۱۴۰۱/۰۸/۲۶

اتهام او تهمت هم د فکري جګړې يوه برخه ده:

يو هغه شی چي کفار يې په شعوري ډول د مسلمانانو پر ضد کاروي اتهام دی، کفار کوښښ کوي چي مسلمانان په ګڼو ناوړه نومونو او کارونو باندي متهم کړي او په يو ډول يې په ټولنه کي منفور او بدنام کړي لکه په هره زمانه کي چي کفارو د پيغمرانو سره همداسي کول؛ ځکه کفارو به پيغمبران په ليونيانو، ساحرانو او درواغجنانو باندي متهم کول.
زموږ د پيغمبر رسول الله صلی الله عليه وسلم سره هم کفارو همداسي کول او پورته نسبتونه به يې ورته کول همداسي دده مبارک پر ميرمني عائشې رضي الله عنها يې تور او اتهام ولګوی.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم وروسته د هر خليفه سره همداسي سويدي چي کفارو يا منافقينو به په يو ناوړه کار باندي متهم کوی لکه روافضو چي پر ابوبکر او عمر رضي الله عنهما باندي اتهامات لګول او لکه خوارجو چي پر عثمان او علي رضي الله عنهما باندي اتهامات لګول آن تردې چي د اسلامي خلافتونو پر هر خليفه باندي د کفارو او د هغوی د ملګرو لخوا د تهمت لګولو کوښښ سوی دی.
ددې لپاره چي په مسلمانانو کي درځ او تفرقه پيدا سي کفارو دا کوښښ هم کړی چي په مسلمانانو کي پر يو بل د تهمت ويلو عادت حاکم کړي لکه د مدينې يهود چي تل به يې د انصارو او مهاجرينو یا د اوس او خزرج تر مينځ پر يو بل د اتهام او تور اور بلوي تر څو مسلمانان په خپل کي سره ونښلي او اختلافات يې تر مينځ پيدا سي.
د اندلس ښارونه چي اته قرنه يا اته سوه کاله د مسلمانانو تر حاکميت لاندي وه هغه وخت د مسلمانانو له لاسه ووتل چي مسلمانانو په خپل مينځ کي اختلافات پيدا کړه او د اختلافات لومړنی کرينټ د بې ځايه اتهاماتو او تورونو څخه شروع سو چي ځينو مسلمانانو به پر ځينو نورو لګول.
زموږ په زمانه کي چي په اسلامي هيوادونو کي د مسلمانانو تر مينځ اختلافات شتون لري او په سبب يې مسلمانان د هر ډول رکود او انحطاط سره مخامخ سويدي لومړنی سبب يې پر يو بل باندي بې ځايه اتهامات او تورونه دي چي د کفارو په لمسون يې مسلمانان په خپلو مينځونو کي پر يو بل باندي لګوي.
د داسي اتهاماتو پلان به ممکن د کفارو لخوا جوړ سوی وي چي په سيسټماټيک ډول په مسلمانانو کي عملي کيږي خو مسلمانان پدې باندي ملامت دي چي داسي اتهاماتو ته وده ورکوي او يا بېله کوم تحقيقه په اتهام پسې ځي او د اتهام پر اساس د خپل مسلمان ورور سره لانجه کوي.
په شريعت کي موږ پدې باندي امر سوي يو چي پر خپل مسلمان ورور هيڅ اتهام ونه لګوو، که د خپل مسلمان ورور څخه کوم منفي کار وينو يا يې څوک په اړه خبر راکوي موږ بايد پوره تحقيق او پلټنه وکړو وروسته يې په اړه فيصله وکړو آن تردې چي په آحاديثو کي راغلي دي: کله چي د خپل مسلمان ورور څخه کوم بد کار اورې هغه معذور و شمېره او د ځانه څخه د هغه لپاره 70 عذرونه پيدا کړه.
نو راځئ کفارو ته د فکرې جګړې پدغه برخه کي هم ماتي ورکړو او په خپل مينځ کي د اتهام او تور کلتور له مينځ يوسو او پر يو بل باندي هيڅ ډول بدګماني ونکړو.
ليكوال: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۸/۲۴

د خپلي ژبي د ټپ څخه مسلمانان وساتئ!

