1 – عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي: آدم عليه السلام کروندګر و، نوح عليه السلام ترکاڼ(نجار) و، ادريس عليه السلام خياط و، ابراهيم او لوط عليهما السلام کروندګر وه، صالح عليه السلام تجار و، داود عليه السلام د زغرو او وسلو جوړوونکی و او ابراهيم، شعيب او محمد عليهم السلام شپانه وه.(مختصر منهاج القاصدين:1/82)
2 – د ځينو احاديثو او كتابونو څخه بيا داسي معلوميږي چې داود عليه السلام شپانه و، زکريا عليه السلام نجار و، يوسف عليه السلام لومړی هغه څوک چې کاغذ يې جوړ کړ، سليمان عليه السلام لومړی هغه څوک و چې صابون يې جوړ کړ، لومړی هغه کس چې پر آس سپور سو اسماعيل عليه السلام و، لومړی هغه کس چې د جنګ لپاره يې وسلې جوړي کړې سليمان عليه السلام و.(صبح الاعشي في صناعة الإنشاء: 1/488)
3 – د قرآن شريف د آيتونو څخه له ورايه ښکاري چې عيسی عليه السلام د ډاکټرۍ کارونه کول ځکه د ده په لاس مادرزادي ړانده او د پيس ناروغان جوړېدل او د الله تعالی په قدرت يې مړي ژوندي کول او ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام بنائي کړېده ځکه کعبه شريفه ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام جوړه کړه.
نو د ځان لپاره يوه حرفه يا کسب انتخابول يا په خپل لاس کار کول د انبياؤ سنت دی نه بايد څوک په وشرميږي او نه يې بايد څوک ناديده ونيسي ځکه که حرفه او کسب نه وي د دنيا ډېری کارونه به معطل پاتي شي چې ورسره به انسانان په خپل ژوند کې د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر