۱۴۰۳/۱۲/۱۴

روژه د مادي او معنوي قوت میاشت ده:

لومړی به دا خبره وکړو چې قوت پر دوه قسمه دی: مادي قوت او معنوي قوت، انسان په خپلي بریا کې دواړو قوتونو ته اړتیا لري، البته په يواځي مادي قوت باندي کله کله انسان بريالی کيږي خو ليکن دغه بريا اوږده او مفيده نه وي.

که وګورو په قرآن عظيم الشان کې د دې لپاره ډېري نمونې ذکر شويدي چې يوه نمونه يې عاديان، ثموديان او فرعونیان دي. 

عادیان او ثمودیان په خپل وخت کې په مادي لحاظ ډېر قوي وه له همدې امله یې تکبر او غرور کوی، د الله د پیغمبرانو سره یې جګړه او مخالفت کوی او په مځکه کې یې فسادونه خپرول، نو ځکه یې الله پاک ټوله قدرتونه ختم کړه او سخت عذابونه یې ورباندي راوستل.
او دا د هغو امتونو څو بېلګي  دي چې مادي قوت يې بيخي ډېر درلودی خو د معنوي او روحي قوت څخه خالي وه.

او د شرایطو او عادت پر بنیاد يواځي معنوي قوت هم د انسان د نصرت او کاميابۍ لپاره کافي نه دی لکه شاعر چي وايي:
لا خيرَ في حقٍّ إذا لم تَحْمِه ... حَلَقُ الحديدِ وألسنُ النيرانِِ
ژباړه: هیڅ خیر په هغه حق کې نشته چې د اوسپنو په کړیو او د اور په لمبو باندي یې ساتنه نه کیږي.

مادي او روحي قوتونه حيثيت د دوو وزرو لري لکه مارغه چې په يوه وزر باندي نه شي الووتلای انسان هم په يوه قوت باندي نه شي بريالی کېدلای بناء صحيح او شرعي لاره دا ده چې انسان ځانته دواړه قوتونه حاصل کړي او د دنیوي او اخروي دواړو ښېګڼو لپاره هڅه وکړي لکه قرآن چې موږ ته تعليم را کړی دی او فرمایي:
وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.[ سورة البقرة 201] ژباړه: ځیني د دوی څخه وایي: ای ربه زموږ! موږ ته په دنیا کې هم ښېګڼي راکړه او په آخرت کې هم ښېګڼي راکړه او موږ د اور د عذاب څخه وساته.

نو مسلمان لکه د اخروي ژوند د سمون لپاره چې کوښښ کوي د دنیوي ژوند د سمون لپاره هم باید کوښښ وکړي.

او لکه د اخروي ژوند سمون چي په معنویاتو باندي لاس ته راځي د دنیوی ژوند سمون په مادیاتو باندي لاس ته راځی او مادیات خالص اسباب دي چې په مټ یې معنویاتو ته سړی رسېدلای شي او چې کله مادیات او معنویات دواړه برابر شي بیا نو هراړخیزه نیکمرغي د انسان په برخه کیږي.

هېره دي نه وي  لکه الله پاک چې موږ ته د عقيدې د سموالي او محکموالي سپارښتنه کړېده د مادي قوت د برابروالي سپارښتنه يې هم کړېده: او فرمایی: وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ.[ الانفال 60]
ژباړه: تاسو برابر کړئ د دوی لپاره هغه چې ستاسو په طاقت وي د قوت او تړلو څخه د آسانو تر څو تاسو په هغه باندي د الله او د ځان دښمنان و وېروی.

په دې باندی باید موږ ځانونه پوه کړوکوم شی چې د شرعي اصولو څخه ښکاري او په تجربه باندي هم ثابت سوی دی دا دی چې د معنوي قوت سره چې کله مادي قوت يوځای شي نو پر مطلق مادي قوت باندي بری پيدا کوي.

لکه الله پاک چي فرمايي:كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ.[ البقرة 249]
ژباړه: ډېر ځله داسي پېښیږي چې کوچنۍ  ډله دي پر لویي ډلي باندي د الله په اراده کامیابه شي او الله د صبر کوونکو سره دی.

او د دې لپاره د بدر غزوه لويه بېلګه ده چې د مسلمانانو شمير 300 نفره وو خو کفار 1000 نفر وه خو مسلمانان ځکه کاميابه شوه چې د توان سره سم د مادي قوت تر څنګ معنوي قوت هم ورسره وو ځکه مسلمانان په اسلامي سپېڅلې عقیده، نبوي اخلاقو او روحي سکون باندي سمبال وه، مادي قوت یې کڅه هم د کفارو په پرتله لږ وو خو بیا هم تر خپل توان یې د هغه د برابرولو هڅه کړېوه داسي یې نه وه کړي چې بېله کومي امادګۍ او بېله کومي وسلې جنګ ته ووځي.

د همدغو دوو قوتونو مثال الله پاک په قرآن کې موسی عليه السلام راوړی دی:
موسی عليه السلام چې کله د مصر څخه مدین ته را ورسېدی په لاره کې یې پر یوه څاه باندي دوې نجوني ولیدلې چې غوښتل یې خپل مالونه اوبه کړي خو د کمزورۍ له کبله یې ژر نه شوې اوبولای موسی علیه السلام د دغو دوو نجونو مالونه د مټ په زور چې مادي زور دی اوبه کړه خو چې کله انجلۍ د خپل پلار په غوښتنه دی کور ته وغوښتی نو په انجلۍ پسې روان سو دا نتيجه د معنوي قوت وه چې په حياء باندي ورسره روان وو او هیڅ یې ورته نه کتل.

او بل مثال يې الله پاک په امت د رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي ويلی دی لکه چې فرمايي:
مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا.[سورة الفتح 29]
ژباړه: محمد د الله رسول دی، او هغه خلګ چې د ده سره دي پر کفارو باندي سخت دي او په خپل منځ کې ډېر سره مهربانه دي، ته دوی وینې په داسي حال کې چې رکوع او سجده کوي تر څو د الله مهرباني او خوشحالي لاسته راوړي.

علماو لیکلي دي: دا چې الله پاک وایي: دوی پر کفارو باندي سخت دي. دا د مادي قوت عنوان دی، او دا چی وایي: دوی په خپل مینځ کې پر یو بل مهربان دي. دا د معنوي قوت عنوان دی، او دا چی الله پاک وایي: ته دوی وینې په داسي حال کې چي رکوع او سجده کوي تر څو د الله مهرباني او خوشحالي لاسته راوړي. دا د مادي او معنوي قوت نتیجه او د اسلامي امت د نیکمرغۍ لپاره هغه اصل دی چې مادي او معنوي قوت سره یوځای کوي. 

د روژې په نیولو باندي دغه دواړه قوتونه د مسلمان په برخه کیږي، ځکه په روژې باندي مسلمان ته روغتیا او صحت ورکول کیږي چې دا خپله مادي قوت دی همدا راز په روژې باندي د مسلمان اخلاق سمیږي، عبادت او توبه یې قبلیږي او د الله پاک رضایت یې په برخه کیږي چې دا بیا خپله معنوي قوت دی.
مأخذ: دروس رمضانیة
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۲/۱۲

د روژې ځيني روغتیايي ګټي:

1 - د معدې او کولمو څخه عفونتي اضافه مواد غورځوي.
2 - معده ورباندي هوسی کيږي.
3 - روژه د ناروغيو په مقابل کې وقايه ده، ډېري ناروغۍ دي چې بېله وقايې په درملني باندي نه جوړيږي او روژه ډېره ښه وقايه ده.
4 - څوک چې د کوچينيو او لويو کولمو مزمن التهاب ولري روژه ورته ډېره ګټه کوي.
5 - د اينې د کمکارۍ په درملنه کې روژه ډېره کټه لري.
6 - د خارش او يا گرولو ناروغۍ ته روژه ډېره ګټه لري.
7 - د الرژي يا حساسيت د ناروغۍ په درملنه کې روژه ډېر تأثير لري.
8 - روژه د چاغۍ په ناروغۍ کې ډېره مفيده ده ځکه چې په روژې باندي وزن ډېر کميږي.
9 - روژه د لوړ فشار د کمولو لپاره ډېره مؤثره ده.
10 - روژه د ګوردوکانو د ځينو التهابونو په درملنه کې ډېره مؤثره ده.
11 - روژه د کيسه صفراء د التهاباتو په درملنه کې ډېره مؤثره ده.
12 - روژه د زړه د مزمنو ناروغيو په ختمولو کې ډېره مؤثره ده.
13 - روژه د معدې د ډېرو ناروغيو د درملني لپاره ډېره مؤثره ده.
14 - روژه د انسان په خوشحاله کولو او سپين ږيرتوب په ځنډولو کې ډېر تأثير لري.

عصبي جهاز او سيستم ته د روژې ګټه:
ډاکتر محمد ابوشوک په يوې مقالې کې چې د (الصوم والجهاز العصبي) تر عنوان لاندي يې ليکلې ده وايي: د روژې د روحانيت له وجهي او په دې خاطر چې روژه نفس صفاء کوي، روح پاکوي،  پر ستونزو باندي انسان ته تحمل او صبر ور زده کوي، پر مسکينانو او اړو انسانو باندي مهربانۍ ته انسان هڅوي، په شهواتو کې د لوېدلو څخه انسان ليري کوي، د انسان نفس په ښو اخلاقو باندي ښايسته کوي لکه په کړنوکې صداقت، په کار کې امانتداري، د خښم او انتقام څخه د انسان ليري کول او د حسد او کينې څخه د نفس ژغورل. 
دا ټوله هغه شيان دي چې بشري روح ته سلامتيا، محبت، دوستي او هغه صفايي وربښي چې د انسان روح ورباندي ډېر مطمئن او آرام کېدلای سي.
ځينو بريتانوي ډاکټرانو ويلي دي: په کال کې يوه مياشت روژه نيول د انسان په بدن کې د پوره کال کچره او چټلي ختموي.
تر ټولو مشهور ليکوال چې د روژې په فايدو کې يې ليکل کړيدي په امريکا کې د بدني ثقافت مشر ماک فادن دی. نوموړي په امريکا کې په خپل نامه لوی کلينيک جوړکړی دی او د روژې د فوائدو په اړه يې هغه وخت کتاب وليکی چې ده ته په تجربو ثابته سوه چې روژه د ډېرو سختو ناروغيو د درملني لپاره مؤثره ده؛ نوموړی وايي: روژه بدن ته ګټه لري د ټولو هغو جراثیمو څخه بدن پاک کوي چې د خوړو سره د انسان بدن ته ځي.
هغه ناروغۍ چي نوموړي په روژې باندي معالجه کړيدي:
د معدې او هضمي جهاز ناورغۍ.
د وينو او رګونو ناروغۍ.
نوموړي ډاګټر په خپل کتاب کې د ټولو هغو خلګو نومونه او مشخصات ليکلي دي چې ده په روژې باندي د هغوی درملنه کړېده.
دی وايي: هر انسان دېته اړتيا لري چې بايد روژه ونيسي بلکې هر مريض روژې ته اړتيا لري.
منبع: تحف رمضانية
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۲/۰۹

که جنتيان او دوږخيان تجارت وکړي:

ژباړه: په حديث کې راځي: که جنتيان تجارت وکړي نو دوی به په ورېښمو کې تجارت وکړي او که دوږخيان تجارت وکړي نو دوی به په صرافۍ کې تجارت وکړي.

په جنت او دوږخ کې نه تجارت سته او نه هم تجارت ته اړتيا سته خو که بالفرض جنتيان تجارت وکړي نو دوی به د ورېښمو تجارت وکړي او په بل حديث کې راځي چې د عطرو تجارت به هم وکړي او که بالفرض دوږخيان تجارت وکړي نو دوی به بيا صرافي وکړي.

دلته به اصل کې هدف د ورېښمو د تجارت ښه والی او د صرافۍ بدوالی دی ځکه د ورېښمو په تجارت کې عموما تبادله د عين د مال سره ده او تر ډېره بريده دوکه بازي او خطاايستل پکې نه وي نو ځکه داسي سودا د الله تعالی خوښيږي او دا يې د جنتيانو د خوښۍ سودا هم ګرځولې ده او په صرافۍ کې چې عموما تبادله د پيسو ده دوکه بازي، درواغ ويل او قسم اخيستل ډېر کيږي ځکه نو د الله تعالی نه خوښيږي او د دوږخيانو د خوښي سودا يې ګرځولېده.

البته د دې څخه هدف دا نه دی چې څوک د ورېښمو سودا وکړي هغه به جنت ته ځي او که څوک صرافي وکړي هغه به دوږخ ته ځي بلکې په عامو حالاتو کې د سودا د ښه والي او بدوالي بيان دی نو که څوک په صرافۍ کې د سود، درواغو، او دوکې څخه ځان وساتي او مشکوکه سودا ونکړي هغه رښتيني تاجر دی او الله تعالی به يې په ګناهکارو تجارانو کې نه شمېري او که څوک د ورېښمو په سودا کې دوکه کوي او خلک خطا باسي بيا دی په دې باندي ګناهکار دی او د هغو تجارانو څخه شمېرل کيږي چې کار يې  د الله تعالی نه خوښيږي. 

د دې مثال داسي دی لکه په يو حديث کې چې د دوږخيانو ځيني صفتونه بيان شوي دي؛ لکه:
هغه څوک چې عقل نه لري او د آخرت پر کارونو حريص نه وي، هغه څوک چې په هر لوی او کوچني شي کې خيانت کوي او د خيانت کولو ته د غنيمت په سترګه ګوري، هغه څوک چې هر ګړی نور انسانان پر ناحقه دوکه کوي، هغه څوک چې بخالت کوي او هغه څوک چې درواغ وايي.

دلته هدف د دې کارونو غندل او بدي يې بيانول دي تر څو انسانان ځانونه ورڅڅه وساتي او د هغو کسانو څخه و نه ګرځي چې د دغو کارونو له امله دوږخ ته ځي.

عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : لَوْ أَذِنَ اللَّهُ لأَهْلِ الْجَنَّةِ فِي التِّجَارَةِ لاتَّجَرُوا فِي الْبَزِّ وَالْعِطْرِ.[المعجم الصغير699]
لو اتجر أهل الجنة لاتجروا في البز ولو اتجر أهل النار لاتجروا في الصرف.[احياء علوم الدين ج2ص 392]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۲/۰۳

په اداراتو کې څنګه د فساد مخنيوی وکړو؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
فساد د صلاح او سمون ضد دی ځکه نو په کوم ځای کې چې فساد لاره پيدا کړي هلته صلاح او سمون کډه کوي او چې په کوم ځای کې د فساد ريښې ټينګي شوې هلته بيا هر ډول مثبت بدلون او پر مختګ ناشونی کېږي؛ يو د هغو ځايونو څخه چې تل بايد د هر ډول فساد څخه پاک وي دولتي ادارې دي ځکه د دولتي ادارو څخه نظام جوړ دی او په اداراتو کې فساد په نظام کې د فساد لامل جوړيږي.

که موږ په نړۍ کې تېر شوي نظامونه، يا په ځينو هيوادونو کې اوسني حاکم نظامونه او يا هم په افغانستان کې تېر جمهوري نظام تر څېړني لاندي ونيسو دا به راته ثابته شي چې د دوی د تباهۍ او سقوط د لاملونو څخه يو لامل فساد وو په خاصه توګه مالي او اداري فساد چې هره اداره د فعاليت، ثبات او پرمختګ په برخو کې د پښو څخه اچوي او د ډېرو فعلي او احتمالي ننګونو سره يې مخامخ کوي.

د دې لپاره چې هر نظام په خپلو اداراتو کې د فساد څخه وساتل شي د نورو وقايوي او معالجوي کړنو تر څنګ د لاندي څو مواردو عملي کول د فساد په مخينوي او يا کمولو کې ممکن ډېره  مرسته وکړي:
1 – پر وظيفو او مسئوليتونو اهل کسان وګمارل شي؛ په دې معنی سره چې دولتي وظيفه هغه کس ته ورکړل شي چې تقوی ولري، په فساد روږدی نه وي، په عقيدوي لحاظ د فساد مخالف وي او په فکري لحاظ د فساد څخه متنفر وي.

که د قرآن او احاديثو لارښوونو ته وګورو دا به راته ثابته شي چې وظيفه او مسئوليت ورکول هم د امانت سپارل دي چې الله تعالی يې اهل ته پر سپارلو ډېر ټينګار کړی دی او فرمايي: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا.[النساء58] ژباړه: الله تعالی تاسي امر کوي چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ.

مفسرين رحمهم الله فرمايي: که څه هم دغه آيت په خاصي موضوع کې نازل شوی دی خو حکم يې عام دی او هر امانت ته شامليږي هغه که عمومي امانت وي که شخصي امانت، که په دين کې وي او که په دنيا کې وي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې هم اهل ته د امانت پر سپارلو ټينګار شوی او د نه عملي کېدلو تاوانونه يې بيان شوي دي؛ چې ځيني احاديث په لاندي ډول دي:
الف: فَإِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ قَالَ كَيْفَ إِضَاعَتُهَا قَالَ إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ.[صحيح البخاري59]
ژباړه: کله چې امانت ضايع شي نو د قيامت انتظار وکړه چا وويل: څنګه ضايع کېږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: کله چې کار و نااهل ته وسپارل شي نو د قيامت انتظار وکړه.

ب: عن عبد الله بن عمرو قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من أشراط الساعة أن يؤتمن الخائن ويخون الأمين.[مکارم الاخلاق للخرائطي 175]
ژباړه: د عبدالله بن عمرو څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د قيامت د علامو څخه دا دی چې امين خائن ګڼل کېږي او خائن امين ګڼل کېږي.

ج: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ، يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ، وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ، وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ، وَيُخَوَّنُ فِيهَا الأَمِينُ، وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ، قِيلَ: وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ؟ قَالَ: الرَّجُلُ التَّافِهُ فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ.[سنن ابن ماجه 4036]
ژباړه: د ابوهريره رضي الله عليه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پر خلکو به داسي غولوونکي کلونه راشي چې په هغو کې به د درواغجن انسان تصديق کېږي او د رښتيا ويونکې انسان تکذيب به کېږي، خائن به امين ګڼل کېږي او امين به خائن ګڼل کېږي او رويبضه خبري وکړي؛ چا وويل: رويبضه څشي دی؟ هغه وويل: هغه انسان چې د عامو خلکو په کارونو کې بې باکه وي.

وظيفه او مسئوليت هغه لوی امانت دی چې پوره آداء کول يې د هر چا کار نه دی او که پوره آداء نشي ډېر تاوانونه او زيانونه د ځانه سره لري چې يو يې په اداره کې د فساد خپرېدل دي.

دا چې وظيفه امانت دی، کول يې توان او طاقت غواړي او نه کول يې د ځانه سره تاوانونه او رسوايي لري د لاندي حديث څخه له ورايه ښکاري:
عن الحارث بن زيد الحضرمي: أن أبا ذر رضي الله عنه قال لرسول الله صلى الله عليه و سلم: أمرني فقال: إنك ضعيف و أنها أمانة و أنها يوم القيامة خزي و ندامة.[المستدرک علي الصحيحين7019]
ژباړه: د حارث بن زيد حضرمي څخه روايت دی چې ابوذر رضي الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله ما  ته امارت راکړه(ما ته وظيفه راکړه) رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ته ناتوان يې او امارت امانت دی او د قيامت په ورځ رسوايي او پښېمانتيا ده.

د وظيفې دروندوالي او حساسيت ته په کتو داسي ويلای شو چې ناتوانه او ضعيف انسان ته د وظيفې ورکول ممکن د اداري او مالي فساد سبب جوړ شي البته د ناتوانۍ څخه يواځي اداري ناتواني مراد نه ده بلکې هر ډول ناتواني د فساد سبب جوړېدلای شي توپير نه لري که هغه اداراي ناتواني وي، که عقيدوي او اخلاقي ناتواني وي.

2 – مسئول ته دي د ده د اړتيا په اندازه معاش ورکړل شي؛ ځيني وختونه د معاش لږوالی په اداره کې د فساد لامل جوړېدلای شي.

که څه هم شرعا د معاش لږوالی د فساد لپاره دليل نه شي جوړېدلای خو ممکن د ناپوهۍ يا اقتصادي فشار له کبله ځيني کسان د معاش د لږوالي په سبب يو ډول ځان فساد کولو ته مجبور وګڼي او نورو لارو ته د نه لاسرسۍ په حالت کې په اداره کې فساد ته مخه کړي.
زموږ د فقه په کتابونو کې دې خبري ته پوره اشاره شوېده چې له جملې يې الاختيار لتعليل المختار کتاب دی چې فرمايي:
ويكون رزقه وكفايته وكفاية أهله وأعوانه ومن يموّنهم من بيت المال ، لأنه محبوس لحق العامة ، فلولا الكفاية ربما طمع في أموال الناس.[الاختيار لتعليل المختار ج2 ص88]
ژباړه: د قاضي خرچه او چې څومره د ده د کورنۍ، ملګرو او اولادونو بسيږي بايد د بيت المال څخه ورکړل شي ځکه چې دی د عامو خلکو د حق لپاره راګير دي نو که په کافي اندازه خرچه ور نکړل شي ممکن د خلکو مالونو ته طمع وکړي.

يعني که قاضي ته د بيت المال څخه په پوره اندازه خرچه او معاش ورنکړل شي نو ممکن دی فساد وکړي او د خلکو څخه رشوت واخلي؛ دلته که څه هم ذکر د قاضي شوی دی خو حکم يې عام دی د دولت هر هغه مأمور ته شامليږي چې د خلکو سره يې کار وي او رشوت اخيستلي شي.

3 – د عوائدو، مصارفو او محاسباتو لپاره بايد سيسټم جوړ شي؛ ځيني وختونه د فزيکې پيسو ادلون بدلون او يوه کس ته پيسې په لاس ورکول د فساد سبب جوړيږي نو که په اداراتو کې د عوائدو، مصارفاتو او محاسباتو لپاره داسي سيسټم جوړ شي چې ډېري کسان کار پکې وکړي او د فزيکې پيسو د اخيستلو او ورکولو مخه ونيول شي نو ممکن د فساد مخه هم ورسره ونيول شي او که چېري محاسبوي سيسټم ډېر قوي جوړ شي او پر وخت دقيق اجراات وشي يقينا چې د فساد په ختمولو کې پوره کار کېدلای شي.

4 – د مکافات او مجازات عملي کېدل؛ که د فساد په وړاندي د دقيق ميکانيزم جوړېدلو او د هغه د عملي کېدلو وروسته مکافات او مجازات عملي شي دا به ارومرو ان شاء الله په پوره توګه د فساد مخه نيسي ځکه چې د هغو کسانو مکافات وشي چې ځانونه يې د فساد څخه ساتلي دي او هغو کسانو ته سخت مجازات ورکړل شي چې فساد يې کړی دی دا به خاماخا د فساد څخه پاک خلک نور هم پاکوالي ته تشويق کړي او په فساد روږدي خلک به ارومرو ځانونه د فساد څخه را وګرځوي.

5 – مالي مراقبت او تفتيش قوي شي؛ که د قوي با صلاحيته مراقبينو او مفتشينو لخوا د اداراتو څارنه او تفتيش وشي هيڅوک به فساد ته زړه ښه نه کړي ځکه مراقبت او تفتيش په مالي او اداري برخو کې د احتياط کولو سبب جوړيږي چې هيڅوک د څارني او رسوايۍ له ويري زړه فساد ته نه ښه کوي ځکه د ځان د ګرفتارۍ او مجازات څخه وېريږي.

۱۴۰۳/۱۱/۲۹

که مشران شوی نو د مشاورينو سره احتياط کوئ:

ژباړه: ابوسعيد خدري رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: هيڅوک نه خليفه کيږي مګر دا چې د هغه لپاره به دوه د راز کسان وي چې يو به يې په خير امر کوي او پر هغه به يې باعث کوي او بل به يې په شر امر کوي او پر هغه به يې باعث کوي خو هغه څوک به ساتل کيږي چې الله تعالی يې وساتي.

توضيح: دلته ذکر دی خليفه خو خبره عامه ده هر مشر ته شامليږي، هدف ورڅخه دا دی چې کوم څوک چې مشر شي د هغه لپاره به ارومرو دوه د راز او اسرارو کسان وي چې مشورې ورکوي، يو به د خير مشوره ورکوي او د خير کولو ته به يې هڅوي بل به د شر مشوره ورکوي او د شر کولو ته به يې هڅوي خو هغه څوک به سالم پاتيږي چې  الله تعالی يې سالم وساتي.

ځينو علماؤ د راز د کسانو داسي بيان کړی دی چې دغه د راز د کسانو څخه يا وزيران مراد دي، يا ملائکه او شيطان مراد دي، يا نفس اماره او نفس لوامة مراد دي او يا هم دوستان او خپلوان مراد دي.

په ځينو احاديثو کې نبي او والي ياد سوي دي چې نبي خو الله تعالی په خپل قدرت باندي ساتي او دېته يې نه پريږدي چې د نااهله مشاور خبره ومني ځکه نبي د الله تعالی په قدرت باندي د ګناه څخه معصوم دی؛ پاته شو خليفه او والي هغوی به د ښو او بدو مشاورينو تشخيص کوي، د ښه مشاور خبره به مني او د بد مشاور خبره به نه مني او د الله تعالی څخه به د توفيق سوال کوي.

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : مَا اسْتُخْلِفَ خَلِيفَةٌ إِلاَّ لَهُ بِطَانَتَانِ بِطَانَةٌ تَأْمُرُهُ بِالْخَيْرِ وَتَحُضُّهُ عَلَيْهِ وَبِطَانَةٌ تَأْمُرُهُ بِالشَّرِّ وَتَحُضُّهُ عَلَيْهِ وَالْمَعْصُومُ مَنْ عَصَمَ اللَّهُ.(صحيح البخاري6611]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۱/۲۸

د مشورې ارزښت:

ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې کله دغه آيت نازل شو" وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ" رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله او د هغه رسول مشورې ته اړتيا نه لري خو مګر الله تعالی مشوره زما د امت لپاره رحمت ګرځولې ده ځکه نو کوم څوک چې د دوی څخه مشوره وکړي نو د حق لاره به ورکه نه کړي او څوک چې د دوی څخه مشوره پريږدي هغه به د ستونزو لاره ورکه نه کړي.
 
يعني کله چې الله تعالی هغه آيت نازل کړ چې په هغه کې يې خپل پيغمر صلی الله عليه وسلم ته امر کړی دی چې د خپلو ملګرو سره مشوره وکړي نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د مشورې د ارزښت ښکاره کولو لپاره وويل: الله تعالی او د هغه رسول مشورې ته اړتيا نه لري خو مشوره زما د امت لپاره رحمت دی نو کوم څوک چې مشوره کوي هغه به هيڅ وخت د حق او ثواب لاره ورکه نه کړي او کوم څوک چې مشوره نه کوي د هغه څخه به ارومرو د حق لاره ورکه کيږي او د ستونزو سره به مخامخ کيږي.
 
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: لَمَّا نَزَلَتْ هَذِهِ الْآيَةُ:|" وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ".[آل عمران: 159] قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " أَمَا إِنَّ اللهَ وَرَسُولَهُ غَنِيَّانِ عَنْهُمَا، وَلَكِنْ جَعَلَهَا اللهُ رَحْمَةً لِأُمَّتِي، فَمَنْ شَاوَرَ مِنْهُمْ لَمْ يُعْدَمْ رُشْدًا، وَمَنْ تَرَكَ الْمَشُورَةَ مِنْهُمْ لَمْ يُعْدَمْ عَنَاءً.[شعب الايمان 7136] 
مولوي نورالحق مظهري

د ديموکراسۍ ځيني تاوانونه:


1 – ديموکراسي ارتداد او الحاد ته لاره آواره وي.
2 – ديموکراسي فحاشۍ او بې حيايۍ ته لاره آواره وي.
3 – ديموکراسي قومي او سيمه ايزو اختلافاتو ته لاره آواره وي.
4 – ديموکراسي د بشر په لاس په جوړ شوو نيمګړيو قوانينو باندي نور خلک مکلف کوي.
5 – ديموکراسي شرعي احکام او حدود معطل کوي.
6 – د ديموکراسۍ په مټ مفسدين او نا اهلان واک ته رسيږي.
7 – ديموکراسي د ښه او بد، کافر او مسلمان، عالم او جاهل تر منځ تفاوت ختموي.
8 – ديموکراسي د ولاء او براء اصل له منځه وړي.
9 – ديموکراسي انساني معنويات او ديانت له منځه وړي.
10 – ديموکراسي کفارو ته پر مسلمانانو باندي تسلط او واکمني ورکوي.
11 – په ديموکراسۍ کې بدعتونه او خرافات وده کوي.
12 – ديموکراسي بې هدفه اختلافات او مرموزي جګړې پيدا کوي.
13 – دیموکراسي د اسلام حاکمیت او پاک نظام مخه نیسي.
14 – دیموکراسي اسلامي شعایر کمرنګه کوي او سپکاوی یې په خلکو کې عادي کوي.
15 – دیموکراسي نفس ته پر عقل باندي تسلط ورکوي.
16 – دیموکراسي مثبت کلتورونه او فرهنګونه ړنګوي.
17 – دیموکراسي نا اهل زورواکانو ته پر ضعیفانو باندي تسلط ورکوي.
18 – دیموکراسي د انصاف او عدل نظام له منځه وړي.
19 – دیموکراسی د شخصي آزادۍ تر شعار لاندي ګمراه انسانانو ته د هر شي د ویلو او کولو اجازه ورکوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
مأخذ: الدیمقراطیة للشیخ عبدالمجید الریمی.

۱۴۰۳/۱۱/۲۱

زیان‌های رسانه‌های فاسد و مبتذل:

رسانه‌ها، چه تصویری، چه صوتی، چه چاپی و چه اجتماعی، همه وسایلی برای نشر اطلاعات هستند که هم می‌توان از آن‌ها استفاده درست کرد و هم استفاده نادرست. اما زمانی که رسانه‌ها فاسد شوند یا به دست افراد نااهل بیفتند، فسادهای زیادی از آن پیدا می‌شود و زیان‌های بزرگی به جامعه وارد می‌کند. برخی از این زیان‌های عمده را در زیر بیان می‌کنیم:

فساد اخلاقی:
رسانه‌های مبتذل باعث گسترش فساد اخلاقی در جامعه می‌شوند، به ویژه جوانان را به فساد اخلاقی معتاد می‌کنند. در نتیجه، ارزش‌های اخلاقی نادیده گرفته می‌شود و مردم به سوی بی‌بندوباری و فحشا سوق داده می‌شوند. نمونه تاریخی آن امپراتوری روم است که به دلیل نمایش‌های مبتذل و انتشار فحشا به فساد اخلاقی گسترده‌ای دچار شد. در عصر حاضر، دوره قبل از امارت نمونه‌ای از این امر می باشد، جایی که آزادی‌های رسانه‌ای منفی، مردم را به انواع فساد و بی‌بندوباری کشاند.

برهم خوردن نظام خانوادگی:
انتشار محتوای نامناسب توسط رسانه‌های فاسد، نظام خانواده را مختل می‌کند، زیرا چنین رسانه‌هایی برنامه‌هایی منتشر می‌کنند که پیوندهای حقوقی میان اعضای خانواده را از بین می‌برد. این امر باعث ایجاد نفرت و کینه بین پدر و پسر، برادران، زن و شوهر و سایر خویشاوندان می‌شود. نمونه بارز آن جوامع غربی هستند که به دلیل عدم رعایت حقوق خانوادگی، میزان طلاق و فروپاشی نظام سنتی خانواده در قرن نوزدهم و بیستم افزایش یافته است.

مسمومیت فکری و سیاسی:
رسانه‌های ناصالح افکار مردم را تخریب می‌کنند و سبب انحراف فکری و سیاسی در جامعه می‌شوند. در نتیجه، اعتقادات اسلامی و باورهای فطری مردم تضعیف شده و از هویت اسلامی و سیاست اسلامی بیگانه می‌شوند. نمونه‌ای از این امر، تبلیغات اتحاد جماهیر شوروی کمونیستی در آسیای میانه بود که محبت به اسلام و نظام اسلامی را از دل مردم بیرون کرد. به همین دلیل، هرچند روسیه به لحاظ نظامی از کشورهای آسیای میانه خارج شده، اما از نظر فکری و سیاسی هنوز بر آن‌ها مسلط است.

افزایش خشونت اجتماعی و جرایم:
رسانه‌های نادرست باعث افزایش میزان جرایم در جامعه می‌شوند، زیرا برنامه‌ها و سریال‌هایی که منتشر می‌کنند، به نوعی روش‌های ارتکاب جرم را به مردم آموزش می‌دهند. بسیاری از جرایم مانند آدم‌ربایی، که سابقه طولانی دارد، در کشور ما در دوران جمهوریت افزایش یافت، زمانی که مردم به تلویزیون‌های غیرمجاز و سریال‌های خارجی روی آوردند و روش‌های آن را یاد گرفتند. نمونه دیگر آن فیلم‌های مبتذل هالیوود است که از دهه ۱۹۲۰ به بعد موجب افزایش خشونت و جنایات در جوامع غربی شده است.

تباهی و انحراف نسل جوان:
رسانه‌های فاسد، جوانان را از اصلاح، پیشرفت و دانش دور کرده و به سوی شهوت‌پرستی و انحراف اخلاقی سوق می‌دهند. تاریخ‌نگاران معتقدند که یکی از عوامل سقوط حاکمیت مسلمانان در اندلس، انتشار فحشا و موسیقی‌های مبتذل در میان جوانان بود که آن‌ها را به سرگرمی‌های بیهوده معتاد کرد و حس جهاد و فداکاری را از آنان گرفت. در عصر حاضر، برخی رسانه‌ها با پخش برنامه‌های نامناسب، فیلم‌های فاسد و سوءاستفاده از شبکه‌های اجتماعی، وجدان، عقل و استعداد علمی جوانان را نابود کرده‌اند.

ابزار جنگ فکری دشمنان:
دشمنان اسلام همواره تلاش کرده‌اند که از هر وسیله‌ای برای جنگ فکری علیه اسلام و مسلمانان استفاده کنند، که یکی از این ابزارها رسانه‌های فاسد است. آن‌ها از طریق رسانه‌ها، تهاجم فکری و فرهنگی خود را پیش می‌برند و برای این کار، فعالیت رسانه‌ای را به عنوان اولین انتخاب خود قرار می‌دهند. این رسانه‌ها به طور آگاهانه یا ناآگاهانه به ابزار جنگ فکری علیه اسلام تبدیل می‌شوند و تبلیغات گسترده‌ای را علیه آن انجام می‌دهند. نمونه بارز آن، تهاجم فکری‌ای است که هم‌زمان با حمله نظامی امپراتوری‌های کفری به کشورهای اسلامی از طریق رسانه‌ها انجام شده است.

تخریب و توهین به ارزش‌های دینی و فرهنگی:
رسانه‌های مبتذل از طریق تبلیغات و دروغ‌پردازی تلاش می‌کنند که ارزش‌های دینی و فرهنگی را تخریب کرده و مورد اهانت قرار دهند. مطالعه تاریخ رسانه‌ها نشان می‌دهد که رسانه‌های نادرست همواره سعی کرده‌اند که اهمیت مقدسات را در نظر مردم کم‌رنگ کنند. آن‌ها شخصیت‌های اسلامی را با عناوین ناپسند یاد کرده‌اند، که نمونه بارز آن، برچسب "تروریست" به مجاهدین و متهم کردن علمای دینی به ساده‌لوحی و شرارت است. در دوران خلافت عثمانی، زمانی که مسلمانان در حال پیشرفت بودند، یهودیان و منافقین با استفاده از رسانه‌ها تبلیغات منفی علیه رهبران خلافت انجام می‌دادند و شایعات بی‌اساسی را در میان مردم منتشر می‌کردند. چنانچه سلطان عبدالعزیز را متهم کردند و مردم را بر علیه او تحریک نمودند تا اینکه او را معزول کردند و بعدا به شکل مرموز او را به شهادت رساندند.

ایجاد فاصله بین دولت و ملت:
رسانه‌های دشمن اسلام همواره تلاش می‌کنند که بین نظام حاکم اسلامی و مردم فاصله ایجاد کنند. آن‌ها همواره نقاط ضعف نظام را برجسته کرده و دستاوردهای آن را پنهان می‌کنند. گاهی اوقات، این رسانه‌ها برخی تحلیل‌گران منحرف را تحت عنوان "کارشناسان سیاسی" دعوت می‌کنند تا با تحلیل‌های نادرست، مردم را فریب داده و علیه نظام تحریک کنند.
نویسنده: مولوی نورالحق مظهری

۱۴۰۳/۱۱/۱۶

د خير او شر بخيلان:

ځيني خلک په بخالت کې دومره غوټه سوي وي چې خپل ناخوښه انسانانو ته نه تنها دا چې ښه ژوند نه غواړي او د هغوی څخه شر نه دفع کوي بلکې د هغوی هر کار بد ګڼي او دا يې زړه غواړي چې هغوی په هر کار کې ناکام سي سره له دې چې د هغوی کار د ګټي او زيان دواړو احتمال لري خو په دې خاطر چې دی په بخالت کې انتهاء ته رسېدلی وي نو ځکه يې د هغوی لخوا د هيڅ کار کول نه خوښيږي او کوښښ کوي چې هغوی په ژوند کې د هر ډول فعاليت څخه را وګرځوي.

د خير او شر بخيلان د خپل ناخوښه انسان هر عمل د هغه په ګټه او د ځان په زيان ويني ځکه نو د هغه هر کار ته د شک په سترګه ګوري؛ که څه هم هغه بد کار کوي خو دی داسي فکر کوي چې په دې کار کې به ممکن د هغه ګټه او زما تاوان وي نو ځکه يې مخي ته خنډونه اچوي.

د خير او شر بخيل ته ځان جامع الکمالات ښکاري له همدې امله يې زړه غواړي ټول انسانان د ده په خوښه کار وکړي يا لږ تر لږه د ده هر ډول مشورې ته ارزښت ورکړي سره د دې چې هر انسان د ښه او بد دواړو استعداد لري او هر انسان تر خپله وسه کمال ته رسېدلای سي او يا نيمګړتيا پکې پيدا کېدلای سي.

د خير او شر بخيل د خپل ناخوښه انسان په وړاندي هم مدعي وي، هم شاهد وي او هم قاضي وي ځکه نو ځان په تمامه معنی پر حق بولي او هغه بيا په تمامه معنی ملامت بولي.
کوښښ وکړئ چې په خپلو زړونو کې هيڅ ډول بخالت ته ځای ورنکړئ په خاصه توګه د خير او شر بخالت ته چې په دنيا کې د ځانه سره  رسوايي او ناروغي لري او په آخرت کې د ځانه سره تباهي او بربادي لري.

د بخالت د بدۍ په سبب رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه د مسلمان سره مناسب نه بولي او فرمايي: خَصْلَتَانِ لاَ تَجْتَمِعَانِ فِى مُؤْمِنٍ الْبُخْلُ وَسُوءُ الْخُلُقِ.[سنن ترمذي2089] ژباړه: په مسلمان کې دوه عادته نه سره يوځای کيږي: بخالت او بد اخلاق. يعني په کوم چا کې چې دغه دوه عادته وي هغه پوره او کامله مسلمان نه دی.
او په بل حديث کې چې په مسند احمد کې راغلی دی بخيل يې د هغو کسانو څخه شمېرلی دی چې جنت ته به نه داخليږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۱/۱۵

د ناروا او مبتذلو رسنيو زيانونه:

رسنۍ که انځوريزي دي، که ږغيزي دي، که چاپي دي او که ټولنيزي دي ټولي د نشراتو لپاره اسباب او ذرايع دي چې هم ښه استفاده ورڅخه کېدلای شي او هم بده استفاده، خو کله چې رسنۍ فاسدي شي يا د فاسدو انسانانو لاس ته ولويږي بيا نو ډېر فسادونه ور څخه پيدا کيږي او د ټولني لپاره ډېر زيانونه لري چې موږ يې ځيني عمده زيانونه په لاندي ډول بيانوو:

اخلاقي فساد
د مبتذلو او ناروا رسنيو په سبب په ټولنه کې اخلاقي فساد وده کوي چې د ټولني هر فرد په خاصه توګه ځوانان په اخلاقي فساد روږدي کيږي چې بالآخره ټول اخلاقي ازرښتونه له پامه غورځول کيږي او خلک د فحشاء او بې حيايۍ لوري ته بيول کيږي چې په تاريخي لحاظ يې لويه بېلګه د روميانو امپراطوري ده چې مبتذلو نمايشي لوبو او د فحشاء خپرونو په ټولنيز ډول په اخلاقي فساد کې ډوبه کړه؛ او زموږ په زمانه کې يې بېلګه د امارت څخه مخکې زمانه وه چې منفي رسنيزي آزادۍ خلک په ډول ډول فحشاء او ابتذال باندي اخته کړه.

د کورني نظام ګډوډېدل
د نا اهلو رسنيو د نشراتو په سبب کورنی نظام سره ګډوډ کيږي ځکه دوی داسي نشرات کوي چې د انسانانو تر منځ حقوقي تړون له منځه وړي او يو انسان د بل انسان حقوق نه پرځای کوي چې په سبب يې د پلار او زامونو تر منځ، د وړونو تر منځ، د ميرمني او خاوند تر منځ او د خپلوانو تر منځ نفرتونه او کرکي پيدا کيږي چې لويه بېلګه يې غربي ټولنه ده چې يادو حقوقو ته پکې هيڅ پاملرنه نه کيږي بلکې د يوې سروې پر اساس په نولسمي او شيلمي پېړۍ کې په اروپا کې د طلاق ډېرېدلو او کورني دوديز نظام کمزوري کېدلو سبب همدغه مبتذلي رسنۍ ښودل سوي دي.

فکري او سياسي مسموميت
ناروا رسنۍ د خلکو فکرونه او ذهنونه تخريبوي ځکه نو په ټولنه کې فکري او سياسي انحراف رامنځته کيږي چې له امله يې د خلکو فطرتي او اسلامي باورونه ضعيف کيږي او د اسلامي هويت او اسلامي سياست سره خلک بېګانه کيږي چې بيا نو خلک د اصلاح او اسلامي نظامونو دښمنان جوړيږي چې لويه بېلګه يې په منځنۍ اسيا کې د کمونيستي شوروي اتحاد تبليغات وه چې د خلکو د فکرونو څخه يې د اسلام او اسلامي نظام سره محبت ايستلی او داسي چاپېريال يې حاکم کړی چې په نظامي ډګر کې روس د منځنۍ اسيا هيوادونو څخه وتلی خو په فکري او سياسي لحاظ اوس هم ورباندي حاکم دی ځکه نو د هغه ځايونو په خلکو کې د اسلامي نظام د راتللو لپاره د انقلاب او پاڅون هيڅ څرک نه ليدل کيږي. د بلي خوا څخه فاسدي رسنۍ د فکري مسموميت له لاري د خلکو فکرونه دومره فاسد کړي چې آخر خلک د درواغو ښکار شي او د لويو حقائقو څخه انکار کوي.

ټولنيز تاوتريخوالی او د جرايمو ډېرېدل
د ناسمو رسنيو په سبب په ټولنه کې د جرمونو کچه ډېريږي ځکه دوی چې کومي ناوړي خپروني يا سريالونه نشر کوي د هغو څخه خلکو ته د جرم د کولو نقل ورکوي او خلک په عملي ډول هغو جرمونو ته لاس اچوي چې دوی يې خلکو ته د تمثيل يا ډرامې په شکل نشر کوي؛ که په نړۍ کې د جرمونو او تخلفاتو نوعيت ته وکتل شي ډېری يې خلکو د فيلمونو او سريالونو څخه زده کړي دي چې يوه نمونه يې اختطاف دی، د اختطاف تاريخ ډېر اوږد دی خو زموږ هيواد ته اختطاف هغه وخت راغی چې په جمهوريت کې خلکو ناروا  ټلويزيونونو او خارجي سريانو ته مخه کړه او په هغو کې يې د اختطاف چلونه او طريقې وليدلې؛ بله لويه بېلګه يې د امريکا د هاليووډ مبتذل فيلمونه دي چې 1920  م کلونو را په دې خوا يې په ټولنه کې په سبب ډېر تاوتريخوالی او جنايتونه را منځ ته شوي دي.

د ځوان نسل تباهي او بربادي
د فاحشو رسنيو په سبب ځوان نسل د اصلاح، پرمختګ او علم پر ځای شهواتو او اخلاقي انحرافونو ته مخه کوي چې ورسره ځوان نسل د بربادۍ او تباهۍ لوري ته روانيږي؛ د تاريخ پوهانو په نظر پر اندلس د مسلمانانو د حاکميت د زوال يو لامل په ځوانانو کې د فحشاء او مبتذلو سندرو خپرېدل وه چې ځوانان يې په عبثو شيانو روږدي کړه او د جهاد او قربانۍ احساس يې د ځوانانو څخه واخيست چې دا شي موږ اوس هم په ځوانانو ليدلای شو؛ زموږ په زمانه کې په ځينو رسنيو کې ځيني خپروني، سندري،  غير شرعي تمثيلي ټوټې، فاحش فيلمونه، او په خاصه توګه د ټولنيزو رسينو څخه ناوړه استفاده ځوانان د هر ډول مثبتو انګېرنو څخه ليري کړه بلکې د ځوانانو وجدان، عقل او علمي استعداد يې وواژه.

د دښمنانو لپاره د فکري جګړې وسيله ګرځېدل
په دې خاطر چې د اسلام دښمنان تل د اسلام او مسلمانانو پر ضد فکري جګړه پر مخ بيايي ځکه نو کوښښ کوي له هري ذريعې په خپل ګټه او د اسلام په تاوان استفاده وکړي چې يوه د هغو ذريعو څخه مبتذلي او نا اهله رسنۍ دي؛ د اسلام دښمنان کوښښ کوي چې له هر طرفه پر مسلمانانو فکري او فرهنګي يرغل وکړي چې د دې کار لپاره د دوی لومړی انتخاب رسنيز فعاليت دی چې په هر اړخيز ډول يې په مسلمانانو کې د هر ډول فساد خپرولو لپاره کاروي چې په نتيجه کې همدغه رسنۍ د اسلام د دښمنانو لپاره په شعوري يا غير شعوري ډول د فکري جګړې يوه وسيله او ذريعه جوړيږي چې په مټ يې د اسلام پر ضد ګڼ شمېر نشرات کوي چې بېلګه يې پر اسلامي هيوادونو د کفري امپراطوريو د نظامي يرغل سره هم مهاله فکري يرغل دی چې تل يې په لومړي قدم کې د رسنيو په ذريعه کړی دی.

