۱۴۰۱/۰۷/۲۳

پر مسلمان د ناحقه خبري سزا:

ژباړه: د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په مسلمان پوري ناحقه خبره وتړي چي دده عيب په ښکاره کوي الله تعالی به دی د همدغه خبري په خاطر د قيامت په ورځ دوږخ ته واچوي.
نو کوښښ وکړئ چي په هيڅ مسلمان پسې بې ځايه خبري او تبليغات ونکړئ او د هيڅ مسلمان د معيوب ښکاره کولو کوښښ مکوئ چي خدای مکړه په همدې سبب دوږخ ته داخل نسی.
عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ شَانَ عَلَى مُسْلِمٍ كَلِمَةً يَشِينُهُ بِهَا بِغَيْرِ حَقٍّ أَشَانَهُ اللَّهُ بِهَا فِي النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المستدرک 7893]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۱۹

مسلمان بايد ثابته پاليسي ولري:

مسلمانه وروره او مسلماني خوري! ثابته پاليسي د مسلمان ځانګړتیا او د ايديالوژيکي اعتدال نښه ده ځکه نو په لومړي قدم کي د ځان لپاره غوره انساني او پوره شرعي پاليسي انتخاب کړه بيا نو د تل لپاره پر همدغه پاليسۍ پاته سه او بېله شرعي ضرورته تغيير مه ورکوه.
اخلاق، لباس، فکري تړاو، فزيکي ناسته ولاړه، روابط او ژبنۍ لهجه د پاليسۍ مهمي برخي دي ځکه نو تل د هغو تهذيب او ثبات ته متوجه وسه او په هيڅ صورت کي ورته بېله شرعي اړتيا بدلون مه ورکوه.
که په ژوند کي وظيفوي تقرري يا ارتقاء کوې خپلي پاليسۍ ته تغيير مه ورکوه او پر وظيفې د ګمارل کېدلو وروسته خپل روابط، اخلاق، لباس، د خبرو لهجه او د پاليسۍ نوري برخي د خپل پخواني عادت خلاف په بل ډول مه اړوه ځکه ددې تر څنګ چي دا کار د ثابته پاليسۍ خلاف دی د هوښيارانو او زيرکو خلګو په فکر کي د انسان حيثيت هم را ټيټوي او ممکن د وظائفو سره انسان د بې ځايه ادلون بدلون په عادت هم روبدی کړي.
که شرعي لاسوندونو، عقلي دلائلو او تاريخي مسير ته وګورو همدا خبره راته ثابتيږي چي مسلمان بايد ثابته پاليسي ولري او د خپلي پاليسۍ ثبات ته ژمن وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۱/۰۷/۱۷

په وظيفه او مسئوليت کی ځيني خيانتونه:


۱ ـ د اصولو خلاف ورزي.
۲ ـ د خپل لائحه وظائف څخه ناخبري.
۳ ـ په کارونو کي ناغيړي.
۴ ـ د خپل مافوق څخه بې اطاعتي.
۵ ـ د خپل ماتحت سره تبعيض او سر ناخلاصي.
۶ ـ بې اصولو ناسوبي.
۷ ـ په وظيفه باندي شهرت طلبي.
۸ ـ د داسي وظيفې منل چي دی يې د کولو توان نلري.
۹ ـ د ناتوانۍ سره سره وظيفې ته دوام ورکول.
۱۰ ـ په وظيفه کي لومړيتوبونه د پامه غورځول.
۱۱ ـ د نورو کسانو په وظيفه کي مداخله کول.
۱۲ ـ د وظيفې په سبب د خلګو څخه ډالۍ او امتيازونه اخيستل.
۱۳ ـ په خرچه او مصارفو کي اسراف کول.
۱۴ ـ بې پلان او تدبيره کار کول.
۱۵ ـ د بيت المال په ساتنه کي بې غوري کول.
۱۶ ـ د ادارې جوړښت او بقاء له پامه غورځول.
۱۷ ـ د کم ظرفيتۍ په صورت کي د کار نه زده کول او د خپل کاري ظرفيت لوړولو لپاره هڅه نه کول.
۱۸ ـ د خپل صلاحيت څخه ناوړه استفاده کول.
۱۹ ـ خپل صلاحيتونه مهمل پرېښودل او يا بېله کوم اصولي لاسونده د نورو په لاس ورکول.
مولوي نورالحق مظهري