ژباړه: فضيل بن عياض وايي: ما د سفيان ثوري رحمه الله څخه واورېدل چي ويل يې: دا چي زه يو څوک په غښي و ولم ما ته ښه دی تر دې چي په ژبه يې و ولم ځکه د ژبه ويشتل نه خطا کيږي.
هدف دا دی چي د غشي ويشتل د خطا کېدلو د احتمال تر څنګ ظاهري ټپ يې ژر جوړيږي خو د ژبي ويشتل ددې تر څنګ چي نه خطا کيږي ټپ يې هم ژر نه جوړيږي او د تل لپاره پاتيږي.
نو کوښښ وکړئ چي په خپله ژبه څوک ټپي نکړئ او غيبت، درواغ بهتان په چا پسې و نه واياست او په خپله ژبه د مسلمان شيطنت او چغلګري ونکړئ همداسي مسلمان ته په خپله ژبه بده او ناروا خبره ونکړئ.
عن فضيل بن عياض، قال: سمعت سفيان الثوري، يقول: لأن أرمي رجلا بسهم، أحب إلى من أن أرميه بلساني؛ لأن رمي اللسان لا يخطئ.[التوبيخ والتنبيه للاصبهاني203]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۸/۱۵

د لقمان حکيم ځيني نصيحتونه:

ژباړه: د حسن رحمه الله څخه روایت دی چي لقمان حکيم خپل زوی ته وويل:
۱ – زويه ما ډبره، وسپنه او هر دروند شی پورته کړی دی خو تر بد همسايه مي هيڅ شی دروند ندی ليدلی.
۲ - زويه ما د ډېرو تارخو خوند کتلی خو تر فقر مي هيڅ شی تريخ ندی ليدلی.
۳ – زويه د خپل ځان د ځايه څخه ناپوه سړی مه استوه که دي پوه سړی پيدا نکړ خپله د ځان نماينده ګي وکړه.
۴ – زويه د درواغو څخه ځان ساته ځکه هغه داسي خواږه دي لکه د مرغۍ غوښه چي ډېره لږ ده خاوند يې کبابوي.
۵ – ای زويه جنازو ته ورځه او ودونو ته مځه ځکه جنازې آخرت ستا په يادوي او ودونه تا په دنيا مشغول کوي.
۶ – ای زويه په ماړه نس ډوډې مه خوره چي سپي ته يې واچوې درته ښه ده تر دې چي په ماړه نس يې وخورې.
۷ – ای زويه مه داسي خوږ کيږه چي وخوړل سې او مه داسي تريخ کيږه چي  وغورځول سې.[شعب الايمان4548]
د پورته نصيحتونو څخه درسونه:
۱ – تل بايد انسان د ښه ګاونډي په طلب کي وسي او د بد ګاونډي د ګاونډيتوب څخه ځان وساتي.
۲ – انسان بايد د فقر سره مبارزه وکړي ځکه فقر پر انسان باندي ډېر سخت تماميږي.
۳ – هيڅ وخت دي انسان د ځان لپاره ناپوه نماينده او استازی نه ټاکي.
۴ – د درواغو څخه بايد سړی ځان وساتي ځکه د درواغو څخه هيڅ معتبر شی په لاس نه راځي.
۵ – د مسلمانانو په جنازو کي بايد سړی ګډون وکړي او د موسيقۍ په مراسمو کي ګډون ونکړي.
۶ – انسان دي پر ماړه نس ډوډې نه خوري ځکه پر ماړه نس ډوډې خوړل ډېر تاوانونه لري.
۷ – انسان بايد په اخلاقي لحاظ هميشه معتدل وي نه داسي نرم خويه وي چي خلګ يې بيخي په پام کي نه نيسي او نه هم داسي تند وي چي خلګ يې د ځانه څخه وشړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۸/۱۱

په اداراتو کي د کار پرمختګ:

په اداراتو کي د پرمختګ لپاره د انډيواليزم ختمول مهم عنصر دی چي د عملي کولو او ښه اجراء لپاره يې يوه لاره داده چي که کوم مشر ادارې ته نوی راځي د هغه بل مشر په وخت کي ګمارل سوي کسان دي نه ايستوي چي پر ځای يې خپل ملګري وګماري بلکي د هماغه پخوانيو کسانو سره دي خدمت وکړي.
زه فکر کوم ځيني وختونه د مشرتابه لخوا ځيني تبدیلۍ د همدې لپاره کيږي چي ګمارل سوی کس يواځي بېله خپل ملګرو ادارې ته ولاړ سي او دده تر مخه چي په اداره کي کوم کسان مقرر سويدي د هغوی سره دی کار وکړي.
ددې کار لپاره څو ګټي دي:
۱ ـ منفي انډيوایزم به ختم سي او د کار محور به يواځي نظام وي نه سابقه روابط.
۲ ـ د ادارې کارونه به نه سره پاشل کيږي او د کاري خلاء او وقفې مخه به ونيول سي.
۳ ـ د دولتي وظيفې حيثيت به خوندي وي او د اضطرار او اضطرای مخه به ونيول سي.
۴ ـ کاري طرحي او پلانونه به پر نيمايي نه پاتيژي.
۵ ـ په وظيفه کي د نابلده کسانو د ګمارلو مخه به ونيول سي.
۶ ـ د ظرفيت لوړلو لپارع به بوديجوي ډېروالي ته اړتيا نه وي ځکه زاړه کسان ورکشاپونو او سيمينارونو ته اړتيا نلري.
مولوي نورالحق مظهري

په ټاکنه او ګمارنه کي خپلوي مکوئ!

د ابوبکر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د محبت له کبله خپل قريب(خپلوان) پر وظيفې وګماري پداسي حال کي چي تر ده بهتره پیدا کولای سي نو دی به د جنت بوی و نه ويني.
يعني کوم مشر چي د خپلوۍ په خاطر يو څوک پر وظيفه وګماري پداسي حال کي چي دی ددغي وظيفې لپاره تر هغه بل څوک بهتره او غوره پیدا کولای سي نو ددغه مشر څخه به بوی د جنت هم و نه مښلي.
عن ابي بکر رضي الله عنه ﺇﻧﻲ ﺳﻤﻌﺖ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻳﻘﻮﻝ: ﻣﻦ ﻭﻟﻰ ﺫا ﻗﺮاﺑﺔ ﻣﺤﺎﺑﺎﺓ ﻭﻫﻮ ﻳﺠﺪ ﺧﻴﺮا ﻣﻨﻪ ﻟﻢ ﻳﺮﺡ ﺭاﺋﺤﺔ اﻟﺠﻨﺔ.[مسندالشاميين3572]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۸/۱۰

په ټاکنو او ګمارنو کي ډېر دقت وکړئ!

ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د مسلمانانو څخه يو کار کوونکی وګماري پداسي حال کي چي دی پدې خبر وي چي په مسلمانانو تر دغه کس غوره او د الله په کتاب او د پيغمبر په سنت پوه سته نو يقينا دغه(مشر) سړي د الله، رسول او ټولو مسلمانانو سره خيانت وکړ.
يعني چي کوم مشر پر وظيفه باندي يو څوک وګماري پداسي حال کي چي په اسلامي ټولنه کي دی تر دغه کس پوهان خلګ پيژني خو نه يې ګماري بلکي ددغه کس د نسبي ناپوهۍ سره سره وظيفه ورکوي نو یقينا چي دغه مشر د الله، رسول او ټولو مسلمانانو سره خيانت وکړ.
ﻋﻦ اﺑﻦ ﻋﺒﺎﺱ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﻤﺎ ﻋﻦ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: ﻣﻦ اﺳﺘﻌﻤﻞ ﻋﺎﻣﻼ ﻣﻦ اﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ ﻭﻫﻮ ﻳﻌﻠﻢ ﺃﻥ ﻓﻴﻬﻢ ﺃﻭﻟﻰ ﺑﺬﻟﻚ ﻣﻨﻪ ﻭﺃﻋﻠﻢ ﺑﻜﺘﺎﺏ اﻟﻠﻪ ﻭﺳﻨﺔ ﻧﺒﻴﻪ ﻓﻘﺪ ﺧﺎﻥ اﻟﻠﻪ ﻭﺭﺳﻮﻟﻪ ﻭﺟﻤﻴﻊ اﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ. [السنن الكبرى للبيهقي20364]
مولوي نورالحق مظهري

د دولت او ملت تر مينځ د باور او همکارۍ پل:

د ملکي خدماتو عرضه کول د دولت او ملت تر مينځ د باور او همکارۍ مهم پل دی ځکه نو بايد د ملکي خدماتو په وړاندي کولو کي د ډېر جديت څخه کار واخيستل سي او هر مربوطه مسئول د ملکي خدماتو په وړاندي کولو ځان مکلف وبولي او د خپل لائحه وظائف او طرزالعمل له مخي د ملکي خدماتو په وړاندي کولو کي ډېر جدي او چټک وسي.
په مجموع کي ټول مسئولين په خاصه توګه بيا لوړپوړي مسئولين بايد اجازه ور نکړي چي د ملکي خدماتو وړاندي کول په ټپه ودريږي او يا ټکنی سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۸/۰۲

د اهل باطل جدیت او په وړاندی یې د مسلمانانو مبارزه:

ځيني وختونه باطل هم پر خپله عقيده ډېر ټينګيږي او د خپلي عقيدې پر خلاف بله هره عقيده ورته د تعجب وړ ښکاري.
رسول الله صلی الله عليه وسلم چي به کله د مکې مشرکينو ته د توحيد دعوت ورکوی نو دوی ته به ډېر تعجب معلومېدی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم کار به يې ناحق بلی.
لکه په قرآن کي چي الله جل جلاله د دوی حکايت کوي او فرمايي: أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ.[ص5]
ژباړه: آيا ډېر خدايان يې يو خدای ګرځولی دی دا خو ډېر د تعجب کار دی!
کله چي به رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی را غونډ کړه او د توحيد دعوت به يې ورکړ دوی به د رسول الله صلي الله عليه وسلم د مجلس څخه ولاړ سوه او ويل به يې: خپلي لاري ته دوام ورکړئ او پر خپلو ډېرو خدايانو باندي همداسي پاته سئ دغه د توحيد خبره چي محمد(صلی الله عليه وسلم) يې کوي يو پلان دی چي غواړي په مټ يې ستاسي دين در څخه ورک کړي.
لکه څنګه چي الله جل جلاله د دوی حکايت کوي او فرمايي:
وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ.[ص6]
ژباړه: د دوی مشران ولاړه او په خپل مينځ کي يې ويل: پر خپلي عقيدې او لاري ولاړ سئ او پر خپلو خدايانو صبر وکړئ دغه توحيد يو پلان سوی کار دی.

نو پام کوئ چي د باطل په وړاندي مبارزه بابېزه ونه نيسئ ځکه اهل باطل په ګڼو نومونو او مختلفو شکلونو را ښکاره کيږي او پدې خاطر چي دوی په خپله عقيده کي ټينګ دي او نورو انسانانو ته هم خپله عقيده تزريق کوي د خپلي عقيدې د عملي کولو لپاره هر ډول کار ته لاس اچوي او په شعوري ډول د حق په وړاندي خپلي مبارزې ته دوام ورکوي.
تر ټولو لوی باطل شرک او کفر دی چي پيروان يې تل د خپلي عقيدې د پلي کولو او عمومي کولو لپاره کار کوي او په مسلمانانو کي د ارتداد هڅي کوي.
د شرک او کفر څخه وروسته هري لويي ګناه ته موږ باطل ويلای سو چي پيروان يې په مسلمانانو کي د فساد خپرولو کوښښ کوي او د اسلامي ټولني د تخريب لپاره هري کړني ته لاس اچوي.
په مجموع کي د ټوله اهل باطل هدف دا دی چي مسلمانان د ديني اصولو او اسلامي اخلاقو څخه ليري کړي او د اسلام سپېڅلي دين زموږ د زړونو او سيرت څخه وباسي.
مسلمانان بايد تل هوښيار، ځيرک او تل د تيارسی په حالت کي وي تر څو ځان او خپله ټولنه د هر ډول فساد څخه وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

*د لوړو زده کړو وزارت د پخواني سرپرست وزیر د مننې پیغام*

د ا.ا.ا قدرمن مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت منسوبینو، د پوهنتونونو استاذانو، محصلینو او عامو هېوادوالو!

