۱۴۰۵/۰۶/۰۶

مبارزينو وروڼو ته!

د دې لپاره چې موږ د دښمن تبليغاتي ماشينونه ناکاره کړو او تبليغات يې شنډ کړو، په هيواد کې رواني ثبات او ټولنيز اطمينان ته کار وکړو او د ټولو ننګونو په وړاندې د نظام بسياينه او ځواکمنتيا په اثبات ورسوو بايد په ګڼو برخو کې د فکري او فرهنګې خدماتو تر څنګ په حقيقي او مجازي نړۍ کې په منظم ډول پر حقايقو ولاړ نشرات وکړو، د نثر او شعر په ژبه خلکو ته مثبت او منفي معرفي کړو، د اسلام سياسي نظام په مستندو او قوي دلائلو خلکو ته ور وپېژنو، په فکري برخه کې د خلکو پر ځيرکتيا او هراړخيري ويښتابه کار وکړو، کوم شبهات چې منحرف خلک يې پر نظام واردوي په قوي لاسوندونو ځواب کړو، د نظام لاس ته راوړني حقيقت ته په پام تر ولس پوري ورسوو، په نقلي او عقلي دلائلو د قومي، سمتي او ژبني توپيرونو زيانونه بيان کړو او هر څوک ځان د دين، وطن او نظام مبارز جوړ کړو.

زه ډاډه يم چې که موږ پورته موارد د اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې په منظم ډول سر ته ورسوو دا به په تمامه معنی په هيواد کې هر ډول فکري سمون، مثبتګرايۍ، سياسي اطمينان او رواني ثبات ته لاره آواره کړي، په خاصه توګه په هغه قشر انسانانو کې چې د رسنيو تر تأثير لاندې راغلي وي او د بې لارو انسانانو د پروپاګندونو په سبب تشويش ورته پيدا سوی وي.

تر ټولو مهم لومړی خپله د مبارزينو ځيرکتيا او ويښتابه دی چې د نژدې څخه د هيواد ټول امنيتي، سياسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنيز حالات وڅاري او د اړتيا سره سم په هره برخه کې تر خپله وسه معقوله دفاع او کارنده مبارزه وکړي.
نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: