څه موده مخکي د بي بي سي راډيو داسي راپور خپور کړی وو چې د اسلامي امارت د مشرانو په منځ کې درځ يا اختلافات شتون لري او د دې لپاره يې د دوی په وينا د ځينو خلکو نظريات هم راټول کړيوه.
اصلي خبره دا ده چې بي بي سي اوس هم د هغو رسنيو په کتار کې شمېرل کيږي چې ځيني وختونه د اسلام پر ضد ځيني راپورونه نشر کوي په خاصه توګه په افغانستان کې د اوسني حاکم اسلامي نظام پر ضد، ځکه دوی ته د دوی د مشرانو لخوا داسي دستور ورکول کيږي چې په هر ځای کې مسلمانان او اسلامي نظامونه د خپلو منفي تبليغاتو هدف وګرځوي، البته دا کار دوی په داسي مسلکي طريقه کوي چې ډېر لږ خلک يې په تزوير او درواغو پوهيږي.
که د بي بي سي تاريخ مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چې دوی د سياسي خبرونو او تحليلونو، تفريحي خپرونو او نورو برنامو تر څنګ د اسلام پر ضد خبرو کولو ته هم لېڅي را نغښتي دي چې په دې سلسله کې د واقعيت څخه ليري خبرونه، منحرف سياسي تحليلونه، د مسيحيت لپاره دعوت، د مجاهدينو بدنام کول او د اسلام سياسي نظام بدرنګه کولو لپاره دوی ډېر کوښښونه کړي دي چې په هره برخه کې يې اوس هم په آرشيفونو کې ګڼ شمېر خپروني ذخيره دي.
د بي بي سي دا دعوه داسي مثال لري لکه څوک چې د دوبي په فصل کې په شين آسمان کې د باران دعوه وکړي ځکه د اسلامي امارت د حاکميت څخه بيا تر اوسه پوري چې کوم حالات حاکم دي يوه ذره ورڅخه د اختلافاتو بوي نه راپورته کيږي په داسي حال کې د اختلافاتو اثر په هيڅ ډول پټېدلای نه سي ځکه نو داسي ويلای سو چې که چيري د اسلامي امارت په صف کې اختلافات وای هيڅ وخت به چاري داسي په منظم او سلس ډول پر مخ نه تللی.
که د حکومتولۍ ټولي برخي وڅېړو او په دقيق نظر ورته وګورو دا به راته ثابته سي چې په افغانستان کې حاکم نظام ډېر فوق العاده پر مخ روان دی او په هيڅه برخه کې د اختلافاتو اثر نه ښکاري؛ که په نظام کې ټاکني او تبديلۍ دي، که د بوديجې تصويبول دي، که د فرامينو او احکامو صادرول او تطبيق کول دي، که د معاشاتو ډېرول او کمول دي، که انکشافي پروژې عملي کول دي او که نور کارونه دي ټوله د مرکزي حکومت په هدايت او د مسئولو کسانو په ذريعه سر ته رسيږي او تر اوسه پوري پر هيڅ فرمان او حکم د هيڅ چارواکي لخوا نيوکه او اعتراض نه دی سوی.
دا نظام د عقيدې او اطاعت پر بنسټ جوړ سوی دی ځکه نو هيڅوک دي په دې نظام کې د مخالفتونو خوبونه نه ويني، هو؛ د رأي او نظر اختلاف په هره ټولنه کې سته او هغه نقصان او نيمګړتيا نه ده بلکې په واقعيت کې کمال ته د رسېدلو يوه لار ده لکه په اجتهادي مسائلو کې چې د ديني علماؤ تر منځ اختلاف سته او هغه په اصل کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وينا رحمت دی، خو داسي اساسي اختلاف چې هغه دي د درځ او پاشلو سبب سي او حکومتولي دي د ننګونو سره مخ کړي الحمدلله تر اوسه د اسلامي امارت د مشرانو تر منځ هيڅ وجود نه لري ځکه نو ويلای سو چې د بي بي سي راپور درواغ دی او د حقيقت څخه ليري دی زموږ ولس دي هيڅ توجه نه ورته کوي.
مولوي نورالحق مظهري