ښوونه، روزنه او لوړې زده کړې هغه فکتورونه دي، چې د یو ملت د بقا، پیاوړتیا، استقلال او سوکالۍ په برخه اساسي او مهم رول لوبوي او کمزورتیا/ نشتوالی یې د ملت د تباهۍ، غلامي او ذلت لامل کېدای شي. په تېره شل کلنه جهادي دوره کې د امنیتي، اقتصادي او نورو ستونزو سره سره د ا.ا.ا له لوري دې برخې ته ځانګړې پاملرنه، پالنه او په دې برخه کې د مسئولینو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې د ستاینې او قدردانۍ وړ دي.

ددې لپاره، چې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د خدمت سعادت مونږ ته په نصیب شوی وو، تر ټولو لومړی د الله تعالی شکر ادا کوم او ورپسې د ا.ا.ا له مشرتابه څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې ددې سپېڅلي نظام په مختلفو برخو په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو کلونو کې یې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې پر مونږ اعتماد وکړ او زمونږ له ټولو تصمیمونو، پلانونو او چارو څخه هر ډول مالي او معنوي ملاتړ وکړ.

محترمو وروڼو!
د تېر څلور کلن ماموریت په دوره کې له ټولو هغه مسئولینو او ملګرو څخه د زړه له کومي مننه کوم، چې شپه او ورځ یې ددې ستر رسالت په ادا کولو او درانده پيټې په پورته کولو کې زمونږ سره شپه او ورځ کار وکړ، لوږې، تندې، جسمي او روحي ستړیاوې، زندانونه او د خپلو ملګرو او خپلوانو شهادتونه یې راسره وزغمل او د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې یې تر دې مهاله په پوره مېړانه، صبر او استقامت خدمتونه ترسره کړل. د لوړو زده کړو وزارت او اړوند پوهنتونونو له ټولو مسئولینو او منسوبینو، استاذانو او همدارنګه له محصلینو څخه هم مننه کوم، چې په راسپارل شویو چارو کې یې ستړې او ستومانۍ راسره وزغملې او له حد زیات اداري، درسي او تدریسي مکلفیتونه یې پر غاړه واخیستل او تر ننه یې ټولې اداري او تدریسي چارې فعالي ساتلي او نورمال حالت ته یې راګرځولي دي.

علم پالو او متدینو هېوادوالو!
د هېواد د فتحې په جریان کې ټول دولتي او شخصي پوهنتونونه او وزارت ساتل شوي، اداري او تدریسي چارې په نورمال ډول پیل شوي، په تحصیلي چاپېریال کې د موجودو منکراتو مخنیوی شوی، ګډ/ مختلط درسي نظام ختم شوی، شته ستونزې تر ډېره حل شوې، خصوصي پوهنتونونه تر ډېره اصلاح شوي،  له هېواد څخه تر ممکن حده پورې د استاذانو د وتلو مخنیوی شوی، د علمي کادر زیاتره خالي بستونه په قانوني توګه ډک شوي دي او پاتې پروسه یې هم په نورمال ډول جریان لري. د تحصیلي نصاب ریاست جوړ شوی، له ۱۶۰ تحصیلي نصابونو څخه ۴۰ نصابونه اصلاح او بیا کتل شوي، د اسلامي ثقافت مضمون په اونۍ کې له یو څخه دریو درسي ساعتونو ته زیات شوی، ۶۵۸ بستونه ورته منظور شوي، اکثریت استاذان پکې جذب شوي او په ۱۸ پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځي ایجاد شوي دي.

