۱۴۰۵/۰۳/۲۱

حرفه او کسب د انبياؤ سنت دی:

1 – عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي: آدم عليه السلام کروندګر و، نوح عليه السلام ترکاڼ(نجار) و، ادريس عليه السلام خياط و، ابراهيم او لوط عليهما السلام کروندګر وه، صالح عليه السلام تجار و، داود عليه السلام د زغرو او وسلو جوړوونکی و او ابراهيم، شعيب او محمد عليهم السلام شپانه وه.(مختصر منهاج القاصدين:1/82) 

2 – د ځينو احاديثو او كتابونو څخه بيا داسي معلوميږي چې داود عليه السلام شپانه و، زکريا عليه السلام نجار و،  يوسف عليه السلام لومړی هغه څوک چې کاغذ يې جوړ کړ، سليمان عليه السلام لومړی هغه څوک و چې  صابون يې جوړ کړ، لومړی هغه کس چې پر آس سپور سو اسماعيل عليه السلام و، لومړی هغه کس چې د جنګ لپاره يې وسلې جوړي کړې سليمان عليه السلام و.(صبح الاعشي في صناعة الإنشاء: 1/488)

3 – د قرآن شريف د آيتونو څخه له ورايه ښکاري چې عيسی عليه السلام د ډاکټرۍ کارونه کول ځکه د ده په لاس مادرزادي ړانده او د پيس ناروغان جوړېدل او د الله تعالی په قدرت يې مړي ژوندي کول او ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام بنائي کړېده ځکه کعبه شريفه ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام جوړه کړه.
نو د ځان لپاره يوه حرفه يا کسب انتخابول يا په خپل لاس کار کول د انبياؤ سنت دی نه بايد څوک په وشرميږي او نه يې بايد څوک ناديده ونيسي ځکه که حرفه او کسب نه وي د دنيا ډېری کارونه به معطل پاتي شي چې ورسره به انسانان په خپل ژوند کې د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
مولوي نورالحق مظهري

هغه کارونه چې مسلمان بايد په کلکه ځان ورڅخه وساتي:

۱-  کفر او شرک.
۲-  زنا او بې‌حیایي.
۳-  د شرابو څښل.
۴-  غلا کول.
۵-  د مسلمان ناحقه وژل.
۶-  د درواغو شاهدي ورکول.
۷-  په درواغو قسم خوړل.
۸-  دجهاد له ډګره له عذر څخه پرته تېښته کول.
۹-  سود خوړل.
۱۰-  د یتیم مال خوړل.
۱۱-  د خپلوۍ او صله رحمي پرېکول.
۱۲-  دروغ ویل، په ځانګړي ډول پر رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ تړل.
۱۳-  په رمضان کې له عذر پرته قصداً روژه ماتول.
۱۴-  په پیمانه او وزن کې کمی کول.
۱۵-  لمونځ له خپل وخت مخکې یا وروسته اداء کول.
۱۶-  د اسلام د ارکانو څخه د کوم رکن پرېښودل.
۱۷-  د الله تعالی له رحمته ناهیلي کېدل او د هغه له عذاب او نیونې څخه ځان خوندي ګڼل.
۱۸-  له مجبوریب(اضطرار) پرته مرداره یا د خنزیر غوښه خوړل.
۱۹-  غیبت او چغلګري کول.
۲۰-  قمار کول.
۲۱-  اسراف او بې‌ځایه لګښت کول.
۲۲-  په ځمکه کې فساد خپرول.
۲۳-  لارشکونه او د خلکو د لارې نیول.
۲۴-  پر وړو او کوچنيو ګناهونو دوام کول.
۲۵-  پر ګناه باندې د نورو انسانانو مرسته کول او خلک ګناهونو ته هڅول.
۲۶ -  له عذر پرته د خلکو په وړاندې یا په بل ځای کې د عورت ښکاره کول.
۲۷-  ځان وژل یا د خپل بدن کوم غړی له منځه وړل.
۲۸-  د تقدیر څخه انکار کول.
۲۹-  د خلکو سره خیانت او دوکه کول.
۳۰-  د کاهن یا نجومګر د خبرو تصدیق کول.
۳۱-  د مخلوق په نوم د حیوان ذبح کول.
۳۲-  خلکو ته د ګمراهۍ بلنه ورکول.
۳۳-  په حرم کې بې‌حرمتي او د هغه د حرمت ماتول.
۳۴-  جاسوسي کول.
۳۵-  ښکنځل کول، په ځانګړي ډول چا ته « کافر» ویل.
۳۶-  د بل چا کور یا ځای ته له اجازې پرته ننوتل.
۳۷-  د خلکو مالونه په زور اخیستل.
۳۸-  رشوت اخیستل.
۳۹-  حرامو شیانو ته کتل.
۴۰-  له نامحرمې ښځې سره یوازې کېدل.
۴۱-  پر چا د بدکارۍ تور لګول، لکه: د «فاجر» ویل.
۴۲-  لعنت ویل، که څه هم حیوان ته وي.
۴۳-  د شعر په ژبه سپکي او بدي خبري کول.
۴۴-  د خلکو کورونو ته په پټه کتل.
۴۵-  له درې ورځو څخه زیات له مسلمان ورور سره اړیکه پرېکول.
۴۶-  له علم پرته ډېرې شخړې او جنجالونه کول.
۴۷-  د ورېښمو اغوستل او ماشومانو ته يې هم اغوستل.
۴۸-  د خوراکي توکو احتکار کول.
۴۹-  د جمعې د لمانځه پر مهال پېر او پلور کول.
۵۰-  د محرم خپلوانو ترمنځ (لکه مور او ماشوم يا کوچنی او لوی ورور) جلاوالی اچول.
۵۱-  بدبویه او خوسا خواړه خوړل.
۵۲-  د نجاستونو خوړل یا استعمالول، لکه وینه او نور.
۵۳-  خلکو ته ضرر رسول، که څه هم د سترګو په اشاره وي.
۵۴-  په داسې ځای کې سجده کول چې د ساجد مخې ته انځور وي.
۵۵-  د سرو او سپینو زرو لوښو استعمالول.
۵۶-  د یوه سړي لخوا بل سړی پر خوله باندې ښکلول.
۵۷-  له عذر پرته عبادت باطلول.
۵۸-  له عذر پرته جمعه او جماعت پرېښودل.
۵۹-  تر مړښت زیات خوراک کول.
۶۰-  بدګماني کول.
۶۱-  حسد کول.
۶۲-  تکبر کول.
۶۳-  ځان خوښونه (عجب)
۶۴-  ریا او ځان ښودنه.
۶۵-  د خطبې او د قرآن د تلاوت پر مهال خبرې کول.
۶۶-  په ښو کارونو کې د وعدې خلاف کول.
۶۷-  په امانت کې خیانت کول.
۶۸- په باطلو او بې‌ګټې خبرو کې ځان بوختول.
۶۹-  د رازونو افشا کول.
۷۰-  د خرڅلاو یا بل شي په وسیله د لارې بندول.
۷۱-  مشروع تړون ماتول.
۷۲-  تعصب کول.
۷۳- مداهنه (د دین په زیان چاپلوسي او ناروا نرمښت کول).
منبع: العقيدة الإسلامية لمحمود آفندي الحمزاوي.
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري