ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
فساد د صلاح او سمون ضد دی ځکه نو په کوم ځای کې چې فساد لاره پيدا کړي هلته صلاح او سمون کډه کوي او چې په کوم ځای کې د فساد ريښې ټينګي شوې هلته بيا هر ډول مثبت بدلون او پر مختګ ناشونی کېږي؛ يو د هغو ځايونو څخه چې تل بايد د هر ډول فساد څخه پاک وي دولتي ادارې دي ځکه د دولتي ادارو څخه نظام جوړ دی او په اداراتو کې فساد په نظام کې د فساد لامل جوړيږي.
که موږ په نړۍ کې تېر شوي نظامونه، يا په ځينو هيوادونو کې اوسني حاکم نظامونه او يا هم په افغانستان کې تېر جمهوري نظام تر څېړني لاندي ونيسو دا به راته ثابته شي چې د دوی د تباهۍ او سقوط د لاملونو څخه يو لامل فساد وو په خاصه توګه مالي او اداري فساد چې هره اداره د فعاليت، ثبات او پرمختګ په برخو کې د پښو څخه اچوي او د ډېرو فعلي او احتمالي ننګونو سره يې مخامخ کوي.
د دې لپاره چې هر نظام په خپلو اداراتو کې د فساد څخه وساتل شي د نورو وقايوي او معالجوي کړنو تر څنګ د لاندي څو مواردو عملي کول د فساد په مخينوي او يا کمولو کې ممکن ډېره مرسته وکړي:
1 – پر وظيفو او مسئوليتونو اهل کسان وګمارل شي؛ په دې معنی سره چې دولتي وظيفه هغه کس ته ورکړل شي چې تقوی ولري، په فساد روږدی نه وي، په عقيدوي لحاظ د فساد مخالف وي او په فکري لحاظ د فساد څخه متنفر وي.
که د قرآن او احاديثو لارښوونو ته وګورو دا به راته ثابته شي چې وظيفه او مسئوليت ورکول هم د امانت سپارل دي چې الله تعالی يې اهل ته پر سپارلو ډېر ټينګار کړی دی او فرمايي: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا.[النساء58] ژباړه: الله تعالی تاسي امر کوي چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ.
مفسرين رحمهم الله فرمايي: که څه هم دغه آيت په خاصي موضوع کې نازل شوی دی خو حکم يې عام دی او هر امانت ته شامليږي هغه که عمومي امانت وي که شخصي امانت، که په دين کې وي او که په دنيا کې وي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې هم اهل ته د امانت پر سپارلو ټينګار شوی او د نه عملي کېدلو تاوانونه يې بيان شوي دي؛ چې ځيني احاديث په لاندي ډول دي:
الف: فَإِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ قَالَ كَيْفَ إِضَاعَتُهَا قَالَ إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ.[صحيح البخاري59]
ژباړه: کله چې امانت ضايع شي نو د قيامت انتظار وکړه چا وويل: څنګه ضايع کېږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: کله چې کار و نااهل ته وسپارل شي نو د قيامت انتظار وکړه.
ب: عن عبد الله بن عمرو قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من أشراط الساعة أن يؤتمن الخائن ويخون الأمين.[مکارم الاخلاق للخرائطي 175]
ژباړه: د عبدالله بن عمرو څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د قيامت د علامو څخه دا دی چې امين خائن ګڼل کېږي او خائن امين ګڼل کېږي.
ج: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ، يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ، وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ، وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ، وَيُخَوَّنُ فِيهَا الأَمِينُ، وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ، قِيلَ: وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ؟ قَالَ: الرَّجُلُ التَّافِهُ فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ.[سنن ابن ماجه 4036]
ژباړه: د ابوهريره رضي الله عليه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پر خلکو به داسي غولوونکي کلونه راشي چې په هغو کې به د درواغجن انسان تصديق کېږي او د رښتيا ويونکې انسان تکذيب به کېږي، خائن به امين ګڼل کېږي او امين به خائن ګڼل کېږي او رويبضه خبري وکړي؛ چا وويل: رويبضه څشي دی؟ هغه وويل: هغه انسان چې د عامو خلکو په کارونو کې بې باکه وي.
وظيفه او مسئوليت هغه لوی امانت دی چې پوره آداء کول يې د هر چا کار نه دی او که پوره آداء نشي ډېر تاوانونه او زيانونه د ځانه سره لري چې يو يې په اداره کې د فساد خپرېدل دي.
دا چې وظيفه امانت دی، کول يې توان او طاقت غواړي او نه کول يې د ځانه سره تاوانونه او رسوايي لري د لاندي حديث څخه له ورايه ښکاري:
عن الحارث بن زيد الحضرمي: أن أبا ذر رضي الله عنه قال لرسول الله صلى الله عليه و سلم: أمرني فقال: إنك ضعيف و أنها أمانة و أنها يوم القيامة خزي و ندامة.[المستدرک علي الصحيحين7019]
ژباړه: د حارث بن زيد حضرمي څخه روايت دی چې ابوذر رضي الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله ما ته امارت راکړه(ما ته وظيفه راکړه) رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ته ناتوان يې او امارت امانت دی او د قيامت په ورځ رسوايي او پښېمانتيا ده.
د وظيفې دروندوالي او حساسيت ته په کتو داسي ويلای شو چې ناتوانه او ضعيف انسان ته د وظيفې ورکول ممکن د اداري او مالي فساد سبب جوړ شي البته د ناتوانۍ څخه يواځي اداري ناتواني مراد نه ده بلکې هر ډول ناتواني د فساد سبب جوړېدلای شي توپير نه لري که هغه اداراي ناتواني وي، که عقيدوي او اخلاقي ناتواني وي.
2 – مسئول ته دي د ده د اړتيا په اندازه معاش ورکړل شي؛ ځيني وختونه د معاش لږوالی په اداره کې د فساد لامل جوړېدلای شي.
که څه هم شرعا د معاش لږوالی د فساد لپاره دليل نه شي جوړېدلای خو ممکن د ناپوهۍ يا اقتصادي فشار له کبله ځيني کسان د معاش د لږوالي په سبب يو ډول ځان فساد کولو ته مجبور وګڼي او نورو لارو ته د نه لاسرسۍ په حالت کې په اداره کې فساد ته مخه کړي.
زموږ د فقه په کتابونو کې دې خبري ته پوره اشاره شوېده چې له جملې يې الاختيار لتعليل المختار کتاب دی چې فرمايي:
ويكون رزقه وكفايته وكفاية أهله وأعوانه ومن يموّنهم من بيت المال ، لأنه محبوس لحق العامة ، فلولا الكفاية ربما طمع في أموال الناس.[الاختيار لتعليل المختار ج2 ص88]
ژباړه: د قاضي خرچه او چې څومره د ده د کورنۍ، ملګرو او اولادونو بسيږي بايد د بيت المال څخه ورکړل شي ځکه چې دی د عامو خلکو د حق لپاره راګير دي نو که په کافي اندازه خرچه ور نکړل شي ممکن د خلکو مالونو ته طمع وکړي.
يعني که قاضي ته د بيت المال څخه په پوره اندازه خرچه او معاش ورنکړل شي نو ممکن دی فساد وکړي او د خلکو څخه رشوت واخلي؛ دلته که څه هم ذکر د قاضي شوی دی خو حکم يې عام دی د دولت هر هغه مأمور ته شامليږي چې د خلکو سره يې کار وي او رشوت اخيستلي شي.
3 – د عوائدو، مصارفو او محاسباتو لپاره بايد سيسټم جوړ شي؛ ځيني وختونه د فزيکې پيسو ادلون بدلون او يوه کس ته پيسې په لاس ورکول د فساد سبب جوړيږي نو که په اداراتو کې د عوائدو، مصارفاتو او محاسباتو لپاره داسي سيسټم جوړ شي چې ډېري کسان کار پکې وکړي او د فزيکې پيسو د اخيستلو او ورکولو مخه ونيول شي نو ممکن د فساد مخه هم ورسره ونيول شي او که چېري محاسبوي سيسټم ډېر قوي جوړ شي او پر وخت دقيق اجراات وشي يقينا چې د فساد په ختمولو کې پوره کار کېدلای شي.
4 – د مکافات او مجازات عملي کېدل؛ که د فساد په وړاندي د دقيق ميکانيزم جوړېدلو او د هغه د عملي کېدلو وروسته مکافات او مجازات عملي شي دا به ارومرو ان شاء الله په پوره توګه د فساد مخه نيسي ځکه چې د هغو کسانو مکافات وشي چې ځانونه يې د فساد څخه ساتلي دي او هغو کسانو ته سخت مجازات ورکړل شي چې فساد يې کړی دی دا به خاماخا د فساد څخه پاک خلک نور هم پاکوالي ته تشويق کړي او په فساد روږدي خلک به ارومرو ځانونه د فساد څخه را وګرځوي.
5 – مالي مراقبت او تفتيش قوي شي؛ که د قوي با صلاحيته مراقبينو او مفتشينو لخوا د اداراتو څارنه او تفتيش وشي هيڅوک به فساد ته زړه ښه نه کړي ځکه مراقبت او تفتيش په مالي او اداري برخو کې د احتياط کولو سبب جوړيږي چې هيڅوک د څارني او رسوايۍ له ويري زړه فساد ته نه ښه کوي ځکه د ځان د ګرفتارۍ او مجازات څخه وېريږي.