د استاذانو او ټولو کارمندانو معاشات، حق الزحمې او مادي حقوق پوره ادا شوي، بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو د حصول په موخه د تللیو او تلونکو استاذانو معاشات او مصارف د اجراء وړ دي، په زیاترو برخو کې د ضروري او مهمو اجناسو خریداري وشوه، عواید له ټاکل شوي هدف څخه ۹۶ سلنه لوړ راټول شوي او راکړل شوې بودیجه هم په قانوني او مؤثر ډول مصرف شوې ده. د فوق لېسانس په برخه کې درې پوهنتونونه (افغان نړیوال پوهنتون، جامعه حضرت عبد الله بن مسعود – کابل او جامعه حضرت ابراهیم نخعي - کندهار) او څه د پاسه ۳۰ د ماسټرۍ برنامې ایجاد شوې، د کانکور ملي ازموینه اخیستل شوې، ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونو پرته له کوم محدودیت د ټولو محصلینو پرمخ خلاص دي، درسي چارې نورمال حالت ته راګرځېدلي دي او د لوړو زده کړو په برخه کې ټول لازم او ضروري کارونه ترسره شوي دي.

قدرمنو مجاهدینو!
مونږ په خپل مسئولیت کې په پوره هڅه کړې، چې د لوړو زده کړو په برخه کې ټول هغه ارزښتونه تأمین کړم، چې مجاهدینو ستړیا ورباندې کړې او قربانۍ یې ورباندې ورکړي دي. زیاتره هغه محصلینو ته، چې د امنیتي تهدیدونو او جهادي چارو له امله پوهنتونونه ورڅخه پاتې شوي وو، د تحصیل زمینه برابره شوې، د علماء کرامو د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه لوی ریاست رامنځته شوی، ټول مقدماتي کارونه یې تکمیل شوي، ددې پروسې لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی او ټولې لازمې آسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو په برخه د کیفیت د لوړاوي او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه ټول شته امکانات په کار اچول شوي او خدای راکړی استعداد، علمیت، انرژي او ټول وخت مو خدمت ته وقف کړي وو او تر ډېره مو هڅه کړې، چې د راسپارل شوي خدمت حق ادا کړم. که چېرې په دې برخه غفلت شوی وي او د راسپارل شوي خدمت حق پوره نه وي ادا شوی، لومړی له الله تعالی، بیا د ا.ا.ا له مشرتابه او وروسته له ټول غیور او مجاهد ملت څخه بښنه غواړم او د لوړو زده کړو له نوې رهبرۍ څخه هیله لرم، چې په دې برخه کې نیمګړي او پاتي کارونه تکمیل او د لا پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

والسلام
الحاج مولوي عبدالباقي “حقاني”
د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر
۲۸ / ربیع الاول / ۱۴۴۴ هـ ق – ۲ / لړم / ۱۴۰۱ هـ ش

۱۴۰۱/۰۷/۳۰

د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د ویاړلي شیخ عبد الباقي حقاني صاحب د یو کلن وزارت او کاري ماموریت لویې لاسته راوړنې:

