عَنْ جَرِيرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - " «لَا يَرْحَمُ اللَّهُ مَنْ لَا يَرْحَمُ النَّاسَ» " [مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ]
ژباړه: جریر رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک پرهغه چا باندی رحم نکوی چی هغه پرخلګو باندی رحم نکوی.
یعنی څوک چی د الله پاک پرمخلوق باندی رحم ونکړی الله پاک به پرهغه باندی رحم ونکړی.
۱۳۹۷/۱۰/۰۶
د الله پاک درحمت وړ کسان:
پرباطل باندی دخپل قوم سره مرسته مکوئ!
عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: مَنْ نَصَرَ قَوْمَهُ عَلَى غَيْرِ الْحَقِّ فَهُوَ كَالْبَعِيرِ الَّذِي رَدَى، فَهُوَ يُنْزَعُ بِذَنَبِهِ. [أَبُو دَاوُدَ 5119].
ژباړه: د ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی پرباطل باندی دخپل قوم مرسته وکړی هغه داسی دئ لکه هغه اوښ چی کندی ته لویدلئ وی نو په لکۍ باندی راپورته کړل کیږی.
توضیح: یعنی دغه سړی چی پرباطل باندی یې دخپل قوم سره مرسته کړیده ځان یې وهلاکت او بربادۍ ته ور اچولئ دئ ځکه ده کوښښ کړئ دئ چی خپل قوم پدغه باطل کومک اومرستی باندی لوړ کړی خوخپل ځان یې دهلاکت کندی ته ور اچولئ دئ نولکه اوښ چی په کنده کی مړسی خلګ یې تر لکۍ نیسی راپورته کوی یې اوښ ته هیڅ کټه نلری همدا راز دغه انسان ته هم دغه کار هیڅ ګټه نلری.
ځینو علماء کرامو بیا ویلی دی چی دلته دده قوم د مړه سوی اوښ سره مشابه سوئ دئ ځکه څوک پرناحقه وی هغه لک مړ داسی دئ. او ددغه قوم مرسته کوونکئ یې د اوښ دلکۍ سره مشابه کړئ دئ نولکه هلاک سوی اوښ ته چی په لکۍ باندی پورته کیدل ګټه نکوی همدا راز ودغه هلاک سوی قوم ته هم دده مرسته اوکومک کومه ګټه نکوی.
منافق ته مشر مه وایاست!
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ تَقُولُوا لِلْمُنَافِقِ سَيِّدٌ فَإِنَّهُ إِنْ يَكُ سَيِّدًا فَقَدْ أَسْخَطْتُمْ رَبَّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ ».[ سنن ابی داود4979]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: منافق ته مشر مه وایاست ځکه که دئ مشر وی نویقینا چی تاسو خپل رب ځانته په خښم کړئ دئ.
توضیح: یعنی منافق او بدسړی ته مشر اوسید مه وایاست ځکه چی که دئ تاسو دخپل مشرۍ لپاره غوره کړئ وی نو الله پاک مو ځانته په خښم کړئ دئ او که ستاسو مشر نوی بیا خو نو دداسی خبرو په کولو باندی د درواغو ویل لازمیږی.
په عاجزۍ باندی فخر اوظلم ورکیږی:
قَالَ رَسُوْلُ اللّٰهِ صَلَي اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :إِنَّ اللّٰهَ أَوَحٰي إِلَيَّ أَنْ تَوَاضَعُوْا حَتّٰى لَايَفْخَرَ أَحَدٌ عَلَىٰ أَحَدٍ وَلَايَبْغِيْ أَحَدٌ عَلَىٰ أَحَدٍ.[صحيح مسلم]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: الله پاک ماته وحی کړیدی چی تاسو عاجزی وکړئ ترڅو چی هیڅوک پر بل چا باندی فخر ونکړی او هیڅوک پر بل چا باندی ظلم ونکړی.
توضیح: یعنی دا د الله پاک غوښتنه ده چی تر خپل مینځ دیو بل په مقابل کی تواضع او عاجزی وکړئ تر څو ستاسو له مینځه دغه دوه کرغیړن عمله ورک سی چی هغه فخر اوظلم دئ.
د ښځینه دینی مدارسو ارزښت:
دینی مدارس عموما ډیر اهمیت لری خو بیا زموږ په اوسنۍ زمانه کی د ښځینه مدارسو اهمیت بیخی ډیر دئ ځکه چی په ټولنه کی دښځو پوهه اوعلم د هر لحاظه ډیر مهم دئ، د کورنی ژوند څخه شروع بیا تر ښاری او ټولنیز ژوند پوری د ټولو په سمون کی د ښځو دینی پوهاوئ ډیر رول لری.
په دین باندی پوهه ښځه هم د خپل کور ژوند سمولائ سی او هم د کور څخه بهر د نورو د ژوند په سمون کی فعال رول لوبولائ سی.
مخکی تر واده کولو دینی پوهه ښځی ته د پلار، مور او نورو خپلوانو حقوق ورپیژنی او همدا راز دآینده لپاره ورته سم فکر ورکوی.
د واده وروسته د کور په اداره کی، د کورنی اقتصاد په سمون او سپماوی کی، د خاوند په مثبت بدلون کی، د اولادونو کی په پالنه کی، دکورنی ژوند په برابروالی کی او دژوند په نورو مثبتو چاروکی د ښځو سره دینی زدکړی ډیره مرسته کوی.
په دینی علومو باندی پوهه ښځه د پلارګنۍ، خاوند، خوسرګنۍ او هری ښځی لپاره ډیره ښه مشاوره وی او په ډیرو معضلو مسائلو او پیښو کی د هرچاسره مرسته کولائ سی.
په دینی علومو باندی پوهه ښځه نه تنها داچی په دنیوی ژوند کی خپلی ستونزی ښه حلولائ او ګاللئ سی د آخرت ژوند ته هم ښه آماده ګی نیولائ سی او دځان په شمول دخپل کور ډیرئ غړی دځانه سره إن شاء الله جنت ته بیولائ سی.
په دینی علومو باندی پوهه ښځه نه تنها داچی دخپل خاوند لپاره د ژوند ښه ملګرئ دئ بلکی خاوند ته ډیری ښې مشورې ورکوی، دستونزو، مسکنت، اړتیا اوسختیو په مقابل کی تحمل لری، د ښه ژوند، رفاهیت، نعمتونو او هوساینی په قدر پوهیږی او شکر یې آداء کوی.
په دینی علومو باندی پوهه ښځه نه تنها داچی د خاوند لپاره دمثبتو کړنو تشویق کوونکې ده بلکی په کارونوکی خاوند ته دقوت او مورال ورکوونکې هم ده.
په دینی علومو باندی عالمه ښځه د خپلو او نورو اولادونو ښه تربیه اوپالنه کولائ سی هغوی په سپیڅلی اسلامی عقیده سمبالولائ او په ښایسته اسلامی اخلاقو باندی مزین کولائ سی.
کڅه هم شاید ځینو خلګو په خپلو کورونو کی دښځو دینی زدکړو ته څه ناڅه زمینه برابره کړیوی خو داسی خلګ دګوتو په شمار دی او بیا په کورکی زدکړه ډیره ستونزمنه وی نو دښځو دینی زدکړی لپاره د مستلقو او آزادو مدارسو جوړولو ته ډیره اړتیا سته او دا دهرچا مسئولیت دئ چی په خپلی سیمی کی دداسی مدارسو جوړلو او بیا پرمخ بیولو ته زمینه برابره کړی.
د ښځو لپاره دینی مدارس ددې برسیره چی ښځی پکښې دینی زدکړی کوی بلکی په اسلامی ټولنه کی دینی بډایه فرهنګ اوکلتور ته هم وده ورکوی، په کومی سیمی کی چی دښځو دینی مدارس سته په تجربه باندی یې لاندی تأثیرات په ډیرو ځایونو کی لیدل سویدی:
۱ – لویانی ښځی اونجوڼی دینی درسونه پکښې وایی چی طبعا د ګټی څخه خالی نوی.
۲ – په کومه سیمه کی چی ښځینه دینی مدرسه وی په هغه سیمه کی ښځی ډیری په حجاب وی ځکه دمدرسې داستادانو لخوا ورباندی کارسوئ وی آن تردې چی وړوکی انجونی هم دکورڅخه بهر بې حجابه نه وځی.
۳ – د ښځو لپاره دینی مدرسې دا ګټه هم لری چی د اخلاقی فساد کچه ډیره ټیټه کیږی ځکه چی د ښځو دینی پوهاوئ ددې لوی لامل جوړیږی چی ښځه دی خپله هم ځان دفساد څخه وساتی او نورو ته دی هم دفساد څخه دساتنی توصیه وکړی.
