۱۴۰۲/۰۱/۲۳

روژه د عزت میاشت ده:

عزت هغه شريف خصلت، ښه عادت، لوړ اخلاق، او قيمتي ادب دی چي د عزتمندو انسانانو زړونه ورباندي عاشق دي او د با اعتباره خلګو نفسونه يې د کسبولو کوښښ کوي.
اسلام د عزت او کرامت دين دی، اسلام د ترقۍ او پرمختګ دين دی، اسلام د کوښښ او اجتهاد دين دی. اسلام د ذلت او مسکنت دين نه دی او اسلام د سستۍ او ټنبلۍ دين نه دی.
د روژې مبارکه مياشت د عزت حاصلولو لپاره ډېر پيراخ او وسيع ميدان دی او يوه ډېره ښه زمينه او فرصت دی په دې خاطر دی چي روژاتی په روژې باندي د عزت اخلاق لاس ته راوړلای سي پدې شرط چی خوړل، څښل،، شهوت او ټول ګناهونه پسې پرېږدي.
ځکه د روژې په نيولو باندي انسان د بې اعتباره حالت او سپکو کارونو څخه را وځي او د عاداتو د زندان او نفسي غوښتنو څخه نجات پيدا کوي چي دا خپله لوی عزت  دی.
همدا راز روژاتی پدې باندي عزت پيدا کوي چي په روژه کي ځان د جنګ، رياء، جهالت، فسق او عبثو کارونو څخه ساتي ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث، ولا يصخب » وفي رواية « ولا يجهل » ، وفي رواية « ولا يجادل »
ژباړه: کله چي ستاسي څخه د یوه روژه وي نو فسق دي نه کوي او چيغي دي نه وهي، په بل روایت کي راغلي دي: جهالت دي نه کوي او په بل روایت کي راغلي دي: جنګ دي نه کوي.
او دا معلومه خبره چي څوک داسي روژه ونيسي نو د ځان لپاره يې عزت او کرامت وساتی او د هغو خلګو څخه يې ځان و ايستی چي ښکنځل او بدي خبري ورته خوند ورکوي.
همدا راز مسلمان روژاتی په دې باندي عزت تر لاسه کوي چي په دې مبارکه مياشت کي ډېر عبادات کوي ځکه په ډېر عبادت باندي طبعا د انسان ارتباط د الله تعالی سره ټينګيږي او نورو شيانو سره يې رابطه لږيږي چي پدې کار باندي انسان عظيم عزت تر لاسه کولای سي ځکه چي د الله پاک سره ډېره رابطه، د عباداتو ډېروالی او د ايمان قوت رښتينی او حقيقي عزت دی. الله پاک فرمايي: وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ.[المنافقون 8] ژباړه: عزت د الله، ر سول او مؤمنانو لپاره دی.
همدا راز مسلمان روژاتی په دې باندي عزت تر لاسه کولای سي چي په دې مبارکه مياشت کي د الله پاک په لاره کي ډېر انفاق کوي، د اړو انسانانو سره نيکي او احسان کوي او د خلګو حاجتونه پوره کوي چي دا خپله د انسان لپاره لوی عزت دی ځکه چي په دې کار باندي ډېر مسلمانان د سوال څخه ساتل کيږي او د ډېرو اخلاقي مفاسدو مخه نيول کيږي چي دا کار د ډېر ثواب تر څنګ د مسلمان لپاره لوی عزت هم دی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۲

د روژې مياشتي برکتونه:شيلم برکت:

بل برکت ددې مبارکي مياشتي دا دی چي پدې مبارکه مياشت کي الله پاک امت ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف په نامه ښکلی عبادت ورکړی دی چي نارينه او ښځينه دواړه يې کولای سي البته نارينه به يې په جوماتونو کي کوي او ښځينه به يې په خپلو کورونو کي کوي.
اعتکاف هغه عبادت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی قضاء کړی، عايشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چي ژوندی وو نو خپله به يې د روژې مياشتي په لسو آخرو شپو کي اعتکاف کوی او کله چي دی مبارک وفات سو بيا دده ميرمنو اعتکاف کوی.
د اعتکاف د فضيلت لپاره په آثارو کي ډېر ښه مثال راغلی دی هغه دا چي: د معتکف مثال د هغه چا دی چي د يو چا پر دروازه باندي و دريږي او دا ورته وايي تر څو چي زما اړتيا پوره نکړې د دروازې څخه دي نه ځم؛ معتکف هم همداسي دی کله چي دی په اعتکاف کي کښېني نو داسي مثال لري لکه دی چي د الله پاک پر دروازه باندي د سوال کولو لپاره ولاړ وي او داسي په جديت ولاړ دی چي تر څو يې الله پاک غوښتني او سوالونه ونه مني د دروازې څخه يې نه ځي، بالآخره ددې ډېر احتمال سته چي الله پاک دي دده غوښتني او سوالونه ومني لکه د روژې په آخره کي د اختر په ورځ چي د روژاتيانو لپاره الله پاک ثوابونه ورکوي و معتکف ته دي هم ثواب ورکړي.
خلاصه داسي ويلای سو چي اعتکاف د عبادت، توبې او دعا قبلېدلو لپاره ښه وخت دی هيڅ مسلمان يې بايد د لاسه ورنکړي.
همداسي په يوه حديث کي راځي: څوک چي د روژې مياشتي په لسو شپو کي اعتکاف وکړي نو ده ته به د دوو حجونو او عمرو ثواب ورکول کيږي.
عَنْ عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنِ اعْتَكَفَ عَشْرًا فِي رَمَضَانَ كَانَ كَحَجَّتَيْنِ وَعُمْرَتَيْنِ. إِسْنَادُهُ ضَعِيفٌ وَمَا قَبْلَهُ فِيهِ ضَعْفٌ، وَاللهُ أَعْلَمُ[شعب الايمان ۳۶۸۰]
ژباړه: علي بن حسين د خپل پلار څخه روايت کوي چي هغه وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د روژې مياشتي په لسو شپو کي اعتکاف وکړي داسي مثال لري لکه ده چي دوه حجه او دوې عمرې کړي وي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

د روژې ځيني روغتیايي ګټي:

د روژې لپاره ډېري روغتيايي ګټي سته چي په لاندي ډول يې د ځينو يادونه کولای سو:
۱ - د معدې او کولمو څخه عفونتي اضافه مواد غورځوي.
۲ - معده ورباندي هوسی کيږي.
۳ - روژه د ناروغيو په مقابل کي وقايه ده، ډېري ناروغۍ دي چي بېله وقايې په درملني باندي نه جوړيږي او روژه ډيره ښه وقايه ده.
۴ - څوک چي د کوچينيو او لويو کولمو مزمن التهاب ولري روژه ورته ډېره ګټه کوي.
۵ - د اينې د کمکارۍ په درملنه کي روژه ډېره کټه لري.
۶ - د خارش او يا گرولو ناروغۍ ته روژه ډېره ګټه لري.
۷ - د الرژي يا حساسيت د ناروغۍ په درملنه کي روژه ډېر تأثير لري.
۸ - روژه د چاغۍ په ناروغۍ کي ډېره مفيده ده ځکه چي په روژې باندي وزن ډېر کميږي.
۹ - روژه د لوړ فشار د کمولو لپاره ډېره موثره ده.
۱۰ - روژه د ګوردوکانو د ځينو التهابونو په درملنه کي ډېره موثره ده.
۱۱ - روژه د کيسه صفراء د التهاباتو په درملنه کي ډېره موثره ده.
۱۲ - روژه د زړه د مزمنو ناروغيو په ختمولو کي ډېره موثره ده.
۱۳ - روژه د معدې د ډېرو ناروغيو د درملني لپاره ډېره موثره ده.
۱۴ - روژه د انسان په خوشحاله کولو او سپين ږيرتوب په ځنډولو کي ډېر تأثير لري.

عصبي جهاز او سيستم ته د روژې ګټه:
ډاکتر محمد ابوشوک په يوې مقالې کي چي د (الصوم والجهاز العصبي) تر عنوان لاندي يې ليکلې ده وايي: د روژې د روحانيت له وجهي او پدې خاطر چي روژه نفس صفاء کوي، روح پاکوي،  پر ستونزو باندي انسان ته تحمل او صبر ور زده کوي، پر مسکينانو او اړو انسانو باندي مهربانۍ ته انسان هڅوي، په شهواتو کي د لوېدلو څخه انسان ليري کوي، د انسان نفس په ښو اخلاقو باندي ښايسته کوي لکه په کړنوکي صداقت، په کار کي امانتداري، د خښم او انتقام څخه د انسان ليري کول او د حسد او کينې څخه د نفس ژغورل.
دا ټوله هغه شيان دي چي بشري روح ته سلامتيا، محبت، دوستي او هغه صفايي وربخښي چي د انسان روح ورباندي ډېر مطمئن او آرام کېدلای سي.
ځينو بريتانوي ډاکټرانو ويلي دي: په کال کي يوه مياشت روژه نيول د إنسان په بدن کي د پوره کال کچره او چټلي ختموي.
تر ټولو مشهور ليکوال چي د روژې په فايدو کي يې ليکل کړيدي په امريکا کي د بدني ثقافت مشر ماک فادن دی.
نوموړي په امريکا کي په خپل نامه لوی کلينيک جوړکړی دی او د روژې د فوائدو په اړه يې هغه وخت کتاب وليکی چي ده ته په تجربو ثابته سوه چي روژه د ډېرو سختو ناروغيو د درملني لپاره موثره ده نوموړی وايي: روژه بدن ته ګټه لري د ټولو هغو جراثیمو څخه بدن پاک کوي چي د خوړو سره د انسان بدن ته ځي.
هغه ناروغۍ چي نوموړي په روژې باندي معالجه کړيدي:
د معدې او هضمي جهاز ناورغۍ.
د وينو او رګونو ناروغۍ.
نوموړي ډاګټر په خپل کتاب کي د ټولو هغو خلګو نومونه او مشخصات ليکلي دي چي ده په روژې باندي د هغوی درملنه کړېده.
دی وايي: هر انسان دېته اړتيا لري چي بايد روژه ونيسي بلکي هر مريض روژې ته اړتيا لري.
منبع: تحف رمضانية
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۲۰

د روژې میاشتي برکتونه: اتلسم برکت:

بل برکت ددې میاشتي دا دی چي د روژې مبارکه میاشت د دعا د قبلېدلو او اجابت میاشت ده یعني په روژه کي د انسان دعا قبلیږی البته پدې شرط چي د دعا شرایط پکښې مراعات کړل سي لکه په حدیث کي چي راځي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:ثَلَاثُ دَعَوَاتٍ مُسْتَجَابَاتٌ: دَعْوَةُ الصَّائِمِ، وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ، وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ.[شعب الإیمان3323]
ژباړه: ابوهریره رضي الله عنه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې دعاګاني دي چي قبلیږي: د روژاتي دعا، د مسافر دعا او د مظلوم دعا.
نو راځئ چي په روژه کي خپل ځان او نورو مسلمانانو ته دعا وکړو، او د مسافر او مظلوم څخه د ځان لپاره دعا وغواړو.
مولوي نورالحق مظهري

د علماؤ څخه استقامت زده کړئ!

امام سيوطي رحمه الله فرمايي: يو سړی وو چي د درواغو به يې خلګو ته قيصې کولې او د درواغو احاديث به يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوبول؛ يوه قيصه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او جبرئيل عليه السلام په باره کي جوړه کړې وه ما ددې قيصې په اړه خلګو ته وويل: دا قيصه درواغ ده هيڅ ثبوت نلري او دغه سړی بايد خپل احاديث علماؤ ته تېر کړي که علماؤ ورڅخه قبول کړه خلګو ته دي بيان کړي او که يې ورڅخه قبول نکړه نه دي بيانوي.
کله چي دی زما په خبره او فتوی خبر سو د خښم څخه پورته سو او کښه سو او ويې ويل: آيا زه به پر علماؤ خپلي خبري تېروم! آيا دی زما خبره باطله بولي! زه تر ټولو خلګو په احاديثو ښه خبر يم. او داسي نوري اوتي بوتي يې وويلې.
وروسته يې عوام خلګ زما پر ضد را وپارول، خلګو زما سره ډېره لويه شخړه وکړه، پر ما يې ډېر بد وويل او زه يې په وژلو او وهلو باندي و ګواښلم.
کله چي زه دده په غبرګون خبر سوم نور مي هم دده په اړه خلګو ته جواب ورکړ او ډېري نوري خبري مي وکړې او کله چي دغه سړي د باطلو احاديثو روايت ته دوام ورکړ او پر رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پر درواغ ويلو اصرار وکړ ما يې پر ضد بله فتوی ورکړه چي دغه سړی بايد د مسلمان حاکم لخوا په درو باندي ووهل سي.
کله چي دا سړی  زما په نوي فتوی خبر سو نور يې هم زما په نسبت سختي ډېره سوه او په خلګو کي يې زما په اړه ډېره لويه کرکه را وپارول چي په نتيجه کي خلګو زما په پر ضد ډېر لوی شور جوړ کړ چي په همدغه مسئله کي ما کتاب تصنيف کړ چي نوم يې دی " تحذير الخواص من أکاذيب القصاص" یعني د قيصه کوونکو د درواغو څخه د خواصو خبرداری.
[تحذير الخواص من أکاذيب القصاص ص۱]
درس: دلته امام سيوطي رحمه الله د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په دفاع کي او د شريعت په ساتنه کي نه د چا څخه وېرېدلی او نه يې هم د چا مراعات کړی آن تر دې چي د خلګو خبري او ګواښونه يې هم ګاللي خو د باطل په وړاندي يې سر نه دی ټيټ کړی تر داسي اندازې چي په دې موضوع کي يې مستقل کتاب تصنيف کړی.
مولوي نورالحق مظهري

روژه د نیکیو میاشت ده:

روژه د نیکیو میاشت ده؛ په روژې کي باید تر بل هر وخت انسان پر نیکیو باندي ډېر کوښښ وکړي ځکه پدې میاشتي کي نیکۍ څو برابره حسابل کیږي او نسبت و بل وخت ته یې قبولیت هم حتمي وي.
نیکۍ پر دوه ډوله دي ظاهري نیکۍ او معنوي نیکۍ؛  په روژه كي باید انسان دواړه ډولونه د نیکیو په ډېره لوړه پیمانه ترسره کړي.
ظاهري نيکۍ او ښيګڼي:
لكه لمونځ، زکاة، روژه، حج، جهاد في سبيل الله، د مور او پلار سره نيکي، صله رحمي، اصلاح ذات البين، مساکينو او اړو انسانانو ته خواړه ورکول، د سنت سلام خپرول، د شپې لمونځ کول. او داسي نور....
معنوي نيکۍ او ښيګڼي:
لكه شجاعت، عفت، صدق، وفاء، امانت، اخلاص، حلم، تواضع، کرم، صبر، د انساني ضمير پاکي، د خلګو ښه کولو ته تشويق کول، عدل او احسان، او نور داسي شيان چي د امت لپاره اوس او يا په را روان وخت کي ګټمن وي او په قرآن، حديث، اجماع او فقهي استنباطاتو باندي ثابت وي.
د نيکۍ فايدې:
۱ – په نيکۍ باندي سړی جنت رسېدلای سي.
۲ – په نيکۍ باندي د انسان عمر ډېريږي.
۳ – په نيکۍ باندي د انسان په مال او اولاد کي برکت پيدا کيږي.
۴ – نيکي د دنيوي او اخروي نيکمرغۍ سبب ده بناءً په نيکۍ باندي انسان د دنيا او آخرت نيکمرغي لاسته راوړلای سي.
۵ – نيکي د انسان د ښې خاتمې لپاره دليل دی.
۶ – په نيکۍ باندي انسان د الله پاک او انسانانو محبت تر لاسه کولای سي.
۷ – په نيکۍ باندي په ټولنه کي محبت او الفت پيدا کيږي.
۸ – په نيکۍ باندي مسلمان تاجر د قيامت په ورځ د فجارو د ټولۍ څخه وځي.
۹ – د نيکۍ په کوونکو يعني په نيکانو خلګو باندي مځکه آباده وي لکه په فجارو خلګو چي مځکه خرابه وي.
۱۰ – په نيکۍ باندي انسان د قيامت د ورځي د عذاب څخه نجات موندلای سي.
۱۱ – نيکي هغه صفت دی چي ښه اخلاق د انسان ورباندي کامل کيږي او انسان و لوړو درجو ته د رښتينولۍ رسوي.
۱۲ – په نيکۍ باندي سرګردان او حيران نفسونه اطمينان پيدا کوي.
۱۳ – په نيکۍ باندي وېرېدونکي زړونه آرام او سکون پيدا کوي.
۱۴ – په نيکۍ باندي ټولنه ټينګښت پيدا کوي.
منبع: تحف رمضانیه
ژباړه او وضاحت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۱۸

روژه او صله رحمي:

ای روژاتيانو! هر وخت صله رحمي وکړئ خو د روژې په مبارکه مياشت کي بيا ځانګړې او ډېره صله رحمي وکړئ! د صله رحمي وصل کول او مراعات کول د هر مسلمان مسئوليت دی الله جل جلاله فرمايي:وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ.[النساء: الآية 1]
ژباړه: د هغه الله څخه ووېرېږئ چي په نامه يې تاسو سوال کوی او د صله رحمي د پرې کولو څخه ووېرېږئ!
همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: لا يدخل الجنة قاطع.[ متفق عليه]
ژباړه: جنت ته هغه څوک نه داخليږي چي صله رحمي پرې کوي.
همدا راز رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:من سره أن يبسط له في رزقه وينسأ له في أثره فليصل رحمه. [متفق عليه]
ژباړه: څوک چي غواړي په رزق کي يې پيراخي راسي او عمر يې ډېر سي نو صله رحمي دي وصل کړي.

د صله رحمي ګټي او فايدې:
1 - صله رحمي پر الله او ورځي د آخرت د ايمان راوړلو شعار دی.
2 - صله رحمي د رزق د پیراخ والي او د عمر د اوږدوالي سبب دی.
3 - د صله رحمي په مراعات کولو باندي انسان د الله پاک د رحمت مستحق ګرځي.
4 - صله رحمي جنت ته د داخلېدلو د اسبابو څخه لوی سبب دی.
5 - په صله رحمي باندي د انسان ګناهونه خرابيږي.
6 - په صله رحمي باندي کلي او ښارونه آباديږي.
7 - په صله رحمي باندي د انسان خاتمه سميږي.
8 - په صله رحمي باندي د مراعات کوونکي مرتبه لوييږي او عزت يې ډېريږي.
9 - په صله رحمي باندي د انسان لپاره ښه نوم پاتيږي.
10 - په صله رحمي باندي محبت ډېريږي او عاميږي.
11 - صله رحمي هغه شی دی چي  ټولو اسماني آديانو يې پر اهميت اتفاق کړی دی.
12 - صله رحمي د انساني فطرت تقاضا ده.
13 - صله رحمي د نفس پر سخاوت، د سينې پر پيراخوالي، د خلقت پر ښه والي او پر حسن وفاء باندي دلالت کوونکې ده.

صله رحمي څشی ده؟
صله رحمي و دېته وايي چي انسان د خپلو خپلوانو سره، تفاوت نه لري که د نسب لخوا خپلوان وي او که د دوستۍ او نکاح په سبب خپلوان وي احسان او نيکي وکړي او د دوی سره دوستانه او صميمي رابطه ټينګه وساتي.

صله رحمي پدې باندي کيږي چي:
1 -  انسان د خپلو خپلوانو ملاقات او زيارت ته ولاړ سي.
2 - د دوی د احوالو پوښتنه وکړي.
3 - دوی ته سوغات او ډالۍ ورکړي.
4 - د ضرورت په وخت کي د دوی څخه يو شی وغواړي.
5 - د دوی مسکين او اړ انسان ته صدقه او خيرات ورکړي.
6 - د مشرانو او سرمايه دارانو سره يې نرمي وکړي.
7 - د لويانو احترام يې وکړي.
8 - او پر کشرانو يې شفقت او مهرباني وکړي.
منبع: تحف رمضانیة
ژباړه او زیادت: مولوی نورالحق مظهری

۱۴۰۲/۰۱/۱۶

د روژې مياشتي برکتونه:څوارلسم برکت:

بل برکت ددې مياشتي دا دی چي ددې مياشتي په خاطر الله پاک مسلمان ته دوې خوشالۍ ورکړيدي يوه خوشالي د روژه مات پر وخت او بله خوشالي د قيامت په ورځ کي ده لکه په حديث کي چي راځي: لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ.[متفق عليه]
ژباړه: د روژاتي لپاره دوې خوشالۍ دي: کله چي روژه ماته کړي خوشاله سي او کله چي د الله پاک سره ملاقات وکړي په خپلي روژې به خوشاله سي.
په روژه ماتي کي دوه ډوله خوشالي د روژاتي په برخه کيږي؛ يوه ظاهري طبعي خوشالي ده چي د لوږي او تندي د ختمېدلو له کبله انسان ته پيدا کيږي ځکه دی پدې وخت کي وږی او تږی وي نو چي کله روژه ماته کړي ارومرو يې لوږه او تنده ورسره ختمېږي او احساس د خوشالۍ کوي، بله معنوي او پټه خوشالي ده چي هغه انسان ته د عبادت او دعا د قبوليت له کبله پيدا کيږي، روژاتي چي ټوله ورځ سمه د شرايطو سره برابره روژه نيولې وي نو چي کله روژه ماتوي يو ډول احساس د خوشالۍ ورته پيدا کيږي چي الحمدلله روژه مي په خير سره تر دې ځايه را ورسول او دا د روژې د قبوليت يوه نښه هم ده همدا راز پدې خاطر چي د روژه مات وخت د دعا د قبلېدلو لپاره خاص وخت دی نو چي کله انسان دعا کوي او پدې باندي يقين هم لري چي زما دعا قبليږي نو حتما يو قسم خوشالي ورته پيدا کيږي.
دويمه خوشالي د آخرت د ورځي خوشالي ده چي الله پاک يې و روژاتي ته د اجرت او مزدورۍ په ورکولو باندي ورکوي د هغې خوشالۍ کيفيت او کميت الله تعالی ته معلوم دی چي څومره ډېره لويه خوشالي به وي ځکه چي د روژې د ډېر فضيلت له کبله بنده ته د هغې اجرت نه دی معلوم لکه په حديث کي چي راځي تنها الله پاک ته معلوم دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۱۵

اهل باطل پر دوه ډوله دي:

يو ډول هغه دي چي حق ورڅخه ورک وي خو د حق پسې ګرځي هر چيري يې چي پيدا کړي تابع يې جوړيږي او مني يې لکه هغه کافران چي د اسلام دعوت ورته نه وي رسېدلی کله چي دعوت ورته ورسيږي دستي يې قبول کړي او اسلام راوړي يا په مسلمانانو کي هغه ګناهکار او سر ناخلاصي خلګ چي د ناپوهۍ له کبله يې لاره ورکه کړېوي خو کله چي يې څوک د تقوی او پر هيزګارۍ لاري ته دعوت کړي دستي يې دعوت قبول کړي او ځان پر لاره باندي برابر کړي.
بل ډول هغه اهل باطل دي چي د حق په وړاندي مقابله کوي اوس نو يا حق ورته معلوم وي خو د تعصب او حسد له وجهي حق ته غاړه نه ايږدي لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي د مکې ځيني قريش يا يهود چي حق ورته پوره معلوم وو خو د حسد او تعصب له کبله يې انکار ورڅخه کوی او يا په باطل کي دومره غوټه سوي وي چي د حق خبره يې بيخي زړه ته نه تېريږي لکه په هره زمانه کي اهل هوی، بدعتيان او خوارج چي خپل ټول کړه وړه حق بولي او د ځان په وړاندي د هيچا پر دليل غوږ نه نيسي ځکه چي دوی د حق غوښتونکي نه دي بلکي د ځان غوښتونکي دي په داسي حال کي چي دوی هم پر حق برابر نه دي او له بده مرغه چي خپلي ټولي کړني د دين په نوم ترسره کوي.
مولوي نورالحق مظهري

د روژې میاشتي برکتونه:دیارلسم برکت:

بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتي کي د روژې نيولو په سبب چي د بنده په خوله کي کوم بوی پيدا کيږي هغه بوی الله پاک ته د مشکو تر بوی هم ښه خوند ورکوي: لکه په حديث کي چي راځي: وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ.[متفق عليه]
ژباړه: زما دي قسم وي په هغه ذات چي نفس د محمد دده په لاس کي دی چي د روژاتي د خولې بوي الله پاک ته د مشکو تر بوی خوښ دی.
د خولې بوی ظاهرا بد معلومیږي او د انسان پر طبیعت باندي سم نه لګیږي خو الله پاک روژاتي ته د روژې په برکت دومره لوړه مرتبه ورکړېده چي دغه بد بوی ورته ښه ښکاري او ښه یې ورڅخه راځي، روژاتی باید په خپل قدر باندي پوه سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۲/۰۱/۱۳

د روژې مياشت د سخاوت مياشت ده:

د روژې مبارکه مياشت د سخاوت او پېرزويني مياشت ده په دې مبارکه مياشت کي نفسونه خپل اصلي خاوند ته نژدې کيږي او هغه څه ته راپورته کيږي چي دوی د بخالت څخه ورباندي پاک کيږي، چي هغه د ژوند په هره برخه کي سخاوت دی.
د روژې په مياشت کي چي څوک د بخالت څخه وساتل سو بس هغه کامياب او بريالی دی: الله پاک فرمايي:وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ. [الحشر۹]
ژباړه: هر څوک چي د خپل نفس د بخالت څخه وساتل سو نو بس هغه خلګ کامياب دي.
نو راځئ په لاندي ټولو برخو کي سخاوت وکړو:
۱ - سخاوت د مال په ورکولو.
۲ – سخاوت د پور په بخښلو.
۳ – سخاوت د مزدورۍ په بخښلو.
۴ – سخاوت تر مزدورۍ په ډېر مقدار سره د مال په ورکولو.
۵ – سخاوت د خلګو د حاجتونو په پوره کولو.
۶ – سخاوت د خپل رول او نفوذ په مصرفولو.
۷ – سخاوت د نيک شفاعت په کولو.
۸ – سخاوت د مشرۍ په وخت کي رعيت ته په يو ډول کتلو.
۹ – سخاوت د علم او پوهي په ښودلو.
۱۰ – سخاوت په عفو او بخښنه باندي.
۱۱ – سخاوت په ښو اخلاقو باندي.
۱۲ – سخاوت په دعوت باندي.
مولوي نورالحق مظهري

روژه او اخلاص:

په دې خاطر چي په روژه کي عبادات ډېر تر سره کيږي او په عباداتو کي هم اساسي شی اخلاص دی نو راځئ اخلاص او د هغه فايدې و پېژنو!
اخلاص دا دی چي ته يواځي او يواځي د الله تعالی عبادت او طاعت وکړې. 
اخلاص دا دی چي خپل ټول کارونه د مخلوقاتو حتی د خپل ځان د ملاحظې څخه هم پاک کړې.
اخلاص دا دی چي ستا ظاهر او باطن سره يو ډول وي.
اخلاص دا دی چي د الله پاک په دوامداره ذکر او ياد باندي خلګو ته کتل او د هغو لحاظ کول هېر کړې.
فضيل رحمه الله فرمايلي دي:د خلګو لپاره د يو کار پرېښودل رياء ده، د خلګو لپاره د يو کار کول شرک دی او د دواړو څخه د ځان ساتل اخلاص دی.
جيند رحمه الله فرمايي: اخلاص يو راز دی د الله او بنده تر مابين، ملائکه نده په خبره چي ويې ليکي، شيطان ندی په خبر چي فاسد يې کړي او د انسان نفسي اشتياق ندی په خبر چي دده څخه يې واړوي.
سهل رحمه الله ته وويل سوه: پر نفس باندي څشی ډېر سخت دی؟ ده ورته وويل: اخلاص. ځکه چي په اخلاص کي نفس هيڅ ونډه نه لري.
ځيني وايي: اخلاص دېته ويل کيږي چي ته پر خپل عمل باندي بېله الله بل هيڅوک شاهد ونه نيسې او بېله الله د هيچا څخه د اجرت غوښتنه هم ونکړې.
مکحول رحمه الله ويلي دي: څوک چي څلوېښت ورځي اخلاص وکړي نو د حکمت چينې به يې د زړه څخه پر ژبه باندي جاري سي.
ابو سليمان داراني رحمه الله ويلي دي: انسان چي کله اخلاص وکړي نو وسوسې او رياء ورڅخه ليري کيږي.
هروي رحمه الله ويلي دي: اخلاص دا دی چي ته خپل عمل د هر عيب او نفسي غوښتني څخه پاک وساتې: لکه د خلګو په زړونو کي د محبوبيت پيدا کېدلو غوښتنه. دا چي خلګ يې ستاينه وکړي او بد يې ونه وايي، خلګ يې تعظيم او احترام وکړي، د خلګو څخه د مال غوښتنه لري، د خلګو څخه د خدمت او محبت غوښتنه لري او داسي نور هغه منفي شيان چي د عمل کولو په وخت کي د نفس په واسطه د انسان ذهن ته راځي.
صدق او صداقت دا دی چي په کار کي د خپل نفس هيڅ لحاظ ونه ساتې.
مخلص رياء نه لري او صادق تکبر نه لري.
اخلاص په صدق باندي پوره کيږي او صدق په اخلاص باندي او دواړه بيا په صبر باندي.
رياء دا ده چي د انسان ظاهره تر باطن ښايسته وي.
صدق په اخلاص کي دا دی چي باطن د انسان تر ظاهر آباد او ودان وي.
څوک چي د خلګو لپاره ځان پداسي شيانو باندي ښايسته کوي چي هغه په ده کي نه وي نو د الله پاک د اعتبار څخه به ولوېږي.
د اخلاص فايدې:
۱ – اخلاص د اعمالو او اقوالو په قبلېدلو کي پايه او اساس دی.
۲ – اخلاص د دعاء د قبلېدلو لپاره پايه او اساس دی.
۳ – په اخلاص باندي د انسان مرتبه په دنيا او آخرت کي لوړېږي.
۴ – په اخلاص باندي انسان د وسوسو او وهمونو څخه ساتل کيږي.
۵ – په اخلاص باندي بنده د غير الله د بندګۍ څخه آزاديږي.
۶ – په اخلاص باندي ټولنيز ارتباطات قوي کيږي او د الله پاک نصرت د امت په برخه کيږي.
۷ – په اخلاص باندي دنيوي سختۍ آسانه کيږي.
۸ – په اخلاص باندي د انسان زړه ته اطمينان راځي او دی احساس د خوشالۍ او نيکمرغۍ کوي.
۹ – په اخلاص باندي د انسان ايمان قوي کيږي او دګناه او سرکښۍ څخه يې په زړه کي نفرت پيدا کيږي.
۱۰ – په اخلاص باندي د مصيبتونو په مقابل کي د انسان اراده او عزم قوي کيږي.
۱۱ – په اخلاص باندي انسان په دنيا او آخرت کي پوره امن او لارښونه لاسته راوړلای سي.
منبع: طريقة لخدمة الدين
ژباړه او توضیح: مولوي نورالحق مظهري