ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
واقعيت او حقيقت هغه څه دي چې سالم عقل او صحيح نقل دواړه يې منل او پلوي کول د انسان دنده بولي ځکه نو انسان بايد هميشه رښتينی او واقعيت پالونکی وي او د ټولو هغو شيانو څخه ځان وساتي چې په هغو کې د درواغو، تزوير او پروپاګند ډېر احتمال وي ځکه په هراړڅيز ډول رښتينولي د هر انسان مسئوليت او وظيفه ده.
مسلمان بايد په ويلو، اورېدلو، کتلو او منلو کې هميشه واقعيتونه او حقائق په پام کې ونيسي او په هراړخيز ډول د غير واقعي معلوماتو د اورېدلو او منلو څخه ځان وساتي ځکه غير واقعي معلومات نه تنها دا چې انسان د واقعيتونو څخه ليري کوي بلکې انسان د حق څخه منحرف کوي او په تدريچي ډول يې په درواغو باندې روږدی کوي.
الله تعالی مسلمانان د رښتينو انسانانو سره په ملګرتيا باندې امر کوي او فرمايي: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ.(التوبة: 119)
ژباړه: اې هغه کسانو چې ايمان يې راوړی دی د الله څخه ووېرېږئ او د رښتينو خلکو ملګري سئ.
د رښتينو خلکو سره د ملګرتيا هدف دا دی چې تاسي ځانونه د هغوی غوندي جوړ کړئ او د نورو کارونو تر څنګ د خبرو په اورېدلو او منلو کې هم ځانونه د هغوی په شان وګرځوی چې خپله هم رښتيا وايي او د نورو خلکو څخه هم يوازې رښتيا خبره مني.
زموږ په زمانه کې چې نن هر سړی ميډيا ته لاسرسي لري معلومه خبره ده چې د هر شي په اړه خبري او تبصرې هم ډېري نشر کېږي ځکه نو موږ بايد د رښتيني انسان او سمي رسنۍ خبري ومنو، د داسي کسانو خبري چې هغوی پر مستقيم مسير روان نه دي و نه منو او د داسي رسنيو پر خبرو غوږ و نه نيسو چې يا بدنامي دي او يا هم د معلوماتو په نشرولو کې دقت او غور نه کوي.
الحمدلله اوس زموږ په هيواد کې قوي او پياوړی اسلامي نظام حاکم دی چې تر خپل توانه يې په هره برخه کې د هيواد جوړوني او هيوادوالو ته د خدمت کولو لپاره کار کړی او لا هم کار روان دی، ځکه نو زموږ مسلمانان وروڼه بايد په امنيتي، سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې هغه خبرونه او معلومات ومني کوم چې د معتبرو سرچينو له لوري دوی ته رسيږي، کومې رسنۍ چې د اسلام يا اسلامي نظام سره دښمني لري لکه انټرنيشنل يا ځيني ټولنيزي رسنۍ د هغوی پر خبرو غوږ و نه نيسي.
په خاصه توګه ځوانانو ته مي دا خطاب دی چې تاسي ته د هيواد راتلونکی انتظار دی ځکه نو په فکري لحاظ ځانونه ويښ او ځيرک کړئ، يوازې پر غوږو باور مه کوئ بلکې خپل ښايسته عقل هم وکاروئ؛ کوم کسان چې اوس په هيواد کې حالات نورمال نه بولي، يا د هيواد په ځينو سيمو کې په دروغو د ناامنۍ راپورونه ورکوي، يا حاکم نظام په بشري ضد کړنو تورنوي، يا په نظام کې د سمتي او قومي تبعيض د شتون خبره کوي، يا نظام زده کړو ته په بې توجهۍ متهم کوي او يا هم نور پروپاګندونه نشر کوي ټول هغه کسان دي چې د هيواد څخه تښتېدلي او يا بيخي د څو لسيزو را پدې خوا يې هيواد پرې ايښي دی؛ د داسي کسانو خبره هيڅ وخت د قبول وړ نه ده ځکه د کور له حاله هغه څوک ښه خبر وي چې په کور کې اوسيږي او بله خبره دا ده چې په فارسي کې يو متل دی: آزموده شده را ناآزموده نه گير. کوم کسان چې اوس په افغانانو پسې تبليغات کوي ډېری ازمويل سوي دي او په ازموينه کې ناکامه سوي دي، ځکه نو هيڅوک بايد په دوی باندې باور و نکړي.
که موږ د حق او باطل تاريخچه وګور دا به راته په ډاګه ثابته سي چې هر وخت باطل د حق په وړاندې سنګر نيولی او تبليغات يې پسې کړيدي، په خاصه توګه بيا چې کله د باطل څخه مافيا جوړه سي يا يې د نړۍ ستر کفري هيوادونه ملاتړ وکړي، په دې وخت کې نو بيا باطل ښکرونه او ريښې کوي او د مسلمانانو د ژوند ټولي برخي د خپلي باطلي مبارزې تر پوښښ لاندې راولي. په داسي حالت کې باطل او فاسد انسانان د مسلمانانو د عقيدې د خرابولو لپاره کار کوي، په مسلمانانو کې د فکري او فرهنګي انحراف د ترويجولو لپاره کار کوي، د اسلامي نظامونو د ضعيف او له منځه وړلو لپاره تر خپله وسه هري کړني ته لاس اچوي او د مسلمانو رهبرانو د بدنام کولو لپاره د هر درواغ او اتهام څخه کار اخلي.
زموږ په زمانه کې يهودان، نصاری، کمونيستان او سيکولران د مسلمانانو او اسلامي نظامونو پسې تبليغات کوي او د دې کار لپاره د سيمي استخبارات او ځيني ساده سرټمبه مسلمانان استخداموي لکه په پخوا کې چې يهودانو د اسلامي نظامونو پر ضد منافقين استخدامول.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر