۱۴۰۵/۰۲/۰۸

د ثور د اتمي په اړه:

په اتمه د ثور کڅه هم د روس لاسپوڅي رژیم د نجیب په سرپرستۍ سقوط وکړ، مجاهدین کابل ته ننوتل او د جهاد او حق د بریا اعلان وسو خو د جهادي ډلو د مستقلانه ډېروالي له وجهي، په جهادي رهبرانو کي د خلوص نیت د نه موجودیت په خاطر او د واک او چوکۍ سره د محبت په سبب د میلیونونو شهیدانو ارمانونه، د مسلمان او مجاهد ولس هیلي، او د ټولو قربانیو او سرښندنو ثمره او نتیجه د خارو سره خاوري سوه.

جهادي رهبران په خپل منځ کې د واک او چوکۍ پر سر سره ښکر په ښکر سوه او د روسي اشغال او کمونیستي تخریب څخه څه ناڅه پاته هیواد یې هم کنډ وکپر کړ او د مجاهد مبارک او جهان لړزوونکی نوم یې بد کړ.

د جهادي رهبرانو تر منځ د اختلافاتو له امله په هیواد کي یې د بريا وروسته د یوه سوچه اسلامي نظام د راتللو مخه ونیول سوه او د دوی په وجود کې یې د هغه احتمالي راتګ هم ممتنع وګرځوی، ځکه هر یوه به د بل په مقابل کې هغه مفکوره درلودل کومه چې یو داړه مار یې د بل داړه مار په مقابل کې لري.

جهادي رهبرانو تر خپل منځ کي اړودوړ، ټوپک سالارۍ او پاټک اچوني ته دومره زور ورکړ چې هري سیمي به ځان ته خپلواک واکمن درلودی. 

هماغه ولس چې په خپلو وینو یې روسان ایستلو ته اړ کړه د یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ سو، ژوندون یې تر بل هر وخت ډېر تریخ سو او په پايله کې د ټول ولس سر، ناموس او مال د لیلامي سودا غوندي بې اعتباره او بې ارزښته سو.

لسګونو برخو ته د هیواد د تجزیه کېدلو سوچونه د هر سیمه ایز واکمن په ماغزو کې را ګرځېدل او هر یوه یې عملا د ځان د استقلال او خپلواکۍ نغاری ډنګولې.

خو د الله په نزد د شهیدانو د وینو د قیمت په خاطر، د مظلوم ولس د دعاء په سبب او د ځینو رښتینو جهادي مشرانو د سالم تدبیر له وجهي چې ځانونه یې په خپل منځي جګړه کې ښکېل نکړه او تل یې د پورته بحراني وضعیت څخه د هیواد د ایستلو فکر کوی د ټولو بې فکره او قدرت طلبه وسلوالو تباه کوونکې او ورانوونکې دسیسې یې شنډي کړې او د طالبانو د اسلامي تحریک په رامنځته کولو سره یې هیواد د تجزیې څخه وژغوری، همداسي هیوادوالو ته یې د آرامۍ تازه دمه ورکړه او یو ځل بیا یې په هیواد کې د یوه سوچه اسلامي نظام د راوستلو هیلي را ژوندۍ کړې.

نژدې وه چې د ټولو هیوادوالو د هیلو غوټۍ ګل سي او تازه راوتلي ګلان د مړاوي کېدلو څخه د سم غوړېدلو درشل ته ولاړ سي چي ناڅاپه یو بل نړیوال استکبار د پورته بې لارو خلکو په مرسته پر هیواد یرغل وکړ او پر هیوادوالو یې د سره څخه د تباهۍ او بربادۍ دروازې پرانیستلې.
خو د اسلامي امارت مشران د نظام په ړنګېدلو باندې نا اميده نه سوه بلکې د يرغلګرو غربيانو په وړاندي يې چټکه جهادي مبارزه پيل کړه چې د الله تعالی په فضل د څه ناڅه شل کاله اشغال وروسته د دواړو جهادي پړاوونو ثمره الله تعالی د دوی پر لاس ښکاره کړه او يو سوچه اسلامي نظام يې يو ځل بيا پر هيواد حاکم کړ. الحمدلله.

زموږ افغانانو اوسنی وظيفه دا ده چي د دغه نظام تر شا ودريږو او د هغه په سمبالښت او بقاء کې خپل مسئوليت سر ته ورسو.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۵/۰۲/۰۷

په اسلام کې ځان او نورو ته د ضرر رسول حرام دي:

ژباړه: ابوسعيد رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نه ضرر سته او نه تاوان رسول؛ څوک چې بل ته ضرر ورسوي، الله به هغه ته ضرر ورسوي، او څوک چې له بل سره سختي وکړي، الله به پرې سختي وکړي.

د دې حديث په تشريح کې علماؤ ليکلي دي: دلته ممکن د "ضرر" او "ضرار" لفظونه په يوه معنی وي او د تأکيد لپاره راغلي وي، يعني هيڅ وخت مسلمان ته د ضرر او تاوان رسول نه روا کيږي بلکې معاهد کافر او حيوان ته هم بې ضرورته تاوان رسول نه دی روا.

ځينو علماؤ ويلي دي: د "ضرر" معنی دا ده چې انسان خپل ګاونډي او بل چا ته ضرر و نه رسوي او د "ضرار" معنی دا ده چې ځان او نورو ته دي ضرر نه رسوي؛ هدف ورڅخه دا دی چې په اسلام کې خپل او نورو انسانانو ته ضرر او تاوان رسول حرام او ناروا دی.

ځينو علماؤ ويلي دي: د "ضرر" معنی دا ده چې يو څوک بل چا ته ضرر رسوي بېله دې چې هغه ورته ضرر رسولی وي لکه ناحقه د يو مسلمان وژل يا ځورول او "ضرار" دا دی چې دوه نفره يو بل ته ضرر او تاوان رسوي لکه تر خپل منځ جګړه کول.

ځينو علماؤ ويلي دي: "ضرر" دا دی چې په يو کار کې ستا ګټه وي خو د بل مسلمان تاوان وي او "ضرار" دا دی چې تا ته هيڅ ګټه نسته خو بل مسلمان ته تاوان دی. (المعين علي تفهم الاربعين: 1/378)

پر هر حال؛ ځان او بل مسلمان ته تاوان رسول نه دی روا، څوک چې يې کوي د دې تر څنګ چې ګنهکار به وي، الله تعالی به يې په دنيا او آخرت کې مجازات هم ورکوي او د دې په مقابل کې چې ده بل مسلمان ته تاوان رسولی دی الله تعالی به دی د داسي کار سره مخامخ کړي چې د ده لپاره تاوان وي او چې پر کوم مسلمان يې سختي کړې وي الله تعالی به د مجازات په کولو سره پر ده باندې سختي او مشقت وکړي.

نو غوره او بهتره خبره دا ده چې انسان د بل مسلمان په وړاندې داسي اخلاقي پاليسي غوره کړي چې په هيڅ وخت کې مسلمان ته تاوان و نه رسوي بلکې کوښښ وکړي چې په هره وسيله او هر وخت کې چې وي مسلمان ته ګټه ورسوي.

عن أبي سعيد الخدري رضى الله تعالى عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال لا ضرر ولا ضرار من ضار ضاره الله ومن شاق شاق الله عليه.(المستدرک للحاکم: 2345)
مولوي نورالحق مظهري