۱۳۹۷/۱۰/۱۳

فکر وکړئ!

هغه خلګ چی د امریکا امکاناتو ته ګوته په غاښ دی، هر څه د هغې څخه انګیري، هر کار یې ددوي لپاره حکیمانه او پلان سوئ بولی، ټول کړه وړه یې شعوری او قصدی بولي او ماته یې ناشونې بولي که د دجال تر زمانې ورسیږی پر  هغه باندی به څه ګمان کوی؟! ځکه د هغه امکانات او تکنالوژي خو څو برابره د امریکې تر امکاناتو او تکنالوژۍ لوړ دی، دجال داسی کارونه کوی چی د امریکا څخه یې تصور هم نکیږې پدې خاطر دئ چی دهغه په وخت کی په عقیده سست او ضعیفه خلګ پر ده باندی ایمان راوړی او په خدايي یې منی.

مسلمانه وروره او خوری!
فکر وکړه، د بشر او مخلوق تاریخ مطالعه کړه، د نړۍ د پیل څخه بیا تر اوسه پوری د وران سوو زبرځواکونو حالات ځانته معلوم کړه، بشري طاقت وسنجوه، هر څه ته د مادیاتو او ظاهری اسبابو له پلوه مګوره،  په مخلوقاتو کی د مقتدر ذات الله پاک عادت ته کتنه وکړه، نړۍ څو محدوده زمانه مه بوله، د پیښو او حوادثو څخه مه متأثر کیږه، تیر مه هیروه او آینده ته د اسلامی عقیدې په هنداره کی وګوره!.
مولوی نورالحق مظهری

دځانه څخه بې عزم او بې ارادې خلګ مه جوړوئ!

عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً تَقُولُونَ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا وَإِنْ أَسَاءُوا فَلاَ تَظْلِمُوا ».[سنن ترمذی2138]
ژباړه: دحذیفه رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دځانه څخه بې موقفه ( بې ارادې ) مه جوړوئ چی تاسو وایاست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو ظلم کوئ موږ هم ظلم کوو، بلکی دعزم او ارادې خاوندان وسئ که خلګو ښه کول تاسو هم باید ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسو نو بیا ظلم مکوئ.
توضیح: یعنی دځانه څخه داسی بې موقفه، بې عزمه او بې ارادې خلګ مه جوړوئ چی په هرشی کی بیله دې چی دځانه سره فکر وکړئ او مثبت په نظر کی ونیسئ نورو خلګو ته ګورئ او ځانونه تل د نورو خلګو لارویان او مقلدین بولئ او ځانونه داسی بولئ چی که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو بد کول موږ هم بد کوو. بلکی ځانونه دعزم، موقف او ارادې خاوندان وبولئ دسالم عقل څخه په استفاده پرځان باندی باور ولرئ او ځانونه داسی جوړ کړئ چی که خلګو ښه کارونه کول تاسو هم ښه کارونه وکړئ او که خلګو بد کارونه کول تاسو نو بیا بدکارونه او ظلم مکوئ.
ددې حدیث څخه له ورایه ښکاری چی إنسان باید هیڅوخت په بدکار کی د نورو خلګو پسې ولاړ نسی، او هیڅ وخت د بدکار په کولو کی دنورو خلګو کړه وړه دځان لپاره دلیل ونه ګرځوی بلکی په ښه کارونو کی دی دخلګو پسې ځی خو په بدو کارونو کی دی د نورو خلګو پسې نه ځی.
مولوی نورالحق مظهری

انسان به کله هلاکیږی؟

عَنْ عَمْرِو بْنِ مُرَّةَ ، عَنْ أَبِي الْبَخْتَرِيِّ الطَّائِيِّ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي مَنْ سَمِعَهُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : لَنْ يَهْلِكَ النَّاسُ حَتَّى يُعْذِرُوا مِنْ أَنْفُسِهِمْ. [ مسند احمد 18289]
ژباړه: عمرو بن مره د ابی البختری الطائی څخه روایت کوی چی هغه وایی:زه خبرکړم هغه چا چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې اوريدلی وه چی هغه وفرمایل: خلګ ترهغه وخته پوری نه هلاکیږی ترڅو چی د خپلو ځانونو څخه او په خپلولاسونو باندی عذرونه پیدا نکړی.
یعنی ډیر ګناهونه کوی ترڅو دعذاب وړ وګرځی او دوی ته عذاب ورکوونکئ معذور وشمیرل سی او ددوی دعذابولو لپاره دلیل اوتوجیه پیدا سی.
او یاهم هدف ورڅخه داسی دئ چی دوی ګناهونه کوی او دخپلو ګناهونو لپاره فاسد دلائل وایی او دځانه څخه توجيهات ورته جوړوي ترڅو معذور وشمیرل سی اوخلګ یې ملامت نکړی.

د مسلمان لپاره

میلادی عیسوی کال په موږ مسلمانانو پوری هیڅ تړاو نلری نه يې چاته تبریکی ورکوو، نه یې تبریکی منو، نه یې په پیلیدلو او ختمیدلو بدفالی یا نیکفالی کوو او نه یې هم له مخی د کوم شی حساب کوو .

۱۳۹۷/۱۰/۰۸

مخکی تردغو حالتونو دالله پاک عبادت وکړئ!

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:"مَا يَنْتَظِرُ أَحَدُكُمْ إِلا غِنًى مُطْغِيًا، أَوْ فَقْرًا مُنْسِيًا، أَوْ مَرَضًا مُفْسِدًا، أَوْ هَرَمًا مُفَنِّدًا، أَوْ مَوْتًا مُجْهِزًا، أَوِ الدَّجَّالُ , وَالدَّجَّالُ شَرُّ غَائِبٍ يُنْتَظَرُ، أَوِ السَّاعَةُ، وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ".[سنن ترمذی 2306]
ژباړه: انتظار نه باسی یو ستاسو څخه مګر د سرکښی بډایی، او هیروونکی فقر، او فاسدوونکی ناورغۍ، او دخبرو ګډوډوونکی بوډاتوب، او د ناڅاپه مړینی، او د دجال. خو دجال بدترینه غایب دئ چی راتلو ته یې انتظار ایستل کیږی، او دقیامت ورځ. دقیامت ورځ ډیره ویروونکی او ترخه ورځ ده.
توضیح: یعنی مخکی تر دې چی تاسو ته دغه حالتونه او وختونه راسی د الله پاک عبادت وکړئ ځکه دداسی حالتونو د راتللو وروسته بیا تاسو دالله پاک عبادت نسئ کولائ.
ځکه یا به داسی سرمایه دار سئ چی د سرمایې اوپیسو له وجهی مو بیخی خدای پاک هیروی او سرکښی به در څخه کیږی ، یا به هم داسی مسکینان سئ چی د ډیر مسکنت او مجبوریت له وجهی مو عقل دسرڅخه ولاړسی د الله پاک طاعت اوعبادت او دهغه دامر منل به مو بیخی هیرسی، او یابه هم پداسی ناروغۍ باندی اخته سئ چی بدن به مو درفاسد کړی او ټول ظاهری وباطنی قوت به موختم سی بیابه هیڅ مثبت کارنسئ کولائ، او یابه هم داسی سپین ږیرتوب او بوډایی توب درته راسی چی فکر اوذهن به مو کار پسې پریږدی ګډوډی اومخلوطی خبری به درڅخه کیږی، او یا به هم داسی ناڅاپه مرګ درته راسی چی نه به توبې ته ورسیږئ او نه به هم پښیمانۍ ته خلاص سئ بلکی دګناه او سرکښۍ څخه به ډک ددې دنیا څخه ولاړ سئ، اویا به هم پرتاسو باندی ددجال زمانه راسی چی ټوله دفتنو او آزموینوڅخه ډکه ده او په ډیر بدحالت کی به إنسانان واقع وی، او یابه هم دقیامت ورځ درباندی راسی چی هغه ډیره ویروونکې اوترخه ورځ ده.
نومخکی تردې چی دداسی حالتونو او وختونو سره مخامخ سئ اوس دالله پاک عبادت اوطاعت وکړئ.

۱۳۹۷/۱۰/۰۶

پرباطل باندی دخپل قوم سره مرسته مکوئ!

عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ  رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ  عَنِ النَّبِيِّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: مَنْ نَصَرَ قَوْمَهُ عَلَى غَيْرِ الْحَقِّ فَهُوَ كَالْبَعِيرِ الَّذِي رَدَى، فَهُوَ يُنْزَعُ بِذَنَبِهِ. [أَبُو دَاوُدَ 5119].
ژباړه: د ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی پرباطل باندی دخپل قوم مرسته وکړی هغه داسی دئ لکه هغه اوښ چی کندی ته لویدلئ وی نو په لکۍ باندی راپورته کړل کیږی.
توضیح: یعنی دغه سړی چی پرباطل باندی یې دخپل قوم سره مرسته کړیده ځان یې وهلاکت او بربادۍ ته ور اچولئ دئ ځکه ده کوښښ کړئ دئ چی خپل قوم پدغه باطل کومک اومرستی باندی لوړ کړی خوخپل ځان یې دهلاکت کندی ته ور اچولئ دئ نولکه اوښ چی په کنده کی مړسی خلګ یې تر لکۍ نیسی راپورته کوی یې اوښ ته هیڅ کټه نلری همدا راز دغه انسان ته هم دغه کار هیڅ ګټه نلری.
ځینو علماء کرامو بیا ویلی دی چی دلته دده قوم د مړه سوی اوښ سره مشابه سوئ دئ ځکه څوک پرناحقه وی هغه لک مړ داسی دئ. او ددغه قوم مرسته کوونکئ یې د اوښ دلکۍ سره مشابه کړئ دئ نولکه هلاک سوی اوښ ته چی په لکۍ باندی پورته کیدل ګټه نکوی همدا راز ودغه هلاک سوی قوم ته هم دده مرسته اوکومک کومه ګټه نکوی.

د الله د رحمت څخه محرومیدونکی خلګ:

عن عبدالله بن ابی اوفی قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول لاتنزل الرحمة علی قوم فیهم قاطع رحم.[شعب الایمان]
ژباړه: عبدالله بن ابی اوفی وایی: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی ویل یې پرهغه قوم باندی رحمت نه نازلیږی چی پدوی کی د صله رحمی پریکوونکئ وی.
یعنی په کوم قوم کی چی داسی خلګ وی چی صله رحمی قطعه کوی پر هغه قوم باندی د الله پاک رحمت نه نازلیږی.

د لور دساتلو فضیلت:

وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " «مَنْ كَانَتْ لَهُ أُنْثَى فَلَمْ يَئِدْهَا وَلَمْ يُهِنْهَا، وَلَمْ يُؤْثِرْ وَلَدَهُ عَلَيْهَا - يَعْنِي الذُّكُورَ - أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ» ". [ أَبُو دَاوُدَ]
ژباړه: عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هرڅوک چی لور ولری نو هغه ژوندې ترخاورو لاندی نکړی، سپکاوئ یې ونکړی او نارینه اولاد ته پرهغې باندی ترجیح ورنکړی نو الله پاک به دئ وجنت داخل کړی.
پدې حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور پلار ته دجنت زیرئ ورکړئ دئ خو مشروط په درو شرطونو.
۱ – خپله لور مړه یعنی هلاک نکړی.
۲ – د خپلی لور سپکاوئ اواهانت ونکړی.
۳ – پرلور باندی زوی ته ترجیح ورنکړی یعنی زوی ترلور ډیر ونه غواړی، مثلا په روزلو، ډالۍ ورکولو او نازولو کی دلور سره تبعیض ونکړی.

دغه درې کسان به جنت ته ځی:

وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " «مَنْ آوَى يَتِيمًا إِلَى طَعَامِهِ وَشَرَابِهِ أَوْجَبَ اللَّهُ لَهُ الْجَنَّةَ أَلْبَتَّةَ، إِلَّا أَنْ يَعْمَلَ ذَنْبًا لَا يُغْفَرُ. وَمَنْ عَالَ ثَلَاثَ بَنَاتٍ أَوْ مِثْلَهُنَّ مِنَ الْأَخَوَاتِ فَأَدَّبَهُنَّ وَرَحِمَهُنَّ حَتَّى يُغْنِيَهُنَّ اللَّهُ أَوْجَبَ اللَّهُ لَهُ الْجَنَّةَ ". فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَاثْنَتَيْنِ؟ قَالَ: " أَوِ اثْنَتَيْنِ " حَتَّى لَوْ قَالُوا: أَوْ وَاحِدَةً؟ لَقَالَ: وَاحِدَةً " وَمَنْ أَذْهَبَ اللَّهُ بِكَرِيمَتَيْهِ وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ ". قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَا كَرِيمَتَاهُ؟ قَالَ: " عَيْنَاهُ» ".[مشکاة المصابیح]
ژباړه: دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی یتیم خپل خوراک اوڅښاک ته وغواړی نو حتما دده لپاره جنت واجب سو مګر داچی ده داسی ګناه کړیوی چی نه بخښل کیږی(لکه شرک) او هرڅوک چی درې لوڼی وساتی او یاهم دهغوی په څیر درې خویندی وساتی، ښه ادب ورکړی او پیروزینه ورباندی وکړی ترڅو چی الله پاک یې پوره کوی( په مال او یاهم په نکاح کولو باندی) نو دده لپاره به الله پاک جنت واجب کړی. چا وویل: یا رسول الله که دوې دانې وساتی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که دوې دانې وساتی هم به یې الله پاک دهغوی په ذریعه جنت ته داخلوی. – راوی وایی – که صحابه وو ویلی وای آیا دیوې انجلۍ په پاللو یې هم جنت ته وړی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویلی وای هو. او هرڅوک چی دده دوې ګرانی الله پاک ورڅخه واخلی نو دهغه لپاره به جنت واجب کړی. چا وویل: دوې ګرانی یې څشئ دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: سترګی.
(یعنی څوک چی الله پاک ورڅخه دوې سترګی واخلی نو په مقابل کی به ورته جنت ورکړی).
پدې حدیث کی درې شیان ذکر سویدی:
۱ – څوک په خپل کورکی یتیم وساتی الله پاک په مقابل کی ورته جنت ورکړی.
۲ – څوک خپلی لوڼی او یا خویندی وساتی او سمی یې تربیه کړی الله پاک ورته جنت ورکړی.
۳ – څوک چی د خپلو سترګو پرړندیدلو باندی صبر وکړی الله پاک به ورته جنت ورکړی.

څوک دی باید ملګرئ وی اوچاته باید ډوډې ورکړې؟

وَعَنْ أَبِي سَعِيدٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يَقُولُ: " «لَا تُصَاحِبْ إِلَّا مُؤْمِنًا وَلَا يَأْكُلْ طَعَامَكَ إِلَّا تَقِيٌّ» ". [رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ، وَأَبُو دَاوُدَ، وَالدَّارِمِيُّ]
ژباړه: ابوسعید رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هیچاسره ملګرتیا مکوه مګر دمسلمان سره او خپله ډوډۍ مه ورکوه مګر پرهیزګاره او ښه سړیته.
یعنی که دځان لپاره ملګری اودوستان لټوې او غواړی دخلګو سره ملګرتیا وکړې نو دمسلمان سره ملګرتیا وکړه دکافر سره یې مکوه او که غواړې خپله ډوډې پرنورو باندی مصرف کړی نو پرښه سړی باندی یې مصرف کړه پر بد سړی باندی یې مه مصرفوه.

سمه سوله (صلح) زموږ غوښتنه ده:

سوله د مسلمانانو تر مینځ ډیره مهمه ده او چی کله د مسلمانانو ترمینځ شخړه او جګړه رامینځ ته کیږی باید نور مسلمانان یې ترمینځ سوله وکړی او طرفین خپله هم ترخپل مینځ دسولی راتګ ته هڅی وکړی.
خو کوم جوړجاړئ چی موږ ورته شرعا سوله ویلائ سو او راوړل یې د هرمسلمان دنده او وظیفه ده او په راتللو کی یې باید هرمسلمان نه ستړی کیدونکی هڅی اوکوښښونه وکړی هغه سوله چی دشریعت په چوکاټ کی دننه وی حرام ورباندی حلال نسی او حلال ورباندی حرام نسی.
لکه څرنګه چی په تفسیرسعدی کی یی د" والصلح خیر " آیت په تفسیرکی راوړی: وهو جائز في جميع الأشياء، إلا إذا أحل حراماً، أو حرّم حلالاً، فإنه لا يكون صلحاً، وإنما يكون جوراً.[تفسیرسعدی]
ژباړه: صلح په ټولو شیانو کی روا ده مګرهغه صلح چی حرام شئ حلال کړی، اوحلال شئ حرام کړی، ځکه چی دا صلح نسی کیدلای، بلکی دا ظلم دئ.
اوپه حدیث کی راځی: الصُّلْحُ جَائِزٌ بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ ، إِلاَّ صُلْحًا حَرَّمَ حَلاَلاً ، أَوْ أَحَلَّ حَرَامًا.[ سنن ترمذی 1352]
ژباړه: صلح په مابین کی دمسلمانانو روا ده مګر هغه صلحه چی حلال شئ حرام کړی او یا حرام شئ حلال کړی.
خوددې خبری دمطمئن کیدلو لپاره چی سوله به ارومرو دشریعت موافقه وی، داضروری ده چی همیشه دی دسولی کولو مشرتوب او مدیریت دیو ربانی اوحقانی عالم په لاس ورکړل شی.
که په سوله کی لاندی ټکی په نظر کی ونیول سی نو موږ ورته شرعی او اسلامی سوله ویلائ سو:
۱ – د سولی په کیدلو کی چی کوم شرایط ایښودل کیږی هغه باید د شرعی اصولو موافق وی کنه نو داسی جوړجاړی ته موږ سوله نسو ویلائ.
۲ – د سولی په کیدلو سره باید دینی خدمتونه او د اسلام په دفاع کی فعالیتونه بند نسی کنه نو دا بیا سوله نسی کیدلائ.
۳ – د سولی په کیدلو سره باید اصولی او فروعی شرعی احکاموته سپکاوئ ونسی کنه نو دا بیا سوله نه بلکی ددین سپکاوئ دئ.
۴ – د سولی کیدل باید د فساد خپریدلو لامل جوړ نسی کنه نو دا بیا سوله نه بلکی د فساد کړکۍ را خلاصول دی.
۵ – لکه سوله چی باید د اسلامی اصولو په چوکاټ کی ترسره سی همداسی باید سوله د اسلامی حاکمیت اوشرعی نظام لپاره پیلامه سی که په کوم جوړ جاړی باندی د اسلامی حاکمیت او شرعی نظام هیلی او آرزوګانی له منځه ځی هغه سوله نه بلل کیږی.
۶ – سوله باید په مجموع کی د مسلمانانو لپاره د زور او قوت په بیه تمامه سی نه ده ناتوانۍ او استعمار په بیه.
۷ – سوله باید د ریښتینو مسلمانانو د غوښتنو ترجمانی وکړی نه داسی چی دهغوی دینی احساسات او جذبات دی ورباندی خاموش کړل سی.
۸ – د سولی راتلل تنها باید ددې لپاره نوی چی موجوده شخړه ختمه کړی بلکی د شخړی دختمیدلو ترڅنګ اسلامی وقار، دینی ارزښت او اخلاقی تهذیب هم دځانه سره ولری.
مولوی نورالحق مظهری

مسلمانه وروره! او مسلمانی خوری!

ستا دښمن ستا لپاره تباهی اوبربادی غواړی.
آیا پوهیږې دښمنان دی څوک دی او څودانې دی؟
وروره او خوری! هر مسلمان څلور دانی دښمنان لری دوه یې پټ دی یعنی په سترګو نه لیدل کیږی او دوه ښکاره دی یعنی په سترګو لیدل کیږی.
په پټو دښمنانو کی یو د انسان په وجود کی ده ننه دده نفس دئ چی إنسان ته ګناه ښایسته کوی، نفسی غوښتنی ورته ښې ښکاره کوی او د انسان په وجود کی د شیطان راتللو او وسوسې ته لاره آواره وی.
بل پټ دښمن دی شیطان دئ چی دلومړی سره څخه یې د إنسان دګمراه کولو لپاره قسم خوړلئ دئ او تل د انسان دهلاکت اوبربادۍ لپاره پلانونه جوړوی او دګڼو لاره څخه إنسان دوکه کوی او ګناه کولو ته یې هڅه وی.
په ښکاره دښمنانو کی دی یو هغه نا اهله او ګمراه انسان دئ چی ستاسره نیژدې په کلی او کور کی اوسیږی ته ورته د مسلمان په سترګه ګورې خودئ ستا دګمراه کولو لپاره مختلفی دسیسې جوړوی ستا مخی ته دګناه په کولو سره تاته دګناه کولو دعوت درکوی، غواړی تاهم دځان غوندی نااهله اوبدمرغه کړی او ستا څخه لیری دښمن کافر ته ده راتللو بلنه ورکوی.
اوبل ښکاره دښمن دی ستاسره په دین مخالف کافر دئ چی هیڅ وخت ستالپاره په ښه ژوند باندی نه خوشاله کیږی او تل ستا د بربادۍ او تباهۍ لپاره د مختلفو نیرنګونو او لارو څخه کار اخلی.
وروروه اوخوری!
ددین په لاره کی دسختیو او ستونزو په ګاللو، په غم اومصیبت کی دتحمل او زغم په کولو، په سم عبادت، د الله پاک په ذکر او یادولو، دتکبر، غرور، حسد او دوراغو څخه په ډډه کولو، دحرام مال څخه دځان ساتلو او پرسنت طریقه دځان په برابرولو باندی نفس اوشیطان ترټلائ اودځانه څخه شړلائ سې او خپل ځان ددوی دشرڅخه ساتلائ سې.
پاته سوه دوه ښکاره دښمنان؛ نوکه ته قرآن اوسنت او اسلامی علوم زده کړې، په هغو باندی عمل وکړې او دهغو په چوکاټ کی دننه خپل دوست اودښمن وپیژنې  او د هرچاسره ددوستۍ او رابطې معیار ځانته معلوم کړې نوهیڅکله دوی تاته تاوان نسی رسولائ او ندی هم دبربادۍ لوری کشولائ سی.
مولوی نورالحق مظهری