۱۴۰۵/۰۴/۰۹

د حسد اسباب او لاملونه:

د حسد لپاره ډېر لاملونه شته چې موږ د يو څو دانو په بيان بسنه کوو:
1 - د بندګانو تر منځ د الله تعالی په تقسيم خوابدي او نه قناعت؛ داسي ويل شوي دي چې حسد کوونکی د نعمت دښمن دی او د الله تعالی پر تقدير په قهر دی.
2 -  دګڼو اسبابو په خاطر د محسود څخه د حسد کوونکې کرکه او غضب چې هر وخت حسد ورڅخه پيدا کېږي او د دې سبب جوړيږي چې يو کس دي د بل لپاره د خير خواهۍ غوښتونکی نه وي.
3 -  تکبر او ځان خوښونه، کوم څوک چې تکبر کوي او په ځان مغرور وي ارومرو حسد ورڅخه کېږي ځکه چې دی خپل ځان تر نورو انسانانو د نعمتونو ښه مستحق ګڼي.
4 - نفسي خباثت او چټلي؛ د ځينو خلکو نفس پاک نه وي بلکې خباثت او چټلي لري ځکه نو د هيچا لپاره خير نه غواړي او چې د کوم چا سره د الله تعالی نعمت وويني حسد ورسره کوي.
5 - پر حسد کوونکې د محسود لوړوالی؛ ځيني خلک داسي عادت لري چې کله يو څوک په علم، مال، ادب او نورو شيانو کې تر ځان لوړ ويني دستي حسد ورسره کوي او په دې خاطر بخالت کوي چې ولي الله تعالی دغه انسان ته داسي کمال ورکړی دی؟
6 - د مشرتوب او رياست محبت؛ ځيني خلک د مشرتوب او رياست سره ډېر محبت لري چې له امله يې د ټولو هغو کسانو سره حسد کوي چې د ده په فکر مزاحمت ورسره کوي او يا هم رياست ته د ده د رسېدلو مخي ته ممکن يو وخت خنډ جوړ شي، علماؤ د دې لپاره مثال د عبدالله بن ابي بن سلول ورکړی چې غوښتل يې د مديني منورې رياست ته ځان ورسوي خو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی، د ده د رياست مخه ونيول شوه نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې حسد وکړ. 
7 - په کاورنو کې وړاندي تګ؛ ځيني خلک د دې لپاره چې په خپله رشته او څانګه کې تر نورو مخکې شي حسد کوي له همدې امله موږ وينو چې تاجر د تاجر سره حسد کوي، کرونده ګر د کرونده ګر سره حسد کوي، عالم د عالم سره حسد کوي، ډاکټر د ډاکټر سره حسد کوي او دا ډېر لږ پېښيږي چې عالم دي د ډاکتر سره حسد وکړي او انجينر دي د کرونده ګر سره حسد وکړي.
8 - د مقاصدو د له منځه تللو وېره؛ کله چې يو څوک په يو شي باندې مشهور وي او يا په ټولنه کې نفوذ ولري که بل داسي څوک پيدا شي چې د ده سره ممکن سيالي وکړي او شهرت يې له خطر سره مخ شي نو دی حسد ورسره کوي او د دې آرزو لري چې کاشکې دا کس نه وای پيدا شوی او کاشکې د دې ځای څخه ورک شي.
9 - تبعيض او توپير؛ ځيني وختونه حسد د دې څخه هم پيدا کېږي چې يو مشر لکه پلار يا لکه په دنيوي کارونو کې مشر د اولادونو او تر خپل لاس لاندې کسانو تر منځ توپير وکړي او ځينو ته پر ځينو نورو ترجيح ورکړي، که پلار خپل يو زوی تر نورو زامنو ډېر وغواړي معلومه خبره ده چې د دغه زوی سره به د نورو زامنو حسد پيدا کېږي، که قومندان خپل يو عسکر تر نورو ډېر وغواړي معلومه خبره ده چې د دغه عسکر سره به د نورو عسکرو حسد پيدا کېږي او دېته ورته نور مثالونه.
10 - خپل ځان په خپله د خلکو حسد ته اچول؛ ځيني وختونه چې کله انسان پر ځان د الله تعالی د نعمتونو په اظهار کې مبالغه وکړي او په هغو کې ځان مشهور کړي نور خلک ورسره حسد کوي لکه يو څوک چې په علم يا مال کې ځان مشهور کړي ارومرو د نورو خلکو ورته پام کېږي او حسد ورسره کوي. .(داء الحسد وأثره على طلبة العلم:12)
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۴/۰۴

د محرم الحرام مياشتي په هکله:

دا په قرآن ثابته سوې خبره ده چې الله پاک، کال د دوولسو مياشتو څخه جوړ کړی دی لکه په قرآن شريف کې چې راځي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.(سورة التوبة: 36) 
ژباړه: بېشکه شمېر د مياشتو د الله په نزد دوولس دی چې  د الله په کتاب (لوح محفوظ) کې ليکل سوي دي.
يوه د دغه دوولسو مياشتو څخه د محرم الحرام مياشت ده چې د هجري سپوږميز کال لومړنی مياشت بلل کيږي، دا مياشت هم د نورو مياشتو غوندي يوه برخه د وخت او زمانې ده چې پر انسانانو باندې راځي، د نورو مياشتو غوندي په دې مياشتي کې هم ځيني پيښي سوي او لا هم کيږي. 

د محرم الحرام مياشتي شرعي حيثيت:
د محرم الحرام مياشته هم دکال د دوولسو مياشتو څخه يوه مياشت ده، په شريعت کې تنها دومره ثابته ده چې په دې مياشتي کې د روژې نيول سنت او يا مستحب کار دی لکه په لاندې حديث کې چې راځي: 
عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ ».(صحيح مسلم: 2698)
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې د جاهليت د وخت خلکو به د (محرم الحرام) لسمي ورځي روژه نيول، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو هم مخکې تر دې چې د روژې د مياشتي روژه فرض سي دغه روژه نيول، کله چې د روژې د مياشتي روژه فرض سوه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د (محرم الحرام) لسمه ورځ د الله پاک د ورځو څخه يوه ورځ ده د هر چا چې زړه غواړي روژه دي ونيسي او که يې زړه غواړي نه دي نيسي. 
په همدې خاطر د بخاري شريف په حديث کې راځي چې عبدالله بن عمر رضي الله عنه د دې ورځي روژه نه نيول مګر دا چې د عادت سره يې برابره راغلې وای. 
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ صَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ.(صحيح البخاري: 1892)
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د عاشوراء د ورځي روژه ونيول او نورو ته يې هم د هغې د نيولو امر وکړ، خو کله چې رمضان فرض سوه نو دغه روژه پرېښودل سوه، او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به دغه روژه نه نيول مګر دا چې د ده د عادي روژو سره يې موافقت راغلی وای.

په دې مياشتي کې څو مهمي پيښي:
1. په همدې مياشتي کې موسی عليه السلام او ورسره مسلمانان د فرعون د ظلم څخه خلاص سوه، پر رود نيل تېر سوه او فرعونيان پکې غرق سوه.
2. په همدې مياشتي کې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د جنګ او جهاد کولو لپاره د صحابه وو دلګۍ ليږلي دي او غزوې يې کړي دي لکه: سريه ابي سلمه بن عبدالاسد، سرية محمد بن مسلمه، غزوه د نجد، غزوه د قرارة الکدر او خيبر ته تلل.
3. په همدې مياشتي کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د صفيه بنت حيي رضي الله عنها سره نکاح وکړه.
4. په همدې مياشتي کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نړۍ مختلفو واکمنانو ته د دعوت ليکونه واستول.
5. په همدې مياشتي کې د قادسيه ستر جنګ د مسلمانانو اوکافرانو تر منځ وسو چې د مسلمانانو مشر سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وو  او د کافرانو مشر رستم او جالينوس وو چې جنګ مسلمانانو وګټی.
6. په همدې مياشتي کې د حضرت عثمان رضي الله عنه سره د خليفه او اميرالمومنين په صفت د مسلمانانو بيعت وسو.
7. په همدې مياشتي کي حضرت حسين رضي الله عنه د شهادت لوړ مقام ته ورسېدی.
همدېته ورته نوري ډېري پيښي په دې مياشتي کې سوي دي.

په دې مياشتي کې د عاشوراء د ورځي عمل:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ.(سنن ترمذي1738)
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه  د الله تعالی څخه د دې طمع لرم چې د عاشوراء د ورځي په روژې به د تېر سوي کال ګناهونه عفوه کړي.
البته کوم خلک چې د دې مياشتي د عاشوراء د ورځي روژه نيسي هغوی ته د شريعت لخوا لارښوونه شوېده چې بايد د نهمي ورځي روژه هم ورسره ونيسي ترڅو چې په روژه نيولو کې د يهودو سره مشابهت را نه شي، ځکه چې هغوی هم د دې ورځي روژه نيسي، په دې خاطر چې موږ د دوی سره په مخالفت امر شوي يو نو موږ بايد يوه ورځ مخکې تر دغي ورځي روژه ونيسو، اوکه د چا څخه نهمه ورځ تېره شوې وي نو بيا دي د يوولسمي ورځې روژه ورسره ونيسي.

د محرم په مياشت کې هيڅ ځانګړی مصيبت نشته:
د شريعت د عمومي اصل پر بنياد چې مصيبت تر درو ورځو اضافه نسته، نو په دې مياشت او يا د دې مياشتي پر لسمه چې په هغه وخت کې کومي د مصيبت پيښي شويدي، اوس يې لمانځل او يا يې کليزه نيول نه رواکيږي لکه چې په حديث کې راځي: 
لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ تُحِدُّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.(صحيح البخاري: 1281)
ژباړه: د هيڅ هغې ښځي لپاره چې پر الله او ورځي د آخرت ايمان لري نه رواکيږي چې پر مړي تر درو ورځو اضافه زينت او ځان جوړل پرېږدي (د مصيبت اظهار وکړي) مګر پر خپل خاوند باندې چې څلور مياشتي او لس شپې زينت او ځان جوړل پريږدي (اظهار د مصيبت کوي). 
په خاصه توګه په نياحت او لوړ آواز باندې ژړل چې هيڅ وخت نه رواکيږي لکه په حديث کې چې راځي: 
عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.(صحيح البخاري: 1294)
ژباړه: د عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: زموږ څخه نه دی څوک چې خپل باړخو په څپيړه (چپلاخه) ووهي، او خپل ګرېوان څيري کړي، او د جاهليت د وخت خبري وکړي. 
نو په دې مياشتي کې او يا د دې مياشتي په لسمه ورځ چې په "عاشوراء" مشهوره ده هيڅ شرعي مصيبت وجود نه لري، هيڅ مسلمان بايد دا مياشت او يا دا ورځ، د مصيبت او غم و نه بولي، همدا راز په دې مياشت کې ځانګړې خوشالي او خاص مراسم هم وجود نه لري. 
دا معلومه خبره ده چې په دې باندې چې الله پاک په لسمه ورځ د دې مياشتي موسی عليه السلام او مسلمانانو ته نجات ورکړی هر مسلمان خوشحال دی خو دا چې د دې خوشالۍ لپاره دي ځانګړي مراسم جوړ شي شرعا هيڅ ثبوت نه لري.
په دې مياشت کې هم د نورو مياشتو غوندي که څوک و غواړي نکاح او واده کولای شي همدا راز هغه خوشحالۍ چې شرعا يې اظهار په واده کولو روا وي هم ښکاره کولای شي هيڅ ممانعت پکې نشته. 
که د چا مړی وسي د نورو مياشتو په څېر په دې مياشتي کي هم نور مسلمانان شرعي تعزيه ورکولای شي.

خلاصه دا چې مسلمان بايد په دې پوه شي چې:
1. په دې مياشتي کې واده کول هيڅ پروا نه لري که څوک يې روا نه بولي هغه ګناهکار دی.
2. دا مياشت هيڅ ځانګړي مراسم د غم يا د خوشحالۍ نه لري.
3. دا مياشت د غم او مصيبت مياشته بلل ګناه ده.
4. په دې مياشتي کې سفر کول هيڅ پروا نه لري.
5. دا مياشت هيڅ ځانګړی خيرات او ذبيحه نه لري.
6. په دې مياشتي کې د دې میاشتي په مناسبت لکه چې د نياحت او غم مجلس جوړل حرام اوګناه ده ورتلل یې هم ګناه ده.
7. په دې مياشتي کې که چا داسي خيرات کړی وي چې بېله الله يې د بل چا په نامه ذبح کړی او يا نذر کړی وي بايد مسلمان يې د خوړلو څخه ډډه وکړي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۳/۲۷

د نن ورځې د حکمت خبره:

که تا ته الله تعالی دوې سترګې درکړي دي، نو ولې خلکو ته د خپلو غوږونو په واسطه ګورې؟!
د خلکو سره د هغه څه له مخې معامله وکړه چې په خپله یې ورڅخه وینې، نه د هغه څه له مخې چې د هغوی په اړه یې له نورو انسانانو اورې.

يعني انسان باید د خلکو په اړه خپله قضاوت او پرېکړه د خپلو مشاهداتو، تجربو او یقیني معلوماتو پر بنسټ وکړي، نه دا چې د نورو د خبرو، اوازو او بې‌اساسه خبرونو تر اغېز لاندې راسي. ډېر وخت اورېدلي خبري مبالغه، غلط فهمي او یا هم درواغ وي، نو عاقل انسان تر تحقیق او یقین مخکې پر خلکو حکم او فيصله نه کوي.
ژباړه: مظهري

په ژوند کې ناپوهي ډېر خطرناک شی دی:

ژباړه: د سعد بن ابراهيم څخه روايت دی چې عمر بن خطاب رضي الله عنه وفرمايل: زه ستاسو لپاره د ژوند په چارو کې له ناپوهۍ/کم عقلۍ څخه تر تنګلاسۍ ډېر وېره لرم؛ ځکه چې د فساد او بې‌نظمۍ سره هېڅ شی نه پاتې کېږي، او د اصلاح سره هيڅ شی نه کمېږي.

يعني د ژوند په برخه کې ناپوهي چې د مال د بې ځايه مصرف او لګښت سبب جوړيږي يا مالي چاري سمي نه سي مديريت کولای، د مال تر کمښت او فقر ډېره خطرناکه ده ځکه که څوک لږ مال ولري او هغه سم مديريت کړي د هيڅ مشکل سره نه مخامخ کيږي خو که څوک ډېر مال ولري ولي سم يې مديريت نه کړي او په لګښت کې سپما ونکړي دا له هر لحاظه ډېر خطرناکه دی او د ځانه سره ډېري ستونزي لري.

عن سعد بن إبراهيم قال : قال عمر: الخُرقُ فِي المَعِيشَةِ أَخوَفُ عِندِي عَلَيكُم مِنَ العَوَز؛ لِأَنَّهُ لَا يَبقَى مَعَ الفَسَادِ شَيءٌ، وَلَا يَقِلُّ مَعَ الإِصلَاحِ شَيءٌ.(الزهد لوکيع: 462)
مولوي نورالحق مظهري

د دین لپاره د یو چا معرفي کول:

ژباړه: امام مسلم رحمه الله فرمايي: ما ته عمرو بن علي خبر راکړ، هغه وويل: ما د يحيی بن سعيد څخه واورېدل چې ويل يې: ما د سفيان ثوري، شعبه، مالک او ابن عيينه څخه د هغه چا په اړه پوښتنه وکړه چې په احاديثو کې قوي نه دی او ما ته يو څوک راځي او د ده په اړه پوښتنه راڅخه کوي؛ هغوی راته وويل: ته هم ورته ووايه چې دی په احاديثو کې قوي نه دی.

يعني کوم څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې مهارت و نه لري نو کله چې يو څوک د ده په اړه ستا څخه پوښتنه کوي ته رښتيا ورته ووايه او دی ورته سم معرفي کړه د ده حال مه ورڅخه پټوه، ځکه دا د دين خبره ده که ته دی ورته معرفي نه کړې نو ممکن دا سړی د ده څخه ناسم احاديث واوري او هغه په سم باندې ورڅخه ومني بيا يې تر نورو پوري ورسوي چې د دې څخه بيا په ديني برخه کې ډېر مفاسد رامنځ ته کيږي.

که موږ قياس وکړو نو داخبره به له ورايه راته ثابته سي چې په فقهي مسائلو کې د ناپوه او نابلده سړي سره هم بايد همداسي وسي.
کوم څوک چې په فقهي مسائلو باندې نه پوهيږي او هغه خلکو ته غلط رسوي نو که څوک د هغه په اړه زموږ څخه پوښتنه کوي موږ يې بايد ورته معرفي کړو تر څو د فقهي مسائلو په نقل کې د بې غورۍ مخه ونيول سي او ناپوه انسان ته خلک د عالم په سترګه و نه ګوري.

دې کړني ته باید موږ د غیبت او دښمنۍ نوم ورنکړو بلکې دا د رښتیني عالم وظیفه او صلاحیت وبولو ځکه په دې کې ملامتیا د هغه چا په غاړه ده چې عالم نه دی خو خلکو ته ځان د عالم په نامه معرفي کوي، په مسائلو یې سر نه خلاصیږي خو خلکو ته ځان په مسائلو باندې پوه ښکاره کوي او په دیني برخه کې د تدریس لیاقت و نه لري خو خلکو ته ځان لوی مدرس معرفي کوي.

البته دې خبري تا باید موږ غور وکړو چې د هر چا په معرفي کولو کې هماغه څه ووایو چې موږ ته په یقین ثابت وي د ځانه څخه درواغ پسې و نه تړو او تهمت ورباندې و نه وایو.

همداسي کوم خلک چې ځانونه تکړه علماء نه معرفي کوي او د ملاتوب یا مولوي توب دعوه نه کوي خو ځیني مسائل یې د علماؤ څخه یا په خپله مطالعه باندې سم زده کړي وي هغوی په ټولنه کې د زده کړو مسائلو د رسولو څخه بند نه کړو او داسي محدودیت وضع نه کړو چې د دین هره سخته او آسانه خبره به د مولوي صاحب یا مولانا صاحب د آدرس څخه خلکو ته ویل کیږي تر څو خدای مکړه د امربالمعروف او نهي عن المنکر ستره دنده پاته نه سي او په دین کې د مشهورو مسائلو رسول بند یا ټکنۍ نه سي.

وَحَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ عَلِىٍّ أَبُو حَفْصٍ قَالَ سَمِعْتُ يَحْيَى بْنَ سَعِيدٍ قَالَ سَأَلْتُ سُفْيَانَ الثَّوْرِىَّ وَشُعْبَةَ وَمَالِكًا وَابْنَ عُيَيْنَةَ عَنِ الرَّجُلِ لاَ يَكُونُ ثَبْتًا فِى الْحَدِيثِ فَيَأْتِينِى الرَّجُلُ فَيَسْأَلُنِى عَنْهُ. قَالُوا أَخْبِرْ عَنْهُ أَنَّهُ لَيْسَ بِثَبْتٍ.[مقدمة صحيح مسلم38]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۳/۲۳

د اولو الامر او مشرانو د اطاعت ګټي:

د اولوالامر اطاعت يو د هغو کارونو څخه دی چې د انسان لپاره په هغه کې ډېري ګټي او فايدې نغښتي دي او چې کله يې انسان په خپل ژوند کې عملي کړي ارومرو يې مثبت تأثير ويني چې موږ د اطاعت ځيني ګټي په لاندې ډول بيانوو:
۱ - د الله تعالی رضا او ثواب ترلاسه کول: په دې خاطر چې د اولوالامر اطاعت د الله تعالی غوښتنه ده او چې څوک يې کوي هغه په اصل کې د الله تعالی امر پر ځای کوي نو معلومه خبره ده چې په اطاعت سره انسان د الله تعالی رضا او خوشحالي تر لاسه کولای شي.

۲ - د ټولنې نظم او امن ساتل: په دې خاطر چې اطاعت د اولوالامر سره يو ډول مرسته ده او په ټولنه کې د ځان ځانۍ او بې نظمۍ مخه ورباندې نيول کيږي نو په اطاعت باندې د ټولني نظم او امن ساتل کېدلای شي.

۳ - د فتنو او انارشۍ مخنيوي: کله چې خلک د اولوالامر اطاعت وکړي طبعا په حکومتولۍ او رعيت چلوني کې مرکزيت رامنځته کېږي چې هر څوک ځان واکمن نه ګڼي او ملت پر څو ټوټو د ويشل کېدلو څخه ساتل کيږي چې ورسره جګړې او اختلافات له منځه ځي او د ډېرو فتنو مخه ورباندې نيول کيږي.

۴ - د ګناه او عذاب څخه خلاصون: له دې کبله چې په اطاعت کې ثواب پروت دی او د الله تعالی د خوشحالۍ سبب جوړيږي نو څوک چې اطاعت کوي هغه د ګناه او الهي عذاب څخه خلاصون مومي.

۵ - د امت قوت او عزت: له دې امله چې اطاعت د صفونو يووالی، د امر يووالی او د عمل يووالی راولي او په نظام کې د دښمن د نفوذ مخه نيسي، همداسې په حکومتولۍ کې د وېش مخنيوی کوي نو په اطاعت سره د امت قوت او عزت ساتل کېدلای شي، چې دا خبره په تاريخي سندونو باندې ثابته ده ځکه کله چې مسلمانانو د خپلو شرعي مشرانو اطاعت کوی، نو له اندلس څخه تر هند او چين پورې يې واکمني درلودل او د نړۍ تر ټولو قوي امت وو، خو کله چې په مسلمانانو کې بغاوت عام شو نو د تاتاريانو، صليبيانو، يهودو او نصارا تر پښو لاندې شوه. نو داسي ويلای شو چې د اولوالأمر اطاعت د امت د قوت اصلي محور دی او بغاوت يې د تباهۍ لومړی ګام دی.

۶ - د جاهليت پر مرګ د مړيني څخه نجات: په دې سبب چې پر هر انسان باندې د خپل وخت د امام پېژندل او د هغه اطاعت کول ضروري دی نو څوک چې خپل امام پېژني او د هغه اطاعت کوي ان شاء الله، الله تعالی به يې مړينه پر خير کړي او د جاهليت له مرګ څخه به يې وساتي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۳/۲۱

حرفه او کسب د انبياؤ سنت دی:

1 – عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي: آدم عليه السلام کروندګر و، نوح عليه السلام ترکاڼ(نجار) و، ادريس عليه السلام خياط و، ابراهيم او لوط عليهما السلام کروندګر وه، صالح عليه السلام تجار و، داود عليه السلام د زغرو او وسلو جوړوونکی و او ابراهيم، شعيب او محمد عليهم السلام شپانه وه.(مختصر منهاج القاصدين:1/82) 

2 – د ځينو احاديثو او كتابونو څخه بيا داسي معلوميږي چې داود عليه السلام شپانه و، زکريا عليه السلام نجار و،  يوسف عليه السلام لومړی هغه څوک چې کاغذ يې جوړ کړ، سليمان عليه السلام لومړی هغه څوک و چې  صابون يې جوړ کړ، لومړی هغه کس چې پر آس سپور سو اسماعيل عليه السلام و، لومړی هغه کس چې د جنګ لپاره يې وسلې جوړي کړې سليمان عليه السلام و.(صبح الاعشي في صناعة الإنشاء: 1/488)

3 – د قرآن شريف د آيتونو څخه له ورايه ښکاري چې عيسی عليه السلام د ډاکټرۍ کارونه کول ځکه د ده په لاس مادرزادي ړانده او د پيس ناروغان جوړېدل او د الله تعالی په قدرت يې مړي ژوندي کول او ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام بنائي کړېده ځکه کعبه شريفه ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام جوړه کړه.
نو د ځان لپاره يوه حرفه يا کسب انتخابول يا په خپل لاس کار کول د انبياؤ سنت دی نه بايد څوک په وشرميږي او نه يې بايد څوک ناديده ونيسي ځکه که حرفه او کسب نه وي د دنيا ډېری کارونه به معطل پاتي شي چې ورسره به انسانان په خپل ژوند کې د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
مولوي نورالحق مظهري

هغه کارونه چې مسلمان بايد په کلکه ځان ورڅخه وساتي:

۱-  کفر او شرک.
۲-  زنا او بې‌حیایي.
۳-  د شرابو څښل.
۴-  غلا کول.
۵-  د مسلمان ناحقه وژل.
۶-  د درواغو شاهدي ورکول.
۷-  په درواغو قسم خوړل.
۸-  دجهاد له ډګره له عذر څخه پرته تېښته کول.
۹-  سود خوړل.
۱۰-  د یتیم مال خوړل.
۱۱-  د خپلوۍ او صله رحمي پرېکول.
۱۲-  دروغ ویل، په ځانګړي ډول پر رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ تړل.
۱۳-  په رمضان کې له عذر پرته قصداً روژه ماتول.
۱۴-  په پیمانه او وزن کې کمی کول.
۱۵-  لمونځ له خپل وخت مخکې یا وروسته اداء کول.
۱۶-  د اسلام د ارکانو څخه د کوم رکن پرېښودل.
۱۷-  د الله تعالی له رحمته ناهیلي کېدل او د هغه له عذاب او نیونې څخه ځان خوندي ګڼل.
۱۸-  له مجبوریب(اضطرار) پرته مرداره یا د خنزیر غوښه خوړل.
۱۹-  غیبت او چغلګري کول.
۲۰-  قمار کول.
۲۱-  اسراف او بې‌ځایه لګښت کول.
۲۲-  په ځمکه کې فساد خپرول.
۲۳-  لارشکونه او د خلکو د لارې نیول.
۲۴-  پر وړو او کوچنيو ګناهونو دوام کول.
۲۵-  پر ګناه باندې د نورو انسانانو مرسته کول او خلک ګناهونو ته هڅول.
۲۶ -  له عذر پرته د خلکو په وړاندې یا په بل ځای کې د عورت ښکاره کول.
۲۷-  ځان وژل یا د خپل بدن کوم غړی له منځه وړل.
۲۸-  د تقدیر څخه انکار کول.
۲۹-  د خلکو سره خیانت او دوکه کول.
۳۰-  د کاهن یا نجومګر د خبرو تصدیق کول.
۳۱-  د مخلوق په نوم د حیوان ذبح کول.
۳۲-  خلکو ته د ګمراهۍ بلنه ورکول.
۳۳-  په حرم کې بې‌حرمتي او د هغه د حرمت ماتول.
۳۴-  جاسوسي کول.
۳۵-  ښکنځل کول، په ځانګړي ډول چا ته « کافر» ویل.
۳۶-  د بل چا کور یا ځای ته له اجازې پرته ننوتل.
۳۷-  د خلکو مالونه په زور اخیستل.
۳۸-  رشوت اخیستل.
۳۹-  حرامو شیانو ته کتل.
۴۰-  له نامحرمې ښځې سره یوازې کېدل.
۴۱-  پر چا د بدکارۍ تور لګول، لکه: د «فاجر» ویل.
۴۲-  لعنت ویل، که څه هم حیوان ته وي.
۴۳-  د شعر په ژبه سپکي او بدي خبري کول.
۴۴-  د خلکو کورونو ته په پټه کتل.
۴۵-  له درې ورځو څخه زیات له مسلمان ورور سره اړیکه پرېکول.
۴۶-  له علم پرته ډېرې شخړې او جنجالونه کول.
۴۷-  د ورېښمو اغوستل او ماشومانو ته يې هم اغوستل.
۴۸-  د خوراکي توکو احتکار کول.
۴۹-  د جمعې د لمانځه پر مهال پېر او پلور کول.
۵۰-  د محرم خپلوانو ترمنځ (لکه مور او ماشوم يا کوچنی او لوی ورور) جلاوالی اچول.
۵۱-  بدبویه او خوسا خواړه خوړل.
۵۲-  د نجاستونو خوړل یا استعمالول، لکه وینه او نور.
۵۳-  خلکو ته ضرر رسول، که څه هم د سترګو په اشاره وي.
۵۴-  په داسې ځای کې سجده کول چې د ساجد مخې ته انځور وي.
۵۵-  د سرو او سپینو زرو لوښو استعمالول.
۵۶-  د یوه سړي لخوا بل سړی پر خوله باندې ښکلول.
۵۷-  له عذر پرته عبادت باطلول.
۵۸-  له عذر پرته جمعه او جماعت پرېښودل.
۵۹-  تر مړښت زیات خوراک کول.
۶۰-  بدګماني کول.
۶۱-  حسد کول.
۶۲-  تکبر کول.
۶۳-  ځان خوښونه (عجب)
۶۴-  ریا او ځان ښودنه.
۶۵-  د خطبې او د قرآن د تلاوت پر مهال خبرې کول.
۶۶-  په ښو کارونو کې د وعدې خلاف کول.
۶۷-  په امانت کې خیانت کول.
۶۸- په باطلو او بې‌ګټې خبرو کې ځان بوختول.
۶۹-  د رازونو افشا کول.
۷۰-  د خرڅلاو یا بل شي په وسیله د لارې بندول.
۷۱-  مشروع تړون ماتول.
۷۲-  تعصب کول.
۷۳- مداهنه (د دین په زیان چاپلوسي او ناروا نرمښت کول).
منبع: العقيدة الإسلامية لمحمود آفندي الحمزاوي.
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۳/۱۳

د ادارې د پرمختګ اصول او د بريالۍ رهبرۍ لارې:(دويمه او آخري برخه)

د هرې ادارې بريا او پرمختګ تر ډېره بريده د هغې د رهبرۍ په څرنګوالي، د کارکوونکو په وړتياوو او د اداري اصولو په سمه پلي کېدنه پورې تړلی وي. هغه اداره چې په کې د مسئوليت احساس، مسلکي وړتيا، متقابل درناوی او منظم کاري چاپېريال موجود وي، نه يوازې خپلې موخې په ښه ډول ترلاسه کوي، بلکې د خلکو باور او اعتماد هم خپلوي. برعکس، که په يوه اداره کې بې نظمي، غير مسلکي توب، کمزوری تعهد او ناسمه کاري فضا حاکمه وي، نو د پرمختګ پر ځای د ستونزو او ناکاميو سره مخ کېږي.

د دې ليکني په تېره برخه کې مو د ادارې د پرمختګ او بريالۍ رهبرۍ ځينې مهم اصول بيان کړل. په دې وروستۍ برخه کې به د هغو نورو بنسټيزو او اغېزناکو اصولو په اړه خبرې وکړو چې د ادارې د ځواکمنتيا، د کارونو د چټکتيا، د کارکوونکو د همغږۍ او د اداري موخو د بريالۍ ترلاسه کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

3 – په اداره کې د اخلاص او تعهد تر څنګ مسلکي توب ته هم ترويج ورکړل شي، په دې معنی سره چې د ادارې د رئيس په شمول ټول کارکوونکې بايد ځانونه په خپلو کارونو کې مسلکي کړي؛ لومړی خو بايد غير مسلکي کس و نه ګمال شي خو که بالفرض ګمارل کيږي بيا نو لازمه ده چې د کارکولو سره هم مهاله خپل کارونه په خپله زده کړي او د ځان څخه مسلکي جوړ کړي؛ د مسلکي څخه مو هدف دا دی چې خپل ټول کارونه اساسي زده کړي.

په شريعت کې دا اصل دی چې پر هرې وظيفې بايد اهل کس وګمارل شي چې هم امين وي او هم د کار کولو توان ولري ځکه که امين نه وي په وظيفه کې خيانت ورڅخه کيږي چې طبعا د کار پر کميت او کيفيت اغيزه اچوي او که د کار کولو توان و نه لري يعني کار يې نه وي زده نو هرو مرو کارونه د خنډ او ځنډ سره مخامخ کيږي. کله چې يوسف عليه السلام د مصر د باچا څخه پر خزانه دارۍ د ده د ګمارني غوښتنه کوي داسي ورته وايي: قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ.(يوسف: 55) ژباړه: ما پر خزانو د ځمکي مسئول وګرځوه بېشکه زه ساتونکی او پوه يم. يعني زه امانتداره هم يم او کار مي هم زده دی ځکه بېله آمانتدارۍ او زده کړي څخه د کار سرپرستي په سمه توګه نه شي کېدلای.

کله چې د شعيب عليه السلام لوڼي خپل پلار ته هغه ته د اجرت ورکولو وړانديز کوي نو د هغه په صفاتو کې وايي: إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ. (القصص: 26) ژباړه: بېشکه چې بهترينه هغه څوک چې تا ورته مزدوري ورکړېده قوي او امانتداره دی. يعني دی د مزدورۍ لائق دی ځکه د کار کولو هم توان لري او هم په کار کې امانتدار دی.

4 – په اداره کې د محبت او متبادلي همکارۍ فضاء حاکمه شي؛ تر څو د ټولو کارونو په کولو کې همږغي موجوده وي او هر څوک د خپل ملګري په څنګ کې د امنيت او خوشحالۍ احساس وکړي ځکه په اداره کې ښه اخلاق او تعاملي پاليسي د دې سبب جوړيږي چې انسان دي د خپلو ملګرو او مراجعينو سره په صداقت، مهربانۍ او زغم سره چلند وکړي.

5 – په اداره کې په يو ځل د کارونو د حجم ډېرېدلو څخه مخنيوی وشي؛ ځکه د کارونو د حجم ډېرېدل هرومرو د ځانه سره په کاري برخه کې خنډ او ځنډ لري او د دې لامل جوړيږي چې کارونه دي په سطحي ډول تر سره شي او يا دي هم تنها د اسنادو شتون ته ارزښت ورکړل شي بېله دې چې کوم کار تر سره شوی وي چې دا بيا په حقيقت کې يو ډول تزوير او د واقعيت خلاف عمل دی.

6 – د اداري اخلاقو سره هر څوک پوره بلدتيا ولري؛ ځکه اداري اخلاق د کارکوونکو په چلند او د کار په چکټيا کې ډېره لويه اغېزه لري چې مراعات کول يې په هر لحاظ په اداره کې د همږغۍ او بالمقابل احترام سبب جوړيږي چې هر کار کوونکی د بل کار کوونکې په شتون کې د ځان لپاره بری او کاميابي ويني او د خوشحالۍ احساس کوي، همداسي مراجعينو ته د پر وخت خدمتونو د عرضه کولو لپاره ډېر مؤثر تماميږي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۳/۰۹

د ځينو خلکو غلط فرهنګ:(شرعي مسئله)

په شريعت کې په رضاع سره داسي حرمت ثابتيږي لکه په نسب سره چې ثابتيږي ځکه نو رضعي پلار او مور او رضعي اولادونه همداسي رضعي وړونه او خويندي بايد هميشه سره وپېژني او ارتباط سره ولري تر څو سره بېګانه نه سي او يو وخت يې د نکاح کولو رابطه سره پيدا نه سي. خو له بده مرغه چې په ځينو خلکو کې داسي رواج دی چې ماشوم ته ښځه خپلي شيدې ورکوي بيا يې هسي پسې پرېږدي او شناخت ورسره قطعه کوي چې په تېرېدلو سره د زمانې يو وخت د دوی د اولادونو نکاح سره کيږي چې قطعا حرام او ناروا عمل دی او ځيني وختونه خو داسي هم پيښ سوي وي چې د نکاح کولو وروسته جګړې او جنجالونه وي چې ښځه وايي ما شيدې ورکړي هغه بل يې نه ورسره مني، دا ټوله په دې خاطر کيږي چې دوی روابط سره قطع کړي دي او سره بېګانه سوي دي.

نو کله چې ستا مېرمن کوم ماشوم ته تی/ شيدې ورکوي دغه ماشوم ستا اولاد ګڼل کيږي او ستا او د ده تر منځ په پوره توګه حرمت ثابت دی؛ ته د ماشوم پلار يې، ستا مېرمن يې مور ده، ستا لوڼي يې خويندي دي، ستا زامن يې وړونه دي، ستا خويندي يې عمه ګاني دي، ستا وړونه يې کاکاګان دي، ستا د مېرمني خويندي يې خاله ګانې دي او ستا د مېرمني وړونه يې ماماګان دي او دغه ماشوم ستاسي په کور کې په پوره توګه محرم دی ځکه نو بايد دی ستاسي سره او تاسي د ده سره روابط ولری تر څو سره بېګانه نه سي او په آينده کې پورته ستونزي او مشکلات ورڅخه پيدا نه سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۳/۰۵

د اختري(قرباني) په اړه د عوامو ځيني غلطياني:

د اختري په اړه دغه لاندې شيان چې په ځينو ځايونو کې رواج دي هيڅ اصل او حقيقت نه لري موږ بايد ځان ورڅخه وساتو:
۱ – مخکې تر حلالولو د اختري سترګي په رانجو او يا بل شي باندې تورول.

۲ – د اختري په خوله باندې مالګه يا شيريني ورکول او هغه بيا تر څه وخته د تبرک لپاره ساتل.

۳ – د اختري ورېښتيان يا پړی د تبرک لپاره د ځانه سره ساتل.

۴ – د اختري د حلالولو په وخت کې چې کومه وينه توی سوې وي هغه وينه اخيستل بيا مخ پر قبلې پر يو ديوال باندې د هغې مښوول.

دا هغه شيان دي چي په ځينو ځايونو کې رواج دي خو هيڅ حقيقت نه لري بايد موږ ځانونه ورڅخه وساتو.

د اختري حيوان هم لکه نور حيوانات داسي حلاليږي، شرعي دستور دا دی چې مخکې تر حلالولو د حيوان، چاړه بايد ښه تېره کړل سي او په شرعي طريقه باندې ذبح کړل سي، د اختري ذبح لکه نارينه چې يې کولای سي ښځينه يې هم کولای سي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۳/۰۲

مدبر او سياست پوه امير تقبله الله:

په دنيا کې ډېر مهم شخصيتونه تېر سوي دي چې ياد ساتل يې زموږ مسئوليت دی تر څو را روان نسلونه د هغوی په کارنامو خبر سي، د هغوی اهداف تعقيب کړي او د هغوی غوندي ځانونه جوړ کړي.

د مهمو شخصيتونو څخه يو هم شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله دی چې نظام ته د داخلېدلو څخه بيا تر شهادت پوري ټول ژوند يې د ابتکارونو، کارنامو او درسونو څخه ډک وو.

د اسلامي امارت په لومړنۍ واکمنۍ کې په ورسپارل سوې دنده کې د نوموړي ځلېدل، د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اطاعت کې مخکښي، د خپلو صلاحيتونو په ساحه کې ولس ته د پام وړ خدمتونو عرضه کول، د ملګرو لپاره پوره غمخواري او خدمت، په افغاني ټولنه کې د علماؤ او مخورو کسانو احترام ته ژمنتيا او په اسلامي زرينو اخلاقو باندې سمبالوالی ځيني هغه نوښتونه او ځانګړتياوې وې چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله يې درلودونکی وو او په خپل وخت کې د ټولو انسانانو له منځ څخه الله تعالی د دغه اخلاقي او نزاکتي بشري امتيازونو لپاره غوره کړی وو؛ الله تعالی دي شهيد امير ته جنت الفردوس په نصيب کړي.

د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ د ړنګېدلو څخه وروسته د امريکايانو په وړاندې د جهاد په پيل او غځېدلو کې د شهيد امير المؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله فعالي او نه هېرېدونکې هڅي د هيچا هېري نه دي او د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات او د ده د ټاکني وروسته د مجاهدينو کاميابه رهبري، په هيواد کې د جهادي بهير چټکتيا، په سياسي ډګر کې په نړۍ باندې د اسلامي امارت منل، د خوارجو او مغرضو کړيو په وړاندې کلک درېدل، په هيواد کې د ننه د تکړه او ويښو افغانانو سره فعاله رابطه ساتل، په ډېرو حساسو شرايطو کې او لږو امکاناتو باندې د يرغلګرو په وړاندې د نظامي جهاد ترڅنګ د نړۍ سره ديپلوماتيکي اړيکي را ژوندۍ کول، اسلامي امارت د پاڅون د نوم څخه د يوه بالقوه نظام په نوم په نړۍ کې مطرح کول هغه تاريخي نوښتونه وه چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله يې د نړۍ په کچه د اسلام په تاريخ کې د لوی او ستر رهبر په نوم وليکی؛ الله تعالی دي نوموړی په خپلو جنتونو او رحمتونو باندې ونازوي.

بېله مبالغې دا ويلای سو چې شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله څخه وروسته د سياسي اسلام او اسلامي حاکميت مجدد وو چې الله تعالی يې رهبري پر افغانانو لورولې وه، لوی رب دي د جنتونو په نازونو باندې ونازوي.

موږ ته دا لازمه ده چې د شهيد اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور تقبله الله جهادي لاره، جامع او پراخ فکر، سياسي ليدلوری، فکري استقلال او ټول شموله طبيعت تعقيب کړو تر څو لاس ته راغلی اسلامي نظام په سمه توګه سمبال کړو او ساتني ته يې لازم تدابير ونيسو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۲/۲۲

پر منبر باندې پر مشخص انسان يا مشخصي ادارې نيوکه کول:

نيوکه او انتقاد هغه شی دی چې په چوکاټ کې يې کول ګټور او مفيد تماميږي خو چې تر چوکاټ ووځي بيا نو فساد او تباهي ورڅخه پيدا کيږي ځکه بې چوکاټه او بې اصولو نيوکه په اصل کې رسوايي ده کوم چې په شريعت کې ممنوع او ناروا عمل بلل سوی دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله پر يو منکر نيوکه کول نو پر منبر به يې د چا نوم نه اخيستی او نه يې هم چا ته اشاره کول بلکې ويل به يې: مَا بَالُ أَقوَامٍ يفعَلُونَ کَذَا. يعني ولي ځيني خلک داسي کارونه کوي؟ په دې لهجه يې ځکه نيوکه کول چې هغه کسان خپلي تېروتني ته متوجه هم سي او رسوايي هم جوړه نه سي ځکه رسوايي جوړول د مسلمان سره مناسبه نه ده له همدې امله فضيل بن عياض رحمه الله فرمايي: المؤمن يَستُر وينْصَحُ والفاجر يهتِكُ ويُعيِّرُ. يعني مؤمن عيبونه پټوي او نصيحت کوي خو ګناهکاره انسان پرده څيري(عيببونه ښکاره کوي) او پيغور ورکوي.

هر څوک چې د بل مسلمان لپاره خيرخواه وي او غواړي هغه له بدو کارونو څخه را وګرځوي اصولي لاره يې دا ده چې په پټه او مخامخ خبره ورسره شريکه کړي، پر منبر په يو چا پسې بد ويل او يا پر هغه نقد کول نه تنها دا چې د مسلمان کار نه دی بلکې د ځانه سره ډېر مفاسد لري له همدې امله معمر رحمه الله ويلي: وكان السَّلفُ إذا أرادوا نصيحةَ أحدٍ، وعظوه سراً حتّى قال بعضهم: مَنْ وعظ أخاه فيما بينه وبينَه فهي نصيحة، ومن وعظه على رؤوس الناس فإنَّما وبخه.( جامع العلوم والحكم)
ژباړه: مخکنيو ښو خلکو چې به يو چا ته د نصيحت اراده وکړه نو په پټه به يې نصيحت ورته کوی آن تر دې چې ځينو ويلي دي: څوک چې خپل ورور ته د ده او هغه تر منځ تبليغ وکړي نو دا نصيحت شو او که يې د خلکو په مخ کې وکړي نو بيا يې هغه ورټی.

همداسي امام شافعي رحمه الله فرمايلي: مَنْ وَعَظَ أَخَاهُ سِرًّا فَقَدْ نَصَحَهُ وَزَانَهُ، وَمَنْ وَعَظَهُ عَلَانِيَة فَقَدْ فَضَحَهُ وَشَانَهُ. (المِنْهَاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج)
ژباړه: چا چې خپل ورور ته په پټه وعظ وکړ، هغه ته يې نصيحت وکړ او هغه يې ښايسته کړ او چا چې په ښکاره نصيحت وکړ، هغه يې رسوا کړ او عيب يې پکې پيدا کړ.

نو کله چې غواړی کوم چا ته نصيحت وکړی يا نيوکه ورباندې وکړی هيڅ وخت پر منبر د هغه کس يا د هغې ادارې نوم مه اخلئ بلکې مخامخ خبره ورسره شريکه کړئ او که د هغه کس د ليدو امکان نه وي نو بيا کولای شی بېله نوم اخيستلو په کنايه کې او په عمومي خطاب خلک په هغه منکر باندې خبر کړی تر څو خلک هم ځانونه ورڅخه وساتي او هغه کس هم ځان ته متوجه سي او د ياد منکر څخه لاس واخلي کنه نو د دې تر څنګ چې داسي نصيحت خيرخواهي نه ده او ګټه نه لري بلکې انسان د داسي کار مرتکب ګرځي چې د فضيل بن عياض رحمه الله په وينا د بد سړي کار دی او مسلمان بايد تل ځان د بد سړي د کار او هغه ته د تمايل څخه وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۲/۱۴

په انتقاد او نيوکې خوا مه بده وئ!

که يو څوک پر تاسي نيوکه يا انتقاد کوي د هغه څخه خوا مه بدوئ بلکې مننه ورڅخه وکړئ چې تاسي ته يې ستاسي عيبونه په ګوته کړي دي ځکه انسان ته خپل عيبونه نه ښکاري نو که يې څوک ورته ښکاره نه کړي ممکن ډېر وخت دی خپلو نيمګړتياوو ته متوجه نه شي چې په نتيجه کې کمال ته نه سي رسېدلی ځکه انتقاد منل کمال ته د رسېدلو يوه لاره ده.

حضرت عمر رضي الله عنه هغه چا ته دعا کړې چې د ده عيبونه ورته ښکاره کوي او فرمايي: رَحِمَ اللَّهُ مَنْ أَهْدَى إِلَيَّ عُيُوبِي(سنن دارمي:1/218)
ژباړه: الله دې پر هغه چا رحم وکړي چې زما عيبونه ماته ډالۍ کړي (يعنې راښکاره يې کړي).

په بل اثر کې راځي چې عمر رضي الله عنه وفرمايل: أحب الناس إلي من رفع إلي عيوبي.(کنزالعمال: 25573) ما ته تر ټولو خوښ انسان هغه څوک دی چې زما عيبونه ما ته په ګوته کړي.

البته کوم څوک چې پر چا باندې نيوکه يا نقد کوي هغه بايد په چوکاټ کې د ننه نقد وکړي تر څو رسوايي ورڅخه جوړه نه سي او نور فساد ورڅخه پيدا نه سي؛ په دې معنی سره چې انتقاد بايد د خيرخواهۍ او نصيحت په بڼه وي نه د تهمت او تور په بڼه، همداسي کوښښ دي وسي چې انتقاد په پټه وي نه په علني او ښکاره ډول ځکه رسوايي جوړول د مسلمان سره مناسب نه دی، فضيل بن عياض رحمه الله فرمايي: المؤمن يَستُر وينْصَحُ والفاجر يهتِكُ ويُعيِّرُ. يعني مؤمن عيبونه پټوي او نصيحت کوي خو ګناهکاره انسان پرده څيري(عيببونه ښکاره کوي) او پيغور ورکوي.

موږ بايد مسلمان ته د پيغور ورکولو او د هغه د رسوا کولو څخه ډډه وکړو، که کومه نيوکه ورباندې لرو هغه په صحيح توګه ورسره شريکه کړو تر څو هغه د ځان اصلاح لپاره فرصت پيدا کړي او په ځان کې سمون راوړي.

همداسي موږ بايد د نورو انسانانو د نيوکو او انتقادونو په وړاندې پراخه سينه ولرو، پر موږ د هغوی هرې نيوکې ته د سپکاوي او بې احترامۍ په سترګه و نه ګورو بلکې لا هم هغه کسان چې موږ ته زموږ نيمګړتياوې په ګوته کوي تشويق کړو تر څو ځانونه اصلاح کړو او د غير شعوري ګمراهۍ څخه نجات ومومو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۲/۰۸

د ثور د اتمي په اړه:

په اتمه د ثور کڅه هم د روس لاسپوڅي رژیم د نجیب په سرپرستۍ سقوط وکړ، مجاهدین کابل ته ننوتل او د جهاد او حق د بریا اعلان وسو خو د جهادي ډلو د مستقلانه ډېروالي له وجهي، په جهادي رهبرانو کي د خلوص نیت د نه موجودیت په خاطر او د واک او چوکۍ سره د محبت په سبب د میلیونونو شهیدانو ارمانونه، د مسلمان او مجاهد ولس هیلي، او د ټولو قربانیو او سرښندنو ثمره او نتیجه د خارو سره خاوري سوه.

جهادي رهبران په خپل منځ کې د واک او چوکۍ پر سر سره ښکر په ښکر سوه او د روسي اشغال او کمونیستي تخریب څخه څه ناڅه پاته هیواد یې هم کنډ وکپر کړ او د مجاهد مبارک او جهان لړزوونکی نوم یې بد کړ.

د جهادي رهبرانو تر منځ د اختلافاتو له امله په هیواد کي یې د بريا وروسته د یوه سوچه اسلامي نظام د راتللو مخه ونیول سوه او د دوی په وجود کې یې د هغه احتمالي راتګ هم ممتنع وګرځوی، ځکه هر یوه به د بل په مقابل کې هغه مفکوره درلودل کومه چې یو داړه مار یې د بل داړه مار په مقابل کې لري.

جهادي رهبرانو تر خپل منځ کي اړودوړ، ټوپک سالارۍ او پاټک اچوني ته دومره زور ورکړ چې هري سیمي به ځان ته خپلواک واکمن درلودی. 

هماغه ولس چې په خپلو وینو یې روسان ایستلو ته اړ کړه د یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ سو، ژوندون یې تر بل هر وخت ډېر تریخ سو او په پايله کې د ټول ولس سر، ناموس او مال د لیلامي سودا غوندي بې اعتباره او بې ارزښته سو.

لسګونو برخو ته د هیواد د تجزیه کېدلو سوچونه د هر سیمه ایز واکمن په ماغزو کې را ګرځېدل او هر یوه یې عملا د ځان د استقلال او خپلواکۍ نغاری ډنګولې.

خو د الله په نزد د شهیدانو د وینو د قیمت په خاطر، د مظلوم ولس د دعاء په سبب او د ځینو رښتینو جهادي مشرانو د سالم تدبیر له وجهي چې ځانونه یې په خپل منځي جګړه کې ښکېل نکړه او تل یې د پورته بحراني وضعیت څخه د هیواد د ایستلو فکر کوی د ټولو بې فکره او قدرت طلبه وسلوالو تباه کوونکې او ورانوونکې دسیسې یې شنډي کړې او د طالبانو د اسلامي تحریک په رامنځته کولو سره یې هیواد د تجزیې څخه وژغوری، همداسي هیوادوالو ته یې د آرامۍ تازه دمه ورکړه او یو ځل بیا یې په هیواد کې د یوه سوچه اسلامي نظام د راوستلو هیلي را ژوندۍ کړې.

نژدې وه چې د ټولو هیوادوالو د هیلو غوټۍ ګل سي او تازه راوتلي ګلان د مړاوي کېدلو څخه د سم غوړېدلو درشل ته ولاړ سي چي ناڅاپه یو بل نړیوال استکبار د پورته بې لارو خلکو په مرسته پر هیواد یرغل وکړ او پر هیوادوالو یې د سره څخه د تباهۍ او بربادۍ دروازې پرانیستلې.
خو د اسلامي امارت مشران د نظام په ړنګېدلو باندې نا اميده نه سوه بلکې د يرغلګرو غربيانو په وړاندي يې چټکه جهادي مبارزه پيل کړه چې د الله تعالی په فضل د څه ناڅه شل کاله اشغال وروسته د دواړو جهادي پړاوونو ثمره الله تعالی د دوی پر لاس ښکاره کړه او يو سوچه اسلامي نظام يې يو ځل بيا پر هيواد حاکم کړ. الحمدلله.

زموږ افغانانو اوسنی وظيفه دا ده چي د دغه نظام تر شا ودريږو او د هغه په سمبالښت او بقاء کې خپل مسئوليت سر ته ورسو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۲/۰۷

په اسلام کې ځان او نورو ته د ضرر رسول حرام دي:

ژباړه: ابوسعيد رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نه ضرر سته او نه تاوان رسول؛ څوک چې بل ته ضرر ورسوي، الله به هغه ته ضرر ورسوي، او څوک چې له بل سره سختي وکړي، الله به پرې سختي وکړي.

د دې حديث په تشريح کې علماؤ ليکلي دي: دلته ممکن د "ضرر" او "ضرار" لفظونه په يوه معنی وي او د تأکيد لپاره راغلي وي، يعني هيڅ وخت مسلمان ته د ضرر او تاوان رسول نه روا کيږي بلکې معاهد کافر او حيوان ته هم بې ضرورته تاوان رسول نه دی روا.

ځينو علماؤ ويلي دي: د "ضرر" معنی دا ده چې انسان خپل ګاونډي او بل چا ته ضرر و نه رسوي او د "ضرار" معنی دا ده چې ځان او نورو ته دي ضرر نه رسوي؛ هدف ورڅخه دا دی چې په اسلام کې خپل او نورو انسانانو ته ضرر او تاوان رسول حرام او ناروا دی.

ځينو علماؤ ويلي دي: د "ضرر" معنی دا ده چې يو څوک بل چا ته ضرر رسوي بېله دې چې هغه ورته ضرر رسولی وي لکه ناحقه د يو مسلمان وژل يا ځورول او "ضرار" دا دی چې دوه نفره يو بل ته ضرر او تاوان رسوي لکه تر خپل منځ جګړه کول.

ځينو علماؤ ويلي دي: "ضرر" دا دی چې په يو کار کې ستا ګټه وي خو د بل مسلمان تاوان وي او "ضرار" دا دی چې تا ته هيڅ ګټه نسته خو بل مسلمان ته تاوان دی. (المعين علي تفهم الاربعين: 1/378)

پر هر حال؛ ځان او بل مسلمان ته تاوان رسول نه دی روا، څوک چې يې کوي د دې تر څنګ چې ګنهکار به وي، الله تعالی به يې په دنيا او آخرت کې مجازات هم ورکوي او د دې په مقابل کې چې ده بل مسلمان ته تاوان رسولی دی الله تعالی به دی د داسي کار سره مخامخ کړي چې د ده لپاره تاوان وي او چې پر کوم مسلمان يې سختي کړې وي الله تعالی به د مجازات په کولو سره پر ده باندې سختي او مشقت وکړي.

نو غوره او بهتره خبره دا ده چې انسان د بل مسلمان په وړاندې داسي اخلاقي پاليسي غوره کړي چې په هيڅ وخت کې مسلمان ته تاوان و نه رسوي بلکې کوښښ وکړي چې په هره وسيله او هر وخت کې چې وي مسلمان ته ګټه ورسوي.

عن أبي سعيد الخدري رضى الله تعالى عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال لا ضرر ولا ضرار من ضار ضاره الله ومن شاق شاق الله عليه.(المستدرک للحاکم: 2345)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۱/۲۴

پر شاګرد باندې د استاذ حقوق او آداب:

ژباړه: ابي امامه رضي الله فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هرڅوک چې يو بنده ته د الله د کتاب يو آيت زده کړي بس هغه د ده سرپرست دی ده ته دا نه ښايي چې هغه خوار کړي او نه دي هم پر هغه باندې بل څوک غوره کوي.

توضيح: يعني څوک چې بل انسان ته د قرآن څخه يو آيت ور زده کړي هغه ښوونکی د ده سرپرست او مشر سو د زده کوونکې لپاره دا ضروري ده چې د هغه ښوونکې احترام به کوي، هغه به نه خواروي او بل چا ته به پر هغه باندې ترجيح او غوراوئ نه ورکوي.

برهان الدین الزرنوجي رحمه الله په خپل کتاب"تعليم المتعلم" کې د استاذ په حقوقو کې وايي: د استاذ د احترام د جملې څخه دا دی چې شاګرد دي په تللو کې د استاد تر مخه پر لارې نه ځي، د استاذ پر ځای دي نه کښېني، د استاذ په مخ کې دي د هغه بېله اجازې په خبرو پيل نه کوي، د استاذ مخ ته دي ډېري خبري نه کوي، د استاد د ستړيا په وخت کې دي پوښتنه نه ورڅخه کوي او د وخت مراعات دي کوي، د استاذ دروازه دي نه ټکوي بلکې صبر دي وکړي تر څو استاذ د کور  څخه ورته را ووځي، هميشه دي کوښښ وکړي چې استاذ خوشحال وساتي، د استاذ د قهرجن کولو څخه دي ځان وساتي او په ښه کار کې دي د استاذ اطاعت وکړي.(تعليم المتعلم:14)

امام نووي رحمه الله د استاذ ځينو حقوق په لاندې ډول ذکر کړي دي:
1 - شاګرد بايد خپل استاذ خوشحاله وساتي که څه هم د شاګرد د رأي او نظر خلاف کار وي.
2 -  شاګرد بايد خپل د استاذ مخ ته د چا غيبت ونکړي.
3 -  شاګرد بايد د خپل استاذ رازونه او اسرار افشاء نکړي.
4 - شاګرد بايد د خپل استاذ په غياب کې که يې څوک غيبت کوي د هغه دفاع وکړي که يې دفاع نسوه کولای د هغه مجلس څخه دي ولاړ سي.
5 - شاګرد دي پر استاذ بېله اجازې نه داخليږي.
6 -  شاګرد بايد خپل استاذ ته د پوره احترام په سترګه وګوري، د ده پر پوره کمال باندې باور ولري او د ده پر معاصرينو باندې ده  ته ترجيح ورکړي.

امام شافعي رحمه الله فرمايي: ما به د امام مالک رحمه الله په مخ کې د ده د هيبت له کبله د کتاب پاڼه په ډېره آرامه سره اړول تر څو چې دی د پاڼي ږغ وا نه وري.
ربيع رحمه الله فرمايي: ما به د امام شافعي رحمه الله په مخ کې د ده د هيبت له کبله د اوبو څښلو جرأت نه سو کولای.(المجموع شرح المهذب)

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمْ:"مَنْ عَلَّمَ عَبْدًا آيَةً مِنْ كِتَابِ اللَّهِ، فَهُوَ مَوْلاهُ لا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَخْذُلَهُ، وَلا يَسْتَأْثِرَ عَلَيْهِ".(المعجم الکبير للطبراني:7404)
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۱/۱۹

نرمي او نرم خويي د انسان لپاره کمال دی:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو څخه داسي ښکاري چې نرمي او نرم خويي د انسان لپاره کمال، نيکمرغي او ښايست دی خو د دې پر عکس سختي او تندخويي د انسان لپاره نيمګړتيا، بدمرغي او بدرنګي ده لکه په لاندې احاديثو کې چې راځي:

1 - عَنْ عَائِشَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: إِنَّ الرِّفْقَ يُمْنٌ، وَإِنَّ الْخُرْقَ شُؤْمٌ، وَإِنَّ اللَّهَ إِذَا أَرَادَ بِأَهْلِ بَيْتٍ خَيْرًا أَدْخَلَ عَلَيْهِمْ بَابَ الرِّفْقِ، وَإِنَّ الرِّفْقَ لَمْ يَكُنْ فِي شَيْءٍ إِلَّا زَانَهُ، وَإِنَّ الْخُرْقَ لَمْ يَكُنْ فِي شَيْءٍ إِلَّا شَانَهُ.(مکارم الأخلاق للخرائطي: 696)
ژباړه: عائشه رضي الله عنها د رسول الله صلی ا لله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: يقينا چې نرمي(نرم خويي) نيکمرغي ده او سختي(تند خويي) بدشګوني(بدمرغي) ده او کله چې الله تعالی د يو کور لپاره د خير اراده وکړي نو پر هغوی د نرمۍ دروازه را خلاصه کړي او نرمي په هيڅ شي کې نه راځي مګر دا چې هغه ښکلی کوي او سختي په هيڅ شي کې نه راځي مګر هغه بدرنګه کوي.

2 - عن جَرِيرِ، قال: قال رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم-: مَن يُحرَم الرّفْقَ يُحْرَم الخيرَ كُلَّهٌ. (سنن أبي داود: 4809)
ژباړه: څوک چې د نرمۍ(نرم خويۍ) څخه محروم سو هغه د ټوله خير څخه محروم سو.

نو کوښښ وکړئ چې هر ځای کې د هر مسلمان سره نرم خويي وکړئ او د تند خويۍ څخه ځان وساتئ؛ که په خپل کور کې ياست د خپلي مېرمني او اولادونو سره نرم خويي وکړئ، که په کلي ژوند کوی د خپلو خپلوانو او کليوالو سره نرم خويي وکړئ او که په کومه اداره کې مشري، سرپرستي يا وظيفه کوي د هغې ادارې د نورو کارکوونکو سره نرمي او نرم خويي وکړئ او کوښښ وکړئ چې ځانونه د تندخويۍ او سختۍ څڅه وساتئ تر څو خدای مکړه د خير او ښېګڼي څخه محروم نه سی، بدمرغي مو په نصيب نه سی او په بدجنسه انسانانو کې شمېر نه سی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۱/۱۳

د غاصبو اسرائيلو بربريت او د نړيوالو جرم شريکي:

د غاصبو او ظالمو اسرائيلو پارلمان د فلسطيني بنديانو د اعدام کولو قانون تصويب کړی دی چې له مخي به يې دوی په علني ډول هغه بنديان اعداموي چې دوی يې غواړي.

که دا قانون له يوې خوا د اسرائيلي غاصب او ظالم رژيم بربريت په ډاګه کوي له بلي خوا د نړيوالي ټولني جرم شريکي او د مسلمانانو بې غيرتي هم په ننداره اچوي ځکه د نړۍ د لويو هيوادونو چوپتيا او په اصطلاح د ملګرو ملتونو د سازمان بې تفاوتي د دې لوی دليل دی چې دوی د اسرائيليانو سره په جرم کې شريکان دي او د اسلامي هيوادونو مرګونی سکوت دا جوتوي چې د اسلامي هيوادونو واکمنان د بې غيرتۍ له کبله يا د امريکا له ويري حتی خپل ساده ږغ لا نه شي پورته کولای.

الله تعالی دې د غريبو فلسطينانو مرسته وکړي او مسلمانان دې الله تعالی د غفلت له مرګوني خوب څخه را ويښ کړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۱/۱۰

علم تر عقل غوره دی:

علامه ملاحسين ابن اسکندر الرومي الحنفي په خپل کتاب" مجمع المهمات الدينية  علي مذهب السادة الحنفية" کې د بحرالکلام کتاب په حواله ويلي دي: علم تر عقل غوره دی. بيا يې فرمايلي دي: په التمهيد في معرفة التوحيد کتاب کې راغلي دي: صحيح خبره دا ده چې علوم څو ډوله دي: يو علم پر الله تعالی دی، بل علم پر دين دی او بل علم پر شريعتونو دی، دغه علم تر عقل غوره دی ځکه بنده د عقل په نه شتون کې نجات پيدا کولای سي خو د دين په نه شتون کې نجات نه سي پيدا کولای او بله خبره دا ده چې هر عاقل په زده کړي او طلب سره د دې علم مخاطب او مأمور دی او بېله علم څخه د معرفت او دين لکه د کارونو علم، د کسبونو علم، نحو او طب نو عقل بيا تر هغو غوره دی.(مجمع المهمات الدينية  علي مذهب السادة الحنفية: 129)

تشريح: يعني هغه علم چې انسان په هغه سره الله تعالی پېژني او شريعت زده کوي هغه تر عقل غوره دی ځکه داسي کېدلای سي چې د عقل په نه شتون کې دي انسان نجات پيدا کړي لکه ماشوم او ليونی خو د دين په نه شتون کې څوک نجات نه سي پيدا کولای او بله خبره دا ده چې هر عاقل د ديني علم په زده کولو سره مکلف دی له همدې داسي ويلای سو چې علم تر عقل غوره دی.

نو ګرانو مسلمانانو وړونو! د علم په زده کولو کې ډېره هڅه وکړئ او خپل اولادونه هم د علم د زده کړي لپاره وقف کړئ تر څو هم تاسي او هم ستاسې اولادونه د غوره انسانانو په نوملړ کې داخل سی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۱/۰۶

ذکريه کومه ډله ده او محمد اټکي څوک دی؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
ذکريه هغه ډله ده چې د محمد اټکي لخوا د پاکستان د پنجاب په اتک کلي کې رامنځته شوې ده. ښاغلی محمد اټکي په ۹۷۷هـ ق کال کې زیږېدلی او په ۱۰۲۹هـ ق کال کې وفات شوی دی نوموړی د سيد محمد جونپوري د غير مستقيمو مريدانو او په ډېره کلکه د هغه د لارويانو .څخه و. هغه په لومړیو کې ځان د مهدی موعود (چې هدف یې سید محمد جونپوري دی) ځای ناستی باله، وروسته یې د مهدویت دعوه وکړه، بیا یې د نبوت دعوه وکړه او په پای کې یې ځان خاتم الانبیاء وګاڼه.

ځيني وايي: د ذکريه ډلي بنسټ سيد محمد جونپوري ايښی دی چې وروسته د محمد اتکي لخوا يې دعوت په علني ډول چلېدلی دی.

د ذکريه فرقې پلويان قرآن کریم او ټول فرض عبادات لکه لمونځ، روژه، حج او زکات منسوخ ګڼي، او هغه کسان چې د دوی مخالف وي هغوی کافران بولي. دوی ذکر د لمانځه پر ځای قائم مقام ګرځوي. دا ډله د حقاني علماوو له نظره کافره بلل شوې ده.(فتاوی منبع العلوم کوه ون)

 د ذکريه فرقې اساسي عقاید په لاندې ډول دي:
د بنوري ټاون جامعې په 144307100344 نمبر فتوی کې د ذکريه فرقې ځینې عقاید په لاندې ډول ذکر شوي دي:
۱ - دوی په دې باور دي چې سید محمد جونپوري د آخرالزمان مهدي دی او همدارنګه هغه رسول هم ګڼي.

۲ - د دوی کلمه د مسلمانانو له کلمې جلا ده، کله داسې وایي: "لا اله الا الله نور پاک محمد مهدي مراد الله". (بلوچستان ګزیټر جلد ۷، آر. هیوز بلر ۱۹۰۷، مکران: ص ۱۱۹)
او کله خپله کلمه داسې وایي: "لا اله الا الله نور پاک محمد مهدي رسول الله". (ملت بیضاء ص ۱۰، عمدۃ الوسائل ص ۱۶)
همدارنګه یوه بله کلمه یې داسې ده چې په خپلو پنځه ګونو تسبیحاتو کې وایي: "لا اله الا الله الملک الحق المبین نور محمد مهدي رسول الله صادق الوعد الأمین". (ذکر توحید: ص ۹، ۱۴، ۱۶، مهدي تحریک: ص ۴۷)

۳ ـ دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ختم نبوت منکر دي او محمد اټکي خاتم النبیین بولي.(کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۴ ـ دوی محمد اټکي د خدای نور ګڼي او وایي چې ټول انبیاء کرام او ملایکې د هغه خادمان دي.(کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۵ ـ دوی د لمانځه منکر دي او د لمانځه پر ځای پنځه وخته ذکر کوي.(میں ذکری ہوں: ص ۷، عمدۃ الوسائل: ص ۲۰، مکران تاریخ کے آئینہ میں: ص ۱۰)

۶ ـ د لمانځه ادا کول کفر ګڼي او پرې ملنډې وهي. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۷ ـ دوی د رمضان د روژې منکر دي. (عمدۃ الوسائل: ص ۲۸)

۸ ـ دوی د بیت الله د حج څخه منکر دي او د حج پر ځای "کوه مراد" ته ځي چې دا غر د تربت (ضلع مکران) ته نږدې شاوخوا یو میل واټن کې موقعیت لري. (ماخوذ از مهدي تحریک: ص ۷۱، عمدۃ الوسائل: ص ۲۹، ۳۰)

۹ ـ دوی کعبه د قبلې په توګه نه مني. (عمدۃ الوسائل: ص ۳۱)

۱۰ ـ دوی د جماع او احتلام وروسته غسل نه مني. (عمدۃ الوسائل: ص ۳۳)

۱۱ ـ دوی د مړي لپاره د جنازې لمونځ نه مني، بلکې یوازې دعا کوي چې په ذکرخانه کې ترسره کېږي.(میں ذکری ہوں: ج ۱، ص ۴۵)

۱۲ ـ دوی د زکات منکر دي او پر ځای یې خپلو مشرانو ته لس فیصده مالیه ورکوي. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۱۳ ـ د دوی په اند، په نصوصو کې چې "محمد" راغلی، مراد ترې محمد اټکي دی. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۱۴ ـ د دوی په نظر، ټول هغه مسلمانان چې محمد اټکي نه مني، کافران دي. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)

۱۵ ـ دوی قرآن کریم څلوېښت پارې ګڼي. (کیا ذکری مسلمان ہیں؟)
د پورته عقایدو پر بنسټ، دا کسان د اسلام له دایرې څخه وتلي دي او د دوی په کفر کې هېڅ شک او شبهه نشته.
(ملخص از أحسن الفتاوی: ۱/۱۸۷–۱۹۷، ط: سعید، کیا ذکری مسلمان ہیں؟ (فتوای تفصیلی حضرت مولانا محمد یوسف لدھیانوی شهید رحمه الله)، ط: مکتبه بینات)
والله اعلم
دارالافتاء: جامعه علوم اسلامیه علامه محمد یوسف بنوري ټاون
د فتوی شمېره: 144307100344

۱۴۰۵/۰۱/۰۵

مهدويه څوک دي او سيد محمد جونپوري څوک دی؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
مهدويه د سيد احمد جونپوري پلويانو ته ويل کيږي چې په هند او پاکستان کې ډېر شتون لري. سيد محمد جونپوري په ۸۴۷ هـ ق کال کې د هند د جونپور په سيمه کې وزېږېد او په ۹۱۰هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۹مه، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د فراه ولايت په سيمه کې وفات شو او د فراه د هغه وخت د حاکم، چې ميرزنون نومېدی، لخوا يې جنازه په فراه ولايت کې خاور ته وسپارل شوه چې اوس يې قبر د فراه ولايت د مزار په کلي کې موجود دی او پر قبر يې ودانۍ هم په پخوا کې جوړه شوېده.

سيد احمد جونپوري په ۹۰۱هـ ق کال کې مکې مکرمې ته ولاړ او هلته يې د مهدويت دعوه وکړه، خو د هغه وخت علماوو يې بلنه رد کړه او له مکې څخه وشړل شو. بيا په ۹۰۵هـ ق کال کې د هند احمد آباد ته ستون شو او هلته يې بيا ځان مهدي موعود وباله، خو بيا هم د علماوو له خوا وشړل شو. وروسته ايران ته ولاړ او له هغه ځايه افغانستان ته راغی او هلته لکه څنګه چې مخکې وويل شول وفات شو. ( فتاوي منبع العلوم کوه ون، احسن الفتاوي، جلد ۱، صفحه ۱۹۲، و جعفري: 1343، ص 261 و مهدوي تاريخ ص 46)

سيد احمد جونپوري د احمد آباد څخه د سوله سانيج قريې ته ولاړی د هغه ځای څخه د فتن ښارګوټي ته ولاړی او د هغه ځای څخه د بدلي قريې ته ولاړی چې هلته يې د څلورم ځل لپاره د مهدويت دعوه وکړه او دا يې وويل: چې هر څوک د ده د مهدويت څخه منکر شي هغه کافر دی. وروسته علماؤ د دې ځای څخه وشړی بيا سند ته ولاړی، هلته يې بيا هم خلک خپل د مهدويت طريقې ته رابلل تر څو چې د سند حاکم د ده د وژلو امر وکړ خو وروسته تر دې چې ملګرو يې شفاعت وکړ حاکم د سند څخه د ده د وتلو امر وکړ، سيد محمد جونپوري د اته سوه نفرو سره د خراسان طرف ته ولاړی، کله چې کندهار ته ورسېدی د کندهار والي"مرزا شاه بيک" د نورو خلکو سره ورته په جامع جومات کې حاضر شو، سيد محمد جونپوري خلکو ته تبليغ وکړ خپله يې هم وژړل او نور خلک يې هم وژړول، وروسته د فراه وطرف ته ولاړی خو د هغه ځای امير "ذوالنون" يا "ميرزنون" د ده د سفر مخه ونيوله او د خراسان پاچا حسين ميرزا ته يې يو څوک واستوی تر څو د ده په اړه لارښوونه ورڅخه وغواړي چې تقريبا نه مياشتې يې وخت ونيوی خو مخکې تر دې چې د سلطان حسين ميرزا جواب را ورسيږي سيد محمد جونپوري د فراه په علاقه کې مړ شو. (نزهة الخواطر وبهجة المسامع والنواظر:4/420)

د سيد محمد جونپوري او د ده د ډلي "مهدويه" عقيده:
1 - نوموړي سره له دې چې د مهدويت دعوه يې کوله، ډېر کفري عقايد يې هم لرل لکه دا چې د خپل مهدويت منل يې پر هر چا فرض بلل او چا چې ورڅخه انکار کاوه، هغه يې کافر ګاڼه. جونپوري په دې باور و چې د هغه مريدان، پرته له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه، له ټولو انبياوو غوره او بهتره دي، او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم حديث هغه وخت د منلو وړ دی چې د جونپوري لخوا تصديق شي. آن تر دې چې ځينو ويلي دي: د ذکري ډلې اصلي مؤسس همدا جونپوري دی ځکه بنسټ او فکر يې نوموړي ايښی دی چې وروسته د محمد اټکي لخوا يې دعوت په ښکاره ډول چلېدلی دی.
2 - سيد محمد جونپوري په دې باور و چې څوک د ده د مهدويت څخه انکار وکړي هغه کافر دی.(نزهة الخواطر وبهجة المسامع والنواظر:4/418)
3 - مهدويه يا د ده ملګري په دې باور دي چې سيد محمد جنپوري تر ابوبکر، عمر، عثمان او علي غوره دی بلکې تر آدم، نوح، ابراهيم، موسی او عيسی عليهم السلام هم غوره دی.
4 - مهدويه په دې باور دي چې سيد محمد جنپوري د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په رتبه کې برابر دی که څه هم په مذهب کې د هغه تابع دی.
5 - مهدويه په دې باور دي چې سيد محمد جونپوري او محمد صلی الله عليه وسلم پوره مسلمانان دي خو د نورو انبياؤ ايمان نيمګړی دی. (نزهة الخواطر وبهجة المسامع والنواظر:4/420)
6 - مهدويه په دې باور دي چې سيد محمد جونپوري وروسته تر دې چې د رسالت او نبوت مرتبې ته رسېدلی دی په ځينو الهي صفاتو کې د الله تعالی سره شريک دی.(العرف الوردي في اخبار المهدي:2/27)
7 - مهدويه په دې باور دي چې د قرآن او حديث هر ځای چې د سيد محمد جونپوري د خبري يا کړني سره مخالف شي هغه صحيح نه دی.
8 - مهدويه په دې باور دي چې د سيد محمد جونپوري د خبري تأويل حرام دی که څه هم خبره يې د عقل سره مخالفه وي.
9 - ابو يعلی البیضاوي د جلال الدين سيوطي رحمه الله د کتاب"العرف الوردي في أخبار المهدي" په مقدمه کې ويلي دي: سيد محمد جونپوري د دې دعوه کول چې ما ته وحيي شوي دي او ويل يې: همدا نن الله تعالی زه بېله واسطې په دې باندې خبر کړم چې: ووايه زه د الله بنده او د محمد رسول الله تابع يم، د آخري زمانې محمد مهدي يم، وارث د رحمن د نبي يم، د علم الکتاب او ايمان عالم يم او د حقيقت، شريعت او رضوان بيانوونکی يم.
10 - مهدويه په دې باور دي چې هر څوک د دوی عقيده باطله بولي د هغه مرګ روا دی.(العرف الوردي في اخبارالمهدي:34)

د جونپوري سره د هرات د علماؤ بحث:
د هرات علماؤ د جونپوري څخه وپوښتل: ته پر کوم اساس د مهدويت دعوه کوې؟ هغه ورته وويل: زه يې د ځانه نه کوم بلکې د الله تعالی په امر يې کوم. د هرات علماؤ پوښتنه ورڅخه وکړه چې د مهدي د پلار نوم خو عبدالله دی او ته د سيدخان زوی يې. جونپوري ورته وويل: آيا الله تعالی پر دې باندې قدرت نه لري چې د سيدخان زوی مهدي کړي؟ بيا يې ورته وويل: ورسئ د الله تعالی څخه وپوښتئ چې ولي يې د سيدخان زوی مهدي ګرځولی دی؟ درېيم ځل يې د هرات علماؤ ته وويل: ورسئ د الله تعالی سره جګړه وکړئ چې ولي يې د سيد خان زوی مهدي کړی دی. هغه وو چې وروسته يې خپل د پلار نوم په عبدالله او د مور نوم يې په آمنه باندې واړوی.(الموسوعة العقدية:4/236 - 137)

د يادوني وړ ده چې د نوموړي قبر ته هر کال د هند څخه د ده پلويان راځي او د دې لپاره چې خلک دوکه کړي ځانونه مسلمانان او په مسلمانانو کې بيا ځانونه ديوبنديان معرفي کوي.

۱۴۰۵/۰۱/۰۳

د نوروز لمانځلو پر ممنوعيت باندې شرعي دلائل:

دا چې موږ وایو د نوروز لمانځل ممنوع او ناروا دی هدف مو هغه د مجوسیانو نوروز دی کوم چې د دوی لخوا پیل شوی او د دوی وروسته یې په ځینو سیمو کې لمانځل یو دود ګرځېدلی دی.
د مجوسیانو د نوروز په پیل کې اختلاف دی، ځیني وايي: دا ورځ د زردشت د زېږد ورځ ده له همدې امله یې مجوسيان د لوی اختر په څېر په لويومراسمو باندې لمانځي لكه نصرانيان چې هركال د عيسى علیه السلام د زېږد ورځ د ډسمبر مياشتې پر پنځويشتمه نېټه دكرسمس په نامه لمانځي، ځیني وايي: دا هغه ورځ ده كومه چې په دې ورځ كې د بلخ د نوبهار په آتشکده كې د لومړي ځل لپاره د اورپرستانو لخوا د عبادت كولو لپاره اور ولګېد، ځیني وايي: په دې ورځ كې طهومرت ومړ او جمشيد د پاچاهۍ پر تخت كښېناست نو ځكه ورته نوروز يعني نوې ورځ وايي، ځیني نور په دې عقيده دي چې نوروز هغه ورځ ده چې په دې ورځ الله پاك لمر پيدا كړی دی، ځیني دا ګمان كوي چې نوروز د افلاكو د حركت د لومړني پيل ورځ ده او ځيني نوري خبري کوي.
خو پر هر حال د نوروز ورځي د پیل دلیل چې هر شی وی د علماؤ پر دې خبره اتفاق دی چې د دې ورځي د مراسمو پیل د هوی او هوس پر اساس د کفارو لخوا سوی دی نو لکه نور کارونه چې د شریعت خلاف د نفسي غوښتنو بر اساس جوړ شوي وي ناروا دي د نوروز لمانځل هم ناروا دی، چې په تفصیلي ډول په لاندې ډول د ممنوعيت دلائل بیانولای شو:
1.د نوروز په لمانځلوکې د کفارو د نفسي غوښتنو متابعت دی، په داسي حال کې چې مسلمان د هغوی د نفسي غوښتنو د متابعت څخه صراحتا منع شوی دی. الله جل جلاله فرمایي: وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.(البقرة:145)
ژباړه: که چيري (بالفرض) ته د دوی (کفارو) د نفسي غوښتنو متابعت وکړې وروسته تر دې چې تا ته علم درکول سوی دی نو يقينا په دې وخت کې ته د ظالمانو څخه يې.
همداسي الله تعالی فرمایي: وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.(سورة المائدة: 48)
ژباړه: او ته متابعت د دوی د نفسي غوښتنو مه کوه د هغه څه نه چې تا ته د حق څخه راغلی دی، ستاسو څخه هر يوه ته مي لاره او طريقه جوړه کړېده.
همداسي الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا.(الأحزاب:1 – 2)
ژباړه: ای پيغمبره د الله څخه ووېريږه، د کافرانو او منافقينو پيروي مه کوه يقينا چې الله پوه او حکمت والا دی، او د هغه څه متابعت وکړه چې تا ته د الله له لوري د وحي په توګه راغلي دي يقينا چې الله پاک په هغه څه باندې ښه خبر دی چې تاسو يې کوی.
په پورته آیتونو کې الله پاک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي چې د کفارو د نفسي غوښتنو متابعت مه کوه ستاسو لاره د هغوی له لارې څخه بېله ده یعني د مسلمانانو لاره بېله ده او د کفارو لاره بېله ده، دلته که څه هم خطاب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دی خو حکم یې عام دی هر مسلمان ورباندې مکلف دی.

2 - د نوروز په لمانځلو کې ځان د کفارو غوندې جوړول دي سره د دې چې مسلمان صراحتا د دې کار څخه منع سوی دی. الله جل جلاله فرمایي: وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.(الحشر:19)
ژباړه: تاسو مه جوړېږئ په شان د هغو خلکو چې الله پاک يې هېرکړی دی نو دوی ځانونه هېرکړي دي، دوی هغه خلک دي چې د الله د اطاعت څخه وتلي دي.
همداسي الله تعالی فرمایی: أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.(الحديد:16)
آيا نه دی نژدې سوی هغه خلکو ته چې ايمان يې راوړی دا چې د دوی زړونه د الله د ذکر لپاره او د هغه حق څخه چې پر دوی نازل سوی دی ووېريږي، او د هغو خلکو په ډول نه شي کوم چې دوی ته مخکې کتاب ورکړل شو، بيا پر دوی باندې زمانه اوږده سوه (يعني د دوی او أنبياؤ ترمنځ ډېره زمانه تېره سوه) نو د دوی زړونه کلک سوه او ډېری د دوی فاسقان دي.
په پورته آیتونو کې الله پاک مسلمانان د دې څخه منع کوي چې ځانونه دي د کفارو غوندې جوړ کړي.

3-  د نوروز په لمانځلوکې د کفارو لوري ته شوق او ميلان دی او الله پاک مسلمانان د دې څخه په ښکاره منع کړي دي، فرق نه لري که ميلان دوی ته په دوستۍ باندې وي، که د اسلام په هکله د دوی د خبرو په منلو باندې وي اوکه د دوی په کارونو باندې په خوشحاله کېدلو باندې وي.
الله جل جلاله فرمایي: وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.(هود113)
ژباړه: تاسو ميلان مه کوئ هغه کسانو ته چې ظلم يې کړی(کافران سوي دي) نو اور به مو مسه کړي، او تاسو لره بېله الله بل هيڅ دوست نسته بيا به ستاسو هيڅ نصرت و نه سي.
په دې آیت کې الله پاک مسلمانان کفارو ته د شوق کولو او میلان کولو څخه منع کړي دي.

4- د نوروز په لمانځلوکې د کفارو سره مشابهت دی هغه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل امت ورڅخه منع کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
• عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده: أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.(سنن ترمذي 2695)
ژباړه: عمرو بن شعيب د خپل پلار څخه هغه د ده د نيکه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه نه دی هغه څوک چې ځان د غير سره زموږ(چې کافران دي) مشابه کوي، د يهودو او نصاراوو سره مشابهت مه کوئ.
• عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ.(سنن ابي داود: 4033)
ژباړه: هرڅوک چې ځان د يو قوم سره مشابه کړي، دی د هماغه قوم څخه شمېرل کيږي.
په پورته احادیثو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان د کفارو سره د مشابهت څخه منع کړی دي.

5- د نوروز ورځي پر لمانځلو باندې عملا د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا بنديز لګېدلی دی، په حديث کې راځي: 
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ: مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ.(سنن ابي داود: 1136)
ژباړه: انس رضي الله عنه فرمايي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی، د مدينې خلکو دوې ورځې لمانځلې او په هغو کې يې لوبي کولې، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا کومي ورځې دي؟ دوی ورته وويل: موږ د جاهليت په وخت کې (يعني مخکې تر اسلام) دا ورځې لمانځلې او لوبي مو پکې کولې. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغه دوو ورځو په بدل کې دوې نوري ورځې چې تر دغه دوو ورځو ډېري ښې دي درکړي چې د لوی او کوچني اخترونو ورځې دي.
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د حديث د دې جزء "قد ابدلکم بهما" له ورايه ښکاري چې د لوی او کوچني اخترونو ورځې د هغو دوو ورځو په بدل کې ورکول سوي دي، معلومه خبره ده چې د بدل ورکولو وروسته، مبدل منه چې هغه پخوانۍ ورځې دي وروسته پر خپل حال باندې نه سي پاته کېدلای. 
نو د نوروز او ميزان ورځې حرامي سوې پر ځای يې د لوی او کوچني اخترونو ورځې کښيښودل سوې.

6- د نوروز د ورځي لمانځل صحابه کرامو غندلي او مسلمانان يې د لمانځلوڅخه وېرولي دي. په اثر کې راځي:
• عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم  وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة.(سنن البيهقي الكبرى: 9/234)
ژباړه: د عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چې هر څوک د کفارو په ښارونوکې بناء وکړي، د دوی نوروز او ميزان و لمانځي او د دوی سره ځان مشابه کړي ترڅو چې پر دغه حالت باندې مړ کيږي نو دغه سړی به د دوی سره حشر کيږي.
• عن عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: اجْتَنِبُوا أَعْدَاءَ اللَّهِ فِى عِيدِهِمْ.(السنن الكبري للبيهقي: 19334)
ژباړه: حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: د الله پاک د دښمنانو د اخترونو څخه ځانونه وساتئ.
معلومه خبره ده چي " نوروز" د الله د دښمنانو اختر دی.

7 - .فقهاء کرامو د نوروز ورځي لمانځل ممنوع بللی دی.
• قال المظهر: وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.(فيض القدير شرح جامع الصغير)
ژباړه: مظهر ويلي دي: په دې خبره کې دليل دی پر دې باندې چې د نوروز او ميزان د ورځو تعظيم منع سوی دی، ابوحفص حنفي ويلي دي: څوک چې د نوروز د تعظيم په نيت يوکافر ته يوه هګۍ ورکړي، دی په دې باندې کافر سو.
•ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.(مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية)
ژباړه: کافرکيږي په وتلو سره ونوروز ته د مجوسيانو او په موافقت باندې د دوی سره په هغه کارونوکې چې دوی یې په دې ورځ کې کوي او کافر کيږي په رانيولو سره د يو شي د نوروز په ورځ کوم چې بله ورځ يې نه رانيوی. البته د نوروز د تعظيم لپاره نه په خاطر د خوړلو او څښولو، همدا راز کافر کيږي کافر ته په سوغات ورکولو سره په دې ورځ کې که څه هم يوه هګۍ وي البته په خاطر د تعظيم د دې ورځي.
پورته دلائلو ته په کتو مسلمانان بايد د نوروز ورځي د لمانځلو څخه ځان وساتي او نور مسلمانان هم د هغه د لمانځلو په ناروا والي باندې خبر کړي تر څو هيڅ مسلمان د دې ورځي په لمانځلو سره د ګناه مرتکب نه شي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۲۷

د پاکستان علماؤ او عامو مسلمانانو ته!

ګرانو علماؤ او عامو مسلمانانو وړونو! موږ نه پوهېږو چې تاسې ولي د پاکستاني ظالم نظام په وړاندې چوپ پاتې ياست؟ آيا تاسې په دې اړه مسئوليت نه لری؟ آيا د دې څخه نه وېرېږي چې په آخرت کې به الله تعالی ستاسې څخه پوښتنه وکړي؟ نور د دې ظالم نظام له ملاتړ څخه لاس واخلئ او پر ضد يې پاڅون وکړئ.

که تاسې واياست چې زموږ د عقيدې په کتابونو کې خو راځي چې د مسلمان حاکم پر ضد پاڅون نه دی روا. نو ګورئ هلته يې د حاکم سره د مسلمان قيد ذکر کړی دی چې هدف ورڅخه دا دی چې نظام اسلامي وي خو بيا هم پر ځينو کسانو ظلم کوي نو د داسي اسلامي نظام پر ضد پاڅون نه دی روا؛ د پاکستان نظام نو بيا کله اسلامي وو؟ تاسي هم په دې باندې ښه پوهېږي چې د پاکستان د خپلواکۍ څخه بيا تر اوسه پوري په پاکستان کې سيکولر نظام حاکم دی بلکې په سيکولر کې بيا ملحد او زنديق نظام حاکم دی او سيکولر نظام هيڅ وخت شرعي نظام نه شي کېدلای نو ځکه د سيکولر نظام پر ضد پاڅون نه تنها دا چې جائز دی بلکې لازم دی.

تاسې د احاديثو او تاريخ کتابونه وګورئ چې کله ابوبکر رضي الله عنه د مسلمانانو د خليفه په صفت انتخابيږي خلکو ته خطبه وايي او فرمايي: أطيعوني ما أطعت الله ورسوله، فإذا عصيت الله ورسوله فلا طاعة لي عليكم. ژباړه: تر هغه وخت پوري زما اطاعت وکړئ چې زه د الله او رسول اطاعت کوم، خو چې کله مي د الله او رسول نافرماني وکړه بيا زما لپاره پر تاسې هيڅ اطاعت نسته. 

اوس تاسې وواياست د پاکستان نظام په کوم ځای کې د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت کړی دی؟ آيا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر معطل کول د الله او رسول نافرماني نه ده؟ د همجنسبازۍ قانون پاس کول نافرماني نه ده؟ په اسلامي هيواد کې د يو غير مسلمان قاضي القضات ټاکل نافرماني نه ده؟ د مسلمانانو وژل ځان ته روا بلل نافرماني نه ده؟ په اسلامي هيواد کې د انګرېزانو قانون عملي کول نافرماني نه ده؟ د جوماتونو څنګ ته رنډۍ خانې جوړول بيا د هغو امنيت ساتل نافرماني نه ده؟ آيا د مسلمانانو په منځ کې فساد خپرول نافرماني نه ده؟ آيا د يوه اسلامي ګاونډي هيواد پر ضد خپله فضا او خاوره حربي کافر ته په اختيار کې ورکول نافرماني نه ده؟ دا ټولې د پاکستاني نظام لخوا د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم د نافرمانيو يو څو بېلګې وې کنه نو د پاکستاني نظام کوم ځای پر شريعت برابر دی؟.

نو که په داسي حالت کې هم د داسي فاسد نظام پر ضد څوک پاڅون نه کوي او د پاڅون کوونکو ملاتړ نه کوي تاسې وواياست هغه به نو څنګه مسلمان وي!

تاسې ځانونه د امام ابوحنيفه رحمه الله مذهبيان بولي، ورسئ د هغه سياسي سيرت مطالعه کړئ چې هغه د ظالمو حاکمانو په وړاندې کوم سياست غوره کړي وو؟ کله چې زيد بن علي د هشام بن عبدالملک پر ضد پاڅون وکړ امام ابوحنيفه رحمه الله د هغه مالي ملاتړ و نه کړ؟ او کله چې نفس ذکيه د منصور پر ضد پاڅون وکړ امام ابوحنيفه رحمه الله په ډاګه خلک د نفس ذکيه د ورور ابراهيم بيعت ته را و نه بلل او تشويق يې نه کړه؟ په تاريخ کې د داسي پېښو نمونې بيخي ډېري دي.

نن د پاکستان پر علماؤ او عوامو دا لازمه ده چې د دې فاسد نظام پر ضد پاڅون وکړي، څوک چې يې نه کوي د هغه غاړي بندي دي او ارومرو به الله تعالی د آخرت په ورځ حساب ورسره کوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۲۶

افغاني او پاکستاني ولسونو ته خطاب:

د پاکستان علماؤ، سیاسي څېرو او مسلمان ولسه!
د پاکستاني رژيم پر ضد پر تاسې جهاد داسي فرض دی لکه يو وخت چې د امريکا پر ضد پر افغانانو فرض وو. نور خپله چوپتيا او آرمي ماته کړئ او د دې مرتد پوځ پر ضد را پورته سئ تر څو مو خپله الهي وظيفه هم سر ته رسولې وي او خپل هيواد هم د دغه غلام پوځ د تسلط څخه پاک کړی؛ کوم کسان چې مال لري پر هغوی فرض ده چې خپل مال د دغه مزدور پوځ پر ضد وکاروي، کوم کسان چې نفوذ لري هغوی بايد د ځپل نفوذ څخه د دې مرتد پوځ پر ضد کار واخلي او کوم کسان چې وسله لري پر هغوی فرض ده چې د پاکستاني پوځ پر ضد وسلوال پاڅون وکړي.
 
د افغانستان ټول مېړنی ولسه!
پر تاسې باندې د پاکستان پر ضد د اسلامي امارت شا ته درېدل داسې فرض دي لکه مخکې چې د امریکایانو پر ضد د مجاهدينو تر شا ولاړ واست، په خپل ټول توان د خپل نظام تر شا ودرېږئ او د امريکا د بچوڼي پاکستان مخ تر دې لا هم تور کړئ؛ کوم کسان چې مال لري لکه تجاران هغوی بايد په خپل مال سره د خپل نظام تر شا ودريږي، کوم کسان چې نفوذ لري هغوی بايد خپل نفوذ د خپل نظام په ګټه وکاروي، کوم کسان چې وسله لري هغوی بايد خپله وسله د خپل نظام په اختيار کې ورکړي او کوم کسان چې بدنونه يې جوړ وي هغوی بايد په خپل ځان د خپل نظام سره ودريږي.
افغانانو وړونو! د پاکستان پر ضد داسې سره متحد شئ لکه د امریکایانو پر ضد چې سره متحد واست او ان شاء الله پاکستان به داسې ماتي خوري لکه د ده بادار امریکا چې ماتي وخوړه.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۲۲

د پاکستاني رژيم وارخطايي او خاتمه:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د پاکستان حکومت چې تل يې خپل ځان د نورو هيوادونو په خاصه توګه د امريکا په پروژو چلولی او ساتلی دی وروسته تر دې چې په افغانستان کې پياوړی اسلامي نظام حاکم شو او د غربيانو او شرقيانو لاسونه د افغانستان څخه لنډ شوه، ځان يې د انزوا او لوږي په خطر کې وليدی ځکه د کومي ورځې څخه چې په افغانستان کې جګړې پيل شوي پاکستان د افغانستان پر سر خپله خېټه ډکوي؛ د روسانو د يرغل پر وخت يې د مجاهدينو د وسلو څخه غلا کول او د افغان ګډوالو پر سر يې تقريبا د نړيوالو څخه اوه مليارده ډالر واخيستل بيا يې خپلي خيټي ته ګوزار کړه.

کله چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ يو خو يې د امريکايانو څخه خپل کريډيټ اخيست ځکه چې خپله فضا، خاوره او هوايي ډګرونه يې د امريکايانو په واک کې ورکړي وه بل يې ډېر افغان مجاهدين او پاکستاني اسلامپال لکه عافيه صديقي پر امريکايانو د ډېرو ډالرو په مقابل کې و پلورل او بل يې د ترهګرۍ په وړاندې د مقابلې په نوم د ساده لوحو امريکايانو او ملګرو ملتونو څخه ښه نغدي پيسې او پورونه واخيستل چې ټول د  پاکستاني چارواکو جيبتونو ته ولوېدل په داسي حال کې چې بيه يې پاکستاني ولس پرې کول ځکه ټول جانبي عوارض يې دوی ته رسېدل.

کله چې د داعش فتنه را پيدا شوه پاکستان د داعش سره د مبارزې په نوم نړيوالو ته لاسونه غځول په داسي حال کې چې د داعش مرکزونه او پټنځايونه ټول په پاکستان کې وه؛ تر څو چې په افغانستان کې ا.ا واکمن کېدی پاکستان د همدغو شرايطو څخه ګټه پورته کول او په خپل شيطاني مکر او فريب يې ټول نړيوال وغولول خو کله چې په افغانستان کې امريکايانو ماتي وخوړه او خپلواک اسلامي نظام حاکم شو بيا هم پاکستان ډېري هڅي وکړې چې افغانستان په نړۍ کې بدنام کړي او د داعش په نوم نور هم د نړيوالو په سترګو کې خاوري وشيندي خو نړيوالو ته دا خبره جوته شوه چې پاکستان د دوی د دوکه کولو هڅي کوي او په درواغو يې له لاسه پيسې پرې کوي نو ځکه يې مرستي او پورونه ورباندې بند کړه يوازې انگليس، امريکا او اسرائيل پاتي شوه چې لا هم پاکستان کږه خوله او پر ملا کړوپ ورته ولاړ دی.

ما ته يو افغان چې په آرژانتين هيواد کې اوسيږي قيصه کول چې دلته د آرژانتين هيواد په ټلويزيونونو کې اسرائيلي جنرالان را څرګنديږي او د پاکستاني جنرالانو په حواله د افغانستان اسلامي امارت د هغه ځای خلکو ته ډېر بد معرفي کوي او د ټولنيزو نيوکو تر څنګ په ترهګرۍ او تندلارۍ يې تورن کوي، د يادوني وړ ده چې آرژانيتن هيواد په سيمه کې د اسرائيلو يو د نژدې دوستانو څخه دی. د دې څخه دا خبره له ورايه ښکاري چې پاکستان اوس هم په نړيواله کچه د افغانستان د بدنامۍ لپاره خپلي توري لېڅي را نغښتي دي او خپل شيطنت کوي.

د دې ټولو منفي هڅو برسېره بيا هم داسي ښکاري چې په پاکستان څوک باور نه کوي ځکه يې نو د خپل پخواني بادار د باور تر لاسه کولو لپاره د افغانستان سره جګړه پيل کړې خو حالات د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان په دې لوبه کې هم ګټونکی نه ښکاري البته ممکن سيمه نا امنه کړي ځکه جګړه په ذات کې د ځانه سره نا امني لري خو هغه څه چې پاکستان يې غواړي هيڅکله يې لاس ته نه شي راوړلای او د څو لسيزو وړاندې په څېر ځان ته شيروره غوا نه شي پيدا کولای؛ دا ټولي کړني د پاکستان د وارخطايۍ او تزلزل ښکارندويي کوي ځکه يوه ورځ د خبرو وړانديز کوي بله ورځ بيا پر ملکي خلکو بمبار کوي، يوه ورځ اوربند کوي بله ورځ يې بيا ماتوي او يوه ورځ يو څه کوي بله ورځ بيا بل څه کوي.

موږ د افغانستان ټول ولس ته ډاډ ورکوو چې په دې لوبه کې چې پاک شيطان پيل کړې – ان شاء الله - تاسې هرومرو بريالي کيږي او پاکستاني ملېشې به د خپل بادار په څېر ماتي خوري خو ستاسې لپاره زغم، صبر او د خپل نظام تر شا درېدل ضروري دي؛ لکه د الله تعالی په نصرت چې مو په خپل ټينګ هوډ سره د پاکستان بادار امريکه ماته کړه د هغې بچوڼی به هم د الله تعالی په نصرت ماتوی.

د پاکستان علماؤ، سياسي ګوندونو او عام ولس ته مو هم دا پيغام دی چې نور د پاکستان حاکم نظام ستاسې لپاره نه تنها دا چې په خير نه دی بلکې د سرطاني غدې غوندي ستاسې او ګاونډيو د ټولو لپاره په تاوان دی نو ځکه يې تاسې هم پر وړاندي مسئوليت لری؛ بايد د دې نظام پر ضد را پورته شئ او نور يې واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي کنه نو د الله تعالی په حضور کې به هرومرو ستاسې سره د دې مرګوني چوپتيا حساب کيږي او د الله تعالی د عادت سره سم به د منکر د تأييدوونکې يا پر منکر د سکوت کوونکې عذاب درته درکول کيږي؛ ځانونه را بيدار کړئ او دغه شړېدلی او له کاره لوېدلی نظام نور را وپرځوئ تر څو هم خپل مسئوليت سر ته ورسوی او هم خپل هيواد د اوسنيو بربادوونکو حالاتو څخه وژغوری.

۱۴۰۴/۱۲/۲۱

د روژې ځيني روغتیايي ګټې:

1 - د معدې او کولمو څخه عفونتي اضافه مواد غورځوي.
2 - معده ورباندې هوسی کيږي.
3 - روژه د ناروغيو په مقابل کې وقايه ده، ډېري ناروغۍ دي چې بېله وقايې په درملني باندې نه جوړيږي او روژه ډېره ښه وقايه ده.
4 - څوک چې د کوچينيو او لويو کولمو مزمن التهاب ولري روژه ورته ډېره ګټه کوي.
5 - د اينې د کمکارۍ په درملنه کې روژه ډېره کټه لري.
6 - د خارش او يا گرولو ناروغۍ ته روژه ډېره ګټه لري.
7 - د الرژي يا حساسيت د ناروغۍ په درملنه کې روژه ډېر تأثير لري.
8 - روژه د چاغۍ په ناروغۍ کې ډېره مفيده ده ځکه چې په روژې باندې وزن ډېر کميږي.
9 - روژه د لوړ فشار د کمولو لپاره ډېره مؤثره ده.
10 - روژه د ګوردوکانو د ځينو التهابونو په درملنه کې ډېره مؤثره ده.
11 - روژه د کيسه صفراء د التهاباتو په درملنه کې ډېره مؤثره ده.
12 - روژه د زړه د مزمنو ناروغيو په ختمولو کې ډېره مؤثره ده.
13 - روژه د معدې د ډېرو ناروغيو د درملني لپاره ډېره مؤثره ده.
14 - روژه د انسان په خوشحاله کولو او سپين ږيرتوب په ځنډولو کې ډېر تأثير لري.

عصبي جهاز او سيستم ته د روژې ګټه:
ډاکتر محمد ابوشوک په يوه مقاله کې چې د (الصوم والجهاز العصبي) تر عنوان لاندې يې ليکلې ده وايي: د روژې د روحانيت له وجهي او په دې خاطر چې روژه نفس صفاء کوي، روح پاکوي،  پر ستونزو باندې انسان ته تحمل او صبر ور زده کوي، پر مسکينانو او اړو انسانو باندې مهربانۍ ته انسان هڅوي، په شهواتو کې د لوېدلو څخه انسان ليري کوي، د انسان نفس په ښو اخلاقو باندې ښايسته کوي لکه په کړنوکې صداقت، په کار کې امانتداري، د خښم او انتقام څخه د انسان ليري کول او د حسد او کينې څخه د نفس ژغورل. 
دا ټوله هغه شيان دي چې بشري روح ته سلامتيا، محبت، دوستي او هغه صفايي وربښي چې د انسان روح ورباندې ډېر مطمئن او آرام کېدلای شي.
ځينو بريتانوي ډاکټرانو ويلي دي: په کال کې يوه مياشت روژه نيول د انسان په بدن کې د پوره کال کچره او چټلي ختموي.
تر ټولو مشهور ليکوال چې د روژې په فايدو کې يې ليکل کړيدي په امريکا کې د بدني ثقافت مشر ماک فادن دی. نوموړي په امريکا کې په خپل نامه لوی کلينيک جوړکړی دی او د روژې د فوائدو په اړه يې هغه وخت کتاب وليکی چې ده ته په تجربو ثابته شوه چې روژه د ډېرو سختو ناروغيو د درملني لپاره مؤثره ده؛ نوموړی وايي: روژه بدن ته ګټه لري د ټولو هغو جراثیمو څخه بدن پاک کوي چې د خوړو سره د انسان بدن ته ځي.
هغه ناروغۍ چي نوموړي په روژې باندې معالجه کړيدي:
د معدې او هضمي جهاز ناورغۍ.
د وينو او رګونو ناروغۍ.
نوموړي ډاګټر په خپل کتاب کې د ټولو هغو خلکو نومونه او مشخصات ليکلي دي چې ده په روژې باندې د هغوی درملنه کړېده.
دی وايي: هر انسان دېته اړتيا لري چې بايد روژه ونيسي بلکې هر مريض روژې ته اړتيا لري.
منبع: تحف رمضانية
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۱۸

د پاکستاني پوځ په وړاندې د پاکستاني ولس مسئوليت:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د پاکستان د جوړېدلو څخه بيا تر اوسه پوري چې کوم نظام حاکم دی په اصولو کې د انګريزانو او غربيانو څخه الهام اخلي، ځکه کوم ديني او سياسي وظايف چې نظام يې بايد ولري د پاکستان حکومت نه دي تر سره کړي؛ د اسلامي سياسي نظام په چوکاټ کې هغه نظام ته موږ اسلامي ويلای شو چې منابع او اهداف يې اسلامي وي چې د پاکستاني نظام دغه دواړه اسلامي نه دي ځکه په پاکستاني نظام کې منابع ټوله هغه وضعي قوانين دي چې انسانانو خپله جوړ کړي دي او اهداف يې خو هر چا ته معلوم دي چې پاکستان د تأسيس څخه بيا تر اوسه پوري پر کوم لوري روان دی؟

کله چې نظام اسلامي وي، په هغه نظام کې د ديني احکامو ساتلو او اسلامي شعائرو قائمولو ته لومړيتوب ورکول کيږي چې په پاکستاني نظام کې دغه داوړه له پامه غورځول شوي دي ځکه موږ وينو چې په پاکستاني نظام کې ديني احکامو ته هيڅ ارزښت نه ورکول کيږي بلکې يوازې د خلکو لپاره د شعار په حيث د دين چيغي وهل کيږي، همداسي ورځ تر بلي اسلامي شعائر تر پښو لاندې کيږي؛ موږ ټوله يې وينو چې د تقنين څخه بيا تر اجراء پوري ټوله هغه شيان عملي کيږي چې د انساني نفس غوښتنه او غربي قوانينو تأثر وي چې لويه بېلګه يې د حکومت لخوا د همجنس بازۍ اجازه ورکول او قانوني کول دي همداسې پر امر بالمعروف او نهي عن المنکر په کلکه بنديز دی، ځکه سره د دې چې په پاکستان کې فحشاء او بدلمني خپل اوج ته رسېدلې خو هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چې پر ضد يې اقدام وکړي، کوم څوک چې يې پر ضد اقدام کوي هغه په ترهګر باندې متهم کيږي او بيا د حکومت لخوا نيول کيږي چې لويه بېلګه يې د جوماتونو نړول او د علماؤ شهيدانول دي چې تر اوسه په پاکستان کې ډېر جوماتونه په دې خاطر له منځه تللي  او ډېر علماء شهيدان شوي چې په پاکستان کې يې د شرعي نظام د پلي کولو آواز پورته کړی او يا يې د پاکستان اسلام ضد پاليسي غندلې لکه په 2007 ميلادي کال کې چې پاکستاني ملېشو پر لال مسجد حمله وکړه او ډېری طالبان يې پکې شهيدان کړه په دې سبب چې د لال مسجد امام د اسلامي نظام آواز پورته کړی وو او د پاکستاني پوځ مخالفت يې کړی وو چې ولي يې د اسلام پر ضد ځان په امريکايي ټلواله کې داخل کړی او د پاکستان ځمکه او فضا يې امريکايانو ته په اختيار کې ورکړېده تر څو په افغانستان کې عمليات وکړي؟ 

په 2009 ميلادي کال کې پاکستاني ملېشو په جنوبي وزيرستان کې نظامي عمليات په دې خاطر وکړه چې د وزيرستان ولس په پاکستان کې د اسلامي نظام د پياده کولو آواز پورته کړی وو خو پاکستاني پوځ د امريکا څخه په الهام د اسلامي نظام غوښتونکې په ترهګرۍ تورن کړه او هغوی يې د پاکستان لپاره ډېر خطرناک وګڼل؛ په يادو عملياتو کې په زرهاوو بې ګناه مسلمانان شهيدان او ټپيان شوه او په لکهاوو انسانان بې کوره شوه؛ دا د پاکستان د جناياتو يوه بېلګه ده کنه نو تر اوسه يې  په سلهاوو علماء او قومي مشران په دې خاطر په شهادت رسولي دي چې ولي په پاکستان کې د شرعي نظام آواز پورته کوي او يا ولي په پاکستان کې د منکراتو پر ضد پاڅون کوي؟

په سياسي برخه کې د پاکستان حکومت په ټولو هغو مواردو کې په پوره توګه پاتي راغلی دی چې د يو اسلامي هيواد حکومت يې بايد وکړي؛ د بېلګې په ډول: حکومت بايد خپلو خلکو ته امنيت راولي خو د پاکستان حکومت د امنيت په راوستلو کې پاتي راغلی، حکومت بايد عدل قائم کړي خو د پاکستان حکومت د دې تر څنګ چې عدل يې قائم کړی نه دی بلکې په بې عدالتۍ کې يې نړيوال ريکورډ ګټلی ځکه موږ وينو چې د پاکستان حکومت په پاکستان کې د ډېرو ميشتو قومونو سره ډېر تبعيضي چلند کوي په خاصه توګه د پښتنو، بلوڅو سره او اسلامپالو ولسونو سره چې پورته بيان شوي پېښي د دې ادعا لپاره لوی دليل دی، په اسلامي هيواد کې يو حکومت بايد د خپلو وګړو حالات وجاجوي او د ښه والي لپاره يې لاس په کار شي خو موږ وينو چې د پاکستان حکومت ورځ تر بلې ملت د ځان څخه بېګانه کوي بلکې خپل ولس يې د امريکايي پروژو قرباني کړی دی، حکومت بايد د خپل هيواد مالي چاري په منظم ډول کنټرول او اداره کړي خو موږ وينو چې پاکستان د نړۍ په کچه نن تر ټولو فاسد هيواد دی او په پورونو کې تر غوږو غرق دی او حکومت بايد په اداراتو کې متعهد او امين کسان وګماري خو موږ وينو چې په پاکستان ډېری لنډغر او عياش کسان پر وظيفو ګمارل شوي دي.

په پاکستاني حکومت کې پورته کلي نيمګړتياوو ته په پام او ذکر شوو دلائلو ته په کتو داسي ويلای شو چې د پاکستان ټول ولس؛ که علماء دي، که سياسيون دي، که با احساسه مسئولين دي او که عام ولس دی دا مسئوليت لري چې د نظام پر ضد پاڅون وکړي او نور دغه نظام له منځه يوسي ځکه د دې نظام د پاتې کېدلو لپاره نور هيڅ شرعي، عقلي او مصلحتي دلائل شتون نه لري. دا نظام چې څومره بقاء پيدا کوي په هماغه کچه فساد او کفر زېږوي چې په داسي حالت کې هغه څوک ډېر ملامت دی چې پاڅون او قيام نه کوي او د داسي نظام تر چتر لاندې ژوند کول غوره کوي؛ د داسي نظام تر شا درېدل يا د هغه بقاء ته هيله مند کېدل او يا هم د هغه پاتې کېدل مصلحت ګڼل بې لاسونده او غير معقوله خبره ده هر هوښيار بايد خپل سر په خلاص کړي.




پنځه کاله مخکې د لرکو غره په تنګرې کې:


 

۱۴۰۴/۱۲/۱۶

پاکستان که پاک شيطان؟

امام مجاهد رحمه الله فرمايي: ما شيطان په خوب کې وليدی، نو پوښتنه مي ورڅخه وکړه چې په هغو کارونو کې چې ته يې د انسانانو د ګمراه کولو لپاره کوې ستا استاذ څوک دی؟ شيطان وويل: موږ مخکې تر خپل منځ د انسانانو د ګمراه کولو لپاره مشورې سره کولې او کمېټې مو جوړولې خو اوس موږ ډېر کارونه د انسانانو څخه زده کوو. دا کيسه مي د پاکستان پوځي کړۍ تر شيطنت را ياده شوه چې د جوړېدلو څخه بيا تر اوسه يې د داخل او خارج په کچه شيطنت چلولی دی او د مسلمانانو پر ضد يې هرې کړني ته لاس اچولی دی.
د افغانستان د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په تازه مرکه کې چې د طلوع تلويزيون سره يې کړېده وویل: ممکن پاکستان امريکايانو ته دا خبره کړېوي چې که تاسې زموږ سره مرسته وکړی موږ آماده يو تر څو په افغانستان کې هغه وسلې له منځه يوسو کومي چې  ستاسې څخه په افغانستان کې پاتي شوي دي. زه وايم که سړی په شيطنت کې د پاکستان نبوغ ته وګوري دا خبره به ورته ثابته شي چې دا خبره پاکستان ارومرو کړېده او دا اوسنې جګړه يې د دې کړني لپاره يوه مقدمه او دليل دی ځکه د پاکستاني پوځ کړنې هره يوه يې تر هغې بلي شيطان بويه او خطرناکه وي.
د پاکستاني پوځ د پخوانيو او اوسنيو شيطاني کړنو پر اساس داسي ويلای شو چې پاکستان اوس د شيطان استاذ جوړ شوی دی او دا پاکستان نه بلکې پاک شيطان دی. 
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۱۱

دولة الشيطان وأعمالها الشيطانية:

الكاتب: مولوي نورالحق مظهري
في تعريف الشيطان كتب العلماء: إن كل من كان متمردًا شريرًا من الناس أو غيرهم يُسمّى شيطانًا. قال أبو هلال العسكري: «يقال للإنسان إذا كان شريرًا شيطانًا» (الفرق في اللغة، ص 271)
وقال الإمام القرطبي رحمه الله: «إن كل عاتٍ متمردٍ من الجن والإنس والدواب شيطان» (تفسير القرطبي، ج1، ص90)

وبناءً على هذه التعريفات يمكن القول: إن كل إنسان ينشر الشر في المجتمع ويتعدّى على غيره فهو شيطان، وكل دولة تعتدي على سائر الدول وتنشر الفساد والشر في العالم فهي شيطانة. ولهذا قال الله تعالى في سورة الناس بعد أن أمر رسوله صلى الله عليه وسلم أن يستعيذ بالله من الوسواس: ﴿مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ﴾، أي سواء كان ذلك الوسواس من الجن أو من الإنس.

وفي العالم دولٌ تهدّد أمن العالم، أو تتكبر وتغتر حتى تريد إخضاع غيرها، أو تتهم غيرها وتعتدي عليها لتحقيق مآربها السلبية. ومن الأمثلة القريبة لذلك دولة باكستان المجاورة لأفغانستان، التي صارت في جنوب آسيا محورًا للشر ومأواه. والمقصود هنا النظام الحاكم الحالي فيها، الذي أشعل نار الفتنة في الداخل، ويؤجّج لهيبها في الخارج.

وإذا نظرنا في تاريخ النظام الباكستاني نجد أن الجيش الباكستاني نشر الكراهية بين أبناء بلده؛ ومن أبرز الأمثلة: الصراعات بين الشيعة والسنة التي قُتل بسببها آلاف الأشخاص. وكذلك إثارة العداوات بين قبائل البشتون في منطقة بشتونستان، مما أدى إلى تدمير قرى ومدن وسقوط ضحايا كثيرة في نزاعات قبلية، ومثل ذلك ما وقع في إقليم بلوشستان بين البلوش. ومن صور ذلك أيضًا تعدد المذاهب والجماعات التي ظلت في صراعات ومناظرات دائمة، ويُقال إن هذا الواقع صُنع لإشغال الناس بعضهم ببعض حتى يسهل حكمهم، إذ من شأن الأنظمة الاستبدادية إشغال الشعوب بالنزاعات الداخلية لتثبيت سلطانها.

لو لم يكن تأثير شيطنة النظام الباكستاني بهذا القدر، لما بقي هذا العدد الكبير من المسلمين، وهؤلاء العلماء والزعماء الروحانيين الأتقياء صامتين أمام نظام منحوس كهذا، بل لكانوا قد انتفضوا منذ زمن طويل وأسقطوا النظام. يجب القول إن النظام الباكستاني الآن قد تجاوز حد الظلم والفسق ودخل في الارتداد، بل يمكن القول بوضوح إن الارتداد السياسي والعملي في النظام قد بلغ أوجه الآن. لذلك، يجب على جميع القوميات والأحزاب الموجودة في باكستان أن تتحرك لإسقاط هذا النظام وتحرير البلاد من هذه الشباك الشيطانية.

وقد أدّت هذه السياسة إلى أن الشعب رغم سخطه على الحكومة لم يقم بانتفاضة عامة، لانقسامه إلى جماعات وأيديولوجيات متعددة. كما يُقال إن الحكومة اتخذت قرارات تُعدّ مخالفة للشريعة الإسلامية مثل تصويب قانون الشذوذ الجنسي، ومع ذلك لم يُقابلها اعتراض واسع، باستثناء بعض الحركات التي بدأت منذ عام 2007م مواجهة مسلحة ضد الجيش الباكستاني.

إن ولاء الجيش الباكستاني للإنجليز والأمريكيين والإسرائيليين هو أمر يراه الجميع اليوم بعيونهم، ويدركه كل عاقل بقليل من التفكير، لكن تزيين النظام الشيطاني قد جعل بعض الناس يغمضون أعينهم عنه، وبعضهم يتغافل عنه بسبب الجبن والخنوع، وبعضهم ينظر إلى النظام على أنه ظالم أو فاسق، ثم يقدمون أدلة على أن الخروج على الظالم والفاسق محرم في الشريعة.  كما قلنا سابقًا: المسألة الآن تجاوزت الفسق والظلم، ووصلت إلى حد الارتداد.

إن الخلاف الأخير بين الجيش الباكستاني وأفغانستان هو مثال كبير على الشيطنة، يدركه كل عاقل بمجرد التفكير الأولي؛ لذا يجب القول: إن الوقوف في وجه باكستان واجب على جميع شعوب باكستان وأفغانستان، ويجب على كل شخص أن يساعد كل من يقاتل الجيش الباكستاني بأي شكل من الأشكال.

د شيطان هيواد شيطاني کړني:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د شيطان په تعريف کې پوهانو ليکلي دي: هر هغه څوک يا هر هغه شی چې سرکښ او شرير وي هغه ته شيطان ويل کيږي، ابوهلال عسکري وايي: يقال للإنسان إذا کان شريرا شيطانا.(الفرق في اللغة ص271) ژباړه: انسان چې شر غوښتونکی وي هغه ته شيطان ويل کيږي. او امام قرطبي رحمه الله فرمايلي دي: أن کل عات متمرد من الجن والإنس والدواب شيطان.(القرطبي، جلد1 ص 90) ژباړه: د جنياتو، انسانانو او حيواناتو هر متجاوز او سرکښ شيطان دی.

د پورته تعريفونو پر بنسټ ويلای شو چې هر انسان چې په ټولنه کې شر خپروي او پر نورو انسانانو تجاوز کوي هغه شيطان دی او هر هيواد چې پر نورو هيوادونو تېری کوي او په نړۍ کې فساد او شر خپروي هغه شيطان دی؛ له همدې امله الله تعالی په سورة الناس کې وروسته تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته سپارښتنه کوي چې په الله تعالی باندې د وسوسه اچوونکې څخه پناه وغواړي فرمايي: مِنَ الجِنَّةِ وَالنَّاسِ. يعني هغه وسوسه اچوونکی که د پېريانو څخه وي او که د انسانانو څخه وي.

په نړۍ کې ځيني داسي هيوادونه شته چې د نړۍ امنيت ګواښي يا داسي غرور او تکبر کوي چې غواړي نور هيوادونه خپل تابع وګرځوي او يا هم د خپلو منفي غوښتنو د پوره کولو لپاره پر نورو هيوادونو تورونه لګوي او بريد ورباندې کوي چې د داسي هيوادونو نژدې بېلګه د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان هيواد دی چې اوس په جنوبي آسيا کې د شيطنت محور او ځاله جوړه شوېده، البته زموږ هدف يوازې د پاکستان اوسنی حاکم نظام دی چې په داخل کې يې هم د شيطنت اور بل کړی دی او په بهر کې هم د شيطنت لمبو ته لمن وهي.

که د پاکستاني نظام تاريخ ته وګورو نو دا به راته ثابته شي چې پاکستانی پوځ په خپل هيواد کې د خلکو تر منځ نفرتونه خپاره کړي چې لويه بېلګه يې په هيواد کې د شيعه او سني تر منځ جګړې دي چې تر اوسه يې په سبب په زرهاوو کسان وژل شوي دي، همداسي په پښتونستان علاقه کې د پښتنو قومونو تر منځ د دښمنۍ پيدا کول دي چې له امله يې درست کلي او ښارونه له منځه تللي او په زياته اندازه انسانان په قومي جګړو کې وژل شوي دي چې همدېته ورته نفرتونه يې په بلوچستان سيمه کې د بلوڅانو تر منځ هم پيدا کړي دي او تر دې د شيطنت ښکاره بېلګه په پاکستان کې د ګڼو مذهبونو پيدا کېدل دي چې ټوله عمر د يو بل سره په مناظرو او جګړو ښکېل دي او دا ټوله  په پاکستان کې د پوځي کړۍ له لوري د دې لپاره جوړ شوي دي چې خلک تر خپل منځ سره اخته کړي او دوی پر هغوی باندې حکومت وکړي ځکه دا د شيطاني حکومتونو کار دی چې خلک تر خپل منځ په جګړه سره اخته کوي او دوی خپل شيطاني او ابليسي حاکميت ورباندې چلوي؛ د پاکستاني حکومت همدغه پالېسي د دې سبب جوړه شوې ده چې د دې برسېره چې ولس د حکومت څخه تر پوزي راغلی دی خو بيا هم پر ضد يې ملي قيام نه کوي ځکه ملت يې تر خپل منځ په ډېرو ډلو او ايديالوژيو سره وېشلی دی همداسي حکومت د اسلامي شريعت سره په ښکاره ډول تصميمونه نيسي لکه د همجنسبازۍ قانوني کول خو هيڅوک يې په وړاندې نه دريږي ځکه د ولس ټول فکر او احساسات د نظام شيطنت تر پوښښ لاندې راوړي دي په استثناء د ځينو حرکتونو چې د 2007 م کال څخه را پدې خوا يې د پاکستاني پوځ په وړاندې وسلواله مبارزه پيل کړېده.

که چيري د پاکستاني نظام د شيطنت تأثير نه وای هيڅوخت دومره ډېر مسلمانان او دومره ډېر تکړه روحاني مشران او علماء د داسي منحوس نظام په وړاندې چوپ نه پاتي کېدل بلکې له ډېر وخت څخه مخکي يې پاڅون کوی او نظام يې ړنګوي؛ بايد ووايو چې پاکستاني نظام اوس د ظلم او فسق تر حد وتلی دی ارتداد ته ننوتلی چې په ډاګه ويلای سو همدا اوس په نظام کې سياسي او عملي ارتداد خپل اوج ته رسېدلی ځکه په پاکستان کې پر ټولو موجوده قومونو او ګوندونو لازمه ده چې د دې نظام ړنګولو ته لېڅې را ونغاړي او نور هيواد د دې شيطاني جالونو څخه آزاد کړي.

انګريزانو، امريکايانو او اسرائيليانو ته د پاکستاني پوځ وفاداري هغه څه دي چې نن يې هرڅوک د سر په سترګو ويني او هر هوښيار يې په لږ فکر کولو سره درک کولای شي خو د شيطاني نظام تزيين د دې سبب جوړ شوی دی چې ځيني خلک سترګي ورباندې پوټي کړي، ځيني خلک د سرټمبګۍ له وجهي تغافل وکړي او ځيني خلک نظام ته د ظالم يا فاسق په سترګه وګوري بيا نو پر دې باندې دلائل هم ووايي چې په شريعت کې د ظالم او فاسق پر ضد پاڅون حرام دی. لکه مخکې چې مو وويل: خبره اوس تر فسق او ظلم تېره شوې ارتداد ته رسېدلې ده.

د افغانستان سره د پاکستاني پوځ تازه لانجه د شيطنت يوه لويه بېلګه ده چې هر هوښيار په لومړي فکر سره ورباندې پوهېدلی شي؛ نو بايد ووايو چې د پاکستان په وړاندې درېدل په پاکستان او افغانستان کې د ټولو قومونو وظيفه ده او هر څوک بايد د هر هغه چا سره مرسته وکړي چې د پاکستاني پوځ په وړاندې په يو ډول نه بل ډول مبارزه کوي.

۱۴۰۴/۱۲/۰۸

پاکستان څه وکړه او افغانستان څه وکړه؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
پاکستان کړی اوربند مات کړ، پر افغانستان يې يرغل وکړ، بې ګناه ولسي خلک يې شهيدان کړه، د خپل ولس د غوښتني خلاف يې د خپل ګاونډي سره جګړه پيل کړه او د خپلو خلکو د ارادې خلاف بهرنۍ پروژه پر مخ باندې وړي.

افغانستان اوربند ته متعهد پاتي شو، يرغل يې نه دی کړی بلکې د يرغل ځواب يې ورکړی، ولسي خلک يې نه دي وژلي بلکې پر نطامي موخو يې واري کړي دي، په دې جګړه کې د خپل ولس هر ډول ملاتړ او غوښتنه د ځانه سره لري او د خپلې جګړې لپاره شرعي، قانوني، بين المللي او عقلي لاسوندونه د ځانه سره لري.

په اسلامي شريعت کې چې څوک پر چا بريد وکړي مظلوم د دې حق لري چې پر يرغلګر باندې هماغسي بريد وکړي څنګه يې چې پر ده باندې کړی وي؛ لکه په لاندې آيت کې چې راځي:
فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ.(البقرة:194)
ژباړه: څوک چې پر تاسې تېری وکړي تاسې هم پر هغه باندې داسي تېری وکړئ لکه پر تاسې يې چې کړی دی او د الله څخه ووېرېږئ او پوه شئ چې الله تعالی د پرهېزګارانو سره دی.

علماؤ د دې آيت په تفسير کې ليکلي دي: لومړی يرغل چې هر چا کړی وي هغه تېری او تجاوز دی او کوونکی يې ظالم او يرغلګر دی او دويم يرغل چې څوک د ځان د دفاع لپاره کوي هغه تېری او تجاوز نه دی او کوونکی يې ظالم نه بلکې مظلوم دی او د ده جګړه ناروا نه بلکې عدل دی. له همدې امله ويلای شو چې پاکستان تېريګر او ظالم دی او جګړه يې ناروا او ظلم دی خو افغانستان تېريګر او ظالم نه دی او جګړه يې ناروا او ظلم نه دی بلکې د ظالم مخنيوی دی.

همداسې په بل آيت کې راځي: وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ.(النحل:126) ژباړه: که تاسې ته عذاب درکول شي نو تاسې هم داسي عذاب ورکړئ لکه تاسي ته چې درکول شوی دی.

نو داسې ويلای شو چې افغانستان په يرغل پيل نه دی کړی بلکې پاکستان ته يې د ده د يرغل عذاب او ځواب ورکړی دی او دا د الله تعالی لخوا د اباحت امر دی نو ځکه په هيڅ ډول افغانستان ته د ملامتيا ګوټه نه شي نيول کېدلای، کوم کسان چې د ملامتيا ګوته ورته نيسي هغوی ته شرعي دستورات معلوم نه دي. لکه په لاندې آيت کې چې الله تعالی فرمايي:
وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ.(الشوري:41) ژباړه: او يقينا چې څوک پر خپل ځان د ظلم کېدلو وروسته بدل واخلي نو پر دغه کسانو هيڅ لاره (د ملامتيا) نشته.
دلته په صراحت سره د هغه چا څخه د ملامتيا نفي شوي دي چې د ځان د دفاع لپاره بريد ګر ته ځواب ورکړي لکه افغانستان چې پاکستان ته ځواب ورکړی دی.

نو د اسلامي شريعت له نظره پاکستان ظالم او ملامت دی او افغانستان د ځان دفاع کوونکی او مجبور دی ځکه نو د هغو کسانو خبري هيڅ ارزښت نه لري چې افغانستان ته د ملامتيا ګوته نيسي او يا هم د هندوستان پښه دې موضوع ته را کشوي.

که راسو بين المللي قوانينو او عقلي دلائلو ته نو د دواړو پر اساس پاکستان بريدګر او فتنه ګر دی او افغانستان د ځان دفاع کوونکی دی ځکه پاکستان د ټولو اصولو او دلائلو پر خلاف پر افغانسان بريد کړی په داسي حال کې چې افغانستان څو  ځلي د خبرو پر ميز ورسره کښېناستلی هم دی خو له بده مرغه چې هر ځلي پاکستان په بې ځايه خبرو او ماشومانه غوښتنو د مذاکراتو ډګر مردار کړی او د خبرو له ميدانه تښتېدلی دی.

زموږ ولس ته دا په کار ده چې لکه تر اوسه چې د خپل نظام تر شا درېدلی په آينده کې هم د خپل نظام ملا ټينګه کړي ځکه نظام د دوی څخه د دفاع لپاره دا هرڅه  کوي، همداسې د پاکستان ولس ته هم دا په کار ده چې په پاکستاني حکومت کې د پوځي فتنه ګرې کړۍ مخه ونيسي او نور اجازه ورنکړي چې پاکستان نور هم د نړۍ په سطحه منزوي کړي او د ګاونډيانو سره په جګړو کې يې ښګېل کړي. 

د افغانستان او پاکستان پرتله:

۱ ـ پاکستان تېريګر دی، افغانستان د ځان دفاع کوي.
۲ ـ پاکستان د غرب لپاره جنګيږي، افغانستان د خپل ولس د ساتنې لپاره جنګيږي.
۳ ـ پاکستان خپل ولس د بحران خيټي ته ور اچوي، افغانستان خپل ولس د بحران څخه را باسي.
۴ ـ پاکستان د انګريزانو او غرب پروژې په سيمه کې د جګړو له لارې تطبيقوي، خو افغانستان په سيمه کې د بهرنيو شيطاني کړيو د پروژو د تطبيق مخنيوی کوي.
۵ ـ پاکستان په جنوبي آسيا کې هغه کارونه کوي کوم چې اسرائيل يې په منځني ختيځ کې کوي، خو افغانستان په هيواد کې د ننه اسلامي شريعت نافذ کړی او د ټولو بهرنيو هيوادونو سره د شريعت په چوکاټ کې د متقابل احترام پر اساس ښې اړيکي غواړي.
۶ ـ پاکستان داسي د منافقت پاليسي غوره کړې چې څو ځله يې اوربند مات کړی، خو افغانستان تر اوسه هر ډول اوربند ته ژمن پاتي شوی دی.

نن هغه وخت را رسېدلی دی چې افغان ولس ټول د  خپل نظام تر شا ودريږي او د دې فاسدي پاکستانۍ پوځي کړۍ غاښونه په خوله کې ور مات کړي، همداسي پاکستانی ولس هم بايد خپل مسئوليت درک کړي او د دې پوځي غلامي کړۍ په وړاندې عمومي پاڅون وکړي تر څو نور دوی د ستونزو او کړاوونو خيټي ته ګوزار نه کړي.

يادونه : زموږ هدف د پاکستان د ذکر څخه د پاکستان پوځي غلامه کړۍ ده؛ ولس، علماء او سياسيون زموږ هدف نه دي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۲/۰۶

د قرآن شريف د تلاوت ثواب او فضيلت:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
قرآن شريف يواځنی هغه کتاب دی چې الله تعالی يې پر تلاوت باندې ثواب مرتب کړی دی او چې څوک يې  تلاوت کوي الله تعالی هغه انسان ته ډېر ثوابونه او لوړي مرتبې ورکوي چې ځيني يې په لاندې ډول دي:
1 – د قرآن شريف تلاوت د دې سبب جوړيږي چې د قيامت په ورځ دي قرآن د تلاوت کوونکې شفاعت وکړي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:  الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يَقُولُ الصِّيَامُ: أَيْ رَبِّ، مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ، فَشَفِّعْنِي فِيهِ، وَيَقُولُ الْقُرْآنُ: مَنَعْتُهُ النَّوْمَ بِاللَّيْلِ، فَشَفِّعْنِي فِيهِ، قَالَ: فَيُشَفَّعَانِ.(مسند احمد: 6626)
ژباړه: د عبدالله بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ژوژه او قرآن د قيامت په ورځ د بنده شفاعت کوي، روژه وايي: ای ربه ما دی په ورځ کې د خوړو او شهوتونو څخه بند کړی وو نو ما ته د ده لپاره د شفاعت اجازه راکړه، قرآن وايي: ما دی په شپه کې د خوب څخه بند کړی وو نو ما ته د ده لپاره د شفاعت اجازه راکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو روژې او قرآن ته د شفاعت اجازه ورکول کيږي.

2 – د قرآن په تلاوت باندې انسان ته په آسمان کې آرامي او په ځمکه کې نيک نوم حاصليږي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
وَعَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ - رضي الله عنه - قَالَ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - فَقُلْتُ: أَوْصِنِي , قَالَ: " أُوصِيكَ بِتَقْوَى اللهِ , فَإِنَّهُ رَأسُ كُلِّ شَيْءٍ , وَعَلَيْكَ بِالْجِهَادِ , فَإِنَّهُ رَهْبَانِيَّةُ الْإِسْلَامِ وَعَلَيْكَ بِذِكْرِ اللهِ وَتِلَاوَةِ الْقُرْآنِ , فَإِنَّهُ رَوْحُكَ فِي السَّمَاءِ , وَذِكْرُكَ فِي الْأَرْضِ.(مسند احمد: 11774)
ژباړه: د ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې دی وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وغوښتل چې ما ته سپارښتنې وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تا ته د الله تعالی څخه په وېري سپارښتنه کوم ځکه هغه د هرشي اصل دی، او پر تا باندې لازمه ده چې جهاد وکړې ځکه هغه د اسلام رهبانيت دی، او پر تا باندې لازمه ده چې د الله تعالی ذکر وکړې او د قرآن تلاوت وکړې ځکه هغه په آسمان کې ستا لپاره آرامي ده او په ځمکه کې نيک نوم دی.
په آسمان کې د انسان لپاره د آرامۍ معنی دا ده چې د مړيني وروسته به الله تعالی د ده روح ته په آسمان کې آرامي او سکون ورکوي او په ځمکه کې د نيک نوم د پيدا کېدلو معنی دا ده چې الله تعالی به دی اصلاح کوي چې طبعا په خلکو کې به په ښو باندې ياديږي.

3 – د قرآن په تلاوت سره به د قرآن آيتونه د قيامت په ورځ د انسان لپاره نور او رڼا وي او د ده لارښوونه به کوي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: مَنِ اسْتَمَعَ إِلَى آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، كُتِبَ لَهُ حَسَنَةٌ مُضَاعَفَةٌ، وَمَنْ تَلَاهَا كَانَتْ لَهُ نُورًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ.(مسند احمد: 8475)
ژباړه: د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د الله تعالی د کتاب يوه آيت ته غوږ ونيسي نو د ده لپاره به څو برابره نيکي وليکل سي او څوک چې يو آيت تلاوت کړي هغه به د قيامت په ورځ د ده لپاره نور وي.

4 – د قرآن په تلاوت سره زړونه د زنګو او چټليو څخه صفا کيږي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ هَذِهِ الْقُلُوبَ تَصْدَأُ كَمَا يَصْدَأُ الْحَدِيدُ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا جَلَاؤُهَا؟ قَالَ: «تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ.(اعتلال القلوب: 50)
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بېشکه چې دغه زړونه زنګ نيسي لکه اوسپنه چې زنګ نيسي، صحابه وو وويل: نو پاکوالی يې څنګه دی يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د قرآن تلاوت دی. يعني د قرآن په تلاوت سره زړونه د زنګو څخه صفا کيږي.

5 – د قرآن په تلاوت سره انسان د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم عاشق ګرځي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -: " مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُحِبَّ اللهَ وَرَسُولَهُ , فَلْيَقْرَأ فِي الْمُصْحَفِ.(حلية الاولياء وطبقات الفقهاء: 7/209)
ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هر چا ته خوښه وي چې د الله تعالی او رسول الله – صلی الله عليه وسلم – سره يې محبت پيدا سي نو قرآن دي ولولي.

6 – د قرآن تلاوت تر ټولو غوره او بهترينه ذکر دی؛  لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عن اَبي خَالِدٍ الْأَحْمَرُ، قَالَ: سَمِعْتُ سُفْيَان، يَقُولُ: أَفْضَلُ الذِّكْرِ تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ فِي الصَّلَاةِ , ثُمَّ تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ فِي غَيْرِ الصَّلَاةِ , ثُمَّ الصَّوْمُ , ثُمَّ الذِّكْرُ.(حلية الاولياء وطبقات الأصفياء:7/67)
ژباړه: ابو خالد احمر وايي: ما د سفيان ثوري رحمه الله څخه واورېدل چې ويل يې: تر ټولو غوره ذکر د قرآن کريم تلاوت دی په لمانځه کې، وروسته د قرآن کريم تلاوت دی بېله لمانځه، وروسته روژه ده او وروسته ذکر دی.

7 – د قرآن کريم د هر حرف په تلاوت سره الله تعالی انسان ته ثواب او نيکي ورکوي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
وَعَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -:  مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللهِ , فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ , وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا , لَا أَقُولُ: {الم} حَرْفٌ , وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ , وَلَامٌ حَرْفٌ , وَمِيمٌ حَرْفٌ.(سنن ترمذي: 2910)
ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د الله تعالی د کتاب يو حرف ولولي نو د ده لپاره يوه نيکي ده او هره نيکي په لس برابره حسابل کيږي، زه نه وايم: چې(الم) حرف دی بلکې الف حرف دی، لام حرف دی، او ميم حرف دی.

کله چې د قرآن شريف د تلاوت دومره ډېر ثواب دی نو موږ مسلمانان بايد هميشه د قرآن تلاوت د ځان عادت جوړ کړو او په خپل ورځني مهالوېش کې د قرآن تلاوت ته ځای ورکړو په خاصه توګه د روژې په مبارکه مياشت کې چې د انسان نفل لمونځ په فرض او فرض لمونځ يې په اويا فرضو باندې حسابل کيږي؛ په دې مبارکه مياشت کې بايد موږ د قرآن پر تلاوت ډېر تمرکز وکړو او د تراويح په شمول څو ځله قرآن شريف ختم کړو.