قرآن شريف يواځنی هغه کتاب دی چې الله تعالی يې پر تلاوت باندې ثواب مرتب کړی دی او چې څوک يې تلاوت کوي الله تعالی هغه انسان ته ډېر ثوابونه او لوړي مرتبې ورکوي چې ځيني يې په لاندې ډول دي:
1 – د قرآن شريف تلاوت د دې سبب جوړيږي چې د قيامت په ورځ دي قرآن د تلاوت کوونکې شفاعت وکړي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، يَقُولُ الصِّيَامُ: أَيْ رَبِّ، مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ، فَشَفِّعْنِي فِيهِ، وَيَقُولُ الْقُرْآنُ: مَنَعْتُهُ النَّوْمَ بِاللَّيْلِ، فَشَفِّعْنِي فِيهِ، قَالَ: فَيُشَفَّعَانِ.(مسند احمد: 6626)
ژباړه: د عبدالله بن عمرو رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ژوژه او قرآن د قيامت په ورځ د بنده شفاعت کوي، روژه وايي: ای ربه ما دی په ورځ کې د خوړو او شهوتونو څخه بند کړی وو نو ما ته د ده لپاره د شفاعت اجازه راکړه، قرآن وايي: ما دی په شپه کې د خوب څخه بند کړی وو نو ما ته د ده لپاره د شفاعت اجازه راکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو روژې او قرآن ته د شفاعت اجازه ورکول کيږي.
2 – د قرآن په تلاوت باندې انسان ته په آسمان کې آرامي او په ځمکه کې نيک نوم حاصليږي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
وَعَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ - رضي الله عنه - قَالَ: سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - فَقُلْتُ: أَوْصِنِي , قَالَ: " أُوصِيكَ بِتَقْوَى اللهِ , فَإِنَّهُ رَأسُ كُلِّ شَيْءٍ , وَعَلَيْكَ بِالْجِهَادِ , فَإِنَّهُ رَهْبَانِيَّةُ الْإِسْلَامِ وَعَلَيْكَ بِذِكْرِ اللهِ وَتِلَاوَةِ الْقُرْآنِ , فَإِنَّهُ رَوْحُكَ فِي السَّمَاءِ , وَذِكْرُكَ فِي الْأَرْضِ.(مسند احمد: 11774)
ژباړه: د ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې دی وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وغوښتل چې ما ته سپارښتنې وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تا ته د الله تعالی څخه په وېري سپارښتنه کوم ځکه هغه د هرشي اصل دی، او پر تا باندې لازمه ده چې جهاد وکړې ځکه هغه د اسلام رهبانيت دی، او پر تا باندې لازمه ده چې د الله تعالی ذکر وکړې او د قرآن تلاوت وکړې ځکه هغه په آسمان کې ستا لپاره آرامي ده او په ځمکه کې نيک نوم دی.
په آسمان کې د انسان لپاره د آرامۍ معنی دا ده چې د مړيني وروسته به الله تعالی د ده روح ته په آسمان کې آرامي او سکون ورکوي او په ځمکه کې د نيک نوم د پيدا کېدلو معنی دا ده چې الله تعالی به دی اصلاح کوي چې طبعا په خلکو کې به په ښو باندې ياديږي.
3 – د قرآن په تلاوت سره به د قرآن آيتونه د قيامت په ورځ د انسان لپاره نور او رڼا وي او د ده لارښوونه به کوي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: مَنِ اسْتَمَعَ إِلَى آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، كُتِبَ لَهُ حَسَنَةٌ مُضَاعَفَةٌ، وَمَنْ تَلَاهَا كَانَتْ لَهُ نُورًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ.(مسند احمد: 8475)
ژباړه: د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د الله تعالی د کتاب يوه آيت ته غوږ ونيسي نو د ده لپاره به څو برابره نيکي وليکل سي او څوک چې يو آيت تلاوت کړي هغه به د قيامت په ورځ د ده لپاره نور وي.
4 – د قرآن په تلاوت سره زړونه د زنګو او چټليو څخه صفا کيږي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ هَذِهِ الْقُلُوبَ تَصْدَأُ كَمَا يَصْدَأُ الْحَدِيدُ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ فَمَا جَلَاؤُهَا؟ قَالَ: «تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ.(اعتلال القلوب: 50)
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بېشکه چې دغه زړونه زنګ نيسي لکه اوسپنه چې زنګ نيسي، صحابه وو وويل: نو پاکوالی يې څنګه دی يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د قرآن تلاوت دی. يعني د قرآن په تلاوت سره زړونه د زنګو څخه صفا کيږي.
5 – د قرآن په تلاوت سره انسان د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم عاشق ګرځي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -: " مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُحِبَّ اللهَ وَرَسُولَهُ , فَلْيَقْرَأ فِي الْمُصْحَفِ.(حلية الاولياء وطبقات الفقهاء: 7/209)
ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هر چا ته خوښه وي چې د الله تعالی او رسول الله – صلی الله عليه وسلم – سره يې محبت پيدا سي نو قرآن دي ولولي.
6 – د قرآن تلاوت تر ټولو غوره او بهترينه ذکر دی؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
عن اَبي خَالِدٍ الْأَحْمَرُ، قَالَ: سَمِعْتُ سُفْيَان، يَقُولُ: أَفْضَلُ الذِّكْرِ تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ فِي الصَّلَاةِ , ثُمَّ تِلَاوَةُ الْقُرْآنِ فِي غَيْرِ الصَّلَاةِ , ثُمَّ الصَّوْمُ , ثُمَّ الذِّكْرُ.(حلية الاولياء وطبقات الأصفياء:7/67)
ژباړه: ابو خالد احمر وايي: ما د سفيان ثوري رحمه الله څخه واورېدل چې ويل يې: تر ټولو غوره ذکر د قرآن کريم تلاوت دی په لمانځه کې، وروسته د قرآن کريم تلاوت دی بېله لمانځه، وروسته روژه ده او وروسته ذکر دی.
7 – د قرآن کريم د هر حرف په تلاوت سره الله تعالی انسان ته ثواب او نيکي ورکوي؛ لکه په لاندې حديث کې چې راځي:
وَعَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -: مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللهِ , فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ , وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا , لَا أَقُولُ: {الم} حَرْفٌ , وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ , وَلَامٌ حَرْفٌ , وَمِيمٌ حَرْفٌ.(سنن ترمذي: 2910)
ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د الله تعالی د کتاب يو حرف ولولي نو د ده لپاره يوه نيکي ده او هره نيکي په لس برابره حسابل کيږي، زه نه وايم: چې(الم) حرف دی بلکې الف حرف دی، لام حرف دی، او ميم حرف دی.
کله چې د قرآن شريف د تلاوت دومره ډېر ثواب دی نو موږ مسلمانان بايد هميشه د قرآن تلاوت د ځان عادت جوړ کړو او په خپل ورځني مهالوېش کې د قرآن تلاوت ته ځای ورکړو په خاصه توګه د روژې په مبارکه مياشت کې چې د انسان نفل لمونځ په فرض او فرض لمونځ يې په اويا فرضو باندې حسابل کيږي؛ په دې مبارکه مياشت کې بايد موږ د قرآن پر تلاوت ډېر تمرکز وکړو او د تراويح په شمول څو ځله قرآن شريف ختم کړو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري