۱۴۰۴/۰۱/۰۷

د روژې مبارکي مياشتي برکتونه:(دويمه برخه)

اتم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د بنده نفل په فرضو او يو فرض يې په اويا فرضو باندي حسابل کېږي لکه په حديث کې چې راځي: مَنْ تَقَرَّبَ فِيهِ بِخَصْلَةٍ مِنَ الْخَيْرِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ، وَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيهِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى سَبْعِينَ فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ. [شعب الايمان 224]
ژباړه: څوک چې په دې مياشتي کې په يوه خصلت د خير ځان نژدې کړي،  نو داسي دی لکه هغه څوک چې په نورو مياشتو کې يې فرض أداء کړی وي او چې څوک په دې مياشتي کې فرض آداء کړي نو داسي دی لکه په نورو مياشتو کې چې یې اويا 70 فرضه آداء کړي وي. 
نو موږ بايد دې میاشتي ته د یو فرصت په سترګه وګورو او د لاسه یې ورنکړو ځکه داسي فضیلت بیا په بل وخت کې په لاس نه راځي.

نهم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د يوې روژې په نيولو سره انسان د اويا کالو سفر مسافت په اندازه د دوږخ څخه ليري کېږي. لکه په حديث کې چې راځي:
مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.[صحيح البخاري 2840]
ژباړه: څوک چې يوه ورځ د الله په لاره کې روژه ونيسي نو الله پاک به يې مخ د اويا 70 کاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه ليري کړي.
دا معلومه خبره ده چې هر مسلمان د دې غوښتونکی دی چې الله پاک یې د اور څخه لیري کړي نو د اور د لیري کېدلو لپاره یوه ذریعه د دې مبارکې میاشتي د روژې نیول دي چې هر مسلمان یې باید عملي کړي.

لسم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې دا مياشت د توبې کولو لپاره ځانګړی وخت بلل شوی دی چې په اخلاص باندي توبه کول ارومرو د الله پاک په دربار کې قبليږي لکه په حديث کې چې راځي: وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ.[سنن ترمذي 3890]
ژباړه: په خاورو دي شي پزه د هغه انسان چې مياشت د روژې ورباندي راشي او بيا بيرته ځيني ولاړه شي مخکې تر دې چې ده ته بخښه وشي. 
نو مخكې تر دې چې الله مکړه دا طلایي فرصت راڅخه ولاړ شي راشئ همدا اوس توبه وکړو او پر تېرو ګناهونو باندي د پښېمانۍ په ښکاره کولو سره د الله پاک سره دا وعده وکړو چې هیڅ وخت بیا هغه ګناهونو ته نه ورځو، همدا راز د را روانو وختونو په اړه هم د الله پاک څخه د دې توفیق وغواړو چې د ګناهونو څخه مو وساتي او موږ ته پر توبې د استقامت همت او غیرت راکړي.

يوولسم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې د دې مياشتي د روژې په نيولو باندي د انسان لپاره د دې مياشتي مخکې د ټول عمر ګناهونه ور بخښل کېږي لکه په حديث کې چې راځي: من صام رمضان إيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. [متفق عليه] ژباړه: څوک د روژې مياشتي روژه په ايماندارۍ او طلب د ثواب ونيسي ټول هغه ګناهونه به ورته وبخښل شي چې ده مخکې کړيدي.
دا ډېر عظیم او لوی برکت دی چې الله پاک د روژاتي په نصیب کړی دی، د دې عظیم برکت د لاسته راوړلو لپاره باید موږ د روژې په نیولو کې خپل نیتونه صفا کړو او تنها د الله پاک د رضایت لپاره روژه ونیسو.

دوولسم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې د دې مياشتي په تراويح لمانځه باندي د انسان لپاره تر دې مياشتي مخکې د ټول عمر ګناهونه بخښل کېږي لکه په حديث کې چې راځي: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.[متفق عليه] ژباړه: څوک چې په ايماندارۍ او طلب د ثواب د روژې  د مياشتي عبادت وکړي ټول هغه ګناهونه به ورته وبخښل شي چې ده مخکې کړيدي.
دا عظیم برکت به موږ د تراویح لمانځه په کولو سره لاسته راوړو نو باید کوښښ وکړو چې تراویح راڅخه پاته نشي او په هغه ډول تراویح وکړو کوم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو څخه موږ ته را نقل شویدي.
د دې لپاره چې موږ سمي تراویح وکړو باید ټول سنتونه یې پرځای کړو، نارینه باید د تراویح د کولو لپاره جماعت ته ولاړ شي هلته یې ښه په اطمینان او سکون باندی آداء کړي او په تراویح کې لږ لږه یوځل قرآن ختم کړي همداسي د روژې ټوله میاشت یې وکړي او ښځینه باید تراویح په ښه سکون او اطمینان سره په خپل کور کې وکړي.
یادونه: ځیني خلګ د تراویح د لمانځه سره ډېره بې باكي كوي او په لږ وخت کې یې په ډېري تیزۍ سره کوي داسي لمونځ د انسان په درد نه خوري مسلمان باید ځان ورڅخه وساتي.

ديارلسم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د روژې نيولو په سبب چې د بنده په خوله کې کوم بوی پيدا کېږي هغه بوی الله پاک ته د مشکو تر بوی هم ښه خوند ورکوي: لکه په حديث کې چې راځي: وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ.[متفق عليه]
ژباړه: زما دي قسم وي په هغه ذات چې نفس د محمد د ده په لاس کې دی چې د روژاتي د خولې بوی الله پاک ته د مشکو تر بوی خوښ دی.
د خولې بوی ظاهرا بد معلومیږي او د انسان پر طبیعت باندي سم نه لګیږي خو الله پاک روژاتي ته د روژې په برکت دومره لوړه مرتبه ورکړېده چې دغه بد بوی ورته ښه ښکاري او ښه یې ورڅخه راځي، روژاتی باید په خپل قدر باندي پوه شي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۱/۰۵

د روژې مبارکې میاشتي برکتونه:(لومړی برخه)

د رسول الله صلي الله عليه وسلم د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دی چې دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چې په قرآن کې او رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کې مبارکه بللې ده همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده. راځو ځینی برکتونه یې ذکر کوو:

لومړی برکت:
لومړی بركت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت یعني روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې د دې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چې فرمايي: فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه. [ البقرة 185] ژباړه: څوک چې ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دې روژة ونيسي.
دا چې الله پاک دا میاشت د داسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دی.
نو موږ باید د دې میاشتي قدر وپېژنو په دې میاشتي کې د عظیم عبادت تر څنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.

دويم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې الله پاک په دې مياشتي کې قرآن عظيم الشأن نازل کړی دی هغه قرآن چې د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی لکه څنګه چې الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.[البقرة 185] ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چې په هغې کې قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چې د خلکو لپاره هدايت دی او د لارښووني او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.
نو موږ مسلمانان چې څومره قرآن ته احترام لرو، هغه پر خپل ژوند باندي حاکم بولو او خپله هره ستونزه پر قرآن باندي آواروو؛ د روژې د مبارکې میاشتي احترام هم باید ولرو او چې په کومو کارونو یې سمه لمانځنه او حق آداینه کیږي هماغه کارونه باید وکړو. 

درېيم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوږخونو دروازې تړل کېږي لکه ابوهريره رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة وغُلّقت أبواب النار.[صحيح مسلم 2547] ژباړه: کله چې د روژې مياشت راشي نو د جنت دروازې خلاصي شي او د دوږخ دروازې بندي شي.
د جنت د دروازو خلاصېدل او د دوږخ د دروازو تړل کېدل کنایه د دې څخه ده چې د الله پاک د رحمتونو دروازې به خلاصیږي او د غضب دروازې به یې تړل کیږي، پر مؤمن باندي به ډېر ژر د الله پاک رحمتونه کیږي او عبادات به یې ډیر ژر د الله پاک په دربار کې د قبولیت درجې ته رسیږي چې په نتیجه کې به جنت ته داخلیږي او د دوږخ څخه به نجات پیدا کوي.
فایده: دا د مسلمانانو لپاره یو فرصت دی چې څوک یې په ارزښت پوه شي ارومرو ګټه ورڅخه پورته کوي او په ټوله کال کې بیا داسي فرصت د مسلمانانو په لاس نه راځي نو باید کوښښ وکړو چې ځانونه د جنت دروازو ته برابر کړو. 

څلورم برکت: 
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې شيطانان تړل کېږي تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي لکه په حديث کې چې راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم 2547] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کېږي.
د شیطانانو د تړلو دوې معناوې دي یا دا چې ټوله هغه شیطانان به تړل کیږي كوم چې په نورو وختونو کې خلاص وه او په بندګانو یې ګناهونه کول یا په دې معنی سره چې د شیطانانو مشران به تړل کیږي کوم چې د انسانانو د بربادۍ لپاره او په انسانانو د ګناه کولو لپاره یې خپله هم کارونه کول او خپل نورو افرادو ته یې هم مسئولیتونه ورکول.
خو په هر حال هره ډله د شیطانانو چې وي الله پاک یې د روژې په فضیلت د خپلو بندګانو لپاره تړي نو موږ بندګان باید د لاډېر عبادت کوښښ وکړو او په دې میاشتي کې خپل نفس ضعیف کړو او غوښتني یې ونه منو.

پنځم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې دا مياشت د سخاوت او پېرزويني مياشت ده له همدې کبله په دې مياشت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سخاوت ډېر کوی لکه په حديث کې چې راځي: كان رسول الله صلى الله عليهم وسلم أجود الناس وكان أجود ما يكون في رمضان.[متفق عليه] 
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلکو سخي وو خو د روژې په مياشتي کې بيا بيخي ډېر سخي وو.
په دې خاطر چې په دې میاشتي کې د انسانانو نیک اعمال د دې ترڅنګ چې د قبلېدلو درجې ته ډېر نژدې دي څو برابره ورته حسابل کیږي نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دې میاشتي کې ډېر سخاوت کوی او د نورو مسلمانانو لپاره هم په دې میاشتی کې سخاوت ډېر ثواب لري.

شپږم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې څوک روژاتي ته روژه مات ورکړي نو الله پاک به و ده ته د روژاتي ثواب ورکوي لکه په حديث کې چې راځي: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيء. [مسند أحمد]
ژباړه: څوک چې روژاتي ته روژه مات ورکړي نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کېږي بېله دې چې د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل شي.
د روژاتي په ثواب باندي یواځي الله پاک خبر دی چې څومره به وي، دا په دې خاطر نه چې ثواب یې معلوم نه دی بلکې په دې خاطر چې ثواب یې بیخي ډېر دی نو څومره ثواب چې هغه ته د روژې پر نیولو ورکول کیږي و هغه چا ته به هم هغومره ثواب ورکول کیږي چې روژاتي ته روژه مات ورکوي.

اووم برکت:
بل برکت د دې مياشتي دا دی چې په دې مياشتي کې د پېشلمي په کولو کې الله پاک ډېر فضيلت ايښی دی لکه چې په حديث کې راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.[متفق عليه]
ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چې په پېشملي کې برکت دی.
زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت په دغه کې دی چې موږ پېشلمی کوو دوی یې نه کوي او د پېشلمي كول لکه په ظاهري معنی چې د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دی په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندي مشتمل دی، پېشلمي ته کښیناستل د دې لامل جوړیږي چې انسان دي عبادت وکړي، د دې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن شي او الهي رحمتونه دي ورباندی ووریږي.
د پېشلمي لپاره کوم خاص ټاکل شوی وخت نشته د شپې په آخرنۍ برخه کې د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکې کښېني چې د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکې باید پېشلمی بند کړل شي.
دوام لري...
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۱/۰۳

په روژه کې د اعتکاف ستر عبادت:

د روژې په مبارکه میاشت کې اعتکاف هغه مبارک عبادت دی چې پر کولو یې ډېر زیات ثواب مرتب دی او اعتکاف په قرآن او حدیث باندی ثابت دی په قرآن شریف کې راځي: وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ.[البقرة 187] ژباړه: تاسي ښځو ته مه ور نژدې کېږئ په داسي حال کې چې تاسي په جوماتونو کې معتکفین وشی. او په حدیث شریف کې راځي:
عن ابن عمر - رضي الله عنهما - قال: كان النبي صلى الله عليه وسلم يعتكف في العشر الأواخر من رمضان.[متفق علیه]
ژباړه: د عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت راغلی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې میاشتي په لسو آخرو شپو کې اعتکاف کوی.

په دې آیت او حديث باندي مشروعيت د اعتکاف ثابتيږي او اعتکاف دېته وايي چې د ثواب په نيت په خاصه طريقه او خاص صفت باندي سړی په مسجد کې تر معلومي مودې پوري کښيني.

علامه ابن القيم رحمه الله فرمايلي دي: اعتکاف هغه عبادت دی چې مقصود او اصلي هدف ورڅخه پر الله پاک باندي د خپل زړه تړل دي، پر الله پاک باندي د خپلو ټولو تصوراتو راټول دي، ځان د مخلوقاتو څخه فارغ کول او د الله پاک په ذکر باندي ځان په پوره توګه مصروف کول دي؛ داسي چې په هر وخت کې په خاصه توګه د غم او مصيبت په وخت کې د معکتف ټوله توجه او پاملرنه د الله پاک ذکر او محبت ته وي د زړه ټول مقصود او هدف يې د الله پاک سره محبت او د هغه رضا وي.

د الله پاک د خوشحاله کولو لپاره خطرونه او ستړياوې پر ځان باندي ګالي، د الله پاک په خوشحاله کولو کې او الله پاک ته د نژدې کېدلو لپاره خپل فکر په کار اچوي.

نو د دې پر ځای چې د مخلوقاتو سره محبت وکړي د الله پاک سره يې محبت ډېريږي چې په همدغه محبت باندي دی د هغي ورځي د محبت مستحق ګرځي کومه ورځ چې بېله الله پاک بل هيڅ محبت کوونکی نشته او بېله الله تعالی هيڅوک د انسان په درد باندي نه خوري او هغه ورځ د وحشت او يواځي والي ده په قبر کې.

په قبر کې تنها د الله پاک محبت دی چې انسان ژغوري، د قبر د عذاب څخه نجات ورکوي او د جنت د نعمتونو دروازې ورباندي را خلاصوي چې د اعتکاف څخه مهم او لوی هدف هم دغه دی.

د دې لپاره چې معتکف وکولای شي سم او مقبول اعتکاف وکړي نو لاندي آداب بايد په نظر کې ونيسي:
1 – خپل نيت دي خالص او صفا کړي او يواځي دي د الله پاک رضايت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنت باندي عمل کول خپل په زړه کې را وګرځوي او د الله تعالی څخه دي د اجرت تر لاسه کولو په نيت اعتکاف وکړي.

2 – د عبادت لپاره دي ځان فارغ کړي، د ټولو هغو شيانو سره دي رابطه قطعه کړي چې د ده د عبادت مخنيوی کوي او الله پاک ته دي تنها په زړه باندي توجه وکړي.

3 – بېله شرعي او انساني ضروت څخه دي د مسجد څخه نه وځي.

4 – پر ورځنيو نيکو اعمالو او ذکرونو دي کوښښ وکړي، لکه رواتب سنتونه، د اشراق او غرمې لمونځ، د شپې او تهجد لمونځ، تل په اوداسه باندي اوسېدل، د سهار او ماښام منقول ذکرونه کول، د فرضي لمونځونو وروسته ثابت اذکار نه هېرول، د موذن جواب ورکول او داسي نور هغه اعمال چې د معتکف د اعتکاف د مقصود برخه وي.

