۱۴۰۵/۰۳/۲۳

د اولو الامر او مشرانو د اطاعت ګټي:

د اولوالامر اطاعت يو د هغو کارونو څخه دی چې د انسان لپاره په هغه کې ډېري ګټي او فايدې نغښتي دي او چې کله يې انسان په خپل ژوند کې عملي کړي ارومرو يې مثبت تأثير ويني چې موږ د اطاعت ځيني ګټي په لاندې ډول بيانوو:
۱ - د الله تعالی رضا او ثواب ترلاسه کول: په دې خاطر چې د اولوالامر اطاعت د الله تعالی غوښتنه ده او چې څوک يې کوي هغه په اصل کې د الله تعالی امر پر ځای کوي نو معلومه خبره ده چې په اطاعت سره انسان د الله تعالی رضا او خوشحالي تر لاسه کولای شي.

۲ - د ټولنې نظم او امن ساتل: په دې خاطر چې اطاعت د اولوالامر سره يو ډول مرسته ده او په ټولنه کې د ځان ځانۍ او بې نظمۍ مخه ورباندې نيول کيږي نو په اطاعت باندې د ټولني نظم او امن ساتل کېدلای شي.

۳ - د فتنو او انارشۍ مخنيوي: کله چې خلک د اولوالامر اطاعت وکړي طبعا په حکومتولۍ او رعيت چلوني کې مرکزيت رامنځته کېږي چې هر څوک ځان واکمن نه ګڼي او ملت پر څو ټوټو د ويشل کېدلو څخه ساتل کيږي چې ورسره جګړې او اختلافات له منځه ځي او د ډېرو فتنو مخه ورباندې نيول کيږي.

۴ - د ګناه او عذاب څخه خلاصون: له دې کبله چې په اطاعت کې ثواب پروت دی او د الله تعالی د خوشحالۍ سبب جوړيږي نو څوک چې اطاعت کوي هغه د ګناه او الهي عذاب څخه خلاصون مومي.

۵ - د امت قوت او عزت: له دې امله چې اطاعت د صفونو يووالی، د امر يووالی او د عمل يووالی راولي او په نظام کې د دښمن د نفوذ مخه نيسي، همداسې په حکومتولۍ کې د وېش مخنيوی کوي نو په اطاعت سره د امت قوت او عزت ساتل کېدلای شي، چې دا خبره په تاريخي سندونو باندې ثابته ده ځکه کله چې مسلمانانو د خپلو شرعي مشرانو اطاعت کوی، نو له اندلس څخه تر هند او چين پورې يې واکمني درلودل او د نړۍ تر ټولو قوي امت وو، خو کله چې په مسلمانانو کې بغاوت عام شو نو د تاتاريانو، صليبيانو، يهودو او نصارا تر پښو لاندې شوه. نو داسي ويلای شو چې د اولوالأمر اطاعت د امت د قوت اصلي محور دی او بغاوت يې د تباهۍ لومړی ګام دی.

۶ - د جاهليت پر مرګ د مړيني څخه نجات: په دې سبب چې پر هر انسان باندې د خپل وخت د امام پېژندل او د هغه اطاعت کول ضروري دی نو څوک چې خپل امام پېژني او د هغه اطاعت کوي ان شاء الله، الله تعالی به يې مړينه پر خير کړي او د جاهليت له مرګ څخه به يې وساتي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: