۱۴۰۲/۱۲/۰۹

د دوحې لسمه تاريخي ورځ او درسونه:

په 2001 کال کې چې کله امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ، د ټولو بين المللي او عقلي اصولو پر خلاف يې افغانستان اشغال کړ او د افغانانو له منځ څخه راپورته سوی اسلامي امارت يې ړنګ کړ ډېرو خلکو داسي فکر کوی چې نور نو د افغانستان څخه د طالبانو د اسلامي تحريک ټغر ټول سو؛ ځکه له يوې خوا امريکا د نړۍ تر ټولو لوی او زبرځواک وو او د مادياتو څخه د متأثر سوي عقل له نظره يې ماتېدل او ناکامه کېدل غير ممکن کار وو له بلي خوا يې په اړه خورا ډېر تبليغات کېدل چا به ويل: امريکا د آسمان څخه پر مځکه باندي څلور انچه شی ويني، چا به ويل: امريکا کولای سي چې په يو بم باندي ټول افغانستان وروان کړي او چا به ويل: په تاريخ کې تر امريکا لوی ځواک ندی تېر سوی او ټوله نړۍ د امريکا څخه وېريږي.

د دې تر څنګ چې تبليغات هم ډېر کېدل خو دا هم واقعيت وو چې امريکا د نړۍ زبر ځواک وو او ټوله نړۍ ورڅخه وېرېدل خو لوی الله جل جلاله داسي فيصله کړېوه چې په هغه وخت کې يې هيچا وړاندوينه نسوه کولای.

دا د لوی الله جل جلاله فيصله وه چې د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله خبره به رښتيا کوي چې د بي بي سي سره يې په مرکه کي ويل: تر امريکا لوی ځواک هم سته چې الله تعالی دی او ارومرو به يو تحول راځي بيا به يې تاسو ووينی.

د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله خبره رښتيا سوه او د عادت خلاف د غريبو طالبانو په لاس الله پاک د امريکا غرور مات کړ، هغه غرور چې د يرغل په وخت کې د امريکا د هغه وخت ولس مشر جورج ډبليو بوش ټولي نړۍ ته اعلان وکړ چې يا به زما سره درېږئ يا به د تروريستانو سره درېږئ.

د الله جل جلاله په فضل، د مجاهدينو په اخلاص او قربانۍ او د افغان ولس په مرسته د ۱۸ کاله جهاد وروسته مغروره امريکا دېته مجبوره  سوه چې په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د حوت پر ۱۰ د طالبانو سره د دوحې مشهور تاريخي تړون امضاء کړي او تر خپلي خبري تېره سي چې تل به يې ويل: طالبان به يا تسلميږي يا به وژل کيږي.

د دوحې د تړون وروسته امريکايانو لکه په جګړه کې چې روحيه له لاسه ورکړېوه په سياسي ډګر کې يې هم روحيه له لاسه ورکړه او د مذاکراتو په ټوله پړاو کې د افغانستان اسلامي امارت مذاکراتي ټېم په روحيه او استدلال کي برلاسی وو.

داسي ويلای سو چې د دوحې تړون په سياسي لحاظ نړيوالو ته طالبان د يوې ډلي د حيثيت څخه د نظام حيثيت ته پورته کړه او په امريکا يې هغه اقرارونه وکړه چي په تاريخ کې يې نه وه کړي.

الحمد لله د اسلامي امارت پلاوي په قطر کې د خپل ولس او نظام داسي استازولي وکړه چې ټوله نړۍ يې ځان ته حيرانه کړه او د افغانانو سياسي نبوغ يې په ټولي نړۍ باندي ومنی.

د دوحې د تړون څخه موږ لاندي عبرتونو او درسونو ته اشاره کولای سو:

۱ – د دوحې د تړون سره هغه باورونه غلط وختل چې خلکو به ويل: امريکا ماتي نه خوري او نه د طالبانو سره خبرو ته کښېني.

۲ – د دوحې تړون په تاريخ کې د امريکا لپاره لوی شا ته تګ وو ځکه د امريکايانو عمومي پاليسي خو دا وه چې: طالبان به يا تسلميږي يا به وژل کيږي.

٣ – د دوحې تړون دا ثابته کړه چې د الله لپاره مبارزه کڅه هم ډېره کمه وي بې نتيجې نه پاتيږي ځکه د دوحې تړون د افغان مجاهدينو د جهاد او قربانۍ د مثبتو پايلو څخه يوه پايله وه.

٤ – د دوحې تړون که په مستقيم ډول د افغانانو لپاره لويه لاس ته راوړنه وه خو په ټولي نړۍ کي د مسلمانانو لپاره آزموينه هم وه ځکه د دوحې د تړون سره دا ثابته سوه چې دا دومره وختونه د امريکا په اړه د اسلامي هيوادونو د مشرانو باورونه بې ځايه او ناسم وه ځکه دوی خو له ويري خپل هر څه او ټوله امکانات د امريکايانو په لاس کې ورکړي وه په دې ګمان چي امريکا به هيڅ وخت ماتي نه خوري او هيڅوک به د امريکا په وړاندي نه دريږي خو الله تعالی د دوحې په تړون باندي د امريکا ماتي او عاجزي په ننداره کښېښودل او مسلمانانو ته يې دا په ډاګه کړه چي اوس هم داسي کسان سته چې زما پر دين غيرت کوي او د نړيوالو غټو کفارو سره د جهاد مقدسه دنده پر مخ وړي نو تاسي مسلمانان هم بايد ويښ او بيداره اوسئ او نور د امريکايانو څخه مه وېرېږئ.

٥ – د دوحې تړون که له يوې خوا د افغانان غيرت نړيوالو ته ښکاره کړ له بلي خوا يې د افغانانو اتفاق او اتحاد هم په ډاګه کړ چي اتلس کاله يې د يوه امير تر قومانده لاندي د جهاد سپېڅلې لاره تعقيب کړه او بېله دې چې تر خپل منځ د ژبي، وطن او قوم پر سر لانجه وکړي په يو موټي او يو آواز د نړيوال مستکبر په وړاندي و درېدل او هغه يې د خپل وطن څخه شړلو ته مجبور کړ.

۶ – د دوحې تړون د مسلمانانو سره د الله تعالی هغه وعده يو ځل بيا تجديد کړه چي فرمايي: و انتم الاعلون ان کنتم مؤمنين. يعني تاسي به لوړ ياست که چيري تاسو مسلمانان وی.

افغانانو چې کله خپل اسلام وساتی الله تعالی هم خپله وعده ورسره پوره کړه او امريکا يې د دوی په لاس ماته کړه.

موږ بايد دغي ورځي ته په ډېره لويه سترګه وګورو او په خپلو تاريخونو کې يې د حديبيې د سولي په څېر په زرين عنوان وليکو تر څو را روانو نسلونو ته درس سي او موږ د دې ورځي لاس ته راوړني له ياده و نه باسو.

الحمدلله چې اوس اسلامي نظام نافذ دی دا د ټولو مبارزينو د مبارزې نتيجه ده؛ کومو مجاهدينو چې عملا جګړه كړې، کومو مشرانو چې په سياسي دفتر کې د کفارو سره سياسي مقابله کړې، کومو اسلامپالو چې په فکري او فرهنګي ډګرونو کي مبارزه کړې او کوم ولس چې د مجاهدينو او مبارزينو ساتنه او پالنه کړې ټول په دې نظام کې شريکان دي او هر څوک بايد ځان په دې نظام کي وويني او د دې نظام د سمبالښت او ساتني لپاره مسئوليت سر ته ورسوي.

موږ افغانان بايد شکر آداء کړو او په خپل مينځ کي یو والی او اتحاد نور هم وساتو تر څو همداسي بريالي پاته سو او د دښمنانو د دسيسو او توطئو څخه په آمان وسو.
مولوي نورالحق مظهري