5 – معتکف چې د هر لمانځه مخکې ويديږي لمانځه ته دي وختي کښېني تر څو په ښه طريقه اودس وکړي او په پوره اطمينان او آمادګۍ سره لمونځ آداء کړي.

6 – معتکف دي نفلي عبادات ډېر کوي او د دې لپاره چې احساس د ستړيا ونکړي په عباداتو کې دي تنوع راوړي مثلا کله ناکله دي لمونځ کوي، کله دي بيا تلاوت د قرآن کوي، کله دي بيا تسبيح، تهليل، تحميد او تکبير وايي، کله دي دعاء کوي، کله دي استغفار کوي، کله دي پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي درود وايي او ځيني وختونه دي د الله پاک په مخلوقاتو کې تفکر کوي تر څو د الله پاک عظيم قدرت ته متوجه شي او عاجزي يې په برخه شي.

7 – هغه څوک چې اهل د مطالعې وي هغه دي د ځانه سره ښه په زړه پوري کتابونه کښيږدي او کله ناکله دي مطالعه کوي په خاصه توګه د قرآن تفسيرونه چې په مطالعه کولو سره يې  د قرآن تلاوت ته نور هم د انسان شوق کېږي.

8 – معتکف دي خوراک لږ کوي، عادي خبري دي لږ کوي او خوب دي لږ کوي تنها دومره خوراک، خبري او خوب دي کوي چې خپل ضرورت ورباندي رفع کولای شي نور ټول وخت دي عبادت ته ورکړي ځکه د خوراک، خوب او خبرو په لږولو سره د انسان زړه نرم کېږي، نفس يې عاجزه کېږي، وخت يې د ضياع څخه ساتل کېږي او د ګناه څخه ژغورل کېږي.

9 – معتکف بايد د اوداسه پر درلودلو ډېر حريص وي او هيڅ وخت بې اودسه پاته نشي او بې اوسده ويده نشي.

10 – معتکف بايد د سنتونو پر تطبيق، د حق او صبر پر وصيت، پر امر بالمعروف او نهي عن المنکر، پر نصيحت او تذکر او په نيکو کارونو کې د نورو سره پر مرسته کولو ډېر حريص وي. 

هغه شيان چې معتکف بايد ځان ورڅخه وساتي:
1 – مسجد ته دي ورته ډېر ملاقات کوونکې نه راځي ځکه دا کار د دې سبب کېږي چې دی دي عبادت لږ وکړي او ډېر وخت دي په مجلس او بانډار کې ورباندي تېر شي.

2 – په ټليفون دي ځان ډېر نه مصروف کوي تنها د ضرورت د رفع کولو په اندازه دي استفاده ورڅخه کوي.

3 – ډېر خوراکونه دي پر ځان باندي نه راکوټه کوي ځکه دا کار د دې سبب جوړيږي چې دی دي ډېر خوراک وکړي او د ډېر خوراک نو بيا ځان ته ډېر تاوانونه دي.

4 – خوب دي ډېر نه کوي، د خوب څخه دي ژر را ولاړيږي، څوک چې يې د خوب څخه ويښ کړي د هغه څخه دي مننه او تشکر وکړي او ورته په خښم کېږي دي نه.

5- وخت او فرصت دي نه ضايع کوي بېله عباداتو دي بل په هيڅ شي باندي ځان نه مصروف کوي.

6 – داسي څوک دي په اعتکاف کې د ځانه سره نه کښېنوي چې د اعتکاف آداب نه مراعات کوي او د دې احتمال شته چې دی دي هم ورسره په تکليف شي او اعتکاف دي ورباندي خراب کړي.

7 – د مسجد څخه دي بېله انساني او شرعي اړتیا څخه نه را وځي او کوښښ دي وکړي چې ډېری وخت په مسجد کې پاتي شي.
منبع: تحف رمضانية.
ژباړه او وضاعت: مولوي نورالحق مظهري