کفار او بې دينه خلک خو تل د قرآن سپکاوی کوي ځکه چې هغوی پر قرآن باندي ايمان نه لري نو ځکه هغه ته ارزښت هم نه ورکوي.
کوم شی چې زموږ مسلمانانو لپاره مهم دی دا دی چې موږ د قرآن په نسبت خپل مسئوليت وپېژنو او عملاً يې په اثبات باندي ورسوو چې موږ د قرآن لپاره په ټولو ثابته شوو حقوقو باندي باور لرو او د ژوند په هره برخه کې یې عملي کولو ته ژمن یو.
د لاندي شيانو په عملي کولو سره موږ د قرآن په نسبت د خپل مسئوليت د آداء کولو ښکارندويي کولای شو:
1 – پر ټوله قرآن باندي عملاً ايمان ولرو داسي نه وي چې کوم ځايونه چې زموږ د غوښتنو سره موافق وي پر هغه باندي ايمان لرو او کوم ځايونه چې زموږ د غوښتنو خلاف دي پر هغه ځايونو باندي بيا ايمان نه لرو(العیاذ بالله).
2 – قرآن د ځان لپاره اساسي قانون وبولو او د قرآن په شتون کې پر بل هيڅ وضعي قانون باندي خپله فيصله آواره نکړو.
3 – د قرآن زده کړي ته پوره پاملرنه وکړو او د ټولو برخو د زده کولو لپاره يې خپل ټوله توان او طاقت په کار واچوو.
4 – په تدبر باندي د قرآن تلاوت ته متعهد وسو، د تلاوت د اورېدلو په وخت کې پوره چوپتيا غوره کړو او بې اودسه لاس ور نه وړو.
5 – د قرآن ښوونکو او زده کوونکو سره د خپلي ميني ښکارندويي او پوره مرسته وکړو.
6 – د قرآن د زده کړي د ځايونو سره لکه مدارس، مکاتب او ځيني اسلامي رسنۍ پوره همکاري وکړو او کوښښ وکړو چې هر څومره د قرآن د زده کړي ځايونه فعال وساتو.
7 – د قرآن د توهين کوونکو څخه نفرت وکړو او د هغوی سره تړون د دوستۍ ونه ساتو بلکې هغوی د ځان دښمنان وبولو او د دښمن په سترګه ورته وګورو.
9 – په قرآن باندي فاسد دليل ونه نيسو، یعني پر خپل باطل او فاسد کار باندي د قرآن څخه دلايل ونه وايو.
10 – په لومړي قدم کې ټوله قرآن حفظ کړو که مو ټوله په وس نه وي نو بيا تر خپل توان او طاقت پوري چې څومره مو په وسه وي هغه حفظ کړو او د دومره قرآن حفظ چې لمونځ ورباندي صحیح سي هغه خو پر هر مسلمان باندي فرض او ضروري دی.
11 – نورو خلکو ته د قرآن تبليغ وکړو يعني کوم شی چې مو خپله د قرآن څخه زده وي هغه نورو ته هم ور زده کړو د ناظرې څخه شروع بيا تر تفسير، ترجمې او احکامو پوري هر شی چې موږ زده وي هغه نورو مسلمانانو ته هم و رسوو.
12 – قرآن د ځان د جسمي او روحي ناروغيو لپاره شفاء وبولو او په دې باور وسو چې قرآن زموږ د هري ناروغۍ لپاره دوا ده.
كه مو د قرآن حق پوره آداء کړ نو خپله رښتینې مسلماني مو هم په اثبات باندي ورسوله.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۱۰/۱۵
۱۴۰۳/۱۰/۱۰
مصنوعي ځيرکتيا:ChatGPT
په دې وروستيو کې د مصنوعي ځيرکتيا څخه خورا استفاده ډېره شوېده په خاصه توګه د خبرو او ليکلو په برخه کې چې خلک د ChatGPT څخه ډېره استفاده کوي؛ د دې لپاره چې موږ دوکه نشو او يو ډول د ټمبلۍ سره مخامخ نشو دا ضروري ده چې خپل علمي استعداد په کار واچوو او د مصنوعي ځيرکتيا پر ځای د خپل فکر او پوهي په مټ تحقيق او څېړنه وکړو.
مصنوعي ځيرکتيا هم د نورو اسبابو غوندي يو معلوماتي سبب دی چې استفاده کول ورڅخه جايز دی خو سل په سلو کې اعتماد ورباندي کول مناسب نه دی ځکه مصنوعي ځيرکتيا چې څومره معلومات د خلکو سره شريکوي ټول هغه معلومات دي چې د نورو معلوماتي ذخيرو يا ډيټابيسونو څخه يې را اخلي او يا هم په ويب پاڼو پلټنه کوي نو ځکه ډېری وختونه د معلوماتو په ورکولو کې خطا وځي او يا هم داسي معلومات شريکوي چې هغه د ډېر وخت وي او زاړه وي.
د مصنوعي ځيرکتيا او نورو لټونکو ماشينونو تر منځ توپير دا دی چې نور ماشينونه لکه ګوګل او ياهو هغه معلومات وړاندي کوي چې په ويب پاڼو او انټرنټي پاڼو کې ليکل شوي وي بېله دې چې کوم تغيير پکې راوړي خو مصنوعي ځيرکتيا بيا د ويب پاڼو او پاڼو څخه معلومات را غونډوي او خپل له طرفه يې وړاندي کوي او يا هم هغه معلومات چې د مصنوعي ځيرکتيا په آپ کې د ګډونوالو لخوا ذخيره شوي وي د مشترکينو سره شريکوي.
د مصنوعي ځيرکتيا څخه چې د هر شي په باره کې پوښتنه وکړې په ډېري چټکۍ سره بېله ځنډه دستي جواب درکوي او ځيني وختونه د معلوماتو سره منابع هم ذکر کوي خو په دې خاطر چې دا يو وړاندي کوونکی ځيرک ماشين دی نو ځکه يې په خبره باندي سل په سلو کې باور کول نه دی په کار بلکې خبره يې بايد د نورو يقيني منابعو سره پرتله شي وروسته بيا ومنل شي.
لنډه دا چې زما په ګمان د مصنوعي ځيرکتا څخه بايد هغه څوک استفاده وکړي چې اهل د تمييز وي، يا په بل عبارت په خپل استعداد د مثبت او منفي فرق وکولای شي داسي څوک چې خالي الذهن وي يا د يوې موضوع په اړه د رښتيا او درواغ توپير نشي کولای هغه کس بايد استفاده ورڅخه ونکړي ځکه ډېری وختونه معلومات د واقعيت خلاف وړاندي کوي چې که باور ورباندي وشي نو يقينا انسان ډېر خطاوځي.
څه موده مخکي ما محصلينو ته په يوې موضوع کې پروژه ورکړې وه ځينو محصلينو معلومات د ChatGPT څخه را اخيستي وه چې 80% غلط وه دا ځکه چې دوی اهل د تمييز نه وه، کوم شی چې يې ورته وړاندي کړي وه دوی هم کټ مټ هغه را اخيستي وه؛ نو د دې لپاره چې موږ د معلوماتو په راغونډولو کې د غلطتیا څخه وساتل شو تنها بايد د يوه ماشين او سبب په حيث د مصنوعي ځيرکتيا څخه استفاده وکړو داسي استفاده ورڅخه ونکړو چې موږ يې په هره خبره پوره باور ولرو او يواځي په هغه باندي بسنه وکړو.
په خاصه توګه په شرعي مسائلو او سيرت کې بايد ډېر غور وشي او د مصنوعي ځيرکتيا خبره بېله پلټني او دقت څخه نقل نشي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۱۰/۰۹
پنځه شيان د انسان ملا ماتوي:
ژباړه: ابوهريرة رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پنځه شيان د ملا ماتوونکې دي: د مور او پلار آزارول، دا چې خاوند خپله ښځه امانتداره ګڼي خو دا خيانت ورسره کوي، هغه پادشاه چې خلک يې اطاعت کوي خو دی د الله تعالی نافرماني کوي، هغه څوک چې د ځانه څخه د خير وعده کوي خو بيا يې مخالفت کوي او څوک چې د خلکو په نسبونو کې عيبونه لټوي.
توضيح: پنځه شيان دي چې د انسان ملا ماتوي يعني انسان هلاک کوي:
1 – د مور او پلار آزارول او هغوی ته تکليف ورکول.
2 – د خاوند يا ميړه سره خيانت، په داسي حال کې چې خاوند يې په دې باندي باور لري.
3 – د پاچا او مشر لخوا د الله تعالی له اوامرو سرغړونه، په داسي حال کې چې خلک د ده اطاعت کوي.
4 – د خلکو سره د د خير په کار کې وعده کول بيا يې ماتول.
5 – د نورو انسانانو په نسب کې عيبونه پيدا کول او د هغوی نسبونه سپک ګڼل.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: خَمْسٌ هُنَّ قَوَاصِمُ الظَّهْرِ: عُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ، وَالْمَرْأَةُ يَأْتَمِنُهَا زَوْجُهَا تَخُونُهُ، وَالْإِمامُ يُطِيعُهُ النَّاسُ وَيَعْصِي اللهَ عَزَّ وَجَلَّ، وَرَجُلٌ وَعَدَ عَنْ نَفْسِهِ خَيْرًا فَأَخْلَفَ، وَاعْتِرَاضُ الْمَرْءِ فِي أَنْسَابِ النَّاسِ.[شعب الايمان4781]
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۱۰/۰۶
د هیواد په تاریخ کې دوې توري ورځي:
د جدي شپږمه او د میزان پنځلسمه هغه دوې توري اوکرغيړني ورځي دي چې په هيواد کې د لسيزو کړاوونو پيلامه بلل کيږي.
د جدي په شپږمه د وخت مغرور، متکبر، ظالم، کمونستي کفري هيواد شوروي پر افغانستان باندي يرغل وکړ، هيواد يې اشغال کړ آبادي يې ړنګه کړه او په مليونونو هيواد وال يې شهيدان کړه.
د شورویانو يرغل ته بې دينه کمونستانو زمنيه برابره کړه او شورويان يې هيواد ته رواستل چې د ډېر وحشت او بربريت ترڅنګ يې د هيواد د بدمرغۍ بنسټ کښېښود چې څو لسيزي يې ګران هيواد په اورونو کې وسوځوی.
زموږ مسلمان ولس بايد د شورويانو تېری او د کمونستیانو خباثت او خيانت هير نکړي او هيڅوخت په افغاني ټولنه کې د کمونستانو لپاره د هيڅ ډول فعاليت اجازه ورنکړي.
د میزان پر پنځلسمه د وخت بل وحشي، د انسانيت نړيوال دښمن، بين المللي جنايتکار، د اسلامي هيوادونو ورانوونکی، د غاصبو يهودانو پلوی، د اسلامي مقدساتو سپکوونکی او د بشريت پر ټنډه باندي تور داغ امريکا پر هيواد يرغل وکړ، عامه تأسيسات يې وران کړه، د هيواد اقتصادي زېرمي يې وسوځولې، کلي اوښارونه يې وران کړه، ډله ايزي وژني يې وکړې، ودونه اوجنازې يې بمبار کړې، په زرهاوو انسانان يې ووژل او هيواد يې د بې برخليکه جنګي حالت خيټي ته ور واچوی.
د امريکايانو تيري ته بې دينه سيکولرانو لاره آواره کړه او د هغوی مخته را روان وه چې افغان مسلمان ولس يې د هغوی په بمبارونو او غټو بمونو باندي وسوځوی او هيواد يې د هري برخي د فساد ځاله وګرځول.
زموږ مسلمان ولس بايد د بې دينه سيکولرانو په مقابل کي ډېر هوښيار وسي او هيڅوخت دوی ته اجازه ورنکړي چې په هیواد کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول واک ته ورسیږي کنه نو هم به مو دين راڅخه يوسي او هم به مو افغاني فرهنګ راڅخه ورک کړي چې په نتيجه کې به اسلام، حياء او غيرت ټول راڅخه ولاړ سي.
اوس چې الحمدلله په هیواد کې اسلامي نظام حاکم شوی دی دا د ټول ولس وظیفه ده چې د دې نظام د سمبالښت او دوام لپاره کار وکړي او د مسئولینو سره اوږه پر اوږه د دین، هیواد او خلکو لپاره خدمت وکړي.
مولوي نورالحق مظهري
د جدي په شپږمه د وخت مغرور، متکبر، ظالم، کمونستي کفري هيواد شوروي پر افغانستان باندي يرغل وکړ، هيواد يې اشغال کړ آبادي يې ړنګه کړه او په مليونونو هيواد وال يې شهيدان کړه.
د شورویانو يرغل ته بې دينه کمونستانو زمنيه برابره کړه او شورويان يې هيواد ته رواستل چې د ډېر وحشت او بربريت ترڅنګ يې د هيواد د بدمرغۍ بنسټ کښېښود چې څو لسيزي يې ګران هيواد په اورونو کې وسوځوی.
زموږ مسلمان ولس بايد د شورويانو تېری او د کمونستیانو خباثت او خيانت هير نکړي او هيڅوخت په افغاني ټولنه کې د کمونستانو لپاره د هيڅ ډول فعاليت اجازه ورنکړي.
د میزان پر پنځلسمه د وخت بل وحشي، د انسانيت نړيوال دښمن، بين المللي جنايتکار، د اسلامي هيوادونو ورانوونکی، د غاصبو يهودانو پلوی، د اسلامي مقدساتو سپکوونکی او د بشريت پر ټنډه باندي تور داغ امريکا پر هيواد يرغل وکړ، عامه تأسيسات يې وران کړه، د هيواد اقتصادي زېرمي يې وسوځولې، کلي اوښارونه يې وران کړه، ډله ايزي وژني يې وکړې، ودونه اوجنازې يې بمبار کړې، په زرهاوو انسانان يې ووژل او هيواد يې د بې برخليکه جنګي حالت خيټي ته ور واچوی.
د امريکايانو تيري ته بې دينه سيکولرانو لاره آواره کړه او د هغوی مخته را روان وه چې افغان مسلمان ولس يې د هغوی په بمبارونو او غټو بمونو باندي وسوځوی او هيواد يې د هري برخي د فساد ځاله وګرځول.
زموږ مسلمان ولس بايد د بې دينه سيکولرانو په مقابل کي ډېر هوښيار وسي او هيڅوخت دوی ته اجازه ورنکړي چې په هیواد کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول واک ته ورسیږي کنه نو هم به مو دين راڅخه يوسي او هم به مو افغاني فرهنګ راڅخه ورک کړي چې په نتيجه کې به اسلام، حياء او غيرت ټول راڅخه ولاړ سي.
اوس چې الحمدلله په هیواد کې اسلامي نظام حاکم شوی دی دا د ټول ولس وظیفه ده چې د دې نظام د سمبالښت او دوام لپاره کار وکړي او د مسئولینو سره اوږه پر اوږه د دین، هیواد او خلکو لپاره خدمت وکړي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۹/۱۶
هر کار چې کوې سم يې وکړه:
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
کله چې انسان کوم کار کوي عقل او نقل دواړه داسي وايي چې کار بايد سم وشي له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إن الله كتب الإحسان على كل شيء.[صحيح مسلم5167] ژباړه: الله تعالی ټينګوالی په هر شي کې لازم ګرځولی دی.
محدثينو د دې حديث په شرح کې ليکلي دي: د دې حديث څخه داسي ښکاري چې انسان هر نيک کار کوي بايد يې سم وکړي او د ټينګوالي ټول آداب مراعات کړي تر څو عمل يې هم قبول شي او ثواب يې هم ډېر شي.
عاصم بن کليب رضي الله عنه روايت کوي چې زه د خپل پلار سره داسي جنازې ته راغلم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ورته راغلی وو او په دې وخت کې زه عاقل او پوه وم، کله چې قبر جوړ شو خلکو جنازه د قبر لوري ته يووړه خو قبر سم نه وو جوړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: د دغه کس لحد ښه جوړ کړئ! خلکو داسي فکر وکړ چې دا يو سنت دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم خلکو ته وکتل او ويې فرمايل: دا کار مړي ته نه ګټه کوي او نه تاوان، خو د الله پاک دا خوښيږي چې يو څوک کوم کار کوي نو سم يې وکړي. يعني چې تاسې د دې مړي قبر جوړوی نو سم يې جوړ کړئ.[شعب الايمان]
هر څوک کار کوي خو د قوي او ضعيف انسان معيار د کار ښه والی او بد والی دی؛ کوم څوک چې خپل کار سم سر ته ورسوي يقينا چې هغه قوي او تکړه کس دی او څوک چې خپل کار سم سر ته و نه رسوي يقينا چې هغه کس ضعيف او ناتوانه دی.
په ټولو کارونو کې که تعبدي وي او که د ژوند کارونه، په ټولو کې ټينګوالی او غور ډېر مهم دی لاندي به ځيني هغه کارونه ذکر شي چې الله تعالی يې د سم آداء کولو غوښتنه د بندګانو څخه کړېده او سم آداء کول يې ستايلی دی:
اودس په ښه ډول سره کول:
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ.[صحيح مسلم601]
ژباړه: د عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل: څوک چې اودس کوي او په ښه ډول اودس وکړي نو ګناهونه به يې د بدن څخه ووځي آن تر دې چې د نوکانو لاندي به يې لا هم ګناهونه ووځي.
په دې حديث کې ښه اودس ستايل شوی دی او د دې سبب ګرځېدلی دی چې له کبله يې د انسان ګناهونه له منځه ځي او بدن يې له تېروتنو څخه پاکيږي.
لمونځ په ښه ډول سره کول:
په حديث شريف کې راځي چې يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخي ته په ډېري چالاکۍ سره لمونځ وکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم را وغوښتی او ورته ويې ويل: " ارجع فصل؛ فإنک لم تصل"[صحيح البخاري]. يعني بيرته ولاړ شه لمونځ وکړه تا لمونځ نه دی کړی. دلته ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې کس لمونځ رد کړی دی چې هغه د لمانځه ارکان او واجبات نه وه مراعات کړي کوم چې په عملي کولو سره لمونځ سم آداء کيږي.
روژه په ښه ډول سره نيول:
جابر بن عبدالله رضي الله عنه فرمايي: کله چې دي روژه نيول نو بايد ستا د غوږونو او سترګو هم روژه وي او خپله ژبه د درواغو او ناروا خبرو څخه وساته، ګاونډيان مه آزاروه، د روژې ورځ بايد پر تا ډېره آرامه وي او د روژې ورځ داسي مه کوه لکه ستا چې روژه نه وي.[شعب الايمان]
هدف ورڅخه دا دی چې رواژاتی بايد د روژې په نيولو کې خپل ټول د بدن غړي د ګناه کولو څخه وساتي تر څو روژه يې کامله شي او ثواب ورباندي مرتب شي.
زکاة په ښه ډول سره ورکول:
په شريعت کې پر دې خبره ټينګار شوی دی چې انسان بايد د زکاة په ورکولو کې ډېر دقت وکړي، د ښه مال څخه يې ورکړي، اصلي مستحق ته يې ورکړي او په ورکولو کې يې نيت صفا کړي تر څو چې غاړي يې خلاصي شي او ثواب ورباندي مرتب شي.
حج په ښه ډول سره کول:
د سورة البقره په 267 آيت کې الله جل جلاله سپارښتنه کړې ده چې حج او عمره په پوره توګه آداء کړئ. يعني د ټولو لازمه حقوقو سره يې آداء کړئ تر څو مو حج قبول شي او ثواب هم ورباندي مرتب شي.
اولاد په ښه ډول تربيه کول:
په اسلام کې د اولاد ښې روزني ته ډېر ارزښت ورکول شوی دی او په اړه يې په احاديثو کې ډېر ټنيګار راغلی دی.
په حديث کې راځي: چې کله ستاسي بچي اوه کلونو ته رسيږي لمونځ ورته زده کړئ او چې کله لسو کلونو ته رسيږي پر لمانځه يې ووهئ او په بستر کې يې سره جلا کړئ.[شعب الايمان8283]
د ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د هر چا لپاره چې درې يا دوې لوڼي وي، يا دوې خويندي وي نو دی د هغوی په اړه د الله تعالی څخه و ويريږي او ښېګڼه ورسره وکړي(ښه يې و روزي) نو هغه کس به جنت ته داخل شي. [الآداب للبيهقي23]
حسن بصري رحمه الله د دې آيت په تفسير کې چې الله تعالی فرمايي: "يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا.[التحريم: 6] ژباړه: ای هغه کسانو چې ايمان يې راوړی خپل ځانونه او خپله کورنې د اور څخه وساتئ." فرمايي: يعني د الله تعالی پر بندګۍ يې امر کړئ او د خير کارونه ورته زده کړئ. حضرت علي رضي الله عنه د دې آيت په تفسير کې فرمايي دي: يعني زده کړه په وکړئ او آدب ورکړئ.[شعب الايمان 8280 - 8281]
د اولاد ښې روزني ته دومره ارزښت ورکول شوی دی چې په يوه حديث کې چې سنن ترمذي کې راغلی دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تر ښه ادب هيڅ بله ښه ډالۍ نشته چې پلار يې خپل اولاد ته ورکړي. يعني د اولاد روزنه ډېره ښه ډالۍ او لويه پېرزوينه ده چې پلار يې د خپل اولاد سره کوي.
خلاصه دا چې په هر کار کې غور او دقت ډېر اړين دی، که موږ د دين کار کوو او که د دنيا کار بايد په پوره توګه سم يې سر ته ورسوو او چې په کومه اداره کې رسمي وظيفه لرو بايد هغه وظيفه داسي سر ته ورسوو چې له يوې خوا يې حق آداء شي او له بلي خوا الله تعالی راڅخه خوشحاله شي ځکه په ښه کار کولو باندي الله تعالی د بنده څخه خوشحاله کيږي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۹/۰۷
د لوڼو د ساتلو او روزلو فضيلت:
الله تعالی په عموم کې د هر نېک اولاد په روزلو کې فضيلت ايښی دی خو د لوڼو په روزنه کې يې بيخي ډېر فضيلت ايښی دی؛ په دې موضوع کې ډېر احاديث راغلي دي چې موږ يې ځيني ذکر کوو:
1 - عن أبي سعيد الخدري قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من كان له ثلاث بنات أو ثلاث أخوات أو ابنتان أو أختان فأحسن صحبتهن واتقى الله فيهن فله الجنة.[سنن ترمذي1916]
ژباړه: ابوسعيد خدري رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې درې لوڼي ولري يا درې خويندي ولري، يا دوې لوڼي ولري يا دوې خويندي ولري نو د هغوی سره ښه ژوند وکړي او د دوی په اړه د الله تعالی څخه و وېريږي(ظلم ورباندي ونکړي) نو د ده لپاره به جنت وي.
2 - من ابتلي بشيء من هذه البنات كن له سترا من النار.[سنن ترمذي1915]
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې په لوڼو باندي امتحان شي يعني الله تعالی لوڼي ورکړي نو د ده لپاره به د اور څخه پرده وي يعني الله تعالی به يې د دوی په سبب د دوږخ څخه وساتي.
3 ـ عن عوف بن مالك قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من كن له ثلاث بنات أو ثلاث أخوات أو ابنتان أو أختان اتقى الله فيهن واحسن إليهن حتى يبن أو يمتن كن له حجابا من النار.[مسند احمد24037]
ژباړه: د عوف بن مالک څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې درې لوڼي يا درې خويندي ولري، يا دوې لوڼي يا دوې خويندي ولري نو د دوی په اړه د الله تعالی څخه و وېريږي او د دوی سره ښه ژوند وکړي تر څو چې هغوی نکاح کوي يا مړې کيږي د ده لپاره به د اور څخه پرده وي.
4 - عن أنس بن مالك، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من كان له ابنتان أو أختان، فأحسن إليهما ما صحبتاه، كنت أنا وهو في الجنة كهاتين.[مکارم الاخلاق للخرائطي 601]
ژباړه: د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې دوې لوڼي يا دوې خويندي ولري او د هغوی سره ښه ژوند وکړي نو زه او هغه کس به په جنت کې داسي يو لکه دوې ګوتي(يعني سره يوځای به يو)
5 - عن واثلة بن الأسقع، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من بركة المرأة تبكيرها بالأنثى، أما سمعت الله تعالى يقول: يهب لمن يشاء إناثا ويهب لمن يشاء الذكور، فبدأ بالإناث قبل الذكور.[مکارم الاخلاق للخرائطي 608]
ژباړه: د واثله بن الاسقع څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا د ښځي برکت دی چې لومړی يې لور پيدا کيږي، آيا تا د الله تعالی قول نه دی اورېدلی چې فرمايي: الله تعالی ځينو ته ښځينه ورکوي او ځينو ته نارينه ورکوي. دلته الله تعالی د نارينه وو څخه مخکي د ښځينه وو يادونه کړېده.
6 - عن عبدالله بن مسعود قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: من كانت له ابنة، فأدبها، وأحسن أدبها، وغذاها، فأحسن غذاءها، وأسبغ عليها من النعمة التي أسبغ الله عليه؛ كانت له ميمنة وميسرة من النار إلى الجنة.[مکارم الأخلاق للخرائطي 597]
ژباړه: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې: څوک چې يوه لور ولري هغې ته ښه ادب ورکړي، ښه خواړه ورکړي او هغه نعمتونه ورته ورکړي کوم چې الله تعالی د ته ورکړي دي نو دغه لور به يې د قيامت په ورځ د راسته او چپه طرف څخه د اور څخه وساتي.
7 - عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَنْ كَانَتْ لَهُ أُنْثَى فَلَمْ يَئِدْهَا وَلَمْ يُهِنْهَا وَلَمْ يُؤْثِرْ وَلَدَهُ عَلَيْهَا - قَالَ يَعْنِى الذُّكُورَ - أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ.[سنن ابي داود 5148]
ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې لور ولري نو ويې نه وژني، سپکاوی يې ونکړي او خپل نارينه اولاد ته پر هغه غوراوی ورنکړي الله تعالی به يې جنت ته داخل کړي.
خلاصه دا چې څوک په خپل کور کې لور وساتي، ښه روزنه ورکړي، ښه يې ونازوي، سپکاوی يې ونکړي او زامنو ته پر هغې ترجيح او غوراوی ورنکړي نو الله تعالی به يې د دغي لور په برکت جنت ته داخل کړي او د اور څخه به يې وساتي.
دا په اسلام کې د ښځو د ارزښت ښکارندويي کوي او پلرونو ته مهمه لارښوونه ده چې لوڼي ناديده و نه نيسي بلکې د زامنو سره يې هم مهاله ښه پالنه او روزنه وکړي، همداسي که کوم چا ته الله تعالی لور ورکوي هغه بايد خوابدی نه وي بلکې خوشحال وشي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۸/۱۶
تأثير عودة دونالد ترامب على سياسة أمريكا:
الکاتب: مولوي نورالحق مظهري
العالم يعرف ترامب كما يعرف أمريكا، لذلك لسنا بحاجة إلى تعريفهما، بل سنكتفي بكتابة بعض النقاط حول تأثير عودته.
فيما يتعلق بالسياسة الداخلية لأمريكا، كما أن فترة ترامب السابقة لم تؤثر بشكل كبير، فإن هذه المرة أيضًا لن يكون لها تأثير يذكر، ولكن في السياسة الخارجية، سيستمر ترامب في اتباع سياسته الفاسدة السابقة.
على الرغم من أن السياسة الأمريكية تجاه الدول الأخرى بشكل عام تقوم على مصالحها ومصالح حلفائها، إلا أن ترامب أكثر تطرفاً وتشددًا مقارنةً بغيره.
فيما يتعلق بقضية الشرق الأوسط، فإن سياسة الأمريكيين تقوم على دعم إسرائيل، لأن حماية إسرائيل مهمة جدًا بالنسبة للكونغرس الأمريكي، ولهذا السبب لا يستطيع أي رئيس تبني سياسة تضغط على إسرائيل أو تقطع دعمها، بل على العكس، كل رئيس يعطي الأولوية لحماية إسرائيل ودعمها؛ أما ترامب، فهو يتفانى في سبيل إسرائيل ليس فقط بطلب من الكونغرس، بل من تلقاء نفسه، ويقوم بكل ما يستطيع لتعزيز إسرائيل.
رغم أن ترامب شخص غير متدين ويعيش حياة مليئة بالفساد، إلا أنه يتبنى وجهات نظر الباباوات والقساوسة في معاداة الإسلام والمسلمين، ويعتبر الجماعات الجهادية والإسلام السياسي عدواً له، ويتعاون مع كل كافر وفاسق في القضاء عليهم؛ وبشكل عام، فإن ترامب لا يكتفي بتنفيذ مخططات زعماء المسيحية ضد الحكم الإسلامي، بل هو أكثر عداوة للإسلام والمسلمين الصادقين.
فيما يخص الدول العربية، يتبع ترامب السياسة الأمريكية التي ترتكز فقط على المصالح الأمريكية، ويعمل على قمع أي تفكير بالاستقلالية عن أمريكا داخل الدول العربية؛ وسيواصل ترامب بسط نفوذه على الدول العربية، ويستغل ثرواتها من النفط وغيرها لصالح أمريكا، وسينتقم من كل من يسعى لاستقلالية الدول العربية عن أمريكا.
أما بالنسبة لأفغانستان، فلا يوجد مؤشر على سياسة جديدة حتى الآن، لكن يمكن القول إن أمريكا تنظر دائمًا إلى مصالحها، وستفعل كل ما يمكنها لتحقيق هذه المصالح، ومع ذلك، لا يبدو أن معظم الأمريكيين يدعمون عودة الحرب في أفغانستان، لذا من غير المحتمل أن يمنح ترامب اهتمامًا خاصًا للذين فروا من أفغانستان، أو أن يخطط لمساعدتهم؛ لكن بناءً على مشورة بعض الدول الشيطانية أو بسبب بعض الأوضاع الداخلية في أفغانستان، قد يحاول فرض بعض الضغوط أو يختلق بعض الذرائع للوصول إلى أهدافه.
مولوي نورالحق مظهري
د امریکا پر سیاست د ډونالډ ټرمپ د بیا راتللو تأثیر:
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
نړیوال ټرمپ هم پېژني او امریکا هم پېژني ځکه نو د دوی پېژندني ته اړتیا نشته تنها د ټرمپ د بیا راتللو پر تأثیراتو به لږ څه ولیکو.
د امریکا پر داخلي سیاست لکه د ټرمپ تېري دورې چې کوم تأثیر نه درلودی دا ځل به هم کوم تأثیر و نه لري خو په خارجي سیاست کې به ټرمپ دا ځل خپل پخوانی فاسد سیاست تعقیب کړي.
که څه هم په مجموع کې د امریکا سیاست د نورو هیوادونو په وړاندي د ځان او خپلو ملګرو پر ګټو ولاړ دی خو ټرمپ بیا د نورو په پرتله ډېر افراطي او سخت دریځه دی.
د منځني ختیځ په موضوع کې د امریکایانو سیاست د اسرائیلو څخه پر دفاع ولاړ دی ځکه د امریکا کانګرس ته د اسرائیلو ساتنه ډېره مهمه ده له همدې امله هیڅ ولس مشر پر اسرائیلو د فشار او د هغوی څخه د ملاتړ نه کولو پالیسي نشي غوره کولای بلکې د دې پر عکس هر ولس مشر ته یې د اسرائیلو ساتنه او مرسته لومړیتوب لري؛ خو ټرمپ بیا بېله دې چې د کانګرس په غوښتنه د اسرائیلو ملاتړ وکړي په خپل طبیعت پر اسرائیلو ځان قربانوي او د اسرائیلو په لا قوي کولو کې هره کړنه تر سره کوي.
که څه هم ټرمپ یو عیاش بې دینه انسان دی خو بیا هم د مسلمانانو پر ضد د خپلو پاپانو او پادریانو نظریه مني او په نړۍ کې تر بل هر چا ډېر د جهادي حرکتونو او سیاسی اسلام څخه بد وړي او د له منځه وړلو لپاره یې د هر کافر او بې دین سره مرسته کوي؛ په عموم کې ټرمپ د اسلامي حاکمیت پر ضد نه تنها دا چې د خپلو نصراني مذهبي مشرانو پلانونه عملي کوي بلکې تر هغوی لا ډېر د اسلام او رښتینو مسلمانانو سره دښمني لري.
د عربي هیوادونو په وړاندي ټرامپ د امریکا هغه پالیسي پر مخ وړي چې صرف پکې د امریکایانو ګټي نغښتي وي او په عربي هیوادونو کې د امریکا څخه د خپلواکۍ فکر ورباندي وژل کیږي؛ ټرمپ به پر عربي هیوادونو لا هم خپله واکمني ټنیګه کړي، نور به لا هم د هغوی د تیلو او نورو زیرمو څخه د امریکا په ګټه کار واخلي او هر هغه څوک به ځپي چې د امریکا څخه د عربي هیوادونو خپلواکي غواړي.
د افغانستان په اړه تر اوسه د کومي نوي پالیسۍ درک نه لګیږي خو دومره ویلای شو چې امریکا تل خپلو ګټو ته ګوري په هر څه کې چې یې ګټي وي او کولای یې شي هغه به کوي، البته په عموم کې ډېری امریکایان په افغانستان کې د بیا ځلي جګړې پلویان نه دي ځکه نو داسي نه بریښي چې ټرمپ دي د افغانستان څخه تښتېدلو کسانو ته خاصه پاملرنه وکړي او یا دي هم د هغوی سره د مرستي کوم تکل ولري خو د ځینو نورو شیطانو هیوادونو په غلطه مشوره او یا هم په افغانستان کې د ځینو داخلي حالاتو په سبب ممکن د فشار د اعمالولو کوښښ وکړي او یا هم خپلو غوښتنو ته د رسېدلو لپاره ځیني پلمې ولټوي.
په ځان باور
په ځان باندي باور په ژوند کې د ستريو برياو کليد دی ځکه نو تر څو انسان په ځان باور و نه لري تر هغه وخته په شعوري ډول بريا ته نشي رسېدلای.
په ځان باور په اسلام کې ډېر ارزښت لري ځکه اسلام موږ ته لارښوونه کوي چې تل بايد پیاوړي، پر تصمیم باندي ولاړ او په ځان باورمند وسو تر څو په کارونو کې د تزلزل او شا ته تګ څخه وساتل شو.
په ځان باندي باور د دې سبب جوړيږي چې انسان دي پر الله تعالی توکل وکړي او د ټولو کارونو په کولو کې دي تل چټکه روحيه، خپلواک فکر او قوي تصميم ولري؛ الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په خطاب کې فرمايي: فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ.(قرآن، آل عمران: 159) ژباړه کله چې دي تصميم ونيوی نو په الله باندي توکل وکړه يقينا چې توکل کوونکي د الله تعالی خوښيږي. همداسي فرمايي: وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ.(قرآن، آل عمران: 139)ژباړه: مه کمزوري کېږئ او مه غمجن کېږئ که تاسي مؤمنان ياست نو تاسې به لوړ شئ.
که انسان د ځان په باور کولو سره پر الله تعالی توکل وکړي نو ټول کارونه به يې په خپل وخت کې په تمامه معنی برابر شي؛ په حديث شريف کې راځي: عن عمر بن الخطاب قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم لو أنكم كنتم توكلون على الله حق توكله لرزقتم كما يرزق الطير تغدو خماصا وتروح بطانا.(سنن ترمذي: 2344) ژباړه: که تاسي پر الله هغه توکل وکړی چې د توکل کولو حق دی، نو هغه به تاسي ته داسي رزق درکړي لکه څرنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي، چې سهار وږي ووځي او ماښام ماړه راګرځي.
په ځان باور لاندي څلور مهمي نښي لري:
1 – په ځان باوري انسان تل د زړورتيا او جرئت احساس کوي او هيڅ وخت د هيڅ کار په وړاندي ځان ناتوانه او ضعيف نه احساسوي.
2 – په ځان باوري انسان برياليتوب ته د لاسرسۍ هيله لري او په هر مثبت کار کې چې يې کوي د ميني او لېوالتيا ښکارندويي کوي.
3 – په ځان باوري انسان د مسئوليت آداء کولو روحيه لري او په ژوند کې له نويو حالاتو او ستونزو سره هر ډول مقابله کولای شي.
4 – په ځان باوري انسان د مشرتابه اهليت لري او په مؤثره توګه د مثبتي پايلې سره د خلکو رهبري کولای شي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۸/۱۴
درې غټ درواغ:
واثله بن الاسقع وايي: ما د رسول الله صلی الله څخه واورېدل چې ويل يې: يقينا غټ درواغ درې دانې دي: هغه چې انسان پر خپلو سترګو درواغ تړي او داسي شی چې ده نه وي ليدلي وايي ما وليدی، هغه چې انسان پر خپل پلار او مور درواغ تړي او د ځان نسبت بل چا ته کوي،( يعني خپله قومي بدلوي) هغه چې زما څخه د اورېدلو دعوه کوي خو زما څخه يې هيڅ شی نه وي اورېدلی( يعني په ما پسې د درواغو احاديث تړي).
توضيح: يعني دغه درې غټ درواغه دي:
۱ – د داسي شي د ليدلو دعوه کوي چې ده نه وي ليدلی.
۲ – بېله پلار او موره ځان بل چا ته منسوبوي يعني ځان د بل چا زوی معرفي کوي يا خپلي قومۍ ته تغيير ورکوي.
۳ – په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې درواغ تړي او داسي خبري او شيان هغه ته منسوبوي چې هغه ويلي او کړي نه وي.
عن واثلة بن الأسقع يقول سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : إن أعظم الفري ثلاثة أن يفترى الرجل على عينيه يقول رأيت ولم ير وأن يفترى على والديه فيدعي إلى غير أبيه أو يقول سمعني ولم يسمع مني.[مسند احمد16051]
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۸/۱۳
زموږ علم ولي لږ دی؟
که څه هم ځيني خلګ به د دې مدعي وي چې زموږ علم ډېر دی، خو ډېری پوهان دا مني چې د پخوانيو علماؤ په پرتله زموږ علم ډېر لږ دی او دا ښکاره حقيقت دی چې هيڅوک ورڅخه انکار نشي کولای، خو دا چې زموږ علم ولي لږ دی؟ علت يې د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله په وينا کې موندلی شو چې فرمايي: إنما قصّر بنا عن علم ما جهلنا تقصيرنا في العمل بما علمنا، ولو عملنا ببعض ما علمنا، لأورثنا علما لا تقوم به أبداننا. [التفسير المنير]
ژباړه: دا چې موږ د هغه شيانو علم نه لرو چې نه په پوهيږو سبب يې دا دی چې موږ په هغه څه چې پوهېږو سم عمل نه دی کړی، که موږ په يوڅه د هغه علم عمل کړی وای چې موږ يې لرو نو موږ ته به داسي علم راکول شوی وای چې زموږ بدنونو نشو ټينګولای.
په علم باندي عمل کول يو ډول تکرار دی او د علمي قوې لپاره سپورت دی چې د انسان استعداد ته د قوت او مطالعې مثبت چارج ورکوي او ذهن يې ورباندي تېزيږي.
په علم باندي عمل کول انسان د خپل علم د سمېدلو نمونه جوړوي او د دې تر څنګ چې انسان ته د الله پاک لخوا الهامات او معنويات ورکول کيږي نور خلک د ده څخه په تأثير اخيستلو په ده پسې روانيږي.
په علم باندي عمل کول د دې سبب جوړيږي چې انسان ته دي د خپل علم ارزښت معلوم شي او د خپل علم د ساتلو او ډېرولو لپاره دي نور هم زيار وباسي.
که غواړی علم مو ډېر شي نو په خپل علم عمل وکړئ.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۳/۰۸/۰۶
د مسلمانانو په مخ کې د مسلمانانو ټولوژنه:
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
د ۵۶ اسلامي هيوادونو او تقريبا ۲ ميليارده مسلمانانو په مخ کې نن د غزې پر مسلمانانو څه حال دی؟ نن اسلامي هيوادونه دومره بې غيرته شويدي چې د امريکا او غرب له ويري د فلسطيني مسلمانانو په دفاع کې لږ تر لږه خپل ږغ لا نشي پورته کولای.
نن هغه ديني ورورګلوي، اسلامي يووالی، ايماني جذبات او مقدس مشترکات څه سوه؟ ولي د خپلو مسلمانو وړونو په حق کې چوپ پاته ياست؟ ولي دومره بې غيرتي او دومره غلامي؟.
آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره مو نده ليدلې چې فرمايي: الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ.[شعيب الإِيمان 7208] ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی چې ظلم ورباندي نه کوي او چا ته يې نه پريږدي. يعني مسلمان بايد پر مسلمان ظلم ونکړي او ظالم ته يې پرې نږدي بلکې د خپل مسلمان ورور ساتنه او دفاع وکړي.
له بده مرغه چې نن په عامه توګه په مسلمانانو کې د يو بل په وړاندي دغه احساس او مسئوليت له منځه تللی دی له همدې امله ټوله ګورو چې د ټولو مسلمانانو په مخ کې اسرائيلو د غزې پر مسلمانانو ظلمونه شروع کړي دي، د ورځي په سلهاو مسلمانان شهيدانوي او د غزې ټول ښار يې له خاورو سره خاوري کړي دي.
مسلمانانو دا خبره له پامه غورځولې ده چې الله تعالی موږ په قرآن کې سره وړونه بللي يو او دا وظيفه يې راکړې ده چې بايد د يوبل په وړاندي د خواخوږۍ او غمخوارۍ پاليسي غوره کړو او په هر حالت کې د يوبل څخه دفاع وکړو. دا په دې خاطر دی چې مسلمانان د دين څخه ليري شوي دي ځکه نو د بې غيرتۍ او ناتوانۍ په آخري پړاو کې ژوند تېروي او دومره ضعيف الايمانه شوي دي چې اوس د خپل ايمان په مقتضی ګرسره عمل نشي کولای بلکې په ذهن کي يې هم نه را ګرځي.
د مسلمانانو حالاتو ته په کتو داسي ويلای شو چې نن نو هغه وخت دی چې اسلامي امت هيڅ په کار نه دی او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په شاهدۍ داسي بې اعتباره دی لکه د اوبو زګ يا لکه د سيل خاشې.
تر څو چې مسلمانان راويښ نه شي او د خپلو هيوادونو حاکمان اصلاح نکړي تر هغه وخته د اوسني سختو حالاتو څخه نشي راوتلای ځکه دا ټوله بدبختي د بدمرغه حاکمانو له لاسه مسلمانانو ته ورپېښه ده، مسلمانان چې خپلمنځي اختلافت پرې نږدي، پر يوه مسلمانان حاکم سره راټول نشي او يا لږ تر لږ مسلمان با احساسه حاکمان د ځان لپاره غوره نکړي تر هغه وخته به داسي سره وېشلي او په داسي ذلت او خوارۍ کې ژوند تېروي.
نن چې د نړۍ کفار هر څه وغواړي د مسلمانانو سره يې کوي او چې پر هر اسلامي هيواد بريد وکړي مخ ته يې څوک نه دريږي دا ټول په دې خاطر دی چې مسلمانان سره وېشلي دي، په مسلمانانو کې د اسلام هغه قوي روح شتون نه لري او د يو بل په وړاندي د غمخوارۍ احساس نه لري.
يو وخت چې مسلمانان سره متحد وه او پر يوه مسلمان حاکم سره راټول وه د امريکا غوندي هيوادونو مسلمانانو ته جزيه ورکوله او د نړۍ په هيڅ ځای کې پر مسلمانانو چا بريد نشو کولای.
د ۵۶ اسلامي هيوادونو او تقريبا ۲ ميليارده مسلمانانو په مخ کې نن د غزې پر مسلمانانو څه حال دی؟ نن اسلامي هيوادونه دومره بې غيرته شويدي چې د امريکا او غرب له ويري د فلسطيني مسلمانانو په دفاع کې لږ تر لږه خپل ږغ لا نشي پورته کولای.
نن هغه ديني ورورګلوي، اسلامي يووالی، ايماني جذبات او مقدس مشترکات څه سوه؟ ولي د خپلو مسلمانو وړونو په حق کې چوپ پاته ياست؟ ولي دومره بې غيرتي او دومره غلامي؟.
آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره مو نده ليدلې چې فرمايي: الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ.[شعيب الإِيمان 7208] ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی چې ظلم ورباندي نه کوي او چا ته يې نه پريږدي. يعني مسلمان بايد پر مسلمان ظلم ونکړي او ظالم ته يې پرې نږدي بلکې د خپل مسلمان ورور ساتنه او دفاع وکړي.
له بده مرغه چې نن په عامه توګه په مسلمانانو کې د يو بل په وړاندي دغه احساس او مسئوليت له منځه تللی دی له همدې امله ټوله ګورو چې د ټولو مسلمانانو په مخ کې اسرائيلو د غزې پر مسلمانانو ظلمونه شروع کړي دي، د ورځي په سلهاو مسلمانان شهيدانوي او د غزې ټول ښار يې له خاورو سره خاوري کړي دي.
مسلمانانو دا خبره له پامه غورځولې ده چې الله تعالی موږ په قرآن کې سره وړونه بللي يو او دا وظيفه يې راکړې ده چې بايد د يوبل په وړاندي د خواخوږۍ او غمخوارۍ پاليسي غوره کړو او په هر حالت کې د يوبل څخه دفاع وکړو. دا په دې خاطر دی چې مسلمانان د دين څخه ليري شوي دي ځکه نو د بې غيرتۍ او ناتوانۍ په آخري پړاو کې ژوند تېروي او دومره ضعيف الايمانه شوي دي چې اوس د خپل ايمان په مقتضی ګرسره عمل نشي کولای بلکې په ذهن کي يې هم نه را ګرځي.
د مسلمانانو حالاتو ته په کتو داسي ويلای شو چې نن نو هغه وخت دی چې اسلامي امت هيڅ په کار نه دی او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په شاهدۍ داسي بې اعتباره دی لکه د اوبو زګ يا لکه د سيل خاشې.
تر څو چې مسلمانان راويښ نه شي او د خپلو هيوادونو حاکمان اصلاح نکړي تر هغه وخته د اوسني سختو حالاتو څخه نشي راوتلای ځکه دا ټوله بدبختي د بدمرغه حاکمانو له لاسه مسلمانانو ته ورپېښه ده، مسلمانان چې خپلمنځي اختلافت پرې نږدي، پر يوه مسلمانان حاکم سره راټول نشي او يا لږ تر لږ مسلمان با احساسه حاکمان د ځان لپاره غوره نکړي تر هغه وخته به داسي سره وېشلي او په داسي ذلت او خوارۍ کې ژوند تېروي.
نن چې د نړۍ کفار هر څه وغواړي د مسلمانانو سره يې کوي او چې پر هر اسلامي هيواد بريد وکړي مخ ته يې څوک نه دريږي دا ټول په دې خاطر دی چې مسلمانان سره وېشلي دي، په مسلمانانو کې د اسلام هغه قوي روح شتون نه لري او د يو بل په وړاندي د غمخوارۍ احساس نه لري.
يو وخت چې مسلمانان سره متحد وه او پر يوه مسلمان حاکم سره راټول وه د امريکا غوندي هيوادونو مسلمانانو ته جزيه ورکوله او د نړۍ په هيڅ ځای کې پر مسلمانانو چا بريد نشو کولای.
اشتراک در:
پستها (Atom)