*۱-* له فتحې سره سم د هېواد د پلازمېنې د مرکزي پوهنتونونو سربېره د ۳۳ ولايتونو په کچه د ټولو دولتي پوهنتونونو ممتلکات او شتمنۍ بشپړې د لوړو زده کړو اړوند خوندي وساتل شوې، هېچا ورته زیان ونه رسولو او نه د بلې ادارې مجاهدینو یوړې.
*۲-* د هېواد په کچه تر دې دمه یو دولتي یا خصوصي پوهنتون سقوط نه شو او نه یې اکاډیمیکې چارې د سیاسي تغیراتو له امله زیانمنې شوې.
*۳-* د لوړو زده کړو وزارت تر بل هر وزارت او ادارې زیات نوي کدري او متخصص مجاهدین او ژمن ملگري په نويو او مهمو پوستونو وگومارل.
*۴-* د دیني او عصري علومو نېژدېوالی یې عملا پیل کړ، چې د تخصصاتو ریاست ایجاد یې ښه بېلگه ده.
*۵-* د اوږدمهال لپاره یې د امارتي کدر د روزنې په برخه کې د مجهز علمي پوهنتون *-افغان نړیوال پوهنتون-* تاسیس یو شاهکار وو.
*۶-* د اکاډیمیک تحصلي نصاب بیا کتنه او چټک پرمختگ او د ریاست کچې ته یې د چارو ارتقاء ورکول کلک اکاډیمیک هوډ بلل کېږي.
*۷-* په بهر کې د داخل خدمت کدري استاذانو لپاره له امارتي مالي دستگاه د معاش د اجراء تایید تر لاسه کول، د کدري ځواک د پیاوړتیا او هڅونې ښه تمثیل بللی شوو.
*۸-* په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه وو علمي کدرونو او محصلاتو لپاره د اسلامي حجاب او ډاډمن اکاډیمیک چاپېریال چمتو کول یې لویه امارتي لاسته راوړنه وه.
*۹-* په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمونونو غښتلي کول او ورته د کدري استاذانو د جذب بریالۍ شفافه ازموینه او گومارنه ستر خدمت و.
*۱۰-* د دیني مدارسو د تعلیمي او تحصیلي اسنادو او د دیني عالمانو د لوړې علمي سویې د تثبیت په اړه د واضح اکاډیمیک پلان وړاندې کول او پلي کول.
*۱۱-* د شوکمارو او غاصبینو له غاصبو منگولو د اکاډیمیکو ځاینونو نوم او د حیثیت بڼه اعاده کول او د لوړو زده کړو د ملي ترمېنالوژۍ پلي کول یې د ملي هوډ ښکارندوی و.
*۱۲-* د کانکور بریالی پیل او منظمه شفافه ازموینه یې وروستۍ هڅه او اقدام وو.
کاپي

۱۴۰۱/۰۷/۲۳

پر مسلمان د ناحقه خبري سزا:

ژباړه: د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په مسلمان پوري ناحقه خبره وتړي چي دده عيب په ښکاره کوي الله تعالی به دی د همدغه خبري په خاطر د قيامت په ورځ دوږخ ته واچوي.
نو کوښښ وکړئ چي په هيڅ مسلمان پسې بې ځايه خبري او تبليغات ونکړئ او د هيڅ مسلمان د معيوب ښکاره کولو کوښښ مکوئ چي خدای مکړه په همدې سبب دوږخ ته داخل نسی.
عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ شَانَ عَلَى مُسْلِمٍ كَلِمَةً يَشِينُهُ بِهَا بِغَيْرِ حَقٍّ أَشَانَهُ اللَّهُ بِهَا فِي النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المستدرک 7893]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۱۹

مسلمان بايد ثابته پاليسي ولري:

مسلمانه وروره او مسلماني خوري! ثابته پاليسي د مسلمان ځانګړتیا او د ايديالوژيکي اعتدال نښه ده ځکه نو په لومړي قدم کي د ځان لپاره غوره انساني او پوره شرعي پاليسي انتخاب کړه بيا نو د تل لپاره پر همدغه پاليسۍ پاته سه او بېله شرعي ضرورته تغيير مه ورکوه.
اخلاق، لباس، فکري تړاو، فزيکي ناسته ولاړه، روابط او ژبنۍ لهجه د پاليسۍ مهمي برخي دي ځکه نو تل د هغو تهذيب او ثبات ته متوجه وسه او په هيڅ صورت کي ورته بېله شرعي اړتيا بدلون مه ورکوه.
که په ژوند کي وظيفوي تقرري يا ارتقاء کوې خپلي پاليسۍ ته تغيير مه ورکوه او پر وظيفې د ګمارل کېدلو وروسته خپل روابط، اخلاق، لباس، د خبرو لهجه او د پاليسۍ نوري برخي د خپل پخواني عادت خلاف په بل ډول مه اړوه ځکه ددې تر څنګ چي دا کار د ثابته پاليسۍ خلاف دی د هوښيارانو او زيرکو خلګو په فکر کي د انسان حيثيت هم را ټيټوي او ممکن د وظائفو سره انسان د بې ځايه ادلون بدلون په عادت هم روبدی کړي.
که شرعي لاسوندونو، عقلي دلائلو او تاريخي مسير ته وګورو همدا خبره راته ثابتيږي چي مسلمان بايد ثابته پاليسي ولري او د خپلي پاليسۍ ثبات ته ژمن وي.
مولوي نورالحق مظهري