الله پاک پر خپلو بندګانو ډېر مهربانه دی، ددې ترڅنګ چي د نېکۍ په کولو یې ډېر خوشاله کیږي بلکي د روژې په میاشت کي یې څوبرابره ورته حسابي او په عامه توګه یې استغفار او توبې ته تشویقوي ترڅو د ګناه کولو وروسته توبه وباسي او د الله د دربار څخه نا امیده نسي. الله جل جلاله فرمایی: وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَحِيمًا.[النساء: 110]
ژباړه: هرڅوک چي بد کار وکړي او يا پرځان باندي ظلم وکړي وروسته بيا د الله پاک څخه د بښني غوښتنه وکړي نو الله پاک به بخښونکی او مهربان و مومي.
همدا راز د نصاراوو په اړه فرمايي: لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ.[المائدة: 73]
ژباړه: يقينا چي کافران سويدي هغه خلګ چي دوی وايي: الله د درو دريم دی پداسي حال کي چي بېله يوه الله بل هيڅ حق معبود نسته، کچيري دوی د خپلي دغه وينا څخه لاس وانخلي نو ارومرو به هغه خلګو ته ددوی سخت عذاب ورسيږي چي کافران سويدي.
بيا یې وروسته الله پاک توبې کولو ته تشويقوي او فرمايي: أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ.[المائدة: 74]
ژباړه: ولي دوی الله پاک ته توبه نکوي او ولي د الله پاک څخه بخښه نه غواړي پداسي حال کي چي الله بخښونکی او مهربان دی.
او د هغه خلګو په اړه چي مسلمانان يې د اور کندو ته ور اچول الله پاک فرمايي:
إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ. [البروج: 10]
ژباړه: يقينا هغه خلګ چي مسلمانانو نرانو او مسلمانو ښځو ته يې عذاب ورکړ وروسته يې توبه هم نده کړې ددوی لپاره به د جهنم او سوځوونکی عذاب وي.
حسن بصري رحمه الله ددې آيت په تفسير کي فرمايي: تاسو د الله پاک احسان او مهربانۍ ته وګورئ چي دغه خلګو د الله پاک اولياء او دوستان وژلي دي خو الله پاک يې بياهم توبې او بخښني ته دعوتوي.
د توبې ارزښت دومره ډېر دی چي الله پاک خپل بندګان د الله پاک د رحمت د نا اميدۍ څخه منع کړيدي او فرمايي:
قُلْ يَاعِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ. [الزمر: 53]
ژباړه: ووايه ای زما هغه بندګانو چي پر ځان مو اسراف کړی دی د الله د رحمت څخه مه ناهيلي کيږئ يقينا چي الله ټول ګناهونه بخښي او يقينا چي الله بخښونکی او مهربان دی.
عبدالله ابن عباس رضي الله عنه ددې آيت په تفسير کي فرمايي: څوک چي ددغه آيت وروسته خلګ د توبې څخه نا هيلي کړي نو هغه انسان د الله د کتاب څخه انکار وکړ.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري