۱۴۰۳/۱۲/۰۹

که جنتيان او دوږخيان تجارت وکړي:

ژباړه: په حديث کې راځي: که جنتيان تجارت وکړي نو دوی به په ورېښمو کې تجارت وکړي او که دوږخيان تجارت وکړي نو دوی به په صرافۍ کې تجارت وکړي.

په جنت او دوږخ کې نه تجارت سته او نه هم تجارت ته اړتيا سته خو که بالفرض جنتيان تجارت وکړي نو دوی به د ورېښمو تجارت وکړي او په بل حديث کې راځي چې د عطرو تجارت به هم وکړي او که بالفرض دوږخيان تجارت وکړي نو دوی به بيا صرافي وکړي.

دلته به اصل کې هدف د ورېښمو د تجارت ښه والی او د صرافۍ بدوالی دی ځکه د ورېښمو په تجارت کې عموما تبادله د عين د مال سره ده او تر ډېره بريده دوکه بازي او خطاايستل پکې نه وي نو ځکه داسي سودا د الله تعالی خوښيږي او دا يې د جنتيانو د خوښۍ سودا هم ګرځولې ده او په صرافۍ کې چې عموما تبادله د پيسو ده دوکه بازي، درواغ ويل او قسم اخيستل ډېر کيږي ځکه نو د الله تعالی نه خوښيږي او د دوږخيانو د خوښي سودا يې ګرځولېده.

البته د دې څخه هدف دا نه دی چې څوک د ورېښمو سودا وکړي هغه به جنت ته ځي او که څوک صرافي وکړي هغه به دوږخ ته ځي بلکې په عامو حالاتو کې د سودا د ښه والي او بدوالي بيان دی نو که څوک په صرافۍ کې د سود، درواغو، او دوکې څخه ځان وساتي او مشکوکه سودا ونکړي هغه رښتيني تاجر دی او الله تعالی به يې په ګناهکارو تجارانو کې نه شمېري او که څوک د ورېښمو په سودا کې دوکه کوي او خلک خطا باسي بيا دی په دې باندي ګناهکار دی او د هغو تجارانو څخه شمېرل کيږي چې کار يې  د الله تعالی نه خوښيږي. 

د دې مثال داسي دی لکه په يو حديث کې چې د دوږخيانو ځيني صفتونه بيان شوي دي؛ لکه:
هغه څوک چې عقل نه لري او د آخرت پر کارونو حريص نه وي، هغه څوک چې په هر لوی او کوچني شي کې خيانت کوي او د خيانت کولو ته د غنيمت په سترګه ګوري، هغه څوک چې هر ګړی نور انسانان پر ناحقه دوکه کوي، هغه څوک چې بخالت کوي او هغه څوک چې درواغ وايي.

دلته هدف د دې کارونو غندل او بدي يې بيانول دي تر څو انسانان ځانونه ورڅڅه وساتي او د هغو کسانو څخه و نه ګرځي چې د دغو کارونو له امله دوږخ ته ځي.

عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : لَوْ أَذِنَ اللَّهُ لأَهْلِ الْجَنَّةِ فِي التِّجَارَةِ لاتَّجَرُوا فِي الْبَزِّ وَالْعِطْرِ.[المعجم الصغير699]
لو اتجر أهل الجنة لاتجروا في البز ولو اتجر أهل النار لاتجروا في الصرف.[احياء علوم الدين ج2ص 392]
مولوي نورالحق مظهري