد يې سم وکړي او د ټينګوالي ټول آداب مراعات کړي تر څو عمل يې هم قبول شي او ثواب يې هم ډېر شي.

عاصم بن کليب رضي الله عنه روايت کوي چې زه د خپل پلار سره داسي جنازې ته راغلم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ورته راغلی وو او په دې وخت کې زه عاقل او پوه وم، کله چې قبر جوړ شو خلکو جنازه د قبر لوري ته يووړه خو قبر سم نه وو جوړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: د دغه کس لحد ښه جوړ کړئ! خلکو داسي فکر وکړ چې دا يو سنت دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم خلکو ته وکتل او ويې فرمايل: دا کار مړي ته نه ګټه کوي او نه تاوان، خو د الله پاک دا خوښيږي چې يو څوک کوم کار کوي نو سم يې وکړي. يعني چې تاسې د دې مړي قبر جوړوی نو سم يې جوړ کړئ.[شعب الايمان]
هر څوک کار کوي خو د قوي او ضعيف انسان معيار د کار ښه والی او بد والی دی؛ کوم څوک چې خپل کار سم سر ته ورسوي يقينا چې هغه قوي او تکړه کس دی او څوک چې خپل کار سم سر ته و نه رسوي يقينا چې هغه کس ضعيف او ناتوانه دی.

په ټولو کارونو کې که تعبدي وي او که د ژوند کارونه، په ټولو کې ټينګوالی او غور ډېر مهم دی لاندي به ځيني هغه کارونه ذکر شي چې الله تعالی يې د سم آداء کولو غوښتنه د بندګانو څخه کړېده او سم آداء کول يې ستايلی دی:
اودس په ښه ډول سره کول:
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ.[صحيح مسلم601]
ژباړه: د عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل: څوک چې اودس کوي او په ښه ډول اودس وکړي نو ګناهونه به يې د بدن څخه ووځي آن تر دې چې د نوکانو لاندي به يې لا هم ګناهونه ووځي.
په دې حديث کې ښه اودس ستايل شوی دی او د دې سبب ګرځېدلی دی چې له کبله يې د انسان ګناهونه له منځه ځي او بدن يې له تېروتنو څخه پاکيږي.

لمونځ په ښه ډول سره کول:
په حديث شريف کې راځي چې يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخي ته په ډېري چالاکۍ سره لمونځ وکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم را وغوښتی او ورته ويې ويل: " ارجع فصل؛ فإنک لم تصل"[صحيح البخاري]. يعني بيرته ولاړ شه لمونځ وکړه تا لمونځ نه دی کړی. دلته ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې کس لمونځ رد کړی دی چې هغه د لمانځه ارکان او واجبات نه وه مراعات کړي کوم چې په عملي کولو سره لمونځ سم آداء کيږي.

روژه په ښه ډول سره نيول:
جابر بن عبدالله  رضي الله عنه فرمايي: کله چې دي روژه نيول نو بايد ستا د غوږونو او سترګو هم روژه وي او خپله ژبه د درواغو او ناروا خبرو څخه وساته، ګاونډيان مه آزاروه، د روژې ورځ بايد پر تا ډېره آرامه وي او د روژې ورځ داسي مه کوه لکه ستا چې روژه نه وي.[شعب الايمان]
هدف ورڅخه دا دی چې رواژاتی بايد د روژې په نيولو کې خپل ټول د بدن غړي د ګناه کولو څخه وساتي تر څو روژه يې کامله شي او ثواب ورباندي مرتب شي.

زکاة په ښه ډول سره ورکول:
په شريعت کې پر دې خبره ټينګار شوی دی چې انسان بايد د زکاة په ورکولو کې ډېر دقت وکړي، د ښه مال څخه يې ورکړي، اصلي مستحق ته يې ورکړي او په ورکولو کې يې نيت صفا کړي تر څو چې غاړي يې خلاصي شي او ثواب ورباندي مرتب شي.

حج په ښه ډول سره کول:
د سورة البقره په 267 آيت کې الله جل جلاله سپارښتنه کړې ده چې حج او عمره په پوره توګه آداء کړئ. يعني د ټولو لازمه حقوقو سره يې آداء کړئ تر څو مو حج قبول شي او ثواب هم ورباندي مرتب شي.

اولاد په ښه ډول تربيه کول:
په اسلام کې د اولاد ښې روزني ته ډېر ارزښت ورکول شوی دی او په اړه يې په احاديثو کې ډېر ټنيګار راغلی دی.

په حديث کې راځي: چې کله ستاسي بچي اوه کلونو ته رسيږي لمونځ ورته زده کړئ او چې کله لسو کلونو ته رسيږي پر لمانځه يې ووهئ او په بستر کې يې سره جلا کړئ.[شعب الايمان8283]

د ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د هر چا لپاره چې درې يا دوې لوڼي وي، يا دوې خويندي وي نو دی د هغوی په اړه د الله تعالی څخه و ويريږي او ښېګڼه ورسره وکړي(ښه يې و روزي) نو هغه کس به جنت ته داخل شي. [الآداب للبيهقي23]
حسن بصري رحمه الله د دې آيت په تفسير کې چې الله تعالی فرمايي: "يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا.[التحريم: 6] ژباړه: ای هغه کسانو چې ايمان يې راوړی خپل ځانونه او خپله کورنې د اور څخه وساتئ." فرمايي: يعني د الله تعالی پر بندګۍ يې امر کړئ او د خير کارونه ورته زده کړئ. حضرت علي رضي الله عنه د دې آيت په تفسير کې فرمايي دي: يعني زده کړه په وکړئ او آدب ورکړئ.[شعب الايمان 8280 - 8281]

د اولاد ښې روزني ته دومره ارزښت ورکول شوی دی چې په يوه حديث کې چې سنن ترمذي کې راغلی دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تر ښه ادب هيڅ بله ښه ډالۍ نشته چې پلار يې خپل اولاد ته ورکړي. يعني د اولاد روزنه ډېره ښه ډالۍ او لويه پېرزوينه ده چې پلار يې د خپل اولاد سره کوي.

خلاصه دا چې په هر کار کې غور او دقت ډېر اړين دی، که موږ د دين کار کوو او که د دنيا کار بايد په پوره توګه سم يې سر ته ورسوو او چې په کومه اداره کې رسمي وظيفه لرو بايد هغه وظيفه داسي سر ته ورسوو چې له يوې خوا يې حق آداء شي او له بلي خوا الله تعالی راڅخه خوشحاله شي ځکه په ښه کار کولو باندي الله تعالی د بنده څخه خوشحاله کيږي.
مولوي نورالحق مظهري