د ديني او کلتوري ارزښتونو تخريب او سپکاوی
مبتذلي رسنۍ د پروپاګند کولو او درواغو ويلو له لاري کوښښ کوي چې ديني او کلتوري ارزښتونه تخريب کړي او سپکاوی يې وکړي؛ که د رسنيو تاريخ مطالعه کړو دا به راته ثابته شي چې غلطو رسنيو په خلکو کې د مقدساتو د ارزښت کمولو په هدف د ديني او فرهنګي مقدساتو ډېر سپکاوی کړی دی او مسلمان شخصيتونه يې په ډېرو بدو نومونو باندي نومولي دي چې تر ټولو لويه بېلګه يې پر مجاهدينو د تروريست نوم ايښودل دي او ديني علماء په سادګۍ او شرارت تورن کول دي. د عثماني خلافت په وخت کې چې مسلمانانو ډېر پرمختګ کړی وو يهودانو او منافقينو د همدغو رسنيو په مرسته د خلافت د مشرانو پر ضد منفي تبليغات کول او په خلکو کې يې ډول ډول بې ځايه شائعات خپرول آن تر دې چې د عثماني خلافت سلطان عبدالعزيز يې بدنام کړ او خلک يې د هغه پر ضد را وپارول تر څو خلک يې دوکه کړه، د سلطان عبدالعزيز پر ضد يې پاڅون وکړ د منافقينو په دسيسه يې هغه عزل کړ او بيا يې په مرموز شکل وواژه.

د دولت او ملت تر منځ واټن پيدا کول
اسلام دښمني رسنۍ تل کوښښ کوي چې د حاکم اسلامي نظام او خلکو تر منځ واټن پيدا کړي ځکه نو تل د نظام د ضعف نقطې بيانوي او لاس ته راوړني يې پټوي او کله ناکله بيا د سياسي مبصرينو په نوم ځيني سياسي منحرفين ميلمانه کوي تر څو په خپلو غلطو تحليلونو خلک دوکه کړي او د نظام پر ضد يې را وپاروي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۱/۱۳

د حق طلب انسان نښي:

هغه څوک چې د حق مطالبه کوي، د حق پسې روان وي او تل د حق په لټه کې وي لاندي نښي لري:
1 – د حق طلب کوونکی انسان تل د حق په اړه فکر کوي او خپله هره کړنه په ډېر تدبر او سنجيده ډول سر ته رسوي.
2 – د حق طلب کوونکی انسان د حق په اورېدلو احساس د ارامۍ او اطمينان کوي او هيچ کله د حق په وړاندي سنگر نه نيسي.
3 – د حق طلب کوونکی انسان هيڅ وخت د حق ردولو لپاره پلمې نه لټوي بلکې تل د حق منلو ته سر ږدي.
4 – د حق طلب کوونکي انسان څخه چې کله حق پاتيږي ډېر غمګينه کيږي او د حق پر فوت کېدلو تل د پښېمانتيا اظهار کوي.
5 – د حق طلب کوونکی انسان خلک په حق پېژني، حق په خلکو نه پېژني ځکه نو د حق د درک کولو وروسته که ټوله نړۍ د حق په وړاندي ودريږي لا يې هم پروا نه کوي او تر حق نه تيريږي.
6 – د حق طلب کوونکی انسان هيڅ وخت پر خپلي هري خبري نه ټينګيږي بلکې خپله خبره د حق سره پرتله کوي، که د حق سره برابره وه ورباندي ټينګيږي او که د حق سره خلاف وه بيا تر تيريږي.
7 – د حق طلب کوونکی انسان د هيچا سره په زړه کې کينه نه ساتي بلکې مثبتي خبري په زړه کې ساتي او بدي خبري ډېر ژر د زړه څخه باسي.
8 – د حق طلب کوونکی انسان د چا د شخصيت سره دښمني نه کوي بلکې د هر چا سره يې دښمني د کړنو او اعمالو پر اساس وي.
9 – د حق طلب کوونکی انسان د حق لپاره خپل خواهشات تر پښو لاندي کوي خو د ځان لپاره حق تر پښو نه لاندي کوي.
10 – د حق طلب کوونکی انسان حق ته رسېدل او په حقيقت خبرېدل د ځان دنده بولي ځکه نو د حق د درک څخه خوند اخلي او حق د ځان ورکه بولي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۱۱/۰۱

څو دانې مشورتي کرښي:

۱ ـ خدمت غواړه خو مسئوليت مه غواړه.
۲ ـ خدمت په ځان کې منحصر مه ګڼه خو ځان په خدمت کې منحصر وګڼه.
۳ ـ مسئوليت چې هرڅومره سپک وي خوکولو ته يې ځان ژمن وبوله.
۴ ـ مسئوليت تر هغه وخته پوري کوه چې کولای يې شې کله يې چې د کولو څخه پاتي راسې نور نو ځان مه ورباندي مصروف کوه بلکې هغه چا ته يې وسپاره چې کولای يې سي.
۵ ـ د هغه چا سره چې درکړی مسئوليت درڅخه واخلي په زړه کې عقده مه پيداکوه بلکې د ځانه سره محاسبه وکړه، خپله نيمګړتيا پيدا کړه او تجربه حاصله کړه.
۶ ـ تجربه حاصلول علم دی په حاصلولو کې به يې ارومرو ستونزي مخي ته راځي بايد استقامت له لاسه ور نه کړې.
۷ ـ پر هغه چا باندي بد ګمان مه کوه څوک چې پر تا باندي بدګمان کوي يوه نه بله ورځ به دی هم په دي حقيقت باندي پوه سي.
۸ ـ چا ته چې دي مسئوليت ورکړی وي که ته د هغه څخه د مسئوليت ښه سر ته رسول غواړې نو هغه ته هم وخت ورکړه تر څو خپلي ستونزي ستا سره شريکي کړي.
۹ ـ که چا ته وايې: څه دي راوړيدي ؟ نو دا هم ورته وايه: څه شی غواړې؟
۱۰ ـ پر چا باندي دي چې باور وکړ بيا ورسره داسي خبره او معامله مه کوه چې پر هغه باندي ستا پر بې باورۍ دلالت وکړي.
مولوي نورالحق مظهري