۱۳۹۸/۰۴/۱۴

*د اسلام شموليت او جامعيت:*


ــــــــــ

لیکوال: مولوي نورالحق مظهري.

*د اسلام راتګ او ضرورت:*
کله چي په نړۍ کي ظلم ډير سو، شرک او ناپوهي خپره سوه الله پاک د إنساني ټولني لپاره لارښوونکئ، د حق زيرئ ورکوونکئ او د الله پاک توحيد ته را بلونکئ دين چي اسلام دئ را وليږئ چي په راتلو سره يې ټولي تاريکۍ ورکي سوې، باطل معبودان چي ځينو خلګو يې عبادت کوئ نيست او نابود سوه او بشر د هرډول فساد او نفسي غوښتنو د جال او لومو څخه آزاد سو او د جهل، سرکښۍ او فکري انحراف څخه  د پوهي، اطاعت او إلهي عبادت لوري ته سوق کړل سو او د إنساني واقعي ارزښت خاوند سو.
همدا راز ددې لپاره چي صبا د قيامت په ورځ کي خلګوته دا عذر پاته نسي چي موږ په هيڅ شي باندي خبر نه وو الله پاک دوۍ ته اسلام را وليږئ لکه چي الله پاک فرمايي:
ذَلِكَ أَنْ لَمْ يَكُنْ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ.[المائدة 131]
ژباړه:موږ د پيغمبرانو راليږل ددې لپاره وکړه چي الله پاک د هيڅ کلي اوسيدونکي د ظلم له امله نه هلاکوي پداسي حال کي چي دوۍ غافل او ناخبره وي.
اوپه سورة النساء کي فرمايي:
رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا.[النساء 165]
ژباړه: دغه ټوله پيغمبران موږ زيرئ ورکوونکي او ويروونکي را وليږل ددې لپاره چي د خلګو لپاره پر الله پاک باندي د پيغمبرانو د راليږلو وروسته هيڅ دليل پيدا نسي او الله پاک غښتلئ اوحکمت والا دئ.

*اسلام د ژوند لاره او طريقه ده:*
اسلام د ټوله ژوند لپاره يوه طريقه او منهاج دئ، اسلام داسي دين دئ چي ځانګړتياوي او خصوصيتونه يي هيڅ مرز او انحصار نلري، بلکي د اسلام دين د هر وخت او هرځای لپاره را استول سوئ دئ.
په اسلام کي د ژوند ټولي برخي په پوره تفصيل او کافي انداز سره بيان سويدي او د هري برخي يې پوره تضمين کړئ دئ لکه دإنساني ژوند اجتماعي، اقتصادي، سياسي، علمي، عملي او نوري برخي او د ټولو هغو شيانو لپاره حکم پکښي بيان سوئ دئ چي إنسان په خپل ژوند کي ورسره مخامخ کيږي، د ځينو حکم صراحتا په قرآن او حديث کي راغلئ وي او د ځينو نورو حکم په اجماع او قياس باندي معلوميږي.
دا ځکه چي اسلام د فطرت دين دئ کوم چي سالم انسانيت ورباندي ولاړ دئ، الله پاک فرمايي:
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ.[الروم 30]
ژباړه: خپل ځان دي پر دين باندي برابرکړه پداسي حال کي چي د نورو ټولو اديانو څخه مائل وسې دا د الله پاک هغه خلقت دئ چي خلګ يې ورباندي پيدا کړيدي، د الله د خلق لپاره هيڅ تغييرنسته دغه ټينګ ولاړ دين دئ خو ډيرئ خلګ نه پوهيږي.

*اسلام د ټولنيز ژوند ضامن دئ:*
اسلام د اجتماعي او ټولنيز ژوند د تأمين او ترقۍ لپاره داسي ښکاره نمونې وړاندي کړيدي چي هيڅ د عقل خاوند ورڅخه انکار نسي کولای، داسي ښکلي نمونې چي د ټولو مشکلاتو او ستونزو څخه خالي دي.
که سړئ فکر وکړي، ټولنه او اجتماع چي لومړئ د خاوند او ميرمني څخه شروع کيږي اسلام يې په اړه هرڅه بيان کړيدي، په کورنۍ کي د ميړه او ښځي تر مينځ د محبت، پخلايني، صبر او تحمل څخه شروع بيا د اولاد، پلار، خپلوانو او ګاونډيانو تر حقوقو پوري د ټولو لپاره پکښې ډير ټينګار او تأکيد راغلئ دئ.
آن تردې چي اسلام هغه شيان هم حرام کړيدي چي ظاهرا ډير سپک معلوميږي خو په اصل کي ټولنه ورباندي ورانيږي لکه غيبت، چوغلګري، تجسس او پر يوبل باندي ناوړه نومونه ايښودل.
اسلام تر بل هر دين د ټولني اصلاح ته خلګ را بللي دي او دېته يې تشويق کړيدي چي تل د اصلاح په فکر کي وسي، الله پاک فرمايې:
وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ.[الأنفال 1]
ژباړه: په خپل مينځ کي اصلاح راوړئ.
او په سورت البقرة کي فرمايي:
وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ.[ البقرة 237]
ژباړه: په خپل مينځ کي پر يوبل باندي احسان مه هيروئ.
د همدې امتياز او ځانګړتيا له وجهي اسلام يو سراسري دين دئ او د ټولي نړۍ لپاره راغلئ دئ لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايي:
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ.[الانبیاء 107]
ژباړه: موږ ته نه يې راليږلئ مګر رحمت د ټولو مخلوقاتو لپاره.
همدا راز فرمايي:
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ.[النساء 28]
ژباړه: موږ ته نه يې راليږلئ مګر د ټولو خلګو لپاره.

*اسلام او اقتصادي ژوند:*
اسلام لکه نورو برخوته يې چي پوره پاملرنه کړېده مالي او اقتصادي برخي ته يې هم پوره پاملرنه کړېده او إنسان ته يې داسي اقتصادي نظام معرفي کړئ دئ چي د هرچا او هري سيمي لپاره مناسب دئ او يواځنئ هغه نظام دئ چي د ټولو خلګو مالي چاري ورباندي تنظيم کيدلای سي.
د مال د پيدا کولو لپاره يې د خرڅولو او رانيولو مشروع ضوابط او سوداګاني وضع کړيدي او د مشروع تجارت ډيره ښه طريقه يې بيان کړېده او إنسانانو ته يې ددې سپارښتنه کړېده چي بايد خپل دنيوي او اخروي ژوند ته پوره متوجه وسي.
الله جل جلاله فرمايي:
وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا.[القصص 77]
ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کي  چي الله پاک تاته درکړئ دئ (د الله په لاره کي يې مصرف کړه) او ددنيا لپاره خپله برخه هم مه هيروه.
همدا راز عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما څخه موقوف روايت دئ چي فرمايي:
فَاعْمَلْ عَمَلَ امْرِئٍ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَمُوتَ أَبَدًا ، وَاحْذَرْ حَذَرًا تَخْشَى أَنْ تَمُوتَ غَدًا.[السنن الکبری 4932]
ژباړه: داسي کار کوه لکه هغه څوک چي ددې ګمان کوي چي ګرسره نه مړکيږي او پوره احتياط او ځان ساتنه وکړه ددې ويري څخه چي ګويا ته صبا مړکيږي.
همدا راز د هغو اړو إنسانانو لپاره يې چي کار نسي کولائ د عشر اوزکات سيستم ايښئ دئ ترڅو سرمايه والا خلګ د خپل عشر او زکات د اداء کولو له لاري د هغوۍ سره مرسته وکړي او خپلي اړتياوي پوره کړي.
آن تردې چي اسلام پر سرمايه دارانو خلګو باندي دا خبره فرض اولازم ګرځولې ده چي خپل د مال عشر او زکات حتما بايد آداء کړي.
تر داسي اندازې پوري چي د قيامت په ورځ چي ځيني خلګ الله پاک يې دوږخ ته داخل کړي ددوۍ څخه پوښتني وکړي چي په کوم عمل باندي تاسو دوږخ ته راغلي ياست؟ دوي ورته وايي:
وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ.[المدثر44]
يعني موږ اړو انسانانوته ډوډې نه ورکول.
همدا راز يې په عمومي فرمول باندي إنسانانو ته ددوۍ دمال د ساتني لپاره داسي لارښوونه کړيده چي فرمايي:
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ.[البقرة 188]
ژباړه: خپل مالونه په خپل مينځ کي په باطله طريقه باندي مه خورئ.

*اسلام اوسياسي ژوند:*
هدف د سياسي ژوند څخه دادئ چي ددولت او خلګو د ژوند چاري سمي کنټرول او اداره سي او هغه مصلحتونه مراعات کړل سي کوم چي د ټولني ښيرازي پکښې نغښتې وي، اسلام په خپل بيساري خود کفايۍ سره داسي نظام خلګوته معرفي کړئ دئ چي په عملي کولو سره يې پوره هر اړخيز عدالت راتلای سي او د هرقسم شخړي او بې نظمۍ مخه ورباندي نيول کيدلای سي، همدا راز يې د عدل ترڅنګ داسي مجازاتي حدود وضع کړيدي چي په عملي کولو يې پوره امن وامان راتلای سي.
او ټول هغه اصول يې راته په ګوته کړيدي چي هر دولت يي په عملي کولو سره کولای سي د خپلي واکمنۍ ستني ټينګي کړي او پر ځان باندي د خپل رعيت پوره باور ترلاسه کړي.
او ريښتينئ سياست د اسلام څخه بيل نه بلکي د اسلام يوجزء دئ لکه څنګه چي الله پاک فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.[النساء 59]
ژباړه: اي مؤمنانو! د الله او رسول او د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ که په يوشي کي مو شخړه سوه نو هغه الله او د الله رسول ته وسپارئ که تاسو پر الله او ورځي د آخرت ايمان لرئ دغه کار ستاسو لپاره ډير ښه او ښکلئ تأويل دئ.
او په حکومت دارۍ کي يې د امنيت په اړه موږ ته داسي لارښوونه کړېده:
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنْكُمْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[النور 55]
ژباړه: الله وعده کړې ستاسو د هغه کسانو سره چي ايمان يې راوړئ دئ، او ښه اعمال يې کړيدي، چي دوۍ به په مځکه کي خليفه ګان ګرځوي، لکه چي يې خليفه ګان ګرځولي وه هغه خلګ چي ددوۍ ترمخه تيرسويدي، او ټينګوي به دوۍ لره ددوۍ هغه دين چي ورته انتخاب کړئ يې دئ، او ددوۍ ويره به په امن باندي بدله کړي، چي دوۍ زما عبادت وکړي، زما سره هيڅ شئ شريک ونه ګرځوي، او هرڅوک چي ددې وروسته کافر سو، نو هغوۍ د الله د اطاعت څخه وتلي دي.
توضيح:نو چي سړي د الله پاک ودۍ قول ته متوجه وسي:
"وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً" يقيني پدې ښائسته کلام کي همدغسي راغليدي چي زه به دوۍ ته امنيت ورکوم، اوبيا دا وروسته قول چي فرمايي:
"يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً" مفسرين کرامو په تفسير کي ددې جزء ليکلي دي: چي دغه کلام مستأنف دئ، خو په منزله سره د علت لپاره د ماقبل دئ، يعني پدې شرط چي تاسو زما عبادت وکړي زما سره شريک ونه نيسئ، نو زه به تاسو ته دغه درې شيان درکوم:
1. د مځکي حکومت  به ستاسو پلاس درکوم.
2. ستاسو دين به ټينګوم اوخپروم.
3. تاسو ته به امنيت راولم.
همدا راز په بل آيت کي راځي:
الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُمْ مُّهْتَدُونَ.[الانعام 82]
يعني هغه خلګ چي ايمان يې راوړئ دئ، او خپل ايمان يې د ظلم سره ندئ ګډکړئ، نو د هغوۍ لپاره امن دئ او هغوۍ هدايت کړه سوي خلګ دي.

*آخري خبره:*
الف: اسلام د هرمسلمان لپاره په هره برخه کي کافي دئ، مسلمان هيڅ بل قانون ته اړتيا نلري. الله جل جلاله فرمايي:
وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ.[النحل 89]
ژباړه: موږ پرتا باندي داسي کتاب نازل کړئ دئ چي د هر شي لپاره بيان دئ او مسلمانانوته هدايت، رحمت او زيرئ دئ.
ب:عرياني او فحاشي لومړئ هغه کار دئ چي د اسلام دښمنان يې په اسلامي هيوادونوکي د مسلمانانو د هلاکت لپاره ترويجوي لکه څنګه چي شيطان د آدم او حواء عليهما السلام څخه لومړئ کالي و ايستل په شهادت ددې آيت:
فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا.[الاعراف 20]
ژباړه: شيطان دوۍ ته وسوسه ور واچول ترڅو دوۍ ته ددوۍ پټ سوئ عورت ښکاره کړي.

زموږ په زمانه کي:

√ ـ پر دیني مدارسو او حقاني علماو باندي هغه څوک بد وایي چي بې دینه وي.
√ ـ پر مجاهدینو باندي هغه څوک بد وایي چي بې عزته او غلام وي.
√ ـ پر جماعت تبلیغ باندي هغه څوک بد وايي چي د نفسي غوښتنو تابع وي.
√ ـ پر ریښتیني اهل تصوف باندي هغه څوک بد وايي چي بې باکه او بې تربیې وي.

حقاني علماء څوک دي؟

په نړۍ کي د علماو په نامه او جامه ډير خلګ اوسيږي او هر څوک د ځان د حقانيت او ريښتينولۍ خبره هم کوي او د هر چا لپاره ځيني پلويان او ملګري هم وي، خو دا يو منل سوئ او ثابت سوئ حقيقت دئ چي علماء هم د نورو خلګو په څير ډلي ډلي دي، د تور او سپين، ښه اوبد، حق او ناحق، ماهر او غير ماهر د ټولو احتمالات پکښې سته چي زموږ په زمانه کي په لاندي نښو او علامو باندي موږ کولای سو حقاني علماء وپیژنو:
1 - حقاني عالم چي هره نيکه خبره کوي تر هر چا مخکي لومړئ خپله عمل په کوي.
2 - حقاني عالم تل د بل مسلمان لپاره هغه څه خوښوي کوم شئ چي د ځان لپاره يې خوښوي او د بل مسلمان لپاره هغه څه نه خوښوي کوم چي د ځان لپاره يې نه خوښوي.
3 - حقاني عالم د رسول الله صلي الله عليه وسلم سنت، د اصحابو إتباع او سلف صالحينو پيروۍ ته ډير متعهد وي.
4 - حقاني عالم د ټولو مجتهدينو، محدثينو او استادانو لپاره ځانګړئ احترام لري او تل ځان د هغوۍ په شاګردانو کي شميري آن تردې چي په عقلي او اجتهادي مسائلو کي د هغوۍ نظرياتو ته ډير ارزښت ورکوي.
5 - حقاني عالم جهاد، دعوت، تعليم او تزکيه ددين برخي بولي او څلور واړه د ځان مسئوليت ګڼي له همدې امله تل لومړيتوب او اولويت ته ګوري که جهاد ته اړتيا پيدا سي جهاد کوي، که دعوت ته اړتيا پيدا سي دعوت چلوي، که تعليم ته اړتيا پيدا سي تعليم کوي او تزکيې ته هم پوره پاملرنه کوي.
6 - حقاني عالم ددين په هره برخه کي هر خادم ته پوره احترام لري او د هر خادم سره مرسته د ځان ايماني دنده بولي له همدې امله د مجاهدينو سره، تبليغيانو سره، ديني مدارسو سره او حقيقي اهل تصوف سره هر ډول مرستي ته آماده وي بلکي ځان ددوۍ د جملې څخه حسابي.
7 - حقاني عالم هيڅ وخت داسي نکوي چي کله د مهارت او يا لومړيتوب پر اساس ددين په يوه برخه کي خدمت کوي نوري برخي دي رد کړي او يا دي هم د نورو برخو کوونکو ته بد ووايي مثلا که حقاني عالم عملاً د جهاد په کولو باندي بوخت وي پر ديني مدارسو، اهل تصوف او تبليغيانو باندي بد نه وايي، که تبليغ ته وتلئ وي پر مجاهدينو، مدارسو او ريښتينو صوفيانو باندي بد نه وايي، که په مدرسه کي خدمت کوي پر مجاهدينو، تبليغيانو او اهل تصوف باندي بد نه وايي او که د ځان او نورو مسلمانانو د تزکيې په موخه تصوف ته ورغلئ وي پر مجاهدينو، تبليغيانو او مدارسو باندي بد نه وايي.
8 - حقاني عالم تل د ټولني د اصلاح لپاره په خاصه توګه د مسلمانانو د يووالي لپاره کار کوي، هر هغه مشروع کړه وړه سرته رسوي چي په مسلمانانو کي د اصلاح او يووالي لپاره ګټور تماميږي.
9 - حقاني عالم د باطل په مقابل کي ساکت او چوپ نه پاتيږي بلکي په هره ذريعه چي وي د باطل په مقابل کي را ولاړيږي او نور خلګ هم د باطل سره مقابلې ته هڅوي.
10 - حقاني عالم هيڅ وخت د رواجونو او عنعنانو تابع نه جوړيږي  بلکي د عنعناتو په شمول د ټولو انسانانو ټوله اعمال د شريعت تابع بولي.
11 - حقاني عالم پدې باندي ښه پوهيږي چي د مجتهدينو تر مينځ په ډيرو فرعي مسائلو کي د "يَجُوزُ او لاَيَجُوزُ" يعني د روا او ناروا اختلاف دئ بناءً د هغوۍ څخه په تأسي او پلوۍ داسي اختلاف ته د رحمت په سترګه ګوري او هيڅ وخت دداسي اختلاف له کبله د چا سره جګړه نکوي او نه هم دداسي اختلاف په سبب پر چا باندي ټاپې لګوي بلکي خپل په رأيه باندي عمل کوي او د نورو رأيه و هغوۍ ته پريږدي لکه زموږ سلف صالحينو چي همداسي کول.
12 - حقاني عالم هيڅ وخت په شخصيت باندي پر چا بد نه وايي بلکي ښه او بد ټول په کارونو او افعالو سره معرفي کوي د پيغمبرانو څخه په استثناء، د ځان په شمول نور ټول انسانان معصوم نه بولي د هر چا کار د صواب او خطأ محتمل ګڼي صواب يې را اخلي او خطأ يې پريږدي.
13 - حقاني عالم هيڅ وخت ديني خدمت په ځان کي منحصر به بولي بلکي ځان په ديني خدمت کي منحصر بولي چي څومره يې په وسه وي خپله هم ددين خدمت کوي او د نورو سره هم ددين په خدمت کي مرسته کوي.
14 - حقاني عالم اسلام او علم ته د وطن او يو هيواد له زاويې نه ګوري بلکي اسلام نړيوال دين بولي او په نوري نړۍ کي هم د نورو مسلمانانو او علماو په شتون باندي باور لري.
15 - حقاني علماء دين او مذهب ته د ځانه څخه شعارونه او علامې نه ټاکي بلکي هره خبره په اصولو کي د ننه د سلف صالحينو د فهم موافقه کوي.
16 - حقاني عالم قوم پرستي او نفسي تعصب نکوي او د هيچا سره د قوم پخاطر او يا تعصب له وجهي دوستي او دښمني نکوي بلکي دوستي او دښمني يې تل د الله لپاره وي.
17 - حقاني عالم شرعي او فقهي مراتب نه سره ګډه وي فرض، واجب، سنت، مستحب او مباح هر يوه ته په خپل حيثيت او اعتبار ګوري.
18 - حقاني عالم د ظن او ګمان پر اساس حکم او فيصله نکوي بلکي هره فيصله يې پر شرعي حجت او يقين باندي بناء وي.
19 - حقاني عالم د خپلي شخصي رأيي په منلو باندي بل عالم مکلف نه بولي بلکي هغه هم د ځان غوندي د استعداد درلودونکئ او د رأيي د حق لرونکئ بولي.
20 - حقاني عالم د بدعاتو او خرافاتو څخه ځان داسي ليري ساتي لکه د نجاساتو او مرداريو څخه چي ځان ليري ساتي.
21 - حقاني عالم تل د نورو علماو سره رابطه ساتي، د الله پاک لخوا نورو علماو ته په ورکړل سوي کمال او د ځان په نیمګړتیا اقرار کوي او د نورو علماو سره مشورې ته ډیر لیوال وي.
22 - حقاني عالم چی هرڅومره ډیر علم او مال ولری او یا هرڅومره ډیره لویه چوکې او مرتبه ولری هیڅ وخت تکبر او غرور ورڅخه نه کیږي بلکي تل متواضع او عاجز وي.
23 – حقاني عالم هیڅ وخت د کافر او فاسق انسان مطلق ملتیا او ملګریتوب نکوي بلکي رابطه او پریکون یې ټول د شرعي اصولو په چوکاټ کي وي.
مولوی نورالحق مظهری

هیڅ فکر مه خرابوئ!

لنګوټې او حجاب ته د ځینو بې دینانو سپکاوئ داسي مثال لري لکه په فضاء کي تیریدونکي چورلکي ته چي پر مځکه باندي ولاړ سپي غاپي لکه د سپيو غپل چي نه چورلکي ته تاوان رسوي او نه هم په چورلکي کي ناستو خلګو ته همداسي ددغو خلګو خبري هم نه لنګوټي او حجاب ته تاوان رسوي او نه هم د لنګوټي او حجاب مینوالوته.

پارلمان

په دولتي تشکیلاتو کي عبثه او بې فایدې اداره پارلمان دئ.
د هیواد په سرنوشت لوبي، د مفسدینو پلوي، د اداري فساد ترویج، د هیواد په سطحه ګډوډۍ ته لاره آوارول او په نړیواله سطحه د هیواد آبرو اخیستل ټول په پارلمان کي کیږي.

په حقاني علماو پسې څوک خبري کوي؟

دا معلومه خبره ده چي حقاني علماء د انبياو وارثان دي نو لکه د انبياو په وړاندي چي مشرکينو او منافقينو خنډونه جوړول، هغوۍ يې په ګڼو ناوړه نومونو باندي يادول، هغوۍ ته يې بد نسبتونه کول او د هغوۍ د هر ښه کار مخه يې نيول د حقاني علماو په وړاندي به هم داسي خلګ پيدا کيږي چي ددوۍ ددعوت مخي ته خنډونه جوړ کړي، ددوۍ نيک کارونه بد وګڼي او د اسلام لپاره ددوۍ د خدمت د درولو هڅه دي وکړي.
خو دا چي زموږ په زمانه کي کوم خلګ د حقاني علماو پسې خبري کوي پدې اړه به يو څو تجربې او د سترګو ليدلي حالات درسره شريک کړم.

1 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي د عقيدې مشکل لري د حقاني علماو حق کارونه، جهاد او دعوتي فعاليتونه باطل ګڼي لکه د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي چي ځينو مشرکينو د جهالت او ناپوهۍ له وجهي د هغه مخالفت کوئ او د هر مخالف په لمسون يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم پسې خبري کولې.

2 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي متعصب وي د حقاني علماو سره د علم، مرتبې، او مادياتو پرسر حسد اوکينه کوي، دا يې زړه غواړي چي ټول کمالات بايد تنها دده سره وي کله چي د نورو علماو سره داسي کمالات ويني نو د ډير بخالت له وجهي د هغوۍ څخه بد وړي او خبري پسې کوي لکه ابوجهل چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پدې خاطر بد وړه چي دئ ولي زما په پلارۍ کي ندئ پيدا سوئ ولي په بني هاشم کي پيدا سوئ دئ او لکه يهودو چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره پدې خاطر مخالفت کوئ چي ولي دئ په عربو کي پيدا سوئ دئ بايد په يهودو کي پيدا سوئ وای او بدي خبري يې ورپسې کولې.

3 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي د خرافاتو او بدعاتو شوقيان وي لکه په محدثينو پسې چي د موضوعي احاديثو وضاعينو خبري کولې ځکه محدثينو خو صحيح احاديث خلګو ته رسول خو درواغجنو وضاعينو بيا د ځانه څخه خبري جوړولې، د هغو نسبت به يې و رسول الله صلي الله عليه وسلم ته کوئ او د احاديثو په نامه يې په خلګو کي خپرولې لکه امام احمد بن حنبل رحمه الله ته چي يوه ورځ يوه وضاع پدې خاطر ډيري سپکي سپوري وکړې چي ته ولي زما خبري ردوې او صحيح احاديث يې نه بولې.

4 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي خپله دوۍ خو دين ته خدمت نسي کولای د حقاني علماو لخوا يې خدمت کول هم نه خوښيږي لکه امام نسائي رحمه الله چي دده په وخت کي د ځينو متعصبينو او ناپوهو کسانو په لمسون محکمې ته پدې پلمه راکش کړل سو چي ولي يې د سيرت په موضوع کي په خپل ليکل سوي کتاب کي د امير معاويه رضي الله عنه مناقب ندي ذکر کړي؟ سره ددې چي دوۍ ناځوانانو هم د هغه په مناقبو هيڅ شئ نوه ليکلي.

5 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي کلونه کلونه يې پر خلګو باندي باطل حاکميت کړئ وي، خلګو ته يې داسي ذهنيت ورکړئ وي چي عالم ستا د کور محرم هم دئ او ستا وارث هم دئ، چي هرشئ درڅخه غواړي ته به يې ورکوې، نذرونه، خيراتونه، کفارې، فديې او د جمعې د شپې غړي به ټوله عالم ته ورکوې. لکه د يهودو او نصاراوو علماو چي پرخلګو داسي حاکميت کړئ وو د ځانه څخه يې ورته حرام او حلال ټاکل، تورات او انجيل به يې په خپله ګټه ورته تفسيرول، کله چي رسول الله صلي الله عليه وسم راغئ دوۍ پدې باندي پوه سوه که خلګ پر رسول الله صلي الله عليه وسلم باندي ايمان راوړي نو زموږ رول به په خلګو کي کم سي بيا به خلګ هيڅ شئ موږ ته نه راکوي نو ځکه يې خپله هم د هغه مخالفت وکړ او خلګ يې هم د هغه مخالفت ته را پورته کول.
زموږ په زمانه کي هم حقاني علماء غواړي خلګ پر مستقيم مسيرباندي روان کړي د انسانانو د مرييتوب او دروږ څخه يې خلاص کړي او د يوه الله عبادت، رسول الله صلي الله عليه وسلم متابعت او د تيرو ائمه وو لکه امام ابوحنيفه رحمه الله پيروۍ ته يې را وبولي تر څو ريښتيني مسلمانان او مذهبيان ورڅخه جوړ سي نو ځکه يې اهل باطل مخالفت کوي او خبري پسې کوي، دا ځکه چي اهل باطل د خلګو د اصلاح څخه داسي ويريږي لکه د يهودو او نصاراوو علماء چي د خلګو د اسلام څخه ويريدل او تل يې د خلګو د اسلام راوړلو مخه نيول، دوۍ هم د خلګو د اصلاح او سميدلو مخه نيسي ځکه دوۍ پوهيږي که خلګ سم سي بيا نو زموږ باطل حاکميت پر خلګو باندي نه چليږي او خلګ موږ ته خيراتونه، نذرونه او پاکټونه نه راکوي چي ددوۍ په فکر د خلګو د اصلاح د مخنيوي لپاره يواځنۍ مؤثره لار همدغه د حقاني علماو متهم کول او بدنامه کول دي.

6 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي تر دين او مذهب يې سيمه ايز او پلرني عنعنات خوښيږي ددې پرځاي چي اسلام او مذهب پر ځان عملي کړي د پلار او نيکه ګانو رواجونو ته ډير پابند وي آن تردې چي د خپلو پخوانيو خلګو کارونو ته کڅه هم باطل وي ددين په سترګه ګوري، دين او مذهب يې د خپلو عنعناتو تابع ګرځولئ وي نو ځکه په هر هغه چا پسې خبري کوي چي هغه خلګو ته اصلي دين او اصلي مذهب ور زده کوي.
ددغو خلګو مثال د هغه خلګو دئ چي د پيغمبرانو مخالفت يې لدې امله کوئ چي تاسو ولي زموږ د پلارونو او نيکه ګانو د تګلاري څخه خلاف خبري کوئ؟ او تل به يې دا ويل چي موږ ته هماغه څه بس دي کوم چي زموږ پلارونو موږ ته په ميراث باندي پرې ايښي دي او موږ پر هغه څه باندي باور لرو کوم چي زموږ پلارونو باور ورباندي درلودئ، کڅه هم ددوۍ پلارونه پر غلطه او ناروا باندي وای.
زموږ د زمانې دغه منحرف خلګ هم دغسي طبيعت لري ځان مسلمان بولي خو دده او دده د پلار د طبيعت خلاف خبره ګرسره نه مني کڅه هم په قرآن او حديث باندي ثابتوي، ځان حنفي مذهب بولي خو د خپل طبيعت خلاف خبره نه مني کڅه هم د مذهب پر لسو کتابو باندي سمه حواله ورکړې، بس دده مذهب خرافات او هزليات وي که يې څوک ورسره مني دئ ورڅخه خوشاله دئ او که يې ورسره نه مني بيا خو نو دئ د خپلي سورنا خوله خلاصوي او پرهغه باندي ټاپې لګوي.

7 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي د کفر او باطل په وړاندي يې د علماو مبارزه نه خوښيږي ځکه نو پرهغه علماو باندي تهمت وايي کوم چي عملا د جهاد، دعوت، تعليم او سالمي تزکيې په ډګر کي ځليدلي وي او دا کار دوۍ ددې لپاره کوي چي د حقاني علماو د بدنامولو ترڅنګ د کفر او باطل په مقابل کي مبارزه ټکنې کړي او د مسلمانانو ترمينځ اختلافات ددې لپاره پيدا کوي چي مسلمانان په خپلو مينځونو کي سره اخته سي د کفر اوباطل مبارزې ته خلاص نسي لکه د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي چي د مدينې منافقينو همداسي کول او لکه د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په وروستيو کي چي عبدالله بن سبأ يهودي او دده ملګرو د حضرت عثمان رضي الله عنه او ډيرو نورو صحابه وو پسې خبري کولې او د مسلمانانو په مينځ کي يې د نفاق او درځ تخم پاشئ چي تر ډيره بريده خپلي موخي ته هم ورسيدل ځکه ډيرئ ساده مسلمانان يې خطا ايستل او د حضرت عثمان رضي الله عنه په مقابل کي يې را پورته کړه، هغه يې شهيد کړ او د مسلمانانو ترمينځ يې ډيري خطرناکي جګړې را مينځ ته کړې.

8 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي شعوري او يا غيرشعوري د کفارو لپاره په خدمت باندي بوخت وي ځکه د اسلام پر ضد ددوۍ هره کړنه د کفارو په ګټه تماميږي، له همدې امله دوۍ پداسي شيانو باندي د مسلمانانو اخته کيدل غواړي چي د هغه حد اکثر حثيت ثبوت في المذهب وي او ياهم په ډيرو تکلفاتو سره يې ځينو په استحباب باندي قول کړئ وي خو دوۍ داسي ورباندي ټينګ وي لکه فرض او واجب، چي دا خپله په اسلام باندی ددوۍ سر خلاصیدل تر پوښتني لاندي راولي ځکه په اسلام کي د مسائلو د مراتبو څخه حکمت همدغه دئ چي هرڅوک وکولای سي په اسلام باندي عمل وکړي، کوم خلګ چي د فضايلو او نوافلو توان ولري هغوۍ خپله مرتبه ورباندي لوړه کړي او کوم خلګ چي تنها د فرايضو او سنتونو کولو ته رسيږي هغوۍ خپل ايماني مکلفيت سرته ورسوي، خو دوۍ دومره د شرعي حکمتونو څخه ناخبره وي چي د ځانه څخه اسلام او مذهب ته شعاير پيدا کوي داسي شيان چي زر کاله مخکي بيخي مسلمانانو نه پيژندل او نه هم په کوم شرعي دليل باندي ثابت دي دوۍ يې د اسلام برخه بولي چي دا خپله پر اسلام باندي اعتراض دئ او د اسلام کمال تر پوښتني لاندي راوړلي، همدا راز حنفي پاک مذهب ته يې داسي شيان داخل کړيوي چي يو وخت صاحب المذهب امام ابوحنيفه او دده يارانو رحمهم الله د هغه په وړاندي مقابله کول خو دوۍ ناځوانان دېته نګوري چي آيا دغه شئ په مذهب کي ثبوت لري او که يې نلري؟ بس که يو چا دوه سوه کاله مخکي په يوې رسالې کي ليکلي وه او هغه سړئ حنفي مذهب ته منسوب وو دوۍ هغه خبره د حنفي مذهب په نماينده ګۍ باندي بيانوي سره ددې چي د امام صاحب، يارانو او مجتهدينو څخه د هغه په اړه هیڅ هم په صحیح نقل نوي ثابت.

د را رواني مقالې موضوع به هم إن شاء الله دېته ورته وي.
مولوی نورالحق مظهری