۴ – په یوې سیمی کی دښځو ددینی مدرسې شتون د نورو ښځینه مکاتبو داصلاح او سمون لپاره هم لاره آواره وی ځکه دمکاتبو مدیران او استادان دېته متوجه کیږی چی دینی زدکړی ډیری مفیدی دی اوباید ورباندی ډیر کوښښ وسی په خاصه توګه بیا کله چی د مکاتبو استادانی اوشاګردانی په مدرسو کی درس ووایی.
۵ – د ښځینه مدرسو جوړول د کورنی پوهی لپاره مثبت رقابت ته لاره آواره وی او هرڅوک کوښښ کوی چی خپل بچیان مدرسې ته واستوی.
که ټول مسلمانان د نارینه وو ترڅنګ دښځو پردینی زدکړو باندی هم ډیر کوښښ وکړی نو ترډیره بریده به کورنی او معیشتی مشکلات اوستونزی ورکی سی او دښځو په اهمیت او فطرتی ارزښت باندی به دهرچا سر خلاص سی. نور به بیا ښځی ته څوک د سودا په سترګه نه ګوری او نه به یې هم د نارینه د ګټی لپاره صرف یوه ذریعه بولی بلکی په بشریت کی به یې دنارینه سره مساوی او د ډیرو حقوقو درلودونکی بولی اوپه انسانی چوکاټ کی به یې د ټولنی نه بیلېدونکې برخه بولی.
زموږ په کلی (قلعه زمان فراه کی) چی دکوم وخت څخه دینی مدرسه جوړه سوېده ددې ترڅنګ چی ښځی او نجونی درس ویلو ته ورځی بلکی دکلی ښځینه رنګ ته یې هم پوره بدلون ورکړئ دئ او ښځی اوس مکاتبو ته هم په پوره حجاب اونقاب کی ځی.
موږ باید د هرهغه چاسره خپله هراړخیزه مرسته وکړو چی مسلمانانوته مدرسې، سم مکاتب او ښوونیز ځایونه جوړوی.
مولوی نورالحق مظهری
هغه کارونه چی کول یې انسان د دین څخه بیزاره کوی:
عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللّٰهِ صَلَي اللّٰهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَتٰى كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُوْلُ أَوْ أَتٰى إِمْرَأَتَهُ حَائِضًا أَوْ أَتٰى إِمْرَأَتَهُ فِيْ دُبُرِهَا فَقَدْ بَرِئَ مِمَّا أُنْزِلَ عَلٰى مُحَمَّدٍ. [مسند احمد ـ سنن أبي داود]
ژباړه د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی کاهن او ګوډګر ته ولاړسی او دهغه دهغي خبری تصدیق وکړی چی ده ته یې کوی او څوک چی د خپلی ښځی سره د حیض په حالت کی نیژدیوالئ وکړی او څوک چی دخپلی ښځی سره د شا(مقعد) لخوا نیژدیوالئ وکړئ نو دئ دهغه څه څخه بیزاره دئ چی پر محمد (صلی الله علیه وسلم) باندی نازل سوئ دئ
هر خبری کوونکی ته:
هیڅوخت پرداسی خبری تبصرې او تحلیلونه مکوه چی ویونکي یې نامعلوم خلګ وی. او هیڅوخت پرهغی خبری باور مکوه چی ویونکئ یې وایې: خلګ وایې او یا خلګو ویل.
ځکه د " خلګ وایې" او یا " خلګو ویل " په عبارت باندی هیڅوخت د کوم شی ثبوت نه راځی او نه هم د شرعی پلوه دلیل ورته ویل کیدلائ سی.
په خاصه توګه د هغه چا په اړه چی ظاهراً او په ښکاره په یوه بڼه ددین خدمت کوی دداسی ضعیف او بیکاره سند په حواله هیڅه منفی خبره مه منه.
الله دی جنت درکړی
ندی دشمیــــر ستاکار نامې رب دی جنت نصیب کړه
ابـــــتکاری دی بـــــرنامې رب دی جنت نصیب کــړه
تاریــــخ به ســـتا نـــــوم اتلانــــو کـښې اتل ولیکی
لادی ژوندۍ دی طــــریقې رب دی جنت نصیب کړه
د پـــــــړاوونو کــــــــــــړاوونه دی په ځــــان وګـالل
تیری دی کړې سختی دورې رب دی جنت نصیب کړه
ستا دغیــــــرت او زیـــــرکتیا په پلـــوشـــــو رنګینه
د وطن غـــرونه او میـــرې رب دی جنت نصیب کړه
بڼ دی ساتلــئ وو آزاد ورکـــی دی لــــر او بــرکـړې
د کـــرغیــــړنو دسیســــې رب دی جنت نصیب کړه
ړانـــده کاڼه به وی چی ستا میــــړانه څوک نه منی
پـرې یې د فهم وی ریښې رب دی جنت نصیب کړه
د مظهـــری زړه دی په تللو باندی ډیــــر غمګین دئ
ځکه پـر خوله یې تــرانې رب دی جنت نصیب کړه
د چاچی عقیده .....
د چاچی عقیده سمه وی هیڅوخت دمسلمان لپاره لاندی اصطلاحات نه کاروی.
۱ ـ تروریست
۲ ـ ترهګر
۳ ـ هرآس افگن
۴ ـ اور پوکی
۵ ـ صحرایی محکمې
۶ ـ دهشتگر
۷ ـ افراطی
۸ ـ تندرو
کسیکه عقیده اش درست باشد هرگز برای مسلمان اصطلاحات ذیل را بکار نمی برد.
۱ ـ تروریست
۲ ـ ترهګر
۳ ـ هرآس افگن
۴ ـ اور پوکی
۵ ـ محاکم صحرایی
۶ ـ دهشتگر
۷ ـ افراطی
۸ ـ تندرو
ددین دخادمانو لپاره!
داچی تاسو د الله ددین خدمت کوئ ستاسو لپاره د ویاړ او افتخار ځای دئ او د اوس په وخت کی لوی ابتکار اولاسته راوړنه ده.
خو لدې کبله چی ددین کار زور غواړی نو ستاسو مخی ته ارومرو ستونزی، لوږی او تندی راځی باید تحمل یې کړئ ځکه چی پداسی حالت کی د ستوزو ګالل خپله خدمت دئ، چی څومره د خدمت کول درته خوندور وی همداسی د خدمت له امله د ستونزو د راتګ څخه هم خوند واخلئ.
او دالله لپاره ستاسو دخدمت کول په همداسی وخت کی ثابتیږی ځکه داسی حالات یو امتحان او آزمون دئ الله پاک خپل بندګان ددې لپاره آزمویی چی نورو خلګوته ددوی تحمل او صبر ښکاره کړی او ښه ده بد څخه جدا کړی.
دګناهکاره إنسانانو پسې مځی!
وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ (151) الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ (152)[ سورة الشعراء]
ژباړه: د اسراف کوونکو دخبری پیروی مکوئ، هغه چی په مځکه کی فساد کوی او نه اصلاح کیږی.
توضیح: پدې آیت کی هغه خبره رانقل سویده چی صالح علیه السلام یې وخپل قوم ته کوی هغه داده چی تاسو دهغو خلګو متابعت مکوئ او په هغوی پسې مځئ کوم چی د ګناه په کولو یې پرځان اسراف کړئ دئ یعنی دوی قصدا ګناهونه کوی او دغه هغه خلګ دی چی په مځکه کی دګناه په کولو سره فساد کوی او دوی نه سمیږی.
کڅه هم دلته خبره په قیصه کی دثمودیانو راغلې ده خو حکم یې عام دئ په هروخت کی إنسان پدې باندی مکلف دئ چی د ګناهکار شخص پسې ولاړ نسی هغه دځان لپاره مقتدا او مشر جوړ نکړی.
۱۳۹۷/۰۸/۳۰
غبرګون:
په کابل ولایت کی پر بې ګناه خلګو او دینی علماؤ باندی شوئ برید په کلکه غندو د برید شهیدانو ته د الله پاک څخه علو درجات غواړو خپلوانو ته یې صبر جمیل غواړو او ټپیانو ته دشفاء کامل غوښتونکی یو او پر خپل مسلمان ولس باندی ږغ کوو چی په خپل مینځ کی داسی شریرو څیرو ته ځای ورنکړی چی پر جزئی او اختلافی مسائلو باندی مسلمانان وژنی او د مسلمانانو په مینځ کی د نفاق تخم پاشی.
او تل باید زموږ مسلمان ولس د ځپل دښمن په پیژندلو او د نا اهله انسانانو په تشخیص کی ویښ او بیدار وسی تر څو د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو کرغیړنی دسیسې په نطفه کی شنډی سی.