۱۴۰۳/۰۷/۲۴

د مثبتو فکرونو ډولونه:

مثبت فکرونه هغه ذهني حالتونه دي چې په شخص کې خوشبیني، هیله‌مندي او پیاوړتیا رامنځته کوي. د مثبتو فکرونو ډولونه په لاندې توګه دي:
۱ ـ خوشبین فکر:  خوشبین فکر لرونکی انسان په هر حالت کې د ښه پایلې تمه کوي، هغه په هر حرکت او هڅه کې فرصتونه ویني او باور لري چې ستونزې حل کېدونکي دي.

۲ ـ شکرګذار فکر: شکرگذار فکر انسان په ژوند کې د درلودونکو شیانو او برکتونو قدر کوي او په هر حالت کې يې شکر آداء کوي، دا فکرونه په شخص کې د خوشحالۍ او  قناعت احساس زیاتوي.

۳ ـ هیله‌مندفکر: هیله‌مند فکر لرونکی کس د راتلونکې په اړه مثبتي تمې لري او باور کوي چې زما په وړاندي ارومرو شرایط برابريږي،  هغه د خپلو هدفونو په لور کار کوي او ناهیلی کېږي نه.

۴ ـ په ځان‌باوري فکر:  دا ډول فکر  شخص ته دا احساس ورکوي چې تل د ستونزو په حلولو او موخو په تر لاسه کولو کې وړتیا لري،  په ځان‌باوري فکر د لاسته راوړنو په زیاتولو کې ډېر مهم دی.

۵ ـ انعطاف‌پذیر فکر: دا فکر انسان ته توان ورکوي چې د ستونزو په وخت کې له ناکامۍ څخه زده کړه وکړي او ژر بیرته عادي حالت ته راستون شي،  انعطاف‌پذیري د مثبت فکر یوه مهمه نښه ده.

۶ ـ مینه ناک او مهربان فکر: داسي فکر والا شخص له نورو سره د مرستې او شفقت احساس لري، د نورو خوشحالي او هوساینه د خپل ځان د خوشحالۍ یوه برخه ګڼي ځکه نو د هیچا سره د مرستي کولو څخه ځان نه کاږي.

۷ ـ خلاق فکر: دا ډول فکر انسان ته دا توان ورکوي چې له نوو لارو او په تخلیقي نظرونو سره ستونزې حل کړي، خلاقیت د مثبت فکر یوه نتیجه ده چې د نوښتونو او پرمختګونو لامل ګرځي او ورځ تر بلي نوي انکشافات کوي.

۸ ـ منل شوی فکر: دا فکرونه شخص ته دا درس ورکوي چې د هغو شیانو په وړاندي چې نشي بدلېدلی يا ظاهرا تغییر نه قبلوي خپل زغم له لاسه ورنکړي او ځان خپه نه کړي؛ دا ډول خلک په ژوند کې د واقعیتونو سره په سمه توګه چلند کوي.

۹ ـ موخه‌مند فکر: دا ډول فکر شخص ته د یو واضح او مشخص هدف په لور د تګ انګېزه ورکوي، داسې خلک تل په خپل ذهن کې یو پلان او ستراتیژي لري.

۱۰ ـ زده کړه ايز فکر: داسي فکروالا خلک په دې باور وي چې انسان تل وده کولی شي او زده کړه یې د پرمختګ اصلي ذريعه ده، دا ډول فکر په هر حالت کې د لا زده کړې او ودې فرصتونه لټوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۷/۲۳

حسد د پوهانو له نظره:

معاويه رضي الله عنه حاسد په هغو انسانانو کې شميري چې خوشحاله کول يې آسانه کار ندی او فرمايي:
كُلُّ النَّاسِ أَسْتَطِيعُ أَنْ أُرْضِيَهُ؛ إِلَّا حَاسِدَ نِعْمَةٍ؛ فَإِنَّهُ لَا يُرْضِيهِ إِلَّا زَوَالُهَا.[المجالسة وجواهرالعلم657]
ژباړه: ټوله خلک زه خوشحاله کولاي شم مګر هغه څوک چې د نعمت له کبله حسد راسره کوي؛ ځکه هغه بېله دې چې هغه نعمت زوال شي په بل شي نه خوشحاله کيږي.
حسن بصري رحمه الله حسد هغه اور بولي چې هيڅ نه مړ کيږي او فرمايي:
الحسد من أخلاق اللئام، وتركه من أفعال الكرام، ولكل حريق مطفئ، ونار الحسد لا تطفأ.(روضة العقلاء:134)
ژباړه: حسد د بدو خلکو د اخلاقو څخه دی، پرېښودل يې د نيکو خلکو د کارونو څخه دی او هر اور مړ کيږي خو اور د حسد نه مړ کيږي.
ابوالليث سمرقندي رحمه الله د حسد ځيني  هغه تاوانونه بيانوي چې د محسود څخه مخکې خپله حسد کوونکي انسان ته رسيږي او فرمايي:
يصل إلى الحاسد خمس عقوبات قبل أن يصل حسده إلى المحسود: أولاها: غم لا ينقطع. الثانية: مصيبة لا يؤجر عليها. الثالثة: مذمة لا يحمد عليها. الرابعة: سخط الرب. الخامسة: يغلق عنه باب التوفيق.(المستطرف في كل فن مستظرف للأبشيهي:221)
ژباړه: حسد کوونکي ته پنځه عذابونه رسيږي مخکې تر دې چې محسود ته ورسيږي: لومړی يې داسي غم دی چې نه قطع کيږي، دويم داسي مصيبت دی چې هيڅ مزدوري نه ورباندي ورکول کيږي، درېيم هغه بد دی چې ستاينه يې نه ورباندي کيږي، څلورم د الله تعالی قهر دی او پنځم د توفيق دروازه ورباندي تړل کيږي.
ابن ابجر د ځينو کتابونو په حواله حسد کوونکی د الله تعالی دښمن ګڼلی او فرمايي:
فِي بَعْضِ الْكُتُبِ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: الْحَاسِدُ عَدُوُّ نِعْمَتِي، مُتَسَخِّطٌ لِقَضَائِي، غَيْرُ رَاضٍ بَقَسْمِي بَيْنَ عِبَادِي.(المجالسة وجواهرالعلم658: 3/51)
ما په ځينو کتابونو کي ليدلي دي چې الله تعالی فرمايي: حسد کوونکی انسان زما د نعمت دښمن دی، زما فيصلې او قضاء ته په خښم دی او زما په بندګانو کې زما په تقسيم باندي خوشحال ندی.
ابن المعتز وايي:
الحاسد مغتاظ على من لا ذنب له، ويبخل بما لا يملكه، ويطلب ما لا يجده.(غرر الخصائص الواضحة للوطواط603) ژباړه: حسد کوونکی په هغه چا باندي په غوصه کيږي چې هيڅ ګناه يې نه وي کړې، په داسي څه باندي بخيلي کوي چې په خپله يې مالک نه دی او داسي څه غواړي چې هيڅ يې نشي موندلی.
مولوي نورالحق مظهري