مالي فساد د دولت، اقتصاد او ټولنې له سترو ستونزو څخه ګڼل کېږي. مالي فساد هغه مهال رامنځته کېږي چې دولتي چارواکي، کارکوونکې یا نور مسئول کسان د شخصي ګټو لپاره له خپل صلاحیت څخه ناوړه استفاده وکړي؛ لکه رشوت، اختلاس، د دولتي شتمنیو غلا، په قراردادونو کې درغلۍ، د مالیاتو غبن او نوري ناقانونه کړنې. دا پدیده نه یوازې د دولت مالي بنسټونه کمزوري کوي، بلکې د خلکو باور، عدالت او په هر اړخيز ډول د هېواد پرمختګ هم له جدي خطر سره مخ کوي.
مالي فساد له ځان سره ډېر تاوانونه لري چې موږ يې د بېلګې په ډول يو څو په لاندې ډول ذکر کوو:
۱- د دولت د عوایدو کمېدل: مالي فساد د دولت د عوایدو د کمېدو له ټولو لوی لامل دی. کله چې مالیه راټولوونکي، ګمرکي مسئولین یا نور مالي کارکوونکي رشوت اخلي او یا د دولت عواید شخصي جېبونو ته اچوي، نو د دولت خزانې ته لږې پیسې رسېږي. د عوایدو کمښت د دې سبب کېږي چې دولت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو توان له لاسه ورکړي، لکه د کابل ادارې په وخت کې چې دولت يوازې پر بهرنيو تمویلاتو اتکاء درلوده ځکه چې داخلي عوايد يې د مالي فساد له امله ډېر کمزوري وو.
۲ – د عمومي بوديجې ضایع کېدل: هغه بوديجه چې باید د ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو، سړکونو، اوبو رسولو او نورو عامه پروژو لپاره ولګول شي، د فساد له امله ضایع کېږي. په پایله کې پروژې نیمګړې پاتې کېږي، یا په ټیټ کیفیت ترسره کېږي او یا هم یوازې په اسنادو کې موجودې وي چې د دې لپاره لويه بېلګه د کابل شل کلنه اداره وه، د دې پر ځای چې عمومي بوديجه په هېواد کې پر انکشافي او پرمختيايي پروژو ولګېږي يا خو ضايع کېدله او يا هم پروژې په ډېر ټيټ کيفيت تر سره کېدلې چې همدا اوس په ښارونو کې د کابل ادارې له وخت څخه جوړ شوي سړکونه خرابېږي او بېرته له سره جوړېږي، ځکه چې کيفيت يې ضعيف و.
۳- د اقتصادي ودي مخنیوی: مالي فساد پانګه اچوونکي زړه نازړه کوي. داخلي او بهرني پانګه اچوونکي په هغه هېواد کې پانګونه نه غواړي چې هلته رشوت، واسطه او اداري فساد زیات وي. د پانګونې په کمېدو سره تولید، صنعت، تجارت، د کار فرصتونه او اقتصادي وده هم کمزورې کېږي ځکه چې د مالي فساد په شتون کې پانګه اچوونکي خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي او لويه ستونزه له دوی څخه د مسئولينو شخصي غوښتنې او فرمايشونه دي چې په سبب يې دوی له پانګې اچونې څخه تېښتې ته مجبورېږي.
۴- د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتوالی: کله چې د دولت شتمني د څو کسانو په لاس کې ولوېږي او عامه پروژې په سمه توګه پلې نه شي يا عامو وګړو ته د کار زمينه برابره نه شي، نو د خلکو لپاره د کار فرصتونه کمېږي چې ورسره فقر زیاتېږي او په ژوند کې اقتصادي ستونزې را پيدا کېږي.
۵- د خلکو د باور له منځه تلل: که خلک وویني چې قانون یوازې پر کمزورو تطبیقېږي او زورواکي یا فاسد کسان له سزا څخه ژغورل کېږي يا کاري او مالي فرصتونه يوازې محدودو کسانو ته برابرېږي او يا هم له خلکو څخه غیر قانوني پيسې اخيستل کېږي، نو د دولت پر عدالت یې باور کمېږي او دا يقيني خبره ده چې د خلکو او دولت ترمنځ د اعتماد کمښت د ټولنیز ثبات لپاره ستر ګواښ دی.
۶- د خدمتونو کیفیت ټیټېدل: کله چې په کومه اداره کې فساد پيدا شي هرو مرو هلته وړ او صادق کسان د اړیکو او رشوت له امله څنګ ته کېږي او پر ځای یې نالایق کسان ګومارل کېږي چې له امله يې د روغتیا، تعلیم، امنیت او نورو دولتي خدمتونو کیفیت ښکته کېږي چې د دې لپاره په تاريخ کې تېر شوي فاسد نظامونه لويه بېلګه ده.
۷- د عدالت له منځه تلل: مالي فساد د عدالت اصل زیانمنوي. هغه څوک چې رشوت ورکوي، خپل کار ژر ترسره کوي، خو بېوزلي او بېوسه خلک له خپلو قانوني حقونو هم محرومېږي چې دا کار په ټولنه کې د بېعدالتۍ سبب جوړېږي او په خلکو کې يو ډول د بې انصافۍ احساس پياوړی کوي چې په نتيجه کې په شعوري يا غير شعوري ډول عدالت له منځه ځي يا لږ تر لږه کمزوری کېږي.
۸- د جرمونو او نورو فسادونو زیاتوالی: د مالي فساد منفي اغېزې یوازې په یوه برخه کې نه پاتي کېږي، بلکې له ځان سره نور فسادونه هم راولي؛ لکه جعل، قاچاق، د پیسو مینځل، د اسنادو تحریف او د دولتي امکاناتو شخصي استعمال. په دې توګه د قانون حاکمیت کمزوری کېږي او هرج و مرج ورسره پيدا کېږي.
۹- د دولت د نړیوال اعتبار کمېدل: هغه دولت چې مالي فساد پکې ډېر وي، د نړیوالو ادارو، پانګه اچوونکو او مرستندویانو باور له لاسه ورکوي. په پایله کې بهرنۍ پانګونه، اقتصادي مرستې او نړیوالې همکارۍ ورسره کمېږي چې دغه څه موږ د کابل ادارې په وخت کې وليدل چې په نړۍ کې يې دومره اعتبار کم شو چې په فساد کې يې لومړی مقام خپل کړ.
۱۰- اسلامي ارزښتونه کم رنګه کېدل : اسلام مالي فساد سخت حرام بللی دی، ځکه دا د خلکو د مالونو خوړل، د امانت خیانت او د عدالت له منځه وړل دي. الله تعالی فرمایي: وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ. (سورة البقرة: ۱۸۸)ژباړه: او د یو بل مالونه په باطله طريقه مه خورئ.
نو چې کله مالي فساد تر سره کېږي دا خپله د دې ښکارندويي کوي چې په فساد کې ښکېل کسان اسلامي ارزښتونو ته ارزښت نه ورکوي، کنه نو هېڅ وخت به يې فساد ته زړه نه وای ښه کړی چې هم په معنوي لحاظ او هم په ظاهري لحاظ پر دولت او ملت دواړو بدې اغېزې کوي او په تدريجي ډول د دولت سقوط يا ډېر کمزوري کولو ته لاره اواروي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر